• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي د کرنې نړۍوال نندارتون کې یې له ۷۰ ډېر تړونونه لاسلیک کړي

۲۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۶ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۶ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۵۵ GMT+۱

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې د کرنېزو محصولاتو نړۍوال نندارتون کې یې د څه باندې ۲۰۰میلیونو ډالرو په ارزښت له ۷۰ډیر قراردادونه لاسلیک کړي.

دغه نندارتون چې شپږ ورځې یې په کابل کې دوام وکړ نن یکشنبه (د زمري۲۵مه) پای ته ورسید.
د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت د تولیداتو خونې رییس خان محمد فروتن ویلي چې په دغه شپږ ورځني نندارتون کې له ۱۰۰ څخه ډېرو غرفو او شرکتونو ګډون کړی و او د لاسلیک شویو تړونونو له لارې به د کرنې او مالدارۍ د برخو د ودې، سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا زمینه برابره شي.
طالبانو دغه نندارتون د افغانستان د کرنې او مالدارۍ لومړنی نړۍوال نندارتون بللی و او موخه یې د هېواد د بزګرانو او مالدارانو د تولیداتو لپاره د بازار موندنې زمینې برابرول او د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د فعالانو ترمنځ د تجربو، مسلکي نوښتونو او معلوماتو شریکول بللي.
دوی د نړۍوالو نندارتونونو جوړول او د سوداګرو او پانګه‌والو ترمنځ د تړونونو لاسلیک د کورنیو تولیداتو د بازار موندنې او د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره مهم بللي.

ډېر لیدل شوي

د کندهار محدودیتونه څنګه د ټول هېواد لپاره په رسمي تګلاره بدل شول؟
۱

د کندهار محدودیتونه څنګه د ټول هېواد لپاره په رسمي تګلاره بدل شول؟

۲

د بدخشان په پنځو ولسوالیو کې سختې نښتې شوې دي

۳

مشهوره ټيک‌ټاکره «ګیله‌منه» په راولپېنډۍ کې په ډزو وژل شوې

۴

د پردې ترشا؛ د طالبانو امیر هبت الله دی او که هدایت الله؟

۵
ځانګړی

نورستان کې د طالبانو درې استخباراتي مسوولین یو ځل بیا د جنسي تېري د هڅې په تور نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

چمن او تورخم کې تاوانونه؛ افغان سوداګرو له طالبانو څخه د جبران او ستونزو د حل غوښتنه کړې

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۰۵ GMT+۱
100%

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو شمېر مسوولینو او سوداګرو په پاکستان کې د افغان سوداګرو د بار وړونکو وسایطو او سوداګریزو مالونو د اوږدې درېدنې له امله د رامنځته شویو درنو مالي زیانونو د جبران غوښتنه کړې. دوی ویلي چې تورخم او چمن کې یې له اوږدې مودې راهیسې مالونه ایسار دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي د خونې د مشرتابه د یو شمېر غړو او سوداګرو په ملتیا د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) د طالبانو د مالیې له وزیر محمد ناصر اخوند سره په لیدنه کې د سوداګرو د ستونزو او د حل لارو په اړه خبرې کړې دي.

د یادې خونې په خبرپاڼه کې راغلي، دوی په ځانګړي ډول په پاکستان کې د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې د ډېورند کرښې پورې غاړه په چمن او تورخم کې د افغان سوداګرو د بار وړونکو وسایطو او سوداګریزو مالونو درېدنې، د ډیمریج لوړو لګښتونو او د ډېر ځنډ له امله نور اړوند مصارف، سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د سوداګرو استازو د طالبانو له مالیې وزیر څخه وغوښتل چې د یادو ستونزو او اوښتو زیانونو د پراخوالي په پام کې نیولو سره د سوداګرو د مالي زیانونو د جبران او د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو د مالیې وزیر محمد ناصر اخوند د خصوصي سکټور د ستونزو حل او سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرول له خپلو لومړیتوبونو یاد کړل او د مالیاتي اسانتیاوو او تخفیفونو په برخه کې سوداګرو ته د خپل نظام د همکاریو یادونه هم کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو یاد وزیر دې ناسته کې ژمنه کړې، که سوداګر د لوړو ډیمریجونو، اضافي لګښتونو او اوښتو زیانونو په اړه کره او باوري اسناد وړاندې کړي او دغه اسناد د ټرانسپورټ وزارت له لوري هم تأیید شي، مالیه وزارت به د ګمرکي تصفیې او د اوښتو زیانونو د جبران په برخه کې همکاري وکړي.

