• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپايي ټولنه د سیوټا د کډوالۍ کړکېچ د ارزونې لپاره بېړنۍ غونډه جوړوي

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۳۵ GMT+۱

اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د روانې اوونۍ د سې‌شنبې په ورځ به د هسپانیا د سیوټا سیمې د وروستي کډوالۍ کړکېچ د ارزونې لپاره بېړنۍ غونډه جوړه کړي.

دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې شاوخوا ۶۰زره کډوال له مراکش څخه د هسپانیا تر واک لاندې سیوټا سیمې ته داخل شول. دغه وضعیت په اروپايي هېوادونو کې د سرحدونو د کنټرول او د شینګن سیمې د ازاد تګ راتګ په اړه اندېښنې او سیاسي ترینګلتیاوې زیاتې کړې دي.

وروسته له هغه چې ایټالیا، فنلنډ او ډنمارک له هسپانیا سره د شینګن تړون په چوکاټ کې د تګ راتګ د محدودولو پرېکړه وکړه، د هسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز دغه اقدام «ځانغوښتونکی او د اروپايي قوانینو خلاف» وباله.

په همدې حال کې، هسپانوي چارواکو ویلي چې سیوټا ته د رسېدو پر مهال د کډوالو د کښتیو د ډوبېدو له امله د مړو شمېر له ۶۷تنو اوښتی دی.

بلخوا، د ۲۲اروپايي هېوادونو مشرانو په یوه ګډ لیک کې د اروپايي ټولنې له چارواکو غوښتي چې د ټولنې د بهرنیو سرحدونو د اغېزمن مدیریت لپاره بېړني او همغږي اقدامات ترسره کړي.

د هسپانیا د کورنیو چارو وزیر فرناندو ګراندې مارلاسکا بیا ویلي چې د مراکش او هسپانیا ترمنځ اړیکې عادي دي او د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي لپاره په سمندري پولو کې د ساتندویو خنډونو د جوړولو چارې دوام لري.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۳

طالبان:نږدې پنځو کلونو کې ۶۵۰ زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

۴

متحده جبهه وايي چې د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي

۵

بخښنې نړیوال سازمان: د افغانستان او ایرلنډ سیالیو کې د اعتراضونو احتمال شته

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران له امله د انساني قاچاق ګواښ زیات شوی

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۵۸ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر (یو‌اېن‌او‌سي‌ډي) ویلي، په هېواد کې د بشري او اقتصادي بحران له ژورېدو سره د انساني قاچاق ګواښ هم زیات شوی دی.

دغه دفتر د یکشنبې په ورځ، د زمري ۱۱مه، په اېکس خواله رسنۍ کې په خپور کړي پیغام کې ویلي، چې د ټولنیزو او اقتصادي فشارونو له امله خلک د انساني قاچاق، استثمار او جبري کار پر وړاندې ډېر زیانمن شوي دي.

دیادې ادارې په وینا، د څه باندې شپږو میلیونو افغانانو بېرته ستنېدل، د بدیلو معیشتي فرصتونو له برابرېدو پرته د کوکنارو د کښت له منځه وړل او د ښځو پر حقونو سخت محدودیتونه، هغه مهم عوامل دي چې په افغانستان کې یې د انساني قاچاق ګواښ زیات کړی دی.

یاد بنسټ ټینګار کړی، چې د دغو ستونزو د حل لپاره باید د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو، د کارموندنې د فرصتونو د رامنځته کولو او د زیانمنو قشرونو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان(ای‌او‌اېم) هم په افغانستان کې د انساني قاچاق د زیاتېدونکي ګواښ په اړه خبرداری ورکړی وو.

د دغه سازمان په وینا، له ایران او پاکستان څخه میلیونونه راستنېدونکي افغانان د بې‌وزلۍ، د کار د فرصتونو د کمښت او د بنسټیزو خدمتونو د نشتوالي له امله د انساني قاچاق، استثمار او نورو ناوړه ګټه اخیستونکو له جدي ګواښ سره مخ دي.

روسي چارواکي وايي چې د مسکو برید یوې ښځې کړی

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۴:۵۵ GMT+۱
100%

روسي چارواکي وايي، د مسکو ښار په مرکز کې برید یوې ښځې کړی چې له امله یې درې کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي. تر اوسه د برید د انګیزې او برید ګرې ښځې د هویت په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

د مسکو پولیسو ویلي، چاودنه د شنبې په ماښام د مسکو د کودرینسکایا څلور لارې په سیمه کې یوه ایټالوي رسټورانټ ته څېرمه شوې ده.

د روسیې د ترهګرۍ ضد ملي کمېټې په وینا، یوې ناپېژاندې ښځې هڅه کوله چې په لاس جوړ چاودیدونکو توکو سره رستورانت ته ننوځي، خو د امنیتي کسانو یې مخه نیولې ده. یادې کمیټې ویلي، وروسته ښځې خپلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې په پایله کې ښځه، امنیتي ساتونکی او د رستورانت یو مشتري ځای پر ځای ووژل شول او ۲۱ تنه نور ټپیان شول.

