• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبرپښتونخوا په صوابۍ کې د یوه کور چت پرېوتو له امله پلار او لور مړه شوي

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۳۵ GMT+۱

د خیبرپښتونخوا ایالت په صوابۍ ولسوالۍ کې د سختو بارانونو له امله د یوه کور چت پرېوتو په پېښه کې یو سړی او د هغه لور مړه او دوه نور کسان ټپیان شوي دي. د ژغورنې ادارې چارواکو ویلي، چې پېښه د صوابۍ په ازادخېل سیمه کې شوې ده.

د صوابۍ د ژغورنې ادارې ویاند لقمان خان ویلي، د کورنۍ غړي د شپې ویده وو چې د کور چت پرې پرېوت. د هغه په وینا، د چت پرېوتو غږ ګاونډیان خبر کړل او هغوی د ژغورنې ادارې ته خبر ورکړ.
لقمان خان ویلي، ټپیان او مړي د ټوپي تحصیل مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي. بلخوا د ژغورنې ادارې ویلي، چې د سختو بارانونو له امله یې په صوابۍ کې د ودانیو د نړېدو څو نورو پېښو ته هم رسېدنه کړې ده.
د راپور له مخې، د یوه بانک د ودانۍ نړېدو په پېښه کې مرګ ژوبله نه‌ده اوښتې؛ خو د ژغورنې ډلې په جرندو نهر سیمه کې دوه کسان خوندي ځای ته انتقال کړي او د اعظم اباد چوکۍ له سیمې یې پنځه نور کسان اېستلي دي.
یادې ادارې په جلا خبرپاڼه کې ویلي، چې د ناڅاپي سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي. د پاکستان د هواپوهنې ادارې د اګست تر ۲۱مې نېټې پورې د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو وړاندوینه کړې ده.
یادې ادارې خبرداری ورکړی، چې د صوابۍ په ټیټو سیمو کې د سېلابونو ګواښ لاهم پرځای دی.

ډېر لیدل شوي

افغانستان د کډوالو بېرته راستنېدو له امله له درنو اقتصادي او بشري فشارونو سره مخ دی
۱

افغانستان د کډوالو بېرته راستنېدو له امله له درنو اقتصادي او بشري فشارونو سره مخ دی

۲

د استرالیا قومندانان د خپلو ځواکونو له لوري د افغانانو له وژلو خبر وو خو مخه یې نه نیوله

۳

ملګري ملتونه: اقلیمي بدلونونه په افغانستان کې د بې‌ځایه شویو کورنیو ژوند ګواښي

۴

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی

۵

سراج حقاني: زموږ کړنې د شریعت سره برابرې نه دي

•
•
•

نور خبرونه

د بونیر ۱۹ کلن لقمان احمد د زده‌کړو د پراختیا لپاره ولسي حرکت پیل کړی

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۴۰ GMT+۱
100%

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په بونیر کې چې د ښځو د سواد کچه پکې یوازې ۲۷،۴۰ سلنه ده، یو ۱۹ کلن محصل وایي د زده‌کړو د پراختیا لپاره یې ولسي حرکت پیل کړی او په تېر یوه کال کې یې ۱۵۲ له ښوونځیو پاتې ماشومان بېرته ښوونځیو ته شامل کړي دي.

د پاکستان د ۲۰۲۳ کال د سرشمېرنې له مخې، په بونیر کې د سواد عمومي کچه ۴۳،۷۵ سلنه ده. د نارینه‌وو د سواد کچه ۶۰،۶۱ سلنه، خو د ښځو یوازې ۲۷،۴۰ سلنه ده، چې د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ پراخ تعلیمي واټن ښيي.

په داسې وضعیت کې د بونیر د بامپوخې کلي اوسېدونکی لقمان احمد وایي، له تېر یوه کال راهیسې هڅه کوي چې له زده‌کړو پاتې ماشومان ښوونځیو ته ورسوي او په سیمه کې د تعلیم په اړه عامه پوهاوی زیات کړي.

لقمان احمد افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په رالېږل شوي پیغام کې ویلي، ۱۹ کلن دی، د بونیر پوهنتون د مینجمنټ ساینس څانګې د لومړي سمسټر محصل دی او د «وایس اف ایجوکیشن تحریک» په نوم د یوه تعلیمي حرکت بنسټګر دی.

