د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې له نهو لوبغاړو سره برخه اخیستې وه. له دې ډلې شپږو لوبغاړو د مبارزې یا کیوروګي او درېیو لوبغاړو د پومسې په برخو کې سیالۍ وکړې.
د سیالیو لړۍ د تېرې دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) پیل شوې وه. د پومسې سیالۍ په لومړۍ ورځ ترسره شوې، په داسې حال کې چې د کیوروګي سیالۍ د زمري په ۲۷مه، ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شوې. په پومسه برخه کې سیدرضا اکبري، عبیدالله شیرزي او محمدګل محمدي د افغانستان استازي وو. د دغو سیالیو په پای کې محمدګل محمدي وتوانېد چې د برونزو مډال وګټي.
عبیدالله شیرزي هم د فورمونو په ښه او اغېزناک ترسره کولو سره غوره وړتیا وښوده او د «غوره فعالیت» جایزه یې ترلاسه کړه.
د مبارزې یا کیوروګي په برخه کې د افغانستان ملي لوبغاړو ونهشوای کولای چې مډال وګټي.
احسان رحیمي، حکمتالله زین، عذیر رشید، محمد اشرف شکران، امید سهاک او علياکبر امیري د کیوروګي په برخه کې د افغانستان استازي وو او هر یوه یې د سیالیو لوړو پړاوونو ته د رسېدو لپاره له خپلو سیالانو سره مبارزه وکړه.
په دې منځ کې حکمتالله زین د افغانستان لپاره تر ټولو ښه پایله ثبت کړه.
نوموړي د منفي ۶۸ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې لومړی خپل پاکستانی سیال په ګونډو کړ او بیا په دویمه سیالۍ کې یې خپل ازبکستاني سیال هم مات کړ.
زین په درېیم پړاو کې له یوه بل ازبکستاني لوبغاړي سره مخامخ شو، خو له دغه سیال څخه په ماتې خوړلو سره یې د سیالیو دوام پای ته ورسېد.
امید سهاک هم د منفي ۸۷ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د پاکستان د استازي پر وړاندې په بریا پیل کړه، خو په بل پړاو کې یې له یوه ایراني تکواندوکار څخه ماتې وخوړه او له سیالیو ووت.
عذیر رشید د افغانستان بل استازی وو چې په خپله لومړۍ مبارزه کې د قزاقستان له یوه لوبغاړي سره مخامخ شو، خو له ماتې وروسته یې ونه شوای کولای بل پړاو ته لار ومومي.
په درنو وزنونو کې علياکبر امیري هم د ایران له استازي سره پر تاتامي ودرېد، خو له خپل ایراني سیال څخه له ماتې وروسته د سیالیو له دوام څخه حذف شو.
تر اوسه د احسان رحیمي او محمد اشرف شکران د مبارزو د پایلو په اړه د افغانستان د تکواندو فدراسیون له لوري رسمي معلومات نهدي خپاره شوي.
د افغان لوبډلې لاسته راوړنه
د کیوروګي سیالیو له پای ته رسېدو سره، د افغانستان د تکواندو د کاروان ټولیزه لاسته راوړنه په پومسه برخه کې یو د برونزو مډال او د غوره فعالیت یوه جایزه وه.
په کیوروګي کې بیا حکمتالله زین د دوو بریاوو په ثبتولو سره د افغان تکواندوکارانو ترمنځ تر ټولو ښه پایله درلوده.
د نړیوال تکواندو فدراسیون د ولسمشرۍ جام د اسیا د تکواندو له مهمو سیالیو څخه شمېرل کېږي. د دغو سیالیو G3 کچه لوبغاړو ته د نړیوالې درجهبندۍ لپاره د امتیازونو د ترلاسه کولو ښه فرصت برابروي.
په دا ډول نړیوالو سیالیو کې د افغان تکواندوکارانو ګډون کولای شي د هغوی د نړیوالې تجربې د زیاتېدو او د راتلونکو مهمو سیالیو لپاره د لا ښه چمتووالي په برخه کې مهم رول ولري.