متقي او د روسیې سفیر د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې د وضعیت په اړه غږېدلي

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، امیر خان متقي او د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د لیدنې پر مهال د سیمې د وضعیت، د دوهاړخیزو اړیکو د لا پراختیا او پیاوړتیا په اړه غږېدلي دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، امیر خان متقي او د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د لیدنې پر مهال د سیمې د وضعیت، د دوهاړخیزو اړیکو د لا پراختیا او پیاوړتیا په اړه غږېدلي دي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د شنبې په ورځ، د وږي ۱۴مه پر اېکس لیکلي چې امیرخان متقي او په کابل کې د روسيې سفير د لیدنې پرمهال د دواړو هېوادونو پر ګډو ګټو، د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو او د کابل او مسکو ترمنځ د راتلونکو همکاریو د څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي.
طالبانو ویلي، دواړو لوریو په دغه لېدنه کې د سیمې د روان وضعیت او وروستیو بدلونونو په اړه هم بحثونه کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دواړو لورو ټینګار وکړ چې د سیمې د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره د افغانستان او روسیې ترمنځ دوامداره او پیاوړې اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي.
دواړو لوریو همداراز د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا او پیاوړتیا پر دوام ټینګار کړی دی.

د طالبانو له لوري پر رسنیو او په ځانګړي ډول پر ښځینه خبریالانو د محدودیتونو له پراخېدو سره، ګڼ شمېر تجربه لرونکې خبریالانې له خپل مسلک لرې شوې دي. ډېری یې بېکاره دي او ځینې نورې د اقتصادي ستونزو له امله له خبریالۍ سره هېڅ تړاو نه لرونکو کارونو ته اړې شوې دي.
مسعوده سادات(مستعار نوم) چې شاوخوا شپږ کاله یې له بېلابېلو رسنیو سره کار کړی او په خبریالۍ کې کافي تجربه لري افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.
هغه وایي څه موده وړاندې اړ شوه چې افغانستان پرېږدي او یو ګاونډي هېواد ته پناه یوسي. سادات وايي، له هېواده تر وتلو وروسته یې یوه موده په ګاونډي هېواد کې تېره کړه، خو د استوګنې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له هغه هېواد نه وشړل شوه او بېرته افغانستان ته ستنه شوه.
نوموړې وايي، په دې موده کې د بېکارۍ او له خپل مسلک څخه د لرې پاتې کېدو له امله له سختو رواني ستونزو سره هم مخ شوې ده.
سادات وايي، په افغانستان کې پر ښځینه خبریالانو شته محدودیتونو د هغې پر رواني وضعیت منفي اغېز کړی دی.
هغه وايي: «له روغتیايي پلوه بشپړه ښه نه یم، خو د خپلې کورنۍ له امله اړ یم چې کار وکړم.»
مسعوده سادات وايي، اوس یې په کور کې یو کوچنی کاروبار پیل کړی او د مجبورۍ له مخې د بادامو په سپینولو او په پاکټونو کې په بندولو بوخته ده.
د هغې په وینا، یو شرکت ورته بادام راوړي، دوی یې له سپینولو وروسته په پاکټونو کې بندوي او بېرته یې اړوند شرکت ته سپاري او په دې توګه د بادام پوستکی هغې ته پاتې کېږي.
سادات وايي، دغه کار ورته هېڅ په زړه پوری نه دی خو د خپلې کورنۍ د نفقې د برابرولو لپاره اړ ده چې کار وکړي.
هغه زیاتوي: «دا چې له خپل مسلک څخه لرې یم او نه شم کولای د خبریالۍ په برخه کې کار وکړم، راته ډېر د افسوس ځای دی.»
نوموړې وايي، د خپلې درملنې لپاره اړ شوې وه چې پور واخلي، خو اوس د فقر او اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای خپله درملنه روانه وساتي.
سادات وايي، کله ناکله د خبریالۍ مسلک ته د راتګ له امله پښېمانه شي.
هغه وايي: «کله ناکله پښېمانه کېږم چې کاشکې هېڅکله د ژورنالیزم مسلک ته نه وای راغلې او پر ځای مې یې بل کار کړی وای، ښايي اوس مې خپل درد دوا کولی شوی.»
