ګورډن براون د سېشنبې په ورځ (د زمري ۱۳مه) په یوې مقاله کې چې الجزیرې شبکې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي حاکمیت د پنځمې کلیزې له رانږدې کېدو سره سم یې خپره کړې وړاندیز کړی، چې د افغان نجونو د زدهکړو د لګښتونو د برابرولو لپاره دې یو نړیوال صندوق جوړ شي. نوموړي په ځانګړي ډول د هغو نجونو د ملاتړ یادونه کړې، چې د جبري ودونو له ګواښ سره مخ دي.
براون د خپلې مقالې په پیل کې لیکلي، چې د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف د ځواکونو له وتلو او په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو نږدې پنځه کاله تېر شوي دي. د هغه په باور، اوس مناسب وخت دی، چې د افغانستان وضعیت وڅېړل شي او د طالبانو د بېرته راتګ پایلې وارزول شي.
هغه ادعا کړې، چې د دې مودې په ترڅ کې د طالبانو حکومت د یو لړ فرمانونو او نویو محدودیتونو له لارې پر افغان ښځو او نجونو فشارونه زیات کړي دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي، چې نړیوالې ټولنې تر اوسه د هغه څه پر وړاندې چې نوموړی یې «په نړۍ کې د نجونو د زدهکړو تر ټولو پراخ محرومیت» بولي، مناسب غبرګون نهدی ښودلی او دا موضوع په نړیواله کچه هغومره نهده څېړل شوې لکه څنګه چې ورته اړتیا وه.
براون په خپله مقاله کې یوې پېښې ته هم اشاره کړې، چې د نوموړي په وینا، د جون په میاشت کې رامنځته شوې ده. هغه ادعا کړې، چې طالبانو د ښځو د حقونو د هغو اعتراض کوونکو پر لور ډزې وکړې چې د نجونو د زدهکړو د بندېدو او د سختو پوښښي مقرراتو پر ضد یې لاریون کاوه.
د براون په وینا، دغو اعتراض کوونکو د «ازادۍ» شعارونه ورکول، چې د ډزو په پایله کې دوه کسان، چې یو یې تنکی ځوان هلک وو، ووژل شول او څو نور کسان ټپیان شول.
هغه همداراز د کورنۍ او د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو پر تګلارو نیوکه کړې او ادعا یې کړې، دې ډلې سخت قوانین عملي کړي چې د ماشومانو د ودونو د قانوني کېدو او په ځینو مواردو کې د کورني تاوتریخوالي د معافیت زمینه برابروي.
براون دغه اقدامات د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتېدو بېلګې بللې دي.
د بریتانیا پخواني لومړي وزیر د پرتله کولو لپاره د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه هم یادونه کړې ده. هغه لیکلي، چې د پاکستان د سند ایالت په وروستیو کلونو کې د ماشومانو د ودونو پر وړاندې له سختو قوانینو څخه یو تصویب کړی دی.
د دغه قانون له مخې، له ۱۸ کلنۍ کم عمره کسانو واده جرم ګڼل کېږي او د داسې ودونو ترسره کوونکو او برابرونکو ته سزا ټاکل شوې ده.
براون بنګلهدېش د یوه بریالي مثال په توګه یاد کړی دی. د هغه په لیکنه کې راغلي، چې د بنګلهدېش حکومت د زېږون د ثبت سیستم اصلاح کړی، څو د نجونو د اصلي عمر پټول کم شي.
هغه ویلي، چې دغه هېواد د بېوزلو کورنیو لپاره د مالي مرستو پروګرامونه هم پلي کړي چې له امله یې نجونو ته د زدهکړو د دوام زمینه برابره شوې ده.
براون د ماشوما ساتنې (Save the Children) سازمان د راپور په حواله ویلي، چې یوازې د یوه مرستندویه پروګرام لا لارې له زرو څخه ډېرو نجونو وکولای شول چې په ښوونځیو کې پاتې او له کمعمره ودونو څخه خوندي پاتې شي.
هغه ټینګار کړی، چې د ماشومانو واده یوازې کلتوري ستونزه نه، بلکې بېوزلي، د اقتصادي ملاتړ نشتوالی او د قوانینو کمزوری پلي کېدل هم د دې ستونزې په پراخېدو کې مهم رول لري.
د براون په وینا، د پاکستان او بنګلهدېش د ځینو سیمو تجربو ښودلې چې د سیمهییزو خلکو او حکومتونو په ګډ کار سره د ډېرو جبري ودونو مخنیوی کېدای شي.
