• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د باړې سیاسي اتحاد غوښتنه؛ د تورخم لاره دې د بشري خواخوږۍ له مخې ژر تر ژره پرانیستل شي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۵۸ GMT+۱

د باړې سیاسي اتحاد د پاکستان له حکومت او افغان طالبانو غوښتي، چې د بشري خواخوږۍ له مخې دې د تورخم لاره سملاسي پرانیزي؛ څو د ډیورنډ کرښې په دواړه خواوو کې خلکو ته ورپېښې ستونزې هوارې شي.

د باړې پرېس کلب کې خبري غونډې ته د وینا پرمهال د باړې سیاسي اتحاد مشر هاشم خان اپرېدي ویلي، له تېرو لسو میاشتو راهیسې د تورخم لارې د تړل کېدو له امله زرګونه مزدوران، ټرانسپورټران او سوداګر له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د خېبر پښتونخوا اقتصاد هم سخت زیانمن شوی دی.

هغه وویل، د لارې تړل کېدو له امله د افغانستان ګڼ ناروغان هم د درملنې لپاره پاکستان ته له راتګه بې‌برخې شوي دي. هاشم خان اپرېدي زیاته کړه، د تورخم لارې تړل یوازې د شینوارو ستونزه نه‌ده؛ بلکې د ټولې خېبر پښتونخوا او د پښتنو پر اقتصاد یې ناوړه اغېز کړی دی.

نوموړي د پاکستان له حکومته او طالبانو غوښتي، چې د خبرو اترو له لارې ژر تر ژره د لارې د پرانیستلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
په یاده غونډه کې د تورخم د ګمرک د تصفیې کارکوونکو مشر مجیب شینواري وویل، چې له تېرو لسو میاشتو راهیسې پاکستان ته د وارداتو او صادراتو په برخه کې تر ۳۰۰ مېلیارده کلدارو زیات زیان اوښتی دی. د هغه په وینا؛ د تورخم بندښت نه یوازې پاکستاني سوداګر زیانمن کړي؛ بلکې افغان سوداګر یې هم له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

ټاکل شوې ده، چې د تورخم لارې د تړل پاتې کېدو پرضد به د اګست په دویمه نېټه په لنډي کوتل کې یو احتجاجي ولسي غونډه هم ترسره شي.

ترویج لرونکی

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې
۱

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۲

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۳

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۴

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۵

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

•
•
•

نور کیسې

سبا په ټول افغانستان کې د څو ناروغیو د مخنیوي واکسین ګډ کمپاین پیلېږي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۳۴ GMT+۱
100%

«له پولیو پاک افغانستان» بنسټ اعلان کړی، چې د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) به د پولیو واکسین ترڅنګ د څو ناروغیو ضد واکسینونو ګډ لس ورځنی کمپاین (MAAC) پیل شي.

دغه بنسټ د جمعې په ورځ (د زمري ۹مه) پر اېکس پاڼه په خپور کړي پیغام کې ویلي، چې په دغه کمپاین کې به ماشومانو ته د ګوزڼ د مخنیوي څاڅکي، د پولیو غیر فعال واکسین (IPV)، د شري واکسین، پنتاوالنټ، د سیخ و برېښ (سینه بغل) او نس ناستي ضد واکسینونه ورکړل شي.

«له پولیو پاک افغانستان» بنسټ ویلي، چې دغه واکسینونه به د ماشومانو د عمر او اړتیا له مخې تطبیق شي. د څو واکسینونو ګډ تطبیق (MAAC) د واکسیناسیون یوه نوې کړنلاره ده، چې له مخې یې ماشومانو ته په یوه وخت کې د عمر او اړتیا پربنسټ څو واکسینونه ورکول کېږي؛ څو هغوی د پولیو او نورو خطرناکو ناروغیو پر وړاندې خوندي شي.

د دغه کمپاین موخه دا ده، چې د واکسین پوښښ پراخ شي، د ټولنې معافیت پیاوړی شي او هغه ماشومان چې تراوسه یې واکسینونه نه‌دي ترلاسه کړي د واکسین له اسانتیاوو برخمن شي.

سرچینې: د کندوز په هوايي ډګر کې د طالبانو پر ځواکونو راکټي برید شوی

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۲۶ GMT+۱
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د کندوز په هوايي ډګر کې د طالب ځواکونو پر یوې راټولېدنې راکټي برید شوی. د سرچینو په وینا؛ دغه برید بېګاه د شپې ناوخته شوی دی. ټاکل شوې وه، چې دغه ځواکونه د چورلکې پرمټ له کندوز هوايي ډګر څخه بدخشان ته ولېږدول شي.

