کرزي په احساساتي وینا کې وویل چې په کابل کې د احتمالي جګړې او وینې بهېدو په اړه اندېښمن دی. هغه وویل چې کورنۍ یې په کابل کې ده او نه غواړي خپل اولادونه له هېواده بهر وساتي، په داسې حال کې چې د نورو افغانانو د اولادونو له درد څخه بې خبره وي.
کرزي ټینګار وکړ چې د پرېکړې او قربانۍ وخت دی او باید په کابل کې له وینې بهېدو او ورانۍ مخنیوی وشي.
له کرزي وروسته عبدالله عبدالله، استاد خلیلي، استاد محقق او یونس قانوني هم خبرې وکړې. د عمر په وینا، د ټولو اساسي پیغام دا و چې باید له جګړې، وینې بهېدو او د کابل له ورانۍ مخنیوی وشي.
عمر وايي، د دې غونډې بدلون ځکه د پام وړ و چې یوه ورځ مخکې په امنیتي غونډه کې د کابل د مقاومت، درېدو او دفاع پر موضوع بحث شوی و، خو د اګست پر ۱۴مه هېڅ یو مشر نور د مقاومت خبره نه کوله.
د عمر په لیکنه کې راغلي چې ولسمشر غني د مشرانو پیغام ظاهراً ترلاسه کړ او د غونډې په پای کې یې وویل چې د هغوی له وړاندیزونو سره موافق دی. هغه لارښوونه وکړه چې یو باصلاحیته پلاوی وټاکل شي، څو قطر ته ولاړ شي او له طالبانو سره د وروستۍ پرېکړې په اړه خبرې وکړي.
د غونډې پر مهال یونس قانوني وویل چې دی او یو شمېر نور سیاسي مشران اسلام اباد ته بلل شوي او غواړي پاکستان ته ولاړ شي. هغه له ولسمشر څخه اجازه وغوښته، خو غني مخالفت وکړ او ویې ویل چې په دغه حساس پړاو کې به پاکستان ته د سیاسي مشرانو سفر ښه پیغام ونه لري.
د عمر په وینا، له غونډې وروسته قانوني له دې پرېکړې ناراضه و او ویې ویل چې که اړتیا وي، پاکستان ته د تګ لپاره د چا اجازې ته اړتیا نه لري.
وروسته حنیف اتمر، عبدالله عبدالله، استاد خلیلي او اکرم خپلواک د چارچینار ماڼۍ مخې ته سره راټول شول. اتمر اندېښمن و چې د غونډې اصلي پیغام ولسمشر ته په کافي وضاحت نه دی رسول شوی.
د عمر په وینا، اتمر او عبدالله دې پایلې ته رسېدلي وو چې د مشرانو اصلي غوښتنه یوازې د جګړې درول نه، بلکې د ولسمشر غني له واکه د څنګ ته کېدو لپاره زمینه برابرول وو.
اتمر وړاندیز وکړ چې دی او عبدالله دې بیا له ولسمشر سره وګوري او موضوع په روښانه ډول مطرح کړي. خو د عمر په وینا، اکرم خپلواک وروسته خبر ورکړ چې ولسمشر غني حاضر نه شو چې له عبدالله او اتمر سره وویني.
عمر وايي، د هغه وخت د سیاسي مشرانو محاسبه دا وه چې د طالبانو اصلي ستونزه له ولسمشر غني سره ده او که غني له صحنې لرې شي، طالبان به له نورو سیاسي مشرانو سره د واک پر وېش هوکړې ته ورسېږي او ښايي یو مشارکتي حکومت جوړ شي. طالبانو تر دې مخکې ځینو سیاسي مشرانو ته د ورته هوکړې پیغامونه هم ورکړي وو.
خو عمر په پای کې یوه مهمه پوښتنه مطرح کوي: که طالبان له جدي مقاومت پرته د کابل تر دروازو رسېدلي وو او پوهېدل چې په کابل کې د جګړې لپاره جدي اراده نشته، نو ولې به یې واک له نورو سره شریکاوه؟
هغه وايي، که طالبانو کولای شول ټول واک په زور ترلاسه کړي، نو څه شي به هغوی دې ته اړ کړي وای چې یوازې یوه ورځ وروسته په قطر کې دغه واک له نورو سیاسي مشرانو سره ووېشي؟
د عمر په وینا، د دې پوښتنې ځواب له ۲۴ ساعتونو څخه په کمه موده کې څرګند شو.
په «افغانستان کې د ماشومانو پر ودونو د نجونو د زدهکړو د محدودیتونو اغېزې» تر سرلیک لاندې دا راپور د نړیوالو او کورنیو حقوقي اسنادو پر شننې او د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې له ۴۰ ښځو او نجونو سره پر ژورو مرکو ولاړ دی.
لیمه (مستعار نوم) یوه له هغو نجونو ده چې کیسه یې په راپور کې رااخیستل شوې ده. هغې غوښتل لوړې زدهکړې وکړي، د انګلیسي ژبې کورسونه ولولي او ډاکټره شي، خو پر زدهکړو بندیز یې د ژوند مسیر بدل کړ.
