• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوږده ناامني؛ د خیبر پښتونخوا قبایلي ښځې او نارینه له رواني ستونزو سره مخ شوي

 جواد شينواری
جواد شينواری

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال

۲۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۶ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۰۸ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمو ناامنۍ، تاوتریخوالي او پرله‌پسې بې‌ځایه کېدو د ښځو او نارینه‌وو پر رواني روغتیا ژورې اغېزې کړې دي. بې‌ځایه شوي کسان وايي، د کورونو له لاسه ورکولو، اقتصادي ستونزو او د ماشومانو د راتلونکي اندېښنو ترڅنګ له وېرې، بې‌خوبۍ، اضطراب او خپګان سره هم مخ دي.

چې د باجوړ د ماموند سیمې اوسېدونکې ده۳۲ کلنه زرغونه بي بي، چې اوس د پېښور په تاج اباد کې له خپلې کورنۍ د نهو نورو غړو سره په یوه درې کوټه‌ییز کور کې ژوند کوي.

نوموړې افغانستان انټرنشنل-پښتو سره خبرو کې وايي، په خپله سیمه کې ډرون بریدونه، ډزې او مرګ‌ژوبله دومره عامه شوې وه چې تل به د خپل مېړه، ماشومانو او نورو خپلوانو د ژوند په اړه وېره ورسره وه. د هغې په وینا، د سخت ذهني فشار له امله به یې څو شپې خوب نه شو کولی، تل به بې‌قراره او وارخطا وه او وروسته یې اشتها او د ورځني ژوند چارې هم اغېزمنې شوې.

زرغونه بي بي وايي، له سیمې تر بې‌ځایه کېدو وروسته هم رواني سکون نه دی موندلی، ځکه اقتصادي ستونزې، محدود امکانات او د ماشومانو د راتلونکي اندېښنې یې لا زیاتې شوې دي.

د تیراه درې اوسېدونکی شېر زمان هم وايي چې بې‌ځایه کېدو یې د کورنۍ عادي ژوند له منځه وړی دی.

هغه وايي: «زموږ د کلونو جوړ کړی ژوند راپرېوت، د کور ښځې او نارینه بې‌کاره شول، د ماشومانو زده‌کړې اغېزمنې شوې او زموږ کور بېرته د اوسېدو وړ نه دی.»

ارواپوهه: امیندواره ښځې او تازه میندې له زیات رواني فشار سره مخ دي

په پېښور کې ارواپوهه صدره وايي، جګړه، ناامني، بې‌ځایه کېدل او بې‌کوري د ښځو پر رواني روغتیا ژورې اغېزې کوي، په ځانګړي ډول امیندواره ښځې او تازه میندې په دغو شرایطو کې له لا زیاتو رواني ستونزو سره مخ کېدای شي.

نوموړې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل: «له کوره او عادي ژوند څخه محرومېدل، د ماشومانو د خوندیتوب اندېښنه، اقتصادي ستونزې، د راتلونکي په اړه ناڅرګندتیا او د لومړنیو اسانتیاوو نشتوالی د ښځو ذهني فشار زیاتوي.»

سدره وايي، د ناامنۍ له امله د اغېزمنو ښځو ستونزې باید یوازې د جسمي روغتیا له پلوه ونه ارزول شي، بلکې رواني او عاطفي وضعیت یې هم باید په منظم ډول وڅېړل شي.

د تیراه د بې‌ځایه شوو د غورځنګ ویاند صحبت افریدي وايي، له دې درې څخه بې‌ځایه شوې کورنۍ د اوږدې ناامنۍ، پرله‌پسې کډوالۍ، بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله له شدید ذهني فشار او خپګان سره مخ دي.

افریدي ادعا کوي چې د دوی د اټکل له مخې، شاوخوا ۳۵ سلنه بې‌ځایه شوي کسان له ذهني فشار او خپګان سره مخ دي او د ښځو شمېر پکې زیات دی.

هغه همداراز ادعا کوي چې د بې‌ځایه شوو د رواني روغتیا، رواني مشورو، عامه پوهاوي او بیا رغونې لپاره تر اوسه د حکومت له لوري کومه پراخه او اغېزمنه طرحه نه ده عملي شوې.

د هغه په وینا، د تیراه د څو کلنې ناامنۍ له امله د ماشومانو د معمول واکسین بهیر هم سخت اغېزمن شوی او د روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو له امله ماشومان لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ وو.

