د بېپولې خبریالانو سازمان (ار ایس ایف) وايي، په پاکستان کې، په ځانګړې توګه د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې، د رسنیو د ازادۍ پر وړاندې فشارونه په خطرناک ډول زیات شوي او چارواکي هڅه کوي د سیمې په اړه د معلوماتو خپرېدل محدود کړي.
دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، د انټرنېټ بندول، د الجزیرې وېبپاڼې مسدودول، د خبریالانو نیول، پر بهرنیو خبریالانو د سفر محدودیتونه، قضايي احضاریې او پر رسنیو فشارونه په پاکستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ د خرابېدو څرګندې نښې دي.
د راپور له مخې، د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د انتخاباتي اصلاحاتو په ملاتړ اعتراضونه په زور وځپل شول او پراخې نیونې وشوې. هممهاله، په وروستیو اوونیو کې د سیمې د رسنیز پوښښ د محدودولو لپاره د پاکستان حکومت اقدامات هم زیات کړي دي؛ په داسې حال کې چې د سیمې د قانونجوړونکې شورا ټاکنې د جولای له ۲۷مې پیل شوې دي.
ار ایس ایفوايي، په کشمیر کې د انټرنېټ خدمتونه د جون پر پنځمه وځنډول شول او تر اوسه یوازې په جزوي ډول بېرته فعال شوي دي. د اګست پر دویمه د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د الجزیرې وېبپاڼه هم بنده کړه او پر دې رسنۍ یې د سیمې په اړه د «حساسیت پاروونکو» راپورونو د خپرولو تور ولګاوه.
د راپور له مخې، د اګست پر څلورمه د بهرنیو رسنیو لپاره نوي سخت مقررات هم نافذ شول. له مخې یې بهرني خبریالان، په ګډون له نړیوالو رسنیو سره د کارکوونکو پاکستاني خبریالانو، اړ دي چې له اسلاماباد، لاهور او کراچۍ څخه بهر د راپور ورکولو لپاره د «نه اعتراض سند» ترلاسه کړي.
په نویو مقرراتو کې ویل شوي چې د رسنیو د مسلکي کسانو اعتبارلیک د مبهمو دلایلو له مخې، لکه د پاکستان د «ایډیالوژۍ، حاکمیت، امنیت یا عامه نظم» خلاف کړنو، لغوه کېدای شي.
ار ایس ایف وايي، د رسنیو پر وړاندې د فشارونو په لړ کې خپلواک خبریالان رازي طاهر او محمد سیف هم نیول شوي دي. د راپور له مخې، دواړه خبریالان د «خپلواک لید» په نوم د یوټیوب چینل لپاره کار کوي او د اګست له لومړۍ نېټې راهیسې په اسلاماباد کې د کشمیر د اعتراضونو په ملاتړ د یوې مظاهرې د پوښښ له امله په بند کې دي.
رازي طاهر تر دې مخکې د جون پر ۲۳مه د برېښنايي جرمونو د مخنیوي قانون له مخې نیول شوی و او د جولای پر اتمه په ضمانت خوشې شو. ار ایس ایفوايي، په ۲۰۲۵ کال کې د دغه قانون له تعدیل وروسته خبریالان د «ناسمو معلوماتو» د خپرولو په څېر مبهمو مواردو له امله له جزايي مجازاتو سره مخ کېدای شي.
د بېپولې خبریالانو سازمان د جنوبي اسیا د څانګې مشرې، سیلیا مرسیر، ویلي: «چارواکو داسې ښکاري چې هر هغه څه یې کړي چې کولی یې شول، څو د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د معلوماتو بشپړ بندیز رامنځته کړي.»
هغې زیاته کړې: «د انټرنېټ بندول او د لاسرسي محدودول، د نیونو زیاتوالی، د رسنیو د مسلکي کسانو پر لاسرسي محدودیتونه او د برېښنايي جرمونو د مخنیوي قانون له مخې قضايي تعقیبونه په پاکستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ د وضعیت د پام وړ خرابېدو ښکارندويي کوي.»
