• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ازبکستان له طالبانو نه د ازبکستاني باروړونکو شرکتونو د فیسونو کمولو غوښتنه کړې

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۵۴ GMT+۱

د ازبکستان او طالبانو د ترانسپورټي ادارو د استازو په غونډه کې هوکړه شوې، چې د دواړو هېوادونو د باروړونکو شرکتونو ستونزو ته رسیده ګي وکړي. دواړو لوریو ټینګار کړی، چې فیسونه باید د متقابلې ګټې او برابرۍ پر اصولو ولاړ وي.

د ازبکستان د ترانسپورټ وزارت د لومړي مرستیال وزیر مامانبي عمر‌اوف په مشرۍ د دواړو هېوادونو د ترانسپورټي ادارو د استازو دوه اړخیزه غونډه د ازبکستان په ترمذ ښار کې شوې ده.

په غونډه کې د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت استازو هم ګډون کړی و.

د یاد هېواد د ټرانسپورټ وزارت په وینا، په خبرو کې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د ځمکنیو نړیوالو بار وړونکو ترانسپورټي خدماتو د لا پراختیا، د دواړو هېوادونو د باروړونکو لپاره د برابر او مناسب چاپېریال رامنځته کولو، په افغانستان کې د ازبکستاني باروړونکو پر فیسونو د بیاکتنې او د فیسونو د ټاکلو په اړه بحث شوی دی.

دواړو لوریو ټینګار کړی، چې فیسونه باید د متقابلې ګټې او برابرۍ پر اصولو ولاړ وي.

ازبکستاني رسنۍ وايي، په غونډه کې د ازبکستاني او افغان باروړونکو شرکتونو وړاندیزونه او ستونزې هم واورېدل شوې.

ترویج لرونکی

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله
۱

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۲

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۳

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

۴

سرچینې: طالبانو د بدخشان په یفتل کې ۷ ملکي وګړي نیولي دي

۵
روغتیا او ژوند

د روغتیا نړۍوال سازمان: د بودجې کمښت د افغان مېرمنو او ماشومانو روغتیا له ګواښ سره مخ کړې

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پوځ پر طالبانو تور پورې کړ چې د ترهګرۍ له لارې خپل اقتصاد او د حکومت بقا تامینوي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۳۱ GMT+۱
100%

د پاکستان د پوځ ویاند پر طالبانو تور پورې کړی چې «ترهګري» یې د خپل اقتصاد د تامین، د حکومت د پایښت او بهرني سیاست په وسیلې بدله کړې ده. نوموړي په یوه خبري ناسته کې وویل: «د طالبانو سوداګرۍ ترهګري ده او د ترهګرۍ له لارې خپل اقتصاد او د خپل حکومت بقا تامینوي.»

د پاکستان د پوځ ویاند د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د هند او افغانستان اړیکو ته اشاره وکړه او ادعا یې وکړه چې د دواړو لوریو ترمنځ له «ډي‌این‌اې» او تاریخي او کلتوري ریښو پرته بل هېڅ ګډ ټکی نشته او یوازینی شی چې هغوی سره نښلوي «ترهګري» ده.

نوموړی دا څرګندونې په هند کې د طالبانو د کرنې د وزیر له وروستیو خبرو وروسته مطرح کوي، خو د طالبانو د وزیر د خبرو په اړه ویل کیږي، چې ناسمې ژباړل شوې دي.

نوي ډیلي ته د طالبانو د کرنې د وزیر وروستي سفر په پاکستان کې غبرګونونه راپارولي وو.

شریف چودري دغه راز د طالبانو او د هند د سیاسي جریانونو ترمنځ ایډیالوژیکو توپیرونو ته په اشارې سره وویل: «که تاسو هند او هندو ګوندونو ته وګورئ، د هند د ګوندونو او طالبانو ترمنځ څه ګډ شته؟ هېڅ نه. یو ځان سیکولر ګڼي او بل ځان ملتپال او مذهبي افراطي معرفي کوي، خو سره له دې هم، په افغانستان کې دواړه اوس همغږي عملیات کوي.»

د پاکستان د پوځ د ویاند دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د اسلام‌اباد او د طالبانو د ادارې اړیکې، په ځانګړې توګه د افغانستان له خاورې د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو پر سر، ترینګلې شوې دي.

طالبانو تل د پاکستان د مخالفو وسله‌والو ډلو د ملاتړ تورونه رد کړي دي.