په همدې حال کې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس وړاندیز وکړ، چې د سوداګرو د زیانونو د دقیقې ارزونې او ستونزو ته د رسېدنې لپاره دې د مالیې وزارت له لوري د خونې د استازو او سوداګرو په ګډون یوه تخنیکي او مسلکي کمېټه جوړه شي او دغه وړاندیز د یاد طالب وزیر له لوري ومنل شو او په دې تړاو یې خپلې اړوند برخې ته سپارښتنې وکړې.
د سوداګرو د څرګندونو له مخې، په چمن او تورخم کې د بار وړونکو وسایطو او سوداګریزو مالونو اوږدمهاله درېدنه یوازې د سوداګرۍ د بهیر د ځنډ لامل نه‌ده شوې، بلکې د ډیمریج او نورو اضافي لګښتونو له کبله یې د سوداګرو پر مالي وضعیت هم د پام وړ فشار راوستی دی. د جوړېدونکې تخنیکي کمېټې ارزونه به وښيي، چې د دغو زیانونو کچه څومره ده او د جبران په برخه کې به کوم اقدامات ترسره کېږي.

هم‌مهاله راپورونه څرګندوي، چې پر ډیورند کرښه د‌ طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ د وسله‌والو نښتو په ترڅ کې د لارو د تړل کېدو له امله په تېر یوه کال کې د دواړو لوریو سوداګرۍ ته تر یو مېلیارډ ډالرو ډېر زیان اوښتی دی.

سوداګر: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو خلاصېدو نښې شته خو لا هم ډیر کار پاتې دی

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۳۳ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشران وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو د پرانیستلو په اړه له دولتي چارواکو سره یې خبرې روانې دي، تمه شته خو تر اوسه په دې برخه کې کوم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

دوی وايي، «ځینې اشارې»یې ترلاسه کړې دي، خو د لارو د پرانیستو او د سوداګرۍ د بېرته پیلولو لپاره لا هم ډېر کار ته اړتیا ده.

د سوداګرۍ د ګډې خونې په پاکستان کې مشر جنید اسماعیل مکدا افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د پرانیستو په اړه یې له پاکستاني دولتي چارواکو سره خبرې روانې دي، خو په دې لړ کې د پاکستان او افغانستان د حکومتونو ترمنځ ستونزې او ورپسې د ایران شخړې هم يوه ستونزه جوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، «اوس ځینې اشارې ترلاسه شوې دي»، خو دوی لا هم د وضعیت ارزونه کوي.

مکدا وویل، دوی هڅه کوي چې نه یوازې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري بېرته پیل شي، بلکې ټرانزیټي سوداګري هم بېرته فعاله شي، څو له منځنۍ اسیا سره سوداګري هم ترسره شي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ باید د سوداګرۍ لړۍ نه وای تړل شوې، ځکه د سوداګرۍ د درېدلو له امله د دواړو هېوادونو ولسونو، سوداګرو او اقتصادونو ته زیان اوړي.

د سوداګرۍ د ګډې خونې د افغانستان شریک مشر خان جان الکوزي وویل، د حکومتونو په کچه په دې برخه کې تر اوسه کوم نوی پرمختګ نشته، خو په افغانستان او پاکستان دواړو کې سوداګر د لارو د پرانیستو او د سوداګرۍ د بېرته پیلولو هڅې کوي.

الکوزي افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وویل، په افغانستان کې هم سوداګر په دوامداره توګه له وزیرانو سره په دې اړه لیدنې او خبرې کوي.

