• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلخ په نساجي فابریکه کې د بېلابېلو توکو د تولید ۱۰ کارخونو په فعالیت پیل وکړ

۱۴ زمری ۱۴۰۵ - ۵ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۰۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ زمری ۱۴۰۵ - ۵ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۳۹ GMT+۱

په بلخ کې د طالبانو تر واک لاندې د نساجي فابریکې مشر عبدالغفار حقاني وايي، دغه کارخونو د منصوعي پنبې، څپلیو، بخار دېګونو، پلاسټکي لوښو او ځينو نورو برخو کې فعالیت پیل کړ. نوموړي تمه ښودلې، چې په دې سره به د بازار اړتیاوي هم پوره شي.

حقاني دا ونه ویل چې دغه لس فابریکې په څومره لګښت فعاله شوي، خو یوازې یې دومره ویلي، چې د مېلیونونو ډالرو په پانګونې سره جوړیو شویو کارخونو کې لسګونه کسانو ته د کار زمنیه برابره شوې ده.

د هغه په خبره د یادو فابریکو تولیدات به د کورنیو تولیداتو په پیاوړتیا کې رول ادا کړي.

په ورته وخت کې په بلخ کې یو شمېر پانګوال له طالبانو غوښتنه لري، چې د برېښنا، ځای، تولیداتو ته یې د نړۍوال بازار موندنې او نورو برخو کې دي‌ ورته ستونزې حل شي.

د بلخ د نساجي فابریکې رییس عبدالغفار حقاني زیاتوي، چې د تار او ټوکر د تولید دغه فابریکه د ۳۰ کلن فعالیت وروسته بنده شوې او اوس هڅه کوي چې د یادو کارخونو د عوایدو په مټ یې بیا فعاله کړي.

ډېر لیدل شوي

هیلۍ وایي مولوي عبدالبصیر زابلی مې ګواښي چې انځورونه او ویډیوګانې به مې رسنیزې کړي
۱
ځانګړی

هیلۍ وایي مولوي عبدالبصیر زابلی مې ګواښي چې انځورونه او ویډیوګانې به مې رسنیزې کړي

۲

د امریکا یوې محکمې د افغان کډوالو کورنیو په ګټه پرېکړه وکړه

۳
ځانګړی

د طالبانو د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر د خپل زوی په ګډون ۱۸ خپلوان په ادارو کې ګومارلي

۴

طالبانو په خوست کې ۱۵۱ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۵
روغتیا او ژوند

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د خوارځواکۍ بحران له کنټروله وتلی

•
•
•

نور کیسې

ګورډن براون د افغان نجونو د زده‌کړو د ملاتړ لپاره د نړیوال صندوق د جوړېدو غوښتنه کړې

۱۳ زمری ۱۴۰۵ - ۴ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۵۷ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د نړیوالې زده‌کړې ځانګړی استازي او د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ګورډن براون له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان ښځو او نجونو د زده کړو ملاتړ په برخه کې پراخ او عملي اقدامات وکړي. دغه غوښتنه داسې حال کې ده، چې افغان نجونې له ۵ کلونو راهیسې له لوړو زده‌کړو محرومې دي.

ګورډن براون د سې‌شنبې په ورځ (د زمري ۱۳مه) په یوې مقاله کې چې الجزیرې شبکې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي حاکمیت د پنځمې کلیزې له رانږدې کېدو سره سم یې خپره کړې وړاندیز کړی، چې د افغان نجونو د زده‌کړو د لګښتونو د برابرولو لپاره دې یو نړیوال صندوق جوړ شي. نوموړي په ځانګړي ډول د هغو نجونو د ملاتړ یادونه کړې، چې د جبري ودونو له ګواښ سره مخ دي.

براون د خپلې مقالې په پیل کې لیکلي، چې د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف د ځواکونو له وتلو او په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو نږدې پنځه کاله تېر شوي دي. د هغه په باور، اوس مناسب وخت دی، چې د افغانستان وضعیت وڅېړل شي او د طالبانو د بېرته راتګ پایلې وارزول شي.

هغه ادعا کړې، چې د دې مودې په ترڅ کې د طالبانو حکومت د یو لړ فرمانونو او نویو محدودیتونو له لارې پر افغان ښځو او نجونو فشارونه زیات کړي دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي، چې نړیوالې ټولنې تر اوسه د هغه څه پر وړاندې چې نوموړی یې «په نړۍ کې د نجونو د زده‌کړو تر ټولو پراخ محرومیت» بولي، مناسب غبرګون نه‌دی ښودلی او دا موضوع په نړیواله کچه هغومره نه‌ده څېړل شوې لکه څنګه چې ورته اړتیا وه.

