اروپايي ټولنې په افغانستان کې د سواد زدهکړې لپاره نږدې پنځه میلیونه یورو مرسته ځانګړې کړه

اروپايي ټولنې اعلان کړی چې په افغانستان کې یې د زدهکړې او سواد زدهکړې د ملاتړ لپاره نږدې پنځه میلیونه یورو مرسته ځانګړې کړې ده.

اروپايي ټولنې اعلان کړی چې په افغانستان کې یې د زدهکړې او سواد زدهکړې د ملاتړ لپاره نږدې پنځه میلیونه یورو مرسته ځانګړې کړې ده.
اروپايي ټولنې د سېشنبې په ورځ، د وږي په ۱۷مه، د سواد نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغان نجونو او هلکانو د زدهکړو ملاتړ او له هغوی سره د روښانه راتلونکي په جوړولو کې مرسته د دې ټولنې له ژمنو څخه ده.
د اروپايي ټولنې په وینا، دا مرسته د یونسکو له ادارې سره د ۴،۷ میلیونه یورو په ارزښت د شراکت په چوکاټ کې ورکول کېږي، چې له مخې به یې اووه زره او ۵۰۰ کسانو ته د سواد زدهکړې او د معیشت اړوندو مهارتونو د ترلاسه کولو زمینه برابره شي.
اروپايي ټولنې ویلي چې دغه مرسته د سپټمبر له اتمې، چې د سواد نړیواله ورځ ده، سره هممهاله افغانستان ته ځانګړې شوې ده.
ملګرو ملتونو تر دې مخکې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار بندیزونو دغه هېواد لا ډېر شاته غورځولی دی.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بېرته رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې ودرولې. وروسته یې ښځې او نجونې له لوړو زدهکړو او د کار له ګڼو برخو هم منع کړې.
د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار د محدودیتونو دوام په داسې حال کې دی چې نړیوالو بنسټونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې دغه بندیزونه لغوه او د ښځو او نجونو د زدهکړې او کار حق بېرته تضمین کړي.

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو اداره وايي، یو افغان ژباړن او د امریکايي ځواکونو پخوانی همکار یې د «ترهګرۍ د ملاتړ» په تور نیولی او د هغه د ایستلو بهیر یې هم پیل کړی دی.
یادې ادارې ویلي چې دغه ۳۰ کلن افغان یوې ترهګرې ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو او په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا د تابعیت لپاره د غوښتنلیک پر مهال د ناسمو معلوماتو وړاندې کولو په تور تورن دی.
نوموړی په ۲۰۱۴ کال کې د امریکا د ځانګړې کډوالۍ ویزې له لارې دغه هېواد ته تللی و او د دایمي استوګنې کارت یا ګرینکارت لرونکی دی.
دغه افغان پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د امریکا د دایمي اوسېدونکي په توګه یې حقونه نقض شوي دي.
د «سنت لوییس عامه راډیو» د نوموړي هویت نه دی افشا کړی، ځکه هغه ویلي چې طالبان ښايي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ له امله نوموړی او د هغه کورنۍ په نښه کړي.
د نوموړي مېرمنې ویلي چې هغه د چهارشنبې په ورځ، د وږي په څلورمه، هغه مهال ونیول شو چې د سهار د لامبلو لپاره له کوره وتلی و.
هغه اسناد چې د نوموړي کورنۍ امریکايي رسنیو ته سپارلي، ښيي چې نوموړي د ۲۰۱۲ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د امریکايي او افغان ځواکونو سره د ژباړن او کلتوري سلاکار په توګه کار کړی دی.
په دغو اسنادو کې د امریکا د پوځ او سمندري ځواکونو د افسرانو او د پوځي استخباراتو د سلاکارانو سپارښتلیکونه هم شامل دي چې په کې د نوموړي پر وفادارۍ او د باور وړتیا ټینګار شوی دی.
د «ایف بي ای» د ۲۰۲۱ کال د څېړنو په یوه حکم کې، چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې عام شو، د امریکا حکومت ادعا کړې چې دغه افغان له «جماعتالدعوهالقرآن» سره اړیکې لرلې؛ هغه ډله چې امریکا په ۲۰۱۶ کال کې د بهرنۍ ترهګرې ادارې په توګه اعلان کړې ده.
په سند کې ادعا شوې چې نوموړي د فېسبوک له لارې د دغې ډلې له غړو سره اړیکه لرله، پر یوه هارډډیسک یې کوډ شوي معلومات ساتل او امریکا ته له داخلېدو وروسته یې هم د دغې ډلې د بنسټګر له زوی سره اړیکې درلودې.
د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې همداراز په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان ته د نوموړي سفر د دغې ډلې سره د هغه د اړیکو د احتمالي نښې په توګه یاد کړی دی.
خو نوموړي ویلي چې افغانستان ته د خپلې کورنۍ د لیدلو لپاره تللی و. ایف بي ای ادعا کړې چې د دغه سفر ځینې انځورونه ښيي نوموړی په هغه مراسمو کې حاضر و چې د جماعتالدعوهالقرآن مشر په کې وینا کړې وه.
نوموړي دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د هېڅ ترهګرې ډلې غړی نه دی او هېڅکله به هم د داسې یوې ډلې غړیتوب ونه کړي.
