د خیبر پښتونخوا ۳۷ ځوانان د لیبیا له لارې اروپا ته له تلو وروسته ورک دي
د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو د ۳۷ ځوانانو کورنۍ وايي، خپل عزیزان یې د کار او ښه راتلونکي په هیله د لیبیا له لارې اروپا ته تللي، خو له شاوخوا اتو میاشتو راهیسې یې هېڅ درک نشته او له پاکستاني حکومته غواړي چې د هغوی د موندلو لپاره بېړنۍ ډیپلوماټیکه مداخله وکړي.
د دغو ځوانانو کورنۍ د لومړي ځل لپاره په ګډه د پېښور پرېس کلب ته راټولې شوې او له حکومت څخه یې وغوښتل چې له لیبیايي چارواکو سره سمدستي اړیکه ونیسي، د ورکو شویو کسانو د برخلیک په اړه معلومات ترلاسه کړي او که په زندانونو کې بنديان وي، د خوشې کېدو او پاکستان ته د ستنېدو لپاره یې عملي اقدامات وکړي.
کورنۍ اندېښنه لري چې ښايي ځینې ځوانان په لیبیا کې بندیان وي، خو تر اوسه د پاکستان د حکومت یا کومې خپلواکې سرچینې له لوري په دې اړه رسمي تایید نه دی شوی.
د ورک شوي ۲۵ کلن عمر خان تره، مولانا سلامت خېل، وویل چې وراره یې د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۱۳مه د کار او ښه راتلونکي په هیله له پاکستانه وتلی و.
هغه وویل: «عمر خان د ښه راتلونکي او روزګار په هیله له پاکستانه روان شوی و. له هغه سره مو وروستۍ ټیلیفوني خبرې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې کړې وې، خو له هغې وروسته یې هېڅ درک نه شته.»
د کورنیو په وینا، دوی د پاکستان لومړي وزیر، ولسمشر، د کورنیو چارو وزارت، د بهرنیو چارو وزارت، د بهر مېشتو پاکستانیانو وزارت او نورو اړوندو ادارو ته څو ځله غوښتنلیکونه سپارلي، خو تر اوسه یې د خپلو عزیزانو د برخلیک په اړه کوم روښانه او وروستی معلومات نه دي ترلاسه کړي.
د دغو کورنیو یوه غړي وویل: «موږ یوازې دا غواړو چې پوه شو زموږ بچیان چېرته دي. که حکومت عملي ګامونه وانخلي، نو خپل احتجاج به نور هم پراخ کړو.»
کورنۍ وايي، دا موضوع تر دې مخکې هم له حکومتي ادارو سره مطرح شوې وه. د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې هم دوی د خپلو ورک شویو عزیزانو د موندلو لپاره د حکومت د مرستې غوښتنه کړې وه، خو د دوی په وینا، له څو میاشتو تېرېدو وروسته لا هم د پلټنو په بهیر کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.
د دغو ځوانانو د ورکېدو په اړه د لیبیا د چارواکو له لوري هم تر اوسه داسې رسمي معلومات نه دي خپاره شوي چې د هغوی د اوسني وضعیت په اړه وضاحت وکړي.
لیبیا له اوږدې مودې راهیسې له افریقا او اسیا څخه اروپا ته د ناقانونه سفر کوونکو لپاره د مدیترانې سمندر پر لور یوه مهمه ترانزیټي لاره ده. د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په دغه هېواد کې د کډوالو د نیول کېدو، شکنجې، قاچاق او ناوړه چلند په اړه په وار وار اندېښنه څرګنده کړې ده.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د معلوماتو له مخې، له لیبیا څخه د مدیترانې سمندر له لارې اروپا ته د تېرېدو مسیر د نړۍ له تر ټولو خطرناکو کډوالۍ لارو څخه دی.
