طالبانو سره د واک پنځه کاله؛ افغان ښځې له حقونو محرومې او کډوالۍ ته اړې شوې
د مېډیا لاین په یوه راپور کې ویل شوي چې د طالبانو له واک ته رسېدو پنځه کاله وروسته، افغان ښځې او نجونې له زدهکړو، کار او عامه ژوند څخه د پراخو محدودیتونو له امله محرومې دي او ګڼې ښځې د فشارونو او ځورونو له کبله له افغانستانه وتلو ته اړې شوې دي.
د دغه رسنۍ په یوه راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه په تدریجي ډول پر یوه پراخ او ټینګ نظام بدل شوي دي. نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع دي او ښځې د کار، تګ راتګ او عامه ځایونو ته د لاسرسي په برخه کې له پراخو بندیزونو سره مخ دي.
د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یو شمېر کارپوهانو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې تر هغه له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړي، څو د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د پام وړ، د اندازه کولو وړ او په خپلواکه توګه تاییدېدونکی پرمختګ نه وي شوی.
په راپور کې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې وروستی راپور هم یاد شوی چې وايي، افغان ښځې د تګ راتګ، زدهکړې او په عامه ژوند کې د ګډون په برخه کې له مخ پر زیاتېدونکو محدودیتونو سره مخ دي او ډېری یې د رواني روغتیا د خرابېدو او د خپل راتلونکي په اړه د پرېکړې د واک د له لاسه ورکولو خبر ورکوي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، په افغانستان کې د ښځو اقتصادي ونډه پیاوړې کول لا هم د بېوزلۍ، اقتصادي ستونزو او ټولنیزو فشارونو د کمولو لپاره له تر ټولو اغېزمنو لارو څخه دي او له افغانستانه د نړیوالو مرستو کمېدل باید د دغه هېواد د خلکو د هېرېدو په معنا نه وي.
یو این ډي پي افغانستان د اګست په ۱۵مه په یوه راپور کې، چې د ۲۰۲۱ کال له بدلونونو پنځه کاله وروسته د ښځو پر اقتصادي وضعیت تمرکز کوي، ویلي چې په هېواد کې بېوزلي، بېکاري، د اقلیم اړوند ستونزې او اقتصادي ناڅرګندتیا لا هم د میلیونونو افغانانو ورځنی ژوند اغېزمنوي. د راپور له مخې، اوس درې له څلورو افغانانو څخه د خپلو لومړنیو ورځنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دي.
راپور وايي، په تېرو پنځو کلونو کې د افغان ښځو پر وړاندې اقتصادي او ټولنیز فرصتونه محدود شوي او ورسره د خپل راتلونکي په اړه د پرېکړې کولو وړتیا هم اغېزمنه شوې ده. په همدې حال کې، د کورنیو د اقتصادي فشارونو له زیاتېدو سره د ښځو عایداتي ونډه تر بل هر وخت مهمه شوې ده.
د بښنې نړیوال سازمان د بریتانیا د پالیسۍ او څېړنې مشرې، نایومي مکالیف، په دې اعلامیه کې ویلي چې طالبانو د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار کولو بندیزونه لګولي، په عامه ژوند کې یې د هغوی فعالیتونه محدود کړي او د بیان ازادي یې هم ځپلې ده. د هغې په وینا، دې محدودیتونو د ښځو او نجونو غږ کمزوری کړی دی.
نایومي مکالیف په بریتانیا کې د افغان ښځو د پناه غوښتنې له لارې د هغوی د منل کېدو کچې له کمېدو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا کار په داسې وخت کې کېږي چې افغان ښځې تر بل هر وخت ډېرې مرستې او امنیت ته اړتیا لري.
د یاد بنسټ دغه چارواکې زیاته کړې: «د بریتانیا حکومت دا فرصت لري چې دغه شرموونکی بهیر بدل کړي او هغو افغان ښځو او نجونو ته امنیت برابر کړي چې د طالبانو له تاوتریخوالي څخه تښتېدلې او سخت ورته اړتیا لري.»
په «افغانستان کې د ماشومانو پر ودونو د نجونو د زدهکړو د محدودیتونو اغېزې» تر سرلیک لاندې دا راپور د نړیوالو او کورنیو حقوقي اسنادو پر شننې او د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې له ۴۰ ښځو او نجونو سره پر ژورو مرکو ولاړ دی.
