• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان سترې محکمې الشفا روغتون ته د عمران خان د لېږد امر کړی

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۱۱ GMT+۱

د پاکستان سترې محکمې الشفا روغتون ته د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د لېږدولو امر کړی او اجازه یې ورکړې، چې هغه په اونۍ کې یوه ورځ له خپلې کورنۍ سره وګوري.

د قاضي شاهد وحید په مشرۍ د سترې محکمې درې کسیز پلاوي د عمران خان د روغتیا او له کورنۍ سره د هغه د ملاقات په اړه د قضیې اورېدنه وکړه. په پلاوي کې قاضي نعیم اختر افغان او قاضي اشتیاق ابراهیم هم شامل وو.

محکمې امر کړی، چې عمران خان دې الشفا روغتون ته ولېږدول شي او تر راتلونکې اورېدنې پورې دې هلته پاتې شي. محکمې ویلي، چې هغه په اونۍ کې یوه ورځ له خپلې کورنۍ سره د لیدنې اجازه لري.

محکمې د عمران خان د ټولو طبي راپورونو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې په تېرو درېیو کلونو کې له هغه سره یې د کورنۍ د ملاقات او له خپلو ماشومانو سره د ټیلیفوني خبرو بشپړ ریکارډ هم دې وړاندې شي.

قاضي شاهد وحید وویل، تراوسه محکمې ته د عمران خان د طبي راپورونو یوازې لنډیز وړاندې شوی او ټول طبي ریکارډ باید وړاندې شي. د عمران خان له خویندو سره د لیدنې په اړه محکمې ویلي، که څوک له قانونه سرغړونه کوي نو له هغه سره به د ملاقات اجازه ورنه‌کړل شي.

د اسلام‌اباد محکمې ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د عمران خان له خویندو سره ۴۸ لیدنې شوې دي.

ډېر لیدل شوي

هېر شوي سرتېري؛ پخواني افغان نظامیان د بې‌کارۍ له ستونزې او امنیتي ګواښونو سره مخ دي
۱

هېر شوي سرتېري؛ پخواني افغان نظامیان د بې‌کارۍ له ستونزې او امنیتي ګواښونو سره مخ دي

۲

د کندهار محدودیتونه څنګه د ټول هېواد لپاره په رسمي تګلاره بدل شول؟

۳
ځانګړی

نورستان کې د طالبانو درې استخباراتي مسوولین یو ځل بیا د جنسي تېري د هڅې په تور نیول شوي

۴

هغه د کابل د سقوط په ورځ له یوه کوچني لاسي بکس سره ووتله

۵

د ملګرو ملتونو پخوانی چارواکی: د طالبانو پر ضد وسله‌وال مقاومت د پراخېدو په حال کې دی

•
•
•

نور کیسې

طبي بورډ عمران خان ته د ورځې یو ساعت مزل او له کورنۍ سره د ملاقات سپارښتنه کړې

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۴۹ GMT+۱
100%

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له مخې، په اډیاله زندان کې د عمران خان د طبي معاینې لپاره جوړ شوي بورډ سپارښتنه کړې چې نوموړي ته دې هره ورځ د یو ساعت مزل او استراحت زمینه برابره شي، څو ذهني فشار یې راکم شي.

طبي بورډ سپارښتنه کړې، چې عمران خان ته دې ورځپاڼې، مجلې، ټلوېزیون او د مطالعې مواد هم ورکړل شي. همداراز یې له مېرمنې او کورنۍ سره د اوسني مهال‌وېش پرتله د ډېرو او منظمو لیدنو سپارښتنه کړې ده.

د طبي بورډ سپارښتنې د هغه راپور برخه دي، چې سترې محکمې ته وړاندې شوې دي. ستره محکمه به نن د عمران خان د ملاقات او په اډیاله زندان کې د هغه د شته اسانتیاوو په اړه د غوښتنلیکونو اورېدنه وکړي.

د راپور له مخې، څلور کسیز طبي بورډ د اګست په ۱۰مه په اډیاله زندان کې د عمران خان طبي معاینه کړې وه. د معاینې پرمهال د هغه د وینې فشار ۱۴۰ پر ۸۰ ثبت شوی و. عمران خان د سر د دروندوالي او د زړه د تېزې درزا شکایت هم کړی و.

د طبي معاینې پرمهال د سینې درد یا د ساه لنډۍ نښې نه وې موندل شوې؛ خو طبي بورډ د هغه د سختې بې‌قرارۍ یادونه کړې ده. د راپور له مخې، عمران خان د اګست په لومړۍ نېټه هم د پاکستان انسټیټیوټ اف مېډیکل ساینسز یا پمز د زړه ناروغیو د متخصص له‌خوا معاینه شوی و. هغه مهال د وینې د فشار بدلون، د زړه د تېزې درزا، سر درد او بې‌قرارۍ شکایتونه لرل.