د باړې د مرکزي روغتون د شمېرو له مخې، له تیراه څخه د بې‌ځایه کېدو مخکې به هره میاشت د رواني ناروغانو څانګې ته له ۹ زرو تر ۱۰ زرو پورې ناروغان ورتلل، خو اوس دغه شمېر له ۱۵ زرو اوښتی دی.

ډېر لیدل شوي

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟
۱

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟

۲

د ارګ د یوه پخواني کارکوونکي یادښت: له طالبانو سره څو میاشتې ماموریت

۳

مشهوره ټيک‌ټاکره «ګیله‌منه» په راولپېنډۍ کې په ډزو وژل شوې

۴

د بدخشان په پنځو ولسوالیو کې سختې نښتې شوې دي

۵

ملګري ملتونه: له ښځو سره د اقتصادي مرستو کمېدل د افغانستان د راتلونکي لپاره جدي خطر دی

•
•
•

نور کیسې

د تورخم لس‌میاشتنی بندښت؛ پېښور ته د افغان ناروغانو تګ نږدې درېدلی

۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۴۵ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د تورخم دروازې د لسو میاشتو بندښت له امله د خیبر پښتونخوا ستر ښار پېښور ته د درملنې لپاره د افغان ناروغانو تګ نږدې په بشپړه توګه درېدلی او د روغتونونو ترڅنګ امبولانس چلوونکي، درملتونونه او هوټلونه هم له جدي مالي زیانونو سره مخ شوي دي.

د روغتونونو د معلوماتو له مخې، د تورخم دروازې له بندېدو مخکې هره ورځ له ۱۲۰۰ ډېر افغان ناروغان د درملنې لپاره د پېښور لویو دولتي او شخصي روغتونونو ته تلل، چې ډېری یې د سرطان، زړه، پښتورګو او هډوکو په څېر سختو ناروغیو درلودونکي وو.

د لېډي ریډنګ روغتون، خیبر ټیچنګ روغتون او حیات‌اباد میډیکل کمپلېکس په ګډون د پېښور په روغتونونو کې د افغان ناروغانو شمېر د ډيورنډ کرښې له بندېدو وروسته په بې‌ساري ډول کم شوی دی. د روغتونونو د چارواکو په وینا، پخوا افغان ناروغانو په ځینو روغتونونو کې د بهرنیو ناروغانو شاوخوا ۳۰ سلنه جوړوله، خو اوس دغه شمېر نږدې له منځه تللی دی.

100%

د سختو ناروغانو د درملنې په اړه اندېښنې

ډاکټران وايي، د تورخم د بندېدو تر ټولو جدي اغېز پر هغو ناروغانو دی چې په افغانستان کې د خپلې ناروغۍ مناسبه درملنه نه شي ترلاسه کولای. د دوی په وینا، د سرطان، زړه او پښتورګو په څېر ناروغیو کې پر وخت تشخیص او دوامداره درملنه ډېره مهمه ده او د درملنې ځنډ د ناروغانو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کولای شي.

د ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ګڼ ناروغان به مخکې د پېښور روغتونونو ته تلل، ځکه په دغه ښار کې د ځینو سختو ناروغیو د درملنې امکانات نسبتاً پراخ او لګښتونه یې هم د افغانستان په پرتله کم وو.

په ورته وخت کې، په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د ستنولو د روانو اقداماتو له امله یو شمېر افغان ناروغان او د هغوی کورنۍ د درملنې لپاره له پېښوره تګ راتګ ته هم زړه نه ښه کوي.

په پېښور کې افغان کډوال اعظیم ګل افغانستان انټرنېشنل پښتو ته وویل چې ورور یې له ناروغ پلار سره پېښور ته تللی و، خو د پلار د درملنې پر مهال پولیسو یې ورور ونیو او وروسته یې افغانستان ته ولېږه.

هغه زیاته کړه: «هغه وخت زما پلار په روغتون کې بستر و او د هغه د ساتنې او پالنې لپاره زموږ سره هېڅوک نه وو.»

د افغان کډوالو په وینا، د ناروغ د ملګري نیول کېدل نه یوازې کورنۍ له ستونزو سره مخ کوي، بلکې ناروغ هم د درملنې او پاملرنې له جدي ستونزې سره مخامخوي. دوی غوښتنه کوي چې د سختو ناروغانو او د هغوی د پاملرنې لپاره د ورسره مل کسانو په اړه ځانګړې اسانتیاوې رامنځته شي.

100%

درملتونونه، امبولانسونه او هوټلونه هم زیانمن شوي

د افغان ناروغانو د تګ راتګ له کمېدو سره په پېښور کې د درملو پلورونکي هم له مالي ستونزو سره مخ شوي دي.

