• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا او ایران د کړکېچ په دوام؛ د نړۍ په کچه د تېلو بیې یو ځل بیا لوړې شوې

۳۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۳۳ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۰۶ GMT+۱

د اویل‌پرایس وېب‌پاڼې د معلوماتو له مخې، د تېلو د مهمو نړیوالو شاخصونو بیې لوړې شوې دي. د برنټ خام تېلو بیه ۹۴ ډالر او ۳۹ سنټو او د لوېدیځ ټکساس منځني خام تېلو بیه ۸۷ ډالرو او ۶ سنټو ته رسېدلې ده.

د موربان تېلو بیه ۲،۳۹ سلنه لوړه شوې او هر بېرل یې ۱۰۳ ډالرو او ۴۹ سنټو ته رسېدلی دی.

د اوپیک د تېلو د بېرلو بیه هم ۱،۷۲ سلنه لوړه شوې او ۹۲ ډالرو او ۸۴ سنټو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې د دوبۍ تېلو بیه ۱.۸۷ سلنه لوړه شوې او ۸۹ ډالرو او ۵۲ سنټو ته رسېدلې ده.

خو د روسیې د اورال تېلو بیه ۲،۸۵ سلنه کمه شوې او هر بېرل یې ۸۶ ډالرو او ۳۲ سنټو ته رسېدلی دی. د «اویل‌پرایس» دغه معلومات بېلابېلو وختونو کې راخیستل شوي.

د تېلو د بیو دغه زیاتوالی په داسې حال کې دی چې د امریکا او ایران ترمنځ روان کړکېچ او د هرمز تنګي له لارې د تېلو وړونکو بېړیو د تګ راتګ ګډوډۍ لا هم د تېلو پر بازار اغېز کوي.

د ایران له سوداګریزو شریکانو سره د لا سختو بندیزونو لګولو په اړه د ډونالډ ټرمپ تازه ګواښونو او د سولې خبرو د دریدو له امله، د تېلو د عرضې محدودېدو په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

د برنټ تېلو بیه په روانه اوونۍ کې شاوخوا ۶،۴ سلنه او د امریکا د تېلو بیه له ۵،۵ سلنې ډېره لوړه شوې ده. دواړه شاخصونه د جولای له وروستیو راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.

شنونکي باور لري چې تر هغه چې د هرمز تنګي وضعیت او له منځني ختیځ څخه د تېلو د صادراتو بهیر روښانه نه شي، د تېلو پر بیو د لوړېدو فشار به دوام ولري.

ډېر لیدل شوي

د اشرف غني پخوانی سلاکار: د جمهوریت یو شمېر بانفوذه مشرانو په حساسو شېبو کې هېواد پرېښود
۱

د اشرف غني پخوانی سلاکار: د جمهوریت یو شمېر بانفوذه مشرانو په حساسو شېبو کې هېواد پرېښود

۲
ځانګړی

طالبانو د افغانستان په ۸ ولایتونو کې د ټي ټي پي جنګیالي او د هغوی افغان ملاتړي نیولي

۳
ځانګړی

سرچینې: په ننګرهار کې طالبانو یو ۱۳ کلن ماشوم د لرګیو راټولولو په تور شکنجه کړی

۴

له ازادۍ جبهې سره د اړیکو په نوم؛ طالبانو جمعه خان فاتح ته منسوب غږیز فایل رسنیز کړ

۵

د پاکستان د استخباراتي ادارې پخوانی مشر: د طالبانو له جوړېدو پښېمانه نه یم

•
•
•

نور خبرونه

د افغانستان او پاکستان سوداګریزې لارې؛ پاکستاني صادرونکو ته میلیاردونه ډالره زیان اوښتی

۳۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۲۹ GMT+۱
100%

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو اوږدمهاله بندښت پاکستاني صادرونکو ته د شاوخوا ۴.۵ میلیارد ډالرو احتمالي زیان اړولی. د پاکستان د پرمختیايي اقتصاد انسټیټیوټ وايي، دې وضعیت د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ سخت منفي اغېز کړی دی.