طبي متخصص ویلي، چې عمران خان د خپلې ذهني اندېښنې مهم لامل له مېرمنې، کورنۍ او ملګرو سره نه لیدنه او د ورځپاڼو او ټلوېزیون نشتوالی بللی و. متخصص سپارښتنه کړې، چې د ذهني فشار د کمولو لپاره دې له کورنۍ سره د هغه ملاقاتونه زیات او منظم شي او د مطالعې لپاره دې ورته مواد برابر شي.

طبي بورډ ویلي، چې د عمران خان د اوسني ذهني حالت له امله د روغتیايي ستونزو د رامنځته کېدو ګواښ شته؛ نو باید په زندان کې ورته هره ورځ د یوه ساعت مزل او استراحت زمینه برابره شي.

د اډیاله زندان د ادارې دریځ

د اډیاله زندان ادارې په ستره محکمه کې په وړاندې شوي راپور کې ویلي، چې عمران خان او بشرا بي‌بي ته مناسبې روغتیايي اسانتیاوې برابرېږي او د هغوی روغتیا د زندان د ادارې لومړیتوب دی.

د راپور له مخې، د زندان طبي کارکوونکي هره ورځ درې ځله د عمران خان معاینه کوي، د هغه خواړه څاري او د وینې فشار، د زړه درزا او په وینه کې د اکسیجن کچه هم ثبتوي. د زندان ادارې ویلي، چې د بېلابېلو دولتي روغتونونو متخصصو ډاکټرانو هم د عمران خان معاینه کړې او د هغه د طبي معاینې، درملنې او درملو ریکارډ ساتل شوی دی.

د عمران خان د سترګو ناروغۍ په اړه د زندان ادارې ویلي، له تشخیص وروسته یې سملاسي درملنه شوې ده، چې اوس یې د لید کچه د پام وړ ښه شوې او نږدې عادي حالت ته راګرځېدلې ده.

په راپور کې ویل شوي، چې عمران خان او بشرا بي‌بي هره سې‌شنبه د زندان د قوانینو له مخې ملاقات کوي او تراوسه ۸۴ ملاقاتونه شوي دي.

تحریک انصاف: عمران خان دې روغتون ته ولېږدول شي

بل لور ته د پاکستان تحریک انصاف ګوند د عمران خان د وینې فشار د راپور په اړه اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې، چې هغه دې ژر تر ژره روغتون ته ولېږدول شي او مناسبې روغتیايي اسانتیاوې دې ورته برابرې شي.

د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي په یوې خبري ناسته کې د عمران خان د روغتیا راپور د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې دې موضوع ټول هېواد اندېښمن کړی دی. هغه ادعا کړې، چې د عمران خان د شخصي ډاکټرانو په پخوانیو معایناتو کې د هغه د وینې فشار عادي و خو په وروستي راپور کې یې د وینې فشار لوړ ثبت شوی دی.

هغه ویلي، چې د عمران خان کورنۍ، وکیلانو او شخصي ډاکټرانو د ډسمبر له دویمې نېټې وروسته له هغه سره نه‌دي لیدلي.

د امریکا پخوانۍ استخباراتي شنونکې: افغان متحدانو سره د واشنګټن ژمنې لا هم نیمګړې پاتې دي

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۷ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۳۲ GMT+۱
100%

د امریکا د ملکي استخباراتي پخوانۍ شنونکې بېټ بیلي، چې د افغانستان د جګړې په اړه یې کار کړی، وايي واشنګټن باید له افغان متحدانو سره د کړې ژمنې د پوره کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

بیلي د اګست پر ۱۷مه په یوه مقاله کې لیکلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د وتلو بهیر له «ناوړه پرېکړو او استخباراتي ناکامیو» سره مل و او د کابل په وروستیو اوونیو کې شوې ستراتیژیکې پرېکړې یې د ناورین د کمولو په اړه د امریکا د مشرانو پر ژمنتیا شکمنه کړې وه.

نوموړې لیکلي: «له افغانستان څخه د راتلونکي وتلو په اړه دومره ډاډه وم چې دا به ناورین وي؛ خو یوازې په دې اړه ډاډه نه وم چې ناورین به یې څومره لوی وي.»

بیلي وايي، د ۲۰۲۱ کال له ګډوډ وتلو وروسته ګڼو عادي امریکایانو د افغان متحدانو د ایستلو لپاره په خپله هڅه پیل کړه او د ټولنیزو شبکو له لارې یې له هغو کسانو سره مرسته کوله چې د کابل حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته د رسېدو هڅه یې کوله.

د هغې په وینا، د اګست پر ۲۶مه د داعش ډلې یوه ځانمرګي بریدګر، چې د نوموړې په ادعا د طالبانو له خوا له یوه ایتلافي توقیف مرکز څخه خوشې شوی و، د کابل هوايي ډګر ته څېرمه برید وکړ چې ۱۳ امریکايي سرتېري او ۱۷۰ افغانان یې ووژل.

بیلي وايي، له دې پېښې وروسته د تخلیې عملیاتو بڼه بدله شوه او «بې‌شمېره امریکایان، افغان متحدان او زیان‌من کسان په داسې هېواد کې پاتې شول چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې و.»

نوموړې وايي، له هغو امریکایانو سره یې اړیکه ټینګه کړه چې د پاتې افغان متحدانو لپاره یې د استوګنې، خوړو او روغتیايي خدمتونو د برابرولو هڅې کولې. د هغې په وینا، د سلګونو زرو پاتې افغان متحدانو د وضعیت د روښانه کولو هڅو د هغې ژوند هم بدل کړ.

بیلي ادعا کوي چې د طالبانو د غچ اخیستنې د کمپاین په اړه یې ویډیوګانې او انځورونه ترلاسه کړي او په افغانستان کې دننه کسانو ورته د طالبانو د لومړنیو محدودیتونو د اغېزو په اړه مستقیم معلومات ورکړي دي.

هغې ویلي، سلګونو افغانانو خپل مهم اسناد ورسره شریک کړي چې د امریکا د حکومت په درېیو پروګرامونو، د ځانګړو کډوالۍ ویزو، بشري موقتي منلو او د کډوالو د منلو په پروګرام کې د اداري ستونزو څرګندونه یې کوله.

بیلي د طالبانو د واکمنۍ د وضعیت په اړه ادعا کوي چې دې ډلې افغانستان «تیارو ته» کش کړی، له اوو میلیاردو ډالرو ډېر امریکايي پوځي تجهیزات یې په واک کې دي، د امریکا متحدان یې وژلي، د ښځو پر وړاندې یې د جنسیت پر بنسټ یو سخت تبعیضي نظام رامنځته کړی، امریکايي اتباع یې یرغمل کړي او د څو ترهګرو ډلو د پراختیا زمینه یې برابره کړې ده.

نوموړې په عین حال کې د هغو امریکایانو ستاینه کړې چې د سیاسي اختلافاتو له پام پرته یې د افغان متحدانو د ملاتړ لپاره وخت، پیسې او نور امکانات ورکړي دي.

خو بیلي وايي، د امریکا له لوري ډېرو افغانانو ته د هرکلي پر ځای، د تېرو پنځو کلونو ډېره برخه له خنډونو سره تېره شوې ده. د هغې په وینا، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته لومړني درې نیم کاله د ځانګړو کډوالۍ ویزو او د امریکا د کډوالو د منلو پروګرامونو د دوسیو د ډېر ورو بهیر له امله له سختو ستونزو سره مل وو، او وروستي ۱۸ میاشتې بیا د دې پروګرامونو د تړل کېدو له امله لا سختې شوې دي.

بیلي د افغان نجونو وضعیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو تر واک لاندې یې د زده‌کړو او نورو حقونو ته لاسرسی له منځه تللی، خو هغوی لا هم د خپل راتلونکي لپاره د هیلې د ساتلو لارې پیدا کوي.

هغې لیکلي: «زما تر ټولو ژور درناوی هغو افغان نجونو ته دی چې د خپلو حقونو او زده‌کړو د له منځه تلو شاهدې دي، خو بیا هم د داسې راتلونکي لپاره د هیلې د رامنځته کولو لاره پیدا کوي چې اوس مهال یوازې د دوی په خوبونو کې شته.»

بیلي وايي، د افغانستان د وتلو پنځمه کلیزه باید یوازې د تېر ناورین د یادولو لپاره نه وي، بلکې د هغو افغانانو د برخلیک د حل لپاره باید د عملي اقدام لامل شي چې لا هم له خطر سره مخ دي.

هغې په پای کې هیله څرګنده کړې چې د افغانستان د وتلو د پنځمې کلیزې یادونه به د ۲۰۲۱ کال د اګست د خلکو همدردي بېرته راژوندۍ کړي او د امریکا کانګرس او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره به وهڅوي چې «هغه کار بشپړ کړي چې پنځه کاله وړاندې په ډېر بد ډول نیمګړی پاتې شو.»

ار ایس ایف: د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د رسنیو ازادي له جدي ګواښ سره مخ ده

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۷ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۱۰ GMT+۱
100%

د بې‌پولې خبریالانو سازمان (ار ایس ایف) وايي، په پاکستان کې، په ځانګړې توګه د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې، د رسنیو د ازادۍ پر وړاندې فشارونه په خطرناک ډول زیات شوي او چارواکي هڅه کوي د سیمې په اړه د معلوماتو خپرېدل محدود کړي.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، د انټرنېټ بندول، د الجزیرې وېبپاڼې مسدودول، د خبریالانو نیول، پر بهرنیو خبریالانو د سفر محدودیتونه، قضايي احضاریې او پر رسنیو فشارونه په پاکستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ د خرابېدو څرګندې نښې دي.

د راپور له مخې، د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د انتخاباتي اصلاحاتو په ملاتړ اعتراضونه په زور وځپل شول او پراخې نیونې وشوې. هم‌مهاله، په وروستیو اوونیو کې د سیمې د رسنیز پوښښ د محدودولو لپاره د پاکستان حکومت اقدامات هم زیات کړي دي؛ په داسې حال کې چې د سیمې د قانون‌جوړونکې شورا ټاکنې د جولای له ۲۷مې پیل شوې دي.

ار ایس ایفوايي، په کشمیر کې د انټرنېټ خدمتونه د جون پر پنځمه وځنډول شول او تر اوسه یوازې په جزوي ډول بېرته فعال شوي دي. د اګست پر دویمه د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د الجزیرې وېبپاڼه هم بنده کړه او پر دې رسنۍ یې د سیمې په اړه د «حساسیت پاروونکو» راپورونو د خپرولو تور ولګاوه.

د راپور له مخې، د اګست پر څلورمه د بهرنیو رسنیو لپاره نوي سخت مقررات هم نافذ شول. له مخې یې بهرني خبریالان، په ګډون له نړیوالو رسنیو سره د کارکوونکو پاکستاني خبریالانو، اړ دي چې له اسلام‌اباد، لاهور او کراچۍ څخه بهر د راپور ورکولو لپاره د «نه اعتراض سند» ترلاسه کړي.

په نویو مقرراتو کې ویل شوي چې د رسنیو د مسلکي کسانو اعتبارلیک د مبهمو دلایلو له مخې، لکه د پاکستان د «ایډیالوژۍ، حاکمیت، امنیت یا عامه نظم» خلاف کړنو، لغوه کېدای شي.

ار ایس ایف وايي، د رسنیو پر وړاندې د فشارونو په لړ کې خپلواک خبریالان رازي طاهر او محمد سیف هم نیول شوي دي. د راپور له مخې، دواړه خبریالان د «خپلواک لید» په نوم د یوټیوب چینل لپاره کار کوي او د اګست له لومړۍ نېټې راهیسې په اسلام‌اباد کې د کشمیر د اعتراضونو په ملاتړ د یوې مظاهرې د پوښښ له امله په بند کې دي.

رازي طاهر تر دې مخکې د جون پر ۲۳مه د برېښنايي جرمونو د مخنیوي قانون له مخې نیول شوی و او د جولای پر اتمه په ضمانت خوشې شو. ار ایس ایفوايي، په ۲۰۲۵ کال کې د دغه قانون له تعدیل وروسته خبریالان د «ناسمو معلوماتو» د خپرولو په څېر مبهمو مواردو له امله له جزايي مجازاتو سره مخ کېدای شي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د جنوبي اسیا د څانګې مشرې، سیلیا مرسیر، ویلي: «چارواکو داسې ښکاري چې هر هغه څه یې کړي چې کولی یې شول، څو د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د معلوماتو بشپړ بندیز رامنځته کړي.»

هغې زیاته کړې: «د انټرنېټ بندول او د لاسرسي محدودول، د نیونو زیاتوالی، د رسنیو د مسلکي کسانو پر لاسرسي محدودیتونه او د برېښنايي جرمونو د مخنیوي قانون له مخې قضايي تعقیبونه په پاکستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ د وضعیت د پام وړ خرابېدو ښکارندويي کوي.»

مرسیر له پاکستاني چارواکو غوښتي چې نیول شوي خبریالان سمدستي خوشې کړي، په کشمیر کې د انټرنېټ بشپړ لاسرسی بېرته فعال کړي، پر بهرنیو رسنیو نوي محدودیتونه لرې کړي، له ناوړه قضايي اقداماتو لاس واخلي او د معلوماتو د ترلاسه کولو حق تضمین کړي.

ار ایس ایف وايي، له کشمیر پرته هم په پاکستان کې د رسنیو پر وړاندې د فشار لپاره له قوانینو کار اخیستل کېږي. د جولای پر ۲۹مه د ملي سایبري جرمونو د څېړنې ادارې ازاد خبریال اسد علي تور د برېښنايي جرمونو د مخنیوي قانون د ۲۶مې مادې له مخې احضار کړ. دغه ماده د «ناسمو معلوماتو» خپرول جرم ګڼي.

د راپور له مخې، پر رسنیو دولتي فشارونه د خبریالانو تر څنګ د رسنیو تر ادارو هم رسېدلي دي. پاکستانۍ خبریالې منیزه جهانګیر ویلي چې د جولای په میاشت کې له «اېج ټي‌وي» څخه، چې ۱۱ کاله یې د «سپوټ‌لایټ» خپرونه چلوله، د بهرني فشار له امله له دندې ووتله.

جهانګیر د بې‌پولې خبریالانو سازمان ته ویلي: «بهرنی فشار موجود و او مدیریت یې له سخت فشار سره مخ کړی و. د خبریالانو وضعیت هېڅکله تر دې کچې جدي نه و.»

پاکستان د بې‌پولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۶ کال د نړۍ د مطبوعاتو د ازادۍ په شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې په ۱۵۳م ځای کې راغلی دی.

د ویزو ځنډ؛ په پاکستان کې افغان محصلین د زده‌کړو په برخه کې له قانوني ستونزو سره مخ دي

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۷ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۱۶ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو او د افغان محصلینو د ویزو د تمدید په برخه کې د اوږدمهاله ځنډ له امله، په پاکستان کې زرګونه افغان محصلین له جدي ستونزو او د خپلو زده‌کړو د دوام په اړه له اندېښنو سره مخ دي.

افغان محصلین وايي، د ویزو د ترلاسه کولو او غځولو بهیر له اوږدې مودې راهیسې له ستونزو سره مخ دی چې له امله یې د دوی زده‌کړې، استوګنه او ورځنی ژوند اغېزمن شوی دی. ځینې محصلین د نیول کېدو او له پاکستان نه د اېستل کېدو وېره هم لري.

د افغان محصلینو د ټولنې مشر صدیق شریعتي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، په پاکستان کې شاوخوا ۳زره افغان محصلین د علامه اقبال سکالرشیپ له لارې او نږدې ۴زره نور په شخصي لګښت په بېلابېلو پوهنتونونو او کالجونو کې زده‌کړې کوي.
د افغان محصلینو د ویزو د ترلاسه کولو او غځولو بهیر له یو کال څخه د ډېرې مودې راهیسې په عملي ډول له ځنډ سره مخ دی. صدیق شریعتي وايي، شاوخوا ۸۰۰ محصلینو د ویزې ترلاسه کولو یا غځولو لپاره غوښتنلیکونه سپارلي؛ خو تراوسه یې په اړه کومه څرګنده پایله نه‌ده ورکړې، د ویزو له پای ته رسېدو وروسته د ځینو محصلینو سیم‌کارتونه بند شوي او ځینې نور په لیلیو کې د استوګنې له ستونزو سره مخ شوي دي.

د افغان محصلینو د ټولنې د مشر په وینا، د پاکستاني چارواکو له‌خوا د افغانانو پر وړاندې د روانو اقداماتو پرمهال ځینې هغه محصلین هم نیول شوي چې ویزې یې پای ته رسېدلې وې.
یوشمېر محصلین تر نیول کېدو وروسته د تورخم او چمن له لارې افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. د افغان محصلینو استازو په دې اړه د طالبانو کونسلګرۍ او اړوندو چارواکو سره خبرې کړې؛ خو تر اوسه د یادې ستونزې لپاره دایمي حل نه‌دی موندل شوی.

صدیق شریعتي د یوې پېښې یادونه هم وکړه او ویې ویل، په اسلام‌اباد کې دوه افغانې محصلینې د ویزې د مودې له پای ته رسېدو وروسته نیول شوې وې. دواړه محصلینې له څه مودې بند وروسته خوشې شوې؛ خو وروسته بیا له ستونزو سره مخ شوې او په پای کې له پاکستان نه واېستل شوې. له دغه محصلینو یوه په شپږم او بله په اتم سمستر کې وه.

افغان محصلین وايي، د ویزو ستونزې د دوی پر زده‌کړو هم مستقیم اغېز کړی دی. له بلې خوا هغه افغان محصلینې چې له پاکستان نه افغانستان ته ځي، د بېرته ستنېدو او د خپلو زده‌کړو د دوام په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

صدیق شریعتي وايي، د دغه وضعیت له امله د افغان محصلینو ترمنځ د دوی د راتلونکي او زده‌کړو په اړه جدي اندېښنې او رواني فشار زیات شوی دی. هغه له دواړه خواوو غوښتي، چې افغان محصلین دې د پاکستان او افغانستان له سیاسي او دیپلوماتیکو اختلافاتو څخه جلا وساتل شي، د ویزو د ورکړې او غځولو بهیر دې بېرته عادي حالت ته راوګرځي او محصلینو ته دې اجازه ورکړل شي چې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.

د پکتیا ولایت اوسېدونکې نرګس بي‌بي هم له هغه افغان محصلینو څخه ده، چې غواړي په پاکستان کې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي او وروسته افغانستان ته ستنه شي. نرګس بي‌بي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، پلان یې دا و چې په پاکستان کې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي او افغانستان ته ستنه شي؛ خو د اوسنیو ستونزو له امله یې راتلونکی له ناروښانه حالت سره مخ شوی دی.

هغې وویل:« ما غوښتل په پاکستان کې خپلې زده‌کړې بشپړې کړم، بیا افغانستان ته ستنه شم او خپلې وړتیاوې د خپل هېواد او خلکو لپاره وکاروم. خو له بده مرغه زما زده‌کړې نیمګړې پاتې شوې او اوس وېره لرم چې زما هڅې او راتلونکي پلانونه هم نیمګړي پاتې شي».

نرګس بي‌بي وايي، ډېری افغانې محصلینې له ورته ستونزو سره مخ دي او د هغې خويندې، د کاکا او ماما لوڼې هم په پاکستان کې زده‌کړې کوي؛ خو د ویزو او نورو ستونزو له امله یې زده‌کړې اغېزمنې شوې دي.

هغې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي. نوموړې له طالبانو هم غوښتي، چې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو لګېدلي محدودیتونه پای ته ورسوي او هغوی ته د زده‌کړو د دوام زمینه برابره کړي.

نرګس بي‌بي د پاکستان له حکومته هم غوښتي، چې په پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو د ورکړې او غځولو بهیر اسانه کړي؛ څو هغوی خپلې زده‌کړې بشپړې او په راتلونکي کې د خپلې ټولنې او هېواد لپاره خدمت وکړي.
افغان محصلین وايي، چې د ویزو ترلاسه کولو او غځولو بهیر له اوږدې مودې راهیسې له ځنډ سره مخ دی؛ خو د پاکستان حکومت تراوسه نه‌ده روښانه کړې چې د دغه ځنډ اصلي لامل څه دی او د ویزو د غځولو بهیر به کله بېرته عادي حالت ته راوګرځي.

منصور احمد خان: د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د تاریخ تر ټولو بحراني حالت کې دي

۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۵۰ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی سفیر منصور احمد خان په خپله تازه مقاله کې چې د طالبانو د واک ته رسېدو د ۵مې کلیزې په مناسبت یې لیکلې، د کابل او اسلام‌اباد اړیکې، افغانستان کې امنیتي وضعیت، د ډیورند کرښې هاخوا د بریدونو زیاتوالی او سیمه کې د اقتصادي همکاریو راتلونکی ارزولی دی.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په نږدې اتیا کلن تاریخ کې له یوه له تر ټولو سختو او بحراني پړاوونو سره مخ دي.

منصور احمد خان چې له ۲۰۲۰ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې په افغانستان کې د پاکستان سفیر پاتې شوی وايي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته دې ډلې د افغانستان پر دولتي ادارو خپل واک ټینګ کړی او د تاوتریخوالي کچه یې راټیټه کړې، خو د یوه ټولګډونه نظام د جوړولو، د ښځو او له ټولنې څخه د څنډې ته شویو ډلو د حقونو د خوندي کولو او د ترهګرۍ پر وړاندې د اغېزناکو لارو چارو په رامنځته کولو کې د پام وړ پرمختګ نه‌دی شوی.

د پاکستان پخوانی سفیر لیکي، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدل د تلپاتې سولې په معنا نه‌دي. د هغه په اند، تر هغه چې سیاسي ثبات، ټولګډونه حکومت او دوامدار امنیت رامنځته نه‌شي، په افغانستان کې وضعیت به لا هم نازک او بې ثباته وي.

د کابل او اسلام‌اباد اړیکې؛ له هیلو تر مخامخ جګړې

پخوانی سفیر وايي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د افغانستان د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته، په افغانستان، پاکستان او نړیواله ټولنه کې دا هیله موجوده وه، چې د طالبانو واک ته رسېدل به د جګړې د پای ته رسېدو، د ډیورند کرښې دواړه غاړو ته د «ترهګرۍ» د کمېدو او د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو د ښه کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

خو د نوموړي په وینا، په تېرو پنځو کلونو کې دغه هیلې پوره نه‌شوې. د دواړو هېوادونو اړیکې سختې ترینګلې شوې، دوه اړخیزې او سرحدي لارې چارې له خنډ سره مخ شوې او په پاکستان کې د وسله‌والو ډلو بریدونه زیات شوي دي.

پاکستان هم د دغو بریدونو په غبرګون کې پر افغانستان پوځي بریدونه کړي دي. خان اوسنی وضعیت د افغانستان او پاکستان د شاوخوا اتیا کلن تاریخ له تر ټولو بحراني پړاوونو څخه بولي.

تحریک طالبان پاکستان؛ د اختلاف اصلي ټکی

د مقالې له مخې، د تحریک طالبان پاکستان موضوع د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو تر ټولو مهم لامل دی.

خان وايي، چې پاکستان ادعا کوي، تحریک طالبان پاکستان او د بلوڅ بېلتون‌پالو په څېر ډلې د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې د بریدونو لپاره کار اخلي. هغه لیکي، چې د ملګرو ملتونو او یو شمېر نړیوالو بنسټونو راپورونه هم په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو د حضور په اړه معلومات وړاندې کوي.

د هغه په لیکنه کې راغلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د پاکستان د تمې خلاف، په دغه هېواد کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

منصور احمد خان ادعا کوي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ترهګریزو بریدونو او وسله‌والو فعالیتونو له امله په پاکستان کې له لسو زرو ډېر ملکي وګړي او امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې د ۲۰۲۲ کال هغه هوکړه چې د افغانستان د طالبانو په منځګړیتوب د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ شوې وه، یوازې څو میاشتې یې دوام وکړ او وروسته په پاکستان کې د بریدونو نوې څپه پیل شوه.

پاکستان پوځي چلند زیات کړی

منصور احمد خان وايي، چې په تېرو شاوخوا دولسو میاشتو کې د پاکستان غبرګون له سیاسي فشار او بېلابېلو نورو وسیلو څخه په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون غوښتونکو مورچلو د تر ډېره پوځي چلند پر لور اوښتی دی.

د هغه په وینا، اسلام‌اباد د پوځي بریدونو ترڅنګ له افغانستان سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې، سوداګري او سرحدي تګ راتګ هم محدود یا درولي دي.

نوموړی خبرداری ورکوي، چې د وضعیت دوام ښايي په افغانستان کې د هند د رول د پراخېدو زمینه برابره کړي؛ هغه څه چې د نوموړي په باور د پاکستان له ګټو سره به په ټکر کې وي.

پر ډیورند کړکېچ او اقتصادي زیانونه

پر ډیورنډ کرښه د دروازو تړل کېدو د دواړو هېوادونو اقتصاد ته پراخ زیانونه اړولي دي. منصور احمد خان وايي، افغانستان له لسیزو راهیسې د بهرنۍ سوداګرۍ لپاره د پاکستان له بندرونو او ترانزیټي لارو څخه د خپلو مهمو او ارزانه سوداګریزو لارو په توګه کار اخیستی دی.

د سوداګرۍ بدیلو لارو ته مخه کول د توکو د لېږد لګښتونه لوړ کړي او د افغانستان په بازارونو کې یې د ځینو لومړنیو اړتیا وړ توکو پر بیو اغېز کړی دی.

له بلې خوا، د پاکستان سوداګري او کاروبارونه هم له افغانستان سره د لارو له تړل کېدو زیانمن شوي دي. د مقالې د اټکل له مخې، پاکستان د سوداګرۍ له اړخه هره میاشت شاوخوا ۵۰ میلیارده کلدارې تاوان کوي او د دواړو هېوادونو لپاره د لارو د تړل کېدو ټول اقتصادي زیان ښايي څو میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

د پاکستان او افغانستان د لارو تړل کېدو د خلکو تګ راتګ هم له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. خان وايي، د ډیورند دواړو غاړو ته کورنۍ، قومي او سوداګریزې اړیکې داسې دي چې زرګونه کسان د درملنې، زده‌کړو او اقتصادي فعالیتونو لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر تګ راتګ تکیه لري.

لویې سیمه‌ییزې پروژې له ګواښ سره مخ

د پاکستان پخوانی سفیر خبرداری ورکوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ دوام ښايي د سیمه‌ییزې نښلونې د سترو پروژو د پراختیا مخه ونیسي.

هغه د ټاپي د ګازو نل‌لیکې، د کاسا-۱۰۰۰ د برېښنا د لېږد پروژې او د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزې اوسپنې پټلۍ یادونه کوي.

د نوموړي په وینا، دغه پروژې د بې ثباتۍ، سیاسي اختلافونو او امنیتي ستونزو له امله له اوږدو ځنډونو سره مخ شوې دي.

په مقابل کې، خان وايي، ازبکستان له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو په برخه کې لا فعال دریځ غوره کړی دی.

د هغه په وینا، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا دوه میلیارده ډالرو ته رسېدلې او دواړه هېوادونه هڅه کوي، چې دغه کچه پنځه میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

د اړیکو د بیا رغولو وړاندیز

منصور احمد خان وايي، سره له دې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ پراخ شوی، اوسنی وضعیت کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د بیا رغولو لپاره پر یوه فرصت بدل شي.

هغه وړاندیز کوي، چې دواړه هېوادونه دې یوازې پر جیوپولیټیکو سیالیو تمرکز نه‌کوي، بلکې پر تاریخي، تمدني او ولسي اړیکو دې ټینګار وکړي او د باور فضا دې رامنځته کړي.

خان له طالبانو غواړي، چې د پاکستان امنیتي اندېښنې جدي وګڼي او اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر وړاندې وکارول شي او نوموړی همداراز له پاکستانه هم غواړي، چې خپله تګلاره له یوې یوازې امنیتي او پوځي تګلارې څخه سیاسي تعامل ته واړوي.

طالبانو په وار وار ویلي، چې هېچاته اجازه نه‌ورکوي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي او د پاکستان امنیتي ستونزې یې د دغه هېواد کورنۍ ستونزه بللې ده.

له کړکېچه د وتلو درې لارې

د پاکستان پخوانی سفیر د اړیکو د بیا رغولو لپاره د همکاریو درې لارې وړاندیز کوي:

لومړی: د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ دې په لوړه کچه، یعنې د لومړي وزیرانو یا بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه، مخامخ سیاسي خبرې پیل شي.

دویم: د ډیورند کرښې د سمبالښت، د کرښې هاخوا د ترهګرۍ د مخنیوي او د خلکو او سوداګرۍ د تګ راتګ د اسانتیا لپاره دې ګډې ادارې او ګډ کاري چوکاټونه جوړ شي.

درېیم: افغانستان او پاکستان دې له سیمه‌ییزو هېوادونو سره خپلې همکارۍ پیاوړې کړي، څو د ټاپي، کاسا-۱۰۰۰ او د ازبکستان–افغانستان–پاکستان د اوسپنې پټلۍ په څېر لویې سیمه‌ییزې پروژې عملي شي.

منصور احمد خان زیاتوي، د دې بهیر د پیل لپاره لازمه نه‌ده، چې حتمي بهرنی منځګړیتوب وشي، خو که دواړه هېوادونه په یوازې ځان د خبرو د بیا پیلولو توان ونه‌لري، نو د چین، افغانستان او پاکستان درې اړخیز نوښت او د چین د ارومچي د خبرو په چوکاټ کې هڅې کولای شي د کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان او پاکستان د اړیکو راتلونکی

په کابل کې د اسلام‌اباد دغه پخوانی سفیر د خپلې مقالې په پای کې ټینګار کوي، چې افغانستان او پاکستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د سویلي اسیا، منځنۍ اسیا او اوراسیا د نښلولو په برخه کې مهم رول لري.

د هغه په باور، دواړه هېوادونه باید د اړیکو د سمولو اوسنی فرصت له لاسه ورنه‌کړي او د دوامدارې مقابلې پر ځای باید د ترهګرو او وسله‌والو ډلو پر وړاندې ګډې مبارزې، د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا او د سیمه‌ییزو پروژو د پلي کېدو لپاره ګډ کار وکړي.

خان باور لري، چې د جیوپولیټیکې سیالۍ پر بنسټ له اړیکو څخه اقتصادي همکاریو ته اوښتل او تاریخي او تمدني اړیکو ته پاملرنه کولای شي د سویلي اسیا، منځنۍ اسیا او اوراسیا ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د نویو لارو د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابره کړي.