د امریکا کډوالۍ ادارې په یوه بیان کې ویلي چې د «ترهګریزو فعالیتونو د ادعاوو» او «په درغلیو سره امریکا د داخلېدو د غوښتنې» له امله د نوموړي د ایستلو بهیر پیل شوی او هغه به د دې ادارې په توقیف کې پاتې شي.
دغې ادارې ویلي چې د ګرینکارت لرل امتیاز دی او که یو کس د امریکا قوانین نقض کړي، حکومت د هغه د دایمي استوګنې د لغوه کولو او له هېواده د ایستلو واک لري.
دغه افغان وايي، د امریکا حکومت له کلونو راهیسې هغه د ترهګر په توګه تر څار لاندې ساتلی، خو په دې موده کې یې مشخص تورونه نه وو پرې لګولي.
نوموړی د ۲۰۲۳ کال په یوه فدرالي قضايي دوسیه کې له ۱۲ څخه د ډېرو مدعیانو له ډلې هم دی. په دې قضیه کې ادعا شوې چې د امریکا حکومت ځینې کسان له کافي دلایلو پرته د ترهګرۍ د څار په نوملړونو کې شامل کړي او د هغوی اساسي حقونه یې نقض کړي دي.
ټاکل شوې د دغه افغان د کډوالۍ د قضیې د رسیدګۍ غونډه د سپټمبر په ۱۴مه د کنساسسیتي د کډوالۍ په محکمه کې ترسره شي.
په کابل کې د یو شمېر افغان رسنیو مسوولینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې د طالبانو استخباراتو پرې د خپلې ډلې رسنیز ادبیات جبري کړي او د ځانګړو ۲۲اصطلاحاتو نوملړ یې ورته سپارلی دی. په دغو اصطلاحاتو کې مخالفو جبهو، سیاستوالو او مخالفو هېوادونو ته ځانګړي نومونه ټاکل شوي.
په کابل کې د یو فعال ټلوېزیون د رهبرۍ غړي وویل، د طالبانو استخباراتو د رسنیو څانګې ریاست ورته ۲۲مادهییز نوملړ سپارلی چې په کې طالباني رسنیز القاب او الفاظ روښانه شوي دي. په دغو تورو کې یو هم د طالبانو مخالفو وسلهوالو ډلو ته منسوب نومونه دي چې په کور دننه خپلواکۍ رسنۍ یې هم په کارولو مکلفې ګرځول شوې دي.
سرچینه وایي، د خصوصي رسنیو مشران دا توان نه لري چې د طالبانو د استخباراتو د دغه پرېکړې پر وړاندې اعتراض وکړي او اړ دي پرته له ملاحظې یې ومني.
دغه کلیمات لومړی ځل کابل کې یک، طلوع او اریانا ټلوېزیونو د اګسټ به ۲۰مه وکارول. په دغه ورځ دغو رسنیو د مقاومت جبهې د یو قوماندان حسیب پنشجیري (حسیب قوای مرکز) د وژل کېدو خبر ورکړ. د درېیو واړو رسنیو په راپورونو کې مقاومت جبهې ته د «شر او فساد ډلې» نوم کارول شوی و. یو شمېر افغان خبریالان د خصوصي رسنیو له لوري د دا ډول غیر ژورنالېستیکي کلیمو کارول د خپلواکۍ اصل لهمنځه وړل دي.
تر دې وړاندې د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د داعش خراسان وسلهوالې ډلې په ځانمرګي برید کې ووژل شو. په کابل کې خصوصي رسنیو لومړی ځل د طالبانو وژل کېدونکو کسانو ته د «شهید» کلیمه وکاروله. هغه مهال سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي وو چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ګډون د دغه ډلې استخباراتو ریاست په سپارښتنه خصوصي رسنیو د طالبانو د وژل کېدونکو کسانو لپاره د «شهید» توري کارونه جبري کړه.
دا لومړی ځل و چې طالبان دغسې یوه کلیمه کاروي، په افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال دغو رسنیو د هغه مهال ملي پوځ او د امنیتي بنسټونو سرتېرو او منسوبینو ته چې د طالبانو په بریدونو کې به په نښه کېدل د «وژنې» کلیمه کاروله او همدا راز طالبانو ته به هم د ژورنالېستیکي اصولو له مخې کارول کېده.
د طالبانو استخباراتو او همدا راز په ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو د خبریالانو لپاره د واټساپ ګروپونه جوړ کړي او هلته ورسره د خپلې ډلې نوي محدودیتونه، بندیزونه او لارښوونې شریکوي. همدا راز په دغو واټساپ ګروپونو کې ان خبریالانو ته وخت ناوخت د پېښو پر مهال ځانګړي الفاظ او متنونه ورکول کې چې په خبري جملو او یا هم رسنیزو بحثونو کې یې وکاروي.
د بيبيسي پښتو څانګې یو پخوانی خبریال وایي، طالبام لا هم له رسنیو سره د یو جنګي ډلې په توګه چلند کوي او د مشروعیت په نشتوالي کې دوی خپله هم له رسنیو سره د یو مسوول حکومت توګه اړیکې نه لري. دا خبریال زیاتوي چې اوس مهال په افغانستان کې ازادې رسنۍ نشته او خصوصي رسنۍ هم په بشپړه توګه د طالبانو تر کنټرول لاندې دي چې د خبرونو او خپرونو تر څنګ د رسنیو د خواله رسنۍ پاڼې هم پر کابل د واکمنې ډلې تر سانسور لاندې دي.
