د خیبر پښتونخوا په ټانک کې یو ښوونځی په بمونو الوځول شوی

ځايي پولیسو ویلی چې ناپېژاندو وسله والو د خیبر پښتونخوا په سویلي ټانک ولسوالۍ کې د هلکانو یو دولتي ښوونځی په بمونو الوځولی دی. پولیس وايي، په پېښه کې چاته مرګژوبله نه ده اوښتې.
افغانستان انټرنشنل- پښتو، کراچۍ

ځايي پولیسو ویلی چې ناپېژاندو وسله والو د خیبر پښتونخوا په سویلي ټانک ولسوالۍ کې د هلکانو یو دولتي ښوونځی په بمونو الوځولی دی. پولیس وايي، په پېښه کې چاته مرګژوبله نه ده اوښتې.
د ټانک ولسوالۍ د پولیسو مشر عبدالصمد خان افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې تېره شپه ناپېژاندو وسله والو د ټانک ولسوالۍ د ګلان کوټ په سیمه کې د هلکانو د دولتي ښوونځي دروازې مخې ته ځای پرځای کړل شویو چاودېدونکو توکو ته چاوده ورکړې چې له امله یې د ښوونځي ودانې زیانمنه شوې ده.
نوموړي ویلي چې په یاده پېښه کې کوم چاته زیان نه دی اوښتی.
سیمهییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، د روان کال په اپرېل میاشت کې هم پر دغه ښوونځي چاودنه شوې وه. د سرچینو په وینا، له هغې پېښې وروسته د ښوونځي یوازې یوه خونه پاتې وه، چې تېره شپه په چاودنه کې هغه هم له منځه تللې ده.
سرچینو زیاته کړې چې په دغه سیمه کې د نجونو لپاره بل ښوونځی نشته، له همدې امله په همدې ښوونځي کې به هلکانو او نجونو دواړو لومړنۍ زده کړې کولې.
د سرچینو په وینا، په دغه ښوونځي کې نږدې ۲۰۰ ماشومانو زده کړې کولې. سرچینې وايي، دا په سیمه کې یوازینی ښوونځی و چې لا هم فعال و او ښوونکي به ورته ورتلل؛ ځکه د ټانک ولسوالۍ په ډېرو سیمو کې د ناامنۍ له امله ښوونکي ښوونځیو ته نه ورځي.
د ټانک د پولیسو مشر عبدالصمد خان ویلي، په دغه ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت تر ډېره ټینګ دی، خو په سیمه کې د وسلهوالو ډلو د ګواښونو شتون لا هم شته.

د هوسټن کرونیکل د یوه راپور له مخې، یو شمېر هغه افغان ښځې چې د ۲۰۲۱ کال د کابل له سقوط وروسته امریکا ته ولېږدېدې، په هوسټن کې یې د زدهکړییز ژوند نوي فرصتونه وموندل. هغه فرصتونه چې په افغانستان کې د طالبانو د محدودیتونو له امله له ډېرو افغان ښځو او نجونو اخیستل شوي دي.
راپور وايي، د کابل له سقوط وروسته د نیویارک ټایمز ادارې د خپلو افغان کارکوونکو، همکارانو او د هغوی د کورنیو د ایستلو لپاره بیړنۍ هڅې وکړې. په دې ډله کې خبریالان او ژباړونکي سربېره هغه افغانان هم شامل وو چې شاوخوا شل کاله یې د دې رسنۍ په کابل دفتر کې د پخلي، امنیت، باغوانۍ او نورو برخو کې کار کړی و.
د راپور له مخې، دغه کسان له کابل هوايي ډګر څخه لومړی دوحې او وروسته مکسیکو ښار ته ولېږدول شول او په پای کې ۱۲۴ افغانانو ته امریکا ته د داخلېدو اجازه ورکړل شوه. دوی د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۳۱مه هوسټن ته ورسېدل.
هوسټن له پخوا د کډوالو د منلو اوږده سابقه لري. د ویتنام له جګړې وروسته هم دغه ښار د زرګونو کډوالو کوربه پاتې شوی او د ۲۰۲۱ کال له افغان بحران وروسته نږدې شپږ زره افغانان په دغه ښار کې مېشت شوي دي.
د هوسټن خلکو او مرستندویه ادارو د افغان کډوالو له رسېدو وروسته د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د خوراکي توکو، جامو او نورو اړینو وسایلو مرستې برابرې کړې. د کډوالو د بیا مېشتېدو لپاره د خیریه بنسټونو، دیني ټولنو او عامو خلکو ترمنځ هم ګډه همکاري رامنځته شوه.
په دې لړ کې انټرفېت منسټریز د افغان کډوالو د بیړنیو اړتیاوو لپاره د یو میلیون ډالرو د راټولولو غوښتنه وکړه، خو د خلکو له پراخ ملاتړ وروسته شاوخوا ۳،۵ میلیونه ډالر راټول شول. د دغو مرستو له لارې له ۱۵۰۰ ډېرو افغان کډوالو سره د بیا مېشتېدو په برخه کې مرسته وشوه.
راپور وايي، یو شمېر افغانانو په هوسټن کې د کار زمینه هم پیدا کړه او ځینو یې وروسته خپل کاروبارونه پیل کړل. میوند احمدزي، چې په ۲۰۱۴ کال کې امریکا ته تللی و، لومړی یې په رستورانتونو کې کار وکړ او وروسته یې خپل رستورانت پرانیست، چې له لارې یې نورو افغان کډوالو ته هم د کار زمینه برابره کړه.
خو د افغان کډوالو نوی ژوند له قانوني او اقتصادي ستونزو خالي نه و. د راپور له مخې، ډېری افغانان د «بشري پناه» له لارې امریکا ته داخل شوي وو چې د دایمي استوګنې ضمانت یې نه درلود او د کار اجازې او نورو قانوني اسانتیاوو ترلاسه کول ورته اسانه نه وو.
د هوسټن کرونیکل راپور په ځانګړي ډول د هغو افغان ښځو کیسې رااخلي چې له افغانستانه تر وتلو وروسته یې په امریکا کې د زدهکړو او کار فرصتونه ترلاسه کړل. دغو ښځو وکولای شول په داسې چاپېریال کې خپلو زدهکړو او مسلکي ژوند ته دوام ورکړي چې د راپور له مخې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار د طالبانو د محدودیتونو له امله ورته زمینه نه وه برابره.
د راپور له مخې، د هوسټن تجربه ښيي چې د افغان کډوالو بیا مېشتېدل یوازې د سرپناه برابرول نه وو، بلکې ګڼو افغانانو ته یې د زدهکړې، کار، خپلواک ژوند او له نوې ټولنې سره د یوځای کېدو فرصت هم برابر کړ.