د حیات‌اباد میډیکل کمپلېکس مخې ته د یوه درملتون مالک محمد اقبال وايي، افغان ناروغان یې دایمي پېرېدونکي وو، خو د تورخم له بندېدو وروسته د درملو په پلور کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

اقبال وویل: «قیمتي درمل اخلو او په دوکان کې یې ساتو، خو اوس یې غوښتنه ډېره کمه شوې ده او زموږ پانګه هم په همدې درملو کې بنده پاتې ده.»

د امبولانسونو کاروبار هم له همدې وضعیت اغېزمن شوی دی. له تورخم څخه تر پېښوره د امبولانس خدمت وړاندې کوونکی رحمان‌الله وايي، مخکې به د زړه، سرطان او نورو سختو ناروغیو ناروغان په بېړني ډول پېښور ته لېږدول کېدل، خو اوس کله ناکله څو ورځې هم ورته د ناروغ د انتقال زنګ نه راځي.

هغه وايي: «موږ یوازې خپل روزګار نه له لاسه ورکوو، بلکې زموږ کورنۍ هم د دې بحران بیه پرې کوي.»

د پېښور د لېډي ریډنګ روغتون ته څېرمه د یوه هوټل مالک حاجي نورغلام هم وايي، افغان ناروغان او د هغوی خپلوان یې د هوټل دایمي پېرېدونکي وو، خو د ډيورنډ کرښې له بندېدو وروسته یې ډېری خونې تشې پاتې کېږي.

نوموړي ویلي: «مخکې به خلک زموږ په هوټل کې د خونې لپاره انتظار کاوه، خو اوس کله کله څو څو ورځې هېڅ پېرېدونکی نه راځي.»

اغېزمن شوي افغان ناروغان او د روغتیا له برخې سره تړلي کاروباریان وايي، که د تورخم دروازه په بشپړه توګه نه شي پرانیستل کېدای، لږ تر لږه دې د سختو ناروغانو، د هغوی د ملګرو او امبولانسونو لپاره د بشري دلایلو له مخې ځانګړې لار یا روښانه تګلاره جوړه شي، څو ناروغان پر وخت درملنې ته ورسېږي او له لا ډېرو انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

د مومندو لویه جرګه؛ د زرګونو پښتنو پېژندپاڼې تړل شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۳۲ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د خیبر پښتونخوا د مومندو ولسوالۍ لویې جرګې ویلي، په مومندو، په ځانګړي ډول له ډېورنډ کرښې سره نږدې پرتو سیمو او د پښتونخوا په بندوبستي سیمو کې هم د زرګونو پښتنو پېژندپاڼې (شناختي کارتونه) تړل شوې دي.

د مومندو د لویې جرګې غړو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له لوري د پاکستان د ملي معلوماتو او ثبت ادارې (نادرا) داسې تګلاره جوړه شوې چې خلک باید د خپلې پېژندګلوۍ لپاره د ۱۹۷۸م کال څخه وړاندې د خپلې استوګنې کوم ثبوت وړاندې کړي.

د مومندو د لویې جرګې د پېښور څانګې مشر ملک صبدر خان وویل، اوس مهال نادرا یا دولت داسې تګلاره جوړه کړې چې له یوې خوا د افغانستان او پاکستان ستونزې دي او له بلې خوا له کرښې سره د نږدې پرتو ولسونو ستونزې هم زیاتې شوې دي.

افغانستان انټرنشنل پښتو سره خبرو کې هغه ادعا وکړه چې د مومندو او نورو سیمو د زرګونو خلکو پېژندپاڼې تړل شوې دي.

ملک صبدر خان وویل: «نادرا له خلکو څخه د ۱۹۷۸م کال څخه د مخه دلته د اوسېدنې اسناد او ثبوتونه غواړي. په پخوانۍ فاټا کې خلکو ډېرې پېژندپاڼې نه دي جوړې کړې او د ځینو خلکو ستونزه دا هم ده چې نومونه یې سم نه دي لیکل شوي. ځینې بیا د کرښې له امله د یوې کورنۍ یوه برخه دې غاړې او بله برخه پورې غاړې ته پاتې شوې ده».

هغه وویل، مومندو او پښتنو ته لویه ستونزه په پنجاب ایالت کې ده، هلته پښتانه ځورول کېږي او که د چا سره پېژندپاڼه هم وي، بیا هم ورته ویل کېږي چې دا سمه نه ده جوړه شوې. د هغه په وینا، «پښتانه د پېژندپاڼو له لرلو سره سره هم نیول کېږي».

