• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلوچستان کې په بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۱۶ GMT+۱

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د جلا، جلا پېښو له امله لږترلږه اته کسان وژل شوي دي. د پولیسو په وینا؛ د بلوچستان د کچي ولسوالۍ په حاجي ښار سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو له صادق‌اباد نه کوټې ته پر روان مساپر وړونکي بس ډزې کړې، چې له امله یې د بس چلوونکی وژل شوی او یو مساپر ټپي دی.

تر پېښې وروسته د بس چلوونکو او مساپرو د ملي لویې لارې اېن -۶۵ د امنیت د نشتوالي پرضد احتجاج وکړ او لاره یې د څو ساعتونو لپاره وتړله. اعتراض کوونکو وویل، په دې لویه لار وسله‌والې غلاوې زیاتې شوې او امنیتي ادارو د مخنیوي لپاره خپلې ژمنې نه‌دي عملي کړې.
په همدې حال کې د خضدار ولسوالۍ د وډه په سیمه کې هم ناپېژاندو وسله‌والو پر دوو کسانو ډزې کړې، چې له امله یې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي دي. بلخوا د کېچ ولسوالۍ په تربت ښار او شاوخوا سیمو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال د درېیو کسانو مړي موندل شوي دي.
پولیسو ویلي، یو مړی د تربت د ناصراباد له سیمې موندل شوی چې د واکسین کارت له مخې یې هویت بدل خان تثیت شوی دی. دوه نور مړي د میراني بند کانال او د میراباد کوهاک له سیمو ترلاسه شوي دي.
د روغتون سرچینو ویلي، د یوه مړي پر بدن د شکنجې نښې لیدل شوې؛ خو د ډزو نښې نه وې او بل کس د برېښنا د شاک له امله مړ شوی دی. په یوه بله پېښه کې د ډېره مراد جمالي په ربي سیمه کې د دوو موټرسایکلونو د ټکر له امله یو کس مړ او یو بل سخت ټپي شوی دی.
همداراز د تربت د سري کهن په سیمه کې یو ځوان هغه مهال ژوند له لاسه ورکړ، چې د خوب پرمهال پرې د خونې چت‌ راپرېوت.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۳
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۴

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۵

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

•
•
•

نور کیسې

اکسیوس: محمد بن سلمان له ټرمپ سره په خبرو کې پر ایران د برید په اړه اندېښنه څرګنده کړه

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۲:۰۲ GMT+۱
100%

اکسیوس د دوو امریکایي چارواکو او یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټېلیفوني خبرو کې پر ایران د نویو پراخو بریدونو د طرحې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د دغو سرچینو په وینا، د سعودي عربستان ولیعهد په دې ټېلیفوني اړیکه کې له ټرمپ څخه غوښتي چې تاوتریخوالی راکم کړي او د دغو بریدونو له ترسره کولو ډډه وکړي.

د دغه راپور له مخې، ټرمپ په اردن کې د امریکا پر اډې د تهران د توغنديز برید او په هرمز تنګي کې د بېړیو په تګ راتګ کې د ګډوډۍ رامنځته کولو په ځواب کې، د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو د برید په تړاو غور کوي، خو تراوسه یې وروستی امر نه‌دی صادر کړی. اکسیوس لیکلي، چې دا ډول برید کولای شي د امریکا او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د پنځه میاشتنۍ جګړې د بې سارې شدت لامل شي.

په راپور کې زیاته شوې، چې د ایران اسلامي جمهوریت امریکا ته خبرداری ورکړی، که برید پرې وشي، د اسراییل او د فارس خلیج د هېوادونو د انرژۍ تاسیسات او زیربناوې به په نښه کړي.

