• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ یو جګړن وژل شوی

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۵:۰۳ GMT+۱

پاکستاني پوځ ویلي، چې په شمالي وزیرستان کې د استخباراتي عملیاتو پر مهال د دوی یو لوړپوړی پوځي افسر وژل شوی. د وژل شوي پوځي نوم جګړن احسان الهی او د میانوالې اوسېدونکی ښودل شوی.

د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې په یوه اعلامیه کې د پنځو وسله والو د وژلو خبر هم ور کړی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د میانوالې ولسوالۍ ۳۴کلن پوځي جګړن احسان الهي د پوځیانو د مشرۍ پرمهال په برید کې وژل شوی دی.

په تیره اونۍ کې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي ، چې له دېرشو زیات پرسونل او حکومتي ملاتړي په ټانک، هنګو، شمالي وزیرستان او سوات کې پکې وژل شوي دي.

•
•
•

نور کیسې

سویلي وزیرستان کې د جمعیت علمای اسلام اړوند دیني عالم په ډزو وژل شوی

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۰۴ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا سویلي وزیرستان په برمل تحصیل کې د جمعیت علمای اسلام ګوند اړوند دیني عالم مولانا محمد اسماعیل د نامعلومو وسله‌والو په ډزو وژل شوی دی.

د ولسوالۍ د پولیسو مشر محمد طاهر ویلي، پېښه د جمعې تر لمانځه وروسته د اعظم ورسک په سیمه کې رامنځته شوې، چې دوه موټرسایکل سپرو وسله‌والو پر مولانا محمد اسماعیل ډزې وکړې او هغه یې په ځای وواژه.
د پولیسو په وینا، بریدګر له سیمې تښتېدلي او د پېښې په اړه لومړنی راپور ثبت شوی دی.

پولیس وایي، د پېښې پلټنې پیل شوې او قضیه له بېلابېلو اړخونو ارزول کېږي.
د پولیسو او سیمه‌ییزو مشرانو د معلوماتو له مخې، مولانا محمد اسماعیل د کژه پنګې اوسېدونکی و او په سیمه کې یې په یوه دیني مدرسه کې د استاد په توګه دنده ترسره کوله.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په مې میاشت کې د جمعیت علمای اسلام (ف) مشهور عالم او د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ پخوانی غړی مولانا محمد ادریس هم په چارسده کې د وسله‌والو په برید کې وژل شوی و.

همدارنګه د جنورۍ په میاشت کې د جمعیت علمای اسلام (ف) یو بل مشر مولانا سلطان محمد وزیر د جنوبي وزیرستان د واڼه ښار په یوه چاودنه کې تر ټپي کېدو وروسته ساه ورکړې وه.

د خیبر پښتونخوا ۳۷ ځوانان د لیبیا له لارې اروپا ته له تلو وروسته ورک دي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۴۷ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو د ۳۷ ځوانانو کورنۍ وايي، خپل عزیزان یې د کار او ښه راتلونکي په هیله د لیبیا له لارې اروپا ته تللي، خو له شاوخوا اتو میاشتو راهیسې یې هېڅ درک نشته او له پاکستاني حکومته غواړي چې د هغوی د موندلو لپاره بېړنۍ ډیپلوماټیکه مداخله وکړي.

د دغو ځوانانو کورنۍ د لومړي ځل لپاره په ګډه د پېښور پرېس کلب ته راټولې شوې او له حکومت څخه یې وغوښتل چې له لیبیايي چارواکو سره سمدستي اړیکه ونیسي، د ورکو شویو کسانو د برخلیک په اړه معلومات ترلاسه کړي او که په زندانونو کې بنديان وي، د خوشې کېدو او پاکستان ته د ستنېدو لپاره یې عملي اقدامات وکړي.

کورنۍ اندېښنه لري چې ښايي ځینې ځوانان په لیبیا کې بندیان وي، خو تر اوسه د پاکستان د حکومت یا کومې خپلواکې سرچینې له لوري په دې اړه رسمي تایید نه دی شوی.

د ورک شوي ۲۵ کلن عمر خان تره، مولانا سلامت خېل، وویل چې وراره یې د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۱۳مه د کار او ښه راتلونکي په هیله له پاکستانه وتلی و.

