ګارډین د «موږ لا هم دلته یو» تر سرلیک لاندې په دې راپور کې ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه ډېر شوي دي. د دې ورځپاڼې په وینا، ګڼې ښځې او نجونې له زدهکړو او کار څخه بېبرخې شوې دي.
راپور کې د ټولنیزو محدودیتونو د زیاتېدو، د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» د ځواکونو د څارنو او په انټرنېټي نړۍ کې د لا زیاتو محدودیتونو یادونه هم شوې ده.
ګارډین وايي، په دې راپور کې د ۱۲ ښځو او نجونو شخصي کیسې راټولې شوې دي. د دغو ښځو او نجونو په وینا، دوی له امنیتي ګواښونو سره سره خپلې کیسې له نړۍ سره شریکې کړې دي.
ښځینه سرتېرې چې پوځي جامې یې بیا پر تن نه کړې
په دې ښځو کې یوه پرستو نومېږي چې د هرات اوسېدونکې ده. نوموړې وايي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې یې شپږ کاله په جمهوري نظام د یوېسرتېرې په توګه دنده ترسره کړې وه.
پرستو وايي، کله چې طالبان هرات ته ننوتل، له هغې او نورو ښځینه همکارانو یې وغوښتل چې خپلې پوځي جامې وسپاري.
نوموړې وايي، ځکه چې هغې او مېړه یې په تېر حکومت کې دنده ترسره کړې وه، طالبان څو ځله د هغې مېړه ورغوښتی او ترې یې پوښتلي چې څو طالبان یې وژلي او یا یې مېرمنې څو طالبان وژلي دي. پرستو وايي، هغې او مېړه ته یې څو ځله د ټیلیفون او پیغامونو له لارې د مرګ ګواښونه هم شوي دي.
د نوموړې په وینا، کورنۍ یې یو ځل هڅه کړې چې په پټه د ایران له پولې واوړي، خو ایراني سرحدي ځواکونو یې مخه نیولې ده.
هغه وايي، کورنۍ یې لا هم خپلې بستې تیارې ساتي، څو که اړ شوه، له افغانستانه ووځي.
هغه ښځینه خبریاله چې په پټه کار کوي
د افغانستان په شمالي ولایتونو کې یوه ښځینه خبریاله هم د ګارډین په راپور کې خپله کیسه بیان کړې ده. نوموړې په پټه او په مستعار نوم خبریالي کوي.
هغه وايي، د طالبانو ځواکونو یې دوه ځله کور پلټلی او له هغې وروسته چې هر وخت د کور دروازه وټکېږي، وېره یې اخلي او خپل لپټاپ د توشک لاندې پټوي.
دغه خبریاله وايي، د وژنو، پر ښځو د تاوتریخوالي او له زیانمنو کسانو سره د مرکو په اړه د راپورونو د جوړولو پر مهال د پېژندل کېدو له ګواښ سره مخ ده.
نوموړې اندېښنه لري چې طالبان ښايي په ښار کې له پراخېدونکې امنیتي کمرې شبکې څخه په ګټې اخیستنې د خبریالانو تګ راتګ وڅاري او د هغوی هویت معلوم کړي.
هغې ویلي، د طالبانو تر واک لاندې په داسې چاپېریال کې چې د رسنیو ازادي په پراخه کچه محدوده شوې، د خبریال په توګه کار کول ډېر ستونزمن دي.
هغه مېرمن چې پر تناره یې ژوند تکیه کړی
فاطمه ۳۲ کلنه ده، شپږ اولادونه لري او په کابل کې له خپلې خور «مرزیا» سره یو کوچنی کورنی نانوایي چلوي.
فاطمه وايي، له بېلابېلو سیمو ښځې له ځان سره تیار شوی خمیر راوړي او له دوی غواړي چې ډوډۍ ورته پخه کړي.
د هغې په وینا، په تېرو پنځو سختو کلونو کې د ډوډۍ پخول د دوی د کورنۍ د عاید یوازینۍ باوري سرچینه پاتې شوې ده.