براون په خپله مقاله کې یوې پېښې ته هم اشاره کړې، چې د نوموړي په وینا، د جون په میاشت کې رامنځته شوې ده. هغه ادعا کړې، چې طالبانو د ښځو د حقونو د هغو اعتراض کوونکو پر لور ډزې وکړې چې د نجونو د زده‌کړو د بندېدو او د سختو پوښښي مقرراتو پر ضد یې لاریون کاوه.

د براون په وینا، دغو اعتراض کوونکو د «ازادۍ» شعارونه ورکول، چې د ډزو په پایله کې دوه کسان، چې یو یې تنکی ځوان هلک وو، ووژل شول او څو نور کسان ټپیان شول.

هغه همداراز د کورنۍ او د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو پر تګلارو نیوکه کړې او ادعا یې کړې، دې ډلې سخت قوانین عملي کړي چې د ماشومانو د ودونو د قانوني کېدو او په ځینو مواردو کې د کورني تاوتریخوالي د معافیت زمینه برابروي.

براون دغه اقدامات د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتېدو بېلګې بللې دي.

د بریتانیا پخواني لومړي وزیر د پرتله کولو لپاره د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه هم یادونه کړې ده. هغه لیکلي، چې د پاکستان د سند ایالت په وروستیو کلونو کې د ماشومانو د ودونو پر وړاندې له سختو قوانینو څخه یو تصویب کړی دی.

د دغه قانون له مخې، له ۱۸ کلنۍ کم عمره کسانو واده جرم ګڼل کېږي او د داسې ودونو ترسره کوونکو او برابرونکو ته سزا ټاکل شوې ده.

براون بنګله‌دېش د یوه بریالي مثال په توګه یاد کړی دی. د هغه په لیکنه کې راغلي، چې د بنګله‌دېش حکومت د زېږون د ثبت سیستم اصلاح کړی، څو د نجونو د اصلي عمر پټول کم شي.

هغه ویلي، چې دغه هېواد د بې‌وزلو کورنیو لپاره د مالي مرستو پروګرامونه هم پلي کړي چې له امله یې نجونو ته د زده‌کړو د دوام زمینه برابره شوې ده.

براون د ماشوما ساتنې (Save the Children) سازمان د راپور په حواله ویلي، چې یوازې د یوه مرستندویه پروګرام لا لارې له زرو څخه ډېرو نجونو وکولای شول چې په ښوونځیو کې پاتې او له کم‌عمره ودونو څخه خوندي پاتې شي.

هغه ټینګار کړی، چې د ماشومانو واده یوازې کلتوري ستونزه نه، بلکې بې‌وزلي، د اقتصادي ملاتړ نشتوالی او د قوانینو کمزوری پلي کېدل هم د دې ستونزې په پراخېدو کې مهم رول لري.

د براون په وینا، د پاکستان او بنګله‌دېش د ځینو سیمو تجربو ښودلې چې د سیمه‌ییزو خلکو او حکومتونو په ګډ کار سره د ډېرو جبري ودونو مخنیوی کېدای شي.

هغه د «له ماشومانو د ودونو پاکو سیمو» یادونه هم کړې ده. په دغو سیمو کې د ځوانانو ډلې که خبر شي یوه کورنۍ غواړي خپله لور په زور واده کړي، نو هڅه کوي چې د سیمه‌ییزو ادارو او خلکو په مرسته د دغه واده مخه ونیسي.

براون ویلي، چې په ځینو سیمو کې دغو ځوانانو ته د «واده ګډوډوونکو» نوم ورکړل شوی، ځکه دوی د خپلو هڅو له لارې د نجونو د جبري ودونو مخه نیسي.

د ملګرو ملتونو دغه ځانګړي استازي د خپلې مقالې یوه لویه برخه د زده‌کړو اهمیت ته ځانګړې کړې ده. هغه باور لري، چې طالبان د زده‌کړو د رول په اړه ښه پوهېږي او همدا لامل دی چې د نجونو پر زده‌کړو یې پراخ بندیزونه لګولي دي.

د هغه په وینا، زده‌کړې د ښځو د پیاوړتیا تر ټولو مهمه وسیله او د ماشومانو د ودونو د کمولو لپاره تر ټولو اغېزناکه لاره ده.

براون د ملګرو ملتونو سازمان د څېړنو او راپورونو په حواله لیکلي، چې د نجونو د منځنۍ کچې زده‌کړو هر اضافي کال د دې احتمال کموي چې هغوی په ماشومتوب کې واده شي.

هغه ویلي، که افغان نجونو ته د باکیفیته زده‌کړو، خوندي ښوونیز چاپېریال او د کورنیو لپاره مالي ملاتړ زمینه برابره شي، نو لسګونه زره نورې نجونې به هم وکولای شي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

براون د افغانستان دننه د ځینو نړیوالو ادارو فعالیتونو ته هم په اشارې سره څرګنده کړې، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) او د زده‌کړه انتظار نه‌شي کولای (Education Cannot Wait) پروګرام د سیمه‌ییزو فعالانو په همکارۍ لا هم یو شمېر افغان نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابروي.

