• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ازبکستان اعلان وکړ چې افغانستان ته یوازې خپله اضافي برېښنا صادروي

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۱۲:۵۵ GMT+۱

ازبکستان وايي، افغانستان ته به د برېښنا صادرات هغه مهال کوي، چې لومړی یې خپلې کورنۍ اړتیاوې په بشپړه توګه پوره شي. د ازبکستان د انرژۍ وزیر شیرزاد خوجایف ویلي، چې افغانستان ته د صادرېدونکې برېښنا اندازه به د هېواد له داخلي اړتیاوو وروسته له پاتې ظرفیت څخه ټاکل کېږي.

د هغه په وینا، په هغو موسمونو کې چې د لمریزې او بادي برېښنا تولید زیات وي، ازبکستان کولی شي خپله اضافي برېښنا افغانستان ته صادره کړي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف هم اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې د سرخان‌دریا–پلخمري د لوړ ولتاژ برېښنا لېږد پروژې د عملي کېدو چارې چټکې کړي.

د دې پروژې له مخې، د شاوخوا ۲۰۰،۶ کیلومتره په اوږدوالي د برېښنا د لېږد نوې شبکه جوړېږي او د خواجه‌الوان سب‌سټېشن به هم پراخ شي.

د ازبکستان او طالبانو ترمنځ په ۲۰۲۵ کال کې د برېښنا د لېږد، سب‌سټېشنونو د جوړولو او پراختیا په برخه کې څلور هوکړې لاسلیک شوې وې. په دغو پروژو کې د کابل د ارغندي سب‌سټېشن پراخول او د کابل له بتخاک سب‌سټېشن څخه د ننګرهار تر شیخ مصري پورې د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د نوې شبکې جوړول هم شامل دي.

افغانستان د خپلې برېښنا د اړتیاوو د پوره کولو لپاره تر ډېره پر وارداتو متکي دی.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، شاوخوا ۸۰سلنه برېښنا له بهر څخه واردېږي او ازبکستان د افغانستان تر ټولو لوی برېښنايي تأمینوونکی بلل کېږي.

ازبکستان او طالبانو د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې د ۲۰۲۶ کال لپاره د برېښنا د رسولو هوکړه هم کړې وه.

ډېر لیدل شوي

د اور نوې لیکه؛ ایا یو شمېر پخواني افغان سرتېري بیا جګړې ته راګرځي؟
۱

د اور نوې لیکه؛ ایا یو شمېر پخواني افغان سرتېري بیا جګړې ته راګرځي؟

۲

هلمندیانو ته د متحدې جبهې خبرداری: خپل اولادونه مو د طالبانو له لیکو څخه راوباسئ

۳

په کچلاغ کې د هبت‌الله ګاونډیان: «د هبت‌الله په نامه د خپرېدونکو پیغامونو غږ د هغه نه‌دی»

۴

د بشري حقونو فعاله: د افغان ښځو مبارزه یوازې د زده‌کړو او ازادۍ لپاره نه‌ده

۵

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو په تېر یوه کال کې ۱۰۲ ځله د رسنیو ازادي نقض کړې

•
•
•

نور کیسې

زرغون ګوند: د طالبانو په اړه د جرمني سیاست د بشري حقونو او امنیت له پلوه «خطرناک» دی

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۱۱:۲۰ GMT+۱
100%

د جرمني د زرغون ګوند سیاستوالو د طالبانو له ادارې سره د جرمني د فدرالي حکومت پر وروستیو اړیکو او همکاریو سختې نیوکې کړې دي. د دوی په وینا، د حکومت د دې تګلارې یوازینۍ موخه «په هر قیمت د افغانانو ایستل» دي.

د زرغون ګوند دوو سیاستوالو سارا ناني او شاهین ګمبیر د جمعې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې حکومت له طالبانو سره د همکارۍ له لارې داسې ډلې ته نږدې کېږي چې د ښځو او نجونو اساسي بشري حقونه یې محدود کړي او میلیونونه افغانان یې د نړۍ له تر ټولو لویو او جدي بشري ناورینونو څخه په یوه کې ساتلي دي.

ګمبیر، چې د کورنیو چارو کمېټې غړې او د افغانستان په چارو کې د ګوند راپور ورکوونکې ده او ناني، چې د امنیتي سیاست ویانده او د دفاعي کمېټې مشره ده، وايي، د جرمني حکومت له طالبانو سره فعاله همکاري کوي او په دې توګه هغوی ته په نړیواله صحنه کې د منل کېدو زمینه برابروي.

د دوی په وینا، د حکومت د دې تګلارې یوازینۍ موخه «په هر قیمت د افغانانو ایستل» دي.

د زرغون ګوند سیاستوالو دا څرګندونې پر کابل د طالبانو د واکمنېدو د پنځم کال په درشل کې کړې دي.