فاطمه وايي، د تنور ترڅنګ کار کولو یې سترګې، زنګونونه او لاسونه زیانمن کړي دي، خو لا هم کار ته دوام ورکوي.
د نوموړې تر ټولو ستره اندېښنه د خپلو دوو لوڼو زدهکړې دي. د هغې مشره لور ۱۲ کلنه ده او فاطمه وېره لري چې لوڼې یې هم ښايي له داسې راتلونکي سره مخ شي چې د خپلې مور په څېر له لږو انتخابونو او سخت ژوند سره مخ وي.
هغه ۱۲ کلنه نجلۍ چې بلاګ لیکي
یوه ۱۲ کلنه نجلۍ چې نوم او د اوسېدو ځای یې نه دی په ډاګه شوی، وايي چې د شپږم ټولګي د ازموینو لپاره چمتووالی نیسي. د هغې په وینا، دا به وروستی ټولګی وي چې د زدهکړې اجازه به ولري.
هغه وايي، مشرې خويندې یې هم د طالبانو د محدودیتونو له امله له زدهکړو پاتې شوې دي.
دا نجلۍ له ښوونځي وروسته خپلې کوټې ته ځي، بلاګ ثبتوي او د ژوند، شعر او د افغان نجونو او ښځو د وضعیت په اړه خبرې کوي.
دا نجلۍ زیاتوي، ځینې خپلوان یې د دې کار له امله پرې نیوکه کوي او پلار ته یې وايي چې د هغې بلاګ لیکل د کورنۍ «عزت او آبرو» له ګواښ سره مخ کولی شي.
نوموړې په خپله کیسه کې ویلي، غواړي د هغو نجونو غږ واورېدل شي چې له کلونو راهیسې یې کتابونه تړلي پاتې دي.
هغه خیاطه چې د ګوزڼ ناروغۍ هم ځپلې
په راپور کې د یوې بلې ښځې کیسه هم راغلې چې ۲۵ کاله مخکې، کله چې لس کلنه وه، د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې وه.
نوموړې وايي، کورنۍ یې بېوزله وه او په یوه لیرې پرته کلي کې یې ژوند کاوه؛ له همدې امله یې ډاکټر او واکسین ته لاسرسی نه درلود.
هغه وايي، له ماشومتوبه یې د ستنې او د پلاستیک د ټوټو په مرسته د خپلو نانځکو لپاره جامې جوړولې. وروسته یې ګنډل په مسلکي توګه زده کړل او په دې برخه کې یې کار پیل کړ.
دا مېرمن اوس د خلکو د جامو د ګنډلو له لارې عاید ترلاسه کوي او له خپل هنر څخه د خپلې کورنۍ د لګښتونو لپاره کار اخلي.
هغه لیکواله چې راتلونکي ته یې یوه کړکۍ پرانیستې ساتلې
مهتاب ۲۳ کلنه ده او د بلخ ولایت اوسېدونکې ده. نوموړې وايي، د یوه ناول پر لیکلو بوخته ده او له دې سره یو ځای په انلاین ټولګیو کې هم زدهکړه کوي.
مهتاب کتاب لوستل او لیکل د خلکو د خاطرو، غږونو او هیلو د ساتلو یوه لار بولي.
هغه وايي، که څه هم نه شي کولی د خپلې ټولنې دردونه بدل کړي، خو کولی شي هغه په یاد وساتي، ویې لیکي او اجازه ورنه کړي چې دا دردونه او کیسې په چوپتیا کې له منځه ولاړ شي.
مهتاب باور لري چې لیکل یوازې د کلمو یو ځای کول نه دي، بلکې د هغو خوبونو، خاطرو او د خلکو د غږونو د ساتلو وسیله ده چې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
هغه مېرمن چې د کورنۍ لپاره د خښټو بټیو کې کار کوي
۳۳کلنه لیلما د جوزجان ولایت اوسېدونکې ده. نوموړې وروسته له هغې د خپلې کورنۍ د لګښتونو مسوولیت پر غاړه واخیست چې مېړه یې په یوېټرافیکي پېښه کې ټپي او د کار کولو توان یې له لاسه ورکړ.
