فولکر تورک: نړۍ د افغانانو د کړاو پر وړاندې «ژوره چوپتیا» غوره کړې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک وایي، نړۍ د افغانستان خلک هېر کړي او د هغوی د ورځ تر بلې زیاتېدونکي کړاو پر وړاندې یې «ژوره او درنه چوپتیا» غوره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک وایي، نړۍ د افغانستان خلک هېر کړي او د هغوی د ورځ تر بلې زیاتېدونکي کړاو پر وړاندې یې «ژوره او درنه چوپتیا» غوره کړې ده.
تورک د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د طالبانو پراخ ځپونکي محدودیتونه، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې بندیزونه وغندل او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د نړیوالو قوانینو د رعایت لپاره پر طالبانو فشارونه بیا زیات کړي.
هغه وویل، د طالبانو تر واک لاندې میلیونونه افغانان په بېوزلۍ کې ښکېل دي، بشري حقونه په پرلهپسې ډول تر پښو لاندې کېږي او سلګونه زره افغانان په زور هېواد ته ستنول کېږي.
تورک زیاته کړه: «د هرې میاشتې په تېرېدو واکمن چارواکي ځپونکي اقدامات لا سختوي او پلي کوي، خو داسې ښکاري چې نړۍ د افغانستان خلک هېر کړي او هغوی یې داسې کړاو ته یوازې پرېښي چې ورځ تر بلې ژورېږي. دا چوپتیا کوڼوونکې ده».
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار، تګ راتګ او په عامه ژوند کې پر ګډون لګېدلي محدودیتونه وغندل. هغه وویل له ۲۰۲۱ کال راهیسې شاوخوا ۲،۲ میلیونه افغانې نجونې او ښځې له منځنیو او لوړو زدهکړو محرومې شوې دي.
نوموړي له عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو سیستماتیک اېستل د بشري حقونو «د نهمنلو وړ سرغړونه» وبلله او ویې ویل، د طالبانو محدودیتونه د «جنسیتي اپارتایډ» تر کچې رسېږي او په هېڅ ټولنه کې ځای نهلري.
د هغه په وینا، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې طالبانو لږ تر لږه ۴۴۹ ښځو او نارینهوو ته بدني سزاوې ورکړې دي. همدارنګه د پخواني حکومت د چارواکو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې سرغړونې دوام لري او مذهبي لږکي او رسنۍ لا هم له محدودیتونو سره مخ دي.
تورک افغانستان ته پر اجباري ستنونو هم نیوکه وکړه. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې، تر ۴۰۰ زرو ډېر افغانان، ډېری یې له ایران او پاکستانه، په زور افغانستان ته ستانه شوي دي.
نوموړي وویل، په افغانستان کې ۲۱،۹ میلیونه کسان، چې د ټول نفوس شاوخوا ۴۵ سلنه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري، خو بهرنۍ مرستې کمې شوې او د خلکو کړاو یې لا زیات کړی دی.
تورک له ټولو هېوادونو وغوښتل چې پر خپلو اقداماتو له سره غور وکړي، د افغانانو ژوند ته لومړیتوب ورکړي او په سیمه کې نفوذ لرونکي هېوادونه د ټولو افغانانو د برابرۍ او عزت لپاره غږ پورته کړي.

د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې مشر وايي، د ایران او امریکا د جګړې له پیل راهیسې افغانستان ته د ایران صادرات لږ تر لږه ۲۵ سلنه کم شوي، په داسې حال کې چې سیال هېوادونه هڅه کوي د افغانستان په بازار کې خپله ونډه پراخه کړي.
د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې مشر محمود سیادت د چارشنبې په ورځ د ایران له «ایلنا» خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، چې افغانستان ته د پیټروکیمیاوي محصولاتو، فولادو، خوراکي توکو او نورو توکو پر صادراتو محدودیتونو دغه کچه نوره هم کمه کړې ده.
د هغه په وینا، په دغو محدودیتونو کې هغه بندیزونه هم شامل دي چې د جګړې له امله د رامنځته شویو زیانونو او د ایران د کورني بازار د اړتیاوو له کبله لګېدلي دي.
سیال هېوادونه مخکې کېږي
سیادت وویل، چې د ایران لپاره تر ټولو لویه اندېښنه دا ده چې نور هېوادونه په چټکۍ سره د افغانستان بازار ته داخلېږي او خپله ونډه زیاتوي.
سیادت وویل: «تر ټولو مهمه ستونزه دا ده چې په همدې موده کې چې افغانستان ته زموږ صادرات کم شوي، زموږ سیالانو په جدي ډول د افغانستان بازار ته مخه کړې ده».