مرسیر له پاکستاني چارواکو غوښتي چې نیول شوي خبریالان سمدستي خوشې کړي، په کشمیر کې د انټرنېټ بشپړ لاسرسی بېرته فعال کړي، پر بهرنیو رسنیو نوي محدودیتونه لرې کړي، له ناوړه قضايي اقداماتو لاس واخلي او د معلوماتو د ترلاسه کولو حق تضمین کړي.
ار ایس ایف وايي، له کشمیر پرته هم په پاکستان کې د رسنیو پر وړاندې د فشار لپاره له قوانینو کار اخیستل کېږي. د جولای پر ۲۹مه د ملي سایبري جرمونو د څېړنې ادارې ازاد خبریال اسد علي تور د برېښنايي جرمونو د مخنیوي قانون د ۲۶مې مادې له مخې احضار کړ. دغه ماده د «ناسمو معلوماتو» خپرول جرم ګڼي.
د راپور له مخې، پر رسنیو دولتي فشارونه د خبریالانو تر څنګ د رسنیو تر ادارو هم رسېدلي دي. پاکستانۍ خبریالې منیزه جهانګیر ویلي چې د جولای په میاشت کې له «اېج ټيوي» څخه، چې ۱۱ کاله یې د «سپوټلایټ» خپرونه چلوله، د بهرني فشار له امله له دندې ووتله.
جهانګیر د بېپولې خبریالانو سازمان ته ویلي: «بهرنی فشار موجود و او مدیریت یې له سخت فشار سره مخ کړی و. د خبریالانو وضعیت هېڅکله تر دې کچې جدي نه و.»
پاکستان د بېپولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۶ کال د نړۍ د مطبوعاتو د ازادۍ په شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې په ۱۵۳م ځای کې راغلی دی.
د جرګې ګډونوالو له حکومته غوښتنه وکړه، چې د خلکو د روزګار او سوداګرۍ د بېرته فعالولو لپاره د پاکستان او افغانستان ترمنځ ټولې لارې په ځانګړي ډول د تورخم لار ژر تر ژره د سوداګرۍ لپاره پرانیزي.
ګډونوالو خبرداری ورکړی، که حکومت د لارو د پرانیستلو لپاره عملي ګام پورته نهکړي؛ نو له باجوړ نه تر چمن نه به ګډ احتجاجي تحریک پیل کړي او تر اسلاماباد پورې به لاریون وکړي. د تورخم او نورو لارو اوږدمهاله بندښت سوداګر، ټرانسپورټران، مزدوران او زرګونه کورنۍ له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ کړې دي.
د قبایلي ځوانانو د تنظیم مشر اسرار شینواري افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د سوداګرۍ له ټولو اړوندو تنظیمونو سره د اړیکو د لا پیاوړتیا اړتیا ده؛ خو د نورو لارو اړوند کسان تراوسه چوپه خوله دي؛ قبایلي خلکو تر دې دمه له صبر او زغم کار اخیستی خو د لارو اوږدمهاله بندښت مزدوران، سوداګر او بېوزله خلک اغېزمن کړي او بېروزګاري او بېوزلي ورځ تر بلې زیاتېږي.
د اسرار شینواري په وینا، د اقتصادي ستونزو له زیاتېدو سره ټولنیزې ستونزې هم پراخېدای شي؛ ځکه بېوزلي او بېروزګاري ځوانان د جرمونو او افراطیت پر لور دټېل وهي او د لارو تړل د ستونزو حل نهدی، بلکې له دې سره ستونزې لا پراخېږي.
اسرار شینواري وویل، ښايي حکومتونه د لارو د بندښت له امله د ځايي خلکو د ستونزو شدت هغومره احساس نهکړي؛ خو قبایلي سیمې له سخت اقتصادي ناورین سره مخ شوې دي او د زرګونه کورنیو روزګار له افغانستان سره پر تړلو لارو له سوداګرۍ سره تړلی دی.