د هغه په وینا، دغه زده‌کړې په ډېرو مواردو کې له انلاین لارې، پټو ښوونځیو یا شخصي کورونو کې ترسره کېږي، څو د طالبانو له سترګو پټې پاتې شي.

خو براون باور لري، چې دا هڅې د اوسني اړتیا لپاره بسنه نه‌کوي او زیاتوي، چې زرګونه افغان نجونې اړې شوې، چې د زده‌کړو د دوام لپاره له هېواده ووځي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکو ستونزو له امله د دوی د وتلو یوه مهمه لاره هم له زیاتو محدودیتونو سره مخ شوې ده.

هغه د بریتانیا د حکومت د نوي پلان هرکلی هم کړی دی. د دې پلان له مخې، چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، د کډوالۍ او پناه غوښتنې د نوي قانون په چوکاټ کې د پناه غوښتونکو زده‌کوونکو د بیا مېشتېدو لپاره دوه لارې په پام کې نیول شوې دي.

لومړۍ لاره دا ده چې پېژندل شوې خیریه ادارې افغان نجونو ته د بریتانیا د سفر او مېشتېدو لپاره ملاتړ برابر کړي او دویمه لاره د دغه هېواد د کالجونو او پوهنتونونو له خوا د زده‌کړو بورسونو ورکول دي.

براون دغه ګامونه مثبت بللي، خو ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه باید تر دې هم زیات کار وکړي.

د هغه په باور، د افغان نجونو د ملاتړ لپاره د یوه ځانګړي نړیوال صندوق جوړول اړین دي، څو د زده‌کړو لګښتونه، د ژوند مرستې او که اړتیا وي، له افغانستان څخه بهر د زده‌کړو دوام تمویل کړي.

هغه همداراز ویلي، چې د نړیوالو زده‌کړو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په توګه چمتو دی له حکومتونو، پوهنتونونو، ښوونیزو ادارو او خیریه بنسټونو سره همکاري وکړي، څو د افغان نجونو لپاره لا زیات ملاتړ برابر شي او د زده‌کړو له حق څخه یې دفاع وشي.

براون د خپلې مقالې په پای کې لیکلي، چې د طالبانو له بېرته واک ته رسېدو پنځه کاله وروسته هم ډېری افغان نجونې د خپلو تر ټولو لومړنیو حقونو، په ځانګړي ډول د زده‌کړو د حق د ترلاسه کولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي.

هغه ټینګار کړی، چې دا نجونې د هغو فرصتونو لپاره مبارزه کوي چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې عادي او طبیعي چاره ګڼل کېږي.

براون له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د عملي ګامونو او مالي ملاتړ له لارې د افغان نجونو ترڅنګ ودرېږي، څو هغوی وکولای شي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي او د ښې راتلونکې د جوړولو فرصت ومومي.

ولې افغانان لا هم ایران ته د رسېدو لپاره خپل ژوند له خطر سره مخ کوي؟

۱۳ زمری ۱۴۰۵ - ۴ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۳۰ GMT+۱
100%

«زما په زامنو پام کوئ». دا د افغان کډوال حیات‌الله د ژوند د وروستیو شېبو د غږیز پیغام یوه برخه وه، چې د نیمروز په سوځنده شګو کې یې په خپل ګرځنده ټېلیفون ثبت کړې وه.

حیات‌الله چې له یو شمېر نورو کډوالو سره ایران ته د تګ پر لاره په دښته کې لار ورکه کړې وه، په مات او کمزوري غږ وویل: «زما لپاره دعا وکړئ. مورې، زه د مرګ په حال کې یم.» هغه وروسته دوه ځله له خپلې کورنۍ وغوښتل چې د ده د زامنو، په ځانګړي ډول د هبت، ساتنه او پالنه وکړي.

حیات‌الله له هغو ۱۴ کډوالو څخه یو و، چې د دوی د لېږد موټر تر خرابېدو او په دښته کې له ورکېدو وروسته، د سختې تندې او زغملو نه وړ ګرمۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

خو له داسې دردناکو برخلیکونو سره سره، ولې لا هم زرګونه افغانان د دې مرګوني لارې خطر مني او ایران ته د رسېدو هڅه کوي؟

ایران دا ورځې له اقتصادي ستونزو، ټولنیزو محدودیتونو او د افغان کډوالو له پراخ ایستلو سره مخ دی. په دې هېواد کې نه د دایمي استوګنې ترلاسه کول اسانه دي او نه هم د ډېری کډوالو لپاره روښانه راتلونکی لیدل کېږي.