په ورته مهال روسیې رسنیو راپور ورکړی چې په روغتون کې دوو ټپیانو هم د ژورو ټپونو له امله سا ورکړې ده.

اکسیوس: محمد بن سلمان له ټرمپ سره په خبرو کې پر ایران د برید په اړه اندېښنه څرګنده کړه

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۲:۰۲ GMT+۱
100%

اکسیوس د دوو امریکایي چارواکو او یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټېلیفوني خبرو کې پر ایران د نویو پراخو بریدونو د طرحې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د دغو سرچینو په وینا، د سعودي عربستان ولیعهد په دې ټېلیفوني اړیکه کې له ټرمپ څخه غوښتي چې تاوتریخوالی راکم کړي او د دغو بریدونو له ترسره کولو ډډه وکړي.

د دغه راپور له مخې، ټرمپ په اردن کې د امریکا پر اډې د تهران د توغنديز برید او په هرمز تنګي کې د بېړیو په تګ راتګ کې د ګډوډۍ رامنځته کولو په ځواب کې، د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو د برید په تړاو غور کوي، خو تراوسه یې وروستی امر نه‌دی صادر کړی. اکسیوس لیکلي، چې دا ډول برید کولای شي د امریکا او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د پنځه میاشتنۍ جګړې د بې سارې شدت لامل شي.

په راپور کې زیاته شوې، چې د ایران اسلامي جمهوریت امریکا ته خبرداری ورکړی، که برید پرې وشي، د اسراییل او د فارس خلیج د هېوادونو د انرژۍ تاسیسات او زیربناوې به په نښه کړي.

یوه امریکایي چارواکي هم اکسیوس ته ویلي، چې د سعودي عربستان چارواکو له ټرمپ سره په ټېلیفوني اړیکه کې د واشنګټن د پروګرامونو په اړه د شفافیت غوښتنه کړې ده.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د تېرې چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان سره هم وکتل. د یوې خبرې سرچینې په وینا، دا لیدنه د سعودي د دفاع وزیر د سفر په پروګرام کې وروسته له هغه زیاته شوه، چې هغه د امریکا له مرستیال ولسمشر جي‌ډي وینس سره وکتل او هغه ته یې وویل، چې سعودي عربستان له ایران سره د تاوتریخوالي د کمېدو ملاتړ کوي.

دغې سرچینې زیاته کړې، چې د دغو لیدنو موخه د ایران له اسلامي جمهوریت سره د جګړې او د سیمې د ټولیز وضعیت په اړه د محمد بن سلمان د لید لورو رسول وو.

جرمني د یوه بل داسې افغان د اېستلو تابیا کړې چې هېڅ جرمي مخینه نه‌لري

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۳۷ GMT+۱
100%

جرمني د فریدون توفان په نوم یو افغان کډوال نیولی چې هېڅ جرمي مخینه نه‌لري او افغانستان ته د هغه د اېستل کېدو چارې روانې دي. ډویچه‌ویله‌ په یوه راپور کې ویلي، د دې ۴۶ کلن افغان دوسیه د دغه هېواد د بشري حقونو او کډوالۍ د تګلارو په اړه له ډېرو لانجمنو او د بحث وړ هغو څخه ګرځېدلې ده.

فریدون توفان نږدې څلور کاله وړاندې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، جرمني ته پناه یوړه. نوموړي په دې موده کې کار کړی، د جرمني ژبه یې هم زده کړې ده، خو د پناه غوښتنې د دوسیې له وروستي رد وروسته، اوس افغانستان ته د اېستلو له جدي ګواښ سره مخ دی.

د راپورونو له مخې، توفان د روان زېږیز کال د اپرېل میاشتې په منځنیو ورځو کې، ایټالیا ته د لنډ سفر پر مهال، د سرحدي پلټنې په ترڅ کې تر نیول کېدو وروسته نېغ په نېغه د مونیخ ښار د اېستلو ځانګړي توقیف‌ځای ته ولېږدول شو. د جرمني چارواکو ویلي، هغه ځکه نیول شوی چې له جرمني څخه یې د وتلو قانوني اجازه نه‌لرله. نوموړي یوازې د لنډ مهالي استوګنې اجازه لرله، چې د اېستلو د پرېکړې د پلي کېدو مخه نه‌شي نیولای.

هغه څه چې د فریدون توفان دوسیه یې ځانګړې کړې دا ده، چې نه کومه جنايي مخینه لري او نه هم امنیتي ادارو د امنیتي ګواښ په توګه پېژندلی دی. سره له دې، د جولای په میاشت کې د استېناف غوښتنې تر وروستي رد وروسته، د هغه د اېستلو بهیر عملي پړاو ته داخل شوی دی.

