خواجه اصف د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) په خپله اېکسپاڼه په يوه بیان کې ویلي، د پاکستان د نظام د پرمختګ او اصلاح بهیر له لسیزو راهیسې د «ډلو او شخصي ګټو» تر اغېز لاندې پاتې شوی او اړتیا ده، چې له دې وضعیت څخه راووځي.
نوموړي زیاته کړې، محسن نقوي د پارلمان او د کابینې مهم غړی دی، نو که غواړي بنسټیز بدلون راولي، باید خپلې طرحې په همدې اساسي او قانوني ادارو کې وړاندې کړي، ځکه د ده په وینا، په دې سره به هم نظام او هم دولتي ادارې پیاوړې شي.
هغه دا هم ویلي، چې محسن نقوي له نږدې درې نیمو کلونو راهیسې په مهمو او ځواکمنو دولتي دندو کې پاتې شوی او که یې غوښتل، د نظام د اصلاح لپاره یې په همدې موده کې عملي ګامونه اخیستلای شول.
خواجه اصف د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د مشر وروستیو څرګندونو ته هم په اشارې ویلي، د ملي عمل پلان له ۱۳ مادو څخه د ګڼو قربانیو په بدل کې یوازې هغه برخې عملي شوي چې د پوځ مسوولیت وو، خو د پاتې ۱۲ مادو د عملي کېدو مسوولیت د کورنیو چارو وزارت وو، چې د ده په وینا، تر اوسه پرې لازم عمل نهدی شوی.
هغه له محسن نقوي غوښتي، چې د نظام د اصلاح بهیر دې د ملي عمل پلان د پاتې مادو له عملي کولو او د خپل وزارت له اصلاح څخه پیل کړي او ویلي یې دي، که دا کار وکړي، نه یوازې سوداګر، بلکې ټول ولس به یې ملاتړ وکړي.
د يادونې وړ ده چې د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د تېرې پنجشنبې په ورځ د پاکستان د اوسنۍ حکومتولۍ پر جوړښت نیوکې وکړې او د واک د لا ډېر وېش او د دولتي خدمتونو د ښه کولو لپاره یې د نویو اداري واحدونو د جوړېدو غوښتنه یې کړې وه.
هغه ویلي وو، چې د حکومتولۍ نظام «پرېوتی» دی او د اصلاح لپاره یې د ټولو سیاسي ګوندونو ګډې هوکړې ته اړتیا ده.
د نقوي له څرګندونو یوه ورځ وروسته د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري هم د تېرې جمعې په ورځ د دغه هېواد د حکومتولۍ پر څرنګوالي نيوکې وکړې او څرګنده یې کړه، چې په دغه هېواد کې ښه حکومتولي خورا مهمه ده او د شته ستونزو حل، له ښه مدیریت او اغېزناک اداري نظام سره تړلی دی.