دغه خبریال زیاتوي چې د طالبانو حکومت په نړیواله او ملي کچه هېڅ مشروعیت نهلري او په کور دننه خصوصي رسنۍ ورته د «افغان حکومت او یا هم د افغانستان اسلامي امارت» کلیمې کاروي. د هغه په خبره، په خپلواک ژورنالېزم کې دغسې حالت ته باید د «طالبانو رژیم، د طالبانو نظام او یا هم د طالبانو حکومت» توري وکارول شي، ځکه د مشروعیت په نشتوالي کې په مسلکي ژورنالېزم کې دا ډول حالت ته د «افغان حکومت» خطاب نهشي کېدلی.
هغه وویل: «اوس فضا بدله ده، د طالبانو او د خپلواکو رسنیو ترمنځ اوس فرق نشته. مثلا یوه بېلګه یې په ننګرهار کې د یو پاکستانۍ جېټ الوتکې د غورځېدو او د پېلوټ د نیول کېدو خیالي او دروغجنه کیسه وه چې خصوصي رسنۍ پرې ان د طالبانو تر رسنیو ډېرې ګرمې وې».
دغه سرچینه زیاتوي: «اوس په افغانستان کې بېخي ازادې رسنۍ شته نه، خصوصي رسنۍ د طالبانو په تبلیغاتي دستګاوو باندې بدلې شوې دي، حتی د طالبانو رسنۍ لا ګوزاره کوي او دا خصوصي رسنۍ دې ډلې ته په تبلیغاتو کې لا ان تر هغوی هم یو ګام مخکې دي».
دا افغان خبریال چې نږدې دوه لسیزې یې په افغانستان کې خبریالي کړې، وایي چې په جمهوریت کې به بیا برعکس رسنیو د یو منختب حکومت ملاتړ نه کاوه او د ازادو رسنیو په توګه یې پرې سختې نیوکې کولې.
کابل کې خصوصي رسنیو همدا راز په لومړي ځل نږدې یو نیم کال وړاندې پر کابل د پاکستان هوایي بریدونو پر مهال دغو پېښو ته د «پاکستان پوځي رژیم د بریدونو» اصطلاح وکاروله. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال په خپلو څرګندونو کې د پاکستان دا بریدونو د دغه هېواد «د پوځ د یوې خاصې کړۍ» کار وباله. دغه کلیمه هم خصوصي ازادو رسنیو په خپلو راپورونو کې په مستقیم ډول د لیکنیزو ژورنالېستیکي ادبیاتو له چوکاټه دباندې پرته له مستقیم نقل قولونو په خپلو خبرونو کې وکاروله.
مشهورې رسنیزې څيرې؛ د طالبانو د تبلیغاتي جال په دام کې
طالبانو د خپلو افکارو او اقداماتو د ترویج لپاره یو شمېر مشهورې رسنیزې څیرې هم ځان ته را کش کړي او په بېلابېلو بڼو ترې خپلې ګتې اخلي. یو شمېر باخبره افغان خبریالانو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې د طالبانو استخباراتو د رسنیو څانګې او همدا راز د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني اړوند، جلال بنسټ یو شمېر رسنیزو څېرو ته د پوډکاسټونو په نوم تبلیغاتي مرکزونه جوړ کړي دي.
په دغو پوډکاسټونو کې مثلث، ازادګاه، میثاق او یو شمېر نور شامل دي چې د افغانستان مشهورې رسنیزې څیرې یې پر مخ وړي. سرچینه وایي، طالبانو دغو پوډکاسټونه ته دفترونه نیولي، تخنیکي وسایل یې ورته پېرلي، د کامره چلوونکو، ویډیو ایډیټرانو او بېلابېلو کارکوونکو ته یې تنخواوې هم ورکول کېږي.
یوه باوري سرچینه وایي، د مثلث پوډکاسټ لپاره د مایکونو او کامرو په ګډون تخنیکي وسایل په دوبۍ کې پېرل شوي چې بیا یې د لګښت لېسټونه د طالبانو استخباراتو ته سپارل شوي او هغوی یې ټول مالي مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
د روان کال د اګسټ میاشتې په لومړیو ورځو کې د طالبانو او ازادۍ جبهې ترمنځ د بدخشان په زېباک ولسوالۍ کې له جګړو سر هممهاله د مثلث په نوم د پوډکاسټ یو جوړونکی د طالبانو د وسلهوالو په پروټوکول سره یادې ولسوالۍ ته لاړ. د اګسټ په ۹مه یې د «پامیر ډال؛ له شایعاتو تر واقعیت» تر سرلیک لاندې د مستند په نوم یوه ویډیو خپره کړه. په ویډیو کې خبریال د طالبانو د جنګیالیو په بدرګه د زېباک د غرونو ځینو څنډو ته خېژي او ادعا کوي چې د پاکستان له چترال سره پر پوله ولاړ دی.
خبریال په یوه جمله کې د طالبانو د پوځي عسکرو یوې ویډیو سره وایي: «د پامیر د غرونو په شان دنګ پر خپل سنګر ولاړ دي». بل ځای دا خبریال چې د طالبانو د عسکرو په منځ کې ولاړ دی، د ژورنالېستکي اصولو څخه په سرغړونې سره وویل: «سړی خوشاله کېږي چې ځوانان ګوري د خپلې خاورې څخه په دفاع کې ولاړ دي او له خپلو خلکو څخه دفاع کوي، په صفري نقطه کې حضور لري».
