د محمود شاه حبیبي ورور احمد شاه حبیبي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ورور په اړه یې د طالبانو د ویاند څرګندنې ناسمې دي. نوموړی وايي، چې له امریکا سره په ګډه داسې شواهد لري چې حبیبي طالبانو نیولی او تر شپږمیاشتو یې په استخباراتو بندي و.
احمدشاه حبیبي د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد هغه څرګندونې رد کړي چې ویلي یې دي:«موږ د محمودشاه حبیبي په اړه هېڅ معلومات نهلرو. هغه طالبانو نه دی نیولی. که له موږ سره وای، دغه ستونزه به له وړاندې حل شوې وه».
خو د محمود شاه حبیبي ورور احمد شاه حبیبي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان یې د ورور په اړه پر حقیقت سترګي پټوي.
نوموړي وویل، چې دوی او امریکا داسې اسناد او شواهد لري چې محمود شاه حبیبي د طالبانو په زندان کې دی.
احمدشاه حبیبي زیاته کړه:«د طالبانو انکار بېځایه دی، موږ او امریکا چې ادعا کوو د اسنادو پر بنسټ یې کوو. خلکو لیدلی دی او شاهدي یې ورکړې ده چې له طالبانو سره بندي دی».
احمدشاه حبیبي ویلي، چې د محمود شاه حبیبي په ګډون د ۲۹ کسانو له ډلې یوازې محمود شاه حبیبي او د هغه بل همکار انجینر محمد اکرم لا هم نه دي خوشي شوي.
د افغان الاصله امریکايي محمود شاه حبیبي ورور وايي، له امریکایانو سره داسې ثبوتونه شته، چې لا هم د محمود شاه حبیبي د موبایل موقعیت یې د طالبانو په استخباراتو کې ښودل کېده.
حبیبي زیاته کړه:« که طالبان وايي محمود شاه حبیبي یې نه دی نیولی او ورسره نشته، دا یوه جمله کفایت نه کوي، هغوی باید وضاحت ورکړي».
وړاندې هم بېلابېلو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې محمود شاه حبیبي یې په کندهار کې د طالبانو په یوه ځانګړي زندان کې لیدلی، خو طالبان تل د هغه د نیول کېدو او زنداني کېدو په اړه بې خبري ښيي.
طالبانو محمود شاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګست میاشتې پر لسمه په کابل کې د خپل کور مخې ته له موټل چلوونکي سره یو ځای ونیوه او هممهاله یوې بلې ډلې د نوموړي پر کار ځای چاپه ووهله او هلته یې هم د هغه د دفتر ۲۹ تنه کارکوونکي ونیول.
محمود شاه حبیبي تر نیول کېدو وړاندې د (ACG) په نامه یوه مخابراتي شرکت کې دنده لرله او د جمهوري نظام له پرځیدو وروسته په افغانستان کې پاتې شوی و. هغه له نیول کېدو وړاندې د دریو میاشتو لپاره له هېواده بهر په سفر تللی و او کابل ته له رسیدو څلور ورځې وروسته طالبانو ونیوه.
پر محمود شاه حبیبي د طالبانو تور دی چې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري د پټنځای مشخصولو په برخه کې یې له سي ای اې سره همکاري کړې ده، خو طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه هیڅ راز څرګندونې نه دي کړې.
دغه اعتراضونه تر ډېره خپلسري دي او په ټولو کې د طالبانو د چلند پر وړاندې د نارضایتۍ ګډې نښې لیدل کېږي؛ خو دغه پېښې نه شي کېدای چې یوه واحده اعتراضي خوځښت یا په بشپړه توګه له یو بل سره بېلې نښتې وبلل شي.
د اعتراضونو بڼه هم د وخت په تېرېدو بدله شوې ده. لومړنۍ نښتې تر ډېره د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو او د بزګرانو د معیشت پر سر وې خو د ۱۴۰۳ کال د درایم او ارګو په اعتراضونو کې پراخې غوښتنې هم مطرح شوې، چې په بدخشان کې د غیربومي طالب ځواکونو وتل، د کوکنارو د کښت لپاره د اقتصادي بدیل برابرول او د ځايي اوسېدونکو د وژل کېدو څېړنه پکې شامله وه.