پاکستان د اوږدې مودې لپاره د افغانستان د جمهوري نظام پر وړاندې د طالبانو د بریدونو او جګړې د ملاتړي په توګه پېژندل شوی، خو اوس یې اړیکې ورسره ترینګلې شوې دي.

په افغانستان کې بند پاتې پاکستاني محصلانو د تورخم لارې د پرانېستلو غوښتنه کړې

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۳۴ GMT+۱
100%

په افغانستان کې مېشتو پاکستاني محصلانو په کابل کې د خپل هېواد له سفارت څخه غوښتي چې د تورخم له لارې د دوی د بېرته تګ زمینه برابره کړي. دغو محصلانو په یو لیک کې ویلي چې د اوړي رخصتۍ پیل شوي او ۹۱۳ تنه غواړي پاکستان ته ستانه شي.

پاکستاني محصلانو په کابل کې د خپل هېواد له سفارت څخه غوښتي چې د تورخم بندر له لارې پاکستان ته د دوی د بېرته تګ زمینه برابره کړي.

دغو محصلانو د جولای په ۳۰مه نېټه په کابل کې د پاکستان سفیر ته په استولي لیک کې ویلي، چې د پوهنتونونو د اوړي رخصتۍ پیل شوې او لږ تر لږه ۹۱۳ پاکستاني محصلان غواړي چې د رخصتیو تېرولو لپاره خپل هېواد ته ستانه شي.

د محصلانو د استازو په دغه لیک کې راغلي، چې د دوی د اوړي رخصتۍ به د اګسټ میاشتې په وروستۍ اونۍ کې پای ته ورسېږي او له هغې وروسته به بېرته خپلو اړوندو پوهنتونونو ته ستانه شي.

په دغه لیک کې د جلال‌اباد په ښار کې د پاکستان د کونسلګرۍ او د تورخم بندر د چارواکو له تېرو همکاریو مننه شوې چې له امله یې یو شمېر محصلان د تورخم له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغو محصلانو په خپل لیک کې زیاته کړې، چې یو محصلان د خپلو تحصیلي کارونو د بشپړولو، د فراغت د سندونو د تاییدۍ او د فراغت د مراسمو له امله په افغانستان کې پاتې شوي وو.

100%

دوی د پاکستان له سفارت نه غوښتي چې له اړوندو چارواکو سره همغږي وکړي څو پاتې محصلانو ته هم په نږدې وخت کې د تورخم له لارې د اوښتو اجازه ورکړل شي.

د دوی په وینا، طالبانو لا دمخه پاتې پاکستاني محصلانو ته د تورخم له لارې د تېرېدو اجازه ورکړې ده.

دوی ټینګار کړی چې په افغانستان کې د پاتې کېدو له امله له ګڼو تحصیلي، مالي او لوژستیکي ستونزو سره مخ دي او غواړي د نوي سمستر له پیل وړاندې خپلې رخصتۍ له خپلو کورنیو سره تېرې کړي.

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۰۵ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
100%

په افغانستان کې واک ته رسېدل تل د یوې سختې سیاسي مبارزې پایله ده، خو د واک پرېښودل تر دې هم ستونزمن ثابت شوي دي. د معاصر تاریخ ډېری واکمنان هغه وخت له واکه وتلي چې یا یې هېواد د جګړې په منځ کې و، یا یې مخالفینو په زور قدرت نیولی و، یا وژل شوي او یا هم جلاوطنه کړی شوي دي.

که د تېرو څه باندې سلو کلونو واکمنان یو ځای وکتل شي، نو د واک د منظم انتقال پر ځای به د سقوطونو، کودتاوو، وژنو، جلاوطنۍ او سیاسي بې ثباتۍ یوه اوږده لړۍ ښکاره شي.

له غازي امان الله خان څخه تر نن ورځې پورې، یوازې یو ولسمشر داسې پاتې شوی چې واک یې د قانوني پروسې له لارې بل منتخب ولسمشر ته انتقال کړی دی.

د افغانستان د واکمنانو کیسه یوازې د هغو کسانو کیسه نه ده چې واک ته ورسېدل؛ بلکې د هغو کسانو کیسه هم ده چې له واک وروسته یې د ژوند تر ټولو سختې ورځې ولیدې.