د هغه په وینا، افغانستان ته د ازبکستان صادرات سږ کال ۴۲سلنه زیات شوي او دغه زیاتوالی په چټکۍ سره د افغانستان په بازار کې د ایران ونډه کموي.
سیادت همداراز د ایران پولې ته څېرمه د سعودي عربستان د ګازو د استخراج یوې څو میلیارد ډالري هوکړې ته اشاره وکړه.
په سعودي عربستان کې مېشت دلتا انټرنېشنل شرکت روانه اونۍ د طالبانو د کانونو او پټرولیم له وزارت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج لپاره هوکړه لاسلیک کړې ده.
طالب چارواکو د دې پروژې لومړنۍ پانګونه ۲۰۰میلیونه ډالر ښودلې، خو دلتا انرژي ویلي چې که د اکتشاف او امکانسنجۍ پایلې د چارو د پراختیا ملاتړ وکړي، د انرژۍ دغه پراخ پروګرام په راتلونکي کې د لسګونو میلیاردو ډالرو احتمالي پانګونې زمینه برابرولای شي.
سیادت وویل، چې د میلک او دوغارون په سرحدي دروازو کې سلګونه لارۍ افغانستان ته د تېرېدو لپاره انتظار باسي.
هغه وویل، چې ځینې لارۍ له ایران څخه د وتلو لپاره له ۱۲تر ۱۵ ورځو پورې درول کېږي، په داسې حال کې چې د افغانستان له لوري د موټرو تګ راتګ یوڅه په چټکۍ ترسره کېږي.
سیادت وویل: «هیڅ منطق نه لري چې زموږ لارۍ له افغانستان سره په پوله کې ۱۳، ۱۴ او کله ناکله ۱۵ ورځې ودرول شي».
د هغه په وینا، په سرحدونو کې اوږده ځنډونه د ترانسپورټ او بار وړلو لګښتونه لوړوي او په افغانستان کې د ایراني توکو د سیالۍ وړتیا کموي.
د ایران په بهرنۍ سوداګرۍ کې عمومي کمښت
افغانستان ته د ایران د صادراتو کمېدل په داسې حال کې دي چې د جګړې له پیل راهیسې د ایران بهرنۍ سوداګري هم په عمومي ډول کمه شوې ده.
د ایران یوه سوداګریز چارواکي ویلي چې د روان مالي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د دغه هېواد غیرنفتي صادرات او واردات شاوخوا ۳۰سلنه کم شوي دي.
په ورته وخت کې، د چین او ترکیې د ګمرکونو معلومات ښيي چې له ایران سره سوداګري پام وړ کمه شوې ده.
هند ته د ایران صادرات هم کم شوي، خو له ایران څخه د هند واردات زیات شوي چې عمده لامل یې د ایراني اومو تېلو او مایع پټرولیمي ګازو (LPG) د پېرلو زیاتوالی بلل شوی دی.
د افغانستان د بشري حقونو او ډیموکراسۍ سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ او اپرېل ترمنځ لږترلږه ۲زره او ۷۴۵ کسان له بدني سزاوو په ځانګړي ډول له دُرو وهلو سره مخ شوي دي.
امریکایي رسنۍ «اېنار پي» د راپور له مخې، دغه شمېرې د طالبانو د سترې محکمې له رسمي اعلانونو، خواله رسنیو او سلګونه خپرو شویو خبرپاڼو راټولې شوې دي.
بلخوا ملګرو ملتونو هم په خپل راپور کې ویلي، چې یوازې په ۲۰۲۵کال کې تر ۱۱۱۰ زیات کسان په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي. د ملګرو ملتونو په وینا، په ۲۰۲۵کال کې د میداني سزاوو شمېر د تېرو ټولو کلونو له ټولیز شمېر زیات و.
د بشري حقونو فعالان وايي، د رسمي شمېرو ترڅنګ ښايي داسې ډېرې پېښې هم وي چې ثبت شوې نهوي؛ په ځانګړي ډول هغه موارد چې د طالبانو غړي خلک په مستقیم ډول او له محکمې پرته مجازات کوي.
د راوداري بنسټ مشرې شهرزاد اکبر ویلي، طالبان بدني سزاوې د عدالت د ټینګښت یوه مهمه برخه ګڼي او د خلکو د کنټرول او وېرولو لپاره یې کاروي. نوموړې ویلي: «د طالبانو له نظره دُرې د عدالت مهمه برخه ده؛ خو په عملي توګه د خلکو د کنټرول او ځپلو وسیله ګرځېدلې ده».