د خیبر پښتونخوا سویلي وزیرستان ولسوالۍ ادارې د خراب امنیتي وضعیت او احتمالي وسلهوالو ګواښونو له امله ګرځبندیز او یو لړ نور امنیتي محدودیتونه لګولي دي.
د ولسوالۍ ادارې د خبرتیا له مخې، د اګست په لومړۍ نېټه په واڼه کې له سهار ۶ بجو تر ماښام ۷ بجو پورې بشپړ ګرځبندیز نافذ دی. د دغه بندیز له مخې په واڼه ښار، بازار، بایپاس او شاوخوا سیمو کې د خلکو پر تګ راتګ، بازارونو، دوکانونو او سوداګریزو فعالیتونو بندیز لګېدلی دی.
همدارنګه د واڼه، تیارزه ګېټ، کرب کوټ، تنایي، عزیز اباد څلورلارې، درګۍ پل، ګل کڅ او توی خلې په ګډون پر یو شمېر لارو د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو او موټرسایکلونو تګ راتګ هم منع شوی دی.
د ښکته سویلي وزیرستان مرستیال کمېشنر مسرت زمان افغانستان انټرنیشنل-پښتو ته ویلي، دغه محدودیتونه د «باوري استخباراتي معلوماتو» له ترلاسه کېدو وروسته د خلکو د امنیت د خوندي کولو او د احتمالي وسلهوالو ګواښونو د مخنیوي لپاره د پاکستان د جزا قانون د ۱۴۴مې مادې له مخې لګول شوي دي.
د نوموړي په وینا، نوي امنیتي بندیزونه د جولای له ۲۸مې نافذ شوي او د ۳۰ ورځو لپاره به دوام وکړي. د امنیتي ځواکونو د مرکزونو، پولیسو تاڼو، پوستو او نورو مهمو دولتي ودانیو شاوخوا د ملکي موټرو درول او پارکېنګ هم منع شوی دی.
مرستیال کمېشنر ویلي، موټر چلوونکي باید امنیتي پوستو ته له رسېدو لږ تر لږه ۲۰۰ متره وړاندې خپل موټر په خوندي ځای کې ودروي او د امنیتي ځواکونو له اجازې پرته د پوستې پر لور تګ نه شي کولای.
هغه زیاته کړې چې د امنیتي ځواکونو د کاروانونو د تېرېدو پر مهال باید ټول ملکي موټر د سړک غاړې ته ودرول شي او د کاروان تر بشپړ تېرېدو پورې انتظار وکړي. د امنیتي تاسیساتو او پولیسو مرکزونو په ۲۰۰ مترۍ کې د ملکي موټرو موجودیت هم منع شوی دی.
مسرت زمان خبرداری ورکړی چې د ۱۴۴مې مادې د بندیزونو د سرغړونې په صورت کې به د پاکستان د جزا قانون د ۱۸۸مې مادې او نورو اړوندو قوانینو له مخې قانوني اقدام وشي.
دغه امنیتي اقدامات یوه ورځ وروسته له هغه شوي چې د سویلي وزیرستان په لنډي دوګ سیمه کې پر یوه مدرسه د یوه ادعا شوي ډرون برید له امله دیني عالم مولوي امان الله وژل شوی و.
په لکي مروت کې د وژل شویو پولیسو کورنیو د خپلو غوښتنو د نه منل کېدو پر ضد احتجاج کړی او خبرداری یې ورکړی چې د ستونزو د نه حل په صورت کې به د اګست په ۴مه د شهیدانو ورځې په مراسمو کې ګډون ونه کړي.
اعتراض کوونکو د ولسوالۍ پولیسو په مرکز کې د پولیسو مشرنذیر خان پر ضد شعارونه ورکړل او ویې ویل چې له څو کلونو راهیسې یې خپلې غوښتنې له اړوندو چارواکو سره مطرح کړې، خو تر اوسه ورته عملي پاملرنه نه ده شوې.