غازي امان الله خان؛ هغه پاچا چې د اصلاحاتو له امله له واکه ولوېد

غازي امان الله خان په ۱۹۱۹ کال کې د افغانستان د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته د یوه نوي افغانستان د جوړولو هڅه وکړه. هغه غوښتل چې هېواد له دودیز جوړښت څخه یو عصري دولت ته واړوي. د ښځو د زده کړو، د قانون جوړونې، د ادارو د اصلاح او له نړۍ سره د اړیکو پراخولو په برخه کې یې ګڼې هڅې وکړې.

خو د هغه اصلاحات د افغانستان د ټولنې د یوې برخې لپاره ډېر چټک وو. د دیني مشرانو، قومي مشرانو او ځینو سیاسي مخالفانو له خوا یې سخت مخالفتونه وشول. د اصلاحاتو ترڅنګ اقتصادي ستونزې او د دولت کمزوري هم د هغه د حکومت پر وړاندې د نارضایتۍ سبب شوې.

په ۱۹۲۹ کال کې د حبیب الله کلکاني په مشرۍ پاڅون د امان الله خان سلطنت کمزوری کړ او هغه اړ شو چې له واکه لاس واخلي. نوموړی لومړی کندهار او بیا له هېواده بهر ولاړ.

امان الله خان د ژوند وروستۍ نږدې درې لسیزې په جلاوطنۍ کې تېرې کړې. هغه یو داسې پاچا و چې افغانستان یې خپلواک کړ، خو د خپل واک پای یې په پردي وطن کې ولید.

100%

حبیب الله کلکاني؛ څو میاشتې واک او بیا اعدام

حبیب الله کلکاني د ۱۹۲۹ کال په پیل کې د امان الله خان د حکومت پر ضد د پاڅون له لارې کابل ونیو. هغه د شاهي نظام ځای ونیو او ځان یې د افغانستان امیر اعلان کړ.

خو د هغه واکمني له لومړۍ ورځې له سختو ستونزو سره مخ وه. د هېواد ډېرو سیاسي او پوځي مشرانو یې ملاتړ نه کاوه او د هغه د حکومت د مشروعیت په اړه پراخ بحثونه موجود وو.

محمد نادر خان د هغه پر ضد جګړه پیل کړه او کابل یې بېرته ونیو. کلکاني ونیول شو او اعدام شو.

د هغه برخلیک د افغانستان د واکمنانو د یوې تکرارېدونکې کیسې پیل و: څوک چې په زور واک اخلي، ډېر وخت خپله هم د زور قرباني کېږي.

100%

محمد نادر شاه؛ هغه پاچا چې د واک په اوج کې ووژل شو

محمد نادر شاه په ۱۹۲۹ کال کې له کابل نیولو وروسته پاچا شو. هغه هڅه وکړه چې د امان الله خان له سقوط وروسته دولت بېرته منظم کړي او د شاهي نظام بنسټونه ټینګ کړي.

د هغه حکومت د ثبات راوستلو لپاره هڅې وکړې، خو سیاسي مخالفتونه لا هم موجود وو. نادر شاه هڅه کوله چې د شاهي نظام لپاره نوی بنسټ جوړ کړي.

خو د هغه واکمني هم اوږده نه شوه. په ۱۹۳۳ کال کې د کابل د استقلال لیسې یوې غونډې ته د تګ پر مهال عبدالخالق هزاره نومي زده کوونکي هغه په ډزو وواژه.

په دې توګه هغه پاچا چې د ثبات د راوستلو لپاره راغلی و، خپله د سیاسي انتقام قرباني شو.

100%

محمد ظاهر شاه؛ څلوېښت کلنه واکمني او اوږده جلاوطنۍ

محمد ظاهر شاه په ۱۹۳۳ کال کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. هغه د افغانستان تر ټولو اوږده واکمنۍ لرونکی پاچا و او نږدې څلوېښت کاله یې د هېواد مشري وکړه.

د ظاهر شاه د واکمنۍ په دوره کې افغانستان د نسبي ثبات، د بهرنیو اړیکو پراختیا او د ځینو سیاسي اصلاحاتو شاهد و. د ده د واکمنۍ وروستي کلونه د مشروطه شاهي نظام د تجربې له امله مهم بلل کېږي.

خو د هغه سلطنت هم پای ته ورسېد. په ۱۹۷۳ کال کې کله چې ظاهر شاه د درملنې لپاره ایټالیا ته تللی و، د هغه د تره زوی محمد داود خان کودتا وکړه او شاهي نظام یې ړنګ کړ.