هغه وویل:: «څو ورځې وړاندې ما شخصاً د تجارت له وزیر سره ولیدل. ان موږ کندهار ته لاړو، له ملا شیرین اخند سره مو وکتل او د ملا برادر له دفتر سره هم خبرې کوو. ورته مو ویلي چې دا بندیز د دواړو خواوو په زیان دی او باید اسانتیاوې رامنځته شي».

الکوزي وویل، د طالبانو مشران دوی ته وايي چې پاکستان هر وخت له دې ستونزې استفاده کوي او تر هغه چې د پاکستان له لوري کوم ضمانت ورنه کړل شي، دوی به دا لاره نه پرانیزي.

هغه زیاته کړه، که د پاکستان او طالبانو ترمنځ کومې پټې خبرې روانې وي، سوداګر ترې خبر نه دي.

الکوزي وویل: «البته زموږ د دواړو خواوو د سوداګرو غوښتنه او هیله دا ده چې دا د دواړو هېوادونو او ولسونو لپاره یوه اړتیا ده. د دې لارې تړل د دواړو هېوادونو په زیان دي، نو لاره باید پرانیستل شي».

د سوداګرۍ د ګډې خونې د پاکستان شریک مشر سهیل مکدا په شکايت سره وویل: «په افغانستان کې اوس پاکستاني توکي نه خوښېږي او د طالبانو حکومت په دې اړه تبليغات کړي. دلته په پاکستان کې هم خلک له دې کاره خپه دي، دا کار باید نه وای شوی».

هغه زیاته کړه، دوی لا هم د دې ستونزې د هواري لپاره هڅې کوي.

مکدا وویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ بېرته عادي کول اسانه کار نه دی او د دوه اړخیزې سوداګرۍ بېرته خپل پخواني حالت ته ستنول به وخت ونیسي، خو دوی له هڅو ناهیلي شوي نه دي.

د یادونې ده چې د ډېورنډ پر کرښه د تورخم، سپین بولدک او د تګ راتګ نورې ټولې لارې وروسته له هغه د هر ډول تګ راتګ او سوداګریزو چارو پر مخ وتړل شوې چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې د پاکستان هوايي ځواکونو په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل او طالبانو یې په غبرګون کې د ډېورنډ پر کرښه د پاکستان پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

ملابرادر د ترکمنستان له ملي مشر سره د ټاپي پروژې پرمختګ او اقتصادي مسایلو په اړه غږېدلی

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۱۴ GMT+۱
100%

په ترکمنستان کې د طالبانو سفارت خبر ورکړی، چې د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر هرات ته د خپل سفر پرمهال د ترکمنستان له ملي مشر قربان‌قلي بردي محمدوف سره د ټاپي پروژې د پرمختګونو او د دواړه هېوادونو د راتلونکو ګډو اقتصادي فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي.

یاد سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه لیدنه دوشنبه (د زمري ۱۹مه) د هرات ولایت په تورغونډۍ په سیمه کې شوې ده. د خبرپاڼې له مخې؛ ملاعبدالغني برادر ویلي چې په هرات کې د ټاپي پروژې چارې په ښه ډول روانې دي او تمه ده چې پاتې کارونه یې په ټاکلي وخت بشپړ شي.

هغه له ترکمنستان نه غوښتي، دواړه هېوادونه دې د طبیعي ګازو د بیې په اړه هوکړې ته ورسېږي او د بیې د ټاکلو فورمول داسې بدل شي چې د اروپا په بازارونو کې د بیو د سختو بدلونونو اغېز پرې کم شي.

برادر همداراز د اوږدمهاله قرارداد، د اسانه شرایطو او د قرارداد د بیاکتنې لپاره د یوه انعطاف‌ منونکي میکانېزم رامنځته کولو غوښتنه هم کړې ده. د طالبانو د اقتصادي مرستیال په وینا؛ په هرات کې د ګازو د وېش او لګښت لپاره د شبکې جوړول، د ټاپي پروژې د پاتې موضوعاتو د حل لپاره د ګډ تخنیکي او حقوقي کمېسیون جوړول او په پروژه کې د لا ډېرو افغانانو لپاره د کاري فرصتونو برابرول هغه موارد دي چې دواړه لوري باید پرې ګډ کار وکړي.

