• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټي ټي پي په جولای میاشت کې په ټول پاکستان کې د ۳۱۵ بریدونو خبر ورکړی

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۵:۳۹ GMT+۱

تحریک طالبان پاکستان ادعا کړې چې د جولای په میاشت کې یې په ټول پاکستان کې ۳۱۵ وسله وال بریدونه کړي دي. د دغې ډلې په وینا، په دغو بریدونو کې تر ۳۰۰ ډېر پاکستاني امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د جولای په میاشت کې یې په ټول هیواد کې ۳۱۵ بریدونه کړي او له ۳۰۰ ډېر پاکستاني پوځیان او امنیتي سرتېري یې وژلي دي.

ډیری بریدونه د خیبر پښتونخوا په جنوبي ولسوالیو کې شوي، چې ۱۸۱ ته یې شمېر رسیږي.

د ټي ټي پي رسمي عمر میډیا د شنبې په ورځ په یوه خپره خبرپاڼه کې ویلي چې تر ټولو ډیر بریدونه په شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کې شوي، چې په ترتیب سره ۸۶او ۶۴دي، په داسې حال کې چې ۱۶بریدونه په ټانک او ۱۵ په ډیره اسماعیل خان ولسوالیو کې شوي دي.

د ټي ټي پي په وینا،« ۲۴بریدونه په پیښور ولسوالۍ کې، ۱۹په باجوړ، ۱۲په کویټه او برنول ولایتونو کې، ۱۱په کورمه ولسوالۍ کې، ۱۰په لکي مروت کې او نهه په بنو، خیبر او اورکزۍ ولسوالیو کې شوي دي».

د ټي ټي پي په وینا، په جولای کې درې بریدونه په جنوبي پنجاب او یو په کراچۍ کې شوي دي.

د پاکستاني طالبانو په وینا، په دغو بریدونو کې ټولټال ۷۸۱کسان وژل شوي او ټپیان شوي، په داسې حال کې چې ۶۸کسان نیول شوي دي.

په تیرو څو اونیو کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د پاکستان پر امنیتي منسوبینو بریدونه زیات شوي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند پرون په یوه خبري غونډه کې تایید کړه چې سږکال په وسله والو او ځانمرګو بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.

ډېر لیدل شوي

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي
۱

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۲

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۳

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي

۴

ترکیې د ملکیت او پانګونې له لارې ۶۱۳۴ کسانو ته د تابعیت ورکولو پرېکړې لغوه کړې

۵

هېلن مکنټي: د افغان ښځو د حقونو په اړه د خبرو وخت تېر شوی اوس عملي اقدام پکار دی

•
•
•

نور خبرونه

کارپوهان: د بلوچستان د سکرو کانونو مرګونې پېښې د بې‌غورۍ پایله ده

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۰۴ GMT+۱
100%

د بلوچستان د کوټې ښار شمال ختیځ ته د سورینج په سیمه کې د جولای په ۳۰مه د سکرو په یوه کان کې د مېتن ګاز د راټولېدو له امله ۳۴ کان‌کیندونکي ووژل شول. دغه کارکوونکي ټول د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي وو.

د پاکستان یونایټډ ورکرز اتحادیه وایي، دا د تېرو لسو کلونو تر ټولو خونړۍ پېښه ده.
د یادې اتحادیې د بلوچستان د څانګې عمومي منشي پیر محمد کاکړ افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، له ۲۰۱۱ کال وروسته، چې په یوه بله پېښه کې ۴۳ کان‌کیندونکي وژل شوي وو، دا تر ټولو ستره مرګونې پېښه بلل کېږي.

د هغه په وینا، د بلوچستان په بېلابېلو معدني کانونو کې شاوخوا دوه لکه کارګران کار کوي چې په کې افغان کارګران هم شامل دي، خو د دوی بشپړ رسمي ثبت‌نام نه دی شوې.