په ۱۴۰۵ کال کې د طبیعي سرچینو پر سر شخړه هم دغې بڼې ته ورزیاته شوه. په شکي کې د خلکو او د طالبانو له اړوندو ځواکونو سره د سرو زرو د استخراج پر څرنګوالي اختلاف په وسلهواله نښته بدل شو چې لږ تر لږه یو کس پکې ووژل شو او ۱۵ نور ټپیان شول.
د دغو ټولو پېښو مجموعه ښيي چې د بدخشان اعتراضونه یوازې د کوکنارو د کښت له بندیز سره غبرګون نه لري. په بېلابېلو مواردو کې معیشتي ګټې، طبیعي سرچینو ته لاسرسی، د طالبانو د ځواکونو د واک د اعمال څرنګوالی او د مرکزي ټاکل شویو چارواکو او سیمهییزو ټولنو ترمنځ واټن له یو بل سره تړلي دي.
خو موجود شواهد د دې لپاره بسنه نه کوي چې دغه پېښې «منظم اعتراضي خوځښت» وبلل شي. هغه څه چې ډېر مستند ښکاري، د ځینو سیمو یو لړ سیمهییز او خپاره اعتراضونه او نښتې دي چې په ځینو مواردو کې د وسلو کارولو او د طالبانو د ځواکونو د غبرګون له امله په تاوتریخوالي اوښتې دي.
د ښځو وضعیت هم د طالبانو تر واک لاندې د بدخشان د انځور مهمه برخه ده. له شپږم ټولګي پورته نجونې له رسمي زدهکړو محرومې دي او ښځې په زدهکړو، کار او تګ راتګ کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.
ملګرو ملتونو او بشري حقونو سازمانونو دغه سیاستونه د افغانستان پر ښځو د سیستماتیکو محدودیتونو یوه برخه بللې ده.
د ملګرو ملتونو راپور چې پکې د مذهب د جبري بدلون، د مرګ له ګواښونو او د اسماعیل یانو پر جماعتخانو د محدودیتونو موارد راغلي، د دغو فشارونو د اصل د شتون لپاره تر ټولو مهم خپلواک سند بلل کېږي.
بدخشان یوازې د افغانستان یو بل ناامنه ولایت نه شي بلل کېدای. دغه ولایت څو ځانګړنې په یوه وخت کې لري: جغرافیه، سرچینې، سیمهییزې شبکې، ټولنیز او مذهبي واټنونه او د طالبانو مخالفې وسلهوالې ډلې.
له یوې خوا له تاجکستان، پاکستان او چین سره ګډه پوله د دې ولایت امنیتي اهمیت زیاتوي؛ له بلې خوا د سرو زرو او نورو طبیعي سرچینو کانونه ورته اقتصادي ارزښت ورکوي.
طالبانو د جګړې په کلونو کې په بدخشان کې د قوماندانانو او سیمهییزو ځواکونو شبکې جوړې کړې دي چې ټول یې له مرکزي رهبرۍ سره یو ډول نه دي.
همدارنګه په بدخشان کې د تاجک، پاميري او اسماعیلي ټولنو شتون او مذهبي اختلافونه د ولایت سیاسي مدیریت لا پېچلی کوي.
په عین حال کې، د طالبانو د مخالفو څو ډلو او داعش خراسان هممهاله فعالیت د طالبانو لپاره د بشپړ امنیتي کنټرول رامنځته کول له ننګونې سره مخ کوي.
په بدخشان کې واک متمرکز دی، خو یو موټی نه دی. د طالبانو رهبري د مهمو امنیتي او سیاسي ادارو کنټرول په لاس کې لري؛ خو بدخشاني طالبان لا هم د ادارې او اقتصاد په ځینو برخو کې نفوذ لري.
تکفیري ادبیات په یوه ځانګړي فکري چاپېریال کې معنا پیدا کوي او دا چاپېریال په مخ مډرن نړۍ پورې تړاو لري؛ هغه پېر چې د ټولنې ډېری وګړي نالوستي وو او د بېلابېلو فرقو او فکري بهیرونو یو شمېر نظرخاوندانو په متعصب او جزمپال فکر سره ځانونه پر حق او نور باطل ګڼل.