هغه وویل: «عمر خان د ښه راتلونکي او روزګار په هیله له پاکستانه روان شوی و. له هغه سره مو وروستۍ ټیلیفوني خبرې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې کړې وې، خو له هغې وروسته یې هېڅ درک نه شته.»

سلامت خېل زیاته کړه چې د ورک شویو ځوانانو کورنۍ د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول کرم، پېښور، باجوړ، صوابۍ او نوشهرې څخه دي.

د کورنیو په وینا، دوی د پاکستان لومړي وزیر، ولسمشر، د کورنیو چارو وزارت، د بهرنیو چارو وزارت، د بهر مېشتو پاکستانیانو وزارت او نورو اړوندو ادارو ته څو ځله غوښتنلیکونه سپارلي، خو تر اوسه یې د خپلو عزیزانو د برخلیک په اړه کوم روښانه او وروستی معلومات نه دي ترلاسه کړي.

د دغو کورنیو یوه غړي وویل: «موږ یوازې دا غواړو چې پوه شو زموږ بچیان چېرته دي. که حکومت عملي ګامونه وانخلي، نو خپل احتجاج به نور هم پراخ کړو.»

کورنۍ وايي، دا موضوع تر دې مخکې هم له حکومتي ادارو سره مطرح شوې وه. د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې هم دوی د خپلو ورک شویو عزیزانو د موندلو لپاره د حکومت د مرستې غوښتنه کړې وه، خو د دوی په وینا، له څو میاشتو تېرېدو وروسته لا هم د پلټنو په بهیر کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

100%

د دغو ځوانانو د ورکېدو په اړه د لیبیا د چارواکو له لوري هم تر اوسه داسې رسمي معلومات نه دي خپاره شوي چې د هغوی د اوسني وضعیت په اړه وضاحت وکړي.

لیبیا له اوږدې مودې راهیسې له افریقا او اسیا څخه اروپا ته د ناقانونه سفر کوونکو لپاره د مدیترانې سمندر پر لور یوه مهمه ترانزیټي لاره ده. د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په دغه هېواد کې د کډوالو د نیول کېدو، شکنجې، قاچاق او ناوړه چلند په اړه په وار وار اندېښنه څرګنده کړې ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د معلوماتو له مخې، له لیبیا څخه د مدیترانې سمندر له لارې اروپا ته د تېرېدو مسیر د نړۍ له تر ټولو خطرناکو کډوالۍ لارو څخه دی.

سویلي وزیرستان کې ګرځبندیز او سخت امنیتي بندیزونه لګېدلي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۰۳ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا سویلي وزیرستان ولسوالۍ ادارې د خراب امنیتي وضعیت او احتمالي وسله‌والو ګواښونو له امله ګرځبندیز او یو لړ نور امنیتي محدودیتونه لګولي دي.

د ولسوالۍ ادارې د خبرتیا له مخې، د اګست په لومړۍ نېټه په واڼه کې له سهار ۶ بجو تر ماښام ۷ بجو پورې بشپړ ګرځبندیز نافذ دی. د دغه بندیز له مخې په واڼه ښار، بازار، بای‌پاس او شاوخوا سیمو کې د خلکو پر تګ راتګ، بازارونو، دوکانونو او سوداګریزو فعالیتونو بندیز لګېدلی دی.

همدارنګه د واڼه، تیارزه ګېټ، کرب کوټ، تنایي، عزیز اباد څلورلارې، درګۍ پل، ګل کڅ او توی خلې په ګډون پر یو شمېر لارو د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو او موټرسایکلونو تګ راتګ هم منع شوی دی.

د ښکته سویلي وزیرستان مرستیال کمېشنر مسرت زمان افغانستان انټرنیشنل-پښتو ته ویلي، دغه محدودیتونه د «باوري استخباراتي معلوماتو» له ترلاسه کېدو وروسته د خلکو د امنیت د خوندي کولو او د احتمالي وسله‌والو ګواښونو د مخنیوي لپاره د پاکستان د جزا قانون د ۱۴۴مې مادې له مخې لګول شوي دي.

د نوموړي په وینا، نوي امنیتي بندیزونه د جولای له ۲۸مې نافذ شوي او د ۳۰ ورځو لپاره به دوام وکړي. د امنیتي ځواکونو د مرکزونو، پولیسو تاڼو، پوستو او نورو مهمو دولتي ودانیو شاوخوا د ملکي موټرو درول او پارکېنګ هم منع شوی دی.