پیر محمد کاکړ وایي، هر کال په بېلابېلو پېښو کې نږدې ۲۰۰ کان‌کیندونکي خپل ژوند له لاسه ورکوي او له ۴۰۰ څخه تر ۴۵۰ پورې نور ټپیان کېږي.

بلخوا د کانونو د خوندیتوب چارو څارونکی نجیب خان وایي، ډېری پېښې د خوندیتوب د معیارونو د نه عملي کېدو له امله رامنځته کېږي.

د هغه په وینا، که څه هم د ګاز د معلومولو وسایل (ګاز ډیټکټرونه) په کانونو کې موجود وي، خو قراردادیان د ټیټ کیفیت وسایل اخلي چې د ګاز خطر پر وخت نه شي کولی چې تشخیص وکړي.

نجیب خان ادعا کوي چې ځینې قراردادیان د اړوندو ادارو په همکارۍ دغه بې‌کیفیته وسایل قانوني ثبتوي.

هغه زیاتوي، په پرمختللو هېوادونو کې د کانونو دننه د کمرې، ډیجیټلي څارنې او پرمختللو خبرداري سیستمونو له لارې د پېښو مخنیوی کېږي، خو په بلوچستان کې لا هم د اړیکو لپاره ان پخوانۍ دستګاوې هم نشته.

د هغه په خبره، کان‌کیندونکو ته د خوندیتوب هېڅ ډول مسلکي روزنه نه ورکول کېږي او هر نوی کارګر پرته له چمتووالي کان ته ښکته کېږي.

نجیب خان همدارنګه وایي، د کانونو په ډېرو سیمو کې د لومړنیو طبي مرستو اسانتیاوې نشته او د غرنیو سیمو له امله ټپیان روغتون ته د رسېدو تر وخته سخت زیان ویني.

هغه ټینګار کوي چې د ګاز د ایستلو پایپونه، چې د مېتن ګاز د راټولېدو د مخنیوي مهمه وسیله ده، په ډېرو کانونو کې نه لګول کېږي.

پیر محمد کاکړ هم د دغو څرګندونو پخلی کوي او وایي، که څه هم د کانونو د خوندیتوب قوانین موجود دي، خو عملي کېږي نه او د سرغړونکو پر وړاندې د سزا او جزا سیستم هم اغېزناک نه دی.

د هغه په وینا، د هرې پېښې وروسته د پلټنو راپورونه جوړېږي، خو خلکو ته نه خپرېږي.

پیر محمد کاکړ له حکومته وغوښتل چې د کانونو د پېښو د پلټنو راپورونه دې علني کړي، څو د راتلونکو پېښو د مخنیوي لپاره ترې ګټه واخیستل شي.

له پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدل؛ د زرګونو محصلینو زده‌کړې او راتلونکی له خطر سره مخ

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۴۴ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو له بهیر سره هممهاله، افغان محصلین وايي چې د قانوني او مالي ستونزو له امله یې زده‌کړې او راتلونکی له خطر سره مخ دي. افغان ښځينه زده کړیالانې هم اندېښنه لري چې ښايي خپلې زده‌کړې بشپړې نه کړای شي.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د نجونو پر لوړو زده‌کړو د بندیزونو له امله ګڼ شمېر افغانې نجونې پاکستان ته تللي او هلته یې په پوهنتونونو او کالجونو کې خپلې زده‌کړې پیل کړې. خو د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو روان بهیر د دوی د زده‌کړو دوام یو ځل بیا له ستونزو سره مخ کړی دی.

عظمی، چې د افغانستان اوسېدونکې ده، پنځه کاله وړاندې په پېښور کې د لیسانس کچې د غاښونو طبابت په برخه کې زده‌کړې پیل کړي. نوموړې د خپلو زده‌کړو ترڅنګ د خپلې کورنۍ د لګښتونو د برابرولو لپاره په یوه خصوصي ښوونځي کې ښوونکې وه او د شپې یې په کور کې د جامو ګنډلو کار هم کاوه.

نوموړې افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې وویل: «سهار به پوهنتون ته تلم، په یوه خصوصي ښوونځي کې به مې تدریس کاوه او د شپې به مې په کور کې د جامو ګنډلو کار کاوه.»

