د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د وزیر ډنډ سیمې اوسېدونکی ۲۸ کلن افغان کډوال بلال وایي، کورنۍ یې شاوخوا ۵۰ کاله مخکې پاکستان ته کډه شوې او اوس د نیول کېدو له وېرې له اختر وروسته نه دی توانېدلی چې عادي ژوند ته دوام ورکړي.
هغه په خبرو کې ویلي، د جولای د ۱۰مې له ټاکل شوې نېټې وروسته یې د کور څخه وتل نږدې ناممکن شوي دي.
بلال وایي، د پېښور د بایسکلونو په بازار کې یې د کلونو په اوږدو کې جوړ شوی کاروبار په څو ورځو کې نه شي ټولولای.
د هغه په وینا، په دوکان کې پاتې مال، مالي راکړه ورکړه او نورې ژمنې وخت ته اړتیا لري او که ناڅاپه افغانستان ته ولاړ شي، نه یوازې خپله کورنۍ، بلکې هغه کسان به هم له ستونزو سره مخ شي چې ورسره مالي حسابونه لري.
هغه زیاته کړه، کورنۍ یې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ پورې غړي لري چې په پاکستان کې ژوند کوي او د ګڼو کورنیو خپلوان له پاکستاني وګړو سره ودونه او کورنۍ اړیکې لري.
بلال وویل، د دوی نوي نسل ټول ژوند په پاکستان کې تېر کړی، زده کړې، دوستان او ټولنیزې اړیکې یې همدلته دي، له همدې امله افغانستان ته ستنېدل یوازې د استوګنځي بدلون نه، بلکې د ټول ژوند بدلېدل دي.
هغه وایي، که څه هم اصلي ټاټوبی یې د افغانستان د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ ده، خو هلته نه کور لري او نه هم د کار او کاروبار زمینه برابره ده.
د هغه په خبره، د ستنېدو لپاره یې د کور سامان راټولول پیل کړي، خو لا هم د خپلو چارو د بشپړولو لپاره وخت ته اړتیا لري.
بل لور ته د پېښور د عملیاتو د پولیسو مشر فرحان خان ویلي، هغه بهرني وګړي چې د ویزو موده یې پای ته رسېدلې او یا د استوګنې قانوني اسناد نه لري، د پاکستان د حکومت د پالیسۍ له مخې بېرته خپل هېواد ته استول کېږي.
هغه وویل، پولیس دغه کسان تر نیولو وروسته د پېښور د ناصر باغ لنډ مهالي سنټر ته لېږدوي، هلته یې د نادرا او نورو ادارو له لوري ثبت بشپړېږي او وروسته د پولیسو تر امنیت لاندې د تورخم له لارې افغانستان ته استول کېږي.
فرحان خان زیاته کړه، هغه بهرني وګړي چې له پاکستاني اتباعو سره قانوني کورنۍ اړیکې لري، لکه هغه کسان چې مېرمنې یې پاکستانۍ دي، تر اوسه نه دي ایستل شوي، خو د نورو غیرقانوني مېشتو کسانو پر ضد عملیات روان دي.
د هغه په وینا، ټولو پولیسو ته لارښوونه شوې چې له افغان کډوالو سره د درناوي چلند وکړي او د رشوت، ناوړه چلند او ځورونې په اړه تر اوسه کوم رسمي شکایت نه دی ثبت شوی.
نوموړي وویل، د پېښور ۳۴ پولیسي حوزې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په عملیاتو کې برخه لري او دا بهیر د پولیسو او عوایدو ادارو په ګډه همغږۍ روان دی.