دا موضوع داسې مهال بیا راڅرګندېږي چې د کابل له سقوط پنځه کاله تېرېږي او په افغانستان کې لا هم د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.
د خیبرپښتونخوا مرکز پېښور په لاس جوړېدونکو دودیزو او لاسي پکو تر ټولو لوی بازار بلل کېږي. یو وخت به له دې بازار څخه په لاس جوړې شوې پکې نه یوازې د خیبر پښتونخوا بېلابېلو سیمو بلکې افغانستان او هند ته هم لېږل کېدل، خو د عصري وسایلو او تورخم بندېدو له امله یې کاروبار پیکه شوی دی.
شاوخوا یوه لسیزه مخکې په دې بازار کې لسګونه هټۍ او څو کوچنۍ کارخونې وې چې ماهرو کاریګرو به پهکې په لاس پکې جوړولې. هغه مهال د دغو پکو غوښتنه هم زیاته وه او ګڼ کسان پر دې کاروبار بوخت وو.
خو د وخت په تېرېدو او د برېښنايي پکو او همداراز نورو عصري وسایلو د عامېدو له امله د لاسي پکو کاروبار ورو ورو کم شوی دی. یو شمېر کاریګرو خپل پخوانی دغه کسب پرېښی او ګڼ دوکانونه او کارخونې هم تړل شوې دي.
د پېښور د هټیوالو په وینا، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بند پاتې کېدو هم دې کاروبار ته سخت زیان رسولی دی. افغانستان ته د لاسي پکو لېږد نږدې درېدلی چې له امله یې سوداګر او کاریګر له مالي ستونزو سره مخ شوي دي.
په پېښور کې د لاسي پکو جوړونکی فضل الرحمن افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې د پکو جوړولو دا کاروبار د دوی په کورنۍ کې له څو نسلونو راهیسې روان دی. د هغه په وینا، دوی هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ لاسي پکې جوړوي او د یوې پکې په جوړولو کې په بېلابېلو پړاوونو کې له څلورو تر پنځو کسانو پورې د کار زمینه برابریږي.
فضل الرحمن وايي، پخوا په دې بازار کې ګڼ کاریګر پر دې کسب بوخت وو، خو اوس د وخت په تېرېدو یوازې څلور کاریګر پاتې دي.
هغه وايي، د پکو په جوړولو کې ښځې هم مهم رول لري. د پکې بېلابېلې برخې ښځې په خپلو کورونو کې په لاس جوړوي او بیا د دغې برخې کاریګرو ته سپارل کېږي او هغوی یې سره یو ځای کوي او بشپړه پکه ترې جوړوي. په دې توګه له دې واړه کاروباره سره د څو کورنیو روزګار هم تړلی دی.
د فضل الرحمن په وینا، پخوا به له پېښوره جوړ شوي لاسي پکې د افغانستان ننګرهار، کابل او نورو سیمو ته په لویه کچه لېږل کېدل خو د تورخم دروازې د بندېدو له امله افغانستان ته د دغو پکو لېږد سخت اغېزمن شوی دی.
هغه وايي، پخوا له افغانستان څخه د لاسي پکو ښه غوښتنه موجوده وه، خو پر ډیورند کرښه د ستونزو له امله اوس خپل تولیدات افغانستان ته نهشي لېږلی او د خرڅلاو کچه یې هم په څرګند ډول راټیټه شوې ده.
په پېښور کې د لاسي پکو یو بل کاروباري شهباز افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې نږدې ۴۰ کاله کېږي چې په دې کاروبار کې دی او په وینا یې، د دودیزو او لاسي پکو جوړولو او پلورلو کاروبار شاوخوا ۲۰۰ کاله مخینه لري او تر اوسه په یو ډول نه یو ډول دوام لري.
شهباز وايي، سره له دې چې اوس عصري برېښنايي وسایل شته، خو مشران لا هم لاسي پکې خوښوي او د ګرمۍ پر مهال ترې استفاده کوي، خو د وخت په تېرېدو یې کاروبار پيکه شوی دی.
د هغه په وینا، پخوا د ده د کاروبار نږدې سل سلنه برخه پر لاسي پکو ولاړه وه، خو اوس د برېښنا د اسانتیاوو او عصري وسایلو او په ځانګړي ډول له افغانستان سره د لارو د بندېدو له امله کاروبار یې یوازې شاوخوا ۲۰ سلنه پاتې دی.
شهباز وايي، اوس هم د دغو پکو د غوښتنې یوه مهمه وجه دا ده، چې بېوزله کورنۍ د ګران بیه لمریزې برېښنا سیستمونه او نور بدیل وسایل نهشي اخیستلای، نو د ګرمۍ پر مهال له همدې ارزانه لاسي پکو استفاده کوي.
هغه زیاتوي، چې مسافر هم د سفر پر مهال لاسي پکې له ځان سره وړي او د لارې په اوږدو کې ترې استفاده کوي.
په دې توګه که څه هم د عصري وسایلو او له افغانستان سره د لارو د ستونزو له امله په پېښور کې د لاسي پکو پخوانی کاروبار سخت زیانمن شوی، خو دا دودیزې پکې لا هم د ځینو خلکو اړتیا پوره کوي او د پېښور د پخواني کلتور او لاسي صنایعو یوه نښه بلل کېږي.
د پاکستان د پنجاب ایالت په چکوال ولسوالۍ کې د افغان کډوالو تړل شوې شاوخوا ۲۰ هټۍ نن، د جمعې په ورځ په بولۍ کې وپلورل شوې. دغه هټۍ د افغان کډوالو له ايستلو يا بېرته ستنېدو وروسته، څو مياشتې مخکې تړل شوې وې.
اسدالله، چې ۳۵ کاله یې په چکوال کې د کډوالۍ ژوند کړی او اوس له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته ستون شوی او په ننګرهار کې مېشت دی، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې دوی په چکوال کې پنځه هټۍ او نور کاروبارونه لرل.
هغه وویل، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر له چټکېدو وروسته دوی نږدې یو کال مخکې افغانستان ته کډه وکړه. د نوموړي په وینا، خپلې ځینې هټۍ یې په نیمه بیه وپلورلې، خو د یوه ورور یوه هټۍ یې پاتې شوه چې وروسته وتړل شوه او نن په بولۍ کې وړاندې شوه.
اسدالله زیاته کړه چې د چکوال ډېری افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي وو او په پاکستان کې ورته ویل شوي وو چې له افغانستان څخه به د سوداګریزو ویزو له لارې بېرته ستانه شي او خپل کاروبارونه به بیا پیل کړي.