سره له دې، د ډېرو افغانانو لپاره ایران لا هم هغه ځای دی چې د رسېدو لپاره یې د خطر منل ارزښت لري.

یاسین صمیم، چې د افغانستان د حکومتولۍ او پراختیا د چارو څېړونکی دی، وایي چې د ډېرو افغانانو لپاره موضوع د امنیت او ناامنۍ ترمنځ انتخاب نه دی، بلکې د دوو سختو او ستونزمنو حالتونو ترمنځ د یوې لارې ټاکل دي.

د هغه په وینا، اقتصادي فشارونه، بې‌کاري، بې‌وزلي او په افغانستان کې پراخ محدودیتونه دومره زیات شوي چې ګڼ خلک، سره له دې چې د لارې له خطرونو او په ایران کې د ژوند له ستونزو خبر دي، بیا هم د هېواد پرېښودو ته اړ کېږي.

هغه وایي: «همدا چې خلک لا هم ایران ته د رسېدو لپاره دومره لوی خطر مني، دا ښيي چې په افغانستان کې د ژوند شرایط تر کومې کچې سخت دي. هغه لاملونه چې خلک کډوالۍ ته اړ باسي، لا هم پر خپل ځای پاتې دي.»

وروسته له هغې چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، د ډېرو افغانانو لپاره د ایران ویزې ترلاسه کول د پخوا په پرتله سخت شوي دي. له همدې امله، هغه کسان چې د ویزې لوړې لګښتونه نه شي ورکولای، د انسان قاچاقبرو شبکو ته مخه کوي.

صمیم وایي، ویزه په عملي ډول په تور بازار کې په یوه سوداګریز توکي بدله شوې او د راپورونو له مخې، بیه یې له زرو تر یو زر او دوه سوه ډالرو پورې رسېدلې ده. د دومره پیسو برابرول د ډېرو افغانو کورنیو له وسه پورته دي.

د هغه په وینا، بې‌وزلي، بې‌کاري او سیاسي فشارونو ګڼ خلک داسې حالت ته رسولې چې له قاچاقبرو پرته بله لار نه ویني.

ډېری هغه کډوال چې په ناقانونه لارو ایران ته ننوځي، د نیمروز لاره غوره کوي. دا ولایت ایران ته د انسانانو د قاچاق له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي او په عین حال کې د کډوالۍ له تر ټولو مرګونو مسیرونو څخه هم دی.

کډوال اړ دي چې سلګونه کیلومتره د داسې دښتو او بېدیاوو له منځه تېر شي چې د هوا تودوخه پکې کله ناکله له ۴۵ سانتي ګرادو درجو هم اوړي.

په داسې شرایطو کې، که قاچاقبران کډوال پرېږدي او یا یې موټر خراب شي، د ژوندي پاتې کېدو چانس ډېر کم وي. سخته تنده او زغملو نه وړ ګرمي کولای شي یوازې په څو ساعتونو کې د انسان ژوند واخلي.

حتی هغه کسان چې له دښتې روغ ووځي، د لارې په دوام کې د نیول کېدو، ایستلو، لوټ کېدو او یا د قاچاقبرو د ناوړه ګټې اخیستنې له خطر سره مخ وي.

ایران له لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه پاتې شوی دی. په ۲۰۲۵ کال کې د کډوالو د پراخ ایستلو له څپې مخکې، شاوخوا څلور میلیونه افغانان، چې پکې ثبت شوي پناه‌غوښتونکي، د قانوني اسنادو لرونکي او بې اسناده کسان شامل وو، په ایران کې اوسېدل.

سره له دې، ډېری یې له کلونو ژوند وروسته هم د روښانه قانوني حالت څښتنان نه دي. د افغان کډوالو هغه ماشومان چې په ایران کې زېږي، په خپله ایرانی تابعیت نه ترلاسه کوي او د ډېرو افغانانو لپاره د تابعیت ترلاسه کولو روښانه لاره هم نشته.

امید معماریان، چې د ډان (DAWN) په نوم سازمان کې د ایران د چارو لوړپوړی شنونکی دی، وایي ایران په وروستیو کلونو کې د افغانانو د قانوني ننوتلو لارې لا پسې محدودې کړې دي.

د هغه په وینا، هر څومره چې قانوني لارې تړل کېږي، همغومره ډېر خلک اړ کېږي چې د قاچاق له لارو ایران ته ولاړ شي؛ هغه لارې چې پکې د کډوالو د حقونو د نقض او ناوړه ګټې اخیستنې خطر ډېر لوړ وي.

