• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ښوونځي له ټولګي د خسر تر کوره؛ پر زده‌کړو بندیز د کم عمره نجونو ودونو ته لاره اواره کړې

مسکا سنګر نیازۍ
مسکا سنګر نیازۍ

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریاله

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۱۵:۲۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۴۵ GMT+۱

د «لومړی د ښځو حقونه» په نوم د ښځو د حقونو یوه بنسټ تازه څېړنه ښيي چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز له زده‌کړو د میلیونونو نجونو د محرومېدو ترڅنګ ددې لامل هم ګرځېدلی، چې په کم عمر او جبري ډول د ودونو پر وړاندې د هغوی د خوندیتوب ډال مات کړی.

د «لومړی د ښځو حقونه » بنسټ د شنبې په ورځ په یوه تازه راپور کې ویلي، چې ښوونځي ته تګ د نجونو د واده ځنډولو لپاره کورنیو ته یو منل شوی دلیل ورکاوه، خو کله چې نجونې له زده‌کړو منع شوې، په ګڼو کورنیو کې د هغوی د واده خبرې ګړندۍ شوې او نجونو ته د زده‌کوونکو پر ځای د واده لپاره د چمتو کسانو په سترګه وکتل شول.

100%

په «افغانستان کې د ماشومانو پر ودونو د نجونو د زده‌کړو د محدودیتونو اغېزې» تر سرلیک لاندې دا راپور د نړیوالو او کورنیو حقوقي اسنادو پر شننې او د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې له ۴۰ ښځو او نجونو سره پر ژورو مرکو ولاړ دی.

لیمه (مستعار نوم) یوه له هغو نجونو ده چې کیسه یې په راپور کې رااخیستل شوې ده. هغې غوښتل لوړې زده‌کړې وکړي، د انګلیسي ژبې کورسونه ولولي او ډاکټره شي، خو پر زده‌کړو بندیز یې د ژوند مسیر بدل کړ.

لیمه وایي: «د طالبانو تر راتګ مخکې مې ډېر هدفونه درلودل. غوښتل مې کابل ته د لوړو زده‌کړو لپاره لاړه شم، د انګلیسي ژبې کورسونه ولولم او ډاکټره شم، خو کله چې شپږم ټولګي ته ورسېدم، طالبانو ښوونځي وتړل».

په راپور کې راغلي، لیمه په ۱۵ کلنۍ کې واده او په ۱۶ کلنۍ کې مور شوه. هغه وايي، له ښوونځي تر محرومېدو وروسته په ژور خپګان اخته شوه او راتلونکی یې له منځه تللی احساساوه.

لیمه زیاتوي: «ما به تل له ځانه پوښتل چې په خپل ژوند کې به څه کوم. زما هیلې له خاورو سره خاورې شوې وې. ما غوښتل چې د ځان واک مې په خپل لاس کې وي، کار وکړم او خپل راتلونکی جوړ کړم».

نوموړې، سره له دې چې خپله له زده‌کړو محرومه شوې، هیله لري چې راتلونکی نسل له ورته برخلیک سره مخ نه شي.

هغې ویلي: «زه به هرومرو هڅه کوم چې ماشومان مې زده‌کړې وکړي. ښوونځي باید خلاص شي، څو نجونې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړای شي».

څېړنه د لیمې تجربه د هغو خطرونو بېلګه ګڼي چې له ښوونځي محرومیت، کم‌عمره واده، وختي امیندوارۍ او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی له یوه بل سره تړي.

په راپور کې د ثنا (مستعار نوم) په نوم له یوې بلې نجلې سره هم مرکه شوې چې په ۱۷ کلنۍ کې واده شوې ده. هغه وايي، نه یې غوښتل واده وکړي او نه یې د خپل ژوند په اړه د بلې پرېکړې فرصت درلود.

100%

ثنا وایي: «زړه مې نه غوښتل چې واده وکړم، خو بله لار مې هم نه درلوده. له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته نه پرېښودل کېدم، نو ځکه د خپلې کورنۍ لپاره په پیټي بدلېدم».

د ثنا کیسه ښيي چې پر زده‌کړو بندیز او اقتصادي فشار څنګه د کورنیو پر پرېکړو اغېز کوي.