ددغه انسټيټيوټ د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو دوه اړخیزه سوداګري په ۲۰۲۴ کال کې له ۲،۴۶ میلیارد ډالرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۱،۷۷ میلیارد ډالرو ته راټیټه شوې چې شاوخوا ۲۸ سلنه کموالی ښيي.

راپور وايي، د سوداکریزو له تړل کېدو وروسته پاکستاني صادراتو ته هره میاشت په اوسط ډول شاوخوا ۱۷۷ میلیونه ډالره زیان اوښتی او د ۲۰۲۶ کال تر پیل پورې د صادراتو کچه نږدې ۵۶ سلنه کمه شوې ده.

خو د پاکستان د پرمختیايي اقتصاد انسټیټیوټ ټینګار کوي چې د ۴،۵ میلیارد ډالرو اټکل باید د وروستي او په بشپړ ډول تایید شوي زیان په توګه ونه ګڼل شي، ځکه د دغه رقم د محاسبې بشپړ جزیات په څېړنیز راپور کې نه دي وړاندې شوي.

د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په جنوري او فبرورۍ کې د دواړو هېوادونو پر مهمو سوداګریزو لارو له ۱۰ زرو تر ۱۲ زرو پورې باروړونکي کانټینرونه بند پاتې وو. د دغې خونې د اټکل له مخې، د ډيورنډ کرښې د تړل کېدو له امله هره میاشت شاوخوا ۵۰ میلیارد پاکستانۍ کلدارې اقتصادي زیان اوړي، چې د ورځې نږدې ۱،۷ میلیارد کلدارو سره برابرېږي.

د سوداګریزو لارو بندښت له امله د سوداګرو لوژستیکي لګښتونه هم لوړ شوي دي. د راپور له مخې، د یخچالي کانټینرونو کرایه، د تېلو لګښت او د کانټینرونو د ځنډ فیسونه د سوداګرو پر اوږو اضافي بار اچوي او په ځینو مواردو کې یوازې د کانټینر د درولو ورځنی فیس له ۱۵۰ تر ۲۰۰ ډالرو پورې رسېږي.

د سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ د کوریډور د فعالیتونو د څارنې د معلوماتو له مخې، تورخم او چمن لا هم د سیمې له هغو دروازو څخه دي چې د مالونو د لېږد او ګمرکي تصفیې بهیر پکې ډېر وخت نیسي. په راپور کې ویل شوي چې پېچلې تلاشي، د قاچاق ضد اقدامات او د اړینو زیربناوو کمښت ان په عادي شرایطو کې هم د سوداګرۍ لګښتونه لوړوي، خو د امنیتي کړکېچونو پر مهال دغه ستونزې لا پسې پراخېږي.

د پاکستان د پرمختیايي اقتصاد انسټیټیوټ په وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې له اوږدې مودې راهیسې د مېوو، سبزیو او نورو ژر خرابېدونکو خوراکي توکو د لېږد لپاره مهمې دي. د ډيورنډ کرښې اوږدمهاله تړل کېدل د دغو توکو د خرابېدو، د سوداګرو د عوایدو د کمېدو او په دواړو هېوادونو کې د بازار د عرضې او تقاضا د ګډوډېدو لامل کېدای شي.

راپور خبرداری ورکوي چې د سوداکریزو لارو بندښت اقتصادي اغېزې یوازې لنډمهاله سوداګریز زیانونه نه دي، بلکې که دا وضعیت دوام وکړي، ښايي د دواړو هېوادونو پر تولیدي پرېکړو، سوداګریزو اړیکو او د خوراکي توکو پر خوندیتوب هم اوږدمهاله منفي اغېز وکړي.