هغوی یادونه وکړه چې په ۲۰۲۱ کال کې د کابل د سقوط پر مهال جرمني د خپلو پوځي ځواکونو په ګډون د کابل له هوايي ډګر څخه د ګڼو کسانو په ایستلو کې مرسته کړې وه، خو اوس، د دوی په وینا، همغه حکومت چې هغه مهال یې له طالبانو څخه خلک ژغورل، له طالبانو سره په فعاله توګه همکاري کوي.

ناني او ګمبیر تور ولګاوه چې د جرمني حکومت په دې توګه طالبانو ته په نړیواله صحنه کې د مشروعیت موندلو زمینه برابروي او هغه قربانۍ له پامه غورځوي چې د جرمني سرتېرو، ډیپلوماټانو او نورو کارکوونکو د شاوخوا دوو لسیزو په ترڅ کې د طالبانو پر وړاندې د جګړې پر مهال ورکړې دي.

جرمني په رسمي ډول د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو له دې ډلې سره د تخنیکي کچې خبرې کوي.

د سټېرن رسنۍ د راپور له مخې، برلین طالبانو ته دا امکان هم برابر کړی چې په جرمني کې د افغانستان د ډېرو ډیپلوماټیکو استازولیو چارې په پراخه کچه په لاس کې واخلي.

د دې تګلارې تر شا د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت مهم رول لري.

زرغون ګوند وايي، د جرمني حکومت په دې توګه «د اسلامپالو د ترهګر رژیم مشروعیت» پیاوړی کوي.

ناني او ګمبیر دا تګلاره «د بشري حقونو په برخه کې یوه ناسمه لار او له امنیتي پلوه بې‌پروايي» وبلله. دوی د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر یوهان وادېفول څخه وغوښتل چې په دې موضوع کې څرګند دریځ ونیسي او وضاحت ورکړي چې ولې لا هم د دوبریندت د امنیتي سیاست ملاتړ کوي.

د راپور له مخې، د جرمني کیڼ ګوند هم له طالبانو سره د حکومت د همکاریو مخالفت کړی دی.

په یوه ورځ د اوو ولایتونو سقوط؛ کابل د طالبانو په محاصره کې

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۳۰ GMT+۱
100%

د ۱۴۰۰کال د زمري ۲۳مه طالبانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې خپل چټک پرمختګ ته دوام ورکړ او د شاوخوا اوو ولایتونو مرکزونه یې تر خپل کنټرول لاندې راوستل.

په همدې ورځ طالبان بلخ، فاریاب، پکتیا، پکتیکا، کونړ، لغمان او دایکنډي ولایتونو ته ننوتل او ډېرې سیمې له جګړې پرته دغه ډلې ته وسپارل شوې.

100%

بلخ د طالبانو په لاس کې

د افغانستان په شمال کې د مزارشریف ښار سقوط د طالبانو لپاره تر ټولو ستره پوځي او سیاسي لاسته راوړنه وه. مزارشریف د افغانستان له مهمو ښارونو او د شمال د سیاسي، اقتصادي او پوځي فعالیتونو له مهمو مرکزونو څخه و.
د بلخ مرکز د پخواني حکومت د ځواکونو، سیمه‌ییزو پاڅون کوونکو او د شمال د مطرح سیاسي څېرو له لوري د طالبانو پر وړاندې د مقاومت له مهمو مرکزونو ګڼل کېده. د همدې ورځې په لړ کې مزارشریف د طالبانو لاس ته ولوېد.
د راپورونو له مخې، د افغان ملي اردو اړوند ځواکونه لومړی له سیمې ووتل او وروسته سیمه‌ییزو ځواکونو او پاڅون کوونکو هم مقاومت پرېښود. د راپورونو له مخې، د ولایت د والي دفتر په ګډون ټول مهم حکومتي تاسیسات د طالبانو تر کنټرول لاندې راغلل.

د شمال د پخوانیو مطرح قوماندانانو او سیاسي څېرو په ځانګړې توګه عطامحمد نور او د عبدالرشید دوستم د ځواکونو کمزوري کېدو او له سیمې د وتلو راپورونه هم خپاره شول. د افغانستان د بیارغونې څار لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې سیګار په خپل راپور کې ویلي، چې طالبانو مزارشریف له جګړې پرته ونیوه او د شمال د نیولو بهیر یې په دې توګه بشپړ کړ.

100%

فاریاب او کونړ هم له جګړې پرته طالبانو ونیول

په شمال کې له بلخ سره هم‌مهاله د فاریاب مرکز هم د طالبانو لاس ته ولوېده. فاریاب له هغه ولایتونو څخه و، چې طالبانو یې له مرکز سره یوشمېر ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستې وې. د میمنې له سقوط سره د افغانستان په شمال لوېدیځ کې د جمهوري حکومت پوځي حضور نور هم محدود شو.

100%

د زمري په ۲۳مه په ختیځ کې د کونړ مرکز اسعداباد هم د طالبانو تر کنټرول لاندې راغی. د اسعداباد سقوط د هېواد په ختیځ کې د حکومت د دفاعي کرښې د لا کمزورې کېدو نښه وه.