یوه بله افغانه خبریاله چې د امنیتي ستونزې له امله د نوم اخیستلو څخه ډډه کوي افغانستان انټرنشل پشتو ته ویلي چې له نږدې دوو کالو راهېسې د کار په لټه کې ده خو هیڅ ونه توانېده چې د ژورنالیزم برخه کې کار پیدا کړي.
هغه وايي، سره له دې چې په خبریالۍ کې کافي تجربه لري، خو د کار او دندې د موندلو لپاره له جدي ستونزو سره مخ ده.
نوموړې وايي، د طالبانو له لوري پر ښځو او په ځانګړي ډول پر ښځینه خبریالانو لګېدلو محدودیتونو په رسنیو کې د ښځو لپاره د مسلکي کار زمینه محدوده کړې ده.
د هغې په وینا اوس مهال د افغانستان په رسنیو کې شته ښځینه کار کوونکې هم په ډیرې سختۍ خپله دنده ساتي پاتې شو د نویو کسانو ګومارل.
هغه زیاتوي چې د ښځینه خبریالانو پر کار محدودیتونو نه یوازې د دوی د کار زمینه کمه کړې، بلکې ډېری یې دې ته اړې شوي چې له خپل مسلک څخه لاس واخلي.
هغه وایي اوس مجبوره ده خیاطي کوي او له دې لارې یې د عاید زمینه ځان ته برابره کړې ده.
د ښځینه خبریالانو د بېکارۍ ستونزه یوازې د څو کسانو تر شخصي تجربو پورې محدوده نه ده، بلکې د رسنیو د ملاتړ بنسټونو شمېرې هم په افغانستان کې په رسنیز ډګر کې د ښځو د حضور د پام وړ کمښت ښيي.
د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) د خپلو موندنو پر بنسټ ویلي چې په وروستیو میاشت کې پر خبریالانو او رسنیو فشارونه په پراخه کچه ډېر شوي دي.
امسو وايي، ښځینه خبریالانې له جدي محدودیتونو سره مخ دي، په ځانګړي ډول په جنوبي ولایتونو کې له ښځینه خبریالانو سره اړیکې او مرکې کول محدود شوي او د هغوی د فعالیت ساحه هم محدوده شوې ده.
د امسو په یو تحلیلي ارزونه کې ویل شوي چې دغه وضعیت ښيي رسنۍ له خپل اصلي خبري او اطلاعرسوونکي رول څخه د تبلیغاتي وسیلې پر لور بوځي.
په رسنیز ډګر کې فعالې خبریالانې هم په خپل مسلکي ډکر کې له سختو ستونزو سره مخ دي. ځینې ښځینه خبریالانې ادعا کوي چې په خبري ناستو کې په جلا خونو یا د پردو تر شا کښېنول کېږي او یوازې د چارواکو ویناوې اورېدلی شي.
د رسنیو د ملاتړ بنسټونه وايي، دغه وضعیت د دې لامل شوی چې ګڼ شمېر ښځینه خبریالانې خپلې دندې پرېږدي او له خپل مسلکي چاپېریال څخه لرې شي.
د بېپولې خبریالانو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته له هرو پنځو ښځینه رسنیزو کارکوونکو څخه څلورو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې نږدې دوه زره او ۴۹۰ ښځې په رسنیو کې په کار بوختې وې، خو اوس یوازې شاوخوا ۴۱۰ ښځې په رسنیز ډګر کې فعالیت کوي.
د بېپولې خبریالانو په وینا، د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په څه باندې ۱۵ ولایتونو کې فعاله ښځینه خبریالانې نه شته.
ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو په وار وار د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغو بنسټونو ویلي چې پر ښځینه خبریالانو محدودیتونه نه یوازې د رسنیو ازادي او خپلواکي کمزورې کوي، بلکې د ښځو غږ هم له عامه ډګره لرې کوي.
د امریکا هډسن انسټیټیوټ په یوه تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې د طالبانو پر وړاندې د وسلهوال مقاومت وروستۍ هڅې ښايي د پراخ او منظم مقاومت د پیل نښې وي.