لیلمه هره ورځ په یوه هوټل کې د خدمت او پاک کارۍ دنده ترسره کوي.
نوموړې وايي، له دې سره یو ځای په خپل وزګار وخت کې خامې خښتې هم جوړوي، څو د خپلې کورنۍ لپاره د یوه بلې کوټې په جوړولو کې ترې ګټه واخلي.
لیلما وايي، د ټوله ورځې د کار په بدل کې یوازې ۲۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي. که څه هم دا پیسې د کورنۍ د ټولو اړتیاوو لپاره بسنه نه کوي، خو هغه اړ ده چې کار ته دوام ورکړي.
نوموړې وايي، نه غواړي اولادونه یې کار کولو ته اړ شي او هیله لري چې هغوی د زدهکړې فرصت ولري.
هغه ښوونکې چې د خپلو زدهکوونکو د کم عمره ودونو اندېښنه لري
صدیقه د دایکندي ولایت په یوه نجونو ښوونځي کې ښوونکې ده. هغه وايي، ۱۸ کاله کېږي چې په هغه ښوونځي کې درس ورکوي چې پخپله یې هم پکې زدهکړه کړې ده.
صدیقه وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه ښوونځي کې نجونې نور نه شي کولی له شپږم ټولګي پورته خپلې زدهکړې روانې وساتي.
هغه د خپلو زدهکوونکو د راتلونکي په اړه هم اندېښمنه ده او وايي، بېوزلي او د کورنۍ فشار ښايي ځینې نجونې له کم عمره او ناوړه واده سره مخ کړي.
نوموړې وايي، تر ټولو دردونکې شېبه ورته هغه وخت وي چې د شپږم ټولګي نجونې له ښوونځي فارغېږي، ځکه پوهېږي چې له هغې وروسته به د زدهکړې لاره پرې وتړل شي.
یوه محصله چې د پوهنتون دروازه پرې بنده شوه
لېمه ۲۴ کلنه ده او د ننګرهار ولایت اوسېدونکې ده. نوموړې د پوهنتونونو له تړل کېدو مخکې په یوه خصوصي پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس زدهکړې کولې.
لېمه وايي، کله چې طالبانو د ښځو پر پوهنتوني زدهکړو بندیز ولګاوه، د زدهکړو د دوام هیله یې له منځه ولاړه.
د هغې کورنۍ هڅه وکړه چې د نوموړې د زدهکړو د دوام لپاره پاکستان یا ترکیې ته کډه وکړي، خو د کشر ورور د جسمي معلولیت له امله ونه توانېدل چې له افغانستانه ووځي.
لېمه وايي، اوس د خپل وخت ډېره برخه په کور کې تېروي، خو لا هم هیله لري چې یوه ورځ به شرایط بدل شي.
دا مېرمن معلولو ښځو ته مصنوعي غړي جوړوي
نازنین ۴۲ کلنه ده او د فاریاب ولایت اوسېدونکې ده. نوموړې له ۲۱ کلونو راهیسې په یوه روغتون کې د ښځو او ماشومانو لپاره د هډوکو او بندونو د مرستندویه وسایلو، پلسترونو او مصنوعي غړو د جوړولو په برخه کې کار کوي.
خو نازنین وايي، خپله ۱۳ کلنه لور یې له دوو کلونو راهیسې ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري او په کور کې پاتې ده.
هغه وايي، د لور د راتلونکي په اړه اندېښنه یې تل ورسره وي.
سره له دې، نازنین هڅه کوي له هغو ښځو سره مرسته وکړي چې د مصنوعي پښې یا نورو مرستندویه وسایلو له لارې غواړي بېرته پر خپلو پښو ودرېږي، په خپلواکه توګه تګ راتګ وکړي او ورځني کارونه ترسره کړي.