نوموړي وړاندیز وکړ، چې راتلونکې لویه جرګه باید د افغان جرګې په ګډون جوړه شي او پهکې سیاسي مشران، سوداګر، ټرانسپورټران، د ګمرک استازي او قبایلي مشران هم برخه وخلي؛ ټول اړخونه باید په ګډه داسې حل لاره پیدا کړي چې له یوې خوا امنیتي اندېښنې هوارې شي او له بلې خوا سوداګري بېرته پیل شي.
د پاکستان د سوداګریزې شورا مرکزي مشر سید جواد حسین کاظمي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د تورخم ګمرکي استازو تراوسه د لارې پرانیستلو تحریک ژوندی ساتلی او قبایلي خلک د خپل روزګار حق غواړي. د تورخم لارې بندښت د کارخونې څښتنان، مزدوران، سوداګر او ټرانسپورټران ټول اغېزمن کړي دي؛ که حکومت د لارې د پرانیستلو اراده نهلري نو ټول اړوند وزارتونه باید د ځايي خلکو لپاره بدیل اقتصادي فعالیتونه او د روزګار زمینه برابره کړي.
سید جواد کاظمي وویل، خلکو ته روزګار ورکړئ د هغوی د روزګار د اخیستو هڅه مه کوئ؛ اوس له احتجاج پرته بله لار نهده پاتې. هغه وویل، د طالبانو د حکومت دریځ په بېلابېلو وختونو کې بدل شوی او تر اوسه روښانه نهدی؛ قبایلي مشران او سوداګر باید په ګډه د راتلونکو اقداماتو لپاره پرېکړه وکړي.
د تورخم ټرانسپورټ ټولنې مشر حاجي عظیمالله شینواري افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د لارې د اوږدمهاله بندښت له امله خلک ان سوالګرۍ او پور غوښتلو ته اړ شوي او له ټرانسپورټ سره تړلې زرګونه کورنۍ له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو او د افغان محصلینو د ویزو د تمدید په برخه کې د اوږدمهاله ځنډ له امله، په پاکستان کې زرګونه افغان محصلین له جدي ستونزو او د خپلو زدهکړو د دوام په اړه له اندېښنو سره مخ دي.
افغان محصلین وايي، د ویزو د ترلاسه کولو او غځولو بهیر له اوږدې مودې راهیسې له ستونزو سره مخ دی چې له امله یې د دوی زدهکړې، استوګنه او ورځنی ژوند اغېزمن شوی دی. ځینې محصلین د نیول کېدو او له پاکستان نه د اېستل کېدو وېره هم لري.
د افغان محصلینو د ټولنې مشر صدیق شریعتي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، په پاکستان کې شاوخوا ۳زره افغان محصلین د علامه اقبال سکالرشیپ له لارې او نږدې ۴زره نور په شخصي لګښت په بېلابېلو پوهنتونونو او کالجونو کې زدهکړې کوي. د افغان محصلینو د ویزو د ترلاسه کولو او غځولو بهیر له یو کال څخه د ډېرې مودې راهیسې په عملي ډول له ځنډ سره مخ دی. صدیق شریعتي وايي، شاوخوا ۸۰۰ محصلینو د ویزې ترلاسه کولو یا غځولو لپاره غوښتنلیکونه سپارلي؛ خو تراوسه یې په اړه کومه څرګنده پایله نهده ورکړې، د ویزو له پای ته رسېدو وروسته د ځینو محصلینو سیمکارتونه بند شوي او ځینې نور په لیلیو کې د استوګنې له ستونزو سره مخ شوي دي.