د هغه په وینا، ځینو کډوالو پر همدې ژمنه خپلې ځینې هټۍ او نور کاروبارونه ځايي خلکو ته وسپارل، خو کله چې افغانستان ته ستانه شول، د بېرته تګ لپاره یې د ویزو غوښتنلیکونه ورکړل، خو هېڅ یوه یې هم ویزه ترلاسه نه کړه.
هغه وویل، « وروسته خبر شوو، چې د چکوال ولسوالۍ ادارې د افغان کډوالو اړوند ګڼې هټۍ او کاروبارونه تړلي دي».
د چکوال مرستیال کمېشنر د افغانانو د هټیو د بولۍ لپاره د جمعې ورځ ټاکلې وه او نن د چکوال ولسوالۍ د شورا په تالار کې دغه بولۍ وشوه.
د چارواکو په اعلامیه کې د ۱۸ هټیو نومونه هم یاد شوي وو چې د بولۍ لپاره وړاندې کېدې.
په دغو هټیو کې د جامو، وچو مېوو، سیمنټو، فرنیچرو، بوټانو او کباړ پلورنځي شامل وو.
په اعلامیه کې ویل شوي چې په هټیو کې موجود سامانونه، تیارې المارۍ، د برېښنا توکي او نور څیزونه به هم په بولۍ وپلورل شي.
په چکوال کې هټۍوال عزیزالله، چې د باجوړ اوسېدونکی دی، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې د تېر کال په وروستیو کې یې له یوه افغان کډوال څخه د وچو مېوو هټۍ په ۵.۵ میلیونه پاکستانۍ کلدارو واخیسته.
هغه وویل، چې د روان کال په فبرورۍ کې د چکوال ولسوالۍ ادارې د هټۍ سامانونه ترې یووړل او هټۍ یې وتړله.
عزیزالله وویل: «نن مې همغه تشه هټۍ، چې یوازې المارۍ او ښیښې پکې لګېدلې وې، په اته لکه کلدارو بېرته واخیسته».
هغه زیاته کړه چې بېرته به هم خپله هټۍ پرانیزي، ځکه عمر یې په چکوال کې تېر شوی او کاروبار یې همدلته کړی دی او بل ځای ته د تګ اراده نه لري.
په چکوال کې مېشت محمد ادریس، چې هغه هم د باجوړ اوسېدونکی دی او په خپله یې په بولۍ کې برخه اخیستې، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې په چکوال کې شاوخوا ۵۶هټۍ د افغان کډوالو او د خیبر پښتونخوا د پښتنو اړوند وې چې تړل شوې وې.
هغه وویل، چې ځینو پاکستاني پنجابي هټۍوالو خپلې هټۍ د شخصي اړیکو له لارې بېرته پرانیستې، خو د مرستیال کمېشنر دفتر تېر کال اعلان کړی و چې د ۲۰۲۵ کال د اګست له ۲۵مې وروسته اخیستل شوې هټۍ به وتړل شي.
ادریس وویل: «نن له ۲۰ ډېرو هټیو سامانونه په بولۍ وپلورل شول. زما د حسن کریانه په نوم هټۍ هم پکې وه، هغه مې بېرته په ۲.۲ میلیونه کلدارو واخیسته».
هغه زیاته کړه چې دغه هټۍ شاوخوا شپږ میاشتې مخکې په دې دلیل تړل شوې وې چې د افغان کډوالو اړوند دي.
د ادریس په وینا، چارواکو به ویل چې د افغانانو مالونه به حکومت په خپله ولکه کې واخلي، ځکه غیرقانوني دي او په چکوال ولسوالۍ کې له افغانانو سره سخت چلند کېده.
هغه وويل، چې ډېرو افغان کډوالو خپلې هټۍ د باجوړ، مومندو او وزیرستان پر اوسېدونکو پلورلې وې او که پنجابیانو کومې هټۍ اخیستې وې، له هغوی سره دومره سخت چلند نه کېده.
ادریس وویل، چې له ځینو هټیو څخه مالونه وړل شوي وو، خو په ځینو نورو کې لا هم سامانونه موجود وو.
د هغه په وینا، د ده په هټۍ کې شاوخوا ۲.۵میلیونه کلدارو ارزښت لرونکي سامانونه پراته وو، خو ده هټۍ له همغو سامانونو سره په ۲.۲ میلیونه کلدارو بېرته واخیسته.
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د هټیو د تړلو او بولۍ په اړه د چکوال ولسوالۍ له چارواکو سره د تماس هڅه وکړه، خو تر اوسه ورته ځواب نه دی ویل شوی.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د يوې خبرپاڼې له لارې وويل، چې د پنجاب ایالت په چکوال سیمه کې د یو شمېر افغان مهاجرینو د اموالو د لیلام کیدلو موضوع، سفارت د پاکستان له اړوندو ادارو سره شریکه کړې او د سفارت يو پلاوی هم نن چکوال ته لېږل شوی دی چې د یادې ستونزې لپاره د قانوني او مناسبې حللارې زمینه برابره شي او د یادو افغان دوکاندارانو حقوق او توکي ضایع نه شي.
د پنجاب د کورنیو چارو ادارې د جولای په ۳۱مه د خپرو شویو شمېرو له مخې، له پنجاب څخه ۱۳۹زره او ۹۰۲ غیرقانوني مېشت افغان وګړي بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي.
د دغې ادارې په وینا، له پاکستان څخه په ټولیز ډول ۲میلیونه، ۶۳ زره او ۸۹۱ افغان وګړي بېرته لېږل شوي دي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې اعلان وکړ چې ټول «غیرقانوني بهرني وګړي» به له هېواده ایستل کېږي. له دې اعلان وروسته بیا د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل شو چې تر اوسه دوام لري.
د خیبر پښتونخوا د پېښور په کنفرانس کې لسګونه کارپوهانو او سیاسي فعالانو غوښتنه کړې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تړل شوې ټرانزیټي لارې دې ژر تر ژره پرانیستل شي. دوی ټینګار کړی، چې سوداګري باید له سیاسي او امنیتي ستونزو جلا وساتل شي.
د دوی په وینا، له تېرو ۱۱ میاشتو راهیسې د یادو لارو تړل کېدو د دواړه خواوو خلکو او په ځانګړي ډول سوداګرو ته درانه مالي او اقتصادي زیانونه اړولي دي. دغه یو ورځنی کنفرانس «د پاکستان او افغانستان له شخړې هاخوا: د سیمهییزې سولې او متقابلې هوکړې پیاوړتیا» تر عنوان لاندې د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۱۲مه) د پېښور پوهنتون د سیمهییزو مطالعاتو مرکز لهخوا د «سپایر کېپي» ادارې په همکارۍ جوړ شوی و.