هغه وایي، په تېر یوه کال کې یې له خپلو ملګرو سره ۱۵۲ له ښوونځیو پاتې ماشومان په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې شامل کړي دي.

د نوموړي په وینا، په دغو ماشومانو کې یتیمان، معلول ماشومان او د بې‌وزلو کورنیو ماشومان هم شامل دي.

لقمان احمد وویل: «زموږ هدف دا دی چې هر ماشوم زده‌کړو ته لاسرسی ولري، له ښوونځیو پاتې ماشومان بېرته ښوونځیو ته راوګرځوو او د تعلیم په اړه پوهاوی زیات کړو».

100%

له کتابتونه تر وړیا زده‌کړو

لقمان وایي، د دوی فعالیت یوازې د ماشومانو تر ښوونځیو رسولو محدود نه دی. د هغه په وینا، په خپل کلي کې یې لومړنی عامه کتابتون جوړ کړی او دې کار د نورو کلیو ځوانان هم هڅولي چې ورته کتابتونونه جوړ کړي.

هغه همداراز د خپلې سیمې تر ۴۰ ډېرو ماشومانو ته وړیا درس ورکوي.

د «وایس اف ایجوکیشن تحریک» بنسټګر وایي، د تېر یوه کال په ترڅ کې یې تر ۱۶۰ ډېرې تعلیمي جرګې، پریزنټېشنونه او سیمینارونه هم جوړ کړي، څو کورنۍ وهڅوي چې خپل ماشومان ښوونځیو ته ولېږي.

100%

د نجونو د زده‌کړو پراخ واټن

د بونیر د زده‌کړو په وضعیت کې د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ توپیر د پام وړ دی. د ۲۰۲۳ کال د سرشمېرنې شمېرې ښيي چې په دې ولسوالۍ کې د نارینه‌وو او ښځو د سواد د کچې ترمنځ څه باندې ۳۳ سلنه‌ واټن شته.

لقمان احمد هم د نجونو د زده‌کړو ټیټه کچه د بونیر له مهمو تعلیمي ستونزو ګڼي. نوموړی وایي، د ښوونځیو او ښوونکو کمښت او د اړینو تعلیمي اسانتیاوو نشتوالی نورې ستونزې دي چې د سیمې ماشومان ورسره مخ دي.

هغه زیاتوي چې د دغو ستونزو په اړه یې اړوندو چارواکو او ادارو ته وړاندیزونه او غوښتنې هم سپارلې دي، خو په وینا یې حکومت عملي مرسته نه ده کړې.

لقمان احمد وایي، د دوی ټول فعالیتونه په محدودو امکاناتو پر مخ ځي او د حکومت له خوا یې تر اوسه عملي مرسته نه ده ترلاسه کړې.

100%

په عین حال کې، د خیبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې د دولتي ښوونځیو د زده‌کړیز چاپېریال، بشري سرچینو او زیربناوو د ښه کولو لپاره د ۲۱،۸ میلیاردو پاکستانیو روپیو منظوري ورکړې وه. د دې پروګرام یوه برخه له ښوونځیو پاتې ماشومانو د جذب او په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو د ساتلو لپاره ځانګړې شوې ده.

لقمان او د هغه ملګري وایي، غواړي بونیر داسې یوې ولسوالۍ ته واړوي چې د زده‌کړو په برخه کې د نورو سیمو لپاره بېلګه شي.

پر ډیورنډ تړلې لارې؛ د پېښور جرګې له خیبره تر چمن نه د ګډ احتجاجي تحریک د پیلولو اعلان وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۷ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۱۰ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

پر ډیورنډ کرښه د لارو تړل پاتې کېدو له امله د اوښتو اقتصادي زیانونو پرضد په پېښور کې لویه جرګه جوړه شوه. په دغه جرګه کې د ګمرک استازو، سوداګرو، ټرانسپورټي ټولنو، قومي مشرانو او د بېلابېلو تنظیمونو استازو ګډون کړی و.

د جرګې ګډونوالو له حکومته غوښتنه وکړه، چې د خلکو د روزګار او سوداګرۍ د بېرته فعالولو لپاره د پاکستان او افغانستان ترمنځ ټولې لارې په ځانګړي ډول د تورخم لار ژر تر ژره د سوداګرۍ لپاره پرانیزي.