مرستیال کمېشنر ویلي، موټر چلوونکي باید امنیتي پوستو ته له رسېدو لږ تر لږه ۲۰۰ متره وړاندې خپل موټر په خوندي ځای کې ودروي او د امنیتي ځواکونو له اجازې پرته د پوستې پر لور تګ نه شي کولای.

هغه زیاته کړې چې د امنیتي ځواکونو د کاروانونو د تېرېدو پر مهال باید ټول ملکي موټر د سړک غاړې ته ودرول شي او د کاروان تر بشپړ تېرېدو پورې انتظار وکړي. د امنیتي تاسیساتو او پولیسو مرکزونو په ۲۰۰ مترۍ کې د ملکي موټرو موجودیت هم منع شوی دی.

مسرت زمان خبرداری ورکړی چې د ۱۴۴مې مادې د بندیزونو د سرغړونې په صورت کې به د پاکستان د جزا قانون د ۱۸۸مې مادې او نورو اړوندو قوانینو له مخې قانوني اقدام وشي.

دغه امنیتي اقدامات یوه ورځ وروسته له هغه شوي چې د سویلي وزیرستان په لنډي دوګ سیمه کې پر یوه مدرسه د یوه ادعا شوي ډرون برید له امله دیني عالم مولوي امان الله وژل شوی و.

لکي مروت کې د وژل شویو پولیسو کورنیو د اګست ۴مې مراسمو د تحریم ګواښ وکړ

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۵۰ GMT+۱
100%

په لکي مروت کې د وژل شویو پولیسو کورنیو د خپلو غوښتنو د نه منل کېدو پر ضد احتجاج کړی او خبرداری یې ورکړی چې د ستونزو د نه حل په صورت کې به د اګست په ۴مه د شهیدانو ورځې په مراسمو کې ګډون ونه کړي.

اعتراض کوونکو د ولسوالۍ پولیسو په مرکز کې د پولیسو مشرنذیر خان پر ضد شعارونه ورکړل او ویې ویل چې له څو کلونو راهیسې یې خپلې غوښتنې له اړوندو چارواکو سره مطرح کړې، خو تر اوسه ورته عملي پاملرنه نه ده شوې.

د اعتراض پر مهال د یوه وژل شوي پولیس سرتېري ورور رسنیو ته وویل چې په ۲۰۲۴ کال کې نامعلومو وسله‌والو د چاودېدونکو توکو په وسیله د دوی کور په نښه کړ او په پېښه کې یې د پولیس په توګه دنده ترسره کوونکی ورور ووژل شو.

هغه وویل، له پېښې وروسته یې د انصاف او حکومتي مرستو د ترلاسه کولو لپاره له بېلابېلو پولیسو او حکومتي چارواکو سره لیدنې کړي، خو تر اوسه یې ستونزو ته عملي حل نه دی موندل شوی.

نوموړي وویل: «دوه کاله تېر شول، نه زموږ کورنۍ ته لازمې اسانتیاوې برابرې شوې او نه زموږ غوښتنې عملي شوې. که د وژل شویو پولیسو د کورنیو غږ هم نه اورېدل کېږي، نو بیا به انصاف له چا وغواړو؟»

اعتراض کوونکو خبرداری ورکړ چې که یې غوښتنې ونه منل شي، د اګست په ۴مه به د شهیدانو ورځې او نورو رسمي مراسمو کې ګډون ونه کړي.

د وژل شویو پولیسو کورنیو له خیبر پښتونخوا حکومت او د پولیسو له لوړپوړو چارواکو وغوښتل چې د دوی ستونزې ژر تر ژره هوارې کړي، قانوني او فلاحي غوښتنې یې ومني او هغه اسانتیاوې ورته برابرې کړي چې مخکې ورسره ژمنه شوې دي.

د بلوچستان د سکرو کان په پېښه کې ټول مړه شوي ۳۴ کارګر د خیبرپښتونخوا اوسېدونکي وو

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۰۴ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د بلوچستان ایالت د کوټې ښار اړوند د سورینج په سیمه کې د سکرو په یوه کان کې د مېتان ګاز د چاودنې له امله ټول مړه شوي ۳۴ کارګر د خیبر پښتونخوا او ډېری یې بیا د شانګلې ولسوالۍ د میا کلي اوسېدونکي وو. طالبانو هم په یاده پېښه کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینې خواشیني څرګنده کړې ده.