هغه پرته له کوم مستقم نقل قول څخه زیاتوي چې «د اسلامي امارت ځواکونه انشاالله دلته بشپړ تسلط لري او هیڅوک نهشي کولای چې له چترال دېخوا ته راشي». دغه مهال د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت هم بدخشان ته تللی و او د ازادۍ جبهې جګړه یې منلې وه. هغه ادعا کړې وه چې د دغې جبهې غړو ته وسلې پاکستان ورکړې وې او بېرته یې په شا وتنبول.
تر دې وروسته د طالبانو د مرور قوماندان جمعه خان فاتح او د دغه ډلې د بدري قطعې ترمنځ د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې د نښتو پر مهال هم دغو پوډکاسټونو او رسنیو د هغه پر ضد پراخ تبلیغات وکړل. دغو رسنیو فاتح ته د «باغي» کلیمه وکاروله او د هغه پر ضد یې د بدخشان د عامو وګړو نظریات خپرول. د روان کال د اګسټ په ۲۳مه نېټه د فاتح تر نیول کېدو وروسته د مثلث یو بل خبریال او مشهوره رسنیزه څېره د طالبانو په چورلکه کې د بدخشان نسي ولسوالۍ ته یوړل شو او هلته یې د داسې کسانو نظریات رسنیز کړل چې ادعا یې کوله د کورنۍ غړي یې فاتح وژلي دي.
ویډیو چې د خاموشې چیغې تر سرلیک لاندې د مستند په نوم خپره شوې په کې د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي د فاتح پر ضد غږیدلي او له طالبانو یې غوښتي چې هغه محاکمه کړي. دوی جمعه خان فاتح په جنایتونو، وسلهوالو غلاوو او خپلسریو تورن کړی دی.
په کابل کې یو شمېر فعالو خبریالانو د نومونو نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې طالبان دغو پوډکاسټونو ته سوژې ورکوي او د هغو کسانو پر ضد د مستندونو او خبرونو په نوم ویډیوي کلېپونه او خبري مواد چمتو کوي چې د دغې ډلې خلاف دي. همدا راز زیاتوي چې د طالبانو استخبارات د افغان رسنیو ټول خبرونه او سیاسي خپرونې لومړی ارزوي او بیا یې د خپرولو اجازه ورکوي.
هممهاله سرچینې دا هم وایي چې په کابل کې د یو شمېر خصوصي رسنیو مسوولانو او مشرانو ته د طالبانو د استخباراتو له لوري معاشونه ورکول کېږي او د دوی له خواله رسنیو پاڼو څخه هم د خپلې ډلې د تبلیغاتو لپاره ګټه اخلي.
د طالبانو رسنیزو فشارونو ته غبرګونونه
د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د اړیکو کمېټې مشر ظاهر څراغ افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې دوی هم د طالبانو له لوري دغو جبري کلماتو اندېښمن کړي او دغه چارې د خبریالانو او رسنیو خپلواکي په بشپړه توګه لهمنځه وړې ده.
هغه وویل چې په افغانستان کې اوس مهال پر خصوصي رسنیو تپل شوی وضعیت او پر خبري محتوا د ځینو خاصو کلماتو اجباري تحمیلول د بیان ازادۍ او مسلکي ژورنالېزم پر اصولو مستقیم ګوزار دی.
نوموړي وویل: «موږ سره ګڼو خبریالانو اړیکې کړې دي، د طالبانو دغو فشارونو رواني ستونزو سره مخ کړې دي او اوس دې تحمیلي کلماتو یې مسلکي ژوند هم ګواښ سره مخ کړی دی». ظاهر څراغ زیاتوي چې خبریالان اړ شوي چې د طالبانو مشر ته د «امیر المومنین او د دغه ډلې د کورنیو چارو وزیر ته د «خلیفه» کلیمه کاروي.
هغه زیاته کړه: «زه یوه بېلګه درسره شریکوم، یو خبریال کابل کې ذبیح الله مجاهد سره مرکه کې د هغه مور ته د مړینې مساله یاده کړې وه. پر سبا یې د طالبانو استخباراتو دغه خبریال ته زنګ کړی و چې ولې یې د دغه طالب چارواکي مور ته د مرحومې کلیمه نه ده کارولې؟ او ولې یې ورته تسلیت نه دی ویلی».
له دې ور اخوا یو شمېر نړیوالو بنسټونو هم په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر رسنیو او خبریالانو لګول شوي محدودیتونه او بندیزونه غندلي دي. هغه خبریالان چې د طالبانو له ټاکل شویو کرښو اوښتي، نیولي او بیا یې ان تر یو کال هم د ډېرې مودې لپاره زنداني کړي دي. د راپورونو له مخې، همدا مهال هم درې افغان خبریالان د طالبانو له لوري په بګرام زندان کې ساتل کېږي.
پر ټولنه د طالباني رسنیزو ادبیاتو اغیزې
په ننګرهار کې یو فرهنګي فعال د نوم نه ښودو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې د طالباني ادبیاتو او رسنیزو کلیمو په ټولنه کې پر خلکو هم اغېز کړی دی. هغه زیاتوي چې د خصوصي رسنیو تشبیه اوس د طالبانو غیر رسمي رسنیو سره کېدلای شي. دی زیاتوي چې د رسنیو په روغتیایي، ادبي او تفریحي خپرونو کې د طالبانو ظاهري بڼې په څېر خلک راڅرګندېږي او دې چارې د عامو خلکو په سلیقې هم اغیزې کړې دي.