ګډونوالو خبرداری ورکړی، که حکومت د لارو د پرانیستلو لپاره عملي ګام پورته نه‌کړي؛ نو له باجوړ نه تر چمن نه به ګډ احتجاجي تحریک پیل کړي او تر اسلام‌اباد پورې به لاریون وکړي. د تورخم او نورو لارو اوږدمهاله بندښت سوداګر، ټرانسپورټران، مزدوران او زرګونه کورنۍ له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ کړې دي.

د قبایلي ځوانانو د تنظیم مشر اسرار شینواري افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د سوداګرۍ له ټولو اړوندو تنظیمونو سره د اړیکو د لا پیاوړتیا اړتیا ده؛ خو د نورو لارو اړوند کسان تراوسه چوپه خوله دي؛ قبایلي خلکو تر دې دمه له صبر او زغم کار اخیستی خو د لارو اوږدمهاله بندښت مزدوران، سوداګر او بې‌وزله خلک اغېزمن کړي او بې‌روزګاري او بې‌وزلي ورځ تر بلې زیاتېږي.

د اسرار شینواري په وینا، د اقتصادي ستونزو له زیاتېدو سره ټولنیزې ستونزې هم پراخېدای شي؛ ځکه بې‌وزلي او بې‌روزګاري ځوانان د جرمونو او افراطیت پر لور دټېل وهي او د لارو تړل د ستونزو حل نه‌دی، بلکې له دې سره ستونزې لا پراخېږي.

اسرار شینواري وویل، ښايي حکومتونه د لارو د بندښت له امله د ځايي خلکو د ستونزو شدت هغومره احساس نه‌کړي؛ خو قبایلي سیمې له سخت اقتصادي ناورین سره مخ شوې دي او د زرګونه کورنیو روزګار له افغانستان سره پر تړلو لارو له سوداګرۍ سره تړلی دی.

نوموړي وړاندیز وکړ، چې راتلونکې لویه جرګه باید د افغان جرګې په ګډون جوړه شي او په‌کې سیاسي مشران، سوداګر، ټرانسپورټران، د ګمرک استازي او قبایلي مشران هم برخه وخلي؛ ټول اړخونه باید په ګډه داسې حل لاره پیدا کړي چې له یوې خوا امنیتي اندېښنې هوارې شي او له بلې خوا سوداګري بېرته پیل شي.

د پاکستان د سوداګریزې شورا مرکزي مشر سید جواد حسین کاظمي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د تورخم ګمرکي استازو تراوسه د لارې پرانیستلو تحریک ژوندی ساتلی او قبایلي خلک د خپل روزګار حق غواړي. د تورخم لارې بندښت د کارخونې څښتنان، مزدوران، سوداګر او ټرانسپورټران ټول اغېزمن کړي دي؛ که حکومت د لارې د پرانیستلو اراده نه‌لري نو ټول اړوند وزارتونه باید د ځايي خلکو لپاره بدیل اقتصادي فعالیتونه او د روزګار زمینه برابره کړي.

سید جواد کاظمي وویل، خلکو ته روزګار ورکړئ د هغوی د روزګار د اخیستو هڅه مه کوئ؛ اوس له احتجاج پرته بله لار نه‌ده پاتې. هغه وویل، د طالبانو د حکومت دریځ په بېلابېلو وختونو کې بدل شوی او تر اوسه روښانه نه‌دی؛ قبایلي مشران او سوداګر باید په ګډه د راتلونکو اقداماتو لپاره پرېکړه وکړي.

د تورخم ټرانسپورټ ټولنې مشر حاجي عظیم‌الله شینواري افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د لارې د اوږدمهاله بندښت له امله خلک ان سوالګرۍ او پور غوښتلو ته اړ شوي او له ټرانسپورټ سره تړلې زرګونه کورنۍ له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.

د ګمرکي ټولنې مشر مجیب شینواري افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د لارې د بندښت پرضد راتلونکی ګډ پروګرام په اسلام‌اباد کې ترسره کېږي او د پارلمان مخې ته به احتجاج وشي.

مجیب شینواري پر ډیورنډ کرښه د نورو لارو د ټولنو له استازو غوښتي، چې په احتجاج کې ګډون وکړي او یوازې نندارچیان پاتې نه‌شي؛ بلکې د قبایلي خلکو او سوداګریزې ټولنې ترڅنګ ودرېږي.