عظمی وايي، درې کشرانې خویندې او یو ورور یې هم په پېښور کې په یوه ښوونځي کې شامل کړي وو، خو د افغان کډوالو د ستنېدو له پیل سره یې تره افغانستان ته ستون شو او خویندې او ورور یې هم اړ شول خپلې زده‌کړې نیمګړې پرېږدي او بېرته افغانستان ته ستانه شي.

هغې وویل: «اوس د خپلو خپلوانو په کور کې لنډمهاله اوسېږم، خو هغوی هم هر وخت افغانستان ته ستنېدای شي. نه پوهېږم برخلیک به مې څه وي او ایا خپلې زده کړې به بشپړې کړای شم که نه.»

100%

د وکیلې کېدو خوب د منتو په پلورلو بدل شوی

فاطمه، چې نوم یې د امنیتي اندېښنو له امله مستعار ښودل شوی، په افغانستان کې یې د حقوقو زده‌کړه کوله او غوښتل یې وکیله شي، خو د ۲۰۲۱ کال له بدلونونو وروسته پاکستان ته تللې ده.

نوموړې اوس د پېښور پر سړکونو منتو پلوري او وايي، د عاید ډېره برخه خپلې کورنۍ ته استوي، ځکه مور، پلار او کشر وروڼه او خویندې یې لا هم په افغانستان کې دي.

100%

فاطمې افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو وویل: «ما د حقوقو زده‌کړې کولې او غوښتل مې وکیله شم، خو حالات داسې شول چې هېواد پرېښودو ته اړ شوم.»

هغه وايي، په تېرو پنځو کلونو کې یې څو پوهنتونونو ته د داخلې غوښتنلیکونه ورکړي، خو د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله یې د زده‌کړې فرصت نه دی ترلاسه کړی.

فاطمې وویل: «په دې هیله پاکستان ته راغلې وم چې پوهنتون ته به داخله شم او د وکیلې کېدو خوب به مې پوره شي، خو اوس داسې ښکاري چې دا خوب به تل نیمګړی پاتې شي.»

هغه وايي، د پولیسو د پلټنو او د اسنادو د کتنې له امله په دوامداره وېره کې ژوند کوي او زیاتوي چې له افغانستان سره د بېرته ستنېدو په درشل کې یې د راتلونکي په اړه اندېښنې لا ډېرې شوې دي.

زرګونه افغان ماشومان او محصلین په پاکستان کې زده‌کړې کوي

د خیبر پښتونخوا د لوړو زده‌کړو ریاست د ۲۰۲۵ کال د شمېرو له مخې، د دې ایالت په شاوخوا ۳۴ زره دولتي ښوونځیو کې له ۱۰ زرو څخه ډېرو افغان ماشومانو زده‌کړې کولې.

همدارنګه د ایالت له ۳۴ پوهنتونونو څخه په ۲۴ پوهنتونونو کې نږدې ۱۵۰۰ افغان محصلین په زده‌کړو بوخت وو چې شاوخوا ۱۵۰ یې نجونې وې.

د شمېرو له مخې، تر ټولو ډېر افغان محصلین د پېښور په پوهنتون کې وو چې شمېر یې ۲۴۷ تنو ته رسېده. له دې وروسته د انسټیټیوټ اف منېجمنټ ساینسز ۲۱۹ او خیبر مېډیکل پوهنتون ۲۱۸ افغان محصلین لرل.

احمد، د ننګرهار اوسېدونکی، اوس د خیبر مېډیکل پوهنتون د طب محصل دی. د هغه کورنۍ نږدې ۴۰ کاله وړاندې پاکستان ته کډه شوې وه او نوموړی هم په پاکستان کې زېږېدلی او لوی شوی دی.

احمد ښوونځی او کالج په پاکستان کې لوستي او وروسته د افغان محصلینو له ځانګړې ونډې څخه په ګټې اخیستو پوهنتون ته شامل شوی دی.