د سویډن یوه ښوونځي کې د تورې برید؛ یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۰۲ GMT+۱
100%

د سویډن پولیسو ویلي، د دغه هېواد د فاګرستا ښار په یوې لېسه کې د یوه ۱۸ کلن ځوان له‌خوا پر زده‌کوونکو د تورې په وسیله برید شوی، چې له امله یې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه پېښه د جمعې په ماسپښین (د زمري ۳۰مه) د فاګرستا ښار په برینل لېسه کې رامنځته شوې ده. په دغه ښوونځي کې شاوخوا ۴۵۰ زده‌کوونکي دي، چې د ۱۶ او ۲۰ کلونو ترمنځ عمرونه لري. ښوونځی د اوړي له رخصتیو وروسته تازه بیا پیل شوی وو او د یو شمېر زده‌کوونکو لپاره دا د نوي ښوونیز کال لومړۍ ورځ وه.

ځايي پولیسو ویلي، چې د پېښې ځای ته تر رسېدو وروسته یې بریدګر نیولی دی. د سویډن دولتي ټلویزیون «اېس‌وې‌ټي» راپور ورکړی، چې بریدګر له خولۍ او تورې سره ښوونځي ته ننوتلی وو. نوموړی پخوا د همدې لېسې زده‌کوونکی وو او د وهلو ټکولو له امله د محکومیت سابقه هم لري.

ځايي روغتیايي چارواکو ویلي، چې د برید له درېیو ټپیانو څخه دوه یې تنکي ځوانان دي، چې سخت ټپیان شوي او درېیم ټپي کس تر درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوی دی.

له پېښې وروسته، په فاګرستا ښار کې یو شمېر نور ښوونځي او عامه ودانۍ هم د لنډې مودې لپاره تړل شوې دي. فاګرستا شاوخوا ۱۳ زره وګړي لري.

د سویډني چارواکو غبرګون

د سویډن لومړي وزیر اولف کریسترسون د پېښې له قربانیانو او ټپیانو سره خپله خواخوږي شریکه کړې او د شنبې ورځې خپله وینا یې لغوه کړې ده.

د سویډن پاچا کارل شپاړسم ګوستاو هم په یوې اعلامیه کې د دغه برید په تړاو ژوره خواشیني او خپګان څرګند کړی دی.

د سوسیال ډیموکراټ ګوند مشرې مګدالینا اندرسون هم د فاګرستا له خلکو سره د ټول هېواد پر یووالي او پیوستون ټینګار کړی دی.

پولیس د بریدګر د ټولنیزو رسنیو حساب څېړي

د سویډن «افتونبلادت» ورځپاڼې د راپور له مخې، پولیس د بریدګر د ټېک‌ټاک پر یوه حساب هم پلټنه کوي. په دغه حساب کې د برید له پېښې شاوخوا ۲۰ دقیقې مخکې د یوې تورې انځور خپور شوی وو.

د «داګنز نیهتر» ورځپاڼې د راپور له مخې، د انځور د شالید له جزییاتو داسې ښکاري چې دغه انځور ښايي د همدې ښوونځي په تشناب کې اخیستل شوی وي.

د یاد ټېک‌ټاک حساب تر تړل کېدو مخکې داسې ویډیوګانې هم په‌کې خپرې شوې وې، چې په سویډن کې د دوو پخوانیو خونړیو بریدونو او همدارنګه د ناروې د ښي اړخي افراطي او ډله‌ییز قاتل اندرس برېویک په اړه په‌کې اشاره شوې وه.

پولیسو تر اوسه د برید د اصلي انګېزې په اړه وروستی معلومات نه‌دي خپاره کړي او د پلټنو له دوامه یې خبر ورکړی دی.

د اروپا ګرمه څپه؛ جرمني کې ۱۴زره او په هسپانیا کې تر ۴زره ډېر کسان مړه شوي دي

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۵۷ GMT+۱
100%

د روان کال په دوبي کې ګرمې څپې په اروپا کې زرګونه کسان مړه کړي دي. د جرمني روغتیايي چارواکو اټکل کړی، چې د سختې ګرمۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر شاوخوا ۱۴زرو ته رسېږي. د اټکل له مخې؛ په هسپانیا کې د غبرګولي له لومړۍ د زمري تر ۲۸مې پورې د ګرمۍ له امله ۴زره او ۴۵۸ کسان مړه شوي.