د جرګې ګډونوالو څرګنده کړه، که غوښتنې یې ونه منل شي ټولې اړوندې ټولنې، سوداګر، ټرانسپورټران او قبایلي تنظیمونه به خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي او په ګډه به احتجاجي تحریک پیل کړي.

اوږده ناامني؛ د خیبر پښتونخوا قبایلي ښځې او نارینه له رواني ستونزو سره مخ شوي

۲۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۶ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۰۸ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمو ناامنۍ، تاوتریخوالي او پرله‌پسې بې‌ځایه کېدو د ښځو او نارینه‌وو پر رواني روغتیا ژورې اغېزې کړې دي. بې‌ځایه شوي کسان وايي، د کورونو له لاسه ورکولو، اقتصادي ستونزو او د ماشومانو د راتلونکي اندېښنو ترڅنګ له وېرې، بې‌خوبۍ، اضطراب او خپګان سره هم مخ دي.

چې د باجوړ د ماموند سیمې اوسېدونکې ده۳۲ کلنه زرغونه بي بي، چې اوس د پېښور په تاج اباد کې له خپلې کورنۍ د نهو نورو غړو سره په یوه درې کوټه‌ییز کور کې ژوند کوي.

نوموړې افغانستان انټرنشنل-پښتو سره خبرو کې وايي، په خپله سیمه کې ډرون بریدونه، ډزې او مرګ‌ژوبله دومره عامه شوې وه چې تل به د خپل مېړه، ماشومانو او نورو خپلوانو د ژوند په اړه وېره ورسره وه. د هغې په وینا، د سخت ذهني فشار له امله به یې څو شپې خوب نه شو کولی، تل به بې‌قراره او وارخطا وه او وروسته یې اشتها او د ورځني ژوند چارې هم اغېزمنې شوې.

زرغونه بي بي وايي، له سیمې تر بې‌ځایه کېدو وروسته هم رواني سکون نه دی موندلی، ځکه اقتصادي ستونزې، محدود امکانات او د ماشومانو د راتلونکي اندېښنې یې لا زیاتې شوې دي.

د تیراه درې اوسېدونکی شېر زمان هم وايي چې بې‌ځایه کېدو یې د کورنۍ عادي ژوند له منځه وړی دی.

هغه وايي: «زموږ د کلونو جوړ کړی ژوند راپرېوت، د کور ښځې او نارینه بې‌کاره شول، د ماشومانو زده‌کړې اغېزمنې شوې او زموږ کور بېرته د اوسېدو وړ نه دی.»

ارواپوهه: امیندواره ښځې او تازه میندې له زیات رواني فشار سره مخ دي

په پېښور کې ارواپوهه صدره وايي، جګړه، ناامني، بې‌ځایه کېدل او بې‌کوري د ښځو پر رواني روغتیا ژورې اغېزې کوي، په ځانګړي ډول امیندواره ښځې او تازه میندې په دغو شرایطو کې له لا زیاتو رواني ستونزو سره مخ کېدای شي.

نوموړې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل: «له کوره او عادي ژوند څخه محرومېدل، د ماشومانو د خوندیتوب اندېښنه، اقتصادي ستونزې، د راتلونکي په اړه ناڅرګندتیا او د لومړنیو اسانتیاوو نشتوالی د ښځو ذهني فشار زیاتوي.»

سدره وايي، د ناامنۍ له امله د اغېزمنو ښځو ستونزې باید یوازې د جسمي روغتیا له پلوه ونه ارزول شي، بلکې رواني او عاطفي وضعیت یې هم باید په منظم ډول وڅېړل شي.

د تیراه د بې‌ځایه شوو د غورځنګ ویاند صحبت افریدي وايي، له دې درې څخه بې‌ځایه شوې کورنۍ د اوږدې ناامنۍ، پرله‌پسې کډوالۍ، بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله له شدید ذهني فشار او خپګان سره مخ دي.

افریدي ادعا کوي چې د دوی د اټکل له مخې، شاوخوا ۳۵ سلنه بې‌ځایه شوي کسان له ذهني فشار او خپګان سره مخ دي او د ښځو شمېر پکې زیات دی.

هغه همداراز ادعا کوي چې د بې‌ځایه شوو د رواني روغتیا، رواني مشورو، عامه پوهاوي او بیا رغونې لپاره تر اوسه د حکومت له لوري کومه پراخه او اغېزمنه طرحه نه ده عملي شوې.