د هغې په وینا، په لومړي سر کې یې ولور ۸۰۰ زره افغانۍ ټاکل شوی و، خو وروسته ۴۰۰ زره افغانیو ته راکم شو.

ثنا وایي: «کورنۍ مې د واده مخه نه شوای نیولی، ځکه هغوی مخکې له مخکې هوکړه کړې وه».

راپور وايي، په افغانستان کې روان اقتصادي او بشري ناورین ځینې کورنۍ دې ته اړ باسي چې د خپلو لوڼو واده د اقتصادي پیټي د کمولو د یوې لارې په توګه وګوري. کله چې نجلۍ ښوونځي، کار او د راتلونکي عاید فرصت نه لري، پر کورنۍ د هغې اقتصادي وابستګي هم زیاتېږي.

ثنا لا هم د زده‌کړو هیله لري. هغه وایي: «زه لا هم غواړم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړم، خو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته په کورسونو کې د کېناستلو اجازه هم نه ورکول کېږي».

100%


هوسۍ (مستعار نوم) چې په ۱۶ کلنۍ کې واده شوې، ویلي چې د واده خبرې یې لا هغه مهال پیل شوې وې چې ښوونځي ته تلله.

هوسۍ وایي: «ما له خپلې کوژدې درې میاشتې مخکې ښوونځی پرېښود، که څه هم زما د واده په اړه خبرې اته میاشتې مخکې پیل شوې وې. زما کورنۍ د واده له پرېکړې انکار نه شو کولی، ځکه هغوی لا مخکې هوکړه کړې وه».

د طیبې په نوم یوې بلې نجلۍ ویلي، چې «هېچا ته مهمه نه وه چې زه څه غواړم».

راپور موندلې چې ښوونځي یوازې د زده‌کړو ځایونه نه دي، بلکې نجونې پکې له همزولو، ښوونکو او د باور وړ کسانو سره اړیکې ساتي. له ښوونځي اېستل دا اړیکې پرې کوي او نجونې په کورونو کې لا منزوي کوي.

100%


طیبه چې په ۱۶ کلنۍ کې واده شوې وایي: «له کله چې مې ښوونځی پرېښود، له خپلو ټولو ټولګیوالو سره مې اړیکه پرې شوه. هېڅوک نه وو چې خبرې ورسره وکړم. هېچا مې خبرو ته غوږ نه نیوه او نه هم چا ته دا مهمه وه چې زه څه غواړم».

100%


څېړنه وايي، ښوونکي، د ښوونځیو مدیران او د پوهنې کارکوونکي د هغو لومړنیو کسانو په ډله کې دي چې د نجلۍ پر وړاندې د واده فشار، جبر یا ناوړه چلند تشخیصولی شي. د ښوونځیو په تړل کېدو سره نجونې د مرستې او څارنې له دې منظم سیستم څخه هم بهر پاتې شوې دي.

100%


راپور د یونیسف د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو د څو شاخصونو ټولیزې سروې له مخې لیکلي چې ۲۸،۷ سلنه افغان ښځو تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کړی او۹،۶ سلنې یې تر ۱۵ کلنۍ مخکې ودونه کړي دي.

د ماشومانو د ودونو کچه د افغانستان په ولایتونو کې یو شان نه ده.

د راپور د شمېرو له مخې، دا کچه په هلمند کې ۶۴،۱ سلنه، په هرات کې۶۱،۵ سلنه او په فاریاب کې ۵۸،۷ سلنه ښودل شوې ده. په پکتیا کې دا کچه ۲۲،۶ سلنه، په لوګر کې ۲۳،۱ او په پروان کې ۳۲،۴ سلنه ښودل شوې ده.

څېړنه د ولایتونو ترمنځ دا توپیر له بېوزلۍ، بې‌ځایه کېدو او زده‌کړو ته له محدود لاسرسي سره تړلی بولي.

راپور وايي، په افغانستان کې د کم‌عمره ودونو کچه له ۲۰۰۰ کال وروسته د نجونو د زده‌کړو او خوندیتوبي پروګرامونو په پراخېدو سره په تدریجي ډول راکمه شوه، خو له ۲۰۲۱ کال وروسته دا بهیر بېرته مخ په بدلېدو دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د اټکل له مخې، که د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه دوام وکړي، د ماشومانو ودونه به ۲۵ سلنه، له وخت مخکې امیندوارۍ به ۴۵ سلنه او د میندو مړینه به لږ تر لږه ۵۰ سلنه زیاته شي.