د شنبې په ورځ (د زمري ۲۳مه) طالبانو اعلان وکړ، چې د کونړ مرکز اسعداباد او شاوخوا ولسوالۍ د افغان ځواکونو له ولکې وتلې دي او د دوی جنګیالي پر ښار مسلط دي. له اسعداباد نه ټول امنیتي چارواکي او مسوولان وتلي او ښار طالبانو ته سپارل شوی دی.

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د ځانګړي راپور له مخي؛ د کونړ په اسمار او شیګل ولسوالیو کې د وړو نښتو راپورونه ورکول کېده، خو مرکز په بشپړه توګه د طالبانو په کنټرول کې نه‌و. د دغه ولایت څخه په ترلاسه شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، یوشمېر خلک د ملي اردو پر موټرو کاڼي واروي چې په خواله رسنیو کې یې د ګڼو خلکو غبرګونونه پارولي وو.

په همدې ورځ د طالبانو ویاند پر اېکس پاڼه ولیکل، چې د لغمان مرکز مهترلام یې په بشپړ ډول نیولی دی. د مهترلام سقوط داسې مهال وشو، چې طالبان لا د کابل پر لور د پرمختګ په حال کې وو.

100%

پکتیکا، پکتیا او دایکنډي هم سقوط شول

په سوېل ختیځ کې د پکتیکا مرکز ښرنه او د پکتیا مرکز ګردېز هم د همدې ورځې په اوږدو کې سقوط شول. په پکتیا کې تر دې وړاندې ګڼې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې وې او د ولایت مرکز ګردېز له څو اوونیو څخه تر فشار لاندې و. د افغانستان د شنونکو شبکې په هغه وخت کې راپور ورکړی و، چې د پکتیا ګڼې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې وې او جګړه د ګردېز تر شاوخوا سیمو پورې رسېدلې وه.

100%

د زمري د ۲۳مې پر سهار د پکتیکا په مرکز ښرنه کې هم د ښار بازار د طالبانو له لوري د نیول کېدو او د سیمه‌ییزو چارواکو د وتلو راپورونه خپاره شول. په دې توګه د افغانستان په سوېل ختیځ کې هم د جمهوري حکومت دفاعي جوړښت په چټکۍ سره مات شو.

په مرکزي افغانستان کې د دایکنډي مرکز نیلي هم د طالبانو تر کنټرول لاندې راغله. د دایکندي سقوط د طالبانو د چټک پرمختګ جغرافیه نوره هم پراخه کړه.

د زمري په ۲۳مه د دغه اوو مرکزونو حکومتي سقوط داسې مهال شوی، چې یوازې یوه ورځ وړاندې (د اګست په ۱۳مه) طالبانو د کندهار، هلمند، غور، بادغیس، لوګر او زابل په ګډون د څو نورو ولایتونو مرکزونه هم نیولي وو.

د رویټرز د هغه وخت د معلوماتو له مخې، د اګست په ۱۴مه د لوګر مرکز پل‌علم هم د طالبانو لاس ته لوېدلی و. د اګست تر ۱۴مې طالبانو د افغانستان د ډېرو ولایتونو او مهمو ښارونو کنټرول اخیستی و او کابل عملا د حکومت تر کنټرول لاندې تر ټولو مهم لوی ښار پاتې شوی و.

په همدې ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن کابل ته د امریکايي وګړو او خپلو افغان همکارانو د وتلو عملیاتو د خوندي کولو لپاره د نورو سرتېرو استولو اجازه هم ورکړه. د افغانستان امنیتي وضعیت چټک خرابېدو امریکا او نور لوېدیځ هېوادونه اړ اېستل، چې د خپلو سفارتونو د کارکوونکو او افغان همکارانو د اېستلو لپاره بېړني پلانونه عملي کړي.

د سیګار د راپور له مخې، د اګست په ۱۴مه د امریکا حکومت کابل ته د تخلیې عملیاتو د تنظیم لپاره د نورو ځواکونو د استولو پرېکړه وکړه. د دغه ورځې په پای کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ساحه دومره پراخه شوې وه چې د کابل سقوط د وخت پوښتنه ګرځېدلې وه.

100%

راتلونکې ورځ د زمري ۲۴مه جلال‌اباد، خوست، میدان وردګ، بامیان، پروان، کاپیسا او نور مرکزونه هم د طالبانو لاس ته ولوېدل او طالبان کابل ته داخل شول. د افغانستان جمهوریت په همدې ورځ پای ته ورسېد.

د مزارشریف په څېر د ستراتیژیک ښار له لاسه ورکول، د پکتیا او پکتیکا په څېر د سوېل ختیځو ولایتونو سقوط او په ختیځ او مرکزي افغانستان کې د حکومت د مرکزونو له لاسه ورکول هغه مهمې نښې وې، چې د جمهوریت د پای ته رسېدو بهیر یې چټک کړ.