خو کله چې ټولنې د منځنیو پېړیو له حالاتو څخه ووتلې، سواد پراخ شو، د یوه غږ واکمني پای ته ورسېده او ګڼ علوم او افکار عام شول، نو هغه فکري چاپېریال هم ورو ورو له منځه ولاړ. له دې سره، متصلب او انحصارپال قضاوتونه مسخره او د فکري نابالغۍ نښه وګڼل شول. دې بدلون ته په اصطلاح «د فکري چوکاټ بدلون» یا پارادایم بدلون (Paradigm Shift) ویل کېږي.
نابالغې ټولنې په وچفکرۍ، فکري سختدریځۍ، تعصب او داسې سختګیرۍ کې ښکېلې وي چې د بالغو ټولنو له نظره ماشومانه او خامې ښکاري. د افغانستان په ګډون، یو شمېر ختیځې ټولنې لا هم تر ډېره د منځنیو پېړیو په فکري فضا کې ژوند کوي.
له همدې امله، د هغو مسایلو په اړه چې په طبیعي ډول د نظر اختلاف پکې موجود وي، له سختو احساساتي غبرګونونو او په عامه اصطلاح له جذباتي چلند سره مخ کېږي. د همدې ډول ذهنیت په چاپېریال کې داسې ادبیات رامنځته کېږي چې موږ یې «تکفیري ادبیات» بولو.
تکفیري ادبیات دې ته ویل کېږي چې د خپل او بل ترمنځ د نظر اختلاف د حق او باطل، هدایت او ګمراهۍ، ایمان او کفر، دیندارۍ او بېدینۍ او دې ته ورته دوهګونو مفاهیمو پر بنسټ تعریف کړو.
دا ډول ادبیات مقابل لوری په رسمیت نه شي پېژندلای او د هغو تعبیرونو په کارولو سره چې جزمپال قضاوتونه پکې نغښتي وي، هڅه کوي هغه له ډګره وباسي او له صحنې یې حذف کړي.
کله چې یو انسان ځان مطلق حق او مقابل لوری مطلق باطل وګڼي، نو د هغه په رسمیت پېژندل او ورسره خبرې کول له باطل سره جوړجاړی او توافق ګڼي؛ داسې چلند چې د همدې ذهنیت له مخې د باطل له جبهې سره د یوځای کېدو په معنا تعبیرېږي.
په داسې فضا کې بیا هېڅ ګډ ټکی نه پاتې کېږي، ټول پلونه نړېږي او د خبرو اترو لار تړل کېږي. د حق او باطل په تقابل کې واکمن منطق دا وي چې حق باید پر باطل بریالی شي او هغه د زمانې له پاڼې ورک کړي. تکفیري ذهنیت د حذف ذهنیت دی؛ کله چې د لوبې د دوام توان ونه لري، نو هڅه کوي چې خپله لوبه له منځه یوسي.
تکفیري ادبیات هم له همدې منطق پرته بل څه نه دي؛ داسې ادبیات چې د خبرو اترو دروازې تړي، انسان د مقابل لوري د لیدلوري له پوهېدو بېنیازه ګڼي او پر خپل فکري مخالف د برلاسۍ لپاره هره وسیله، ان دروغ، تور او افترا هم روا بولي.
په وروستیو کلونو کې موږ څو ځله لیدلي چې ځینو کسانو او ډلو پر خپلو فکري مخالفانو له هېڅ ډول تور او افتراء ډډه نه ده کړې او له کوم دلیل او سند پرته یې، په ارام وجدان، هغوی ته ډول ډول تورونه منسوب کړي دي، ځکه د دوی په ذهن کې دا تصور شته چې کله مقابل لوری باطل او ګمراه وي، نو بیا هېڅ حرمت او حق نه لري. په دې فکري مبارزه کې دروغ او تور هم د حق خدمت او د باطل د له منځه وړلو هڅه ګڼل کېږي.
خو د قضاوت دا ډول، نوې پدیده نه ده، بلکې د دیني فکر په تاریخ کې لرغونې ریښې لري. په منځنیو پېړیو کې دا تګلاره هم په اسلامي نړۍ، هم په مسیحي اروپا او ښايي په ځینو نورو ټولنو کې هم دود وه.
که چا په الهي، فقهي او ان کله ناکله په علمي مسایلو کې د رسمي او واکمن نظر یا د «سواد اعظم» له نظر سره مخالفت درلود، نو هغه به په زندقه، بدعت، الحاد، ګمراهۍ او دې ته ورته نومونو تورنېده.