هغه همداراز له ترکمنستان نه غوښتي، چې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د اق‌کریم بندر د بیا پرانیستلو، په ترکمن‌باشي بندر کې د افغان سوداګریزو او ترانزیټي مالونو لپاره د اسانتیاوو برابرولو، د لاجوردو لارې د بیا فعالولو او د هرات ـ تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ د بیارغونې او پراختیا په برخو کې همکاري وکړي.

د خبرپاڼې له مخې؛ قربان‌قلي بردي محمدوف په دې لیدنه کې ویلي، چې د ترکمنستان او افغانستان اړیکې د نېک نیت او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ پیاوړې شوې دي. د ترکمنستان ملي رهبر زیاته کړې، چې عشق‌اباد چمتو دی په هرات کې د ګازو د وېش شبکې جوړولو او د ټاپي پروژې د عملي چارو د پیل لپاره همکاري وکړي.

د هغه په وینا؛ یوشمېر بهرنیو شرکتونو هم په ټاپي پروژه کې د پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی دی. قربان‌قلي بردي محمدوف همداراز ویلي، چې ترکمنستان چمتو دی په ترکمن‌باشي بندر کې د افغانستان د ترانزیټي او سوداګریزو توکو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د لاجوردو لارې د بیا فعالولو لپاره به له افغانستان سره ګډ کار وکړي.

د ترکمنستان ملي رهبر ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې د برېښنا او اوسپنې پټلۍ اړوند پیل شوې پروژې به په ټاکلي وخت او چټکۍ سره بشپړې کړي. د خبرپاڼې په پای کې ویل شوي، چې دواړه خواوو د ټاپي، ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ پروژو د څار او عملي کولو لپاره د لوړپوړو مسوولینو په مشرۍ د یوې ګډې تخنیکي کمېټې پر جوړولو هوکړه کړې ده.

ایرانی چارواکی: ازبکستان د افغانستان بازار کې خپله ونډه پراخوي خو د ایران ونډه کمېږي

۱۷ زمری ۱۴۰۵ - ۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۲:۱۰ GMT+۱
100%

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس وايي، چې ازبکستان د افغانستان په بازار کې خپله ونډه پراخه کړې، خو د ایران صادراتي ونډه ورځ تر بلې ډیریږي. هغه ویلي، چې ایران باید افغانستان یوازې د خپلو وروستیو تولیداتو د مصرفوونکي بازار په توګه ونه ګوري.

محمود سیادت له ایراني رسنیو سره په خبرو کې د ایران، افغانستان او تاجکستان ترمنځ هغه وروستي توافق ته اشاره کړې چې په مشهد کې نهايي شو او ویلي یې دي چې اقبال لاهوري افغانستان د اسیا زړه بللی و او دغه هېواد کولای شي د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د ارتباطي پل په توګه عمل وکړي.

هغه زیاته کړې چې د طالبانو حکومت هم په دې وروستیو کې د سړکونو او رېل پټلیو د مواصلاتي شبکو د پراختیا لپاره مثبت ګامونه پورته کړي دي. د نوموړي په وینا، ګاونډیو هېوادونو هم په کراچۍ او بندرعباس بندرونو کې د وروستیو ستونزو له امله په دې برخه کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا او چمتووالی ښودلی دی.

سیادت د ترکمنستان له لارې د ترانزیټ په مسیر کې ستونزو ته په اشاره ویلي، چې ایران له ترکمنستان سره د کلونو تعامل پر مهال د پالیسۍ له بدلونونو سره مخ و چې په عملي توګه یې ازبکستان، تاجکستان او قزاقستان ته د ایراني مالونو د ترانزیټ بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

هغه وايي، له همدې امله د افغانستان له لارې د تاجکستان له شیرخان بندر سره د نښلولو له ظرفیت څخه استفاده یوه حیاتي اړتیا ده.