د بښنې نړۍوال سازمان د سویلي اسیا څانګې فعالې سمیرې حمیدي هم ویلي، چې عامه سزاوې د مجازاتو ترڅنګ د وېرې خپرولو او ټولنیز کنټرول وسیله ګرځېدلې دي.
راپور کاږي، ښځې او نور زیانمن قشرونه د دغه سزاوو تر ټولو لوی قربانیان دي. د راپور له مخې، ښځې د طالبانو د هغه محدودیتونو له امله چې د تګراتګ، لباس او ټولنیز حضور په اړه پرې لګېدلي د مجازاتو له لوړ ګواښ سره مخ دي.
راپور یادونه کوي، چې طالبان په ځینو مواردو کې ښځې د محرم له نشتوالي، له کوره د تېښتې، یا د اخلاقي جرمونو په نوم په دُرو وهي؛ په داسې حال کې چې د بشري حقونو سازمانونه دغه موارد د بنسټیزو حقونو ضد بولي.
د بشري حقونو او نړۍوالو قوانینو کارپوهان وايي، افغانستان لاهم د بشري حقونو د نړۍوالو تړونونو غړی دی او دغه ډول سزاوې د شکنجې او غیرانساني چلند ضد اصولو سره په ټکر کې دي.
راپور څرګندوي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ټولې ښځینه قاضیانې او د ښځو ډېری حقوقي وکیلانې له دندو ګوښه شوې او دامهال په افغانستان کې هېڅ رسمي ښځینه قاضي یا څارنواله نهشته.
د راپور له مخې، دغه وضعیت د ښځو لپاره د عادلانه دفاع امکانات نور هم محدود کړي دي.
د بشري حقونو فعالان وايي، په عام محضر کې سزاوې یوازې پر قربانیانو اغېز نهکوي؛ بلکې پر ټولنې هم ژور رواني اغېز لري او د وېرې، چوپتیا او ټولنیز فشار فضا پراخوي. د راپور لیکوالان خبرداری ورکوي، چې د معلوماتو پر لاسرسي د محدودیتونو له امله ښايي د ښځو او نارینهو پر وړاندې د ګڼو نورو مجازاتو جزییات نړۍوالو ته نهوي رسېدلي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په خپلې تازه ارزونه کې خبرداری ورکړی، چې د اوبو لګولو لپاره د اوبو سخت کمښت او د کرنیزو سرو د بیو لوړوالی په افغانستان کې د بزګرانو پر وړاندې یو له مهمو ننګونو ګرځېدلي دي.
د راپور له مخې، د سرو د بیو دوامداره لوړوالي او د کلیوالو کورنیو د مالي وړتیا کمښت د دې لامل شوی چې د سروې نږدې ۸۰ سلنه کرنیزې ټولنې ووایي، که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي په راتلونکي کرنیز فصل کې به د غنمو د کرکېلې ساحه راکمه کړي.
دغه ارزونه د اګست میاشتې په وروستیو کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شوې او له سیمهییزو ټولنو سره پهکې ۳۳۰ ګروپي مرکې شوې دي. یاد سازمان وايي، نږدې دوه پر درېیمه برخه سروې شوې ټولنې تمه لري چې سږکال به د تېر کال پرتله لږې کرنیزې سرې وپېري.
همداراز نږدې ۸۰ سلنه دغه ټولنو ویلي، که د سرو بیې همداسې لوړې پاتې شي؛ نو د ژمي په موسم کې د غنمو د کرکېلې ساحه به کمه کړي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې بزګران ښايي د لګښتونو د زیاتوالي د جبران لپاره د سرو د کارونې کچه راټیټه کړي، پور واخلي، یا د خپلو څارویو او شتمنیو یوه برخه وپلوري.
د سازمان د ارزونې له مخې، دغه وضعیت ښايي د ژمنیو غنمو پر کرکېله، د کرنیزو محصولاتو پر تولید او د کلیوالو کورنیو پر عاید اغېز وکړي. د سرو د بیو ترڅنګ، د اوبو کمښت هم د افغانستان د کرنې پر وړاندې له مهمو محدودیتونو بلل شوی دی.
یوازې ۲۲ سلنه سروې شویو ټولنو ویلي، چې د اوبو لګولو لپاره کافي اوبه لري؛ په داسې حال کې چې ۵۷ سلنه د اوبو د کمښت او د اوبو د نوبتي وېش له ستونزې سره مخ دي او ۲۱ سلنه نورو ویلي، چې د اوبو لګولو لپاره کافي اوبه نهلري.