په انګلیسي ژبه کې دې مفاهیمو ته تر ټولو نږدې کلمه (Heresy) ده، چې په عربي کې د «هرطقه» (یعنې له دیني عقیدې سره مخالفت) په بڼه معربه شوې ده.
په اروپا کې یهودي دیني عالمانو د ستر فیلسوف باروخ اسپینوزا په اړه همداسې حکم صادر کړ او هغه یې له یهودي ټولنې څخه په شړلو محکوم کړ. تر دې وړاندې کلیسا هم له ګالیله، کوپرنیک، جوردانو برونو او نورو سره ورته چلند کړی و.
د مسلمانانو په تاریخ کې هم دا کیسه څو ځله تکرار شوې ده؛ په لومړیو پېړیو کې د غیلان دمشقي، جعد بن درهم، جهم بن صفوان، ابوبکر رازي او ابن مقفع په څېر مفکرانو، او په وروستیو پېړیو کې د منصور حلاج، عینالقضات همداني، شهابالدین سهروردي او نورو په څېر عارفانو یوازې له دې امله خپل ژوند له لاسه ورکړ چې نظرونه یې د واکمن فکري بهیر له نظرونو سره توپیر درلود.
په هغه پېر کې نږدې هرې فرقې او فکري ډلې د خپلو سیالانو پر وړاندې له همدې بریدګرې او حذفپالې ژبې څخه کار اخیست او مقابل لوری یې بدعتي یا زندیق باله. د «روافض»، «نواصب» او «خوارج» په څېر اصطلاحات او لسګونه ورته تعبیرونه ټول د حذف او تکفیر د همدې فکري چوکاټ زېږنده دي.
په اوسني پېر کې دغه پخوانۍ فرقهپالنه په نوې بڼه بیا راژوندۍ شوې او بېلابېلې ډلې یې د یو بل پر وړاندې درولې دي. د شیعه او سني، سلفي او حنفي، اخواني او تحریري، مودودي او دیوبندي او ګڼو نورو ډلو ترمنځ سخت تقابلونه په هماغه ذهنیت او فکري چوکاټ کې ریښې لري.
په داسې چاپېریال کې هره ډله ځان د حقیقت استازې او مقابل لوری د باطل استازی ګڼي؛ په پایله کې د تفاهم او خبرو اترو لار عملاً تړل کېږي. څه چې پاتې کېږي، هغه بېپایلې شخړې، بېپروا تورونه او سخت او سپکوونکي قضاوتونه دي چې د خبرو اترو له متمدنې مانا سره هېڅ تړاو نه لري.
د دې بهیر یوه خطرناکه پایله د افراطي او نهزغمونکو بهیرونو رامنځته کېدل دي چې په پای کې تاوتریخوالي او ځانمرګو بریدونو ته مخه کوي. په دې بهیر کې لومړی مقابل لوری، په دې تصور چې د باطل په جبهه کې ولاړ دی، له انساني حیثیته غورځول کېږي؛ وروسته د تاوتریخوالي د عامل په ذهن کې د حذف او له منځه وړلو وړ ګڼل کېږي او بیا دغه ذهنیت د عمل په ډګر کې په تاوتریخجن او خونړي چلند بدلېږي.
دا وضعیت په حقیقت کې د تمدني پرمختګ پر وړاندې یو ساعتي بم دی چې هر کله مناسب شرایط ورته برابر شي، په چاودنې، تاوتریخوالي او وژنو پای ته رسېدلی شي. د وینو یوه مهمه برخه چې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان، عراق، سوریه، یمن، لیبیا، سوډان او نورو هېوادونو کې تویې شوې، د فکر همدې حذفپال چوکاټ ته ورګرځي؛ که څه هم د نورو عواملو ونډه هم له پامه نه شي غورځېدای.
که غواړو زموږ ټولنې د تاوتریخوالي او کرکې له شومې کړۍ څخه ووځي او د بل منلو، زغم او مدارا فضا پرې واکمنه شي، نو یو تر ټولو بنسټیز ګام د همدې فکري چوکاټ بدلول دي. موږ بله لار نه لرو، پرته له دې چې تکفیري ادبیاتو ته، په هره بڼه چې وي، د تل لپاره د پای ټکی کېږدو او ځانونه د منځنیو پېړیو د پاتې شوي فرقهپال روح له اغېزو څخه ازاد کړو.