پخوانی سناتور او پښتون سیاستوال افراسیاب خټک او د «سپایر کېپي» مشر ارباب شجاع د یادې غونډې له مهمو ګډونوالو څخه وو. په دغه کنفرانس کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي، د ډیورنډ کرښې او سوداګریزو مسایلو او د ترینګلتیا د کمښت پر لارو چارو بحث شوی.
د «سپایر کېپي» مشر ارباب شجاع افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې شته؛ خو د دغه وضعیت د پای ته رسولو لپاره باید د حل لارې ولټول شي.
هغه وویل، سره له دې چې د دواړه خواوو د خلکو ترمنځ ګډ مشترکات شته؛ خو افغانستان او پاکستان لاهم یو بل په سمه توګه نه پېژني او د ناسمو پوهاویو د لهمنځه وړلو لپاره لا ډېرو خبرو اترو ته اړتیا ده.
ښاغلي شجاع وویل، چې امنیتي، د ډیورنډ کرښې او سوداګریزې ستونزې باید د خبرو اترو له لارې وڅېړل شي او دواړه خواوې باید د متقابل پوهاوي او دوامداره حل لارو د موندلو لپاره هڅه وکړي.
د «سپایر کېپي» مشر د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ د ترینګلتیاوو په کمولو کې د چین پر رول هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې بېجینګ د دواړه خواوو اړیکو ته په پام کولای شي د اختلافونو د حل لپاره مهم رول ولوبوي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی په پاکستان کې دی او له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان او سیمې په اړه خبرې کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې له طالبانو سره د اړیکو د ښهوالي لپاره د چین منځګړیتوب مهم دی؛ خو تر هغه چې طالبان د پاکستاني وسلهوالو د ملاتړ په اړه خپل دریځ بدل نهکړي، دغه هڅې به پایله ونه لري. دغه وزارت له طالبانو غوښتي، چې د پاکستاني وسلهوالو د بریدونو د مخنیوي لپاره عملي او څرګند اقدامات ترسره کړي.
سوداګري باید د امنیتي مسایلو قرباني نهشي
ارباب شجاع وویل، چې د سوداګریزو لارو تړل کېدل او د ترینګلتیاوو دوام د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو خلکو ته سخت زیان رسولی او عامو خلکو او سوداګرو تر ټولو ډېر تاوان کړی دی.
هغه ټینګار وکړ، چې سوداګري باید له امنیتي مسایلو جلا وساتل شي او امنیتي اختلافات باید د خلکو د اقتصادي ژوند د زیانمنېدو په بیه تمام نهشي. د هغه په وینا، سوداګریزې لارې باید هر څومره ژر چې شونې وي بېرته پرانیستل شي.
په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې دي. د ډیورند کرښې په اوږدو کې نښتو، د تورخم او سپینبولدک په ګډون مهمې سوداګریزې لارې تړلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې سوداګري په ټپه درولې ده.
طالبانو د دغه ترینګلتیاوو په غبرګون کې له پاکستان نه د درملو په ګډون د ځینو توکو واردات منع کړي او د خپلو اړتیاوو د یوې برخې پوره کولو لپاره یې هند ته مخه کړې ده.
د افغانستان د جګړو په تاریخ کې داسې شخصیتونه کم دي چې د ټوپک تر څنګ یې د جرګې ځای هم پېژندلی وي. جلالالدین حقاني د همدې متضاد تصویر له امله د افغانستان د معاصر تاریخ له پېچلو څېرو څخه دی. د هغه ډېر پلویان او خواخوږي نوموړي ته د « لوی مصلح او ستر غازي» نوم کاروي.
مولوي جلال الدین حقاني له شوروي ځواکونو سره په جهاد او د ۱۹۰۱ میلادي کال د اپرېل په پای کې د خوست په سقوط کې ټاکونکی رول درلود.
جلال الدین حقاني د شوروي ځواکونو خلاف د جهاد او تنظیمي جګړو پرمهال له خپلو سیاسي او پوځي مخالفینو سره لیکونه تبادله کړل، د جګړې د درولو لپاره یې مشخصې سیمې وړاندیز کړې، د قوماندانانو د سرتاسري شورا د جوړولو هڅه یې وکړه او د مجاهدینو د تنظیمي اختلافاتو د کمولو لپاره یې د یوه ګډ جوړښت نظرونه وړاندې کړل.
د هغه د نږدې کسانو د روایتونو له مخې، جرګه د ده لپاره د سیمهییز نفوذ او ټولنیز نظم یوه وسیله وه. د قبیلو او قومي شخړو په هواري کې خلکو هغه ته مراجعه کوله او د ده د روغې جوړې هڅې تر میرانشاه او پېښوره پورې غځېدلې وې.
د نجیبالله د حکومت د ملي روغې جوړې په دوره کې کابل هڅه وکړه چې له جلالالدین حقاني سره د خبرو یوه لار پیدا کړي. نجیبالله پوهېده چې حقاني په خوست او پکتیا کې پوځي او قومي وزن لري.
نجیبالله په یوه لیک کې د جګړې د پای ته رسولو اړتیا مطرح کړې. هغه وايي، د ده او حقاني په جګړه کې بېګناه مسلمانان وژل کېږي، کلي او کورونه ویجاړېږي او د وطن د ژغورنې لپاره غواړي له حقاني سره د روغې جوړې ذمهواري پر غاړه واخلي. د هغه په لیک کې حتا د ملاقات لپاره د باور د رامنځته کولو هڅه تر دې حده رسېږي چې د خپلو شلو وزیرانو او لوړپوړو چارواکو د تضمین خبره کوي.د حقاني ځواب بیا د سیاسي امتیازونو د غوښتنې پر ځای د هغه د جګړې اساسي شرطونه وړاندې کوي.
هغه د شوروي ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي، د سولې د مرکز په توګه د خوست، ګردېز، ارګون یا بلې سیمې د ټاکلو وړاندیز کوي او وايي چې هلته دې پوځي فعالیتونه ودرول شي، څو د سولې عملي پروسه پیل شي.
په یوه بل مهم شرط کې هغه له ډاکټر نجیبالله غواړي چې پر خپلې تېرې مفکورې او ماضي اعتراف وکړي او «د جهاد ملګرتیا» ته راوګرځي. حقاني په همدې لیک کې وايي چې د وزارتونو او واکمنۍ وږی نه دی او حتا د نجیبالله د شخصي دفاع خبره کوي، چې که هغه د ده له شرایطو سره سم د جګړې له مسیر څخه ووځي.
په دغو لیکونو کې دواړو خواوو هڅه کړې چې د مخالف لوري درناوی وساتي، سره له دې چې د هغوی سیاسي او پوځي دریځونه یو له بل سره په ټکر کې وو.