له دې سره په ټوله کې ۷۸ سلنه سروې شوې ټولنې د اوبو لګولو په برخه کې د اوبو د کمښت له امله له یو ډول فشار سره مخ دي. تر ځمکې لاندې د اوبو کمښت، د سیندونو د اوبو د جریان کمښت، د بندونو او د اوبو لګولو کانالونو د مدیریت ستونزې او د اوبو د پمپ کولو لپاره د تېلو د بیو لوړوالی د دغه وضعیت له اصلي لاملونو څخه بلل شوي دي.
دغه سازمان همداراز وايي، چې د هوا تودوخې د کرنې پر وړاندې فشار لا زیات کړی دی. د افغانستان په ډېرو برخو په ځانګړي ډول په کوزو سیمو کې له منځنۍ کچې د لوړې تودوخې له امله د کرنیزو محصولاتو د اوبو اړتیا زیاته شوې او ورسره هممهاله د څړځایونو د وچېدو او د څارویو لپاره د سرچینو د کمښت لامل شوې هم ده.
دغه سازمان د اګست په میاشت کې هم ویلي و، چې د کرنیزو سرو د بیو لوړوالی په ۲۰۲۷کال کې د افغانستان د غنمو د تولید د کمښت ګواښ زیاتوي.
د طالبانو د پوهنې وزارت وايي، د ۱۴۰۱کال څخه تر ۱۴۰۴کال پورې یې د سواد زدهکړې په برخه کې زرګونه ښوونیز مرکزونه جوړ کړي او سلګونه زره کسانو ته یې د لیک او لوست د زدهکړې زمینه برابره کړې ده.
د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند ذبیحالله همت ویلي، په دې موده کې د هېواد په کچه ۱۹زره او ۶۶۱ د سواد زدهکړې کورسونه جوړ شوي او شاوخوا ۲۸۴زره کسانو ته پهکې د زدهکړې فرصت برابر شوی دی.
د نوموړي په وینا، د سواد زدهکړې پروګرام یوازې هغو کسانو ته نهدی ځانګړی شوی چې له رسمي ښوونیز نظام څخه پاتې شوي؛ بلکې د ټولنې بېلابېلو قشرونو ته هم د زدهکړې زمینه برابروي. هغه ویلي، چې د سواد زدهکړې بهیر د هېواد په ټولو ولایتونو کې روان دی او د اړتیا او امکاناتو له مخې نوي کورسونه هم پرانیستل کېږي.
د طالبانو د پوهنې وزارت همداراز وايي، چې د سواد زدهکړې پروګرامونه د سیمو د اړتیاوو پر بنسټ تنظیمېږي او زدهکوونکو ته بېلابېل درسي پروګرامونه برابرېږي. خو بلخوا سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې په یوشمېر ولایتونو کې د سواد زدهکړې مرکزونه تړل شوي دي.
د کندهار ولایت سرچینې وايي، نږدې ۲زره لویان چې د لیک، لوست او حساب زدهکړې لپاره په دغه مرکزونو کې شامل وو، اوس له زدهکړو بېبرخې شوي دي. د سرچینو په وینا، یوازې په کندهار کې له ۱۵۰ څخه ډېر د سواد زدهکړې ټولګي تړل شوي دي.
سرچینې زیاتوي، چې دغه ټولګي د پوهنې ریاست تر چتر لاندې او د یوشمېر مرستندویه موسسو په مالي ملاتړ په ښار او ولسوالیو کې فعال وو. د سرچینو په وینا، د ښوونکو کمښت او د تمویل کوونکو موسسو له لوري د مالي ملاتړ بندېدل د دغه مرکزونو د تړل کېدو مهم لاملونه دي.
بلخوا د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان (یونسکو) د سپټمبر اتمې د سواد نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې دامهال په نړۍ کې شاوخوا ۱.۴ مېلیارده ماشومان په لومړنیو او منځنیو ښوونځیو کې زدهکړې کوي.
یونسکو ویلي، سره له دې هم په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۷۳۹ مېلیونه ځوانان او لویان لاهم له بنسټیز سواد څخه بېبرخې دي. د یادې ادارې په وینا، سواد یوازې د لیک او لوست وړتیا نهده، بلکې د افرادو، ټولنو او هېوادونو د پرمختګ بنسټیز عنصر ګڼل کېږي او د برابرۍ، زغم او تلپاتې سولې په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
په همدې حال کې یوشمېر افغانان هم د سواد زدهکړې پر اهمیت ټینګار کوي. د کابل اوسېدونکي محمد اصف افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «که موږ او جاپان په یوه وخت ازاد شوي وو، هغوی اوس کوم ځای ته رسېدلي او موږ لا هم وروسته پاتې یو. د زدهکړو په برخه کې باید له پرمختللو هېوادونو سره سیالي وکړو، نه دا چې د جګړې او وسلې له لارې پرمختګ ولټوو».