کارپوهان باور لري چې سختو کډوالۍ پالیسيو او پراخو ایستنو د افغان کډوالو شمېر نه دی کم کړی، بلکې یوازې یې هغوی لا خطرناکو لارو ته اړ کړي دي.

معماریان وایي: «د ډېرو خلکو لپاره خبره د ژوند کولو لپاره د تر ټولو ښه هېواد موندل نه دي. هغوی یوازې غواړي له هغه ناوړه حالت څخه ځان وژغوري چې پکې بند پاتې دي. دا پرېکړه تر هر څه وړاندې د ژوندي پاتې کېدو لپاره کېږي.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ تېره میاشت په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې افغانستان د دومره سترو راستنېدونکو د منلو لپاره چمتووالی نه لري.

د دې ادارې په وینا، له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه له شپږو میلیونو ډېر افغانان هېواد ته بېرته ستانه شوي، په داسې حال کې چې د افغانستان نږدې نیمايي وګړي د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د کډوالو ستنېدل باید په خپله خوښه، په خوندي ډول او د انساني کرامت له ساتنې سره مل وي. دې سازمان خبرداری ورکړی چې د پراخو ایستنو دوام به د افغانستان بشري ناورین لا ژور او سخت کړي.

په یونان کې یو افغان ورزشکار د سکاټلنډۍ مېرمنې د وژنې په تور نیول شوی

۱۳ زمری ۱۴۰۵ - ۴ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۲۳ GMT+۱
100%

د سوک‌وهنې افغان لوبغاړی شریف احمدزی په یونان کې د سکاټلنډۍ مرستندویې الیزابت جېن راس د وژنې په تړاو د شک پر بنسټ نیول شوی او ټاکل شوې ده چې د چهارشنبې په ورځ د اتن محکمې ته وړاندې شي.

یوناني پولیسو نوموړی وروسته له هغې ونیو چې د الیزابت مړی د اتن ښار په یوې ویجاړې ودانۍ کې د سفر په یوه بکس کې وموندل شو.

د لومړنیو طبي راپورونو له مخې، د الیزابت د مړینې لامل ساه‌بندي ښودل شوې ده.

یوناني چارواکو ویلي، د الیزابت مړی د جولای په ۱۸مه هغه مهال وموندل شو چې یوه بې‌کوره سړي د اتن د کیپسلي په سیمه کې له یوې ورانې ودانۍ څخه د بد بوی احساس وکړ او پولیس یې خبر کړل.

د پولیسو په وینا، شریف احمدزي د هغې اپارتمان کونجي له ځان سره لرله چې الیزابت پکې اوسېده. همدارنګه، پولیس د څار کمرې انځورونه هم څېړي چې ویل کېږي احمدزی پکې د یوه بکس د لېږدولو پر مهال لیدل کېږي. ګومان کېږي چې د الیزابت مړی په همدې بکس کې ایښودل شوی و.

د پولیسو په خبره، د ځای‌معلومولو د یوه ګرځنده اپلېکېشن مالومات، چې د احمدزي مېرمنې ترې کار اخیسته، ښيي چې نوموړی د پېښې له رامنځته کېدو څو ورځې مخکې په هغه سیمه کې موجود و، چیرې چې باور کېږي الیزابت وژل شوې ده.

راپورونه وايي، احمدزي منلې چې د الیزابت مړی یې یوې ورانې ودانۍ ته لېږدولی او هلته یې پرېیښی و. هغه له مړینې وروسته د الیزابت له ګرځنده ټیلیفون څخه د هغې کورنۍ ته لنډ پیغامونه هم استولي، څو هغوی داسې وانګیري چې نوموړې لا هم ژوندۍ ده.

پولیسو زیاته کړې چې احمدزي د الیزابت له مړینې وروسته د هغې بانکي کارتونه هم د پیسو ایستلو لپاره کارولي دي. هغه ودانۍ چې د الیزابت مړی پکې موندل شوی، د هغې د استوګنې له ځایه شاوخوا شل دقیقې واټن لري.

یوناني چارواکو دا هم ویلي چې د احمدزي د کور د پلټنې پر مهال یوه تقلبي وسله او یو چاړه موندل شوي او ضبط شوي دي. د دې پېښې په اړه څېړنې لا هم روانې دي.

د برېتانوي رسنیو د راپورونو له مخې، شریف احمدزی په افغانستان کې زېږېدلی دی. د هغه پلار، چې د افغانستان د پوځ له قوماندانانو څخه و، په یوه وسلوال برید کې وژل شوی و.

احمدزی د ځوانۍ په کلونو کې د پناه غوښتونکي په توګه د ایران او ترکیې له لارې یونان ته ولاړ. هغه تر یوه وخته د کډوالو په یوه کمپ کې اوسېده، وروسته په یونان کې مېشت شو او اوس له خپلې امریکایۍ مېرمنې او ماشوم سره په همدې هېواد کې ژوند کوي.