د نوموړي په وینا، د افغانستان د اقتصادي چارو د مرستیال ملا عبدالغني برادر وروستی حکم چې د شیرخان بندر د زیربناوو د عاجل سمبالښت په اړه یې صادر کړی، یو مثبت اقدام دی.

د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې رییس ویلي، چې د ایران له لارې ګرمو اوبو ته لاسرسی د دغه هېواد یوه طبیعي ستراتیژیکه ګټه ده چې ازبکستان، تاجکستان او افغانستان په څېر په وچې ایسار هېوادونه ورته جدي اړتیا لري.

سیادت وايي، ایران له افغانستان او تاجکستان سره په اقتصادي تعامل کې خپله تګلاره بدلوي او په وروستي توافق کې یوازې د مالونو پر ترانزیټ تمرکز نه دی شوی، بلکې د ګډ تولید موضوع هم مطرح شوې ده.

هغه ویلي، یوازې د وروستیو تولید شویو توکو د صادراتو دودیزه تګلاره نور د سیمې د سختې سیالۍ لپاره کافي نه ده.د نوموړي په وینا، د تولیدي لګښتونو د کمولو او د لوژستیکي ستونزو د مخنیوي لپاره پلان لري چې د تولید د ځنځیر یوه برخه او منځني توکي په افغانستان کې یا د ګډو پروژو له لارې تولید کړي.

د هغه په باور، دغه تګلاره به نه یوازې د ترانزیټ لګښتونه راکم کړي، بلکې د ایران، افغانستان او تاجکستان ترمنځ به اقتصادي اړیکې هم لا پیاوړې کړي.

هغه ویلي، د ایران سیمه‌ییز سیالان، په ځانګړي ډول ازبکستان، په چټکۍ او پراخو پانګونو هڅه کوي چې د افغانستان په اقتصادي بازار کې خپله ونډه زیاته کړي، په داسې حال کې چې د ایران صادراتي سهم په تدریجي ډول کمېږي.

د هغه په وینا، ایران باید افغانستان یوازې د خپلو وروستیو تولیداتو د مصرف کوونکي بازار په توګه ونه ګوري، ځکه په افغانستان کې د صنعتي واحدونو د زیاتېدو له امله سیالي ورځ تر بلې سختېږي. نوموړي ویلي چې یوازې په روان کال کې په افغانستان کې له ۱۵۰۰ څخه ډېر صنعتي واحدونه زیات شوي دي.

سیادت ټینګار کړی چې د ایران تګلاره باید د دواړو لوریو پر ګټه ولاړه همکاري او د افغانستان، ایران او تاجکستان له ظرفیتونو څخه د درېیمو هېوادونو بازارونو ته د لاسرسي لپاره استفاده وي.

د نوموړي په وینا، د ایران رېل پټلۍ پروژه چې د هرات په ۶۰ کیلومترۍ کې د روزنک په تمځي کې درېدلې وه، اوس د طالبانو د حکومت په همکارۍ د هرات تر صنعتي ښارګوټي پورې د غځولو په حال کې ده.

هغه ویلي، د هرات او مزارشریف ترمنځ د رېل پټلۍ د نښلولو په اړه هم توافق شوی چې مالي لګښت به یې افغانستان او تخنیکي مشارکت به یې ایران پر غاړه ولري.

سیادت د میلک، دوغارون او ماهی‌رود پولو وضعیت بحراني بللی او ویلي یې دي چې یوازې په دوغارون پوله کې د موټرو د درېدو موده ۱۰ تر ۱۲ ورځو پورې رسېږي او شاوخوا ۳۰۰د تېلو بار موټرونه اوس هم هلته ولاړ دي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې د تېلو د بار وړونکو موټرو دومره لویه مجموعه له امنیتي پلوه ډېره خطرناکه ده او که کومه پېښه رامنځته شي، نه جبرانېدونکې پایلې به ولري.