راپور ټینګار کوي چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو سروې لا د زده‌کړو د وروستیو بندیزونو ټولې اغېزې نه شي ښودلی، ځکه د نن ورځې له زده‌کړو محرومې نجونې لا د ښوونځي په عمر کې دي. د څېړونکو په وینا، د اوسنیو بندیزونو بشپړه اغېزه به هغه مهال په احصایو کې راڅرګنده شي چې دا نجونې ځوانۍ ته ورسېږي.

له همدې امله، راپور خبرداری ورکوي چې اوسني ارقام باید د ستونزې وروستۍ کچه ونه ګڼل شي.

د راپور مرکزي موندنه دا ده چې ښوونځي ته تګ د نجونو لپاره یوازې د زده‌کړې فرصت نه و، بلکې د کم‌عمره واده پر وړاندې یې د خوندیتوب رول هم درلود.

«لومړی د ښځو حقونه» بنسټ له مرستندویو هېوادونو، ملګرو ملتونو او مدني بنسټونو غوښتي چې د نجونو زده‌کړې، د ماشومانو خوندیتوب، رواني او ټولنیز ملاتړ، روغتیايي خدمتونه او له بېوزلو کورنیو سره اقتصادي مرستې په یوه ګډ پروګرام کې سره وتړي.

راپور ټینګار کوي، تر هغه، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې وي، د میلیونونو نجونو لپاره به له ټولګي څخه د خسر تر کوره واټن ورځ تر بلې لنډېږي.

ډېر لیدل شوي

د اور نوې لیکه؛ ایا یو شمېر پخواني افغان سرتېري بیا جګړې ته راګرځي؟
۱

د اور نوې لیکه؛ ایا یو شمېر پخواني افغان سرتېري بیا جګړې ته راګرځي؟

۲

په کچلاغ کې د هبت‌الله ګاونډیان: «د هبت‌الله په نامه د خپرېدونکو پیغامونو غږ د هغه نه‌دی»

۳

د بشري حقونو فعاله: د افغان ښځو مبارزه یوازې د زده‌کړو او ازادۍ لپاره نه‌ده

۴

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو په تېر یوه کال کې ۱۰۲ ځله د رسنیو ازادي نقض کړې

۵

جمعه‌خان فاتح: «له نظام سره ستونزه نه لرو، زموږ مخالفت له رالېږل شوې قطعې سره دی»

•
•
•

نور کیسې

د رباب په نغمو کې؛ د افغان نجونو او ښځو د ستونزو او کړاوونو انځور

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۰۶ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

افغانه رباب غږوونکې ښکلا د رباب د نغمو او تارونو له لارې د افغان ښځو او نجونو د ژوند، ستونزو او کړاوونو کیسه بیانوي؛ هغه هڅه کوي د رباب په هره نغمه کې د هغو ښځو غږ انځور کړي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې یې غږونه ډب شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو پنځه کاله تېرېږي. په دې موده کې یادې ډلې د ښځو پر زده‌کړو، کار، تګ‌راتګ، موسیقۍ او نورو ټولنیزو فعالیتونو سخت بندیزونه لګېدلي دي. د دغه بندیزونو له امله ګڼې افغان ښځې له زده‌کړو، کار او خپلو بنسټیزو حقونو بې‌برخې شوې دي.
د پکتیا ولایت اوسېدونکې او رباب غږوونکې ښکلا هم له هغه افغان نجونو څخه ده، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته یې افغانستان پرېښود او پاکستان ته کډه شوه. نوموړې له څو کلونو راهیسې په پېښور کې ژوند کوي.

ښکلا وايي، په ۲۰۲۱کال کې چې طالبان واک ته ورسېدل په افغانستان کې د ښځو ژوند ډېر سخت شو. د هغې په خبره، د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیزونه ولګېدل او د دوی لپاره د ژوند ډېرې لارې وتړل شوې.