لیمه (مستعار نوم) یوه له هغو نجونو ده چې کیسه یې په راپور کې رااخیستل شوې ده. هغې غوښتل لوړې زدهکړې وکړي، د انګلیسي ژبې کورسونه ولولي او ډاکټره شي، خو پر زدهکړو بندیز یې د ژوند مسیر بدل کړ.
ثنا وایي: «کورنۍ مې د واده مخه نه شوای نیولی، ځکه هغوی مخکې له مخکې هوکړه کړې وه».
راپور وايي، په افغانستان کې روان اقتصادي او بشري ناورین ځینې کورنۍ دې ته اړ باسي چې د خپلو لوڼو واده د اقتصادي پیټي د کمولو د یوې لارې په توګه وګوري. کله چې نجلۍ ښوونځي، کار او د راتلونکي عاید فرصت نه لري، پر کورنۍ د هغې اقتصادي وابستګي هم زیاتېږي.
ثنا لا هم د زدهکړو هیله لري. هغه وایي: «زه لا هم غواړم خپلو زدهکړو ته دوام ورکړم، خو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته په کورسونو کې د کېناستلو اجازه هم نه ورکول کېږي».
د راپور د شمېرو له مخې، دا کچه په هلمند کې ۶۴،۱ سلنه، په هرات کې۶۱،۵ سلنه او په فاریاب کې ۵۸،۷ سلنه ښودل شوې ده. په پکتیا کې دا کچه ۲۲،۶ سلنه، په لوګر کې ۲۳،۱ او په پروان کې ۳۲،۴ سلنه ښودل شوې ده.
څېړنه د ولایتونو ترمنځ دا توپیر له بېوزلۍ، بېځایه کېدو او زدهکړو ته له محدود لاسرسي سره تړلی بولي.
راپور وايي، په افغانستان کې د کمعمره ودونو کچه له ۲۰۰۰ کال وروسته د نجونو د زدهکړو او خوندیتوبي پروګرامونو په پراخېدو سره په تدریجي ډول راکمه شوه، خو له ۲۰۲۱ کال وروسته دا بهیر بېرته مخ په بدلېدو دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د اټکل له مخې، که د نجونو پر زدهکړو بندیزونه دوام وکړي، د ماشومانو ودونه به ۲۵ سلنه، له وخت مخکې امیندوارۍ به ۴۵ سلنه او د میندو مړینه به لږ تر لږه ۵۰ سلنه زیاته شي.
راپور ټینګار کوي چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو سروې لا د زدهکړو د وروستیو بندیزونو ټولې اغېزې نه شي ښودلی، ځکه د نن ورځې له زدهکړو محرومې نجونې لا د ښوونځي په عمر کې دي. د څېړونکو په وینا، د اوسنیو بندیزونو بشپړه اغېزه به هغه مهال په احصایو کې راڅرګنده شي چې دا نجونې ځوانۍ ته ورسېږي.
له همدې امله، راپور خبرداری ورکوي چې اوسني ارقام باید د ستونزې وروستۍ کچه ونه ګڼل شي.
د راپور مرکزي موندنه دا ده چې ښوونځي ته تګ د نجونو لپاره یوازې د زدهکړې فرصت نه و، بلکې د کمعمره واده پر وړاندې یې د خوندیتوب رول هم درلود.
«لومړی د ښځو حقونه» بنسټ له مرستندویو هېوادونو، ملګرو ملتونو او مدني بنسټونو غوښتي چې د نجونو زدهکړې، د ماشومانو خوندیتوب، رواني او ټولنیز ملاتړ، روغتیايي خدمتونه او له بېوزلو کورنیو سره اقتصادي مرستې په یوه ګډ پروګرام کې سره وتړي.
راپور ټینګار کوي، تر هغه، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې وي، د میلیونونو نجونو لپاره به له ټولګي څخه د خسر تر کوره واټن ورځ تر بلې لنډېږي.