د طالبي پالیسیو قرباني؛ د کندهار انګور د صادراتو درېدو له امله په باغونو کې خوسا کېږي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۴۵ GMT+۱
100%

په کندهار کې د انګورو بڼوال او سوداګر وایي، د طالبانو د اقتصادي او سوداګریزو پالیسیو، د پاکستان له لارې د صادراتو درېدو او د بدیلو لارو نه موندلو له امله د دوی د یو کال زحمت په اوبو لاهو شوی، انګور یې په باغونو او بازارونو کې خوسا کېږي او ان په نیمه بیه یې هم څوک نه پېري.

کندهار چې د افغانستان د انګورو د تولید تر ټولو مهم مرکز بلل کېږي، په تېرو کلونو کې به یې لسګونه زره ټنه انګور پاکستان، هند او نورو هېوادونو ته صادرېدل؛ خو سږ کال د سوداګرو په خبره تراوسه د دغه ولایت یو کیلو انګور هم بهرنیو بازارونو ته نه‌دي رسېدلي او ټول تولیدات د هېواد په محدودو کورنیو بازارونو کې بند پاتې دي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم تاییدوي، چې د لارو د ستونزو او د صادراتو د بندښت له امله تراوسه د کندهار انګور بهر ته نه‌دي صادر شوي. د یادې خونې مسوولین وایي، انګور د هغو مېوو له ډلې دي چې د ساتنې موده یې ډېره لنډه ده او د اوږدو ترانزیټي لارو د زغملو توان نه‌لري.

د دوی په وینا؛ پخوا به ډېری انګور د پاکستان له لارې بهرنیو بازارونو ته رسېدل، خو اوس چې دغه لاره تړل شوې او بدیل مسیر هم نه‌شته، سوداګر له صادراتو لاس په سر شوي دي.

100%

سره له دې چې د کال په لومړیو کې د دامان، ژړۍ او ځینو نورو سیمو بڼونه د ږلۍ له امله زیانمن شوي وو، د طالبانو تر واک لاندې کرنې ریاست بیا وایي، چې سږکال د انګورو حاصلات لس سلنه زیات شوي او شاوخوا ۲۲۵زره او ۵۰۰ ټنه انګور به ترلاسه شي. خو بڼوال وایي، د بازار له نشتوالي سره د حاصلاتو زیاتوالی د نعمت پر ځای په مصیبت بدل شوی دی.

د کندهار د دامان ولسوالۍ یو بڼوال محمد اکرم وایي، د صادراتو له درېدو وروسته د انګورو بیې دومره رالوېدلې چې د دوی د یو کال ټول زحمت یې په اوبو لاهو کړی دی. هغه وایي: «پخوا به مې باغ په څلور لکه افغانۍ خرڅاوه؛ خو سږکال چا په دوه لکه افغانۍ هم وانخیست اوس مجبور یم خپله انګور بازار ته یوسم او په نیمه بیه یې خرڅ کړم. د طالبانو د غلطو پالیسیو له امله زموږ د یو کال ټول زحمت له‌منځه تللی او له سخت اقتصادي زیان سره مخ شوي یو».

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ بڼوال او د انګورو سوداګر داوود شاه وایي، که حکومت د صادراتو لپاره عملي حل پیدا نه‌کړي یوازې انګور نه؛ بلکې د افغانستان نورې تازه مېوې به هم ورته برخلیک ولري.

هغه وایي: «صادرات سږکال صفر دي، انګور مو هره ورځ خرابېږي، نه یې د ساتنې سړې خونې شته، نه د جوس او پروسس فابریکې شته او نه هم د صادراتو لاره؛ نو موږ څه وکړو دا انګور پر کومه خوا یوسو».

کندهار د افغانستان د انګورو د تولید تر ټولو مهم ولایت ګڼل کېږي او لسګونه ډولونه انګور تولیدوي؛ خو بڼوال او سوداګر خبرداری ورکوي که د صادراتو اوسنی ناورین دوام وکړي، نو د انګورو ترڅنګ به د انارو، انځرو او نورو مېوو بازارونه هم له ورته اقتصادي سقوط سره مخ شي او زرګونه کورنۍ به د خپل عاید اصلي سرچینه له لاسه ورکړي.

100%