نوموړې وايي، په کور کې یې نارینه نه‌شته او دوی درې خويندې له خپلې مور سره ژوند کوي. هغه وایي، د کور د لګښتونو برابرول ورته ډېر ستوزمن وو. په افغانستان کې ښځو ته د کار اجازه نه ورکول کېده؛ نو له همدې امله دوی اړ شول چې افغانستان پرېږدي او پاکستان ته کډه شي.
د طالبانو له‌خوا پر موسیقۍ هم سخت بندیز لګېدلی دی. موسیقي د افغانستان د کلتور یوه مهمه برخه ده خو اوس موسیقار او هنرمندان نه‌شي کولی په ازاد ډول خپلو هنري فعالیتونو ته دوام ورکړي.

نوموړې وايي، د موسیقۍ له امله یوازې هنرمندان نه‌دي زیانمن شوي بلکې د افغانستان کلتور هم له ستونزو سره مخ شوی دی، د ځینو هنرمندانو د موسیقۍ وسایل له کورونو وړل شوي، مات شوي او یا هم سوځول شوي دي.

ښکلا وايي، «د ښځو ستونزې یوازې تر موسیقۍ نه محدودېږي. ښځې له زده کړو، کار، تګ‌راتګ او د خپل ژوند د ډېرو پرېکړو له حقونو هم بې‌برخې شوې دي. ښځې باید د زده‌کړو او کار حق ولري. یوه ښځه چې زده‌کړې وکړي، خپل حقونه ښه پېژني او کولی شي د خپلې کورنۍ او ټولنې لپاره ښه رول ولوبوي».

ښکلا وايي، د ښځو پر زده‌کړو بندیز یوازې د ښځو ستونزه نه ده بلکې د ټول افغانستان راتلونکی هم زیانمنوي. که نجونې له زده‌کړو پاتې شي، په راتلونکي کې به افغانستان له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي.

نوموړې وايي، د طالبانو د بندیزونو له امله د افغان ښځو اقتصادي ستونزې هم ډېرې شوې په ځانګړي ډول هغه کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي چې د کور د لګښتونو لپاره نارینه نه‌لري.

د موسیقۍ په اړه ښکلا وايي، رباب د هغې لپاره یوازې د موسیقۍ یوه اله نه‌ده بلکې د ژوند یوه مهمه برخه ده. کله چې له ستونزو او فشار سره مخ شي رباب غږوي او دا کار یې ذهن اراموي.

نوموړې وايي، افغانستان ته د بېرته ستنېدو په اړه اندېښنه لري ځکه هلته نه‌شي کولی خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي، کار وکړي او یا په ازاد ډول رباب وغږوي؛ په کور کې یې نارینه نه‌شته او که بېرته افغانستان ته ستنه شي، نو د کور لګښتونه به څنګه برابر کړي، دا ورته لویه ستونزه ده او که موسیقي هم پرېږدي نو د هغې لپاره به ژوند لا سخت شي. موسیقي د هغې د احساساتو د څرګندولو او د سختو حالاتو د زغملو یوه وسیله ده.

ښکلا وايي، په پاکستان کې هم افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ د کار، زده‌کړو، ویزې او راتلونکي په اړه اندېښنې لري. افغان زده‌کوونکي د زده‌کړو لپاره ویزې او قانوني اسنادو ته اړتیا لري او دا کار د ډېرو افغان کورنیو لپاره اسانه نه‌دی.

ښکلا وايي، هغې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې تر لسم ټولګي پورې زده‌کړې کړې وې خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې زده‌کړې په ټپه ودرېدې. نوموړې وايي، ډېری افغان نجونې هم ورته حالت لري او له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

د ښځو د زده‌کړو په اړه ښکلا وايي، ښځې هم د زده‌کړو حق لري او باید خپلې زده‌کړې بشپړې کړي. ښکلا وايي، په افغانستان کې د کم عمره نجونو د ودونو ستونزه هم د اندېښنې وړ ده.

نوموړې افغان نجونو او ښځو ته پیغام ورکړی، چې له خپلو خوبونو لاس وانه‌خلي. هغې وویل، که ستونزې هر څومره زیاتې وي باید خپلې زده‌کړې، هنر او مهارتونه پرېنږدي او د خپل راتلونکي لپاره هڅې وکړي. د هغې په وینا، افغان ښځې باید د ستونزو له امله خپل خوبونه هېر نه‌کړي؛ بلکې تر خپلې وسې پورې دې د زده‌کړو، هنر او خپلواک ژوند لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د سیګار پخوانی مشر: په افغانستان کې د ښځو ژوند په دوزخ بدل شوی دی

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۰۲ GMT+۱
100%

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی مفتش جان ساپکو وايي، د طالبانو تر واک لاندې د افغان ښځو ژوند په «دوزخ» بدل شوی دی. هغه د ټرمپ پر ادارې نیوکه وکړه، چې د وضعیت د بدلولو لپاره یې هیڅ اغېزمن اقدام نه‌دی کړی.