د مومندو د لویې جرګې غړي جنګریز خان وویل: «پخوا په قبایلي سیمو کې پخوا خلکو کارتونه نه جوړول؛ د عکس له امله او د ځینو نورو دودونو له کبله. او په مومندو کې په ځانګړي ډول ځینې سیمې داسې وې چې هلته د خلکو رسایي نه کېده، ځکه خلکو پېژندپاڼې نه دي جوړې کړې».

هغه زیاته کړه، له دوی څخه چې کوم اسناد غوښتل کېږي، په پخوانۍ فاټا کې هغه «د کاغذاتِ مال په نوم د شتمنیو دولتي اسناد نه جوړېدل، ځکه چې فاټا وه، اوس یې خلک له کومې راوړي».

نوموړي وویل، اوس دوی غوښتنه کوي چې د پېژندپاڼې د جوړولو پر مهال باید د پېژندګلوۍ لپاره د ټاکل شوو استازو او نورو چارواکو له لارې په سیمه‌ییزه کچه د خلکو پېژندګلوي تایید شي، خو د هغه په وینا، نادرا دا کار نه کوي او د خلکو پېژندپاڼې تړي.

جنګریز خان همداراز وویل: «په کراچۍ کې د هندوستاني مهاجرو سره دا ستونزه نشته، خو د پښتنو لپاره پالیسي جوړه شوې ده. د لکونو په شمېر کې پېژندپاڼې تړل شوې دي او کوم فورمول چې دوی جوړ کړی، که همدا لړۍ روانه وي، نو ډېر نور کارتونه به هم وتړل شي».

د مومندو د لویې جرګې یو بل غړي او فعال، تفسیر مومند وویل، د افغانانو په نوم او د افغان کډوالو د بېرته لېږلو د بهیر پر مهال د پښتنو لپاره دغه ستونزه زیاته شوې ده.

هغه افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وویل، د مومندو په درېیو سیمو، خوېزو، بایزو او صافو کې، چې له کرښې سره نږدې پرتې دي، د ډېرو خلکو پېژندپاڼې تړل شوې دي.

هغه زیاته کړه، په دغو سیمو کې مېشت ځینې خلک د پاکستان له لوري پر کرښه د اغزن تار د غځولو پر مهال له ستونزې سره مخ شوي، «ځکه د یوې کورنۍ یوه برخه دې غاړې او بله برخه پورې غاړې ته پاتې شوې ده».

هغه وویل: «پر کرښه اغزن تار په داسې ډول غځول شوی چې مومندو کې یو پاکستانی ښوونځی هم پورې غاړې ته پاتې شوی دی».

د جماعت اسلامي ګوند د مومندو سیمه‌ییز مشر فردوس خان وویل، د افغان کډوالو په پلمه پښتانه ځورول کېږي او «د پښتنو تابعیت مشکوک کړل شوی دی».

هغه افغانستان انټرنشنل پښتو سره خبرو کې وویل، له هغو خلکو څخه د سیمې د ملکیت اسناد غوښتل کېږي چې د ده په وینا، د نیکونو له زمانې راهیسې د همدې وطن اوسېدونکي دي.

د مومندو د لویې جرګې استازو وویل، دوی د یوې خبري غونډې له لارې دغه ستونزه مطرح کړې ده. دوی زیاته کړه، له دې وروسته به په قومي کچه او بیا په سیاسي کچه تګلاره جوړه کړي، څو دغه ستونزه د پاکستان له دولت سره شریکه کړي.

دوی وویل، د پېژندپاڼو له تړل کېدو سره د خلکو ټولې چارې درېږي، ان تر دې چې په روغتونونو کې یې درملنه هم نه کېږي.

د مومندو د لویې جرګې غړو وویل، دوی دغه ستونزه له حکومتي چارواکو سره هم شریکه کړې ده او ځینو چارواکو ورته د ستونزې د هواري ډاډ ورکړی، خو تر اوسه عملي اقدام نه دی شوی، له همدې امله دوی خبري کنفرانس ته اړ شوي دي.

په کراچۍ کې پښتانه سیاستوال او سوداګر له تبعیضي چلند څخه شکایت کوي

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۵۵ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د پاکستان په لوی اقتصادي ښار کراچۍ کې پښتانه سیاستوال، فعال وکیلان او سوداګر وايي، له تېرې څه مودې راهیسې په دې ښار کې له پښتنو سره تبعیضي چلند کېږي، پښتانه کاروبار کوونکي ځورول کېږي او عام پښتانه هم د پېژندپاڼې په نوم د ځورونې او نیولو له لړۍ سره مخ دي.