ثنا وایي: «کورنۍ مې د واده مخه نه شوای نیولی، ځکه هغوی مخکې له مخکې هوکړه کړې وه».
راپور وايي، په افغانستان کې روان اقتصادي او بشري ناورین ځینې کورنۍ دې ته اړ باسي چې د خپلو لوڼو واده د اقتصادي پیټي د کمولو د یوې لارې په توګه وګوري. کله چې نجلۍ ښوونځي، کار او د راتلونکي عاید فرصت نه لري، پر کورنۍ د هغې اقتصادي وابستګي هم زیاتېږي.
ثنا لا هم د زدهکړو هیله لري. هغه وایي: «زه لا هم غواړم خپلو زدهکړو ته دوام ورکړم، خو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته په کورسونو کې د کېناستلو اجازه هم نه ورکول کېږي».
د راپور د شمېرو له مخې، دا کچه په هلمند کې ۶۴،۱ سلنه، په هرات کې۶۱،۵ سلنه او په فاریاب کې ۵۸،۷ سلنه ښودل شوې ده. په پکتیا کې دا کچه ۲۲،۶ سلنه، په لوګر کې ۲۳،۱ او په پروان کې ۳۲،۴ سلنه ښودل شوې ده.
څېړنه د ولایتونو ترمنځ دا توپیر له بېوزلۍ، بېځایه کېدو او زدهکړو ته له محدود لاسرسي سره تړلی بولي.
راپور وايي، په افغانستان کې د کمعمره ودونو کچه له ۲۰۰۰ کال وروسته د نجونو د زدهکړو او خوندیتوبي پروګرامونو په پراخېدو سره په تدریجي ډول راکمه شوه، خو له ۲۰۲۱ کال وروسته دا بهیر بېرته مخ په بدلېدو دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د اټکل له مخې، که د نجونو پر زدهکړو بندیزونه دوام وکړي، د ماشومانو ودونه به ۲۵ سلنه، له وخت مخکې امیندوارۍ به ۴۵ سلنه او د میندو مړینه به لږ تر لږه ۵۰ سلنه زیاته شي.
راپور ټینګار کوي چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو سروې لا د زدهکړو د وروستیو بندیزونو ټولې اغېزې نه شي ښودلی، ځکه د نن ورځې له زدهکړو محرومې نجونې لا د ښوونځي په عمر کې دي. د څېړونکو په وینا، د اوسنیو بندیزونو بشپړه اغېزه به هغه مهال په احصایو کې راڅرګنده شي چې دا نجونې ځوانۍ ته ورسېږي.
له همدې امله، راپور خبرداری ورکوي چې اوسني ارقام باید د ستونزې وروستۍ کچه ونه ګڼل شي.
د راپور مرکزي موندنه دا ده چې ښوونځي ته تګ د نجونو لپاره یوازې د زدهکړې فرصت نه و، بلکې د کمعمره واده پر وړاندې یې د خوندیتوب رول هم درلود.
«لومړی د ښځو حقونه» بنسټ له مرستندویو هېوادونو، ملګرو ملتونو او مدني بنسټونو غوښتي چې د نجونو زدهکړې، د ماشومانو خوندیتوب، رواني او ټولنیز ملاتړ، روغتیايي خدمتونه او له بېوزلو کورنیو سره اقتصادي مرستې په یوه ګډ پروګرام کې سره وتړي.
راپور ټینګار کوي، تر هغه، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې وي، د میلیونونو نجونو لپاره به له ټولګي څخه د خسر تر کوره واټن ورځ تر بلې لنډېږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي بي بي سي -پښتو ته ویلي، سره له دې چې کابل د کړکېچ کمولو لپاره خپلې هڅې کړې دي، لا هم نه پوهېږي چې پاکستان له افغانستان نه څه غواړي.
متقي وايي، بریدونه، د ترانزیټي لارو تړل او په نړیواله کچه له افغانستان نه شکایتونه د پاکستان له لوري شوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له بيبيسي سره په ځانګړې مرکه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا، د ډیورنډ کرښې پر سر ستونزو، ټرانزیټ او د پاکستان د هغو ادعاوو په اړه خبرې کړې چې ګواکې د افغانستان خاوره د پاکستان د مخالفو وسلهوالو ډلو لپاره کارول کېږي.
هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسني وضعیت کې افغانستان ښکیل نه بولي او وايي، « حالت یو طرفه دې حد ته ورسېد، زموږ له طرفه کوم مشکل نه دی پېښ شوی».
متقي د پاکستان هغه دریځ ردوي چې ګواکې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د بریدونو له امله اسلاماباد اړ شوی چې له کابل سره سخت چلند غوره کړي.