100%

د رباب په نغمو کې؛ د افغان نجونو او ښځو د ستونزو او کړاوونو انځور

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۰۶ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

افغانه رباب غږوونکې ښکلا د رباب د نغمو او تارونو له لارې د افغان ښځو او نجونو د ژوند، ستونزو او کړاوونو کیسه بیانوي؛ هغه هڅه کوي د رباب په هره نغمه کې د هغو ښځو غږ انځور کړي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې یې غږونه ډب شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو پنځه کاله تېرېږي. په دې موده کې یادې ډلې د ښځو پر زده‌کړو، کار، تګ‌راتګ، موسیقۍ او نورو ټولنیزو فعالیتونو سخت بندیزونه لګېدلي دي. د دغه بندیزونو له امله ګڼې افغان ښځې له زده‌کړو، کار او خپلو بنسټیزو حقونو بې‌برخې شوې دي.
د پکتیا ولایت اوسېدونکې او رباب غږوونکې ښکلا هم له هغه افغان نجونو څخه ده، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته یې افغانستان پرېښود او پاکستان ته کډه شوه. نوموړې له څو کلونو راهیسې په پېښور کې ژوند کوي.

ښکلا وايي، په ۲۰۲۱کال کې چې طالبان واک ته ورسېدل په افغانستان کې د ښځو ژوند ډېر سخت شو. د هغې په خبره، د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیزونه ولګېدل او د دوی لپاره د ژوند ډېرې لارې وتړل شوې.

نوموړې وايي، په کور کې یې نارینه نه‌شته او دوی درې خويندې له خپلې مور سره ژوند کوي. هغه وایي، د کور د لګښتونو برابرول ورته ډېر ستوزمن وو. په افغانستان کې ښځو ته د کار اجازه نه ورکول کېده؛ نو له همدې امله دوی اړ شول چې افغانستان پرېږدي او پاکستان ته کډه شي.
د طالبانو له‌خوا پر موسیقۍ هم سخت بندیز لګېدلی دی. موسیقي د افغانستان د کلتور یوه مهمه برخه ده خو اوس موسیقار او هنرمندان نه‌شي کولی په ازاد ډول خپلو هنري فعالیتونو ته دوام ورکړي.

نوموړې وايي، د موسیقۍ له امله یوازې هنرمندان نه‌دي زیانمن شوي بلکې د افغانستان کلتور هم له ستونزو سره مخ شوی دی، د ځینو هنرمندانو د موسیقۍ وسایل له کورونو وړل شوي، مات شوي او یا هم سوځول شوي دي.

ښکلا وايي، «د ښځو ستونزې یوازې تر موسیقۍ نه محدودېږي. ښځې له زده کړو، کار، تګ‌راتګ او د خپل ژوند د ډېرو پرېکړو له حقونو هم بې‌برخې شوې دي. ښځې باید د زده‌کړو او کار حق ولري. یوه ښځه چې زده‌کړې وکړي، خپل حقونه ښه پېژني او کولی شي د خپلې کورنۍ او ټولنې لپاره ښه رول ولوبوي».

ښکلا وايي، د ښځو پر زده‌کړو بندیز یوازې د ښځو ستونزه نه ده بلکې د ټول افغانستان راتلونکی هم زیانمنوي. که نجونې له زده‌کړو پاتې شي، په راتلونکي کې به افغانستان له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي.

نوموړې وايي، د طالبانو د بندیزونو له امله د افغان ښځو اقتصادي ستونزې هم ډېرې شوې په ځانګړي ډول هغه کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي چې د کور د لګښتونو لپاره نارینه نه‌لري.

د موسیقۍ په اړه ښکلا وايي، رباب د هغې لپاره یوازې د موسیقۍ یوه اله نه‌ده بلکې د ژوند یوه مهمه برخه ده. کله چې له ستونزو او فشار سره مخ شي رباب غږوي او دا کار یې ذهن اراموي.

نوموړې وايي، افغانستان ته د بېرته ستنېدو په اړه اندېښنه لري ځکه هلته نه‌شي کولی خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي، کار وکړي او یا په ازاد ډول رباب وغږوي؛ په کور کې یې نارینه نه‌شته او که بېرته افغانستان ته ستنه شي، نو د کور لګښتونه به څنګه برابر کړي، دا ورته لویه ستونزه ده او که موسیقي هم پرېږدي نو د هغې لپاره به ژوند لا سخت شي. موسیقي د هغې د احساساتو د څرګندولو او د سختو حالاتو د زغملو یوه وسیله ده.

ښکلا وايي، په پاکستان کې هم افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ د کار، زده‌کړو، ویزې او راتلونکي په اړه اندېښنې لري. افغان زده‌کوونکي د زده‌کړو لپاره ویزې او قانوني اسنادو ته اړتیا لري او دا کار د ډېرو افغان کورنیو لپاره اسانه نه‌دی.

