د ښځو د ازادۍ شبکې په یوه رسنیزه اعلامیه کې ویلي، اعتراض کوونکو ښځو د «ازادۍ»، «زدهکړې»، «کار»، «برابرۍ» او «انساني کرامت» شعارونه یې لرله او ټینګار یې کاوه چې دغه غوښتنې سیاسي غوښتنې نه، بلکې د هر انسان «بنسټیز او نهانکارېدونکي حقونه» دي.
دغې شبکې ویلي چې ښځې او نجونې په افغانستان کې له نږدې پنځو کلونو راهیسې په منظم ډول له زدهکړې، کار، ټولنیز مشارکت او ګڼو اساسي ازادیو محرومې شوې دي.
په اعلامیه کې راغلي چې افغان ښځې، سره له «ټولو فشارونو، ګواښونو او محدودیتونو»، لا هم د ازاد، برابرۍ او له انساني کرامت څخه د برخمن ژوند پر خپل حق ټینګار کوي.
د ښځو د ازادۍ شبکې له ملګرو ملتونو، حکومتونو، نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو له ټولو مدافعانو غوښتي چې د افغانستان د ښځو پر وړاندې د «جنسیتي اپارتاید» په اړه چوپ پاتې نه شي او د دغه وضعیت د پای ته رسولو لپاره «عملي او اغېزمن اقدامات» وکړي.
دغې شبکې په پای کې ټینګار کړی: «د افغانستان د ښځو غږ به چوپ نه شي. د ازادۍ، عدالت، برابرۍ او انساني کرامت لپاره مبارزه دوام لري.»
د افغانستان انټرنشنل موندنې ښي چې د طالبانو د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر عبداللطیف منصور د خپل زوي عارف الله منصور په ګډون، خپل ورورڼه او وریرونه په بېلابېلو ادارو کې ګومارلي دي.
منصور تر خپل واک لاندې وزارت کې خپل وراره او د زوی اوښی هم په بېلابېلو بستونو کې ګومارلي دي.
د موندونو پر بنسټ د طالبانو د کلیو او پراختیا وزیر عبدالطیف منصور ورور مولوي عبدالباقي منصور د تداروکاتو ملي ادارې د رییس په توګه کار کوي او یو وراره یې بیا له همدې ورور سره سکرتر په توګه کار کوي.
عارف الله منصور د طالبانو د کلیو او پراختیا وزیر زوی او د سرې میاشتې ټولې ځوانانو چارو رییس
د دغه طالب وزیر زوی عارف الله منصور بیا د سرې میاشتې ټولنې د ځوانانو چارو رییس دی او بل وراره یې بخت الله منصور بیا د طالبانو د استخباراتو په ۰۳۰ ریاست کې دنده لري.
د عبداللطیف منصور یو بل وراره مطیع الله منصور د کلیو او پراختیا وزارت کې او یو بل وراره یې روح الله منصور بیا د دفاع وزارت په کشف ریاست کې دنده ترسره کوي.
د عبداللطیف بل وراره وحیدالله منصور او زوم یې مفتي شهزاد د کابل په ښاري محکمه کې د محریر په توګه کار کوی.
د طالبانو د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر د خپل زوی اوښی نورالحق منصور هم د خپل سکرتر په توګه ټاکلی دی.
د عبدالطیف منصور د لور خسر محمد عزیز تکل کابل کې د برېښنا شرکت د بشري سرچینو د مدیر ګومارلی دی.
شفیق منصور، مصطفی منصور، عزیز الرحمن منصور، شیر محمد منصور، عبدالرحمن منصور، رباني منصور او بهادر قاري بیا د دغه طالب وزیر نور هغه خپلوان دي چې د طالبانو تر واک لاندې ادارو کې دندې لري.
د طالبانو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، وروسته له هغه چې د دې ډلې مشر مولوي هبت الله په ادارو کې د خپلو خپلوانو د ګومارلو په اړه فرمان ورکړ، په کابل کې طالب چارواکو د یو بل تر واک لاندې ادارو کې خپل خپلوان سره ځای پر ځای کړل.