ساپکو ویلي، اوس به دا ډېره سخته وي چې څوک پر امریکا باور وکړي. جان ساپکو د پنجشنبې په ورځ د سي‌اېن‌اېن له ویاندې کرېسټين امانپور سره په مرکه کې له هغه افغانانو سره د امریکا د حکومت پر چلند سختې نیوکې وکړې، چې د امریکا له حکومت او پوځ سره یې همکاري کړې ده.

هغه خبرداری ورکړ، چې د امریکا د پخوانیو افغان همکارانو یوازې پرېښودل ښايي پر دغه هېواد باور له‌منځه یوسي.
ورته مهال د ښځو د حقونو فعالې محبوبه سراج له کابل نه سي‌اېن‌اېن ته ویلي، چې د هغې تر مدیریت لاندې د امن خونې تر تړل کېدو وروسته نور په عملي توګه نه‌شي کولی په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

طالبانو هغه امن خونه چې له زیانمنو ښځو څخه د ملاتړ لپاره جوړه شوې وه، واک ته د بېرته ستنېدو په لومړیو ورځو کې وتړله. سراج ویلي: «زه په دې ډول خپلو کارونو ته دوام نه‌شم ورکولی؛ ځکه له هغه افغان ښځو سره چې زما مرستې ته اړتیا لري، مرسته نه‌شم کولی».

هغې وویل، چې د افغانستان ښځې له ټولو حقونو بې‌برخې شوې دي او ان د هغې په څېر کسان هم نه‌شي کولی د دغه وضعیت په اړه په ازاد ډول خبرې وکړي؛ بلکې له هغوی تمه کېږي چې چوپ پاتې شي.

ساپکو واک ته د طالبانو د بیا ستنېدو پنځه کاله وروسته د افغانستان په اړه د کریسټین امانپور د پوښتنې په ځواب کې وویل: «زه خپه او نهیلی یم». هغه زیاته کړه، ډېر داسې افغانان پېژني چې نه‌دي توانېدلي له هېواده ووځي.

ساپکو د افغانستان د ښځو وضعیت لویه «تراژیدي» وبلله او ویې ویل: «که ښځه یاست، افغانستان ستاسو لپاره دوزخ دی». ساپکو پر نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ډونالډ ټرمپ پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د دغه وضعیت د بدلون لپاره کوم اغېزمن اقدام نه‌کېږي.

هغه د امریکا د نړۍوالې پراختیایي ادارې (USAID) د مرستو او بشري پروژو کمښت هغه لاملونه وبلل، چې د افغانانو ژوند یې لا ستونزمن کړی دی. ساپکو د مرکې په یوه بله برخه کې له افغان حکومت او امریکايي ځواکونو سره د همکارو افغانانو وضعیت ته هم اشاره وکړه.
هغه وویل، سلګونه زره دغه کسان لاهم په افغانستان کې پاتې دي او په دې لټه کې وو چې امریکا ته ولېږدول شي. د هغه په وینا، شاوخوا ۱۷زره کسان په یوه پړاو کې امریکا ته د لېږد په لړۍ کې شامل وو، هغوی خپل اسناد بشپړ کړي او امنیتي ارزونې یې هم تېرې کړې وې؛ خو اوس دغه بهیر په ټپه درول شوی دی.

ساپکو د دغه کسانو د امنیتي ارزونې له بهیر څخه دفاع وکړه او هغه یې «تر ټولو غوره د امنیتي ارزونې نظام» وباله. د هغه په وینا، دغه نظام د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې جوړ او وروسته لا پیاوړی شو.

ساپکو وویل، له افغان همکارانو سره د امریکا چلند یوازې اخلاقي موضوع نه‌ده؛ بلکې د دغه هېواد له ملي امنیت سره هم تړاو لري. د هغه په وینا، که واشنګټن هغه کسان چې په افغانستان کې د امریکا ترڅنګ ولاړ وو، پرېږدي او له هغوی سره خپله ژمنه پوره نه‌کړي، نو په راتلونکي کې به د باور وړ متحدانو موندل ورته لا ستونزمن شي.