د جرمني د عامې روغتیا فدرالي ادارې رابرټ کوخ انسټیټیوټ د پنجشنبې په ورځ د (زمري ۲۹مه) اعلان وکړ، چې اټکل کېږي یوازې د چنګاښ له لومړۍ تر اوومې نېټې پورې شاوخوا ۹زره او ۶۰۰ کسان د سختې ګرمۍ له امله مړه شوي وي؛ دا هغه موده وه چې د جرمني په ځینو سیمو کې تودوخه نږدې ۴۰ درجې سانتي‌ ګرادو ته رسېدلې وه. دغه شمېرې د روان کال د ګرمۍ له امله د مړینې لویه برخه جوړوي.

د یاد انسټیټیوټ د زمري تر ۴مې نېټې پورې په اټکل کې د ګرمۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر شاوخوا ۱۱زره او ۹۰۰ ښودل شوی و؛ خو د نویو معلوماتو له ترلاسه کېدو وروسته په روان کال کې د دغه مړینو ټول‌ټال شمېر شاوخوا ۱۴زرو ته لوړ شوی دی.

د ګرمۍ له امله د مړینو تر ټولو لوړه کچه د سپین‌ږېرو کسانو ترمنځ اټکل شوې ده. په جرمني کې د روان کال شمېرې د تېرو کلونو پرتله په څرګند ډول لوړې دي. تر ۲۰۲۶کال مخکې په تېره یوه لسیزه کې په یوه کال کې د ګرمۍ له امله د مړینو تر ټولو لوړه شمېره په ۲۰۱۸کال کې ثبت شوې وه، چې شاوخوا ۹زره کسان اټکل شوي وو.

په هسپانیا او فرانسه کې ګرمې څپې

په هسپانیا کې هم د کارلوس درېیم روغتیايي انسټیټیوټ د مړینو د څار سیستم اټکل کړی، چې د غبرګولي له ۱۱مې د زمري تر ۲۸مې پورې ۴زره او ۴۵۸ کسان د ګرمۍ له امله مړه شوي دي؛ دا له ۲۰۲۲کال راهیسې د همدې مودې تر ټولو لوړه شمېره ده.

فرانسه هم له ګرم دوبي سره مخ ده. د چنګاښ تر پایه پورې په دغه هېواد کې د ګرمۍ څپو پرمهال شاوخوا ۷زره او ۳۰۰ اضافي مړینې ثبت شوې دي؛ خو په دغه شمېر کې د زمري میاشتې د ګرمې څپې له امله رامنځته شوې مړینې لا نه‌دي شاملې.

د فنلنډ د هواپوهنې انسټیټیوټ د څېړونکي مېکا رانتانن د ارزونې له مخې، فرانسه د مئ له میاشتې څخه تر جولای پورې په نړۍ کې د تودوخې تر ټولو لوړه حپه تجربه کړې ده.

په دې موده کې د فرانسې منځنۍ تودوخه د ۱۹۹۱ تر ۲۰۲۰ کلونو له منځنۍ کچې څخه ۲.۸ درجې سانتي‌ګرادو لوړه وه. له فرانسې وروسته لوکزامبورګ، سویس، بلجیم او هسپانیا سختې ګرمۍ ځپلي دي.

د «ورلډ ویدر اټریبوشن» ډلې څېړونکو د جون میاشتې د ګرمې څپې په اړه په یوه څېړنه کې ویلي، چې د فرانسې، جرمني، اېټالیا، هسپانیا او د برېتانیا په سویلي برخو کې تودوخه د موسمي منځنۍ کچې پرتله له ۵ تر ۱۲ درجو سانتي‌ګرادو لوړه وه.