ظاهر شاه بیا هېڅکله د پاچا په توګه افغانستان ته راستون نه شو. هغه څو لسیزې په روم کې په جلاوطنۍ کې ژوند وکړ، تر دې چې د ۲۰۰۱ کال وروسته افغانستان ته راستون شو.

100%

محمد داود خان؛ لومړی ولسمشر او د جمهوریت لومړۍ قرباني

محمد داود خان په ۱۹۷۳ کال کې د کودتا له لارې شاهي نظام پای ته ورساوه او د افغانستان لومړی ولسمشر شو.

هغه هڅه وکړه چې یو قوي جمهوري نظام جوړ کړي او افغانستان ته د اقتصادي او سیاسي پرمختګ لاره هواره کړي. خو د هغه د حکومت وروستي کلونه د داخلي اختلافاتو، اقتصادي ستونزو او سیاسي فشارونو له امله له کړکېچ سره مخ شول.

په ۱۹۷۸ کال کې د ثور انقلاب پر مهال د هغه حکومت نسکور شو. داود خان له خپلې کورنۍ او یو شمېر نږدې کسانو سره یو ځای په ارګ کې ووژل شو.

په دې توګه د افغانستان لومړي ولسمشر هم د خپل واک پای په مرګ ولید.

100%

نور محمد تره کی؛ هغه انقلاب چې خپل مشر یې وخوړ

نور محمد تره کی د ثور له انقلاب وروسته واک ته ورسېد. هغه د خلق دیموکراتیک ګوند له مشرانو څخه و او د افغانستان د نوي کمونیستي نظام لومړی مشر شو.

خو د هغه حکومت له پیل څخه له سختو مخالفتونو سره مخ شو. اصلاحات یې د ټولنې له پراخو برخو سره ټکر پېدا کړ او وسله وال مقاومت زیات شو.

تره کی د خپل نږدې ملګري او لومړي وزیر حفیظ الله امین له خوا له واکه لرې شو. وروسته د هغه د وژنې خبر خپور شو.

د افغانستان انقلاب یوازې د پخوانیو واکمنانو ژوند وانه خیست، بلکې خپل مشران یې هم قرباني کړل.

100%

حفیظ الله امین؛ درې میاشتې واک او بیا وژل کېدل

حفیظ الله امین د تره کي له لرې کېدو وروسته واک ته ورسېد. هغه غوښتل د دولت کنټرول ټینګ کړي، خو هېواد له پراخ بغاوت او سیاسي بحران سره مخ و.

د هغه حکومت یوازې څو میاشتې دوام وکړ. د شوروي اتحاد مشرانو پرې باور نه درلود او په ۱۹۷۹ کال کې شوروي پوځونه افغانستان ته داخل شول.

د تاج بېګ ماڼۍ په عملیاتو کې امین ووژل شو او د هغه حکومت پای ته ورسېد.

100%

ببرک کارمل؛ د شوروي له ملاتړ سره راغلی مشر

ببرک کارمل د شوروي اتحاد د پوځي مداخلې وروسته واک ته ورسېد. د هغه حکومت د شوروي د ملاتړ پر بنسټ ولاړ و.

خو د جګړې دوام، اقتصادي ستونزې او د مجاهدینو مقاومت د هغه حکومت کمزوری کړ. کله چې شوروي اتحاد له افغانستانه د وتلو پرېکړه وکړه، د کارمل سیاسي موقعیت هم کمزوری شو.

هغه له واکه لرې کړل شو، تبعید ته مجبور کړی شو او د ژوند وروستۍ کلونه یې له افغانستانه بهر تېر کړل.

100%

ډاکټر نجیب الله؛ له ولسمشرۍ تر ملګرو ملتونو دفتر او بیا یې وژل کېدل

ډاکټر نجیب الله په ۱۹۸۶ کال کې واک ته ورسېد. هغه د «ملي مصالحې» سیاست اعلان کړ او هڅه یې وکړه د جګړې لپاره سیاسي حل پیدا کړي.

سره له دې چې شوروي ځواکونه ووتل، د هغه حکومت څو کاله دوام وکړ. خو په ۱۹۹۲ کال کې د مجاهدینو د پرمختګونو له امله یې حکومت سقوط وکړ او په خپله یې استعفا وکړه.

نجیب الله د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه یوړه. څلور کاله وروسته، کله چې طالبان کابل ته داخل شول، هغه ونیول شو او ووژل شو.