نوموړې وايي، په کور کې یې نارینه نهشته او دوی درې خويندې له خپلې مور سره ژوند کوي. هغه وایي، د کور د لګښتونو برابرول ورته ډېر ستوزمن وو. په افغانستان کې ښځو ته د کار اجازه نه ورکول کېده؛ نو له همدې امله دوی اړ شول چې افغانستان پرېږدي او پاکستان ته کډه شي. د طالبانو لهخوا پر موسیقۍ هم سخت بندیز لګېدلی دی. موسیقي د افغانستان د کلتور یوه مهمه برخه ده خو اوس موسیقار او هنرمندان نهشي کولی په ازاد ډول خپلو هنري فعالیتونو ته دوام ورکړي.
نوموړې وايي، د موسیقۍ له امله یوازې هنرمندان نهدي زیانمن شوي بلکې د افغانستان کلتور هم له ستونزو سره مخ شوی دی، د ځینو هنرمندانو د موسیقۍ وسایل له کورونو وړل شوي، مات شوي او یا هم سوځول شوي دي.
ښکلا وايي، «د ښځو ستونزې یوازې تر موسیقۍ نه محدودېږي. ښځې له زده کړو، کار، تګراتګ او د خپل ژوند د ډېرو پرېکړو له حقونو هم بېبرخې شوې دي. ښځې باید د زدهکړو او کار حق ولري. یوه ښځه چې زدهکړې وکړي، خپل حقونه ښه پېژني او کولی شي د خپلې کورنۍ او ټولنې لپاره ښه رول ولوبوي».
ښکلا وايي، د ښځو پر زدهکړو بندیز یوازې د ښځو ستونزه نه ده بلکې د ټول افغانستان راتلونکی هم زیانمنوي. که نجونې له زدهکړو پاتې شي، په راتلونکي کې به افغانستان له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي.
نوموړې وايي، د طالبانو د بندیزونو له امله د افغان ښځو اقتصادي ستونزې هم ډېرې شوې په ځانګړي ډول هغه کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي چې د کور د لګښتونو لپاره نارینه نهلري.
د موسیقۍ په اړه ښکلا وايي، رباب د هغې لپاره یوازې د موسیقۍ یوه اله نهده بلکې د ژوند یوه مهمه برخه ده. کله چې له ستونزو او فشار سره مخ شي رباب غږوي او دا کار یې ذهن اراموي.
نوموړې وايي، افغانستان ته د بېرته ستنېدو په اړه اندېښنه لري ځکه هلته نهشي کولی خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي، کار وکړي او یا په ازاد ډول رباب وغږوي؛ په کور کې یې نارینه نهشته او که بېرته افغانستان ته ستنه شي، نو د کور لګښتونه به څنګه برابر کړي، دا ورته لویه ستونزه ده او که موسیقي هم پرېږدي نو د هغې لپاره به ژوند لا سخت شي. موسیقي د هغې د احساساتو د څرګندولو او د سختو حالاتو د زغملو یوه وسیله ده.
ښکلا وايي، په پاکستان کې هم افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ د کار، زدهکړو، ویزې او راتلونکي په اړه اندېښنې لري. افغان زدهکوونکي د زدهکړو لپاره ویزې او قانوني اسنادو ته اړتیا لري او دا کار د ډېرو افغان کورنیو لپاره اسانه نهدی.
ښکلا وايي، هغې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې تر لسم ټولګي پورې زدهکړې کړې وې خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې زدهکړې په ټپه ودرېدې. نوموړې وايي، ډېری افغان نجونې هم ورته حالت لري او له زدهکړو بېبرخې شوې دي.
د ښځو د زدهکړو په اړه ښکلا وايي، ښځې هم د زدهکړو حق لري او باید خپلې زدهکړې بشپړې کړي. ښکلا وايي، په افغانستان کې د کم عمره نجونو د ودونو ستونزه هم د اندېښنې وړ ده.
نوموړې افغان نجونو او ښځو ته پیغام ورکړی، چې له خپلو خوبونو لاس وانهخلي. هغې وویل، که ستونزې هر څومره زیاتې وي باید خپلې زدهکړې، هنر او مهارتونه پرېنږدي او د خپل راتلونکي لپاره هڅې وکړي. د هغې په وینا، افغان ښځې باید د ستونزو له امله خپل خوبونه هېر نهکړي؛ بلکې تر خپلې وسې پورې دې د زدهکړو، هنر او خپلواک ژوند لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.