طالبانو په بهر کې له ستونزو سره مخ افغان محصلانو او استادانو ته د اسانتیاوو ډاډ ورکړ

په پاکستان کې د افغان طبي محصلانو د اېستلو له خبرداري وروسته د طالبانو لوړو زدهکړو وزارت په یوه خبرپاڼه کې، په بهر کې له ستونزو سره مخ افغان محصلانو او استاداتو ته د اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړی دی. خو طالبانو په خبرپاڼه کې د کوم هېواد نوم نهدی اخیستی.
که څه هم افغان محصلان په پاکستان کې له سختو محدودیتونو، ستونزو او د اېستلو له ګواښ سره مخ دي؛ خو د طالبانو په اعلامیه کې دا نهدي ویل شوي، چې افغان محصلان په کوم هېواد کې له ستونزو سره مخ دي.
دوی زیاته کړې: «د لوړو زدهکړو وزارت ټولو هغه افغان محصلانو او استادانو ته چې په بهرنیو هېوادونو کې په زدهکړو بوخت دي او له ستونزو سره مخ دي ډاډ ورکوي، چې دغه وزارت په داخل د هېواد کې د هغوی د ستونزو د حل لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي».
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې یاد وزارت به محصلانو ته د پاتې زدهکړو د دوام او استادانو ته د خدمت عملي فعالیت زمینه هم برابره کړي. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، له پاکستان نه د افغان طبي محصلانو د اېستلو پرېکړه «غیرانساني او د خواشنیۍ» وړ ده. مجاهد له اسلاماباد غوښتنه کړې، چې پر یادې پرېکړې له سره غور وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان طبي شورا له هغه افغان محصلانو چې په دغه هېواد کې د طب په برخه کې پر زدهکړو بوخت دي غوښتي چې دغه هېواد پرېږدي او بېرته افغانستان ته ستانه شي.
د پاکستان طبي شورا تر دې وړاندې هم ویلي و، چې د افغانستان د لوړو زدهکړو له موسسو څخه صادر شوي د طب اسناد نه مني. یادې شورا وړاندې هغه پاکستاني محصلانو ته چې په افغانستان کې زدهکړې کوي ویلي و، چې دوی به په پاکستان کې د طبي جواز ترلاسه کولو حق ونه لري.
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې تر دې وړاندې د دغه محصلانو د استازو په حواله راپور ورکړی و، چې تر زرو ډېر پاکستاني محصلان د افغانستان په طبي پوهنځیو کې زدهکړې کوي.