په دې برخه کې د فکري چوکاټ یا پارادایم بدلون په دې مانا دی چې له خپلو فکري مخالفانو سره د مخامخ کېدو پر مهال، د ایمان او کفر، بدعت او سنت، هدایت او ګمراهۍ یا حق او باطل په څېر د دوهګونو مفاهیمو پر ځای، د خطا او صواب، سم او ناسم او صحیح او غلط په څېر اصطلاحات وکاروو.
د ایمان او کفر له فکري چوکاټ څخه د خطا او صواب چوکاټ ته تګ د خبرو اترو د دوام زمینه برابروي او د ټولنې بېلابېلو ډلو ته دا فرصت ورکوي چې یو بل ښه درک کړي او خپلمنځي واټنونه راکم کړي. د تکفیر د دروازې تړل له فتنو، وژنو او پراخ تاوتریخوالي څخه د خلاصون پر لور یو بنسټیز ګام دی.
د دې موضوع اهمیت یوازې پر دیني خپلمنځي اړیکو نه محدودېږي؛ یعنې نه یوازې دا چې هېڅ مذهب یا ډله باید د بل مذهب یا ډلې پر وړاندې د تکفیر له حربې کار وانخلي، بلکې دا اصل له دین څخه بهر اړیکو کې هم همدومره اهمیت لري.
د بېلګې په توګه، که څوک د مطالعې، فکر یا ځانګړو تجربو په پایله کې داسې باور ته ورسېږي چې له دینپالنې سره تړاو نه لري او د غیر دیني خدایباورۍ (Deism)، لاادریت یا شکپالنې (Agnosticism)، یا ان خدایناباورۍ (Atheism) په ډګر کې راشي، زما په اند غوره ده چې د «کفر» پر ځای د «خطا» تعبیر وکاروو او داسې کس ته له «کافر» ویلو ډډه وکړو.
کفر په خپلې تر ټولو دقیقې معنا کې له حقیقت سره هغه مخالفت دی چې حقیقت انسان ته تر څرګندېدو وروسته ترسره کېږي. خو هغه څوک چې حقیقت لا ورته څرګند شوی نه وي او ذهن یې له جدي ابهامونو سره مخ وي، معذور ګڼل کېږي. دا ډول کس د څرګند حقیقت د انکار په حالت کې نه دی؛ له همدې امله د دې وړ نه دی چې کافر وبلل شي.
د دې ادعا د توضیح لپاره د اسلام عرفاني دود یو ژور تفسیر وړاندې کړی چې لږه پاملرنه ورته شوې ده. له عرفاني لیدلوري دا موضوع داسې تشریح کېدای شي چې د الله تعالی نومونه او صفتونه بېشمېره دي او پر هر انسان یوازې په یوه یا څو نومونو او صفتونو تجلي کوي، نه په ټولو.
د عرفان د خاوندانو ترمنځ مشهوره ده چې الله تعالی پر ځینو بندګانو د جباریت په صفت تجلي کوي او هغوی له خشیت او وېرې ډکوي، خو پر یوې بلې ډلې د رحمانیت په صفت تجلي کوي او هغوی د شور، لېوالتیا او مینې حالت ته رسوي. پر همدې بنسټ، د الله تعالی دوه نور نومونه چې په قران کریم کې هم راغلي، «ظاهر» او «باطن» دي.
د عارفانو له نظره «ظاهر» په دې معنا دی چې الله تعالی تر هر حقیقت ډېر څرګند دی او هېڅ شی د هغه په کچه ظهور او څرګندوالی نه لري. پر هغو کسانو چې الله تعالی په دې نوم تجلي کوي، هغوی د نړۍ په هره پدیده کې د هغه روښانه نښه ویني. یو عرب شاعر ویلي دي:
له ځینو عارفانو څخه دا وینا هم روایت شوې ده: «ما هېڅ شی ونه لید، مګر دا چې تر هغه وړاندې مې الله ولید». دا وینا حضرت علي ته هم منسوبه شوې ده.
په معاصره فلسفه کې مارتین هایډګر دې ته له نږدې حالت څخه د «هستۍ د څرګندېدنې» په تعبیر یادونه کړې ده. که څه هم دا مفهوم کټ مټ له دغه عرفاني لیدلوري سره یو شان نه دی، خو تر یوه بریده ورسره همغږی دی.
