د خیبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې په یوه وسلهوال برید کې ۲ پولیس سرتېري وژل شوي

د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې د نامعلومو وسلهوالو لهخوا د پولیسو پر ګزمې په برید کې دوه پولیس سرتېري وژل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې د نامعلومو وسلهوالو لهخوا د پولیسو پر ګزمې په برید کې دوه پولیس سرتېري وژل شوي دي.
د سیمې د پولیسو مشر غلام مبشر میکن ویلي، دا پېښه د جمعې په ورځ (د زمري ۹مه) د چودوان د پولیسو د حوزې په ساحه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې پولیس سرتېري د یوه لاریون له امنیت ساتنې څخه د بېرته راستنېدو په حال کې وو.
چارواکو ويلي، په دغه وسلهوال برید کې د پولیسو يو چارواکی فقیر حسین او بل پوليس سرتېری وزیر خان وژل شوي دي. په دغه برید کې د ګزمې دوه نور پولیس سرتېري، چې پر موټر سایکلونو سپاره وو، روغ رمټ پاتې شوي دي.
ويل شوي، تر برید وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي، د وژل شویو پولیسو جسدونه یې روغتون ته لېږدولي او د بریدګرو د موندلو لپاره یې د پلټنې عملیات پیل کړي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري وايي چې د روان ۲۰۲۶ کال له پیله تر اوسه په خیبرپښتونخوا کې ۱۹۷۱، په بلوچستان کې ۱۱۴۸ او د پاکستان په نورو برخو کې ۲۶ وسله وال بریدونه شوي دي. نوموړی وايي، په دغو بریدونو کې ۸۱۹ نظامیان او ملکیان وژل شوي دي.
جنرال چودري نن جمعه (د جولای ۳۱مه) په یوه خبري ناسته کې وویل، چې په تېرو اوو میاشتو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې ۴۰ زره او ۳۴۸ ځانګړي عملیات هم کړي دي چې له امله یې ۲۰۸۴ وسله وال وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د ویاند په وینا، په دغه هېواد کې په تېرو اوو میاشتو کې په اوسط ډول هره ورځ ۴ نظامیان او ملکیان د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي دي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل، چې د وسله والو مخالفانو په بریدونو کې ۳۰۳ د پوځ سرتېري، ۱۹۴ پولیس او ۳۲۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د نوموړي په وینا، په روان کال کې تر اوسه ۲۸ ځانمرګي بریدونه شوي دي.
د سویلي وزيرستان په پرېس کلب کې د سليمان خېلو قومي مشرانو په یوې خبري ناسته کې ویلي، د افغان کډوالو پرضد د روانو عملياتو په نوم ځينې پاکستاني وګړي هم بېدليله نيول کېږي او ځورول کېږي. دوی خبرداری ورکړی، که دغه لړۍ ونه درېږي نو احتجاجي غورځنګ به پيل کړي.
په دغه خبري ناسته کې ملک اعظم سليمان خېل، سردار ملک متين، ملک حقداد او ملک کالاخان ويلي، پوليس د افغان کډوالو پرضد د عملياتو پرمهال د سليمان خېلو ځينې پاکستاني وګړي هم نيسي.
د دوی په وينا؛ که د کومې کورنۍ له غړي سره په هماغه وخت کې د پېژندنې کارت (شناختي کارت) نه وي، نو له پلټنې او تصديق پرته افغان ګڼل کېږي او افغانستان ته د لېږلو هڅه يې کېږي.
دغه قومي مشرانو ويلي، د دغه چلند له امله ګڼې کورنۍ له وېرې او ذهني فشار سره مخ دي. هغوی زياته کړه، د سليمان خېلو زرګونه کسان په پنجاب، بلوچستان او د پاکستان په نورو سيمو کې ژوند کوي؛ نو دغه ډول کړنې د پاکستاني وګړو لپاره هم ستونزې جوړوي.
دوی غوښتنه وکړه، که د کوم وګړي سره په هغه وخت کې شناختي کارت يا نور اسناد نهوي؛ نو د سليمان خېلو د پنځو معتبرو قومي مشرانو تصديق دې د لنډمهال لپاره د باور وړ وبلل شي، څو بېګناه پاکستاني وګړي له نيولو او قانوني ستونزو وژغورل شي.
یادو قومي مشرانو له فدرالي او صوبايي حکومت، ځایي ادارې او د پوليسو له لوړپوړو چارواکو غوښتي، چې د دغه موضوع سملاسي جاج واخلي او د پاکستاني وګړو قانوني او بنسټیز حقونه خوندي کړي.
دوی خبرداری ورکړی، که د پاکستاني وګړو د بېځايه نيولو او ځورولو لړۍ ونه درېږي؛ نو د سليمان خېلو قوم به پراخ احتجاجي غورځنګ پيل کړي، چې بشپړ مسووليت به يې د اړوندو ادارو پر غاړه وي.