له پاکستان سره د لارو تر تړل کېدو وروسته؛ د کندهار د انګورو بزګران حاصلات په مميزو بدلوي

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۰۷ GMT+۱
100%

په کندهار ولایت کې د انګورو له موسم سره هم‌مهاله بزګران وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو د دوی د محصولاتو صادرات سخت اغېزمن کړي او له همدې امله ګڼو بزګرانو خپل انګور په مميزو بدل کړي؛ خو د مميزو بیې هم د پخوا پرتله رالوېدلې دي.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د پاکستان بازار د کندهار او د افغانستان د سوېلي سیمو د انګورو تر ټولو مهم صادراتي مقصد ګڼل کېده؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو او د لارو تړل کېدو له امله بزګران اوس نه‌شي کولای خپل تازه انګور بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.
په راپور کې راغلي، د صادراتو د کمښت له امله د تازه مېوو ډېره برخه کورنیو بازارونو ته عرضه شوې چې ورسره د انګورو بیې په بې‌ساري ډول راټیټې شوې دي او له همدې امله ګڼو بزګرانو خپل انګور په مميزو بدل کړي، خو د مميزو بیې هم د پخوا پرتله ښکته شوې دي.
د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د انګورو بڼوال سخي جان ویلي، پخوا اووه کیلو مميز په ۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰ افغانیو پلورل کېده؛ خو اوس د همدې اندازې مميزو بیه ۴۰۰ تر ۴۵۰ افغانیو راټیټه شوې ده.
هغه ویلي: «پخوا کار ښه و، انګور مو پلورل او خلکو عاید درلود، خو اوس ستونزې ډېرې شوې دي». سخي جان له طالبانو او پاکستاني چارواکو غوښتي، چې سوداګریزې لارې بېرته پرانیزي او د سوداګرۍ د عادي کېدو لپاره هوکړې ته ورسېږي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بینا ویلي، د لارو بندښت د افغانستان د مېوو صادراتو ته سخت زیان رسولی دی. د هغه په وینا، د ۲۰۲۵کال پرمهال د افغانستان له پنځو سوېلي ولایتونو څخه ۴۴زره او ۲۲۵ ټنه انګور صادر شوي وو چې ارزښت یې ۱۳.۸ مېلیون ډالرو ته رسېده. نوموړي زیاته کړې، چې له دې ډلې نږدې ۴۳زره ټنه انګور پاکستان ته صادر شوي وو.
خو د بینا په خبره، روان کال تراوسه یوازې ۲۵۶ ټنه انګور بهر ته صادر شوي چې ارزښت یې شاوخوا ۱۰۰زره ډالر دی. د انګورو یو صادرونکی حاجي عبدالحی وايي، په خپل پنځوس کلن ژوند کې یې دومره اوږدمهاله بندیزونه نه‌دي لیدلي.
هغه ویلي: «پخوا به یوه لار بنده وه او بله به خلاصه وه، یا به ستونزه څو ورځې وه خو اوس له خورا جدي مشکلاتو سره مخ یو». بلخوا د انګورو په بڼونو کې کاري فرصتونه هم کم شوي دي. قدرت‌الله پوپ، چې د انګورو راټولولو په یوه بڼ کې کار کوي ویلي، چې تېرکال په هغه بڼ کې شاوخوا ۱۵۰۰ کارکوونکو کار کاوه؛ خو سږکال دغه شمېر نږدې ۱۵ کسانو ته راکم شوی دی.
هغه ویلي، که څه هم سږکال د انګورو حاصلات ښه دي، خو د صادراتو د نشتوالي له امله ټول محصولات کورنیو بازارونو ته ځي، هغه بازارونه چې لا له وړاندې د انګورو له زیاتې عرضې سره مخ دي.
پوپل زیاته کړې: «کله چې لارې بندې شي او سوداګري ودرېږي، د سوداګرو، کارګرو او بڼوالو د ټولو ژوند اغېزمنېږي».

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو بندښت؛ د وچې مېوې سوداګري زیانمنه شوې

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۰۲ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
100%

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او تګ‌راتګ لارې د تېر کال د اکتوبر له ۱۲مې نېټې راهیسې تړلې دي، چې له امله یې د دواړو خواوو سوداګر له جدي ستونزو سره مخ شوي او د وچې مېوې سوداګري هم زیانمنه شوې ده.