احمدزي دوه ځله په آتن کې د مسلکي سوک‌وهنې سیالیو کې برخه اخیستې ده. هغه خپله لومړنۍ سیالي د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې وبایلله، خو د ۲۰۲۶ کال په مارچ میاشت کې یې دویمه سیالي وګټله او د خپلې وزن‌کتګورۍ د ملي اتل لقب یې خپل کړ.

راپورونه وایي، احمدزی د کډوالو په کمپ کې له خپلې مېرمنې سره اشنا شوی و. ویل کېږي، وروسته له دې چې عیسوي دین یې ومانه، له خپلې مېرمنې سره یې د کډوالو د ملاتړ لپاره یوه خیریه ټولنه هم جوړه کړه.

د راپورونو له مخې، همدې خیریه ټولنې د احمدزي او د هغه د مېرمنې پېژندګلوي له الیزابت سره کړې وه. الیزابت د سکاټلنډ د اېډینبرا ښار اوسېدونکې او یوه عیسوۍ رضاکاره وه چې د کډوالو د ملاتړ په چارو کې یې همکاري کوله.

د پاکستان د طبي شورا پرېکړې په افغانستان کې زرګونه پاکستاني محصلین اندېښمن کړي

۱۳ زمری ۱۴۰۵ - ۴ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۰۰ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

په افغانستان کې د طب په بېلابېلو پوهنتونونو کې پر زده کړو بوخت پاکستاني محصلین وایي، د پاکستان د طبي شورا (پي ايم ډي سي) وروستۍ پرېکړې زرګونه زده کوونکي له سختې اندېښنې سره مخ کړي دي.

په افغانستان کې د پاکستان د طب محصيلين

د جلال‌اباد د روښان پوهنتون د طب د یوولسم سمستر محصل محمد نعمان، چې د خېبر پښتونخوا د بونېر ولسوالۍ اوسېدونکی دی، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، دا مهال یوازې په روښان پوهنتون کې شاوخوا د ۱۰۰۰ تنو پورې پاکستاني محصلین د طب زده کړې کوي او ټول د خېبر پښتونخوا پښتانه دي.

هغه زیاته کړه، په ټول افغانستان کې نږدې ۴زر۰ پاکستاني زده کوونکي د طب په شاوخوا ۱۵ پوهنتونونو کې پر زده کړو بوخت دي، چې ډېری یې د جلال‌اباد او کابل په پوهنتونونو کې دي، او په کندهار کې هم د بلوچستان زده کوونکي زده کړې کوي.

100%

د پي ايم ډي سي اعلاميې ته غبرګون

نعمان دپي ايم ډي سيد وروستۍ اعلامیې په غبرګون کې وویل، دغه پرېکړې ټول زده کوونکي اندېښمن کړي دي، ځکه کله چې دوی افغانستان ته د زده کړو لپاره راغلل، د افغانستان طبي پوهنتونونه د پي ايم ډي سي د منل شویو پوهنتونونو په لېست کې شامل وو.

د هغه په خبره، دوی افغانستان ته د نورو هېوادونو د زده کوونکو په څېر په خپل سر نه دي تللي، بلکې لومړی یې اسناد د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لارې تايید شوي، وروسته د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت هم د دوی اسناد تايید کړي او بیا د قبایلو چارو وزارت د خېبر پښتونخوا او بلوچستان پښتنو زده کوونکو ته قبایلي کارتونه ورکړي، چې پر بنسټ یې له ازموینې وروسته دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته داخلې ورکړل شوې دي.

هغه وویل: «اوس که د پاکستان او افغانستان اړیکې خرابې شوې وي او پاکستان خپله پاليسي بدله کړې وي، باید د دغو بدلونونو زیان محصلینو ته ونه رسېږي».

د کابل د بایزید روښان پوهنتون د طب د څلورم کال محصل کاشف احمد، چې د خېبر پښتونخوا د کوز دیر د میدان سیمې اوسېدونکی دی، هم افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، دوی نه پوهېږي چې ولې هغه پوهنتونونه چې د دوی د داخلې پر مهال دپي ايم ډي سي په لېست کې شامل وو، اوس ترې ایستل شوي دي.

همداراز د همدې پوهنتون د یوه محصل عبدالله پلار، سرتاج خان، وویل چې دپي ايم ډي سي اعلامیې دوی سخت اندېښمن کړي او د خپلو اولادونو د راتلونکي په اړه جدي اندېښنې لري.

د زده کړو لپاره د افغانستان انتخاب

د محصلینو او د هغوی د کورنیو په وینا، افغانستان یې ځکه د طب د زده کړو لپاره غوره کړی و، چې خېبر پښتونخوا ته نږدې دی، د تګ راتګ لګښتونه کم دي، د پوهنتونونو فیسونه د چین او نورو هېوادونو په پرتله تر نیمايي هم ارزانه دي او د ژبې او کلتور ستونزه هم پکې نه شته.

