په هند کې دوه افغانان د ناقانونه اوسېدو په تور نیول شوي

د هند د ګوا ایالت په مندرم سیمه کې پولیسو دوه افغانان له معتبرې ویزې او سفري اسنادو پرته په دغه هېواد کې د اوسېدو په تور، نیولي دي.

د هند د ګوا ایالت په مندرم سیمه کې پولیسو دوه افغانان له معتبرې ویزې او سفري اسنادو پرته په دغه هېواد کې د اوسېدو په تور، نیولي دي.
د راپورونو له مخې، په لومړۍ قضیه کې پولیسو عبدالفضل چې د افغانستان تبعه دی، د جولای په ۳۰مه د ارامبول ساحل د پارکینګ سیمې ته څېرمه د معمول ګزمې پر مهال نیولی دی.
پولیس وايي، نوموړی په هند او ګوا کې له معتبرې ویزې او سفري اسنادو پرته اوسېده.
پولیسو د نوموړي خلاف د مهاجرت او بهرنیانو قانون د ۲۳(الف) مادې له مخې قضیه ثبت کړې او وروسته د ټاکل شویو قانوني اصولو له رعایت سره نیول شوی دی.
په دویمه قضیه کې پولیسو یو بل افغان محمد نصیر حمیدي (۲۹ کلن) هم په ورته تور نیولی دی.
پولیس وايي، نوموړی هم د مندرم په مدالمج سیمه کې اوسېده او له معتبرې ویزې او سفري اسنادو پرته په هند کې پاتې شوی و.
پولیسو ویلي، د دواړو کسانو د کورنیو د خبرولو لپاره یې د بهرنیانو د ثبت له سیمهییزې ادارې (FRRO) غوښتي چې د افغانستان له سفارت سره اړیکه ونیسي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د چابهار بندر پروژې لپاره د امریکا له بندیزونو مشروط معافیت د اپرېل په ۲۶مه پای ته رسېدلی او نوی ډیلی د بندیزونو د اغیزو د ارزونې لپاره له اړوندو لوریو سره په خبرو بوخت دی.
په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر کیرتي وردهن سینګ د جمعې په ورځ د هند ولسي جرګې(لوک سبها)ته په لیکلي ځواب کې ویلي، چې نوی ډیلی لا هم د ایران د چابهار بندر د شهید بهشتي ترمینل د پراختیا او عملیاتو په برخه کې خپل رول لري.
نوموړي ویلي، د چابهار بندر پروژه د دې لپاره طرحه شوې وه چې افغانستان ته د بیارغونې او اقتصادي پراختیا لپاره مهمه ترانسپورتي لار برابره کړي او همداراز د هند او منځنۍ اسیا ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي.
د هند دولتي شرکت انډیا پورټس ګلوبل لیمیټډ (ایپيجياېل) د خپلې بشپړ ملکیت لرونکې فرعي ادارې انډیا پورټس ګلوبل چابهار ازاد زون (ایپيجيسياېفزي) له لارې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د چابهار بندر چارې پر مخ وړي.
د هند حکومت ویلي، چې د انډیا پورټس ګلوبل او د ایران د بندرونو او سمندري چارو ادارې (پياېماو) ترمنځ د ۲۰۲۴ کال د مې میاشتې د ۱۳مې نېټې د اصلي تړون له مخې، هند د دې پروژې لپاره خپله ۱۲۰میلیونه امریکايي ډالره مالي ژمنه پوره کړې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې مبلغ وروستۍ برخه د ۲۰۲۵ کال په اګست میاشت کې د ایران د بندرونو او سمندري چارو ادارې ته لېږدول شوې ده.
د چابهار بندر پروژه د هند لپاره له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو او ترانسپورتي اړیکو د پراختیا له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.
ناپېژاندو وسلهوالو د شنبې په غرمه د بدخشان د مرکز فیضاباد ښار په نوي ښار کې د طالبانو د استخباراتو پر ریاست ډزې وکړې. له فیضاباد څخه سرچینو وویل چې ډزې داسې مهال وشوې چې د استخباراتو په ریاست کې له کابل څخه د ورغلي پلاوي په حضور کې غونډه روانه وه.
بریدګر له ډزو وروسته له سیمې تښتېدلي دي.
تر اوسه هېڅ ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
د سیمې اوسېدونکو وویل چې له برید وروسته د طالبانو ځواکونو سیمه کلابنده کړه او د استخباراتو د ریاست په دروازه کې یې یو هاموې ټانک ځای پر ځای کړ.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بدخشان په وروستیو اونیو کې د پراخو ناامنیو شاهد و.
د شنبې په ورځ د بدخشان د یفتل اوسېدونکو د هغه څه په غبرګون کې چې د طالبانو ظلم او ستم بلل شوی، لاریون وکړ. مدني اعتراضونه د طالبانو له ډزو سره مخ شول او مرګژوبله یې واړوله.
تر اوسه د یفتل د اعتراضونو د ځپل شویو، وژل شویو یا ټپیانو کره شمېر معلوم نه دی.
پر یفتل مېشتو فشارونه هله زیات شول چې دغه ولسوالي د چنګاښ په ۲۶مه د طالبانو د یوې نوې جوړې شوې مخالفې جبهې په لاس چې سپاهي میهن جبهه نومېږي، د څو ساعتونو لپاره سقوط وکړ.