100%

صبغت الله مجددي؛ دوه میاشتې سرپرست واکدار

صبغت الله مجددي د ۱۹۹۲ کال د اپرېل له ۲۸مې تر جون ۲۸مې پورې شاوخوا دوه میاشتې د اسلامي دولت د موقت مشر په توګه دنده ترسره کړه.

د هغه دوره د مجاهدینو د واک د انتقال لومړۍ مرحله وه، خو د کابل د جګړو او د بېلابېلو ډلو د اختلافاتو له امله یو ثابت حکومت جوړ نه شو.

وروسته برهان الدین رباني واک ته ورسېد.

برهان الدین رباني؛ هغه ولسمشر چې د سولې په لاره کې ووژل شو

برهان الدین رباني د کورنیو جګړو په سختو کلونو کې د افغانستان ولسمشر شو. د طالبانو له راتګ وروسته یې کابل پرېښود، خو د افغانستان د یوه سیاسي جریان مشر پاتې شو.

په ۲۰۱۱ کال کې کله چې د سولې د عالي شورا مشر و، د یوه ځانمرګي برید له امله ووژل شو.

د هغه برخلیک هم وښوده چې په افغانستان کې حتی د واک له پرېښودلو وروسته هم سیاسي مشران خوندي نه دي.

100%

ملا محمد عمر؛ واک، سقوط او پټ ژوند

ملا محمد عمر په ۱۹۹۶ کال کې د طالبانو له خوا د کابل له نیولو وروسته د اسلامي امارت مشر شو.

خو په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ پوځي عملیاتو د طالبانو لومړۍ واکمني پای ته ورسوله. ملا عمر کندهار پرېښود، له واکه لرې کړی شو، پټ ژوند ته ولاړ او تر مرګه پورې بېرته واک ته راستون نه شو.

100%

حامد کرزی؛ یوازینی سوله ییز انتقال

حامد کرزی د ۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان د نوي نظام مشر شو. هغه د افغانستان په معاصر تاریخ کې ځانګړی ځای لري، ځکه چې نه په کودتا له واکه ولوېد، نه ووژل شو او نه جلاوطنۍ ته مجبور شو.

په ۲۰۱۴ کال کې یې واک اشرف غني ته وسپاره. کرزی وروسته هم په کابل کې پاتې شو او د افغانستان په سیاسي ژوند کې فعال پاتې شو.

100%

اشرف غني؛ د جمهوریت وروستی ولسمشر او جلاوطني

اشرف غني په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشرۍ واک ترلاسه کړ. د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل و، چې له یو ولسمشر څخه و بل ته واک د ټاکنو له لارې انتقال شو. د هغه حکومت له امنیتي ستونزو، سیاسي اختلافاتو او اقتصادي فشارونو سره مخ و.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د چټک پرمختګ پر مهال کابل سقوط وکړ او غني له هېواده ووت.

له هغه وروسته د هغه سیاسي ژوند له افغانستان بهر دوام لري.

100%

ملا هبت الله اخوندزاده؛ د راتلونکي پوښتنه

ملا هبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۱ کال له بیا واکمنېدو وروسته د طالبانو مشر دی.

د افغانستان د تېرو واکمنانو تاریخ دا پوښتنه راپورته کوي چې د هر واکمن پای به څه ډول وي. په داسې نظام کې چې د واک د انتقال روښانه میکانیزم نه لري، د راتلونکي په اړه اټکل ستونزمن دی.

د هغه د واک پای به راتلونکی تاریخ لیکي.

100%

له امان الله خان څخه تر نن ورځې پورې د افغانستان د واکمنانو کیسه د یوه تکراري حقیقت ښکارندويي کوي.

ځینې وژل شوي، ځینې جلاوطنه شوي او ځینې په زور له واکه لرې شوي دي. په دې اوږده لړۍ کې یوازې یو نوم استثنا ښکاري: حامد کرزی.

د افغانستان د تېرو سلو کلونو تر ټولو لوی سیاسي درس ښايي همدا وي:

په افغانستان کې واک ترلاسه کول اسانه نه دي، خو تر ټولو سخت کار دا دی چې واک په ارامه پرېږدې.