دوی همدراز زیاتوي، هغه طالب چارواکي چې د مولوي هبت الله له لوري د فساد په تور له دندو ګوښه شوي، د کومې محاکمې پرته له یوه وزارت بل وزارت ته او یا هم له یوې څخه بلې ادارې ته معرفي شوي دي.
په دولتي ادارو کې د خپلوانو د ګومارلو په اړه دا یوازې د یوه وزیر بیلګه ده، په داسې حال کې چې ګڼ لوړپوړو طالب چارواکو تر خپل لاس لاندې ادارو کې د مسلکي کسانو پر ځای خپل خپلوان په دندو ګومارلي دي.
په دولتي ادارو کې د طالبانو له لوري د خپلویو پاللو په اړه ګڼ کسان اندېښمن دي او زرګونو مسلکي کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي او ګڼ ځوانان بیا اړ کېږي چې د غیرقانوني لارو څخه بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي. خو په دغو کسانو کې ډېر کم کسان د تګ چانس تر لاسه کوي او یو شمېر یې د نیمروز په ریګو کې او یا هم د ایراني او ترکي پولیسو تر وهلو ډبولو لاندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
هغې زیاته کړه: «کله چې موږ ته وویل شول، چې باید بېرته افغانستان ته ولاړ شو داسې احساس مې وکړ لکه ټوله نړۍ چې راباندې نسکوره شوې وي. زدهکړې ذهني ارامتیا غواړي خو کله چې هره شېبه د بېرته ستنېدو وېره وي؛ نو پر درس تمرکز ناشونی وي. که افغانستان ته ستنه شم نه یوازې به مې د پوهنتون زدهکړې نیمګړې پاتې شي؛ بلکې د څو کلونو زحمت به مې هم ضایع شي».
هغې وویل، که بېرته افغانستان ته ستنه شي او وروسته وغواړي یوازې پاکستان ته ولاړه شي؛ ترڅو خپلې زدهکړې بشپړې کړي کورنۍ به یې اجازه ورنه کړي او له دې سره به یې زدهکړې د تل لپاره پای ته ورسېږي.
فرشته بيبي له پاکستان حکومت څخه غوښتنه کړې، چې افغان محصلانو او ښځینه محصلانو ته اجازه ورکړي؛ څو لږترلږه خپلې روانې زدهکړې بشپړې کړي. هغه وایي: «موږ یوازې دومره وخت غواړو، چې خپله ډېګري بشپړه کړو. له هغې وروسته چې حکومت هره پرېکړه کوي، موږ ته د منلو وړ ده».
هغې دا هم وویل، پلار یې پرېکړه کړې چې راتلونکې اوونۍ به له ټولې کورنۍ سره افغانستان ته ستنېږي. د هغې په وینا؛ که افغانستان ته ستنه شي نو هلته د نجونو پر زدهکړو لا له وړاندې بندیز لګېدلی.
افغان ښځینه محصلانې وايي، اوسمهال د دوو هېوادونو ترمنځ په داسې وضعیت کې راګیرې دي چې نه یې په پاکستان کې راتلونکی روښانه دی او نه هم په افغانستان کې د زدهکړو مناسب فرصتونه شته. د دوی په باور؛ پاکستان یوازې د پناه ځای نه و بلکې هغه ځای و چې دوی پهکې د خپلې زدهکړې او راتلونکي خوبونه جوړ کړي وو.
د زدهکړو او بشري حقونو کارپوهان وايي، زدهکړه د کډوالو لپاره یوازې یو امتیاز نه؛ بلکې د خپلواک ژوند، عزت او ښه راتلونکي بنسټ دی. د دوی په وینا؛ که زدهکوونکو ته د خپلو زدهکړو د بشپړولو فرصت ور نه کړل شي، نو اغېزې به یې یوازې پر همدې محصلانو محدودې نه وي.