په کراچۍ ښار کې تازه پېښه د جمعې په شپه د ښار په شفیق موړ سیمه کې د حاجي اغا په نوم پر یوه هوټل رامنځته شوې ده. د هوټل مالک تور لګوي چې له پولیسو یې د خوړو پیسې غوښتې خو هغو یې له ورکړې انکار کړی او بيا د پولیسو او هوټل د مالک ترمنځ د پیسو پر سر لانجه رامنځته شوې ده.

د هوټل د مالک په وینا، پولیسو وروسته د ښاروالۍ کارکوونکي هم له ځان سره راوستل او د هوټل سامانونه یې په دې پلمه ترې یووړل چې په ناقانونه ځای کې اېښودل شوي دي. په همدې مهال د هوټل د کارکوونکو او پولیسو ترمنځ نښته هم شوې ده.

د شنبې په ورځ د هوټل کارکوونکو، مالکانو او اتحادیې اعتراضي لاریون وکړ. پولیسو وروسته د هوټل د مالک، کارکوونکو، د اعتراضي لاریون د ګډونوالو او د هوټلونو د اتحادیې د مشرانو پر ضد قضیې ثبت کړې او د یکشنبې په ورځ یې محکمې ته وړاندې کړل.

د دوی پر ضد د ګډوډۍ رامنځته کولو او د ترهګرۍ ضد قوانینو له مادو لاندې مقدمې ثبت شوې دي. پولیسو ادعا کړې چې کله دوی یاد هوټل ته ورغلل، د هوټل مالک او کارکوونکو پرې برید وکړ او دوه پولیس سرتېري یې ټپیان کړل.

په هوټل کې رامنځته شوې پېښه

د پېښې په اړه مدافع وکیل محمد ظاهر افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، د هوټل مالک جعفر اغا چې د بلوچستان د پشین سیمې دی، د نوموړي او د سیمې د سمن اباد پولیسو مرکز د پولیسو ترمنځ د پیسو پر سر شخړه شوې ده.

هغه وویل، پولیس وروسته د ښاروالۍ له ادارې سره یوځای هوټل ته ورغلل او ادعا یې وکړه چې د هوټل مالک ناقانونه پراختیاوې کړې دي.

هغه زیاته کړه، که د هوټل پر ضد د ناقانونه پراختیاوو په نوم اقدام کېده، نو ولې یوازې دغه هوټل په نښه شوی دی؟ د نوموړي په وینا، د دغه هوټل شاوخوا او پر لویه لار تر لرې لرې پورې ورته ناقانونه پراختیاوې شته، خو پوښتنه دا ده چې ولې د نورو پر ضد اقدام نه کېږي؟.

هغه وویل، پولیسو د هوټلونو له شاوخوا ۳۵ کارکوونکو پر ضد هم قضیې ثبت کړې دي. د نوموړي په وینا، دغه کسان د یکشنبې په ورځ محکمې ته وړاندې شول او د دوشنبې په ورځ به د ترهګرۍ ضد محکمې ته هم وړاندې شي.

د هوټل او لاریون کوونکو پر ضد د قضیو قانوني حیثیت

د سند بار کونسل غړي، مدافع وکیل اېمل کاسي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د هوټلونو د مالکانو پر ضد ثبت شوې قضیه او په کې د ترهګرۍ ضد مادو لګول قانوني بنسټ نه لري.

هغه وویل: «د ترهګرۍ ضد ماده په دې قضیه کې لګول زیاتی دی. د پېښې هغه ویډیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې دي، په هغو کې داسې هېڅ څه نشته چې ترهګري شوې وي».

هغه وویل، د نیول شوو کسانو پر ضد د ثبت شویو قضیو لپاره د پښتنو او نورو وکیلانو یوه ډله جوړه شوې ده. د نوموړي په وینا، دغه وکیلان به د دوشنبې په ورځ محکمه کې د نیول شوو کسانو دفاع وکړي.

هغه زیاته کړه، د دوی لومړنۍ غوښتنه به له محکمې څخه د ترهګرۍ ضد مادو لرې کول وي او وروسته به قضیه مخته وړي او محکمې ته به اړوند شواهد وړاندې کوي.

نوموړي وویل، ټول مدافع وکیلان په داسې پېښو کې چې هر ځای ظلم او زیاتی کېږي، محکمې ته حاضرېږي او د مظلومو خلکو ترڅنګ درېږي.