د دغه فرهنګي فعال په وینا، په افغانستان کې د لوست کچه خورا کمه ده او دغسې تحولاتو کې د خلکو فکري مسیر ژر د سیاسي بدلونونو له کبله بدلیدلی شي. هغه وویل: «هر ځای کې چې دوه لسیزې وروسته یا ژر سیاسي بدلون راځي، نو د دوی روایت د ژوند په اړه، د دنیا په اړه، د خپلو کورنیو په اړه بدلېږي او متاسفانه دا حالت افغانستان کې سخت محسوس کېږي. ان خلکو په طالباني بڼه ځانونه جوړ کړي دي او دا رسنۍ یوه نرمه قوه ده چې خلکو ته زهرجن افکار پیچکاري کوي».
د طالبانو د دغه سانسور په ترڅ کې سلګونه خبریالان چې له افغانستان څخه وتلي اوس په جلا وطنۍ کې خپل فعالیتونه کوي او ازادې رسنۍ یې رامنځته کړې دي. دوی د افغانستان وضعیت نه دی پرېښی چې د خلکو او نړۍ له سترګو پټ پاتې شي او هره ورځ له بېلابېلو ولایتونو څخه د طالبانو د سرغړونو، بندیزونو او د عامه خلکو د ژوند روایتونه خپروي.
طالبان هم جلا وطنه خپلواکې رسنۍ او خبریالان د خپل روایت لپاره لویه ننګوونه بولي او رسنیز فعالان په دې باور دي چې د دغه ډلې افکار یې تر سوال لاندې هم راوستې دي. که څه هم په افغانستان کې دننه خصوصي رسنۍ امنیتي پېښې، د طالبانو ځورونې، د ښځو د زده کړو ملاتړ، د بیان ازادۍ او د طالبانو ضد سیاسي نظریات نه شي خپرولی، خو جلا وطنه رسنۍ بیا هره ورځ پرې راپورونه لري.
کارپوهان وايي، جلا وطنه خبریالانو او رسنیو د افغانستان د اوسني وضعیت د انعکاس لپاره د پام وړ پاملرنه کړې، خو دا برخه لا هم غښتلې کېدو ته اړتیا لري. طالبانو په څو څو خله او بېلابېلو بڼو د جلا وطنه خپلواکو افغان رسنیو او خبریالانو د غږ خاموشه کولو هڅې کړي، خو تر ډېره نهدي بریالي شوي.
د پاکستان د پنجاب ایالت د روغتیايي علومو پوهنتون په دغه ایالت کې ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځيو ته د یوه مکتوب له لارې لارښوونه کړې چې افغان محصلان دې «د نافذه پالیسۍ او لارښوونو له مخې بېرته افغانستان ته ستانه کړي».
په لاهور ښار کې کینګ اېډورډ طبي پوهنتون، د اقبال طب پوهنځي او فاطمه جناح طب پوهنځني او همداراز په ملتان کې نشتر طبي پوهنتون په طب پوهنځيو کې پر زدهکړو بوختو افغان محصلانو ته په رسمي ډول ویلي چې دوی نور په دغو ادارو کې خپلې زدهکړې نه شي کولی.
په لاهور کې د کینګ اېډورډ طبي پوهنتون له خوا د دوشنبې په ورځ خپره شوې اعلامیه کې افغان محصلینو ته ویل شوي، چې د پاکستان د طبي شورا (پي اېم ډي سي)د لارښوونې له مخې دې محصلین اړوندې «اداري چارې» په ۲۴ ساعتونو کې بشپړې کړي.
د کینګ اېډورډ طبي پوهنتون د لیلیې دفتر نن، سې شنبه، په یوه بله اعلامیه کې چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ترلاسه کړې، ویلي چې افغان اتباع محصلین، هلکان او نجونې، دې په ۲۴ ساعتونو کې له لیلیو ووځي.
د کينګ اېډورډ طبي پوهنتون د دوشنبې په ورځ په دغه پوهنتون کې د طب په زدهکړه بوختو ۲۲افغان محصلینو، هلکانو او نجونو، ته هم ورته اعلامیه ورکړې ده. په دغو محصلانو کې ځینې هغه په وروستیو سمسترونو کې دي.
د یادو ۲۲ افغان محصلینو له ډلې یوه محصل مختار احمد، چې د طب(اېم بي بي اېس)د درېیم کال زدهکوونکی دی، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې دوی نه پوهېږي اوس به څه کوي.
هغه وویل، «د دوشنبې په ورځ د پوهنتون رجسټرار غوښتي وو او دغه اعلامیه یې راسره شریکه کړې او لارښوونه یې راته کړې چې په پوهنتون کې خپلې اداري چارې بشپړې کړو ».
نوموړي زیاته کړه، چې « راته ویې ویل چې نورې زدهکړې دلته په پاکستان کې نه شئ کولی، افغانستان ته لاړ شئ او نورې زدهکړې هم هلته وکړئ».