د کان کېندونکو استازي وايي، ډېری قربانیان ځوانان او زده‌کوونکي وو او په کانونو کې د خوندیتوب د اسانتیاوو او کارګرو ته د حفاظتي معیاري وسایلو نشتوالی د دې ډول پېښو اصلي لامل دی.

د سورینج پېښه څنګه رامنځته شوه؟

په پاکستان کې د کانونو د کارګرانو د ټولنې (ال پاکستان ماین لېبر فېډرېشن) مشر عابد یار خان افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، یاده پېښه د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۸مه) د سکرو په کان کې د مېتان ګاز د چاودنې له امله رامنځته شوه. د ده په وینا، ۳۴ کارګر په کان کې بند پاتې شول، چې تر اوسه د ۳۲ کسانو جسدونه را اېستل شوي او د دوو نورو د جسدونو د را اېستلو عملیات روان دي.

100%

هغه وویل، د بارانونو په دې موسم (پشکال) کې چې کانونه ډېر ژور وي، نو په‌کې د اکسیجن اندازه کمه وي او د مېتان ګاز د راټولېدو له امله د چاودنې خطر زیاتېږي.

د نوموړي په وینا، کانونو ته د اکسیجن د رسولو مناسب سیستم نه‌شته او په دې پېښه کې هم ځینو بند کارګرانو له کان څخه د مرستې غوښتنه کوله، خو د اکسیجن د رسولو لپاره د امکاناتو د نشتوالي له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.

د شانګلې ځوان کارګران قرباني شول

عابد یار خان وویل، په دغو ۳۴ مړه شویو کارګرانو کې ۳۲ تنه د شانګلې ولسوالۍ، یو د صوابۍ او بل د سوات اوسېدونکي وو. د شانګلې له قربانیانو څخه ۲۸ تنه یوازې د میا کلي اوسېدونکي وو.

هغه وویل، په دغو ۲۸ کسانو کې یوازې دوه تنه له ۴۰ کلونو پورته عمرونه درلودل او پاتې ټولو یې د ۱۸ او ۲۵ کلونو ترمنځ عمرونه درلودل.

د هغه په وینا، ډېری مړه شوي ځوانان زده‌کوونکي وو چې د ښوونځيو او کالجونو د جون او جولای د رخصتیو پر مهال یې د خپلو کورنیو د لګښتونو د برابرولو لپاره په کانونو کې کار کاوه.

هغه وویل: «شانګله یوه غرنۍ او بې‌وزله سیمه ده. خلک یې د کار روزګار فرصتونه نه‌لري، نو ځوانان یې د رخصتیو پر مهال کانونو ته ځي چې لږې پیسې وګټي، خو له بده مرغه همدوی خپل ژوند له لاسه ورکړ».

100%

عابد یار خان زیاته کړه، د پاکستان په کانونو کې شاوخوا ۸۰ سلنه کارګران د شانګلې ولسوالۍ دي، ځکه د دې ولسوالۍ خلک د سختو غرنیو شرایطو له امله له دغسې درنو کارونو سره عادي دي.

د هغه په وینا، د شانګلې نږدې ۲۵۰ زره اوسېدونکي د هېواد په بېلابېلو کانونو کې کار کوي.

په میا کلي کې ماتم

د شانګلې د میا کلي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، په کلي کې د «قیامت» په څېر حالت دی. د دوی په وینا، یوه کور ته د درېیو وروڼو او د هغوی د تره او دوو نورو کورونو ته د دوو- دوو وروڼه جنازې وروړل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، په نږدې کلیو کې اعلانونه کېدل چې خلک د قبرونو د کېندلو لپاره ورشي، ځکه په یوه وخت کې د ۲۸ قبرونو کېندل د کلي د خلکو له وسه وتلې خبره وه.

دوی وایي، د کلي د ښځو ژړا او چیغې هر ځای اورېدل کېدې او هر کور د غم پر ټغر ناست وو.

عابد یار خان وویل، په قربانیانو کې یوه ځوان یوازې ۱۵ ورځې مخکې واده کړی وو او په ۱۶مه ورځ یې جنازه کور ته وروړه او د ۱۵ ورځو ناوې یې ګونډه شوه.