په کراچۍ کې د پښتنو د چایو هوټلونه

د «ال سند هوټل اېسوسيېشن» په نوم د هوټلونو د اتحادیې غړي عبدالواسع افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، په ټول سند ایالت کې نږدې نهه نیم زره د چایو هوټلونه شته چې ډېری یې په کراچۍ کې دي او له ۹۰ سلنې څخه زیات یې د بلوچستان د پښتنو دي. هغه وویل، په هر هوټل کې له ۱۰ څخه تر ۲۰ پورې کسان کار کوي.

عبدالواسع ادعا وکړه چې د هوټلونو مالکان په مستقیم ډول ځورول کېږي او «د پښتنو د هوټلونو پر ضد سازش روان دی. لومړی به ترې متحده قومي موومنټ ډلې قلنګ اخیست او اوس ترې د پیپلز ګوند ایالتي حکومت د ادارو له لارې پیسې اخلي».

هغه زیاته کړه، د پاکستان اساسي قانون دوی ته په ټول هېواد کې د کار او کاروبار کولو اجازه ورکړې ده، خو که څوک یې ځوروي، دوی به یې پر ضد محکمې ته ځي، مبارزه به کوي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د دوی حقونه تر پښو لاندې کړي.

هغه وویل، سیاسي ګوندونه هم په دې برخه کې د دوی ملاتړ کوي.

د سیاسي ګوندونو غبرګون

د عوامي نېشنل ګوند د سند ایالت مشر شاهي سید افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، په کراچۍ کې له پښتنو سره تبعیضي چلند نوې خبره نه ده او له یوه کال راهیسې د پاکستان د پښتنو پېژندپاڼې هم بلاکېږي.

هغه زیاته کړه، د پیپلز ګوند د حکومت پالیسي دا ده چې کراچۍ سندیانو ته وسپاري او له همدې امله له پښتنو سره ځورونکی چلند کېږي.

نوموړي پر پښتنو هم نیوکه وکړه چې پیپلز ګوند ته رایې ورکوي، خو عوامي نېشنل ګوند پارلمان ته نه استوي، څو هلته د پښتنو لپاره غږ پورته کړي.هغه وویل، په پیپلز ګوند او نورو سیاسي ګوندونو کې پښتانه پارلماني غړي هم د پښتنو د ستونزو پر وړاندې چوپ پاتې کېږي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سند ایالت مشر سلیم خان ترین افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، په کراچۍ کې له پښتنو سره زیاتی روان دی.

هغه وویل، پیپلز ګوند په سند او کراچۍ کې له پښتنو سره تبعیضي چلند کوي او دا د حکومت یوه پالیسي ده. همداراز هغه زياته کړه، په ټوله کې له پښتنو سره زور زیاتی روان دی او باید په کراچۍ او سند کې له پښتنو سره د روان چلند په وړاندې د سیاسي لارې مبارزه وشي.

نوموړي وویل، په ټولو سیاسي ګوندونو کې باید پښتانه سره راټول شي او له پښتنو سره د کېدونکي چلند پر وړاندې یو موټی شي.

د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د سند ایالت مشر صدیق اغا افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، دوی په دې باور دي چې په کراچۍ کې د پښتنو د اقتصاد کمزوري کولو لپاره په دولتي کچه سازش پیل شوی، څو پښتانه نه یوازې له کراچۍ، بلکې د سند له نورو ښارونو هم ووځي.

هغه وویل، دوی له پښتنو سره د ناوړه چلند په کلکه غندنه کوي او پر ضد به یې عدالتي او سیاسي مبارزه کوي او هڅه به وکړي چې د پښتنو پر وړاندې د ناوړه چلند مخه ونیسي.

د پیپلز ګوند حکومتي غبرګون

د پاکستان د پیپلز ګوند د سند ایالت پارلماني غړي علي احمد جان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، دی په هوټل کې رامنځته شوې پېښه غندي.

هغه وویل: «په دې اړه مې له اعلی وزیر سره خبرې کړې دي. هغه د پولیسو مشر ته د پېښې د بې‌طرفه پلټنو امر کړی دی او د ترهګرۍ ضد ماده لګول هم ناجایز کار شوی دی».

هغه زیاته کړه، له پښتنو سره به تبعیضي چلند نه کېږي او که چېرې داسې چلند کېږي، نو په دې اړه به یوه کمېټه جوړه شي او له هر هغه چا سره به قانوني چلند کېږي چې ناقانونه اقدام کوي.