مختار احمد وویل: «نن مو د کینګ اېډورډ له رجسټرار سره ولیدل. هغه راته وویل چې موږ ته د لوړپوړو چارواکو حکم دی، ځکه باید دا عملي کړو او موږ په دې برخه کې له تاسو سره مرسته نه شو کولی».
مختار او د هغه نور افغان ملګري د پاکستان د اقبال په نوم د لوړو زده کړو کمیسیون په دولتي بورسونو هلته تللي او ویزې هم لري.
هغه وویل، « موږ دلته قانوني اوسیږو. نه پوهېږو چې اوس کومه دروازه وټکوو».
یو ب تن محصل، چې په یاد پوهنتون کې زده کړې کوي، وویل چې دوی اوس هڅه کوي د پاکستان د پوهنې وزارت له چارواکو سره وویني، څو خپله ستونزه هواره کړي، ځکه د محصلینو زدهکړې نیمګړې پاتې کیږي.
افغان محصلینو په اسلاماباد کې د طالبانو له سفارت سره هم لیدلي، خو هغوی هم په دې اړه کوم مثبت ځواب نه دی ورکړی.
د یادو محصلانو د معلوماتو له مخې، دا مهال د پنجاب په بېلابيلو پوهنځيو اوپوهنتونونو کې شاوخوا ۲۰۰ افغان محصلان د طب په زدهکړو بوخت دي.
په لاهور کې د اقبال طب پوهنځي د پنځم او وروستي کال کې یو تن محصل له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې پوهنځي نن دوی ته هم ویلي چې د تصفيې ټولې چارې دې بشپړې کړي.
هغه وویل: «موږ د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن یو، ځکه له یوې خوا د افغانستان حالاتو ته ګورو او له بلې خوا زموږ د راتلونکي هېڅ ضمانت نشته. معلومه نه ده چې په افغانستان کې به کوم پوهنتون موږ ومني که نه، حکومت به زموږ غم وخوري او که نه. زموږ برخلیک نامعلوم دی، نه مو پاکستان مني او نه په افغانستان کې زموږ د برخلیک په اړه څه معلوم دي».
د ملتان ښار نشتر طبي پوهنتون خپلو افغان محصلانو ته ویلي چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PM&DC) د لارښوونې له مخې دې پوهنتون او لیلیې پرېږدي او له پاکستان نه د وتلو لپاره لازم ترتیبات ونیسي.
د پوهنتون د رییس د دفتر د سپټمبر ۷مې خبرتیا کې ویل شوي چې په پاکستان کې په طبي او غاښونو پروګرامونو کې شامل افغان اتباع باید د باصلاحیته چارواکو د اوسنۍ پالیسۍ له مخې افغانستان ته ستانه شي.پوهنتون خپلو افغان محصلانو ته ویلي چې د محصلانو چارو څانګې یا د راجسټرار له دفتر سره اړیکه ونیسي، خپل اداري پړاوونه بشپړ کړي او د اړتیا په صورت کې د وتلو لپاره لازم اسناد ترلاسه کړي.
په خبرتیا کې ټینګار شوی چې افغان محصلانو ته به اجازه ورنه کړل شي چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي. همداراز، د نوي شمولیت، پوهنتون ته د انتقال، تبدیلۍ او نورو اکاډمیکو یا اداري اسانتیاوو غوښتنه هم نه شي کولی.
د پوهنتون په وینا، دغه پرېکړه د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د لارښوونو پر بنسټ شوې او پر ټولو اړوندو افغان محصلانو پلې کیږي.
خو افغان محصلين غوښتنه کوي چې پاکستان او طالبان بايد د دوی ستونزې ته وګوري او ښوونیزه او تحصیلي برخه د سیاستونو ښکار نه شي.
ملبورن اسیا ریویو په یوه تازه څیړنه کې وايي، له سیمې وروستي راپورونه ښيي چې پاکستان د نیابتي جګړې د نوي پړاو لپاره د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو له ځینو غړو او جهادي قوماندانانو کار اخلي. د مقالې لیکوالان وايي، دغه کسان پر طالبانو د فشار لپاره بیا وسله وال او تنظیمیږي.
د افغانستان د پخواني حکومت د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي او د امنیتي چارو شنونکي ثناءالله تسل په ګډه مقاله کې دا د پاکستان د تېرو «ناکامو سیاستونو» تکرار بللی دی.
خو د دغو کسانو د هویت، شمېر، د فعالیت د سیمو او د بیا سمبالولو د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
مقاله وايي، په سیمه کې پر یو بل د هېوادونو تورونه امنیتي وضعیت لا پېچلی کوي.
طالب چارواکو پاکستان د داعش خراسان په ملاتړ تورن کړی، خو اسلاماباد بیا طالبان د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټيټيپي د فعالیتونو په ملاتړ تورنوي. پاکستان پر هند هم تور لګولی چې افغان طالبان او ټيټيپي حمایه کوي.
د مقالې لیکوالان وایي، د افغانستان، پاکستان او هند شخړې له یو بل سره تړلې دي او د یوه هېواد ناامني پر نورو هم اغېز کوي. دا اړیکه په ځانګړي ډول پر ډیورنډ کرښه ښکاره ده چې د وسلهوالو فعالیتونه، کمزورې حکومتولي او د هېوادونو متضادې ګټې پکې سره یوځای شوې دي.