راپور وايي، د بدخشان په وروستیو نښتو کې د «ملي مقاومت جبهې» او «افغانستان د ازادۍ جبهې» فعالیتونه زیات شوي دي. د ملي مقاومت جبهه د احمد مسعود په مشرۍ او د افغانستان د ازادۍ جبهه د پخواني افغان پوځ د لوی درستیز یاسین ضیا په مشرۍ فعالیت کوي.
د هډسن انسټیټیوټ په وینا، د بدخشان مقاومت لا هم له جغرافیایي پلوه محدود دی، خو د دغه ولایت غرنی جوړښت، له تاجکستان، پاکستان او چین سره ګډې پولې او د واخان دهلېز ته نږدېوالی، د دې تحرکاتو اهمیت زیاتوي.
راپور زیاتوي چې د افغانستان د شمال ختیځ په دې ولایت کې د طالبانو پر وړاندې وسلهوال مقاومت نوې پدیده نه ده. د ۱۹۹۰مو کلونو پر مهال هم د بدخشان غرنیو سیمو د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې د مقاومت مهم مرکزونه وو.
د هډسن انسټیټیوټ په وینا، د بدخشان په درېیو سیمو، زیباک، کران او منجان او وردوج درې کې د مقاومت فعالیتونه د ځانګړې څارنې وړ دي.
راپور وايي، د افغانستان د ازادۍ جبهې په زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو پر پوستو بریدونه کړي، په داسې حال کې چې د ملي مقاومت جبهې په کران او منجان ولسوالۍ کې فعالیتونه کړي دي.
ملي مقاومت جبهې همداراز ادعا کړې چې د فیضاباد د طالبانو ښاروال یې وژلی دی.
د راپور له مخې، زیباک ځکه ستراتیژیک اهمیت لري چې ګڼې دروازې او لارې پکې سره یوځای کېږي او د واخان دهلېز ته د تګ له مهمو لارو څخه ده. دغه ولسوالۍ د تاجکستان او ډيورنډ له کرښې څخه هم نږدې ده.
کران او منجان بیا د پنجشېر او نورستان له لارو سره نښلي او د ملي مقاومت جبهې لپاره د بدخشان او پنجشېر ترمنځ د احتمالي ارتباط سیمه بلل شوې ده.
هډسن انسټیټیوټ وردوج درې هم د خپل سخت غرني جوړښت له امله د مقاومت لپاره مهمه بولي.
د راپور له مخې، تنګې درې، لوړ غرونه او محدودې لارې کولی شي کوچنیو وسلهوالو ډلو ته د لویو ځواکونو پر وړاندې د فعالیت زمینه برابره کړي.
راپور په عین حال کې د بدخشان جغرافیه د سیمې د لویو هېوادونو لپاره مهمه بولي.
دغه ولایت له تاجکستان سره پوله او پاکستان سره د ډيورنډ کرښه لري او د واخان دهلېز له لارې له چین سره د افغانستان یوازینۍ پوله هم همدلته ده.
د هډسن انسټیټیوټ په وینا، که د طالبانو پر وړاندې وسلهوالې ډلې په بدخشان کې دوامدار حضور پیدا کړي، د چین، پاکستان او تاجکستان پر امنیتي او جیوپولیټیکو محاسبو اغېز کولی شي.
راپور د افغانستان د ناامنۍ له سیمهییزو اغېزو سره د ترهګرۍ موضوع هم تړلې بولي او وايي چې په افغانستان کې د القاعدې، داعش خراسان او نورو سیمهییزو وسلهوالو ډلو فعالیتونه لا هم د ګاونډیو هېوادونو او منځنۍ اسیا لپاره د اندېښنې وړ دي.
هډسن انسټیټیوټ وړاندیز کوي چې امریکا باید د بدخشان د وضعیت د ښه څارلو لپاره له تاجکستان او پاکستان سره منظمې مشورې وکړي او د طالبانو له مخالفو ډلو سره د اړیکو د جوړولو امکان هم وارزوي.
راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې که په بدخشان کې د مقاومت فعالیتونه له څو غرنیو سیمو څخه په یوه له بل سره تړلې جبهه بدل شي، ښايي اغېزې یې یوازې د افغانستان تر پولو محدودې پاتې نه شي او د منځنۍ او جنوبي اسیا پر امنیت او جیوپولیټیکو معادلو اغېز وکړي.
ایشیا ټایمز په یوه راپور کې وايي، د طالبانو دننه د افغانستان د کانونو پر عوایدو او کنټرول سیالۍ، د دې هڅو پر وړاندې خنډ دي چې غواړي امریکايي او نور بهرني پانګوال د هېواد د معدني زېرمو استخراج ته وهڅوي، او له همدې امله د کانونو سکتور له جدي سیاسي خطرونو سره مخ دی.
د راپور له مخې، افغانستان د څه باندې یو ټریلیون ډالرو په ارزښت معدني زېرمې لري چې پکې مس، لیتیوم، سره زر، اوسپنه، نادره فلزات، ډبروسکاره او قیمتي ډبرې شاملې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دې وروستیو کې له امریکا غوښتي چې د کانونو، زیربناوو، کرنې او سوداګرۍ په برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې واشنګټن د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د مهمو معدني سرچینو د پراختیا لپاره د همکارۍ پلان نه لري.
راپور وايي، اصلي پوښتنه یوازې دا نه ده چې بهرني پانګوال به افغانستان ته راشي که نه، بلکې دا هم ده چې د کانونو عواید او کنټرول به په عملي ډول د طالبانو د کومې ډلې په لاس کې وي.
د راپور په وینا، د افغانستان ډېر مهم کانونه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې موقعیت لري. د بدخشان د سرو زرو او قیمتي ډبرو کانونه، د لوګر د مس عینک ستره پروژه او د سرپل د بلخاب د مسو کانونه هغه سیمې دي چې له کندهاره لرې پرتې دي.
راپور استدلال کوي چې د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده په وروستیو کلونو کې د واک او عوایدو د مرکزي کولو هڅه کړې، خو په عین حال کې د حقاني شبکې او یو شمېر سیمهییزو قوماندانانو اقتصادي نفوذ لا هم دوام لري.
د راپور له مخې، د حقاني شبکې نفوذ په ځانګړي ډول د کانونو د استخراج، لېږد، مالیاتو او سرحدي سوداګرۍ له عوایدو سره تړلی بلل کېږي.
راپور د بدخشان ولایت وروستیو تحولاتو ته اشاره کوي او وايي چې طالبانو په ۲۰۲۶ کال کې د کانونو د کنټرول او سیمهییزو زورواکو د نفوذ د کمولو لپاره هلته ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
د راپور له مخې، په بدخشان کې ځینې سیمهییز طالبان له دندو ګوښه شوي، نیول شوي یا نورو سیمو ته لېږدول شوي او پر ځای یې د طالبانو د مشرتابه له خوا باوري کسانو ته مسولیتونه سپارل شوي دي.
راپور وايي، همدغه حالت ښيي چې د کانونو پر عوایدو او واک د طالبانو د بېلابېلو کړیو ترمنځ پټه سیالي روانه ده.
راپور زیاتوي چې د افغانستان د کانونو له استخراج څخه ترلاسه کېدونکې ګټه تر ډېره د سیاسي او پوځي شبکو لاس ته ورځي، په داسې حال کې چې ځايي اوسېدونکي زیات وخت د چاپېریالي زیانونو، د اوبو د سرچینو د خرابېدو او اقتصادي ستونزو له اغېزو سره مخ وي.
راپور کې راغلي چې هر بهرنی حکومت یا شرکت چې غواړي د افغانستان د کانونو په سکتور کې پانګونه وکړي، باید د قراردادونو، عوایدو د وېش، سیمهییز نفوذ او د کانونو د حقیقي کنټرول په اړه بشپړ وضاحت ترلاسه کړي.
د راپور له مخې، د افغانستان د کانونو ستونزه یوازې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ موضوع نه ده، بلکې د طالبانو د بېلابېلو ډلو، سیمهییزو زورواکو او د کانونو د عوایدو پر سر د نفوذ د سیالۍ له مسئلې سره هم تړاو لري.