د افغانانو د بېرته ستنولو تګلاره؛ افغان ـ پاکستانۍ ګډې کورنۍ د راتلونکي په اړه اندېښمنې دي

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۴۶ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

له پاکستاني وګړو سره د واده شویو افغانانو او د هغوی د ماشومانو د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. په داسې حال کې چې د افغان وګړو د بېرته ستنولو له تګلارې وروسته، پېښور محکمې ته د تابعیت، د اوسېدو حق او د کورنۍ د یووالي په اړه د افغانانو د قضیو شمېر هم ډېر شوی دی.

له یوې پاکستانۍ ښځې سره واده کړی افغان وګړی ګل زمان، چې نږدې ۴۰ کاله یې په پاکستان کې تېر کړي، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي، د بېرته ستنېدو پرېکړه یوازې د ده ژوند نه بدلوي، بلکې د پاکستانۍ مېرمنې او په پاکستان کې د زېږېدلو ماشومانو راتلونکی یې هم له ستونزې سره مخ کوي.

ګل زمان وايي، په ۲۰۱۸ کال کې یې د افغان تابعیت کارت ترلاسه کړی او وروسته له پاکستانۍ مېرمنې سره تر واده کولو یې د پاکستان د تابعت کارت لپاره غوښتنلیک ورکړی، خو تر اوسه یې په اړه پرېکړه نه ده شوې.

هغه وايي، «تر ټولو لویه اندېښنه مې د خپلې مېرمنې او ماشومانو راتلونکی دی.»

د پېښور د وکیلانو د ټولنې مشر امین الرحمان افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي، د افغان کډوالو په اړه د حکومت د تګلارو پرله‌پسې بدلونونو د ګډو کورنیو لپاره ناڅرګند وضعیت رامنځته کړی او له همدې امله محکمې ته د افغانانو د قضیو شمېر زیات شوی دی.

د هغه په وینا، په دغو قضیو کې د پاکستاني وګړو سره د واده، تابعیت، قانوني اوسېدو او د ماشومانو د اسنادو موضوعات شامل دي.

د پېښور محکمې وکیل میا ذاکر حسین وايي، په دغو قضیو کې یوازې د افغان وګړي قانوني وضعیت نه مطرح کېږي، بلکې د ټولې کورنۍ راتلونکی ورسره تړلی وي.

هغه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي، «که ماشومانو ته قانوني پېژندپاڼې او د زېږون اسناد برابر نه شي، هغوی د زده‌کړو، روغتیا او نورو اساسي خدمتونو له ترلاسه کولو سره هم له ستونزو سره مخ کېدای شي.»

میا ذاکر حسین ټینګار کوي چې د هرې کورنۍ اړ کول چې د خپلو حقونو لپاره محکمې ته مراجعه وکړي، د ستونزې دایمي حل نه دی او حکومت باید د افغان ـ پاکستاني ګډو کورنیو لپاره یوه روښانه او واحده قانوني تګلاره جوړه کړي.

په همدې حال کې، د پېښور محکمې له یوې پاکستانۍ ښځې سره د واده کړي افغان وګړي ذاکر خان له پاکستانه د ایستلو مخه نیولې او اړوندو ادارو ته یې سپارښتنه کړې چې د هغه د پاکستان د اصليت کارت غوښتنلیک د قانون له مخې وڅېړي او په شپږو میاشتو کې پرېکړه پرې وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند قیصر اپریدي ته وايي، د هغو افغان کورنیو لپاره چې یو غړی یې پاکستانی تابعیت لري، باید روښانه او اغېزمنه قانوني لاره موجوده وي.

هغه ټینګار کوي چې د دغو کورنیو د قانوني وضعیت په ارزونه کې باید د کورنۍ د یووالي اصل په پام کې ونیول شي، څو مېړه، مېرمن او ماشومان له یو بل څخه په غیرضروري ډول جلا نه شي.

په ورته مهال، حقوقي کارپوهان وايي، پېښور محکمې په ګڼو ورته قضیو کې اړوندو ادارو ته د قانون له مخې د پرېکړې کولو لارښوونه کړې، خو د ځینو حکمونو د پر وخت نه عملي کېدو له امله ځینې کورنۍ اړې شوې چې بیا محکمې ته مراجعه وکړي.