ښکلا وايي، هغې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې تر لسم ټولګي پورې زده‌کړې کړې وې خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې زده‌کړې په ټپه ودرېدې. نوموړې وايي، ډېری افغان نجونې هم ورته حالت لري او له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

د ښځو د زده‌کړو په اړه ښکلا وايي، ښځې هم د زده‌کړو حق لري او باید خپلې زده‌کړې بشپړې کړي. ښکلا وايي، په افغانستان کې د کم عمره نجونو د ودونو ستونزه هم د اندېښنې وړ ده.

نوموړې افغان نجونو او ښځو ته پیغام ورکړی، چې له خپلو خوبونو لاس وانه‌خلي. هغې وویل، که ستونزې هر څومره زیاتې وي باید خپلې زده‌کړې، هنر او مهارتونه پرېنږدي او د خپل راتلونکي لپاره هڅې وکړي. د هغې په وینا، افغان ښځې باید د ستونزو له امله خپل خوبونه هېر نه‌کړي؛ بلکې تر خپلې وسې پورې دې د زده‌کړو، هنر او خپلواک ژوند لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د سیګار پخوانی مشر: په افغانستان کې د ښځو ژوند په دوزخ بدل شوی دی

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۰۲ GMT+۱
100%

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی مفتش جان ساپکو وايي، د طالبانو تر واک لاندې د افغان ښځو ژوند په «دوزخ» بدل شوی دی. هغه د ټرمپ پر ادارې نیوکه وکړه، چې د وضعیت د بدلولو لپاره یې هیڅ اغېزمن اقدام نه‌دی کړی.

ساپکو ویلي، اوس به دا ډېره سخته وي چې څوک پر امریکا باور وکړي. جان ساپکو د پنجشنبې په ورځ د سي‌اېن‌اېن له ویاندې کرېسټين امانپور سره په مرکه کې له هغه افغانانو سره د امریکا د حکومت پر چلند سختې نیوکې وکړې، چې د امریکا له حکومت او پوځ سره یې همکاري کړې ده.

هغه خبرداری ورکړ، چې د امریکا د پخوانیو افغان همکارانو یوازې پرېښودل ښايي پر دغه هېواد باور له‌منځه یوسي.
ورته مهال د ښځو د حقونو فعالې محبوبه سراج له کابل نه سي‌اېن‌اېن ته ویلي، چې د هغې تر مدیریت لاندې د امن خونې تر تړل کېدو وروسته نور په عملي توګه نه‌شي کولی په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

طالبانو هغه امن خونه چې له زیانمنو ښځو څخه د ملاتړ لپاره جوړه شوې وه، واک ته د بېرته ستنېدو په لومړیو ورځو کې وتړله. سراج ویلي: «زه په دې ډول خپلو کارونو ته دوام نه‌شم ورکولی؛ ځکه له هغه افغان ښځو سره چې زما مرستې ته اړتیا لري، مرسته نه‌شم کولی».

هغې وویل، چې د افغانستان ښځې له ټولو حقونو بې‌برخې شوې دي او ان د هغې په څېر کسان هم نه‌شي کولی د دغه وضعیت په اړه په ازاد ډول خبرې وکړي؛ بلکې له هغوی تمه کېږي چې چوپ پاتې شي.

ساپکو واک ته د طالبانو د بیا ستنېدو پنځه کاله وروسته د افغانستان په اړه د کریسټین امانپور د پوښتنې په ځواب کې وویل: «زه خپه او نهیلی یم». هغه زیاته کړه، ډېر داسې افغانان پېژني چې نه‌دي توانېدلي له هېواده ووځي.

ساپکو د افغانستان د ښځو وضعیت لویه «تراژیدي» وبلله او ویې ویل: «که ښځه یاست، افغانستان ستاسو لپاره دوزخ دی». ساپکو پر نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ډونالډ ټرمپ پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د دغه وضعیت د بدلون لپاره کوم اغېزمن اقدام نه‌کېږي.

هغه د امریکا د نړۍوالې پراختیایي ادارې (USAID) د مرستو او بشري پروژو کمښت هغه لاملونه وبلل، چې د افغانانو ژوند یې لا ستونزمن کړی دی. ساپکو د مرکې په یوه بله برخه کې له افغان حکومت او امریکايي ځواکونو سره د همکارو افغانانو وضعیت ته هم اشاره وکړه.
هغه وویل، سلګونه زره دغه کسان لاهم په افغانستان کې پاتې دي او په دې لټه کې وو چې امریکا ته ولېږدول شي. د هغه په وینا، شاوخوا ۱۷زره کسان په یوه پړاو کې امریکا ته د لېږد په لړۍ کې شامل وو، هغوی خپل اسناد بشپړ کړي او امنیتي ارزونې یې هم تېرې کړې وې؛ خو اوس دغه بهیر په ټپه درول شوی دی.

ساپکو د دغه کسانو د امنیتي ارزونې له بهیر څخه دفاع وکړه او هغه یې «تر ټولو غوره د امنیتي ارزونې نظام» وباله. د هغه په وینا، دغه نظام د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې جوړ او وروسته لا پیاوړی شو.