دوی وایي، افغانستان ته د سفر لګښت شاوخوا ۱۰زره پاکستانۍ کلدارې کېږي، خو چین او نورو هېوادونو ته یوازې د الوتکې ټکټونه له یو لک څخه تر یو نیم لک کلدارو پورې لګښت لري.

100%

د زده کوونکو او کورنيو یې راتلونکی پلان او غوښتنې

محمد نعمان وویل، هغه محصلین چې تر دوی مخکې یې په افغانستان کې د طب زده کړې بشپړې کړې دي، پاکستان ته تر ستنېدو وروسته دپي ايم ډي سيپه ازموینو کې له ګډون محروم شوي او اوس یې په دې تړاو د پاکستان سترې محکمې ته عریضه کړې ده.

هغه زیاته کړه، «اوسنيو محصلینو هم پرېکړه کړې چې لومړی به خبري غونډه وکړي او وروسته به په اسلام‌اباد کې اعتراضي لاریون ترسره کړي».

سرتاج خان وایي: «ډېری کورنۍ دا مالي توان نه لري چې خپل ماشومان د زده کړو په منځ کې نورو هېوادونو ته ولېږي، ځکه که یې اقتصادي وس درلود، له پیل څخه به یې هغوی چین یا نورو هېوادونو ته استولي وو».

د هغه په خبره، اوس به د خپلې قضیې د حل لپاره د پاکستان محکمو ته مراجعه وکړي.

کاشف احمد بیا وویل: « د پي ايم ډي سي وروستۍ پرېکړې له سخت ناڅرګند وضعیت سره مخ کړي يُو»، ځکه نه ډېری کورنۍ د نورو هېوادونو د زده کړو توان لري او نه هم معلومه ده چې که کوم محصل بل هېواد ته ولاړ شي، خپلې زده کړې به له هماغه ځایه دوام ورکړي او که به یې له سره پیلوي.

نوموړي د پاکستان له حکومت او پي اېم ډي سيوغوښتل چې خپله پخوانۍ تګلاره بېرته عملي کړي، د افغانستان د طبي پوهنتونونو اسناد ومني او دغه پوهنتونونه یو ځل بیا د منل شویو طبي ادارو په لېست کې شامل کړي.

د پاکستان د طبي شورا پرېکړه

د پاکستان طبي شورا ( پي ایم ډي سي) په افغانستان کې په طبي زده‌کړو بوختو پاکستاني محصلینو ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان له طبي پوهنتونونو فارغېدل به دوی ته په پاکستان کې د ډاکټرۍ د مسلک د ترسره کولو حق ورنه کړي.

شورا د جولای په ۳۱مه نېټه اعلان کړی، هغه پاکستاني محصلین چې د افغانستان له طبي پوهنتونونو څخه فارغېږي، نه شي کولای د پاکستان طبي شورا رسمي ثبت یا جواز ترلاسه کړي او له همدې امله به په پاکستان کې د ډاکټر په توګه د کار کولو اجازه هم ونه لري.

د پاکستان طبي شورا د معلوماتو له مخې، د افغانستان طبي پوهنتونونه د بهرنیو طبي فارغانو نړیوال کمېسیون د ارزول شویو او منل شویو طبي پوهنتونونو په نوملړ کې شامل نه دي. له همدې امله، د دغو پوهنتونونو فارغان د پاکستان د ثبت ملي ازموینې کې د ګډون شرایط نه پوره کوي.

100%

شورا له ټولو پاکستاني محصلینو غوښتي چې د افغانستان یا هر بل بهرني طبي پوهنتون ته له شاملېدو مخکې دې ډاډ ترلاسه کړي چې اړوند پوهنتون د بهرنیو طبي فارغانو نړیوال کمېسیون له لوري منظور شوی وي، څو په راتلونکي کې د مسلکي ثبت او کار له ستونزو سره مخ نه شي.

د پاکستان طبي شورا ټینګار کړی چې د طبي زده‌کړو لپاره د پوهنتون د اعتبار ارزول د محصلینو مهم مسؤلیت دی او له دې سپارښتنې څخه سرغړونه کولای شي د دوی پر مسلکي راتلونکي جدي اغېزې ولري.