بل لور ته، د فریدون توفان مېرمن او شپږ اولادونه یې لا هم په کابل کې ژوند کوي. د هغه د پناه‌غوښتنې دوسیې ته نږدې سرچینې وایي، د طالبانو غړي په دې وروستیو کې د دغې کورنۍ کور ته هم ورغلي دي. د راپورونو له‌مخې، له هغه وخت راهیسې د کورنۍ غړي یې په وېره او اندېښنه کې ژوند کوي او د کورنۍ هلکان د احتمالي پایلو له وېرې نور ښوونځي ته د تګ جرئت نه‌لري.

د بشري حقونو کارپوهان وایي، دا بدلونونه وروسته له هغه رامنځته شول چې فریدون توفان په جرمني کې د افغانستان کونسلي استازولیو ته مراجعه وکړه؛ هغه استازولۍ چې اوس د طالبانو تر ولکې لاندې ده. همدې موضوع د حکومت د مخالفو ګوندونو او د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو سختې نیوکې راپارولي دي. دوی باور لري، چې د طالبانو تر واک لاندې ادارو سره هر ډول اداري همکاري د دغې ډلې د دریځ د پیاوړتیا لامل کېدای شي.

د جرمني حکومت په ځواب کې ټینګار کړی، چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌ پېژني او اوسنۍ اړیکې یوازې په «تخنیکي» کچه د کونسلي او اداري چارو د ترسره کولو لپاره دي.

د فریدون توفان دوسیه په داسې وخت کې نوي اړخونه خپل کړي، چې جرمني تېره اونۍ کابل ته یو داسې افغان کډوال شړلی چې هېڅ ډول جرمي او جنایي مخینه یې نه‌درلوده. دغه افغان وګړی له یوې دېرش کسیزې ډلې سره چې پر جرمونو ککړ وو، د لایپزیګ/هاله له هوايي ډګر څخه د یوې الوتنې په وسیله کابل ته ولېږدول شو.

دا د لومړي ځل لپاره ده، چې جرمني یو افغان پناه‌غوښتونکی له جنايي مخینې پرته اېستلی او همدې چارې په دغه هېواد کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د دغې الوتنې پر مهال، د بشري حقونو سلګونه فعالانو او د نژادپالنې ضد ډلو د لایپزیګ هوايي ډګر ته نږدې اعتراضي غونډه وکړه. اعتراض کوونکو د جرمني د حکومت پر نوې تګلارې نیوکه وکړه او خبرداری یې ورکړ، چې افغانستان ته د خلکو بېرته لېږل، د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو او امنیتي وضعیت له امله، د هغوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ کېدای شي.

د بشري حقونو بنسټونو یو ځل بیا د جرمني له حکومته وغوښتل چې د افغان وګړو، په ځانګړي ډول د هغو کسانو چې جنايي مخینه نه‌لري، د اېستلو بهیر ودروي او د پناه غوښتونکو د دوسیو د ارزونې پر مهال د افغانستان امنیتي او بشري وضعیت ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

د فریدون توفان دوسیه اوس د جرمني د کډوالۍ د تګلارو، د دغه هېواد د بشري حقونو د ژمنو او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د پناه غوښتونکو د بېرته لېږلو د پایلو په اړه د روانو بحثونو پر یوه مهم سمبول بدله شوې ده.

په پیرو کې د سیلانیانو د الوتکې د لوېدو له امله ۱۳ کسان مړه شوي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۰۳ GMT+۱
100%

د پیرو نازکا ښار ته نږدې د سیلانیانو یوه الوتکه لوېدلې او له امله یې ۱۳ کسان مړه شوي دي. دغه الوتکه د نازکا د تاریخي کرښو پر سر د تفریحي الوتنې په حال کې وه، چې رالوېدلې ده او لا تر اوسه د الوتکې د لوېدو لامل نه‌دی روښانه شوی.

د پیرو چارواکو د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) ویلي، چې دې الوتکې سیلانیان د نازکا د کرښو پر سر د تفریحي الوتنې لپاره لېږدول.

ځايي چارواکو ویلي، الوتکه د نازکا ښار ته نږدې د ایکا له ښار څخه الوتنه کړې وه او د پیرو د «ایرودیانا» هوايي شرکت له خوا چلول کېده. په الوتکه کې ۱۱ سیلانیان او دوه پیلوټان وو. د پیرو رسنیو تر اوسه د مړه شویو کسانو د هویت په اړه نور جزییات نه‌دي خپاره کړي.

یاد هوايي شرکت تر اوسه د دغې پېښې په اړه څه څرګندونې نه‌دي کړي.

د نازکا کرښې، چې د پیرو د سوېل په دښتي سیمو کې سترې کنده‌کارۍ، انځورونه او هندسي بڼې دي، د دغه هېواد له مهمو ګرځندوییزو ځایونو څخه ګڼل کېږي او هر کال شاوخوا ۱۰۰ زره سیلانیان ځان ته راجلبوي.

لیدونکي عموماً دغه تاریخي اثار له هغو وړو الوتکو څخه ننداره کوي چې د دې سیمې پر سر الوتنې کولای شي.