د افغان محصلینو د ټولنې د مشر په وینا، د پاکستاني چارواکو لهخوا د افغانانو پر وړاندې د روانو اقداماتو پرمهال ځینې هغه محصلین هم نیول شوي چې ویزې یې پای ته رسېدلې وې. یوشمېر محصلین تر نیول کېدو وروسته د تورخم او چمن له لارې افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. د افغان محصلینو استازو په دې اړه د طالبانو کونسلګرۍ او اړوندو چارواکو سره خبرې کړې؛ خو تر اوسه د یادې ستونزې لپاره دایمي حل نهدی موندل شوی.
صدیق شریعتي د یوې پېښې یادونه هم وکړه او ویې ویل، په اسلاماباد کې دوه افغانې محصلینې د ویزې د مودې له پای ته رسېدو وروسته نیول شوې وې. دواړه محصلینې له څه مودې بند وروسته خوشې شوې؛ خو وروسته بیا له ستونزو سره مخ شوې او په پای کې له پاکستان نه واېستل شوې. له دغه محصلینو یوه په شپږم او بله په اتم سمستر کې وه.
افغان محصلین وايي، د ویزو ستونزې د دوی پر زدهکړو هم مستقیم اغېز کړی دی. له بلې خوا هغه افغان محصلینې چې له پاکستان نه افغانستان ته ځي، د بېرته ستنېدو او د خپلو زدهکړو د دوام په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
صدیق شریعتي وايي، د دغه وضعیت له امله د افغان محصلینو ترمنځ د دوی د راتلونکي او زدهکړو په اړه جدي اندېښنې او رواني فشار زیات شوی دی. هغه له دواړه خواوو غوښتي، چې افغان محصلین دې د پاکستان او افغانستان له سیاسي او دیپلوماتیکو اختلافاتو څخه جلا وساتل شي، د ویزو د ورکړې او غځولو بهیر دې بېرته عادي حالت ته راوګرځي او محصلینو ته دې اجازه ورکړل شي چې خپلې زدهکړې بشپړې کړي.
د پکتیا ولایت اوسېدونکې نرګس بيبي هم له هغه افغان محصلینو څخه ده، چې غواړي په پاکستان کې خپلې زدهکړې بشپړې کړي او وروسته افغانستان ته ستنه شي. نرګس بيبي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، پلان یې دا و چې په پاکستان کې خپلې زدهکړې بشپړې کړي او افغانستان ته ستنه شي؛ خو د اوسنیو ستونزو له امله یې راتلونکی له ناروښانه حالت سره مخ شوی دی.
هغې وویل:« ما غوښتل په پاکستان کې خپلې زدهکړې بشپړې کړم، بیا افغانستان ته ستنه شم او خپلې وړتیاوې د خپل هېواد او خلکو لپاره وکاروم. خو له بده مرغه زما زدهکړې نیمګړې پاتې شوې او اوس وېره لرم چې زما هڅې او راتلونکي پلانونه هم نیمګړي پاتې شي».
نرګس بيبي وايي، ډېری افغانې محصلینې له ورته ستونزو سره مخ دي او د هغې خويندې، د کاکا او ماما لوڼې هم په پاکستان کې زدهکړې کوي؛ خو د ویزو او نورو ستونزو له امله یې زدهکړې اغېزمنې شوې دي.
هغې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي. نوموړې له طالبانو هم غوښتي، چې د نجونو او ښځو پر زدهکړو لګېدلي محدودیتونه پای ته ورسوي او هغوی ته د زدهکړو د دوام زمینه برابره کړي.
نرګس بيبي د پاکستان له حکومته هم غوښتي، چې په پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو د ورکړې او غځولو بهیر اسانه کړي؛ څو هغوی خپلې زدهکړې بشپړې او په راتلونکي کې د خپلې ټولنې او هېواد لپاره خدمت وکړي. افغان محصلین وايي، چې د ویزو ترلاسه کولو او غځولو بهیر له اوږدې مودې راهیسې له ځنډ سره مخ دی؛ خو د پاکستان حکومت تراوسه نهده روښانه کړې چې د دغه ځنډ اصلي لامل څه دی او د ویزو د غځولو بهیر به کله بېرته عادي حالت ته راوګرځي.