په مقابل کې یو شمېر مسلمانو عارفانو ویلي چې د ظهور شدت د رڼا د شدت په څېر دی؛ داسې رڼا چې که له یوې ټاکلې کچې واوړي، سترګې یې بیا د لیدلو توان نه لري. په داسې حالت کې ظهور په بطون بدلېږي؛ یعنې هغه څه چې تر هر څه ډېر څرګند و، په یوه پټ او نهموندل کېدونکي حقیقت بدلېږي، یا لږ تر لږه لیدونکي ته داسې ښکاري.
له دې لیدلوري، د ظهور او بطون ترمنځ روښانه پوله نشته؛ دواړه د یوه حقیقت دوه مخونه دي، لکه وجود او عدم، رڼا او تیاره، یا مرګ او ژوند چې د یو بل په تړاو همداسې دي.
کله چې الله تعالی پر یوه انسان د «باطن» په نوم تجلي وکړي، هغه د الله تعالی او د هغه د نښو له لیدلو بېوسه کېږي او په نړۍ کې چې هر څومره وګرځي، د هغه کومه نښه نه مومي. په حقیقت کې انسان دا نه ټاکي چې الله تعالی په کوم نوم پر ده تجلي وکړي، بلکې دا چاره د الوهیت د نړۍ د هغو قوانینو تابع ده چې زموږ له لید څخه پټ دي. د «باطن» نوم له تجلي سره مخ کېدل او د الله تعالی د نښو په موندلو کې پاتې راتلل، په معاصر الهیات کې د «خدای غیبت» بلل کېږي او اړوند بحثونه یې د «غیبت الهیات» تر سرلیک لاندې څېړل کېږي.
د مسلمانو عارفانو د لیدلوري پر بنسټ، هغه څوک چې له داسې تجلي سره مخ شوی وي، معذور دی. که خدای ورک کړي او په پایله کې خدایناباورۍ یا لاادریت ته ورسېږي، جرم یا ګناه یې نه ده کړې، ځکه هغه له حقیقت سره د مخالفت اراده نه لري.
یعنې: «تا غشی ونه ویشت، هغه مهال چې تا غشی وویشت؛ بلکې الله وویشت».
دا حالت په ظاهره متناقض ښکاري؛ ځکه وایي: تا ویشتل ونه کړل، هغه مهال چې تا ویشتل وکړل، بلکې الله وویشتل. په همدې قیاس ویل کېدای شي: تا خبرې ونه کړې، هغه مهال چې تا خبرې وکړې؛ بلکې الله خبرې وکړې.
د یو شمېر مسلمانو عارفانو، په ځانګړې توګه د ابن عربي، له نظره د دې ظاهراً متناقض جوړښت له درک کولو پرته، د متعالي حقیقت پوهېدل امکان نه لري.
که څوک د اشراق فلسفې له بنسټونو او د اسلامي عرفان له دود سره اشنا نه وي او ټوله تکیه یې یوازې د نصوصو او ایتونو پر ظاهري مانا وي، نه به د دې نظریې په پوهېدو وتوانېږي او نه به د هغې په اړه سم قضاوت وکړای شي.
که وکولای شو د فکر په ډګر کې د ایمان او کفر فکري چوکاټ د خطا او صواب پر چوکاټ بدل کړو، نه یوازې به د خبرو اترو لار پرانیستل شي، بلکې زموږ په ټولنو کې به د تاوتریخوالي یوه تر ټولو مهمه سرچینه هم وچه شي.
تمدن په تکفیر نه جوړېږي؛ تمدن د خبرو اترو، نقد او د انسان د تېروتنې د امکان په منلو جوړېږي. تکفیر د افرادو او ټولنو د کمعقلۍ او فکري نابالغۍ له پړاو سره تړاو لري او هېڅ تمدن د تلپاتې نابالغۍ په حالت کې ژوندی نه شي پاتې کېدای.
موږ اړ یو چې یوه ورځ فکري او اندیز بلوغ ته ورسېږو. د دې موخې لپاره باید د حذفپال چلند پر ځای د منلو، زغم او مدارا پر بنسټ تګلاره غوره کړو. له همدې امله باید ځانونه د تل لپاره د تکفیر له لعنت څخه وژغورو.
