مجاهد: پاکستان دې د افغان محصلانو د اېستلو پر پرېکړه له سره غور وکړي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، له پاکستان نه د افغان طبي محصلانو د اېستلو پرېکړه «غیرانساني او د خواشنیۍ» وړ ده. مجاهد له اسلاماباد غوښتنه کړې، چې پر یادې پرېکړې له سره غور وکړي.
ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۸مه) په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، د دوی د لوړو زدهکړو وزارت هم له پاکستان نه د افغان محصلانو د ستنېدو لپاره پوره چمتووالی لري چې په بېلابېلو پوهنتونو کې به جذب شي.
هغه زیاته کړې: «د لوزړو زدهکړو وزرات پوره تیاری لري، هغه محصلان چې هېواد ته راځي، هر ځای چې یې زدهکړې درېدلې دي، کولی شي بېرته له همهغه ځایه یې تعقیب کړي، په دې برخه کې کار لا هم روان دی».
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان طبي شورا له هغه افغان محصلانو چې په دغه هېواد کې د طب په برخه کې پر زدهکړو بوخت دي غوښتي چې دغه هېواد پرېږدي او بېرته افغانستان ته ستانه شي.
د پاکستان دغه پرېکړه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده. د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان د طبي شورا وروستۍ پرېکړه چې له مخې یې په پاکستاني پوهنتونونو کې افغان محصلان بېرته افغانستان ته استول کېږي؛ تبعیضي چلند بللی دی.
په پاکستان کې سياستوالو هم دغه پرېکړې ته سخت غبرګون ښودلی دی.