په جنیوا کې افغان او نړیوالو فعالانو ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه هر ډول نړیوال تعامل باید د عدالت، حسابورکونې او د ښځو او نجونو د حقونو پر خوندیتوب ولاړ وي.
دغه څرګندونې د «افغانستان لپاره ښځې» بنسټ له خوا د افغانستان د حسابورکونې د لارښود چوکاټ د معرفۍ په غونډه کې شوې دي. د غونډې په جوړولو کې د جنیوا ښاروالۍ او په جنیوا کې د ایرلنډ او کاناډا دایمي استازولیو همکاري کړې وه.
د یاد بنسټ په وینا، دغه چوکاټ د ۷۰ څخه د زیاتو افغان او نړیوالو بنسټونو، د ښځو د حقونو فعالانو، د ښځینه اعتراضونو د خوځښتونو غړو، د بشري حقونو سازمانونو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي دفتر په همغږۍ جوړ شوی دی.
د چوکاټ جوړوونکي وايي، موخه یې د افغانستان د حسابورکونې د میکانیزمونو پیاوړي کول او په دې بهیر کې د افغان مدني ټولنې د اغېزمنې ونډې زمینه برابرول دي.
په دغه چوکاټ کې د افغانستان لپاره د خپلواک څیړنیز میکانیزم، د جرمونو د نړیوالې محکمې او د عدالت د نړیوالې محکمې اړوندې روانې قضیې، د «جنسیتي اپارتاید» د جرم د رسمي پېژندنې هڅې او د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت شامل دي.
په غونډه کې انا ماریا الونسو، ډایکه پوتسل، ریچارډ بېنېټ، تاتیانا کوټلیارینکو، لارنس سیمز او فوزیه کوفي د افغانستان د بشري حقونو وضعیت، عدالت او حسابورکونې په اړه خبرې وکړې.
همداراز «ایا افغانستان له حسابورکونې او عدالت پرته سوله او ثبات لرلای شي؟» تر سرلیک لاندې ځانګړې ناسته هم وشوه، چې تمنا پریاني، الکساندرا کرافورډ، پرستو حکیم، انورالله قاضي او د هرات یوې ځوانې ښځې پکې ګډون کړی و.
ګډونوالو د بشري حقونو د سرغړونو د ثبت، د ښځو پر ژوند د حسابورکونې د میکانیزمونو د اغېزو او د عدالت د تامین لپاره د نړیوالو هڅو پر اهمیت بحث وکړ.
په ورته وخت کې، د افغانستان دننه یو شمېر ښځینه فعالانو هم د انلاین له لارې غونډې ته وینا وکړه او د طالبانو تر واک لاندې یې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو، فشارونو او ورځنیو ستونزو په اړه خپلې تجربې شریکې کړې.
فعالانو ټینګار وکړ چې د ښځو او نجونو حقونه، بشري حقونه او عدالت باید د افغانستان په اړه د نړیوالو سیاسي او ډیپلوماتیکو هڅو له اساسي موضوعاتو څخه وي.
د غونډې ګډونوالو وویل، حسابورکونه باید د افغانستان د هر ډول راتلونکي سیاسي حل مهمه برخه وي او د بشري حقونو موضوع باید له سیاسي او ډیپلوماتیکو هڅو جلا ونه ګڼل شي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، افغانستان لا هم پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري او اوس مهال رسېدونکې مرستې د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي، په داسې حال کې چې نږدې دوه میلیونه افغانان په تېر کال کې له ګاونډیو او ترکیې هېواد ته ستانه شوي دي.
مجاهد دا څرګندونې د طالبانو د حکومت د فعالیتونو په اړه د معلوماتو ورکولو په یوه غونډه کې کړې دي.
هغه وویل، تېر کال له ایران، پاکستان او ترکیې څخه ۴۱۹ زره او ۷۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې، چې د کسانو ټول شمېر یې یو میلیون، ۹۹۷ زره او ۴۷۱ تنو ته رسېږي.
د نوموړي په وینا، د راستنېدونکو د ملاتړ لپاره، په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان څخه د ایستل شویو افغانانو د مرستې په موخه، د کورنیو او بهرنیو بنسټونو په همکارۍ ۲۱ میلیونه او ۹۲۵ زره امریکايي ډالر او له ۴۸ میلیونو افغانیو ډېرې مرستې راټولې شوې دي.