هغه وايي، په تېر یو کال کې د افغانانو د قانوني وضعیت او د بېرته ستنېدو بهیر د ده پر زده‌کړو سخت اغېز کړی دی.

احمد وویل: «اوس په درس تمرکز کول ډېر ګران شوي دي. هره ورځ دا فکر راسره وي چې سبا به څه کېږي، زده‌کړې به بشپړې کړم که نه او زما د ډګرۍ برخلیک به څه وي.»

ځینې زده کړیالان د پوهنتون له اسنادو پاتې دي

د پېښور هایکورټ اړوندې قانوني سرچینې وايي، په وروستیو میاشتو کې ګڼ شمېر افغان محصلین محکمې ته ورغلي دي. د سرچینو په وینا، ځینو محصلینو خپلې زده‌کړې بشپړې کړې، خو د اړینو قانوني اسنادو د نشتوالي له امله پوهنتونونه ورته اسناد نه ورکوي.

سرچینې وايي، ډېری محصلین د اسنادو او قانوني وضعیت له امله له جدي ستونزو سره مخ دي او د کلونو علمي هڅې یې له خطر سره مخ شوې دي.

دغو سرچینو زیاته کړې چې ځینې قضیې د اسنادو د بېلابېلو نومونو د کارولو له تورونو سره تړاو لري، خو ډېری عریضې د هغو کورنیو دي چې یو مور یا پلار یې پاکستانی او بل یې افغان دی.

محصلین: نه د اوسېدو ځای لرو او نه د زده‌کړو د دوام توان

د پېښور پوهنتون محصل احمد شاه وايي، د افغانستان اقتصادي او سیاسي ستونزو په تېرو دوو کلونو کې ګڼې افغان کورنۍ له سخت مالي بحران سره مخ کړې او اغېزې یې په پاکستان کې پر افغان محصلینو هم څرګندې شوې دي.

د هغه په وینا، ډېرو افغان محصلینو د نیمه‌وخت کارونو او کوچنیو کاروبارونو له لارې د خپلو زده‌کړو لګښتونه برابرول او ځینې یې د خپلوانو په کورونو کې اوسېدل، خو د افغانانو د بېرته ستنېدو له پیل سره ګڼ محصلین نه یوازې د اوسېدو له ځایه بې‌برخې شوي، بلکې د زده‌کړو دوام هم ورته سخت شوی دی.

احمد شاه وویل: «اوس ډېر افغان محصلین نه لیلیه لري، نه د اوسېدو خوندي ځای او نه هم دومره مالي وس لري چې د پوهنتون فیس او ورځني لګښتونه پرې کړي.»

هغه وايي، د قانوني اسنادو نشتوالی او د پولیسو د پلټنو وېره محصلین له دوامدارې اندېښنې سره مخ کړي او ښايي ځینې یې د زده‌کړو او ازموینو له بشپړېدو مخکې له پاکستانه ووځي.

احمد شاه زیاته کړه: «که دغو محصلینو ته د زده‌کړو د بشپړولو فرصت ور نه کړل شي، نه یوازې به یې راتلونکی زیانمن شي، بلکې د کلونو علمي هڅې به یې هم بې‌پایلې پاتې شي.»

د خیبر پښتونخوا ۳۷ ځوانان د لیبیا له لارې اروپا ته له تلو وروسته ورک دي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۴۷ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو د ۳۷ ځوانانو کورنۍ وايي، خپل عزیزان یې د کار او ښه راتلونکي په هیله د لیبیا له لارې اروپا ته تللي، خو له شاوخوا اتو میاشتو راهیسې یې هېڅ درک نشته او له پاکستاني حکومته غواړي چې د هغوی د موندلو لپاره بېړنۍ ډیپلوماټیکه مداخله وکړي.

د دغو ځوانانو کورنۍ د لومړي ځل لپاره په ګډه د پېښور پرېس کلب ته راټولې شوې او له حکومت څخه یې وغوښتل چې له لیبیايي چارواکو سره سمدستي اړیکه ونیسي، د ورکو شویو کسانو د برخلیک په اړه معلومات ترلاسه کړي او که په زندانونو کې بنديان وي، د خوشې کېدو او پاکستان ته د ستنېدو لپاره یې عملي اقدامات وکړي.