په مقاله کې ویل شوي چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو ستنېدو په سیمه کې د افراطي ډلو تبلیغاتي روایت پیاوړی کړی. د طالبانو بري ټيټيپي، داعش خراسان او القاعدې ته دا پیغام ورکړی چې وسلهوالې ډلې کولای شي د نړیوال پوځي فشار پر وړاندې دوام وکړي او بېرته دولتي واک ترلاسه کړي.
لیکوالان د میداني معلوماتو پر بنسټ ادعا کوي چې وسلهوالې شبکې له ۲۰۲۱ کال وروسته لا منسجمې شوې دي. د دوی په وینا، ټيټيپي له پاتې شویو پوځي تجهیزاتو او د خپلمنځي اختلافونو له کمېدو ګټه اخیستې ده.
د مقالې د لیکوالو په وینا، ټيټيپي له افغان طالبانو سره فکري نږدېوالی لري، خو یو جلا سازمان دی چې خپل مشرتابه او د پاکستان د دولت پر ضد ځانګړې اجنډا لري.
په لیکنه کې له ټيټيپي سره د پاکستان د خبرو ناکام بهیر ته هم اشاره شوې ده. د پاکستان پخواني پوځي مشرتابه د قومي جرګو او د افغان طالبانو په منځګړیتوب له دې ډلې سره د خبرو هڅه وکړه، خو بهیر له پیله له ستونزو سره مخ شو.
لیکوالان وايي، پاکستان له ټيټيپي سره د یوه دودیز قومي پاڅون په توګه چلند وکړ، خو دا ډله تر هغه وخته پر یوه لا متمرکز او له فکري پلوه منسجم وسلهوال سازمان بدله شوې وه. له همدې امله د قومي جرګو دودیز منځګړیتوب د دې ډلې د مهارولو لپاره کافي نه و.
مقاله وايي، چې د پاکستان چلند وروسته له خبرو څخه فشار ته واوښت. اسلاماباد له طالبانو غوښتل چې ټيټيپي مهار کړي، غړي یې پاکستان ته وسپاري یا د یوې دیني فتوا له لارې د پاکستان پر ضد د دې ډلې جګړه ناروا اعلان کړي خو د لیکوالانو په وینا، د طالبانو او نورو وسلهوالو ترمنځ پخوانیو اړیکو، د ګډو جګړو تاریخ او د طالبانو په لیکو کې د داخلي اختلاف وېرې د اسلاماباد د غوښتنو منل ستونزمن کړي دي.
دوی زیاتوي چې له وسلهوالو ډلو سره خبرې د سیاسي او جوړښتي ستونزو له حل پرته بریالۍ کېدای نه شي او یوازې پر لنډمهالو امنیتي معاملو بدلېږي.
په مقاله کې راغلي چې داعش خراسان هم د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د فعالیت ساحه بېرته پراخه کړه. د مقالې له مخې، واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته له زندانونو د داعش خراسان د زرګونو وسله والو خوشې کېدو، چې لوړپوړي مشران یې هم پکې وو، دغې ډلې ته د بیا منظمېدو زمینه برابره کړه.
لیکوالان وايي، داعش خراسان وروسته خپل تکتیکونه بدل کړل او ویې ښوده چې لوی بریدونه ترسره کولای او له پولو هاخوا کسان جذبولای شي.
په مقاله کې په افغانستان کې د ټولګډونه سیاسي نظام نشتوالی، د ښځو او لږکیو ځپل او نړیواله انزوا د کورنۍ بېثباتۍ د دوام له مهمو عواملو بلل شوي دي.
لیکوالانو خبرداری ورکړی چې د هند او پاکستان سیالي، د وسلهوالو ډلو فعالیت او د سیمهییزو قدرتونو متضادې ګټې افغانستان یو ځل بیا د نیابتي سیالیو پر ډګر بدلولای شي.
دوی له افغانستان، پاکستان او هند څخه غوښتي چې داسې د تایید وړ ژمنې وکړي چې وسلهوالې ډلې د یوه هېواد خاوره د بل پر ضد ونه کاروي. لیکوالانو له هند او پاکستان څخه په ځانګړي ډول غوښتي چې افغانستان د خپلو نیابتي سیالیو په ډګر بدل نه کړي او د کشمیر شخړه د افغانستان له کړکېچونو سره ونه تړي.
نن د سپټمبر ۸مه د سواد له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ په افغانستان کې داسې مهال نمانځل کېږي، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې مېلیونونه افغان نجونې له منځنیو او لوړو زدهکړو محرومې دي. ۱۸۱۵ ورځې وړاندې طالبانو له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی و.
د نړۍوالو قوانینو له مخې، زدهکړه د هر انسان بنسټیز حق دی. د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې په ۲۶مه ماده کې د زدهکړې د حق په اړه ویل شوي: «هر څوک حق لري، چې له زدهکړو او روزنې برخمن شي».
بلخوا د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو نړۍوال میثاق په ۱۳مه ماده کې د لومړنیو زدهکړو پر جبري او وړیا کېدو ټینګار شوی دی. په همدې میثاق کې ټینګار شوی، د هغه کسانو لپاره چې لومړنۍ زدهکړې یې نهدي بشپړې کړې، باید د بنسټیزو زدهکړو او سواد زدهکړې زمینه برابره شي.