مجاهد وویل، له دې سره سره، افغانستان لا هم د بشري مرستو جدي اړتیا لري او اوس مهال رسېدونکې مرستې د خلکو د اړتیاوو لپاره کافي نه دي.
د ماشومانو، یتیمانو او معلولینو ملاتړ
د طالبانو ویاند وویل، ۵۵۴۸ ماشومان په دولتي روزنتونونو کې ساتل کېږي او په همدې موده کې د ماشومانو ۱۳ زره او ۷۷۴ قضیو ته رسېدنه شوې ده.
د هغه په وینا، په دغو قضیو کې ۷۲۶۰ هغه ماشومان شامل دي چې له بېلابېلو خطرونو سره مخ وو. نوموړي وویل، په دې ډله کې د انساني قاچاق قربانیان، له پولو بېرته راستانه شوي ماشومان او په اصلاحي مرکزونو کې ثبت شوي ماشومان شامل وو، چې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
مجاهد زیاته کړه چې سږ کال ۱۵۹۹ سوالګر ماشومان هم راټول، ثبت او تر ملاتړ لاندې نیول شوي دي.
هغه د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت د فعالیتونو په اړه وویل چې ۶۸۰ زره او ۵۸۳ یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مرستو او ملاتړ زمینه برابره شوې ده.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، په دې ډله کې ۴۰۳ زره او ۳۰۲ یتیمان، ۱۰۱ زره کونډې او ۱۷۵ زره او ۶۲۹ معلولین شامل دي.
مجاهد وویل، دغو کسانو ته د نغدي مرستو په توګه شاوخوا ۱۲ میلیارده افغانۍ ورکړل شوې دي.
د طبیعي پېښو زیانمن او بېځایه شوي
مجاهد همداراز وویل چې په کونړ، سمنګان، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کسانو سره د ۲۳ میلیونه او ۲۹۷ زره امریکايي ډالرو په ارزښت مرستې شوې دي.
هغه زیاته کړه چې له کورنیو بېځایه شویو کسانو سره هم د ۹۸ زره امریکايي ډالرو په ارزښت مرستې شوې دي.
د طالبانو ویاند وویل، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ په برخه کې ۴۳۵۳ کورونه جوړ او یا بیا رغول شوي دي.
د هغه په وینا، له دې ډلې ۲۱۳۸ کورونه له سره جوړ شوي او ۲۲۱۵ نور ترمیم شوي دي.
مجاهد همداراز وویل چې په روان کال کې ۱۲ زره او ۵۱۰ رواني ناروغان راټول شوي او د درملنې لپاره د افغانستان سرې میاشتې ټولنې ته سپارل شوي دي.
د مرستو د وېش په اړه څرګندونې
د طالبانو ویاند هغه اوازې هم رد کړې چې ګواکې هره اوونۍ طالبانو ته په مستقیمه توګه نغدي مرستې یا د مرستو کڅوړې سپارل کېږي.
هغه وویل، دا مرستې هېڅ دولتي ادارې ته نه ورکول کېږي، بلکې د مرستندویه موسسو له لوري اړمنو کسانو ته رسېږي.
مجاهد د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د هغو ادعا شوو ۳۰ مواردو په اړه هم خبرې وکړې چې د مرستو په وېش کې د طالبانو د لاسوهنې په تړاو مطرح شوي دي.
هغه وویل، اوچا نه ده روښانه کړې چې دغه ادعا شوې لاسوهنې په کومو برخو کې شوې دي.
مجاهد ټینګار وکړ چې طالبان د مرستو د وېش په بهیر کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي او غواړي مرستې په شفاف او منظم ډول اړمنو کسانو ته ورسېږي.
هغه زیاته کړه، د بېځایه لګښتونو او د مرستو د ضایع کېدو مخنیوی د مرستو په چارو کې لاسوهنه نه، بلکې د دې لپاره اقدام دی چې مرستې په سمه توګه مصرف او حقیقي اړمنو کسانو ته ورسېږي.