په ۱۳۷۰ کال کې نجیبالله بیا حقاني ته د ملاقات بلنه ورکوي او وايي چې د ټولو «غټو او وړو» مسایلو د حل لپاره دې له نږدې ورسره خبرې وکړي. په هغه لیک کې دا اړیکه حتا د «یوه پښتانه او مسلمان» د خبرې په توګه بیان شوې ده.
دا اړیکې بالاخره هغه سیاسي جوړجاړي ته ونه رسېدې چې جګړه ختمه کړي. خو ارزښت یې په دې کې دی چې ښيي د افغانستان په یوه تر ټولو سخت سیاسي او پوځي پړاو کې هم د مخالفینو د یوې برخې ترمنځ د خبرو دروازه په بشپړه توګه تړلې نه وه.
کله چې مجاهدین د یو بل پر وړاندې ودرېدل
د شوروي ځواکونو د وتلو په درشل کې د مجاهدینو ترمنځ دا اندېښنې ورو ورو په اختلافونو او شخړو بدلېدې، چې که بهرنی دښمن مات شي، نو د واک مساله به څنګه حل کېږي؟
د تنظیمونو ترمنځ اختلافات ژور وو. د موقت حکومت طرحې موجودې وې، خو تنظیمي مشرانو د واک د وېش، وزارتونو او سیاسي نفوذ پر سر له یو بل سره اختلاف درلود.
حقاني په دې پړاو کې هڅه وکړه چې له تنظیمي مشرانو هاخوا د جبهاتو او قوماندانانو ترمنځ یو بل ډول همغږي رامنځته کړي.
له حاجي عبدالحق، محمد انور جګدلک، قاضي امین وردګ، اخترمحمد ټولواک، مولوي ارسلا رحماني، قاري بابا او سیدجګړن سره د ناستو له لارې د دې نظر د پخېدو هڅه وشوه چې قوماندانان باید د ګډو عملیاتو او یوې واحدې ستراتیژۍ پر سر سره نږدې شي. احمدشاه مسعود هم محمد یونس قانوني د خپل باصلاحیته استازي په توګه ور وپېژانده.
دا کار وروسته د قوماندانانو د سرتاسري شورا په نوم یوې پراخې تجربې ته ورسېد.د شورا د جوړښت لپاره د ولایتونو پر اساس د هېواد د وېش طرحه وشوه. د هر ولایت قوماندانانو ته د خپلو استازو د معرفي کولو ونډه ورکړل شوه او په ټولیز ډول د ۶۱ کسیز کمېسیون د جوړېدو پرېکړه وشوه، څو د شورا لپاره جامع لایحه او طرز العمل برابر کړي.
د شورا په غونډو کې ځینو قوماندانانو د تنظیمي مشرانو پر اختلافاتو سختې نیوکې وکړې. هغوی حتا خبرداری ورکړ چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي له خپلو تنظیمي مشرانو برائت اعلان کړي. خو حقاني وویل چې دوی د مشرانو پر خلاف نه دي راټول شوي او نه غواړي هغوی ته ګواښ متوجه کړي. د ده په وینا، قوماندانان د خپلو جبهاتو دننه د همغږۍ او همکارۍ لپاره سره راټول شوي دي؛ مشران دې په خپل ځای پاتې شي، خو قوماندانان دې له دننه د اتحاد او اتفاق لپاره کار وکړي.
ددې شورا له لارې د واک د سولهییز انتقال لپاره د «استازې شورا» له لارې یوه طرحه هم مطرح شوې وه. تصور دا و چې که د نجیبالله حکومت د داخلي فشار یا بل تحول له امله ړنګ شي، تنظیمي مشران ښايي د یوه ګډ حکومت پر سر سلا نه شي، خو یو منظم ګډ قوت کولی شي پر مشرانو فشار راوړي چې یوې ګډې حللارې ته ورسېږي.
د حقاني په ویناوو کې حتا دا احتمال هم مطرح شوی چې که مشران پر یوه ګډ حکومت سلا نه شي، یوه متحده انقلابي شورا دې د موقتي مودې لپاره د واک چارې پر غاړه واخلي، تر هغې چې وضعیت آرام او د خلکو د رایې له لارې د حکومت جوړېدو زمینه برابره شي.
دا طرحه د هغه د فکر یو مهم اړخ څرګندوي: هغه غوښتل پوځي ځواک د واک د شخصي غصب لپاره نه، بلکې د سیاسي جوړجاړي د مجبورولو او د ګډې پرېکړې د رامنځته کولو وسیله شي.
حقاني څو ځله له مسعود سره د مخابرې له لارې تماسونه ونیول او د افغانستان شمال ته لاړ، چې له مسعود او نورو قوماندانانو سره د شورا په اړه خبرې وکړي. خو د افغانستان په شمال کې د نورو تغییراتو او ګوندي اختلافونو له امله د قوماندانانو د شورا چارې ټکنۍ شوې.
همدا سابقه یوه اساسي پوښتنه راپورته کوي، چې که جلالالدین حقاني دومره پراخ نظامي او شبکوي وزن درلود، نو ولې یې د خپلواک سیاسي مرکز د جوړولو پر ځای د طالبانو له تحریک سره یوځای کېدل غوره کړل؟ او له هغه وروسته، چې د حقاني کورنۍ خپل نظامي او استخباراتي ظرفیتونه وساتل او سراجالدین حقاني د طالبانو په نظام کې په یوه مهم امنیتي او سیاسي شخصیت بدل شو، ولې بیا هم د طالبانو د امارت پوړۍ ته ونه رسېد؟
د دې پوښتنې ځواب د حقاني شبکې په تاریخ کې د ځواک تر څنګ د مشروعیت، سازماني جوړښت او بیعت په مسایلو کې موندل کېږي.
له جهادي جوړښت څخه تر حقاني شبکې
د حقاني شبکې د تشکل لومړنۍ رېښې د ۱۹۷۰مو کلونو له نیمایي سره تړلې دي.
جلال الدین حقاني پاکستان ته له تګ وروسته د مولوي یونس خالص له حزب اسلامي سره یوځای شو او د افغان حکومت او وروسته د شوروي ضد جګړې پر مهال یې د لویې پکتیا په جغرافیا کې پام وړ نظامي نفوذ ترلاسه کړ. په دې مرحله کې د حقاني جوړښت لا د یوې خپلواکې او مشخصې «شبکې» بڼه نه لرله، خو د افغان یاغیانو او مجاهدینو یو پیاوړی ادرس و.