د بلوچستان ایالت په کوېټه کې د ډبرو سکرو د یوه کان د نړېدو له امله لږ تر لږه نهه کارګر مړه شوي دي. دا پېښه د سورنج په سیمه کې د میتان ګاز د چاودنې له امله رامنځته شوې ده. د پېښې پر مهال په کان کې ۴۲ کارګر په کار بوخت وو چې ټول د خېبر پښتونخوا د شانګلې ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
د بلوچستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ولایتي ادارې د پنجشنبې په ورځ تایید کړه چې د کوېټې په سورنج سیمه کې د نړېدلي کان له منځه یې د ټولو نهو مړو شویو کارګرانو جسدونه راویستلي دي.
د دغه کان مالک قربان جوګیزي رسنیو ته وویل چې دا پېښه په کان کې د میتان ګاز د چاودنې له امله رامنځته شوې ده. د هغه په وینا، د چاودنې پر مهال په کان کې ۴۲ کارګر په کار بوخت وو چې تر پېښې وروسته بند پاتې شول او دا ټول کارګران د خېبر پښتونخوا د شانګلې ولسوالۍ اوسېدونکي وو.
له بلې خوا، د پنجشنبې په ورځ د بلوچستان په هرنای ولسوالۍ کې په یوه بل کان کې یو کارګر هغه مهال مړ شو چې د کار پر مهال پرې یوه لویه ډبره راوغورځېده. پولیسو ویلي چې دغه کارګر په ځای کې ساه ورکړې وه او ژغورونکو ډلو د هغه جسد د قانوني پړاوونو د ترسره کولو لپاره نږدې روغتون ته لېږدولی دی.
په بلوچستان او سیند ایالتونو کې د ډبرو سکرو په کانونو کې د خوندیتوب د کمزورو تدابیرو او غیرمعیاري شرایطو له امله تل داسې مرګونې پېښې رامنځته کېږي. د روانې میاشتې په لومړیو کې هم د سیند ایالت په ټاټا ولسوالۍ کې د ابراهیم په نوم د ډبرو سکرو په یوه کان کې د دېوال د نړېدو له امله څلور کارګر مړه او پنځه نور سخت ټپيان شوي وو.
د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر سهېل افريدي په پېښور کې د امنیتي وضعیت په اړه د یوې مهمې غونډې مشري کړې او ویلي یې دي چې حکومت به د ناامنۍ او وسلهوالو بریدونو د پای ته رسولو او د سولې د ټینګښت لپاره له ټولو شته امکاناتو کار واخلي.
د خیبر پښتونخوا د اعلیی وزیر د دفتر د خبرپاڼې له مخې، غونډه د پنجشنبې په ورځ په پېښور کې جوړه شوه او پکې د ایالت، په ځانګړي ډول د سویلي ولسوالیو، د امنیتي وضعیت په اړه بحثونه وشو.
سهیل اپریدي د یادې امنیتي ناستې پر مهال ټینګار وکړ چې د ناامنیو د بشپړ پای ته رسولو او په ایالت کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره به له ټولو شته امکاناتو کار واخیستل شي.
هغه وویل:« د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره پر یوې همغږې، اغېزمنې او هر اړخیزې تګلارې عمل روان دی». یاده امنیتی ناسته په خیبر پښتونخوا کې د وروستیو وسله والو بریدو وروسته شوې ده. د راپورونو لهمخې، په تېره یوه اوونۍ کې د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې د وسلهوالو په بریدونو کې د ملکي وګړو په ګډون ۳۰ نظامیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
ناپېژاندو وسله والو د چارشنبې په شپه د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د هلکانو یو دولتي ښوونځی په بمونو الوځولی دی. پولیسو وايي، د پېښې له ځایه یې شواهد راټول کړي او په سیمه کې یې د عاملانو د لټون عملیات پیل کړي دي.
د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ چارواکي وایي چې تېره شپه نامعلومو وسلهوالو د هلکانو یو دولتي ښوونځی ودانۍ د چاودېدونکو توکو په مټ ویجاړه کړې ده.
عيني شاهدان وایي چې دا پېښه د چارشنبې په شپه د باجوړ د واړه ماموند سیمې اړوند د لوېي خرکي په کلي کې شوې ده. د سیمې اوسېدونکي وايي،ناپېژانده وسلهوال د شپې په تیاره کې د د هلکانو په دولتي ښوونځي کې چاودیدونکي توکي ځای پرځای کړل او له چاودنې ورکولو وروسته د ښوونځي ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړه شوه.
ځايي پولیسو ویلي، د دولتي ښوونځی د ویجاړونکو د نیولو په موخه یې په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي.
تر اوسه د یاد دولتی ښوونځي د ودانۍ د ویجاړولو پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستي.
ځايي خلک وایي چې څو اونۍ وړاندې هم په همدې سیمه کې یو بل ښوونځی د نامعلومو وسلهوالو له خوا په نښه شوی و. د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په باجوړ کې پر دولتي ښوونځیو په ځانګړې توګه د نجونو پر ښوونځیو څو ځلې بریدونه شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې د پښتونخوا په سویلې ولسوالیو شمالي او سویلې وزیرستان، بنو او لکي مروت کې هم د هلکانو او نجونو پر تعلیمي ادارو بریدونه زیات شوي چې پکې ګڼ ښوونځي ویجاړ شوي دي.