د غاښونو د یوې ډاکټرې هغه همکاره چې د لویو جراحي عملیاتو خوبونه یې لیدل
مروه ۲۳ کلنه ده او د جوزجان ولایت اوسېدونکې ده. هغې پخوا هیله لرله چې د دماغو جراحه شي.
خو د ښځو پر پوهنتوني زدهکړو له بندیز وروسته یې د غاښونو د مصنوعي غړو په برخه کې انلاین زدهکړې پیل کړې او اوس په یوه خصوصي روغتون کې د غاښونو د ډاکټرې د مرستیالې په توګه کار کوي.
مروه وايي، د طالبانو چارواکي او د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» کسان د هغې د کار ځای څارنه کوي او د دې په اړه پوښتنې کوي چې دا ځوانه ښځه څوک ده، سرپرست یې څوک دی او ولې یوازې کار کوي.
نوموړې وايي، کله ناکله ناامیده کېږي، خو بیا یې په زړه کې هیله راژوندۍ کېږي چې ښايي سبا شرایط بدل شي.
مروه ټینګار کوي چې نه غواړي خپل راتلونکی یوازې په واده پورې وتړي؛ بلکې غواړي خپله د خپل ځان د ملاتړ توان ولري.
هغه ښوونکې چې د خپلو زدهکوونکو د راتلونکي په اړه وېره لري
فتانه ۲۵ کلنه ده. د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې نوموړې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د درېیم کال محصله وه، خو د حکومت له نسکورېدو وروسته یې خپلې زدهکړې نه شوې بشپړولی.
فتانه اوس په یوه خصوصي ښوونځي کې ښوونکې ده.
هغه وايي، د کار تر ټولو دردونکې برخه ورته دا ده چې ویني نجونې شپږم ټولګی پای ته رسوي او له هغې وروسته د زدهکړې د دوام اجازه نه لري.
فتانه د خپلې یوې زدهکوونکې کیسه هم بیانوي چې پلار یې د سرطان ناروغۍ له امله مړ شوی او کورنۍ یې له اقتصادي ستونزو سره مخ ده.
نوموړې وېره لري چې بېوزلي او د کورنۍ فشار ښايي دغه نجلۍ هم په کم عمر کې واده کولو ته اړ کړي.
فتانه وايي، هڅه کوي خپلو زدهکوونکو ته وهڅوي چې زدهکړې وکړي او د خپلو خوبونو لپاره مبارزه وکړي، خو د شپږم ټولګي له پای وروسته د ډېرو نجونو راتلونکی ورته له پوښتنو او اندېښنو ډک ښکاري.
د ښځو او نجونو د ژوند د محدودېدو انځور
ګارډین دغه روایتونه د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په درشل کې خپاره کړي دي.
د دې ورځپاڼې په وینا، دغو ښځو او نجونو د ګڼو محدودیتونو، وېرو او ستونزو تر څنګ هڅه کړې چې د ژوند، کار، زدهکړې او خپلې هیلې لپاره یوه لاره پیدا کړي.
د دوی په روایتونو کې د یوې پخوانۍ ښځینه سرتېرې د دندې له لاسه ورکول، د یوې خبریالې پټ کار، د یوې مور د کورنۍ د لګښت لپاره سخت کار، د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د زدهکړې د دوام هیله، د یوې معلولې مېرمنې د ځان بسیا کېدو هڅه، د ښځینه محصلانو د پوهنتون له زدهکړو پاتې کېدل او د ښوونکو د خپلو زدهکوونکو د راتلونکي په اړه اندېښنې شاملې دي.
ګارډین وايي، سره له دې چې د دغو ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه او خطرونه شته، هغوی لا هم هڅه کوي چې خپل ژوند روان وساتي، کار وکړي، زدهکړه وکړي او خپله هیله له لاسه ور نه کړي.