د شوروي ضد جګړې په اوږدو کې حقاني د خپلو پوځي وړتیاوو، سیمهییزو اړیکو او د بهرنیو مجاهدینو له شبکو سره د راشه درشه له امله په یوه مهم قوماندان بدل شو. د ده د ډلې اړیکې د کرښې دواړو غاړو له جهادي چاپېریالونو سره پراخې شوې. همدې اړیکو وروسته د شبکې د جوړښت او مالي او لوژستیکي ظرفیت په رامنځته کېدو کې مهم رول ولوباوه.
د شوروي ضد جګړې له دورې راهیسې جلالالدین حقاني له یو شمېر عربي مجاهدینو او د افغانستان د جهاد له نړیوالو ملاتړو سره نږدې اړیکې درلودې. د اسامه بن لادن، عبدالله عزام، مکتب الخدمات او د خلیجي هېوادونو له ځینو خیریه او مالي شبکو سره د هغه اړیکې د ده د نظامي جوړښت په مالي او ټولنیزه پیاوړتیا کې مهمې بلل کېږي.
د حقاني د نفوذ یو مهم اړخ د پاکستان له استخباراتو او امنیتي او جهادي چاپېریال سره د هغه اړیکې وې.
له ۱۹۷۰مو کلونو وروسته، په ځانګړي ډول د شوروي ضد جګړې په جریان کې، پاکستان د افغان مجاهدینو د ګڼو ډلو لپاره د روزنې، تمویل، تګ راتګ او سیاسي تنظیم مهم مرکز و. حقاني هم په همدې چاپېریال کې د یوه اغېزناک قوماندان په توګه مطرح شو.
د پاکستان د استخباراتي ادارې، په ځانګړي ډول د ایاېسای او حقاني ترمنځ د اړیکو په اړه پراخ اسناد او ادعاوې موجودې دي.
د امریکايي چارواکو له نظره، له پاکستاني استخباراتي جوړښتونو سره د حقاني شبکې اړیکو له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان د جګړې په تحلیل کې ځانګړی اهمیت درلود. د پاکستان په خاوره او قبایلي سیمو کې د جهادي شبکو له مرکزونو، د سرحدي سیمو له جنګي ظرفیتونو او د پاکستان له امنیتي جوړښتونو سره اړیکو حقاني ته د اوږدې جګړې لپاره مهم عملیاتي امکانات برابر کړل. دغه اړیکې په ځانګړي ډول له ۲۰۰۱ کال وروسته د طالبانو د چریکي جګړې په جریان کې مهمې پاتې شوې.
حقاني په لویه پکتیا او د هغې په شاوخوا کې د قبایلي، ټولنیزو او نظامي اړیکو پراخه شبکه لرله.
د سیمهییزو جرګو، قومي مشرانو، محلي قوماندانانو او جنګي جوړښتونو سره اړیکو هغه ته دا توان ورکړی و چې په سیمه کې د پام وړ تحرک رامنځته کړي.
د دې اړیکو یوبل مهم اړخ له عربي نړۍ سره د حقاني د کورنۍ اړیکې وې. حقاني له یوې یمنۍ مېرمنې سره دویم واده وکړ، چې د انس حقاني او د ده د یو شمېر نورو زامنو مور وه. دغه کورنی تړاو پخپله د مالي تمویل ثبوت نه شي ګڼل کېدای، خو د عربي ټولنې له ځینو برخو سره یې د حقاني کورنۍ ټولنیزې او کورنۍ اړیکې پراخې کړې او د هغه د کورنۍ نړیوال جهادي ارتباطات یې لا نږدې کړل.
دغه راز د شوروي ضد جګړې پر مهال له عربي مجاهدینو او نړیوالو جهادي شبکو سره اړیکو حقاني ته د افغانستان له سیمهییز چاپېریال څخه بهر د اړیکو یو پراخ میدان برابر کړ. مکتب الخدمات، عرب مجاهدینو او د خلیجي هېوادونو ځینې خیریه شبکو د هغه وخت د افغان جهاد په نړیوال تمویل کې مهم رول درلود. له دغو شبکو سره د حقانيانو اړیکو د دې شبکې جوړښت ته د بشري، مالي او لوژستیکي منابعو د ترلاسه کولو امکانات زیات کړل.
د کرزي له حکومت سره د حقانیانو د روغې جوړې هڅې
په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د لومړي امارت له سقوط وروسته د جلالالدین حقاني د کورنۍ او د هغه د شبکې لپاره یوه اساسي مساله داوه، چې له نوي سیاسي او امنیتي واقعیت سره څنګه تعامل وکړي. د طالبانو د نظام له سقوط سره د افغانستان سیاسي جوړښت په بنسټیز ډول بدل شو، خو د حقاني کورنۍ د پخوانیو سیمهییزو، ټولنیزو، جهادي او قبیلوي اړیکو له امله وتوانېده چې خپل نفوذ وساتي.
د دې دورې په اړه د حقاني د کورنۍ د ځینو غړو د سیاسي تماسونو او د نوي حکومت له چارواکو سره د جوړجاړي د هڅو روایتونه هم موجود دي. د حاجي ابراهیم حقاني د کابل سفر او د حامد کرزي له حکومت سره د اړیکو هڅه د همدې احتمالي مسیر یوه بېلګه ګڼل کېږي.
په دوه زره لومړي زیږدیز کال کې د امریکا تر برید وروسته د جلال الدین حقاني کشر ورور حاجي ابراهیم حقاني کابل ته لاړ څو له حامد کرزي، مارشال فهیم او نوي حکومت سره د خبرو اترو له لارې خپله ستونزه حل او د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کړي.
امرالله صالح په خپله رساله «پس از مسعود» کې اعتراف کوي چې کابل ته د ابراهیم حقاني راتګ او د سولې پیغام یوه رښتینې غوښتنه وه، خو د واشنګټن پوځي منطق او استخباراتي ړوندوالي دا زرین چانس له منځه یوړ. امریکایانو د ابراهیم حقاني غوښتنې رد کړې او د هغوی پر کورونو او سيمو یې درنې بمبارۍ پیل کړې.
کله چې له نوي جمهوري نظام سره د جلال الدین حقاني د وروڼو د روغې جوړې هڅې ناکامې شوې، هغوی بېرته خپلې لیکې له سره ورغولې او په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې یې د افغان حکومت خلاف فعالیتونه پیل کړل. حقاني شبکې د قبایلي سیمو د رضاکاره جنګیالیو په مټ د طالبانو د جګړې سړې لیکې بېرته تودې کړې.
د ۲۰۰۰مو کلونو په منځ کې د امریکايي او ناټو ځواکونو پر ضد د ترسره کېدونکو پېچلو بریدونو له زیاتېدو سره، د حقاني نوم په تدریج سره د طالبانو له عمومي جوړښت څخه د یوه ځانګړي عملیاتي مرکز په توګه مطرح شو. د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ د استخباراتي ارزونو له مخې، په کابل او ختیځو ولایتونو کې یو شمېر ستر او پېچلي بریدونه له هغه جوړښت سره تړل کېدل چې وروسته په پراخه کچه د «حقاني شبکې» په نوم وپېژندل شول.