ساپکو وویل، له افغان همکارانو سره د امریکا چلند یوازې اخلاقي موضوع نه‌ده؛ بلکې د دغه هېواد له ملي امنیت سره هم تړاو لري. د هغه په وینا، که واشنګټن هغه کسان چې په افغانستان کې د امریکا ترڅنګ ولاړ وو، پرېږدي او له هغوی سره خپله ژمنه پوره نه‌کړي، نو په راتلونکي کې به د باور وړ متحدانو موندل ورته لا ستونزمن شي.

هغه په پای کې پوښتنه وکړه: «تاسو فکر کوئ، له هغوی سره زموږ د چلند له څرنګوالي وروسته، بل ځل چې موږ د جګړې لپاره متحدانو ته اړتیا ولرو، که هغه په اوکراین کې وي، که ایران او یا په بل هر ځای کې ایا څوک به پر امریکا باور وکړي؟»

په کچلاغ کې د هبت‌الله ګاونډیان: «د هبت‌الله په نامه د خپرېدونکو پیغامونو غږ د هغه نه‌دی»

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۱۲ GMT+۱
100%

د کوټې ښار شمال پلو د کچلاغ په کوڅو کې د هبت‌الله اخوندزاده د تېر ژوند تر ټولو روښانه نښه له محرابه د هغه اورېدل شوی غږ دی. خو کلونه وروسته، همدا غږ د هغه د هویت په یوې سترې پوښتنې بدل شوی دی.

د کچلاغ قومي او سیاسي مشر مجید کاکړ، چې ۱۳ کاله یې ملا هبت‌الله له نږدې پېژانده، وايي، د هغه غږ یې دومره اورېدلی چې له حافظې یې نه وځي. له همدې امله د طالبانو له لوري خپرېدونکو ثبت شويو پیغامونو هغه دې پایلې ته رسولی چې «دا د ملا هبت‌الله اصلي غږ نه‌دی».

کاکړ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د هبت الله د اوسنیو ثبت شویو غږونو او هغه غږ ترمنځ ډېر توپیر شته چې ده له نږدې اورېدلی و.

د طالبانو اوسنی مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده شاوخوا ۱۵ کاله د بلوچستان ایالت د کوټې ښار د کچلاغ سیمې په قاسم خان کلي کې اوسېدلی و. نوموړی د مدرسې عربیه اسلامیه خیرالمدارس ترڅنګ په الحاج جومات کې مېشت و، چې د «بلوڅانو جومات» په نوم هم پېژندل کېږي.

100%

دغه جومات د کوټې د یوه ځایي سوداګر په نوم نومول شوی دی. د سیمې خلک وایي، دغه سوداګر له ملا هبت‌الله اخوندزاده سره نږدې اړیکې لرلې. خو د ۲۰۱۹کال د اګست په ۱۴مه چې د پاکستان د جوړېدو ورځ نمانځل کېده، د جمعې تر لمانځه وروسته یاد جومات یوې زورورې چاودنې ولړزاوه او د چت ځینې برخې یې را وغورځېدې.

په دې چاودنه کې څلور کسان ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول. تر چاودنې وروسته ملا هبت‌الله اخوندزاده له عامه انظارو ورک شو او ورسره دوه بېلابېل روایتونه رامنځته شول.

100%

د کچلاغ په خلکو کې یو روایت دا دی، چې ملا هبت‌الله په همدې چاودنه کې وژل شوی، خو دویم روایت هغه ژوندی ګڼي او وايي، چې له چاودنې وروسته بل خوندي ځای ته لېږدول شوی و.

د دواړو روایتونو پلویان د خپلو ادعاوو لپاره بېلابېل دلایل وړاندې کوي. د همدې موضوع د سپیناوي لپاره افغانستان انټرنشنل پښتو له ځینو هغو کسانو سره خبرې کړې دي، چې ملاهبت‌الله یې له نږدې پېژانده. ګڼو نورو کسانو د امنیتي اندېښنو له امله د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کړې دي. 

د کچلاغ قومي مشر ملک مجید کاکړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې ملا هبت‌الله په الحاج جومات کې امام و، خو ډېری وخت به یې ورور احمدالله امامت کاوه. هغه په دې باور دی، چې د ۲۰۱۹کال د اګست د ۱۴مې د چاودنې پر ورځ ملا هبت‌الله په کچلاغ کې نه و او په چاودنه کې یې ورور وژل شوی و.

100%
د ملاهبت الله ورور احمدالله

« غږ یې بدل شوی ښکاري»

کاکړ  په رسنیو کې د ملا هبت‌الله په نوم خپرېدونکی انځور د هغه اصلي انځور ګڼي، خو په پیغامونو کې پر خپرېدونکي غږ یې شک ښيي. هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ده په باور، «دا د ملا هبت‌الله اصلي غږ نه دی. ډېر بدل شوی ښکاري. ما د ملا هبت‌الله غږ له نږدې اورېدلی و، د هغه د غږ او اوسنیو ثبت شویو غږونو ترمنځ څرګند توپیر شته».