کورنۍ اندېښنه لري چې ښايي ځینې ځوانان په لیبیا کې بندیان وي، خو تر اوسه د پاکستان د حکومت یا کومې خپلواکې سرچینې له لوري په دې اړه رسمي تایید نه دی شوی.

د ورک شوي ۲۵ کلن عمر خان تره، مولانا سلامت خېل، وویل چې وراره یې د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۱۳مه د کار او ښه راتلونکي په هیله له پاکستانه وتلی و.

هغه وویل: «عمر خان د ښه راتلونکي او روزګار په هیله له پاکستانه روان شوی و. له هغه سره مو وروستۍ ټیلیفوني خبرې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې کړې وې، خو له هغې وروسته یې هېڅ درک نه شته.»

سلامت خېل زیاته کړه چې د ورک شویو ځوانانو کورنۍ د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول کرم، پېښور، باجوړ، صوابۍ او نوشهرې څخه دي.

د کورنیو په وینا، دوی د پاکستان لومړي وزیر، ولسمشر، د کورنیو چارو وزارت، د بهرنیو چارو وزارت، د بهر مېشتو پاکستانیانو وزارت او نورو اړوندو ادارو ته څو ځله غوښتنلیکونه سپارلي، خو تر اوسه یې د خپلو عزیزانو د برخلیک په اړه کوم روښانه او وروستی معلومات نه دي ترلاسه کړي.

د دغو کورنیو یوه غړي وویل: «موږ یوازې دا غواړو چې پوه شو زموږ بچیان چېرته دي. که حکومت عملي ګامونه وانخلي، نو خپل احتجاج به نور هم پراخ کړو.»

کورنۍ وايي، دا موضوع تر دې مخکې هم له حکومتي ادارو سره مطرح شوې وه. د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې هم دوی د خپلو ورک شویو عزیزانو د موندلو لپاره د حکومت د مرستې غوښتنه کړې وه، خو د دوی په وینا، له څو میاشتو تېرېدو وروسته لا هم د پلټنو په بهیر کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

100%

د دغو ځوانانو د ورکېدو په اړه د لیبیا د چارواکو له لوري هم تر اوسه داسې رسمي معلومات نه دي خپاره شوي چې د هغوی د اوسني وضعیت په اړه وضاحت وکړي.

لیبیا له اوږدې مودې راهیسې له افریقا او اسیا څخه اروپا ته د ناقانونه سفر کوونکو لپاره د مدیترانې سمندر پر لور یوه مهمه ترانزیټي لاره ده. د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په دغه هېواد کې د کډوالو د نیول کېدو، شکنجې، قاچاق او ناوړه چلند په اړه په وار وار اندېښنه څرګنده کړې ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د معلوماتو له مخې، له لیبیا څخه د مدیترانې سمندر له لارې اروپا ته د تېرېدو مسیر د نړۍ له تر ټولو خطرناکو کډوالۍ لارو څخه دی.

د طالبانو د زده‌کړو بندیز؛ د یوې افغانې نجلۍ د ژوند دردناکه پای

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۳۰ GMT+۱
100%

د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د بندیز له امله د افغانو نجونو پر رواني او ټولنیز ژوند د ژورو اغېزو په اړه د اسوشیټېډ پرېس په یوه راپور کې د ۱۶ کلنې فریبې د ژوند کیسه خپره شوې چې له زده‌کړو د محرومېدو وروسته یې ژوند له سخت رواني کړاو سره مخ شو او په پای کې یې ځان وژنه وکړه.

فریبه د زده‌کړو مینه‌واله وه او ډېری وخت به یې په لاس کې کتاب درلود. نوموړې غوښتل ډاکټره شي او د خلکو خدمت وکړي، خو په ۲۰۲۲ کال کې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز بیا پلی شو.