هیلۍ وایي مولوي عبدالبصیر زابلی مې ګواښي چې انځورونه او ویډیوګانې به مې رسنیزې کړي

۱۳ زمری ۱۴۰۵ - ۴ اګست ۲۰۲۶، ۱۸:۵۱ GMT+۱
100%

د هیلۍ په نوم یوه نجلۍ ادعا لري چې د ننګرهار امنیې قومندانۍ پخوانی ویاند مولوي عبدالبصیر زابلی یې ګواښي چې د هغې عکسونه او ویډیوګانې په رسنیزې کړي.دغه طالب چارواکی دا مهال زابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د پولیسو د حقوقو برخې مدیر دی او د دغه نجلۍ سره یې ویډیو اړیکې هم کولې.

هیله افغانستان انټرشنل – پښتو ته وایي چې د طالبانو دغه غړي ورسره خوږې خبرې پیل کړې او دا یې هم د «نادانۍ» له کبله په دام کې ولوېده. هغې وویل: «کله چې مونږ یو بل سره مسیجنر کې خبرې شروع کړې، دې وویل چې زه یو بل مستعار اکاونټ لرم او د جنۍ په نوم دی او راځه چې هلته سره چټ کوو». دغه نجلۍ زیاتوي چې نوموړي ورسره خبرې بیخي ډېرې کړې او شپه او ورځ به یې یو بل سره اړیکې کولې

100%

د نوموړې په وینا، د هغې د اکاونټ پاسورډونه هم له عبدالصیر زابلي سره شریک کړل او دغه طالب بیا د ده له فېسبوک څخه په مسینجر کې د هغه کورني انځورونه هم ځانله ډاونلوډ کړل. د هیلې په خبره، له دغه طالب سره یې ویډیوي اړیکې هم پیدا شوې او‌ اړه یې کړه چې باید په مسینجر ورسره ویډیوي خبرې هم وکړي.

دا نجلۍ زیاتوي: «څو څو ځله یې ما ته وویل چې ما سره له نږدې وګوره. زه یې تهدیدولم، راته یې وویل که ورسره ونه ګورم نو زما عکسونه او ویډیوګانې به فېسبوک کې نشر کړي. زه یې سخته تشویش کې کړی یم، حیرانه یم چې څه وکړم».

100%

په یوې شریکې شوې ویډیو کې ښکاري چې عبدالبصیر زابلی کندهار ته د سفر پر مهال په یو لوی مساپر وړونکي موټر کې ناست دی او د دغه نجلۍ ویډیوي اړیکه ځوابوي.

هیلې افغانستان انټرنشل – پښتو ته زیاته کړه چې عبدالبصیر زابلي ورسره د طالبانو د وسلو،‌ موټرو او کورنو تصویرونه شریکول. د هغې په خبره، دغه طالب یې د فېسبوک اکاونټ یو شمېر نورو طالبانو ته هم ورکړی و او هغوی هم ورته پېغامونه استول.

دغه نجلۍ ادعا کوي چې زابلي ورته څو څو ځله وړاندیز کړی چې د واده لپاره ورته یوه نجلۍ وګوري.

هغې همدا راز ادعا کړې، د یاد طالب داسې انځورونه لري چې له هلکانو یې جنسي استفاده کړې ده. هیلې له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره څو انځورونه شریک کړي چې په اخلاقي لحاظ یې خپرول مناسب نه دي،‌ خو هغه انځور شریک کېږي چې په یوه خونه کې یو هلک ناست لیدل کېږي او د هیلې په وینا، له همدې هلک سره عبدالبصیر زابلي‌ جنسي اړیکې هم ټینګې کړې دي.

100%

مولوي‌ عبدالبصیر زابلی اوس مهال په زابل ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د پولیسو د حقوقو برخې د مدیر په توګه دنده لري.

دغه نجلۍ زیاتوي چې له سختې ویرې سره مخ ده، د طالبانو دغه چارواکی یې وخت ناوخت ګواښي او ناوړه غوښتنې ترې لري. هڅه مو وکړه چې په دې تړاو په ننګرهار کې د‌ طالبانو د امنیې قوماندانۍ د پخواني ویاند نظر هم ولرو، خو پرې بریالي نه‌شو.

100%

تر دې وړاندې د طالبانو نورو چارواکو بیا د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له نجونو او ښځو څخه ناوړه جنسي استفادې کړي او په زوره یې اړې کړې دي چې ورسره نامشروع اړیکې ټنیګې کړي. د طالبانو سترې محکمې د جنسي ځوورونې او زنا په تورونو د مختلفو ولایتونو کې خلکو ته علني سزاګانې ورکړي، خو د خپلې ډلې په چارواکو یې چې د جنسي تېریو او زنا مستندې پېښې لري،‌ هېڅ ډول سزا یې پرې نه ده پلي کړې.

د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو هم اندېښنې ښوولې دي چې یو شمېر طالب قوماندانانو او چارواکو افغانستان کې ښځې جبري نکاح ته مجبوره کړي او د جنسي زور زیاتي پېښې هم ورسره شوې دي.