د هغه په وینا، د تیراه د څو کلنې ناامنۍ له امله د ماشومانو د معمول واکسین بهیر هم سخت اغېزمن شوی او د روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو له امله ماشومان لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ وو.

د باړې د مرکزي روغتون د شمېرو له مخې، له تیراه څخه د بې‌ځایه کېدو مخکې به هره میاشت د رواني ناروغانو څانګې ته له ۹ زرو تر ۱۰ زرو پورې ناروغان ورتلل، خو اوس دغه شمېر له ۱۵ زرو اوښتی دی.

د تورخم لس‌میاشتنی بندښت؛ پېښور ته د افغان ناروغانو تګ نږدې درېدلی

۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۴۵ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د تورخم دروازې د لسو میاشتو بندښت له امله د خیبر پښتونخوا ستر ښار پېښور ته د درملنې لپاره د افغان ناروغانو تګ نږدې په بشپړه توګه درېدلی او د روغتونونو ترڅنګ امبولانس چلوونکي، درملتونونه او هوټلونه هم له جدي مالي زیانونو سره مخ شوي دي.

د روغتونونو د معلوماتو له مخې، د تورخم دروازې له بندېدو مخکې هره ورځ له ۱۲۰۰ ډېر افغان ناروغان د درملنې لپاره د پېښور لویو دولتي او شخصي روغتونونو ته تلل، چې ډېری یې د سرطان، زړه، پښتورګو او هډوکو په څېر سختو ناروغیو درلودونکي وو.

د لېډي ریډنګ روغتون، خیبر ټیچنګ روغتون او حیات‌اباد میډیکل کمپلېکس په ګډون د پېښور په روغتونونو کې د افغان ناروغانو شمېر د ډيورنډ کرښې له بندېدو وروسته په بې‌ساري ډول کم شوی دی. د روغتونونو د چارواکو په وینا، پخوا افغان ناروغانو په ځینو روغتونونو کې د بهرنیو ناروغانو شاوخوا ۳۰ سلنه جوړوله، خو اوس دغه شمېر نږدې له منځه تللی دی.

100%

د سختو ناروغانو د درملنې په اړه اندېښنې

ډاکټران وايي، د تورخم د بندېدو تر ټولو جدي اغېز پر هغو ناروغانو دی چې په افغانستان کې د خپلې ناروغۍ مناسبه درملنه نه شي ترلاسه کولای. د دوی په وینا، د سرطان، زړه او پښتورګو په څېر ناروغیو کې پر وخت تشخیص او دوامداره درملنه ډېره مهمه ده او د درملنې ځنډ د ناروغانو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کولای شي.

د ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ګڼ ناروغان به مخکې د پېښور روغتونونو ته تلل، ځکه په دغه ښار کې د ځینو سختو ناروغیو د درملنې امکانات نسبتاً پراخ او لګښتونه یې هم د افغانستان په پرتله کم وو.

په ورته وخت کې، په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د ستنولو د روانو اقداماتو له امله یو شمېر افغان ناروغان او د هغوی کورنۍ د درملنې لپاره له پېښوره تګ راتګ ته هم زړه نه ښه کوي.

په پېښور کې افغان کډوال اعظیم ګل افغانستان انټرنېشنل پښتو ته وویل چې ورور یې له ناروغ پلار سره پېښور ته تللی و، خو د پلار د درملنې پر مهال پولیسو یې ورور ونیو او وروسته یې افغانستان ته ولېږه.

هغه زیاته کړه: «هغه وخت زما پلار په روغتون کې بستر و او د هغه د ساتنې او پالنې لپاره زموږ سره هېڅوک نه وو.»

د افغان کډوالو په وینا، د ناروغ د ملګري نیول کېدل نه یوازې کورنۍ له ستونزو سره مخ کوي، بلکې ناروغ هم د درملنې او پاملرنې له جدي ستونزې سره مخامخوي. دوی غوښتنه کوي چې د سختو ناروغانو او د هغوی د پاملرنې لپاره د ورسره مل کسانو په اړه ځانګړې اسانتیاوې رامنځته شي.

100%

درملتونونه، امبولانسونه او هوټلونه هم زیانمن شوي

د افغان ناروغانو د تګ راتګ له کمېدو سره په پېښور کې د درملو پلورونکي هم له مالي ستونزو سره مخ شوي دي.