افغانستان د وچو مېوو د تولید له مهمو هېوادونو ګڼل کېږي او د دغه محصولاتو لوی بازار د پاکستان منډۍ بلل کېدې. خو سوداګر وايي، پر ډیورنډ کرښه د لارو له تړل کېدو وروسته د وچې مېوې کاروبار په بې‌ساري ډول کمزوری شوی دی.
د کویټې یو سوداګر نصرالله چې د وچې مېوې په کاروبار بوخت دی افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د تېرکال پرتله سږ کال سوداګریز فعالیتونه «نږدې له‌منځه تللي» دي. هغه وایي، د لارو د بندښت له امله وچې مېوې په کمه اندازه او ناقانونه لارو کویټې ته رسېږي، چې د لېږد لوړو لګښتونو له امله یې بیې هم لوړې شوې دي.
د نوموړي په وینا، د بیو لوړوالي د وچو مېوو په پېرلو کې د خلکو وړتیا راکمه کړې او د وچې مېوې تقاضا یې هم کمه کړې ده. نصرالله زیاتوي: «هغه هټۍوال چې پخوا به یې ۱۵۰ کیلو وچې مېوې اخیستې، اوس یوازې شاوخوا ۲۰ کیلو اخلي. له دې څخه د کاروبار د کمېدو اندازه معلومېږي».
بل سوداګر لیاقت خان چې له افغانستان نه د وچې مېوې وارداتو کاروبار کوي وایي، پر ډیورنډ کرښه د لارو تړل کېدو له امله یې کاروبار په بشپړه توګه په ټپه درېدلی دی.
هغه افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «نږدې یو کال کېږي چې هېڅ کار نه‌شو کولی. زموږ کاروبار په بشپړه توګه په ټپه درېدلی دی». د لیاقت خان په وینا، د کویټې منصفي روډ او چوهړمل روډ پخوا د وچې مېوې د سوداګرۍ مهم مرکزونه وو او هره ورځ به هلته د سوداګرو ګڼه ګوڼه وه؛ خو اوس هلته د بازارونو فعالیتونه خورا پېکه شوي دي.
نوموړی وایي، د کویټې له بازارونو څخه تر نیمايي ډېر سوداګر نورو ښارونو ته تللي او ګڼو کوچنیو سوداګرو دغه کاروبار پرېښی دی. بل لور ته په افغانستان کې د وچې مېوې سوداګر او بڼوال هم د روان وضعیت له امله اندېښمن دي.
د کندهار یو سوداګر سمیع‌الله افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د پاکستان بازار د افغان سوداګرو لپاره تر ټولو اسانه او ګټور بازار و. هغه وایي، پخوا به د محصولاتو له رسېدو سره سم سوداګر له بڼوالو سره اړیکه نیوله او محصولات به په مناسبه بیه پلورل کېدل، چې هم سوداګرو او هم کروندګرو ته به یې ګټه رسوله.
د سمیع‌الله په وینا، له نږدې یو کال راهیسې د لارو د بندښت له امله سوداګریز فعالیتونه په ټپه درېدلي او د سوداګرو ډېری محصولات په ګودامونو کې پاتې دي. هغه زیاته کړه، چې سږکال د مېوو حاصل ښه و خو د بازار د نشتوالي له امله بڼوال او سوداګر له زیان سره مخ شوي دي.
سمیع‌الله ویلي، دامهال د انځرو موسم روان دی خو د بیو د سخت کمښت له امله سوداګر نه‌شي کولی خپل محصولات په مناسبه بیه وپلوري. د هغه په خبره؛ د بدیلو سوداګریزو لارو نشتوالی او په افغانستان کې د بې‌کارۍ لوړې کچې د وچې مېوې کاروبار نور هم اغېزمن کړی دی.
سمیع‌الله له طالبانو غوښتي، چې د سوداګرو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او د صادراتو لپاره بدیلې لارې ومومي. هغه وایي، یوشمېر لوی سوداګر خپل صادرات د هند او نورو بازارونو پر لور اړولي؛ خو کوچني سوداګر لاهم د لارو د تړل کېدو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.