هغه وايي: «اوس له داسې سخت حالت سره مخ یو، چې له یوې خوا د کور پرېښودو وېره لرو او له بلې خوا اړ یو خپله جایداد د اصلي ارزښت پرتله په ډېره ټیټه بیه وپلوري. موږ دا کور د کلونو په خوارۍ جوړ کړی و؛ خو نن حالات داسې شوي چې اړ یو خپله جایداد په زیان وپلورو. که حالات عادي وای هېڅکله به مو په دومره ټیټه بیه کور نه پلوره».
فاروق وايي، د کور له پلور وروسته ترلاسه شوې پیسې به افغانستان ته د ستنېدو او هلته د نوي ژوند د پیل لپاره وکاروي؛ خو که کور په ټیټه بیه وپلورل شي، نو د نوي ژوند د پیل لپاره به ورسره د پخوا پرتله ډېره کمه پانګه پاتې شي.
د خیبر ولسوالۍ لنډي کوتل بازار له اوږدې مودې راهیسې د ځايي او افغان سوداګرو لپاره یو مهم سوداګریز مرکز پاتې شوی دی. په دې بازار کې له هټیو، ګودامونو او بېلابېلو کاروبارونو سره د زرګونو کسانو روزګار تړلی دی.
افغان سوداګر جنید افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي، چې د خپل ژوند ټوله سپما یې په کاروبار او هټۍ پانګونه کړې وه؛ خو اوسنیو شرایطو د بازار سوداګریز فعالیتونه سخت اغېزمن کړي دي. بازار ته د اخستننکو تګراتګ کم شوی، یوشمېر هټۍ او کاروبارونه تړل شوي او په سوداګرو کې پر نوې پانګونې باور هم نږدې لهمنځه تللی دی.
جنید وايي: «موږ له کلونو خوارۍ وروسته خپل کاروبار جوړ کړی و؛ خو اوس نه هغه پخواني پېرودونکي شته او نه په بازار کې پخوانۍ رونق پاتې دی. د نوې پانګونې خبره خو پرېږده، اوسنی کاروبار ساتل هم ورځ تر بلې سختېږي».
د نیول کېدو له وېرې د هټیو تړل
د پېښور په صدر بازار کې د وچې مېوې افغان سوداګر او هټۍوال امتیاز خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي، چې د پولیسو د عملیاتو او د نیول کېدو له وېرې یې له تېرو لسو ورځو راهیسې خپله هټۍ په بشپړه توګه تړلی ده. په سیمه کې د پولیسو د پرلهپسې چاپو او عملیاتو له امله د هټۍ خلاصول یې د نیول کېدو له ګواښ سره مخ کوي او هغه په پاکستان کې د اوسېدو لپاره کوم قانوني سند هم نهلري.
د هغه په وینا؛ تر دې وړاندې هم پولیسو نیولی و او د خوشې کېدو لپاره یې ۲۰زره پاکستانۍ کلدارې ورکړې وې؛ خو اوس اندېښنه لري چې که بیا ونیول شي د قانوني او نورو لګښتونو د ورکولو لپاره کافي مالي امکانات نهلري.
د افغان کورنیو له بېرته ستنېدو سره د جایدادونو بازار هم اغېزمن شوی
پاکستاني جایداد پلورونکی محمد عثمان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي، چې د افغان کورنیو د پراخې ستنېدنې له امله د پېښور په ځینو سیمو کې د جایدادونو پر پېر او پلور او د کورونو پر کرایو هم څرګند اغېز شوی دی. پخوا به ځینې هغه کورونه چې بیه یې تر ۷۰ لکه پاکستانۍ کلدارو پورې رسېده ،اوس په ځینو سیمو کې په نږدې ۵۰ لکه کلدارو هم موندل کېږي.
د محمد عثمان په وینا؛ د جایدادونو د پېرلو په برخه کې د خلکو د لېوالتیا کمېدو له امله د ځینو جایدادونو بیې په څرګند ډول راټیټې شوې دي، د دغه وضعیت اغېز د کورونو پر کرایو هم لیدل کېږي.
هغه زیاتوي، د افغان کورنیو له وتلو سره په ځینو سیمو کې د کورونو او هټیو غوښتنه کمه شوې ده.