یوه امریکایي چارواکي هم اکسیوس ته ویلي، چې د سعودي عربستان چارواکو له ټرمپ سره په ټېلیفوني اړیکه کې د واشنګټن د پروګرامونو په اړه د شفافیت غوښتنه کړې ده.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د تېرې چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان سره هم وکتل. د یوې خبرې سرچینې په وینا، دا لیدنه د سعودي د دفاع وزیر د سفر په پروګرام کې وروسته له هغه زیاته شوه، چې هغه د امریکا له مرستیال ولسمشر جي‌ډي وینس سره وکتل او هغه ته یې وویل، چې سعودي عربستان له ایران سره د تاوتریخوالي د کمېدو ملاتړ کوي.

دغې سرچینې زیاته کړې، چې د دغو لیدنو موخه د ایران له اسلامي جمهوریت سره د جګړې او د سیمې د ټولیز وضعیت په اړه د محمد بن سلمان د لید لورو رسول وو.

په پیرو کې د سیلانیانو د الوتکې د لوېدو له امله ۱۳ کسان مړه شوي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۰۳ GMT+۱
100%

د پیرو نازکا ښار ته نږدې د سیلانیانو یوه الوتکه لوېدلې او له امله یې ۱۳ کسان مړه شوي دي. دغه الوتکه د نازکا د تاریخي کرښو پر سر د تفریحي الوتنې په حال کې وه، چې رالوېدلې ده او لا تر اوسه د الوتکې د لوېدو لامل نه‌دی روښانه شوی.

د پیرو چارواکو د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) ویلي، چې دې الوتکې سیلانیان د نازکا د کرښو پر سر د تفریحي الوتنې لپاره لېږدول.

ځايي چارواکو ویلي، الوتکه د نازکا ښار ته نږدې د ایکا له ښار څخه الوتنه کړې وه او د پیرو د «ایرودیانا» هوايي شرکت له خوا چلول کېده. په الوتکه کې ۱۱ سیلانیان او دوه پیلوټان وو. د پیرو رسنیو تر اوسه د مړه شویو کسانو د هویت په اړه نور جزییات نه‌دي خپاره کړي.

یاد هوايي شرکت تر اوسه د دغې پېښې په اړه څه څرګندونې نه‌دي کړي.

د نازکا کرښې، چې د پیرو د سوېل په دښتي سیمو کې سترې کنده‌کارۍ، انځورونه او هندسي بڼې دي، د دغه هېواد له مهمو ګرځندوییزو ځایونو څخه ګڼل کېږي او هر کال شاوخوا ۱۰۰ زره سیلانیان ځان ته راجلبوي.

لیدونکي عموماً دغه تاریخي اثار له هغو وړو الوتکو څخه ننداره کوي چې د دې سیمې پر سر الوتنې کولای شي.

د عراق لومړی وزیر: اجازه نه‌ورکوو چې د عراق خاوره د ګاونډیو د ګواښلو لپاره وکارول شي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۵۸ GMT+۱
100%

د عراق لومړي وزیر او د وسله‌والو ځواکونو عمومي قوماندان علي الزیدي د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د سیمې د امنیتي تحولاتو د ارزونې په بېړنۍ غونډه کې، د عراق له خاورې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د هر ډول اقدام یا ګواښ پر مخنیوي ټینګار وکړ.

هغه له امنیتي ننګونو سره د مبارزې او د هر ډول احتمالي سرغړونې یا تېري د تکرار مخنیوي لپاره د میکانیزمونو د جوړولو په موخه د یوې ګډې امنیتي کمېټې د جوړېدو امر کړی دی. نوموړي همدارنګه د عراق امنیتي ادارو ته لارښوونه کړې، چې د قانون په پلي کولو سره امنیت او ثبات پیاوړی کړي او د ملي حاکمیت او د ښه ګاونډیتوب له اصولو څخه دفاع وکړي.