د حیات‌اباد میډیکل کمپلېکس مخې ته د یوه درملتون مالک محمد اقبال وايي، افغان ناروغان یې دایمي پېرېدونکي وو، خو د تورخم له بندېدو وروسته د درملو په پلور کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

اقبال وویل: «قیمتي درمل اخلو او په دوکان کې یې ساتو، خو اوس یې غوښتنه ډېره کمه شوې ده او زموږ پانګه هم په همدې درملو کې بنده پاتې ده.»

د امبولانسونو کاروبار هم له همدې وضعیت اغېزمن شوی دی. له تورخم څخه تر پېښوره د امبولانس خدمت وړاندې کوونکی رحمان‌الله وايي، مخکې به د زړه، سرطان او نورو سختو ناروغیو ناروغان په بېړني ډول پېښور ته لېږدول کېدل، خو اوس کله ناکله څو ورځې هم ورته د ناروغ د انتقال زنګ نه راځي.

هغه وايي: «موږ یوازې خپل روزګار نه له لاسه ورکوو، بلکې زموږ کورنۍ هم د دې بحران بیه پرې کوي.»

د پېښور د لېډي ریډنګ روغتون ته څېرمه د یوه هوټل مالک حاجي نورغلام هم وايي، افغان ناروغان او د هغوی خپلوان یې د هوټل دایمي پېرېدونکي وو، خو د ډيورنډ کرښې له بندېدو وروسته یې ډېری خونې تشې پاتې کېږي.

نوموړي ویلي: «مخکې به خلک زموږ په هوټل کې د خونې لپاره انتظار کاوه، خو اوس کله کله څو څو ورځې هېڅ پېرېدونکی نه راځي.»

اغېزمن شوي افغان ناروغان او د روغتیا له برخې سره تړلي کاروباریان وايي، که د تورخم دروازه په بشپړه توګه نه شي پرانیستل کېدای، لږ تر لږه دې د سختو ناروغانو، د هغوی د ملګرو او امبولانسونو لپاره د بشري دلایلو له مخې ځانګړې لار یا روښانه تګلاره جوړه شي، څو ناروغان پر وخت درملنې ته ورسېږي او له لا ډېرو انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

د مومندو لویه جرګه؛ د زرګونو پښتنو پېژندپاڼې تړل شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۳۲ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د خیبر پښتونخوا د مومندو ولسوالۍ لویې جرګې ویلي، په مومندو، په ځانګړي ډول له ډېورنډ کرښې سره نږدې پرتو سیمو او د پښتونخوا په بندوبستي سیمو کې هم د زرګونو پښتنو پېژندپاڼې (شناختي کارتونه) تړل شوې دي.

د مومندو د لویې جرګې غړو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له لوري د پاکستان د ملي معلوماتو او ثبت ادارې (نادرا) داسې تګلاره جوړه شوې چې خلک باید د خپلې پېژندګلوۍ لپاره د ۱۹۷۸م کال څخه وړاندې د خپلې استوګنې کوم ثبوت وړاندې کړي.

د مومندو د لویې جرګې د پېښور څانګې مشر ملک صبدر خان وویل، اوس مهال نادرا یا دولت داسې تګلاره جوړه کړې چې له یوې خوا د افغانستان او پاکستان ستونزې دي او له بلې خوا له کرښې سره د نږدې پرتو ولسونو ستونزې هم زیاتې شوې دي.

افغانستان انټرنشنل پښتو سره خبرو کې هغه ادعا وکړه چې د مومندو او نورو سیمو د زرګونو خلکو پېژندپاڼې تړل شوې دي.

ملک صبدر خان وویل: «نادرا له خلکو څخه د ۱۹۷۸م کال څخه د مخه دلته د اوسېدنې اسناد او ثبوتونه غواړي. په پخوانۍ فاټا کې خلکو ډېرې پېژندپاڼې نه دي جوړې کړې او د ځینو خلکو ستونزه دا هم ده چې نومونه یې سم نه دي لیکل شوي. ځینې بیا د کرښې له امله د یوې کورنۍ یوه برخه دې غاړې او بله برخه پورې غاړې ته پاتې شوې ده».