راتلونکې میاشت؛ تاجکستان، ایران او افغانستان د نوي ترانسپورټي دهلېز ازمویښتي پړاو پیلوي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۱
100%

د تاجکستان ترانسپورټ وزارت ویلي، چې د دوشنبې، تهران او کابل ترمنځ د نوي ټرانسپورټي دهلېز له لارې به لومړی ازمویښتي سفر په راتلونکې یوه میاشت کې وشي. ټاکل شوې د درېواړو هېوادونو استازي د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په وروستیو یا د نومبر په لومړیو کې په کابل کې بله غونډه وکړي.

د تاجکستان د ترانسپورټ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ازمویښتي لېږد کې به د ګمرکي او سرحدي چارو بهیر، د دریو هېوادونو د ترانسپورټي ادارو همغږي او د منظم سوداګریز ټرانسپورټ د پیل لپاره لازم شرایط وازمویل شي.

د دې پروژې د پلیتابه لپاره تاجکستان، ایران او افغانستان مخکې د سړک ترانسپورټي دهلېز د جوړولو درې اړخیز پروتوکول لاسلیک کړی و.

دغه سند په ایران کې د مشهد له خبرو وروسته د تاجکستان د ترانسپورټ وزارت مرستیالې شوېسته سیدمرادزادې، د ایران د سړکونو او سړک ترانسپورټ سازمان مشر رضا اکبري او د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت استازي یارمحمد رمضان لاسلیک کړی و.

د تاجکستان د ترانسپورټ وزارت ویلي، چې د تاجکستان او ایران ترمنځ د افغانستان له لارې سوداګریز توکي به په همدې لاره ولېږدول شي.

د دې دهلېز د ملاتړ لپاره درې اړخیزه دایمي کاري ډله هم جوړه شوې ده. د دې ډلې دندې به د احتمالي خنډونو لرې کول، د هوکړو د عملي کېدو څارنه او د لارې د پراختیا لپاره وړاندیزونه برابرول وي.

درې واړه هېوادونه غواړي د سرحدي تاسیساتو د ښه کولو، د لارۍ‌چلوونکو د انتظار وخت کمولو، د موټرچلوونکو د اسنادو بهیر د ساده کولو او د نړیوال ترانسپورټ لپاره د بیمې سیستم د پراخولو په برخو کې هم کار وکړي.

د تاجکستان د ترانسپورټ وزارت ددغه دهلېز جوړېدل د هغو هوکړو دوام بللی چې مخکې د تاجکستان د ترانسپورټ وزیر عظیم ابراهیم او د ایران او طالبانو د ترانسپورټي ادارو له مشرانو سره شوې دي.

د پلان له مخې، په راتلونکي کې دغه مسیر د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو او چین ته هم غځېدلی شي.

د دریو هېوادونو استازي به د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په وروستیو یا د نومبر په لومړیو کې په کابل کې بله غونډه وکړي.

سرچینې: طالبانو په کابل کې د بدخشان د یوه پخواني استازي کور نیولی

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۳۵ GMT+۱
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو استخباراتو په کابل کې د وزیر اکبر خان په سیمه کې د پارلمان د پخواني غړي زلمي خان مجددي کور تصرف کړی دی. د سرچینو په وینا، د طالبانو استخباراتو د مجددي خپلوان له دغه کوره ایستلي او په کور کې یې څلور وسله وال کسان ځای پر ځای کړي دي.

زلمی خان مجددي د افغانستان په پخواني پارلمان کې د بدخشان د خلکو استازی و او سرچینې وایي چې طالبانو په بدخشان کې له ناارامیو وروسته د هغه کور په ځپل واک کې اخېستی دی.

په کابل کې یوې باخبرې سرچینې وویل چې طالبانو د مجددي خپلوانو ته اجازه نه ده ورکړې چې خپل شخصي وسایل له کوره وباسي.

د سرچینې په وینا، د طالبانو مامورینو ویلي: «هېڅوک حق نه لري چې د زلمي مجددي اړوند مالونه له دغه کوره وباسي.»

سرچینو وویل چې طالبانو امر کړی چې د دغه ملکیت په ګاونډ کې بل کور چې د مجددي په ګرو کې و، هم خالي کړل شي.

زلمی خان مجددي د جرم ولسوالۍ او د بدخشان ولایت له مطرحو څېرو څخه دی.

سرچینو وویل چې مجددي د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان پرېښی او په بهر کې ژوند کوي.

د طالبانو چارواکو تر اوسه د هغه د کور د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې طالبانو په کابل کې په پخواني پارلمان کې د بدخشان د استازې فوزیه کوفي کور هم نیولی و او د هغې ځینې خپلوان یې نیولي وو.