لاتراوسه د طالبانو هېڅ کومې مخالفې جبهې د دغه برید مسوولیت نه‌دی منلی. طالب چارواکو هم تر دې دمه په دې اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو بدخشان هم په وروستیو ورځو کې د طالبانو د مخالفینو د بریدونو د زیاتېدو شاهد دی.
د ازادۍ جبهې او طالب ځواکونو څو ورځې د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې نښتې وکړې. طالبانو هم زیباک ولسوالۍ ته نور ځواکونه استولي او د خپلو مخالفینو پرضد د عملیاتو لپاره یې چمتووالی نیولی دی.

د طالبانو د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې چارواکو تر دې وړاندې د بدخشان ولایت په زیباک ولسوالۍ کې د مخالفو ځواکونو برید تایید کړی و. طالب چارواکو ویلي، چې د سرحدي ۱۵مې لوا له ځواکونو سره په نښته کې د مخالفینو پنځه کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي؛ خو خپلې ډلې ته یې د اوښتو تلفاتو په اړه هېڅ جزییات نه‌دي ورکړي.

د ازادۍ جبهې تر دې وړاندې ویلي و، چې ځواکونو یې د دوشنبې په ورځ (د زمري ۵مه ) د شپې شاوخوا لس بجې د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو څو بریدونه په شا تمبولي دي.

د کوټې د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله د وژل شويو کان‌کېندونکو شمېر ۳۴ ته ورسېد

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۱
100%

د بلوچستان ایالت د کوټې ښار اړوند د سورنج په سیمه کې د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله لږترلږه ۳۴ کان‌کېندونکي وژل شوي دي. د بلوچستان د ژغورنې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د کان دننه تر چاودنې وروسته ګڼ شمېر کارګر بند پاتې شوي او د ژغورنې ډلې لاهم د پاتې کسانو د ژغورلو هڅه کوي.

د بلوچستان د کانونو او کاني سرچینو وزیر شعیب نوشېرواني ویلي، د ژغورنې ډلو له سختو شرایطو سره، سره خپل عملیات دوامداره ساتلي او د بند پاتې کارګرو د ژغورلو لپاره ټول امکانات کارول کېږي.

نوموړي ویلي، د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او حکومت به د هر وژل شوي کان‌ کېندونکي کورنۍ ته پنځه لکه او هر ټپي ته درې لکه پاکستانۍ کلدارې تاوان ورکړي.

هغه زیاته کړې، چې د پېښې د لامل معلومولو لپاره به هر اړخیزې پلټنې ترسره شي. د کان څښتن ویلي، چاودنه د کان دننه د میتان ګاز د راټولېدو له امله شوې ده. د هغه په وینا؛ د چاودنې پرمهال په کان کې ۴۲ کارګرو حضور لاره او ټول یې د خیبر پښتونخوا د شانګلې ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې تر ۱۶ مېلیونه ډېرو ماشومانو د شري واکسین ترلاسه کړی دی

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۴ GMT+۱
100%

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې ۱۶.۶ مېلیونه ماشومانو د واکسیناسیون د ملي کمپاینونو له لارې د شري واکسین ترلاسه کړی دی. دغه سازمان په سرحدي سیمو کې لسګونه زره راستنېدونکو افغان کډوالو ته د خدماتو چمتو کولو راپور هم ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو اړوند د یادې ادارې په هغه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۸مه) خپور شوی راغلي، چې د شري واکسین ملي کمپاین په دوو پړاوونو کې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ترسره شوی دی.

د راپور له مخې؛ ۵۴زره او ۴۰۰ هغه ماشومان چې له خوارځواکۍ او روغتیایي پېچلتیاوو سره مخ وو، د درملنې او روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي دي. د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، په ۲۰۲۵کال کې د شري او پولیو واکسینونه د دغه سازمان د ملاتړ په چوکاټ کې په هم‌مهاله توګه وېشل شوي او مېلیونونه ماشومانو د پولیو واکسین هم ترلاسه کړی دی.

د سازمان په کلني راپور کې ویل شوي، چې په لرو پرتو او له لوړ ګواښ سره مخ سیمو کې ناروغانو او نورو زیان‌منونکو کسانو ته د لومړنیو روغتیايي خدمتونو وړاندې کول هم دوام لري.