یونسکو هم د زدهکړې پر حق او له تبعیض پرته د زدهکړو پر برابر لاسرسي ټینګار کوي. د زدهکړو په برخه کې د تبعیض د لهمنځه وړلو د ۱۹۶۰کال کنوانسیون چې د یونسکو لهخوا تصویب شوی هغه نړۍوال حقوقي سند دی، چې د توکم، جنسیت، ژبې او مذهب پر بنسټ د زدهکړو په برخه کې هر ډول تبعیض منع کوي او د زدهکړو حق تضمینوي.
همداراز د ماشومانو د حقونو د ۱۹۸۹کال کنوانسیون له مخې، غړي هېوادونه مکلف دي چې د ټولو ماشومانو لپاره لومړنۍ زدهکړې جبري او وړیا کړي؛ څو هېڅ ماشوم د بنسټیزو زدهکړو او سواد پرته لوی نهشي.
یونېسف وایي، اوسمهال په افغانستان کې ۹۰ سلنه لس کلن ماشومان متن له مخې نهشي لوستلای. په افغانستان کې د یونېسف استازي تاجالدین اویوال سېشنبه (د وږي ۱۷مه) د سواد نړۍوالې ورځې په مناسبت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د هرو ۱۰ ماشومانو له ډلې ۹ یې لاهم د لیک او لوست د لومړنیو مهارتونو لازمې وړتیاوې نهلري.
افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو د بندیز دوام
په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ۱۸۱۵ ورځې کېږي، چې یادې ډلې له شپږم ټولګي په پورته نجونو بندیز لګولی او ۱۳۵۵ ورځې کېږي چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړل شوې دي.
طالبانو په دې موده کې پر ښځو او نجونو د زدهکړو، کار او ټولنیز فعالیت په برخو کې پراخ محدودیتونه لګولي او مېلیونونه نجونې او ښځې له عصري او لوړو زدهکړو بېبرخې شوې دي.
بلخوا شنونکي وايي، چې د طالبانو سیاستونو د هلکانو د زدهکړو پر وضعیت هم اغېز کړی.
د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونو پراخ نړۍوال غبرګونونه پارولي دي. د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار د حقونو بېرته ټینګښت د طالبانو د نړۍوال مشروعیت او رسمیت پېژندنې په اړه د مطرح شویو مهمو غوښتنو له ډلې بلل کېږي.
د پکتیا ولایت د ګردېز ښار اوسېدونکې لیلما (مستعارنوم) سږکال له شپږم ټولګي فارغه شوې ده. هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي، چې د خپلو زدهکړو د دوام په اړه ډېره نهیلې ده ځکه تمه نهلري چې خپلې لوړې زدهکړې بشپړې کړای شي.
لیلما وايي، هغه مهال یې نهیلي لا ډېره شي چې له ځان نه دوه کاله مشر ورور ویني چې لاهم ښوونځي ته ځي؛ خو دا په کور ناسته ده. د هغې په وینا، کله ناکله له ځانه پوښتي چې ولې د جنسیت له امله د زدهکړو له دوام محرومه ده.
د یونسکو د شمېرو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې شاوخوا ۲.۴ مېلیونه نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې شوې دي. دغه بنسټ وايي، د نجونو د زدهکړو دوامداره بندیز په اوږدمهال کې افغانستان ته له اقتصادي او ټولنیز پلوه درانه زیانونه اړولی شي او د هېواد د پرمختګ بهیر له خنډ سره مخ کولای شي.
یونسکو افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد بولي، چې نجونې پهکې له لومړنۍ دورې وروسته له منځنیو او لوړو زدهکړو منع دي. د طالبانو د بندیزونو سربېره، یوشمېر نجونو له شپږم ټولګي پورته خپلو زدهکړو ته په انلاین بڼه دوام ورکړی.
د کابل ښار اوسېدونکې حسنا (مستعار نوم) د یوه خصوصي ښوونځي په نهم ټولګي کې په انلاین بڼه زدهکړې کوي. هغې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې ځان بختوره ګڼي ځکه د محدودیتونو سربېره یې د زدهکړو د دوام فرصت موندلی دی.
حسنا وايي، د هغې په څېر سلګونه نجونې د زدهکړو د دوام هیله لري خو د دغه هیلې پوره کولو لپاره لازم امکانات نهشي برابرولای. د هغې په وینا، په افغانستان کې د انټرنېټ بیه لوړه ده او د خصوصي انلاین زدهکړو لګښتونه هم د ډېرو کورنیو له وس څخه پورته دي.
هغه وايي، په داسې حال کې چې ډېری خلک له اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ سره مخ دي د دغه لګښتونو برابرول ورته اسانه نهدي. حسنا وايي، که څه هم انلاین زدهکړې د حضوري زدهکړو ځای نهشي نیولای؛ خو په په دغه شرایطو کې د زدهکړو د دوام فرصت یوازې همدا دی. هغه وایي، هیله لري چې پر افغان نجونو د زدهکړو محدودیتونه ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد څو ورځې وړاندې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې اوسمهال ۴۹۷۳ د سواد زدهکړې مرکزونه فعال دي چې شاوخوا ۹۳ زره او ۵۰۹ کسان پهکې زدهکړې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د وروستیو راپورونو له مخې په کندهار کې د ښوونکو او بودجې د کمښت له امله د سواد زدهکړې ۱۵۰ مرکزونه تړل شوي دي. ویل کېږي چې شاوخوا ۲زره کسانو په دغه مرکزونو کې د لیک لوست او حساب زدهکړه کوله.