هغه ویلي: « زموږ له طرفه کله هم پر دوی حمله نه ده شوې، زموږ له طرفه لار نه ده بنده شوې، زموږ له طرفه کوم مشکل نه دی ورته ایجاد شوی، حتا زموږ له طرفه د دوی د ټرانزېټ مالونه نه دي بند شوي، که لارې دي هم دوی بندې کړې، که تعرض دی هم دوی کړی دی، که ټرانزېټ دی هم دوی بند کړی دی او که د دنیا په سطحه تر ملل متحده اعتراضونه دي هم دوی کړي دي».
متقي وايي، د همدې وضعیت له امله باید له پاکستان څخه وپوښتل شي چې ولې یې د افغانستان په اړه خپل دریځ تر دې کچې سخت کړی دی.
هغه زیاتوي چې د پاکستان له چارواکو باید وپوښتل شي: « تاسې کوم مجبوریت لرئ، ولې مو خبره دې ځای ته ورسوله».
د پاکستان کورنۍ ستونزې
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د کورنیو سیاسي ستونزو او امنیتي وضعیت یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې دغه هېواد له خپلو داخلي ستونزو سره مخ دی.
د متقي په وینا، په پاکستان کې د قدرت وېش هم «نا انډوله» دی او له همدې امله، د ده په وینا، په اسانه نه شي ویل کېدای چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان «اصلي تکلیف او مجبوریت» څه دی.
متقي د پاکستان هغه ادعا هم رد کړه چې افغانستان د پاکستان د مخالفو وسلهوالو ډلو د پټنځای په توګه کاریږي.
هغه د پاکستان د ادعاوو په ځواب کې د بلوڅانو، تحریک طالبان پاکستان او د ډیورنډ کرښې د امنیت په تړاو وویل، چې «که خبره د بلوڅانو وي نو بلوڅان خو ۷۸ کاله له حکومت سره په مخالفت کې دي، که خبره د ټي ټي پي وي نو ټي ټي پي خو له شلو کلونو ډېر وخت کېږي چې له پاکستان سره په جنګ اخته ده او که خبره د ډیورنډ کرښې وي نو موږ د افغانستان تر بل هر تېر نظامه ډېره هڅه کړې چې کرښه ښه کنټرول شي».
د متقي دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ اړیکې له اوږدې مودې راهیسې له جدي ترینګلتیا سره مخ دي.
پاکستان په وار وار ادعا کړې چې د افغانستان له خاورې د پاکستان ضد وسلهوالو فعالیتونه کېږي، خو طالبان دا تورونه ردوي او وايي، د افغانستان خاوره د هیڅ بل هېواد پرضد نه کاریږي.
پر کرښه د شخړو او امنیتي پېښو له امله د سوداګریزو لارو پر تړل کېدو اوږد وخت اوړي، خو لا هم د سوداګرو او خلکو پر مخ تړلې دي.
متقي وايي، طالبانو د پاکستان د اندېښنو د کمولو لپاره د ده په وینا، ټول لازم اقدامات کړي دي، خو لا هم د اسلاماباد د غوښتنو په اړه روښانه درک نه لري.
هغه وویل: « موږ ټول اقدامات کړي او کله کله څوک د چا زړه او دماغ ته نه شي ننوتلی چې دوی څه غواړي».
د متقي د څرګندونو له مخې، کابل لا هم د پاکستان د دریځ د اصلي علت په لټه کې دی خو په ورته وخت کې د طالبانو اداره هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لا خرابېدو مخه ونیسي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته میلیونونه افغانې نجونې له زده کړو بې برخې شوې. په دې موده کې انلاین ښوونځي او پټ تعلیمي مرکزونه جوړ شوي چې ګڼو نجونو ته یې د زده کړې زمینه برابره کړې خو د برېښنا، اقتصادي ستونزو او محدود ظرفیت له امله لا هم د زده کړو تشه نه ده ډکه شوې.
له پنځو کلونو راهیسې د شل کلنې افغانې نجلۍ «اسمان» سهار نور د ښوونځي د زنګ په غږ نه پیلېږي. هغه د ښوونځي د یونیفورم پر ځای هر سهار خپل لپټاپ چالانوي او ساعتونه د کمپیوټر د پردې مخې ته تېروي. همدې پردې اوس د هغې لپاره د ښوونځي، ښوونکي او ټولګیوالو ځای نیولی دی.
په افغانستان کې زده کړه اوس د برېښنا له پرله پسې پرې کېدو او د انټرنېټ له کمزوري کیفیت سره تړلې ده. سره له دې، اسمان هر سهار د خپل مېز تر شا کښېني. هغه وايي، لا هم زده کړې ته دوام ورکوي، ځکه باور لري چې پوهه هغه وروستی شی دی چې تر اوسه ترې نه دی اخیستل شوی.
د ۱۴۰۰ کال د اسد میاشتې له سیاسي بدلون وروسته، میلیونونه نجونې له ښوونځیو پاتې شوې. د اسمان کیسه یوازې د یوې نجلۍ کیسه نه ده؛ دا د هغو زرګونو نجونو کیسه ده چې په دې موده کې یې یا د انلاین زده کړو او یا هم د پټو کورنیو ښوونځیو له لارې خپل تعلیم ته دوام ورکړی دی.