هغه په پای کې پوښتنه وکړه: «تاسو فکر کوئ، له هغوی سره زموږ د چلند له څرنګوالي وروسته، بل ځل چې موږ د جګړې لپاره متحدانو ته اړتیا ولرو، که هغه په اوکراین کې وي، که ایران او یا په بل هر ځای کې ایا څوک به پر امریکا باور وکړي؟»

د ښځو اعتراضي خوځښتونه: د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې دې «جنسیتي اپارتاید» وبلل شي

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۱۶ GMT+۱
100%

د افغان ښځو څو اعتراضي خوځښتونو د اګست ۱۵مه «د مقاومت او مبارزې ورځ» بللې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو محدودول دې د «جنسیتي اپارتاید» په توګه په رسمیت وپېژني او د پای ته رسولو لپاره یې عملي او بېړني اقدامات وکړي.

د «ښځو همت» خوځښت، د عدالت‌غوښتونکو ښځو، د ازادۍ لمر، د برابرۍ لپاره د افغان ښځو او د ښځو د ازادۍ شبکې په ګډون د ښځو څو اعتراضي خوځښتونو د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) په یوې ګډې اعلامیه کې ویلي، چې د اګست ۱۵مه د ښځو لپاره یوازې یوه نېټه نه، بلکې د داسې دورې پیل دی چې په‌کې میلیونونه ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو محرومې شوې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو منع شوي، ښځې له کاره اېستل او منع شوي او د اعتراض غږونه یې له نیونو، شکنجې، ګواښونو او تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

د ښځو دغو اعتراضي خوځښتونو ویلي، چې د طالبانو محدودیتونه یوازې پر عادي ښځو نه‌دي لګېدلي، بلکې ډاکترانې، خبریالانې، استادانې، ښوونکې، محصلانې، ښځینه کارکوونکې، پخوانۍ پولیسې او پوځي ښځینه کارکوونکې او ځوانې نجونې هم له زده‌کړو، کار او په ټولنه کې له مشارکت څخه محرومې شوې دي.

په اعلامیه کې راغلي: «هغه څه چې پر افغان ښځو تپل شوي، یوازې د محدودیتونو ټولګه نه‌ده، بلکې د ښځو د له منځه وړلو او له ټولنې او عامه ژوند څخه د هغوی د حذف سیستماتیک سیاست دی».

دوی له ملګرو ملتونو، یوناما، له امنیت شورا او همداراز له بشري حقونو شورا او د نړۍ له حکومتونو غوښتي، چې له تکراري غندنو ورهاخوا، د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د پالیسۍ د پای ته رسولو لپاره عملي او بېړني اقدامات وکړي.

د ښځو خوځښتونو همداراز د طالبانو د «حساب ورکولو» غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان د راتلونکي په اړه هېڅ بحث او پرېکړه باید د ښځو، په ځانګړي ډول د معترضو او عدالت‌غوښتونکو ښځو له «واقعي او معناداره حضور» پرته ترسره نه شي.

دوی له نړیوالو رسنیو غوښتي، چې د افغان ښځو د غږونو رسولو ته دوام ورکړي او د هغو نجونو، ډاکترانو، استادانو، خبریالانو او معترضو ښځو د وضعیت په تړاو راپورونه خپاره کړي، چې د طالبانو د محدودیتونو او ځپنې له امله اغېزمنې شوې دي.

په اعلامیه کې د ښځو د حقونو غوښتنې په دې ټکو راټولې شوې دي: «زده‌کړه زموږ حق دی. کار زموږ حق دی. ازادي زموږ حق دی. له کرامت سره ژوند زموږ حق دی».

د ښځو خوځښتونو د اګست ۱۵مه د «تسلیمېدو نه، بلکې د افغان ښځو د ازادۍ، عدالت او برابرۍ لپاره د مقاومت او بیا ژمنې ورځ» بللې او ټینګار یې کړی، چې د نجونو تر بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د ستنېدو او ښځو ته د کار او ازادۍ تر حق ورکولو پورې به یې مبارزه دوام ولري.