د کاکړ په وینا، د کچلاغ تر چاودنې مخکې هم پر ملا هبت‌الله دوه ځله د برید هڅې شوې وې او له همدې امله نوموړي له خلکو سره ډېر کم لیدل او د خپل امنیت لپاره یې په تګ راتګ کې احتیاط کاوه.

نوموړی وايي، یوه ورځ یې ملا هبت‌الله ته ویلي و چې «په افغانستان کې ښوونځي، روغتونونه او سړکونه په چاودنو الوځول کېږي، ایا دا د افغانستان په ګټه دي؟». او ملا هبت‌الله د ده په وینا، په ځواب کې منلې وه، چې دا کار د افغانستان په زیان دی او ناسم عمل دی.

په کچلاغ کې یوه ځایي اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، تر چاودنې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه او هیچا ته یې جومات ته د نږدې کېدو اجازه نه ورکوله.

د هغه په وینا، خبریالانو ته هم د وژل شویو کسانو د انځور اخېستلو اجازه نه وه ورکړل شوې.

په کوټه کې د طالبانو د فعالیتونو په اړه راپور ورکول د ځایي خبریالانو لپاره اسان کار نه و او بهرنیو خبریالانو هم کوټې ته د سفر لپاره د پاکستان له امنیتي ادارو څخه د نه اعتراض سند (NOC) ته اړتیا درلوده.

نوموړي، چې هبت الله اخوندزاده یې له نږدې پېژانده، ادعا وکړه، چې « ملا هبت‌الله اخوندزاده د چاودنې پرمهال په جومات کې و، وژل شوی او همغه شپه ۱۲ کسانو د کچلاغ د شهیدانو په هدیره کې خاورو ته سپارلی و».

100%
د کچلاغ د شهیدانو هدیره

خو افغانستان انټرنشنل پښتو ونه توانېده، چې دغه ادعا د نورو خپلواکو سرچینو له لارې تایید کړي. د همدې ادعا د ارزونې لپاره افغانستان انټرنشنل پښتو د طالبانو له یوه ځایي مشر سره هم خبرې کړې دي.

هغه وویل، د چاودنې پر ورځ ملا هبت‌الله اخوندزاده د کوټې شورا په یوه غونډه کې د ګډون لپاره تللی و او په کچلاغ کې نه و.

د طالبانو تر واکمنېدو مخکې د «کوټې شورا» په نوم د طالبانو یوه مهمه مشرتابه شورا په بلوچستان کې فعاله وه. د یادې شورا غړي د کوټې په بېلابېلو سیمو لکه میټا چوک، پښتون‌اباد، اسحاق‌اباد، ختیځ بای‌پاس او کچلاغ کې اوسېدل.

د طالبانو یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې ملا هبت‌الله اخوندزاده په پاکستان کې دوه دارالافتاوې هم جوړې کړې وې. یوه دارالافتا د کوټې د ختیځ بای‌پاس د بوسه‌منډيي په سیمه کې وه، چې ملا هبت‌الله به کله ناکله هلته د درس ورکولو لپاره ورتله. دویمه دارالافتا یې په پېښور کې فعاله وه. د سرچینې په وینا، کله چې طالبانو پر افغانستان واک ترلاسه کړ، دواړې دارالافتاوې افغانستان ته ولېږدول شوې او اوس یې پنځه څانګې په بېلابېلو ولایتونو کې فعالیت کوي.

د کچلاغ له چاودنې مختلفو روایتونو او د خلکو په منځ کې د هبت الله نه راڅرګندېدو د نوموړي د ژوند په تړاو له خلکو سره پوښتنې پیدا کړې دي.

افغانستان انټرنشنل پښتو د همدې پوښتنو د ځواب لپاره د طالبانو له یوه باخبره غړي سره خبرې کړې دي. نوموړي وویل، چې ملا هبت‌الله د امنیتي اندېښنو له امله د خلکو مخې ته نه راځي او سلاکاران یې هم په عامو غونډو کې د حضور اجازه نه ورکوي.

هغه زیاته کړه، « د امنیت ترڅنګ دا د طالبانو ستراتیژي هم ده. طالبان د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر تجربه تکراروي».

هغه وویل: «ملا عمر څو کاله ژوندی نه و، خو طالبانو د هغه نوم د خپل تحریک د یووالي لپاره کاراوه». سرچینې وویل، چې اوس هم د ملا هبت‌الله نه راڅرګندېدل د طالبانو د مشرۍ د یووالي د ساتلو لپاره مهم ګڼل کېږي.

د طالبانو تمځای او دمه ځای

کچلاغ د بلوچستان د مرکز کوټې ښار شاوخوا ۲۴ کیلومتره شمال پلو ته پروت ښارګوټی دی. دغه سیمه د دوو غرونو ترمنځ په یوه هواره دښته کې پرته ده او ډېری اوسېدونکي یې پښتانه دي.