100%

په کانونو کې د خوندیتوب د اسانتیاوو څرنګوالی

په پاکستان کې د کانونو د کارګرانو د ټولنې مشر عابد یار خان وویل، په بلوچستان او د پاکستان په نورو سیمو کې د سکرو او نورو کانونو ډېری چارې د خصوصي شرکتونو او قراردادیانو په لاس کې دي، خو د کارګرانو د خوندیتوب لپاره هېڅ مناسب تابیاوې نه‌شته.

د هغه په وینا، کارګرانو ته لازمې روزنې نه‌ورکول کېږي، د خوندیتوب معیاري وسایل نه‌لري، د اکسیجن د رسولو سیستمونه زړې او ناکافي دي، عصري ماشینونه نه‌شته او نه هم روغتیايي او نور اساسي حقوق ورته برابر شوي دي.

هغه زیاته کړه، د کارګرانو له خوندیتوب څخه نیولې تر معاشونو پورې د هغوی له ډېرو حقونو سرغړونه کېږي او ډېری دا ډول پېښې د شرکتونو د بې‌پروايۍ له امله رامنځته کېږي.

د قانون نیمګړتیاوې

په پاکستان کې د کانونو د کارګرانو د ټولنې د مشر په وینا، د کانونو اړوند قانون لا هم هغه دی چې په ۱۹۲۳م کال کې د انګرېزانو د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی وو او اوسنیو اړتیاوو ته ځواب نه‌وایي.

هغه وویل، د کارګرانو اتحادیو څو ځله له پارلمان او حکومت څخه غوښتي، چې قانون دې اصلاح کړي، کانونه دې قانوني او خوندي شي او کارګرانو ته دې د روزنې، خوندیتوب، روغتیا او استوګنې اسانتیاوې برابرې شي، خو تر اوسه یې غوښتنو ته پام نه‌دی شوی.

د کارګرانو حقونه تر پښو لاندې کېږي

په پاکستان کې د کانونو د کارګرانو د ټولنې مشر عابد یار خان زیاتوي، کارګر ته د یو ټُن سکرو د اېستلو په بدل کې یوازې ۸۰۰ پاکستانۍ کلدارې ورکول کېږي، حال دا چې همدغه سکاره وروسته په بازار کې له ۴۰ زرو تر ۵۰ زرو کلدارو پلورل کېږي.

هغه وایي، د دغو کارګرانو د حقونو لپاره نه څوک غږ پورته کوي او نه هم د هغوی د خوندیتوب لپاره اغېزناک قانون جوړ شوی دی.

د نوموړي په وینا، د سکرو په کانونو کې کار دومره سخت او خطرناک دی چې ډېری کارګران وروسته د سږو، پښتورګو، زړه او سترګو پر ناروغیو اخته کېږي او ځینې یې د تل لپاره معلولېږي.

100%

د کارګرانو بې‌وسي

په پاکستان کې د کانونو د کارګرانو د ټولنې د مشر په وینا، له اړوندو چارواکو په وار وار غوښتل شوي، چې د قربانیانو جسدونه دې په یخچالي امبولانسونو کې خپلو سیمو ته ولېږدول شي، ځکه جسدونه سوځېدلي وي او کورنۍ یې غواړي د وروستي ځل لپاره د خپلو عزیزانو مخونه وویني، خو دا غوښتنه تر اوسه نه‌ده منل شوې.

هغه زیاته کړه، اوس د قربانیانو جسدونه په عادي موټرو کې لېږدول کېږي، ځینې تابوتونه د موټرو پر سر تړل شوي وي.

د هغه په وینا، د دغو کارګرانو بې‌وسي تر دې حده ده، چې د امبولانس لګښت هم نه‌شي ورکولای، ځکه ټول عاید خپلو کورنیو ته استوي. هغه زیاته کړه، د کارګرانو ډېری پخواني مشران، چې کلونه یې په کانونو کې کار کړی، اوس پر بېلابېلو ناروغیو اخته دي او د درملنې وس هم نه‌لري.

د پاکستان حکومت لا تر اوسه د دغو څرګندونو په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

له دې سره سم، د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د بلوچستان په سورینج سیمه کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینې خواشیني څرګنده کړې ده. یاد وزارت د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي او د پاتې کسانو د ژغورلو هیله یې ښودلې ده.

ترویج لرونکی

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۲

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۳
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۴

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

۵

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی