د طالبانو له واکمنۍ راهیسې پر شیعه او هزاره وو له ۵۰ ډېر بریدونه شوي
د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د بنسټونو د راپورونو له مخې، له ۲۰۲۱ کال نه تر ۲۰۲۶ کال پورې په افغانستان کې پر هزاره او شیعه وو له ۵۰ ډېر لوی او خونړي بریدونه شوي چې په جوماتونو، ښوونیزو مرکزونو او عامه ځایونو کې د سلګونو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د دغو بریدونو ډېره برخه د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ شوې، خو له هغې وروسته هم هدفي وژنې، د لارو پر سر بریدونه او نورې خونړۍ پېښې دوام لري.
کابل، په ځانګړي ډول دشت برچي، د دغو بریدونو تر ټولو مهم مرکز بلل شوی، چې ښوونیز مرکزونه، جوماتونه، ورزشي سالونونه او عامه غونډې پکې په نښه شوې دي. کندهار، کندوز، هرات، دایکندي، غور او ارزګان هم د ورته بریدونو شاهدان پاتې شوي دي.
د بشري حقونو د بنسټونو د معلوماتو له مخې، د دغو پېښو د وژل شویو او ټپیانو شمېر په پنځو کلونو کې له زرو اوښتی دی. د قربانیانو په ډله کې زده کوونکي، ښځې، ماشومان، سپینږیري او لمونځکوونکي شامل دي.
د ډېرو خونړیو بریدونو مسوولیت داعش خراسان منلی، خو د هدفي وژنو او د لارو پر سر د ځینو بریدونو مسوولیت لا هم روښانه نه دی.
په مهمو پېښو کې د ۲۰۲۱ کال د کندوز سیداباد جومات برید، د همدې کال د کندهار د بي بي فاطمې جومات چاودنه، په ۲۰۲۲ کال کې د مزارشریف د سهدکان جومات او د کابل د عبدالرحیم شهید ښوونځي بریدونه، د ۲۰۲۲ کال د کاج ښوونیز مرکز برید، په ۲۰۲۳ کال کې د پلخمري د امام زمان جومات او رامبراند ورزشي کلب بریدونه او په ۲۰۲۴ کال کې په هرات او دایکندي کې بریدونه شامل دي.
د طالبانو چارواکو ویلي چې د داعش خراسان یو شمېر عاملان او طرحه کوونکي یې وژلي یا نیولي، خو ملګرو ملتونو او د بشري حقونو څار بنسټونو ټینګار کړی چې د زیانمنو ټولنو د خوندي کولو لپاره اوسني امنیتي اقدامات کافي نه دي او د پېښو د بېطرفه څېړنې او عاملانو د حساب ورکونې غوښتنه یې کړې ده.
د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح وايي، د افغانستان بحران یوازې د ښځو د زده کړو او حقونو مساله نه ده، بلکې د طالبانو د واک په جوړښت پورې اړه لري.
هغه وايي، طالبان دې خبرو ته نه بلل کېږي او د خبرو ګټې دې ورته نه تشریح کېږي، ځکه دا کار به د مخالفانو په زیان تمام شي.
د تیر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امر الله صالح پر خپل ایکس لیکلي چې امریکا ته د ترهګرۍ ضد مبارزې مشورې مه ورکوئ ځکه دده په وینا، امریکا دواړه لوري پېژني او کله ناکله یې د دواړو ملاتړ کړی دی.
هغه پر متردد (دوه زړه) کسانو د حساب نه کولو او د طالبانو پر ملاتړو د وخت نه ضایع کولو سپارښتنه کړې ده.
نوموړی لیکلي، چې طالبان دې خبرو ته نه بلل کېږي او د خبرو ګټې دې ورته نه تشریح کېږي، ځکه دا کار به د مخالفانو په زیان تمام شي. هغه له خپلو پلویانو غوښتي چې هغه ځواک چې ترې یادونه کوي، په عمل کې یې هم وښيي.
صالح وايي، د جمهوري نظام غړي دې ځانونه د جمهوریت د سقوط کارپوهان نه معرفي کوي، بلکې پر خپل رول دې تمرکز وکړي. هغه د جمهوریت د چارواکو له خوا د جمهوري نظام پر ضد مرکې «سپک کار» بللی دی.
د صالح په وینا، په جمهوریت کې دوه ډوله کسان موجود وو؛ یوه ډله هغه کسان وو چې د طالبانو له سقوط او د سپټمبر له ۱۱مې مخکې په صحنه کې وو او بله ډله هغه کسان وو چې له خیریه بنسټونو او د لوېدیزوالو له پېژندګلوۍ سره د دولت په جوړښت کې شامل شوي وو. هغه وايي، له دویمې ډلې باید د انقلابي دریځ تمه ونه شي.
صالح د ټولنې یوې برخې ته د «خړ قشر» نوم ورکوي او وايي، دا کسان د هر هغه چا لپاره چې د دوی کوڅه ونیسي، د چای، ډوډۍ او منتو زمینه برابروي او باید د هغوی له غبرګون څخه ډېره اندېښنه ونه شي.
صالح طالبان واک ته د رسېدو لپاره د بهرنیانو سره پر جوړجاړي او توطیه جوړونې، په داخل کې پر جنایت او د بېلابېلو وسایلو پر کارولو تورنوي. هغه د قتل عام، د ښځې تر څادر لاندې د پټېدو او په جنازه او زېږنتون کې د بم اچونې یادونه کوي او وايي، طالبان «په سپینولو نه سپینېږي».
هغه له خپلو پلویانو غوښتي چې پر خپلې مبارزې باور ولري او ونه وېرېږي.
د نوموړي په وینا، د مخالفانو مبارزې د طالبانو پر اعصابو فشار راوستی او د هغوی لویو او وړو کسانو ښکنځلو او کوڅه يي ادبیاتو ته مخه کړې ده. صالح وايي، هر لوری چې له منطق څخه تش شي، ښکنځلو ته مخه کوي.
صالح وايي، طالبان ډېرې کمزورۍ لري، خو ډېری خلک یې یوازې پر قوتونو تمرکز کوي. هغه له خپلو پلویانو غواړي چې د طالبانو پر کمزوریو تمرکز وکړي، ځکه د هغه په باور، په دې صورت کې به د طالبانو نسکورول اسانه ښکاره شي او خلک به د مبارزې لپاره لا ډېر وهڅول شي.
صالح ټینګار کوي چې د افغانستان ملي کړکیچ باید یوازې د ښځو د زده کړو او حقونو له مسالې سره محدود نه شي. هغه وايي، د ښځو پر زده کړو او کار محدودیت یوازې یوه ستونزه ده، نه ټوله ستونزه.
د هغه په وینا، باید د طالبانو د واک جوړښت په نښه شي ځکه دده په وینا، که همدا جوړښت د پوهنتون دروازه هم پرانیزي، بیا هم د افغانستان ستونزه نه حل کېږي.
په پاکستان کې له اوږدې مودې راهیسې مېشت ګڼ شمېر افغان کډوال په کلیوالو سیمو کې په کرنیزو چارو بوخت پاتې شوي او د کرنې سکتور لپاره یې د کار مهم ځواک برابر کړی دی. خو په تېرو څو کلونو کې د افغان کډوالو تر وتلو وروسته د نورو برخو ترڅنګ پر کرنیز سکتور د اغېزو اندېښنې هم زیاتې شوې دي.
د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او پنجاب په بېلابېلو کرنیزو سیمو کې افغان کارګر د ځمکو په چمتو کولو، کروندو کې د تخمونو په کرلو، د حاصلاتو راټولولو، د بڼونو په ساتنه، د سبزیو او مېوو په تولید، مالدارۍ او د شاتو په تولید کې مهمه ونډه اخیستې ده.
افغان کروندګر دانیال احمد افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې شاوخوا ۴۳ کاله مخکې پاکستان ته راغلی او د خپل ژوند ډېره برخه یې په کرنیزو فعالیتونو کې تېره کړې ده. کله چې پاکستان ته راغی په هغو ځمکو کې چې ده کار پرې پیل کړ، ډېره برخه شاړه وه او د کرنې لپاره مناسبه نه وه؛ خو د کلونو پرلهپسې هڅو او مالي لګښتونو دغه ځمکې د کرنې لپاره برابرې کړې.
د دانیال احمد په وینا، هغه به بېلابېل موسمي سبزیجات کرل چې وروسته به راولپنډۍ، ګوجرانواله، پېښور او د پنجاب نورو لویو بازارونو ته رسول کېدل. له دې کار څخه یوازې د افغان کورنیو روزګار نهو تړلی؛ بلکې په سیمه کې مزدورانو، سوداګرو، ټرانسپورټي کارکوونکو او نورو کسانو ته هم د عاید او اقتصادي فعالیت زمینه برابرېده.
دانیال احمد وايي، د افغان کډوالو له ستنېدو سره به یوازې هغه کورنۍ اغېزمنې نهشي چې په مستقیم ډول له کرنې سره تړلې دي؛ بلکې په هغه سیمو کې د کرنیزو فعالیتونو دوام هم له ستونزو سره مخ شو.
د هغه په وینا، که د کرنې لپاره کافي کاري ځواک نه وي نو د کر، ساتنې او د حاصلاتو پر وخت راټولولو په برخه کې ستونزې رامنځته کېدای شي. هغه ځمکې او کرنیز نظام چې افغان کروندګرو د کلونو په اوږدو کې په ډېر زحمت جوړ کړي که په ناڅاپي ډول اغېزمن شي، نو پایلې به یې تر ځايي بازارونو هم ورسېږي.
دانیال احمد له حکومته غوښتنه وکړه، چې افغان کډوالو ته دې د بېرته ستنېدو لپاره کافي وخت ورکړل شي؛ د اوړي په موسم کې شرایط ډېر سخت وي او د هغه چا لپاره چې د خپل ژوند ډېره برخه یې په یوه هېواد کې تېره کړې وي، ناڅاپه بېرته ستنېدل له رواني او اقتصادي پلوه اسانه نهدي.
بل لور ته د ځمکې مالک حارث خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې کرنیز سکتور له وړاندې هم له بېلابېلو ستونزو سره مخ و؛ خو د افغان کارګرو او کروندګرو له ستنېدو وروسته وضعیت لاپېچلی شوی دی، په سیمه کې ګڼې کرنیزې ځمکې له وړاندې په اجاره یا قرارداد ورکړل شوې دي او په ځینو مواردو کې د یوه یا دوو کلونو اجارې پیسې هم مخکې ترلاسه شوې دي؛ په دغه ځمکو کې د فصلونو د چمتو کولو لپاره د تخمونو، سرې، کرنیزو درملو، اوبو لګولو او نورو اړینو چارو په برخه کې د پام وړ پانګونه هم شوې ده.
حارث خان وايي، که د فصلونو ساتنه او راټولول پر وخت ترسره نهشي، نو کروندګر به له مستقیم مالي زیان سره مخ شي او د ځمکو مالکان هم له دغه وضعیت څخه خوندي نه پاتې کېږي.
د هغه په وینا؛ د فصلونو چمتو کولو لپاره د لګېدلو پیسو بېرته ترلاسه کول به ستونزمن شي او په ځینو مواردو کې ښايي د راتلونکو فصلونو لپاره کرنه هم اغېزمنه شي. هغه په ځانګړي ډول د سبزیو او نورو ژر خوسا کېدونکو کرنیزو محصولاتو په اړه وايي، چې د حاصلاتو پر وخت راټولول او بازارونو ته یې رسول ډېر مهم دي، کنه د کروندو دننه یې د خوسا کېدو وېره شته.
ځايي مشر محمد اختر نعیم افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چي افغان کډوالو په تېرو څو لسیزو کې د سخت کار، کورني ګډ کار او کرنیزې تجربې له لارې د سیمې د کرنې په وده کې مهم رول لوبولی دی. د افغان کورنیو څو غړو به په یوه ځمکه یا کرنیز فعالیت کې په ګډه کار کاوه، چې له امله یې دوی پر بهرنیو مزدورانو لږه تکیه کوله او له محدودو امکاناتو سره، سره یې پر ډېرو ځمکو د کرنې توان درلود.
محمد اختر نعیم وايي، افغان کروندګرو د دودیزو لارو ترڅنګ ځینې نوې کرنیزې تګلارې هم کارولې؛ په دې کې د فصلونو ښه ساتنه، د موسمي سبزیو کرنه او د حاصلاتو د زیاتولو بېلابېلې لارې شاملې وې؛ د افغان کروندګرو پرلهپسې هڅو نه یوازې ګڼې شاړې یا کم حاصل لرونکې ځمکې په کرنیزو فعالیتونو کې شاملې کړې، بلکې ځايي بازارونو ته یې د کرنیزو محصولاتو په رسولو کې هم مرسته کړې ده.
هغه وویل، په پاکستان کې له اوږدې مودې اوسېدو له امله ګڼې افغان کورنۍ د ټولنې برخه ګرځېدلې وې. دوی د سیمې ژبه زده کړې، له ځايي دودونو او ټولنیزو ارزښتونو سره بلد شوي او د روزګار ترڅنګ یې په بېلابېلو ټولنیزو او اقتصادي فعالیتونو کې هم برخه اخیستې ده.
د فرشتې د هنر په لیدلوري کې ماشومان او تنکي ځوانان هم شامل وو. هغې غوښتل، چې داسې کرکټرونه رامنځته کړي چې دوی ته الهام بښونکي اوسي. د هغې په وینا، په نورو هېوادونو کې ماشومان له داسې کرکټرونو سره لویېږي، چې د هغوی لپاره الګو یا بېلګې ګرځي. د فرشتې هیله دا وه، چې افغان ماشومان هم داسې بېلګې ولري او د هېواد ټلوېزیوني تولیدات د نورو هېوادونو مسلکي کچې ته نږدې شي.
له نقاب سره لوبې؛ د پایښت هڅې
د ۲۰۲۱کال په اګست کې د طالبانو له بیا ستنېدو سره، د ښځو لپاره وضعیت بدل شو. نور یوازې دا پوښتنه نه وه، چې ښځې په ټلوېزیون کې څه رول لوبولی شي؛ بلکې د ټلوېزیون په صحنه کې د ښځو اصلي حضور محدود و.
تور کالي او ماسک د کامرې مخې ته د فرشتې د حضور یوه برخه وګرځېده. هغې په همدې شرایطو کې خپل کار ته دوام ورکړ او ان داسې کرکټرونه یې ولوبول، چې د هغې له خپلو باورونو او هنري معیارونو سره یې سمون نه درلود.
د فرشتې لپاره دا مهمه وه، چې ښځینه لوبغاړې له داستانونو لرې نهشي. هغه وايي، ان دې ته هم چمتو وه چې په چادرۍ کې کار وکړي.
په محرومو سیمو کې فعالیت
په هغو کلونو کې د فرشتې ژوند یوازې د ټلوېزیون تر پردې محدود نهو. هغې له نورو کسانو سره په ګډه د میدان وردګو لرو پرتو سیمو ته سفر کاوه او هغه ماشومانو ته یې درسي توکي رسول چې ښوونیزو امکاناتو ته یې اسانه لاسرسی نه درلود.
هغې له هماغې سیمې له ښځو سره د یوه کلینیک په جوړولو کې هم همکاري کړې وه. د فرشتې په وینا، د کلینیک ودانۍ اوس بشپړه شوې ده.
هغې د سیمې له ښځو سره د کلینیک د جوړولو لپاره هم کار وکړ. فرشته وايي، د کلینیک ودانۍ اوس بشپړه شوې ده. د هغه وخت عکسونه د یادې پروژې د کار په برخه کې د هغې سفرونه مستندوي، کوم چې د هنري کار ترڅنګ د هغې د ټولنیز ژوند برخه وو.
فرشتې هوډ نه درلود چې د شرایطو له لا سختېدو سره افغانستان پرېږدي. هغې غوښتل خپل هنري او ټولنیز فعالیتونه په افغانستان کې روان وساتي. لا یې هم غوښتل په هماغه ځای کې پاتې شي، چې پهکې یې کار کړی و او په هماغه ټولنه کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
ورو، ورو فشارونه او محدودیتونه زیات شول او هغه تر ۲۰۲۴کال پورې په افغانستان کې پاتې شوه، خو بالاخره یې هېواد پرېښود. فرشتې له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي: «ما هېڅکله فکر نه کاوه، چې یوه ورځ به جلاوطنه شم، ځکه ما رښتیا هم غوښتل چې هلته کار وکړم او هلته پاتې شم».