د راپور له مخې؛ له ایران او پاکستان سره په لارو کې تر ۱۸۹زره ډېرو کسانو د روغتیايي او رواني ملاتړ خدمتونه ترلاسه کړي دي. دغه سازمان همدارنګه ویلي، چې د بېلابېلو کړکېچونو له امله زیانمن شویو سیمو ته یې روغتیايي تجهیزات لېږلي دي.

په راپور کې راغلي، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه روغتیايي مرکزونو ته نږدې ۳زره ټنه ژوند ژغورونکي تجهیزات او روغتیایي توکي استول شوي دي. دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې د افغانستان روغتیايي سیسټم لاهم له جدي ستونزو سره مخ دی.

پر ښځینه روغتیايي کارکوونکو لګول شویو محدودیتونو د ښځو او ماشومانو لپاره روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ستونزمن کړی او د نړۍوالو بنسټونو اندېښنې یې د روغتیايي ناورین د لا ژورېدو او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ټیټېدو په اړه زیاتې کړې دي.

ستاسو روایت؛ صابر خان وایي په اسلام اباد کې د نیول کېدو له وېرې ان ډاکتر ته هم نه شي تللی

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۵۵ GMT+۱
100%

په پاکستان کې د افغان کډوالو د قانوني اسنادو او ویزو د ستونزې له دوام سره، په اسلام‌اباد کې مېشت افغان صابر خان وايي، له شاوخوا یو نیم کال راهیسې یې ویزه پای ته رسېدلې او د نیول کېدو او افغانستان ته د جبري ستنولو له وېرې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

صابر خان، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د امنیتي اندېښنو له امله پاکستان ته تللی، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په یوه استولي پیغام کې په اسلام‌اباد کې د خپل اوسني ژوند له سخت وضعیت شکایت کړی دی.

خان وايي، له شاوخوا یو نیم کال راهیسې یې د پاکستان ویزه پای ته رسېدلې او د قانوني اسنادو له نشتوالي سره له دوامدارې وېرې سره ژوند کوي.

هغه وايي: «هره شېبه دا امکان شته چې پولیس مو ونیسي او ډیپورټ شو.»

د صابر خان په وینا، د اسنادو د ستونزې او د نیول کېدو د وېرې له امله یې ورځنی ژوند تر دې کچې سخت شوی چې ان روغتیايي خدمتونو ته هم په اسانۍ لاسرسی نه لري.

نوموړی وایي: «ژوند دومره سخت شوی چې ډاکتر ته هم نشو تللی.»

هغه وايي: «د خوراکي توکو او نورو ضروري شیانو لپاره له ځینو باوري دوستانو او پېژندګلو استفاده کوو.»

صابر خان ټینګار کوي چې د ده او ورته نورو افغانانو لپاره د ژوند وضعیت هغه مهال لا ستونزمن شوی چې د ویزو د تمدید بهیر نه عملي کېږي او د هغو افغانانو لپاره چې له افغانستانه بهر د انتقال یا پناه غوښتنې دوسیې لري، د قضیو د تعقیب او پروسس بهیر هم روښانه نه دی.

نوموړ وایي: «که د ویزو تمدید بېرته پیل نه شي، یا بهرني کیسونه شروع نه شي، نو ژوند بیخي ناممکن شوی دی.»

خان وايي، له ۲۰۲۱ کال وروسته هغه مهال چې طالبانو د افغانستان جمهوري نظام نسکور او واک یې ترلاسه کړ، د خپلې امنیتي اندېښنې له امله اړ شو پاکستان ته ولاړ شي.

د نوموړي په وینا، پاکستان ته تګ یې د انتخاب پر ځای د امنیتي وضعیت له امله یوه اړتیا وه، خو اوس په دغه هېواد کې د قانوني اسنادو د ستونزې، د نیول کېدو او د بېرته ستنولو د وېرې له امله له بل ډول سخت وضعیت سره مخ دی.

د صابر خان تجربه د هغو افغانانو د پراخې ستونزې یوه بېلګه ده چې په پاکستان کې د قانوني استوګنې د اسنادو له پای ته رسېدو، د ویزو د تمدید له ستونزو او د نیول کېدو او افغانستان ته د ستنولو له اندېښنو سره مخ دي.

افغان کډوال او د بشري حقونو مدافع بنسټونه له پاکستانه په وار وار غواړي چې له افغانانو سره د قانوني اسنادو په برخه کې روښانه او دوامدار میکانیزم رامنځته کړي او د هغو کسانو وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي چې د امنیتي اندېښنو له امله افغانستان ته د بېرته ستنېدو توان یا شرایط نه لري.