فریبه به د څو میاشتو لپاره هر سهار له کوره ښوونځي ته تلله، په دې هیله چې ښايي درسونه بېرته پیل شي، خو ښوونځی هېڅکله بیا خلاص نه شو.

هغې خپلې مور ته ویلي وو: «زه غواړم ډاکټره شم، د خلکو خدمت وکړم او زده‌کړې وکړم.»

د وخت په تېرېدو فریبې له خپلې مور او خویندو سره خبرې کمې کړې او ځان یې له هغوی ګوښه کړ. مور یې اسوشیټېډ پرېس ته ویلي چې د څو میاشتو په تېرېدو یې لور په خپله کوټه کې پاتې کېده، نه یې خوړل او نه یې څښل، روغتیايي او رواني وضعیت یې ډېر خراب شوی و.

یوه ورځ یې مور د فریبې له کوټې چیغې واورېدلې او ورغله. مور یې ویلي، لور یې په داسې حالت کې وه چې ځان ته یې د زیان رسولو هڅه کوله او چیغې یې وهلې: «دا مې وژني! دا مې وژني!»

مور یې هڅه وکړه هغه ارامه کړي او له هغې سره پاتې شوه.

د بشري حقونو د ډلو د اټکل له مخې، لږ تر لږه ۲،۲ میلیونه افغانې نجونې د طالبانو د منځنیو زده‌کړو د بندیز له امله له ښوونځیو پاتې دي.

افغانستان اوس هم په نړۍ کې یوازینی هېواد بلل کېږي چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو منع دي. ښځې او نجونې له پوهنتوني زده‌کړو هم منع شوې دي.

طالب چارواکي وايي چې د ښځینه زده‌کړو د بېرته پیل لپاره پر شرایطو کار کوي، خو تر اوسه یې دا نه دي روښانه کړي چې دغه شرایط به څه وي.

د راپور له مخې، د زده‌کړو بندیز یوازې د نجونو پر راتلونکي اغېز نه کوي، بلکې د افغانستان پر اقتصاد او عامې روغتیا هم منفي اغېزې لري. کارپوهان خبرداری ورکوي چې د نجونو له زده‌کړو محرومول د کم عمره ودونو د زیاتېدو، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت له امله د میندو د مړینې د لوړېدو او د هېواد د اقتصاد لپاره د هر کال شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالرو د زیان لامل کېدای شي.

د فریبې مور د خپلې لور د وضعیت د ښه کېدو لپاره بېلابېلې لارې وازمویلې. یوه ورځ یې له ځان سره بازار ته بوتله او ورته یې وویل: «ما ترې وپوښتل، کوم شی دې خوښېږي؟ سینګار توکي واخله، نکريزې واخله، یا هر هغه څه چې خوښېږي دې انتخاب یې کړه.»

خو د مور په وینا، فریبې هېڅ شي ته لېوالتیا نه ښوده او «په وجود کې یې هېڅ ډول خوځښت او شوق نه و».

د راپور له مخې، د هغې مور د سهار له خوبه د خپلو نورو لوڼو د چیغو او ژړا په اورېدو راویښه شوه. هغوی فریبه په خپله کوټه کې بې‌هوښه وموندله.

فریبې د ځان تر شا یو لیک هم پرېښی و چې پکې یې خپلې مور او خویندو ته لیکلي وو: «مورې او خویندو، ما وبښئ. نور یې د زغملو توان نه لرم. په دغو شرایطو کې نجلۍ اوسېدل ډېر سخت دي. زه نور نه غواړم په دې ژوند کې ساه واخلم.»

فریبه له ۱۶ کلنۍ څو میاشتې وروسته مړه شوه.

اسوشیټېډ پرېس وايي، د ځان‌وژنې په اړه د ټولنیز بدنامۍ او د طالبانو له احتمالي غبرګون څخه د کورنۍ د وېرې له امله یې د فریبا یوازې لومړی نوم کارولی او د هغې د کورنۍ هویت یې نه دی څرګند کړی.