په کچلاغ کې ډېری کاکړ، کاسي او خلجي قبیلې مېشتې دي خو د ښار په ځینو سیمو کې بلوڅان او د نورو قومونو خلک هم ژوند کوي. د دغه ښارګوټي ډېره برخه د ښار په شاوخوا کې اباده ده. له کوټې نه کچلاغ ته د ننوتلو پرمهال لومړی د بلیلي په سیمه کې د ګمرک او سرحدي ځواکونو امنیتي پوستې راځي او له هغو وروسته د پاکستان د سرحدي ځواکونو «غزه بند» کمپ پروت دی. له همدې ځایه د کچلاغ پخوانۍ ابادي پیلېږي.

ملازی کلی، مریاني‌اباد، سملي، وزیراباد او قاسم خان کلی د کچلاغ پخوانۍ سیمې دي.

د کچلاغ په سملي سیمه کې پخوا د افغانستان د ازبکانو یوه مشهوره مېنه او بازار و، خو اوس نږدې ټول اوسېدونکي یې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په همدې سیمه کې د «شاه صاحب مدرسه» هم ده، چې د جګړې پرمهال د طالبانو له مهمو مرکزونو شمېرل کېده.

د سیمې د خلکو په وینا، طالب مشران به ډېر ځله دې مدرسې ته راتلل او خپلې ناستې او سلامشورې به یې همدلته کولې.

له سملي وروسته د هندو چینې سیمه او ورپسې د کتر کلي سیمه پیلېږي. په دې سیمه کې د کاسي، کاکړ، سلیمان‌خېل، ملاخېل او ساګزي قبیلو کورنۍ مېشتې دي. د هندو چینې په شمال کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو یوه بله امنیتي پوسته پرته ده، چې له هغې وروسته د کچلاغ ښار اصلي برخه پیلېږي. له کچلاغ نه یوه لار د چمن ښار او د افغانستان پر لور وتلې ده.

چمن له کچلاغ نه شاوخوا ۹۰ کیلومتره واټن لري او د پښین ولسوالۍ پر لور لاره هم له همدې مسیر ه تېرېږي. د افغان کډوالو د سرانان او سرخاب مشهور پنډغالي هم د کچلاغ په شاوخوا سیمه کې پراته دي.

کچلاغ له کلونو راهیسې د افغان طالبانو د پخوانۍ «کوټې شورا» او د هبت الله له استوګنځي سره تړلې سیمه بلل شوې ده. له ۲۰۰۱ کال وروسته، چې طالبان مات شول، ځینو افغان او لوېدیزو چارواکو او شنونکو باور درلود، چې د طالبانو مشرتابه د بلوچستان کوټې ښار ته تللې ده.

په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۷ کلونو کې د طالبانو د پخواني دفاع وزیر ملا عبیدالله اخوند په ګډون د دې ډلې د ځینو مشرانو نیول کېدو دا باور پیاوړی کړی و، چې ګواکې د طالبانو یوه برخه مشري او تنظیمي شبکې په کوټه، کچلاغ او شاوخوا پښتون مېشتو سیمو کې دي.

په کچلاغ کې د هبت الله استوګنځی

د ملا هبت‌الله استوګنځی د کچلاغ ښار د منځنۍ او لوېدیځې برخې په منځ کې د وزیراباد او قاسم خان کلي د سیمې ترمنځ په یوه کوڅه کې موقعیت درلود.

د سیمې اصلي کوڅه شاوخوا پنځلس فټه پلنوالی لري، چې ډېره برخه یې لاهم خامه ده. په دې کوڅه کې دوه جوماتونه دي، چې یو د کوڅې په منځ کې دی او دویم یوڅه ستر جومات د کوڅې په پای کې دی. د دغه جومات پر دروازه د «مدرسه عربیه اسلامیه خیرالمدارس» نوم لیکل شوی او ودانۍ یې درې پوړونه، یوه شنه ګنبده او یو لوړ منار لري.

ملک مجید کاکړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې ملا هبت‌الله اخوندزاده په همدې مدرسه کې استوګن و او کلونه یې همدلته ژوند کړی دی.

100%
مدرسه عربیه اسلامیه خیرالمدارس

مجید کاکړ زیاته کړه، « ملا هبت‌الله به همدلته درس ورکاوه او د طالبانو د جګړې پرمهال یې له همدې ځایه له خپلو نږدې ملګرو او طالب مشرانو سره اړیکې ساتلې».

د هبت الله د پخوانیو مقتدیانو په وینا، نوموړي هره ورځ د سهار له اتو بجو نه تر غرمې پورې طالبانو ته درس ورکاوه او میاشتنی معاش یې شاوخوا لس زره پاکستانۍ کلدارې و. پر دې سربېره یې چندې، صدقې او د زکات او سرسایې پیسې هم ترلاسه کولې.