په ۲۰۱۲ کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت حقاني شبکه د بهرنیو تروریستي سازمانونو په نوملړ کې شامله کړه.
د حقاني شبکې د نظامي فعالیت یوه مهمه ځانګړتیا د پیچلو، څو پړاویزو او لوړو هدفونو پر ضد د بریدونو تنظیم و. په دغو عملیاتو کې ځانمرګي بریدونه، چاودېدونکي توکي، وسلهوال نفوذ او همغږي بریدونه شامل وو. د شبکې پر وړاندې د امریکا او ناټو د استخباراتي ارزونو یوه مهمه برخه هم د همدې عملیاتي ظرفیت د تشخیص او له منځه وړلو پر هڅو متمرکزه وه.
له دې شبکې سره د تړلو ګڼو بریدونو له ډلې په ۲۰۰۸ کال کې پر حامد کرزي د برید هڅه، د کابل پر سرینا هوټل برید، په ۲۰۱۱ کال کې پر امریکايي سفارت او د ناټو پر مرکزي دفتر برید، پر چاپمېن پوځي مرکز برید او په ۲۰۱۷ کال کې د کابل د زنبق څلورلارې خونړۍ چاودنه یادېږي.
په ۲۰۱۱ کال کې د ناټو پر مرکزي دفتر له برید وروسته د امریکا د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز مایک مولن حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتي ادارې له یوه مهم عملیاتي جوړښت سره تړلې وبلله.
د حقاني شبکې د عملیاتي ظرفیت له پراخېدو سره، د امریکا او ناټو د استخباراتي او پوځي عملیاتو یوه مهمه برخه د دې شبکې د رهبرۍ، کورنۍ او نږدې قوماندانانو پر ضد متمرکزه شوه. د شبکې د مهمو غړو نیول، وژل کېدل او د هغوی پر پټنځایونو بریدونه د همدې ستراتیژۍ برخه وه.
انس حقاني، چې د سراجالدین حقاني ورور دی، په ۲۰۱۴ کال کې په بحرین کې ونیول شو او وروسته افغانستان ته ولېږدول شو. هغه د څو کلونو لپاره د بګرام په زندان کې بندي و او په ۲۰۱۹ کال کې د بندیانو د یوې مهمې تبادلې په ترڅ کې خوشې شو.
بدرالدین حقاني د شبکې له مهمو عملیاتي قوماندانانو څخه و او په ۲۰۱۲ کال کې په شمالي وزیرستان کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو. نصرالدین حقاني د شبکې د مالي او لوژستیکي چارو له مهمو څېرو څخه ګڼل کېده او په ۲۰۱۳ کال کې په پاکستان کې ووژل شو. د حقاني د کورنۍ یو شمېر نور غړي او نږدې قوماندانان هم د ۲۰۰۰مو کلونو په اوږدو کې په جګړو او هوايي بریدونو کې ووژل شول.مفتي احمد جان، چې د سراجالدین حقاني له نږدې همکارانو څخه و، د شبکې په مذهبي، استخباراتي او عملیاتي چارو کې مهم رول درلود او په ۲۰۱۴ کال کې په وزیرستان کې د ډرون په برید کې ووژل شو.
د حقاني شبکې د دوام یو مهم عامل د مالي سرچینو، سیمهییزو اړیکو، بهرنیو مرستو او لوژستیکي امکاناتو ترکیب هم و. د شوروي ضد جګړې له دورې څخه پاتې شوې اړیکې، له عربي جهادي چاپېریال سره ارتباطات او د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې ټولنیزې اړیکې د دې جوړښت د دوام لپاره مهمې سرچینې وې.
په طالبانو کې د حقاني شبکې رول او ځای
له ۲۰۰۱ وروسته د حقاني شبکې جوړښت په بشپړ ډول د یوه سیمهییز جنګي ګروپ په توګه پاتې نه شو، بلکې د طالبانو د بیا راټولېدونکې وسلهوالې مبارزې له مهمو محورونو څخه و. د جلالالدین حقاني پخوانیو سیمهییزو او نړیوالو اړیکو، د سرحدي سیمو له جهادي چاپېریال سره تړاو او د کورنۍ د شبکوي جوړښت دوام دې ته زمینه برابره کړه چې دغه جوړښت خپل نظامي او استخباراتي ظرفیتونه بېرته منظم کړي. په دې دوره کې د حقاني شبکې ځانګړتیا دا وه چې له طالبانو سره یې اړیکه نه د بشپړې خپلواکۍ بڼه لرله او نه د یوه عادي نظامي واحد په توګه تعریفېدای شوای. شبکه له طالبانو سره د مذهبي مشروعیت او بیعت له مخې ژوره تړلې وه، خو په ورته وخت کې یې خپل ځانګړي مالي، ټولنیز، استخباراتي او عملیاتي ظرفیتونه هم ساتلي وو.
له همدې امله، د حقاني شبکې د رول او ځای په تړاو یو تعبیر دا دی چې دا د طالبانو په تحریک کې یو څه خپلواک عملیاتي او شبکوي محور و. ددې شبکې مشران په دې باور دي، چې د حقانیانو د روغې جوړې د هڅو له ناکامېدو وروسته د بهرنیو ځواکونو خلاف لومړني بریدونه دوی پیل کړل او وروسته دغه تحرکات د کندهار جبهو ته هم وغځېدل.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د حقاني شبکې په تاریخ کې یو بنسټیز بدلون رامنځته شو. سراجالدین حقاني د کورنیو چارو د وزارت مشري ترلاسه کړه او د هغه اړوند ګڼ کسان د امنیتي او اداري جوړښتونو په بېلابېلو برخو کې لوړپوړو دندو ته ورسېدل. په دې توګه، د حقاني شبکې یوه مهمه برخه له غیررسمي قدرت څخه رسمي دولتي قدرت ته ولېږدېده.
سراجالدین حقاني په همدې نوي جوړښت کې په تدریج سره د یوه مهم سیاسي شخصیت په توګه هم راڅرګند شوی دی. د هغه سیاسي سبک د طالبانو د رهبرۍ له هغه ډول سره په ځینو برخو کې توپیر لري چې تر ډېره پر ایډیولوژیک انضباط، د امیر پر متمرکز واک او د داخلي اطاعت پر اصل ولاړ دی. سراجالدین حقاني په تېرو کلونو کې د حکومتولۍ، د ولس او حکومت د اړیکو، د واک د تمرکز او د نجونو د تعلیم په څېر موضوعاتو کې داسې څرګندونې کړې چې د طالبانو د رهبرۍ د سخت دریځو سیاستونو په پرتله نرمې بلل شوې دي. هغه له قومي مشرانو، قبیلو او د مختلفو قومونو له استازو سره د اړیکو رغولو په لټه کې دی، خو د سرچینو په وینا، د طالبانو مشرتابه یې دغه هڅې د علماوو شوراګانو له لارې کم اغیزې کړې دي.