د «افغان وټنس» په نوم د بشري حقونو د څار یوې ډلې ویلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغان ښځو او نجونو د ځان‌وژنو په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

اسوشیټېډ پرېس وايي، د افغانستان له حکومت سره یې د دې موضوع په اړه د نظر اخیستو لپاره اړیکه نیولې، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د پاکستان د پوځ ویاند هم په دغه هېواد کې د حکومتولۍ پر څرنګوالي نیوکې وکړې

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۳۵ GMT+۱
100%

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري هم د دغه هېواد د حکومتولۍ پر څرنګوالي نيوکې کړي او ويلي یې دي، چې په دغه هېواد کې ښه حکومتولي خورا مهمه ده او د شته ستونزو حل، له ښه مدیریت او اغېزناک اداري نظام سره تړلی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند د جمعې په ورځ (د زمري ۹مه) د یوې خبري غونډې پر مهال د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د وروستيو څرګندونو په اړوند یوې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، د محسن نقوي د څرګندونو په تړاو څه نه‌شي ویلای، خو د ولس غوښتنې تر ټولو مهمې دي او د ښې حکومتولۍ یا اداري اصلاحاتو په اړه هر ډول پرېکړه باید د خلکو او د هغوی د غوره شویو استازو د نظرونو پر بنسټ وشي.

د هغه په وینا، د پاکستان ټول سیاسي او اداري مسایل باید د اساسي قانون، نورو قوانینو او ډیموکراټیک بهیر له لارې حل شي.

احمد شریف چودري وويل، چې د ملي عمل پلان پر ۱۴ ټکو د حکومت او اپوزیسیون په ګډون د ټولو سیاسي ځواکونو ترمنځ بشپړه اجماع لري او په باور یې، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، د دیني مدرسو اصلاحات او د افغان کډوالو بېرته ستنول هم د ښې حکومتولۍ برخې دي.

د پاکستان د پوځ دغه جګپوړي چارواکي ټینګار کړی: «دا پرېکړه باید سیاسي ګوندونه او سیاستوال وکړي، چې ښه حکومتولي څنګه رامنځته کړي، کوم اصلاحات پلي کړي او په کوم لوري لاړ شي».

هغه د بېلګې په توګه وویل، چې په ۱۹۷۲ کال کې د پاکستان نفوس شاوخوا شپږ نيم يا اووه کروړه پورې وو او څلور صوبې یې لرلې، خو نن د نفوس په څو چنده زیاتوالي سره دا بحث پر ځای دی چې ایا اوسنی اداري جوړښت د ښې حکومتولۍ اړتیاوې پوره کولای شي که نه؟

احمد شريف چودري دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي يوې غونډې ته په وينا کې د پاکستان د اوسنۍ حکومتولۍ پر جوړښت نیوکه وکړې او د واک د لا ډېر وېش او د دولتي خدمتونو د ښه کولو لپاره یې د نویو اداري واحدونو د جوړېدو غوښتنه کړې وه.

هغه ويلي و: «دا نظام چې موږ په‌کې ژوند کوو، که باور پرې کوئ او که نه، بشپړ پرېوتی دی او اداري واحدونه، ایالتونه، یا هر نوم چې پرې ږدئ، باید خلکو ته لا نږدې شي».

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان هم د حکومتولۍ په تړاو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي: «هغه کسان چې د نظام ناکامي منونکي دي، باید واک ولس، اساسي قانون او پارلمان ته وسپاري».

اېمل ولي خان د جمعې په ورځ (د زمري ۹مه) په يوه بيان کې څرګنده کړه، چې ځینې مشخص قوتونه د پاکستان له رامنځته کېدو راهیسې د پاکستان پر سیاسي او اداري چارو په پرله پسې ډول واک چلوي. د هغه په وینا، دغو قوتونو په خپلو ناکامو تګلارو او لنډمهالو پرېکړو نظام د «تباهۍ» تر کچې رسولی او اوس باید د خپلو کړنو مسوولیت پر غاړه واخلي.