د بشري حقونو فعاله: د افغان ښځو مبارزه یوازې د زده‌کړو او ازادۍ لپاره نه‌ده

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۵۲ GMT+۱
100%

د بشري حقونو افغانه فعاله او څېړونکې نازیلا علمي وايي، افغان ښځې د اوږدې مودې له محرومیتونو سره، سره «نه تسلیمېدونکې» دي او د زده‌کړو، ازادۍ او د ټولنې جوړولو لپاره مبارزې ته دوام ورکوي.

نوموړې له جورج بوش له بنسټ سره په یوې مرکه کې وايي، د طالبانو تر واک لاندې د افغان ښځو پر وړاندې محرومیتونه له روانو بشري حقونو سرغړونو او د ښځو پر وړاندې له محدودیتونو سره یوځای شوي او د دغه ښځو وضعیت یې لا زیانمن کړی دی.
د علمي په وینا؛ په افغانستان کې د ښځو مبارزه یوازې د زده‌کړې، کار او تګ‌راتګ حقونو لپاره نه‌ده، بلکې ښځې له تاریخي تبعیض، جبري بې‌ځایه کېدو او نورو محرومیتونو سره هم مخ دي.
هغې وویل، کورنۍ یې له افغانستانه ن منځنۍ اسیا ته کډه شوې وه؛ خو له ۲۰۰۱کال وروسته بېرته افغانستان ته ستنه شوه؛ څو د خپلې ټولنې او کورونو په بیا جوړولو کې برخه واخلي.
د علمي په وینا؛ هغه د مزارشریف په یوه سیمه کې لویه شوې او وروسته یې کور وران او کورنۍ یې کابل ته جبري بې‌ځایه شوه. نوموړې وايي، یادې تجربې د جبري بې‌ځایه کېدو او بشري حقونو په اړه د هغې د څېړنو پر مسیر اغېز کړی دی.
علمي د خپلې کورنۍ د ښځو د زده‌کړیزو فعالیتونو یادونه هم وکړه او ویې ویل، چې د هغې انا د خپلې کورنۍ له یوازینۍ ښځې په توګه د میراث د ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړه او وروسته یې په خپل کلي کې یو ښوونځی جوړ کړ.
د نوموړې په وینا، دغه ښوونځی وروسته پراخ شو او زرګونو نجونو په‌کې زده‌کړې وکړې؛ خو اوس هغه نجونې د طالبانو د محدودیتونو له امله له زده‌کړو بې‌برخې دي. هغې ټینګار وکړ، چې بشري حقونه او امنیت باید له یو بل څخه جلا ونه ګڼل شي.
علمي وايي، که نړۍواله ټولنه د افغان ښځو او قومي لږکیو بشري حقونه له امنیتي او ترهګرۍ ضد سیاستونو جلا وګڼي؛ نو د خلکو شکایتونه، مبارزه او مقاومت به له پامه وغورځوي او د تېرو تېروتنو د تکرار ګواښ به زیات شي.
نوموړې په افغانستان کې د سفر کوونکو بهرنیو او افغان ټولنیزو رسنیو فعالانو پر فعالیتونو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې یوازې د افغانستان د ښکلا، مېلمه‌پالنې او فرهنګ ښودل د دغه هېواد د اوسني وضعیت بشپړ انځور نه وړاندې کوي.
علمي وايي، باید له دوی وپوښتل شي چې په دغه انځورونو او ویډیوګانو کې افغان ښځې چېرته دي او ولې هغه کسان چې افغانستان ته سفر کوي د طالبانو له لوري په خوندي ډول ګرځول کېږي.
د هغې په وینا؛ طالبان له دغه سفرونو څخه د خپل حکومت د تبلیغ لپاره ګټه اخلي او د افغانستان د واقعي وضعیت د پټولو هڅه کوي. علمي وايي، په افغانستان کې د ښځو او ځوانانو روانه مبارزه ورته هیله ورکوي.
نوموړې وویل، په افغانستان او بهر کې افغان ښځې او ځوانان د خپل هېواد د ښه راتلونکي لپاره مبارزه کوي او همدا دوامداره فعالیتونه د هغې د هیله‌مندۍ تر ټولو مهم لامل دی.
هغې د افغانستان د ځوانانو د یوې څېړنې یادونه وکړه او ویې ویل، ځینو ځوانو افغانانو ورته ویلي وو چې د افغانستان د راتلونکي په اړه «خوشبین» نه‌دي؛ خو «هیله‌من» دي ځکه د دوی په باور خوشبیني ښايي د اوسني وضعیت منل وي، خو هیله د بدلون لپاره له مبارزې سره تړاو لري.
علمي ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د ښځو او ځوانانو مقاومت لاهم دوام لري او د همدې مبارزې دوام د دغه هېواد د راتلونکي لپاره د هغې د هیلې سرچینه ده.