هغه وویل، مومندو او پښتنو ته لویه ستونزه په پنجاب ایالت کې ده، هلته پښتانه ځورول کېږي او که د چا سره پېژندپاڼه هم وي، بیا هم ورته ویل کېږي چې دا سمه نه ده جوړه شوې. د هغه په وینا، «پښتانه د پېژندپاڼو له لرلو سره سره هم نیول کېږي».

د مومندو د لویې جرګې غړي جنګریز خان وویل: «پخوا په قبایلي سیمو کې پخوا خلکو کارتونه نه جوړول؛ د عکس له امله او د ځینو نورو دودونو له کبله. او په مومندو کې په ځانګړي ډول ځینې سیمې داسې وې چې هلته د خلکو رسایي نه کېده، ځکه خلکو پېژندپاڼې نه دي جوړې کړې».

هغه زیاته کړه، له دوی څخه چې کوم اسناد غوښتل کېږي، په پخوانۍ فاټا کې هغه «د کاغذاتِ مال په نوم د شتمنیو دولتي اسناد نه جوړېدل، ځکه چې فاټا وه، اوس یې خلک له کومې راوړي».

نوموړي وویل، اوس دوی غوښتنه کوي چې د پېژندپاڼې د جوړولو پر مهال باید د پېژندګلوۍ لپاره د ټاکل شوو استازو او نورو چارواکو له لارې په سیمه‌ییزه کچه د خلکو پېژندګلوي تایید شي، خو د هغه په وینا، نادرا دا کار نه کوي او د خلکو پېژندپاڼې تړي.

جنګریز خان همداراز وویل: «په کراچۍ کې د هندوستاني مهاجرو سره دا ستونزه نشته، خو د پښتنو لپاره پالیسي جوړه شوې ده. د لکونو په شمېر کې پېژندپاڼې تړل شوې دي او کوم فورمول چې دوی جوړ کړی، که همدا لړۍ روانه وي، نو ډېر نور کارتونه به هم وتړل شي».

د مومندو د لویې جرګې یو بل غړي او فعال، تفسیر مومند وویل، د افغانانو په نوم او د افغان کډوالو د بېرته لېږلو د بهیر پر مهال د پښتنو لپاره دغه ستونزه زیاته شوې ده.

هغه افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وویل، د مومندو په درېیو سیمو، خوېزو، بایزو او صافو کې، چې له کرښې سره نږدې پرتې دي، د ډېرو خلکو پېژندپاڼې تړل شوې دي.

هغه زیاته کړه، په دغو سیمو کې مېشت ځینې خلک د پاکستان له لوري پر کرښه د اغزن تار د غځولو پر مهال له ستونزې سره مخ شوي، «ځکه د یوې کورنۍ یوه برخه دې غاړې او بله برخه پورې غاړې ته پاتې شوې ده».

هغه وویل: «پر کرښه اغزن تار په داسې ډول غځول شوی چې مومندو کې یو پاکستانی ښوونځی هم پورې غاړې ته پاتې شوی دی».

د جماعت اسلامي ګوند د مومندو سیمه‌ییز مشر فردوس خان وویل، د افغان کډوالو په پلمه پښتانه ځورول کېږي او «د پښتنو تابعیت مشکوک کړل شوی دی».

هغه افغانستان انټرنشنل پښتو سره خبرو کې وویل، له هغو خلکو څخه د سیمې د ملکیت اسناد غوښتل کېږي چې د ده په وینا، د نیکونو له زمانې راهیسې د همدې وطن اوسېدونکي دي.

د مومندو د لویې جرګې استازو وویل، دوی د یوې خبري غونډې له لارې دغه ستونزه مطرح کړې ده. دوی زیاته کړه، له دې وروسته به په قومي کچه او بیا په سیاسي کچه تګلاره جوړه کړي، څو دغه ستونزه د پاکستان له دولت سره شریکه کړي.

دوی وویل، د پېژندپاڼو له تړل کېدو سره د خلکو ټولې چارې درېږي، ان تر دې چې په روغتونونو کې یې درملنه هم نه کېږي.

د مومندو د لویې جرګې غړو وویل، دوی دغه ستونزه له حکومتي چارواکو سره هم شریکه کړې ده او ځینو چارواکو ورته د ستونزې د هواري ډاډ ورکړی، خو تر اوسه عملي اقدام نه دی شوی، له همدې امله دوی خبري کنفرانس ته اړ شوي دي.