محسن داوړ: د طالبانو واکمنۍ د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پر پښتون ملتپاله سیاست اغېز کړی

۱۷ زمری ۱۴۰۵ - ۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۱۵ GMT+۱
100%

د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پښتون ملتپاله سیاست پر بهیر او د خلکو پر سیاسي لیدلوري اغېز شوی او د نوموړي په وینا، طالبانو د افغان ملتپالنې پر وړاندې هم «قوي ګزار» کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پنځه کاله د پوره کېدو په درشل کې دي. د طالبانو په دې دوره کې نه یوازې د افغانستان په سیاسي او ټولنیز وضعیت کې بدلونونه راغلي، بلکې پر ښځو او نجونو محدودیتونه زیات شوي، د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګېدلی او سیاسي ګوندونه هم له فعالیت څخه منع شوي دي.

د طالبانو واکمنۍ اغېز یوازې تر افغانستان پورې محدود نه دی پاتې شوی، بلکې د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته یې د پښتون ملتپاله سیاست پر بهیر هم اغېز کړی دی.

د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ د افغانستان انټرنشنل پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وايي، د پاکستان ستونزه له افغان ملتپالنې او پښتون ملتپاله سیاست سره له لومړۍ ورځې موجوده وه.

داوړ وايي، د طالبانو په جوړېدو کې ښايي د بېلابېلو هېوادونو او لورو بېلابېل اهداف موجود وو، خو د پاکستان لپاره د دې ډلې له موجودیت څخه یوه ګټه مالي وه او بله دا چې د دغو ډلو له لارې یې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پښتون ملتپالنه په نښه کړه.

د نوموړي په وینا، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د دوی سیاسي او پوځي ځواک زیات شو او ورسره په افغان ملتپالنې هم «قوي ګزار» وشو.

هغه زیاتوي چې د طالبانو واکمنۍ د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو د سیاسي فکر پر بهیر هم اغېز کړی او د ډېرو خلکو سیاسي لیدلوری یې بدل کړی دی.

داوړ وايي، اوس داسې کسان هم شته چې طالبانو ته د افغان ملت د استازو په سترګه ګوري او هڅه کوي دغه ډله د افغانانو په توګه معرفي کړي، خو د هغه په وینا، طالبان د افغانستان له ټولنیز جوړښت سره سمون نه لري او نه هم هڅه کوي چې ځان نړۍ ته د افغانانو د استازو په توګه ور وپېژني.

د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر وايي، طالبان د افغان هویت پر وړاندې هم «لوی ګزار» کوي او د دوی تګلارې د افغان ملت د هویت او سیاسي پېژندنې لپاره زیانمنې دي.

هغه د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته د پښتون ملتپاله سیاست په اړه وايي چې په پښتونخوا کې د یو شمېر ملتپالو ګوندونو مشرتابه د وخت په تېرېدو خپل سیاسي فکر او نظریه بدله کړې ده.

د داوړ په وینا، یو شمېر داسې ملتپال سیاستوال شته چې اوس له طالبانو سره نږدې شوي او حتی د دوی د سیاسي دریځونو برخه ګرځېدلي دي.

هغه وايي، د دغو کسانو د فکر بدلون تر ډېره د افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته رامنځته شوی او د سیمې د ځواک د توازن له بدلون سره یې سیاسي لیدلوری هم بدل شوی دی.

داوړ ټینګار کوي چې د ده د ګوند دریځ له لومړۍ ورځې روښانه و او د دوحې له تړون سره یې مخالفت کړی و.

نوموړی وايي، دوی هغه مهال هم ویلي وو چې د دوحې تړون د افغانستان د جمهوري نظام د کمزوري کولو او له منځه وړلو لپاره زمینه برابروي.

د هغه په وینا، طالبانو چې واک ترلاسه کړ، د دوی ګوند لا هم دغه واکمني د ولسواکې نظام په توګه نه مني او دا یې «زورواکي» او په زور پر افغانانو تپل شوې ډله بولي.

داوړ وايي، طالبان د افغانستان د خلکو استازي نه دي او نه شي کولای چې د دغه هېواد د ولس استازیتوب وکړي.

هغه زیاتوي چې طالبان د یوې ځانګړې او زور له لارې واک ته رسېدلي او د افغانستان د خلکو د سیاسي ارادې استازیتوب نه کوي.

د نوموړي په باور، د طالبانو د واک ته رسولو له موخو څخه یوه دا هم ده چې د افغانانو پر هویت او سیاسي پېژندنې فشار وارد شي.

داوړ وايي، د افغانستان د راتلونکي په اړه باید د افغان ولس سیاسي ارادې ته درناوی وشي او د داسې نظام لپاره زمینه برابره شي چې د هېواد د خلکو د ارادې استازیتوب وکړي.