هغه د «له ماشومانو د ودونو پاکو سیمو» یادونه هم کړې ده. په دغو سیمو کې د ځوانانو ډلې که خبر شي یوه کورنۍ غواړي خپله لور په زور واده کړي، نو هڅه کوي چې د سیمهییزو ادارو او خلکو په مرسته د دغه واده مخه ونیسي.
براون ویلي، چې په ځینو سیمو کې دغو ځوانانو ته د «واده ګډوډوونکو» نوم ورکړل شوی، ځکه دوی د خپلو هڅو له لارې د نجونو د جبري ودونو مخه نیسي.
د ملګرو ملتونو دغه ځانګړي استازي د خپلې مقالې یوه لویه برخه د زدهکړو اهمیت ته ځانګړې کړې ده. هغه باور لري، چې طالبان د زدهکړو د رول په اړه ښه پوهېږي او همدا لامل دی چې د نجونو پر زدهکړو یې پراخ بندیزونه لګولي دي.
د هغه په وینا، زدهکړې د ښځو د پیاوړتیا تر ټولو مهمه وسیله او د ماشومانو د ودونو د کمولو لپاره تر ټولو اغېزناکه لاره ده.
براون د ملګرو ملتونو سازمان د څېړنو او راپورونو په حواله لیکلي، چې د نجونو د منځنۍ کچې زدهکړو هر اضافي کال د دې احتمال کموي چې هغوی په ماشومتوب کې واده شي.
هغه ویلي، که افغان نجونو ته د باکیفیته زدهکړو، خوندي ښوونیز چاپېریال او د کورنیو لپاره مالي ملاتړ زمینه برابره شي، نو لسګونه زره نورې نجونې به هم وکولای شي خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
براون د افغانستان دننه د ځینو نړیوالو ادارو فعالیتونو ته هم په اشارې سره څرګنده کړې، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) او د زدهکړه انتظار نهشي کولای (Education Cannot Wait) پروګرام د سیمهییزو فعالانو په همکارۍ لا هم یو شمېر افغان نجونو ته د زدهکړو زمینه برابروي.
د هغه په وینا، دغه زدهکړې په ډېرو مواردو کې له انلاین لارې، پټو ښوونځیو یا شخصي کورونو کې ترسره کېږي، څو د طالبانو له سترګو پټې پاتې شي.
خو براون باور لري، چې دا هڅې د اوسني اړتیا لپاره بسنه نهکوي او زیاتوي، چې زرګونه افغان نجونې اړې شوې، چې د زدهکړو د دوام لپاره له هېواده ووځي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکو ستونزو له امله د دوی د وتلو یوه مهمه لاره هم له زیاتو محدودیتونو سره مخ شوې ده.
هغه د بریتانیا د حکومت د نوي پلان هرکلی هم کړی دی. د دې پلان له مخې، چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، د کډوالۍ او پناه غوښتنې د نوي قانون په چوکاټ کې د پناه غوښتونکو زدهکوونکو د بیا مېشتېدو لپاره دوه لارې په پام کې نیول شوې دي.
لومړۍ لاره دا ده چې پېژندل شوې خیریه ادارې افغان نجونو ته د بریتانیا د سفر او مېشتېدو لپاره ملاتړ برابر کړي او دویمه لاره د دغه هېواد د کالجونو او پوهنتونونو له خوا د زدهکړو بورسونو ورکول دي.
براون دغه ګامونه مثبت بللي، خو ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه باید تر دې هم زیات کار وکړي.
د هغه په باور، د افغان نجونو د ملاتړ لپاره د یوه ځانګړي نړیوال صندوق جوړول اړین دي، څو د زدهکړو لګښتونه، د ژوند مرستې او که اړتیا وي، له افغانستان څخه بهر د زدهکړو دوام تمویل کړي.
هغه همداراز ویلي، چې د نړیوالو زدهکړو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په توګه چمتو دی له حکومتونو، پوهنتونونو، ښوونیزو ادارو او خیریه بنسټونو سره همکاري وکړي، څو د افغان نجونو لپاره لا زیات ملاتړ برابر شي او د زدهکړو له حق څخه یې دفاع وشي.
براون د خپلې مقالې په پای کې لیکلي، چې د طالبانو له بېرته واک ته رسېدو پنځه کاله وروسته هم ډېری افغان نجونې د خپلو تر ټولو لومړنیو حقونو، په ځانګړي ډول د زدهکړو د حق د ترلاسه کولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي.
هغه ټینګار کړی، چې دا نجونې د هغو فرصتونو لپاره مبارزه کوي چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې عادي او طبیعي چاره ګڼل کېږي.
براون له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د عملي ګامونو او مالي ملاتړ له لارې د افغان نجونو ترڅنګ ودرېږي، څو هغوی وکولای شي خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي او د ښې راتلونکې د جوړولو فرصت ومومي.