ملګري ملتونه: ښځې له عامه ژوند څخه نږدې په بشپړه توګه اېستل شوې دي

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۱۷ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت لا هم د خرابېدو په حال کې دی او د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د فعالانو په وینا؛ ښځې له عامه ژوند څخه نږدې په بشپړه توګه اېستل شوې دي.

د «ای پیپر» د راپور له مخې؛ طالبانو شاوخوا ۲۰۰ فرمانونه او محدودیتونه لګولي، چې له مخې یې له ۱۲ کلونو پورته نجونې له ښوونځیو منع شوې، ښځې له پوهنتون او د کار له ډېرو برخو بې‌برخې شوې او د تګ‌راتګ لپاره پرې سخت محدودیتونه لګېدلي دي.
په راپور کې راغلي، د طالبانو په وروستیو فرمانونو کې د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي په اړه داسې احکام هم شامل دي چې د بشري حقونو د فعالانو په وینا، نارینه‌و ته د خپلو مېرمنو د وهلو زمینه برابروي؛ تر هغه چې د وهلو له امله د هډوکو ماتېدو او دایمي ټپ لامل نه‌شي.
په یوه بل حکم کې د ښځو لپاره د طلاق اخیستل لا سخت شوي؛ په داسې حال کې چې د نارینه‌و د طلاق حق پر خپل ځای پاتې دی. د راپور له مخې؛ دغه قوانین د ماشومانو د ودونو لپاره هم زمینه برابروي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د معلوماتو له مخې؛ اوس شاوخوا نیمايي افغان ښځې یوازې په میاشت کې یو یا دوه ځله له خپلو کورونو وځي.
۲۳ کلنه پریما چې له ایران نه افغانستان ته په جبري توګه ستنه شوې وايي، ښځې حتی د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره په ازاد ډول له کوره نه‌شي وتلی او د کور د سودا پېرلو مسوولیت ډېری وخت پر نارینه‌و پاتې کېږي.
پریما وايي، هغه د ګنډلو او خامک‌دوزۍ مهارت لري او که د کار امکانات ورته برابر شي؛ نو کولای شي د خپلې کورنۍ د ورځنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره کار وکړي، خو د طالبانو د محدودیتونو له امله بې‌کاره ده.
په لویدیځ افغانستان کې یوه ۴۰ کلنه ښځه چې تر شلو کلونو ډېر وخت یې په ایران کې تېر کړی او په مارچ میاشت کې په جبري توګه افغانستان ته ستنه شوې وايي، چې لوڼې یې ښوونځي ته نه‌شي تللی.
د ښځو د حقونو فعاله میترا مهران وايي، د طالبانو د رژیم عادي کېدو بهیر د اندېښنې وړ دی او له یادې ډلې سره د نړۍوالو هېوادونو سیاسي او دیپلوماتیک تعامل باید د ښځو د حقونو له وضعیت سره تړاو ولري.
راپور وايي، د ملګرو ملتونو د بشریت ضد جرمونو تړون د تعدیل په وړاندیزونو کې اوو هېوادونو د جرم په توګه د «جنسیتي توپیر» د شاملولو غوښتنه کړې او ۱۴ هېوادونو په عامه توګه د یادې طرحې ملاتړ کړی دی.
په همدې حال کې افغانستان له ژور بشري او اقتصادي ناورين سره هم مخ دی. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۲۸ مېلیونه افغانانو په بې‌وزلۍ کې ژوند کاوه او نږدې له هرو څلورو کسانو درې یې د خپلو اساسي اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ وو.
د مرستندویه ادارو په وینا؛ وچکالۍ، له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو جبري ستنېدل او د نړۍوالو مرستو کمښت د خلکو وضعیت لا کړکېچن کړی دی. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو بې‌ساری ناورین د نړۍ له‌خوا د هېرېدو له ګواښ سره مخ دی.