هغه وویل، له پېښې وروسته یې د انصاف او حکومتي مرستو د ترلاسه کولو لپاره له بېلابېلو پولیسو او حکومتي چارواکو سره لیدنې کړي، خو تر اوسه یې ستونزو ته عملي حل نه دی موندل شوی.
نوموړي وویل: «دوه کاله تېر شول، نه زموږ کورنۍ ته لازمې اسانتیاوې برابرې شوې او نه زموږ غوښتنې عملي شوې. که د وژل شویو پولیسو د کورنیو غږ هم نه اورېدل کېږي، نو بیا به انصاف له چا وغواړو؟»
اعتراض کوونکو خبرداری ورکړ چې که یې غوښتنې ونه منل شي، د اګست په ۴مه به د شهیدانو ورځې او نورو رسمي مراسمو کې ګډون ونه کړي.
د وژل شویو پولیسو کورنیو له خیبر پښتونخوا حکومت او د پولیسو له لوړپوړو چارواکو وغوښتل چې د دوی ستونزې ژر تر ژره هوارې کړي، قانوني او فلاحي غوښتنې یې ومني او هغه اسانتیاوې ورته برابرې کړي چې مخکې ورسره ژمنه شوې دي.
په پاکستان کې د کانونو د کارګرانو د ټولنې مشر عابد یار خان وویل، په بلوچستان او د پاکستان په نورو سیمو کې د سکرو او نورو کانونو ډېری چارې د خصوصي شرکتونو او قراردادیانو په لاس کې دي، خو د کارګرانو د خوندیتوب لپاره هېڅ مناسب تابیاوې نهشته.
د هغه په وینا، کارګرانو ته لازمې روزنې نهورکول کېږي، د خوندیتوب معیاري وسایل نهلري، د اکسیجن د رسولو سیستمونه زړې او ناکافي دي، عصري ماشینونه نهشته او نه هم روغتیايي او نور اساسي حقوق ورته برابر شوي دي.
هغه زیاته کړه، د کارګرانو له خوندیتوب څخه نیولې تر معاشونو پورې د هغوی له ډېرو حقونو سرغړونه کېږي او ډېری دا ډول پېښې د شرکتونو د بېپروايۍ له امله رامنځته کېږي.
د قانون نیمګړتیاوې
په پاکستان کې د کانونو د کارګرانو د ټولنې د مشر په وینا، د کانونو اړوند قانون لا هم هغه دی چې په ۱۹۲۳م کال کې د انګرېزانو د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی وو او اوسنیو اړتیاوو ته ځواب نهوایي.
هغه وویل، د کارګرانو اتحادیو څو ځله له پارلمان او حکومت څخه غوښتي، چې قانون دې اصلاح کړي، کانونه دې قانوني او خوندي شي او کارګرانو ته دې د روزنې، خوندیتوب، روغتیا او استوګنې اسانتیاوې برابرې شي، خو تر اوسه یې غوښتنو ته پام نهدی شوی.
د کارګرانو حقونه تر پښو لاندې کېږي
په پاکستان کې د کانونو د کارګرانو د ټولنې مشر عابد یار خان زیاتوي، کارګر ته د یو ټُن سکرو د اېستلو په بدل کې یوازې ۸۰۰ پاکستانۍ کلدارې ورکول کېږي، حال دا چې همدغه سکاره وروسته په بازار کې له ۴۰ زرو تر ۵۰ زرو کلدارو پلورل کېږي.
هغه وایي، د دغو کارګرانو د حقونو لپاره نه څوک غږ پورته کوي او نه هم د هغوی د خوندیتوب لپاره اغېزناک قانون جوړ شوی دی.
د نوموړي په وینا، د سکرو په کانونو کې کار دومره سخت او خطرناک دی چې ډېری کارګران وروسته د سږو، پښتورګو، زړه او سترګو پر ناروغیو اخته کېږي او ځینې یې د تل لپاره معلولېږي.