نوموړې افغانستان انټرنشنل-پښتو سره خبرو کې وايي، په خپله سیمه کې ډرون بریدونه، ډزې او مرګژوبله دومره عامه شوې وه چې تل به د خپل مېړه، ماشومانو او نورو خپلوانو د ژوند په اړه وېره ورسره وه. د هغې په وینا، د سخت ذهني فشار له امله به یې څو شپې خوب نه شو کولی، تل به بېقراره او وارخطا وه او وروسته یې اشتها او د ورځني ژوند چارې هم اغېزمنې شوې.
زرغونه بي بي وايي، له سیمې تر بېځایه کېدو وروسته هم رواني سکون نه دی موندلی، ځکه اقتصادي ستونزې، محدود امکانات او د ماشومانو د راتلونکي اندېښنې یې لا زیاتې شوې دي.
د تیراه درې اوسېدونکی شېر زمان هم وايي چې بېځایه کېدو یې د کورنۍ عادي ژوند له منځه وړی دی.
هغه وايي: «زموږ د کلونو جوړ کړی ژوند راپرېوت، د کور ښځې او نارینه بېکاره شول، د ماشومانو زدهکړې اغېزمنې شوې او زموږ کور بېرته د اوسېدو وړ نه دی.»
ارواپوهه: امیندواره ښځې او تازه میندې له زیات رواني فشار سره مخ دي
په پېښور کې ارواپوهه صدره وايي، جګړه، ناامني، بېځایه کېدل او بېکوري د ښځو پر رواني روغتیا ژورې اغېزې کوي، په ځانګړي ډول امیندواره ښځې او تازه میندې په دغو شرایطو کې له لا زیاتو رواني ستونزو سره مخ کېدای شي.
سدره وايي، د ناامنۍ له امله د اغېزمنو ښځو ستونزې باید یوازې د جسمي روغتیا له پلوه ونه ارزول شي، بلکې رواني او عاطفي وضعیت یې هم باید په منظم ډول وڅېړل شي.
د تیراه د بېځایه شوو د غورځنګ ویاند صحبت افریدي وايي، له دې درې څخه بېځایه شوې کورنۍ د اوږدې ناامنۍ، پرلهپسې کډوالۍ، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله له شدید ذهني فشار او خپګان سره مخ دي.
افریدي ادعا کوي چې د دوی د اټکل له مخې، شاوخوا ۳۵ سلنه بېځایه شوي کسان له ذهني فشار او خپګان سره مخ دي او د ښځو شمېر پکې زیات دی.
هغه همداراز ادعا کوي چې د بېځایه شوو د رواني روغتیا، رواني مشورو، عامه پوهاوي او بیا رغونې لپاره تر اوسه د حکومت له لوري کومه پراخه او اغېزمنه طرحه نه ده عملي شوې.
د هغه په وینا، د تیراه د څو کلنې ناامنۍ له امله د ماشومانو د معمول واکسین بهیر هم سخت اغېزمن شوی او د روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو له امله ماشومان لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ وو.
د باړې د مرکزي روغتون د شمېرو له مخې، له تیراه څخه د بېځایه کېدو مخکې به هره میاشت د رواني ناروغانو څانګې ته له ۹ زرو تر ۱۰ زرو پورې ناروغان ورتلل، خو اوس دغه شمېر له ۱۵ زرو اوښتی دی.
اغېزمن شوي افغان ناروغان او د روغتیا له برخې سره تړلي کاروباریان وايي، که د تورخم دروازه په بشپړه توګه نه شي پرانیستل کېدای، لږ تر لږه دې د سختو ناروغانو، د هغوی د ملګرو او امبولانسونو لپاره د بشري دلایلو له مخې ځانګړې لار یا روښانه تګلاره جوړه شي، څو ناروغان پر وخت درملنې ته ورسېږي او له لا ډېرو انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.