افغانستان لاهم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې نجونې پهکې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو بېبرخې شوې دي؛ خو نوې څېړنه ښيي چې د نجونو پر زدهکړو د بندیزونو سربېره یوشمېر افغان نجونو خپلې زدهکړې نهدي درولې.
د (انار اکاډمۍ) د ۲۶۱۲ افغانانو پر ځوابونو ولاړې څېړنې موندنې د سېپټمبر پر اتمه د سواد نړۍوالې ورځې په مناسبت خپرې شوې دي. د دغه اکاډمۍ مشرې بېنظیر پویا په یوې انلاین غونډه کې ویلي، افغان نجونې او ښځې د خصوصي ښوونیزو مرکزونو، انلاین درسونو، له موبایلونو او له ملګرو سره د وړو مطالعاتي ډلو له لارې زدهکړو ته دوام ورکوي.
د هغې په وینا، دغه بدیلې زدهکړې د رسمي ښوونځیو او پوهنتونونو ځای نهشي نیولای؛ خو د زدهکوونکو هیله ژوندۍ ساتي.
د څېړنې لپاره معلومات د ۲۰۲۶کال په مارچ میاشت کې د افغانستان له ۳۰ ولایتونو راټول شوي دي. ډېری ګډونوال په افغانستان کې اوسېدل او یوشمېر نور له هېواده بهر وو.
د څېړنې له مخې، ډېری نجونو د ژبې زدهکړو، خیاطۍ او مسلکي کورسونو ته مخه کړې او په ځانګړي ډول له موبایلونو څخه د انلاین زدهکړو لپاره کار اخلي. نږدې ټولو ګډونوالو ویلي، چې موبایل یا لپټاپ لري خو ډېرو یې د کمزوري انټرنېټ له ستونزو شکایت کړی دی.
بېنظیر پویا وايي، انلاین زدهکړې نجونو ته له ښوونکو او نورو زدهکوونکو سره د اړیکې او د زدهکړې د دوام زمینه برابروي؛ خو سند نه ورکوي، پوهنتون ته د تګ قانوني لاره نه برابروي او ډېری زدهکوونکې په کورونو کې د زدهکړې لپاره مناسب او خصوصي ځای نهلري.
د هغې په وینا، د زدهکړو د بندیز اغېزې یوازې تر درسي کتابونو نه محدودېږي؛ بلکې د نجونو راتلونکی، ټولنیزې اړیکې، رواني وضعیت، د کورنۍ عاید، روغتیا او انساني کرامت هم اغېزمنوي.
پویا ټینګار کړی، چې د نجونو مقاومت باید د وضعیت د مناسبوالي په معنا ونه ګڼل شي. هغې ویلي، د نجونو زغم د دې ښکارندويي نهکوي چې شرایط کافي دي بلکې دا د هغوی د هڅې او خپلواکې پرېکړې څرګندونه کوي.
څېړنه سپارښتنه کوي، چې د نجونو پر مخ دې منځني ښوونځي او پوهنتونونه سملاسي پرانیستل شي. همداراز د انلاین زدهکوونکو د محرمیت او خوندیتوب لپاره د تدابیرو، د بهرنیو پوهنتونونو لهخوا د معتبره انلاین زدهکړو او د اوږدمهاله مالي ملاتړ غوښتنه شوې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشته عباسي هم په دې غونډه کې وویل، د افغان نجونو د زدهکړو بندیز د ښځو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو یوه برخه ده. هغې ټینګار وکړ، چې د افغانستان وضعیت باید عادي ونه ګڼل شي او د ښځو د حقونو شاتګ به یوازې پر افغانستان محدود پاتې نهشي.
په همدې حال کې د یونېسف د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۳،۸ مېلیونه افغان نجونې چې عمرونه یې له اوو تر ۱۸ کلونو وو له ښوونځي بهر وې. له دې ډلې څه باندې ۲،۶ مېلیونه تنکۍ نجونې وې.
یونېسف همداراز وايي، په ۲۰۲۵کال کې یوې ارزونې ښودلې ۹۳ سلنه افغان ماشومان چې هلکان او نجونې دواړه پهکې شامل دي د لومړنیو زدهکړو تر پای ته رسېدو وروسته نهشي کولای یوه ساده او د خپل عمر له کچې سره برابره جمله ولولي.
د یونېسف د زدهکړو مشاورې توموکو شیبویا ویلي، افغانستان په ورته وخت کې د بشري حقونو او د زدهکړو له ناورین سره مخ دی.