د پاکستان تحریک انصاف ګوند خپل «احتجاجي تحریک» سند ته غځوي

د پاکستان تحریک انصاف ګوند اعلان کړی، چې د روانې سپټمبر میاشتې له ۳مې تر ۷مې نېټې پورې به د دغه ګوند مشران سند ته سفر وکړي او په دغه موده کې به د «احتجاجي تحریک» په لړ کې په بېلابېلو سیمو کې ولسي غونډې ترسره کړي.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفيع جان ویلي، چې سند ته د دغه ایالت د سر وزیر سهیل اپریدي او د ګوند د نورو مرکزي مشرانو د سفر مهالوېش وروستی شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، د تحریک انصاف د سند کمپاین به (د سپټمبر په ۳مه) د ګوټکي په کامو شهید سیمه کې پیل شي او د سپټمبر تر ۶مې به په بېلابېلو سیمو کې دوام وکړي. د هغه په وینا، د دغه کمپاین وروستۍ ولسي غونډه به د سپټمبر په ۶مه په کراچۍ کې ترسره شي.
شفيع جان وایي، چې د سپټمبر په ۷مه به سهیل اپریدی او د ګوند نور مشران د سند سترې محکمې په تالار کې د وکیلانو په یوه کنوانسیون کې هم وینا وکړي. هغه وايي، چې له سند وروسته به د ګوند مشران پنجاب او بلوچستان ته هم سفرونه وکړي؛ څو خپل ولسي او سیاسي فعالیتونه پراخ کړي.
وړاندې د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي اعلان کړی و، چې د پاکستان تحریک انصاف احتجاجي تحریک به له بنو پیلېږي او (د سپټمبر په ۲۷مه) به د هغه په مشرۍ د خیبر پښتونخوا یو لوی ولسي کاروان د اډیاله زندان پر لور حرکت کوي.