له نړۍ او بهرنیو استازو سره د هغه لیدنې او د افغانستان د راتلونکي په اړه یوڅه عملپاله دریځونه هم د هغه د سیاسي سبک یوه برخه ګرځېدلې ده.خو سراجالدین حقاني د یوه بشپړ اصلاحطلب یا د طالبانو له ایډیولوژیک چوکاټ څخه د وتلي سیاستوال په توګه تعبیرول ښايي بې احتیاطي وي. هغه لا هم د طالبانو د ادارې یوه مهمه برخه ده، د همدې تحریک له مذهبي او سیاسي مشروعیت سره تړلی دی او د طالبانو د نظام د عمومي جوړښت د ساتلو لپاره کار کوي.
د طالبانو د اوسني جوړښت په اړه په سیاسي بحثونو کې د «کندهار ډلې» او «حقاني ډلې» یا «کابل ډلې» اصطلاحات ډېر کارول کېږي. دغه اصطلاحات تر یوه حده د طالبانو د داخلي اختلافونو په تشریح کې مرسته کوي، خو د دغو اختلافونو اصلي محور ډېری په کندهار کې په یوې خاصې حلقې پورې د قدرت په انحصار، د پرېکړو کولو پر صلاحیت، د دولتي منابعو پر وېش، د حکومتولۍ پر سبک او له نړیوال نظام سره د تعامل پر څرنګوالي راڅرخي.
د ملا هبتالله اخوندزاده تر مشرۍ لاندې د طالبانو د رهبرۍ مرکز په کندهار کې دی او د نظام د اساسي ایډیولوژیکو او ستراتیژیکو پرېکړو وروستی واک په همدې مرکز کې انحصاري شوی دی.
سراجالدین حقاني د پلار په څېر منځګړی رول لوبولی شي؟
بېلابېل راپورونه څرګندوي چې د طالبانو د یو شمېر مخالفو څېرو ترڅنګ، د ځینو لوېدیځو هېوادونو او د طالبانو دننه د اصلاح غوښتونکو کړیو پام تر ډېره سراجالدین حقاني ته اوښتی دی. هغه په ځینو کړیو کې د یوڅه اصلاح غوښتونکي او بدلونمنونکي طالب مشر په توګه مطرح کېږي. سراجالدین حقاني له خپلو نږدې ملګرو او شبکې سره خپلې مالي او لوژستیکي اړیکې او مرستې هم تر ډېره ساتلې دي، خو له دې ټول سیاسي او له پلاره ور پاتې قومي او نظامي وزن سره سره، په عمل کې یې له ملا هبتالله اخوندزاده سره له مستقیم تصادم څخه تر اوسه ډډه کړې او له هغه سره یې په چلند کې محتاطانه او محافظهکارانه دریځ غوره کړی دی.
په مقابل کې، د جلالالدین حقاني د درانه نظامي وزن او د هغه د کورنۍ او جنګیالیو پراخو قربانیو ته په کتو، د طالبانو رهبرۍ د هغه د کورنۍ او شبکې لپاره داسې جلا او استثنایي سیاسي مقام په رسمیت نه دی پېژندلی چې د طالبانو د تحریک له عمومي جوړښت څخه یې لوړ یا مستقل حیثیت څرګند کړي.
د پام وړ خبره دا ده چې د طالبانو هېڅ مشر، نه ملا محمد عمر او نه ملا هبتالله اخوندزاده، او نه هم د رهبرۍ اړوند مهمو څېرو د جلالالدین حقاني د تلین یا یادغونډو پر مهال داسې څرګند دریځ نیولی چې د هغه جګړهییز رول، قربانۍ، کورنۍ او شبکې ته یې د ملا اخترمحمد منصور او یا ملامحمد عمر په څېر جلا او ځانګړی امتیاز ورکړی وي. په دې معنا، چې حقاني او د هغه شبکه تل د امارت د عمومي جوړښت یوه برخه او د رهبرۍ تابع ځواک ګڼل شوی دی.
د طالبانو د تحریک په دننه کې د «امیر» د اطاعت مفکوره د دې ډلې د مذهبي او سیاسي مشروعیت او انحصار له مهمو بنسټونو څخه ده. د رهبرۍ پر وړاندې ښکاره سرغړونه د تحریک د داخلي مشروعیت د بنسټ د ننګولو معنا هم لرلای شي. حقاني شبکه که څه هم پراخ امنیتي او ټولنیز ظرفیت لري، خو خپل سیاسي مشروعیت تر ډېره د طالبانو له عمومي جوړښت څخه اخلي. له همدې امله، له هبت الله سره یې له مستقیم تقابل نه ډډه کړې ده.
د جلالالدین او سراجالدین ترمنځ اصلي توپیر ښايي د شخصیت تر څنګ د زمانې توپیر وي.
جلالالدین په داسې افغانستان کې راڅرګند شو چې واک ویشل شوی و، قومي او جهادي شبکې ډېرې خپلواکې وې او یوه قوماندان په خپل شخصي نفوذ کولی شول له څو بېلابېلو مرکزونو سره په یو وخت کې اړیکې وساتي.
سراجالدین په داسې جوړښت کې فعالیت کوي چې واک په یوه عمودي سیاسي ـ مذهبي نظام کې ډېر متمرکز دی. د یوه لوړپوړي چارواکي لپاره د خپلواک منځګړي په توګه عمل کول، په ځانګړي ډول له مخالفینو سره، د هغه د پلار د دورې په پرتله ډېر محدود سیاسي ځای لري.له همدې امله که د جلالالدین حقاني بری د «جرګې، اړیکو او شبکې» په مثلث کې ولیدل شي، د سراجالدین اوسنی نقش تر ډېره د «نظام، امنیت او رهبرۍ» له مثلث سره تړلی ښکاري.
سراجالدین حقاني ته په اوس وخت کې یوه ترټولو ستره پوښتنه دا راجع کیږي، چې ایا هغه کولی شي له خپل رسمي ځواک څخه هاخوا د اعتماد، منځګړیتوب او سیاسي تفاهم داسې فضا جوړه کړي لکه پلار یې چې د مجاهدینو د مختلفو ډلو ترمنځ هڅه کوله؟.