د دې غونډې په پای کې، د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د هر ډول هڅو د شنډولو لپاره د عراق د وسله‌والو ځواکونو پر چمتووالي ټینګار وشو او همداراز په ډاګه شوه، چې بغداد اجازه نه‌ورکوي چې د دې هېواد خاوره پر دوستو او ګاونډیو هېوادونو د برید د سرچینې یا د لارې په توګه وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن (شنبه د زمري ۱۰مه) سوریې او اردن په دوو جلا جلا خبرداریو کې، عراقي چارواکي د ممکنه برید په موخه د ایران د ملاتړ لرونکو وسله‌والو ډلو له تحرکاتو او پلانونو خبر کړي دي.

په پاکستان کې د ورښتونو او سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۲۶ ته ورسېد

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۵۷ GMT+۱
100%

د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن‌‌ډي‌اېم‌اې) په تازه شمېرو کې ویلي، چې د روانو موسمي ورښتونو او سېلابونو له امله د جون له ۲۶مې څخه د اګست تر لومړۍ نېټې پورې په ټول هېواد کې ۱۲۶ کسان مړه شوي او ۴۰۴ نور ټپيان شوي دي.

یادې ادارې د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د رسمي شمېرو په خپرولو سره ویلي، د بارانونو اړوندو پېښو کې تر ټولو زیاته مرګ‌ژوبله په خیبرپښتونخوا کې ثبت شوې چې ۵۵ کسان په‌کې مړه شوي، ورپسې په پنجاب کې ۴۷، د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې ۱۰، بلوچستان کې ۸، سند کې ۵ او ګلګت بلتستان کې یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

یادې ادارې زياته کړې، د مرګ ژوبلو زیاتې پېښې د کورونو چتونو د پرېوتو له امله رامنځته شوې دي.

په پاکستان کې موسمي بارانونه لا هم دوام لري او د هوا پوهنې ادارې اټکل کړی، چې د بارانونو تازه لړۍ به د اګست تر ۵مې دوام ولري.

اېن‌ډي‌اېم‌اې د پاکستان په ټولو سیندونو کې د اوبو کچې د لوړېدو احتمال هم څرګند کړی دی.

پاکستان له هغو هېوادونو څخه يو دی چې د اقلیمي بدلونونو له امله ډېر اغېزمن شوي دي. په وروستیو کلونو کې دغه هېواد له سختو ګرمو څپو، وچکالیو او بې وخته او درنو موسمي بارانونو سره مخ دی.

امریکا په منځني ختیځ کې خپلو اتباعو ته د وتلو سپارښتنه کړې

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۱۶ GMT+۱
100%

د امریکا حکومت په منځني ختیځ کې مېشتو خپلو اتباعو ته، په ځانګړې توګه په کوېټ، مصر، بحرین، سعودي عربستان، قطر، اردن او متحده عربي امارات کې خبرداری ورکړی، چې د سیمې د روانو ترینګلتیاوو له امله دې د وتلو په اړه غور وکړي او یا دې د بېړني حالت لپاره د وتلو چمتووالی ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سفر او کونسلګرۍ څانګې د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو او په سیمه کې د امریکا سفارتونو له لوري په خپرو شویو لارښوونو سره له خپلو اتباعو غوښتي چې احتیاط وکړي او خپل امنیت ته جدي پام وکړي.

په اعلامیه کې همداراز ورته ویل شوي، چې د الوتنو د لغوه کېدو، د هوايي حریم د لنډمهاله تړل کېدو او د سفرونو بهیر د ګډوډېدو احتمال ته دې چمتو واوسي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د سیمې ځینو هوايي شرکتونو د الوتنو د پخوانیو مهالویشونو د بېرته پیلولو چارې ځنډولي او ځینو نورو یو شمېر الوتنې او لارې لغوه کړې دي.

امریکا له خپلو اتباعو غوښتي، که امکان لري د سیمې د پرېښودو په اړه فکر وکړي او که وضعیت نور هم خراب شي، د ژر وتلو لپاره چمتو واوسي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو پر بریدونو غور کوي، خو لا تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې، خو ایران هم د یادو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې په سیمه کې به له امریکايي اډو سره ورته چلند وکړي.