د سپاهي میهن جنګیالیو د طالبانو ځواکونه بېوسلې کړل او د دولتي ودانیو پر سر یې خپل بیرغ پورته کړ او بیا یې دا ولسوالي پرېښوده.
د طالبانو د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزیر وايي، اوس د جګړو وخت پای ته رسېدلی او د هيواد د ابادۍ او پرمختګ پړاو پیل شوی. نورالله نوري ادعا کړې، چې طالبانو د داود خان د وخت پروژې، چې د ده په وینا، د « ویرې او غلامۍ» له امله نورو حکومتونو پلې نه کړای شوې، پیل کړې دي.
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د زابل ولایت په دایچوپان ولسوالۍ کې جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې په ټولو چارو کې د طالبانو اداره بریالۍ ده او له کله چې د دوی بیرغ په کابل کې پورته شوی، ټول اختلافونه په یوه اعلان پای ته ورسېدل.
نوموړي زیاته کړې، چې طالبان د افغانستان پر خاوره مسلط دي او دوی یوازې د کلمې د لوړاوي لپاره کار کوي.
هغه ادعا کړې، چې ددوی په اداره کې د داود خان د وخت ارزول شوې پروژې، چې دده په وینا، د « ویرې او غلامۍ» له امله نورو حکومتونو پلې نه کړای شوې، طالبانو پیل کړې دي.
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د افغانستان اوسنی امنیت او ثبات د خپلو قربانیو ثمره بولي او وايي، اوس د افغانستان د بیا رغونې او پرمختګ پړاو دی.
نوري ټینګار کړی، چې د جګړو وخت پای ته رسېدلی او د هر افغان مسوولیت دی چې د هېواد په ابادۍ کې خپله ونډه واخلي.
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ولسوالیو ته د خپلو سفرونو موخه له ولسونو سره نږدې اړیکې او د هغوی د ستونزو اورېدل بللي دي.
هغه د افغانستان روان وضعیت د امن او ورورولۍ له پلوه مثبت بللی او د هېواد د پرمختګ لپاره یې د ولس او نظام ترمنځ همغږي مهمه ګڼلې ده.
د تمدن خصوصي ټلوېزیون مسوول مدیر محمد رحمتي او د دې شبکې کارکوونکی محمدرضا احساني له زندان نه خوشې شول. دا دوه خبریالان د چنګاښ په لومړیو کې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په امر نیول شوي وو.
سرچینو وویل چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني په کابل کې د دې ډلې والي ته امر وکړ چې دا دوه خبریالان خوشې کړي.
د طالبانو ځواکونو د روان کال د چنګاښ په دویمه نېټه د دې ډلې د عدلیې وزیر په امر په کابل کې د تمدن ټلوېزیون پر مرکزي دفتر برید وکړ او د دې رسنۍ نشرات ودرول شول.
دا دوه خبریالان د کابل ولایت په بندخونه کې ساتل کېدل. طالبانو د دې دوو خبریالانو د نیولو د لامل په اړه څه نه دي ویلي.
د سرچینو په وینا، محمد رحمتي او محمدرضا احساني د چنګاښ په ۱۴مه له زندانه خوشې شوي دي.
تر دې وړاندې، باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې محمد رحمتي د زړه په ناروغۍ، شکرې او د وینې په لوړ فشار اخته دی او په زندان کې د هغه روغتیايي وضعیت خورا خراب دی او درملو او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.
د طالبانو د عدلیې وزارت د ۱۴۰۳ کال په غبرګولي کې اعلان وکړ چې د تمدن خصوصي ټلوېزیون فعالیت د حرکت اسلامي ګوند سره د تړاو او له «غصب شوې» دولتي ځمکې د استفادې له امله بندېږي.
یاد وزارت ویلي وو چې د افغانستان د سیاسي ګوندونو اړوند رسنۍ د فعالیت حق نه لري.
ازادۍ جبهې خبر ورکړی، چې د بدخشان زیباک ولسوالۍ ته په غځېدلې لاره کې یې «د طالبانو بهرنیو ملاتړو وسله والو» ته کمین نیولی او برید یې پرې کړی. یادې جبهې ادعا کړې چې په دغه برید کې لږ تر لږه دوه بهرني جنګیالي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د افغانستان ازادۍ جبهې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه برید د زمري په نهمه، د جمعې په ماښام د بدخشان د زیباک ولسوالۍ پر لاره شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي «دغو کسانو چې د سیمې له ځايي ژبې سره یې اشنايي نه درلوده، غوښتل په زیباک کې د ازادۍ جبهې د ځواکونو پر ضد جګړې ته ولاړ شي».
یادې جبهې همدارنګه ادعا کړې چې د طالبانو ترڅنګ د «بهرنیو ترهګرو ډلو» حضور دا ثابتوي چې د دغې ډلې تر واک لاندې افغانستان «د نړیوالې ترهګرۍ د بیا تولید، پراختیا او خوندي کېدو په پټنځي» بدل شوی دی.
د ازادۍ جبهې په خبرپاڼه کې د «د طالبانو ملاتړو بهرنیو ترهګرو» اصطلاح کارول شوې، خو دغه جبهې نه ده روښانه کړي چې یاد وسله وال د کوم هېواد وو.
طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې په بدخشان کې ځايي سرچینو په زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو او مخالفانو ترمنځ نښته تایید کړې وه.