• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکایۍ خبریاله: نړۍ دې د افغان ښځو او نجونو وضعیت له پامه نه غورځوي

۱۸ وږی ۱۴۰۵ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۰۲ GMT+۱

د «اېن‌بي‌سي نیوز» د خبرونو څانګې مشرې ربیکا بلومنسټین ویلي، په ۲۰۲۱کال کې د جمهوریت تر پرځېدو وروسته یې له افغانستان نه د ۱۲۴ افغانانو په اېستلو او امریکا کې د هغوی د بیامېشتېدو پروګرام کې مرسته کړې؛ خو د افغان ښځو او نجونو برخلیک هغه موضوع وه، چې هېڅکله یې له ذهنه نه‌ده وتلې.

بلومنسټین چې هغه مهال د نیویارک ټایمز اجرایوي مرستیاله مدیره وه ویلي، ګڼ هغه افغانان چې له افغانستان نه واېستل شول داسې ځوانان وو چې غوښتل یې ډاکټران، وکیلان او نور مسلکي کسان شي.
د هغې په وینا، د کابل سقوط ته په پراخه کچه نړۍوال پوښښ ورکړل شو؛ خو وروسته د هغه افغان ښځو او نجونو په اړه لږ بحث وشو، چې یا له هېواده وتلې وې او یا په افغانستان کې پاتې شوې».
بلومنسټین ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو د تګ‌راتګ پر ازادۍ او د نجونو پر زده‌کړو سخت محدودیتونه ولګېدل چې د زرګونه کورنیو پر ژوند یې اغېز وکړ. هغې زیاته کړه: «دا ډېر دردونکی حالت و؛ خو هغه ښځو چې وتوانېدې افغانستان پرېږدي هوډ وکړ چې له خپلې ازادۍ ګټه واخلي او خپل ژوند بېرته ورغوي».
نوموړې وویل، نړۍ تر ډېره افغانستان ته شا کړې ده؛ خو د افغانستان د بدلونونو اغېزې لاهم دوام لري. هغې یادونه وکړه، چې امریکا ته د افغانانو لېږد د ویتنام تر جګړې وروسته د کډوالو تر ټولو لوی بهیر و.
بلومنسټین وویل، د کډوالۍ له پیل وروسته هم ستونزې پای ته ونه رسېدې؛ ځکه ګڼ افغان ځوانان د لوړو زده‌کړو لپاره د انګلیسي ژبې د شرطونو او د مالي اسانتیاوو له کمښت سره مخ وو.
نوموړې زیاته کړه: «موږ سخت اندېښمن وو، چې دغه ځوانان به څنګه لوړې زده‌کړې پرمخ وړي او څنګه به هغه هیلو ته رسېږي چې کلونه یې ورته کار کړی و». بلومنسټین ټینګار وکړ، چې افغان ښځې د ټولو محدودیتونو او ستونزو سربېره د خپل راتلونکي لپاره مبارزه کوي او نړۍواله ټولنه باید د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت هېر نه‌کړي.

ډېر لیدل شوي

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي
۱
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۲

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۳

فضل احمد معنوي: د هرات د طالبانو د والي لیکنې د شیعه‌وو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي

۴
ځانګړی

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی

۵

د خلکو شکایت: د کندهار په ځینو سیمو کې د اوبو سطحه تر شاوخوا «۲۰۰» مترو ښکته شوې

•
•
•

نور خبرونه

څېړنه؛ د طالبانو د بندیزونو سربېره افغان نجونو لاهم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړی

۱۸ وږی ۱۴۰۵ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۴:۱۹ GMT+۱
100%

افغانستان لاهم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې نجونې په‌کې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي؛ خو نوې څېړنه ښيي چې د نجونو پر زده‌کړو د بندیزونو سربېره یوشمېر افغان نجونو خپلې زده‌کړې نه‌دي درولې.

د (انار اکاډمۍ) د ۲۶۱۲ افغانانو پر ځوابونو ولاړې څېړنې موندنې د سېپټمبر پر اتمه د سواد نړۍوالې ورځې په مناسبت خپرې شوې دي. د دغه اکاډمۍ مشرې بېنظیر پویا په یوې انلاین غونډه کې ویلي، افغان نجونې او ښځې د خصوصي ښوونیزو مرکزونو، انلاین درسونو، له موبایلونو او له ملګرو سره د وړو مطالعاتي ډلو له لارې زده‌کړو ته دوام ورکوي.
د هغې په وینا، دغه بدیلې زده‌کړې د رسمي ښوونځیو او پوهنتونونو ځای نه‌شي نیولای؛ خو د زده‌کوونکو هیله ژوندۍ ساتي.
د څېړنې لپاره معلومات د ۲۰۲۶کال په مارچ میاشت کې د افغانستان له ۳۰ ولایتونو راټول شوي دي. ډېری ګډونوال په افغانستان کې اوسېدل او یوشمېر نور له هېواده بهر وو.
د څېړنې له مخې، ډېری نجونو د ژبې زده‌کړو، خیاطۍ او مسلکي کورسونو ته مخه کړې او په ځانګړي ډول له موبایلونو څخه د انلاین زده‌کړو لپاره کار اخلي. نږدې ټولو ګډونوالو ویلي، چې موبایل یا لپټاپ لري خو ډېرو یې د کمزوري انټرنېټ له ستونزو شکایت کړی دی.
بېنظیر پویا وايي، انلاین زده‌کړې نجونو ته له ښوونکو او نورو زده‌کوونکو سره د اړیکې او د زده‌کړې د دوام زمینه برابروي؛ خو سند نه ورکوي، پوهنتون ته د تګ قانوني لاره نه برابروي او ډېری زده‌کوونکې په کورونو کې د زده‌کړې لپاره مناسب او خصوصي ځای نه‌لري.
د هغې په وینا، د زده‌کړو د بندیز اغېزې یوازې تر درسي کتابونو نه محدودېږي؛ بلکې د نجونو راتلونکی، ټولنیزې اړیکې، رواني وضعیت، د کورنۍ عاید، روغتیا او انساني کرامت هم اغېزمنوي.
پویا ټینګار کړی، چې د نجونو مقاومت باید د وضعیت د مناسب‌والي په معنا ونه ګڼل شي. هغې ویلي، د نجونو زغم د دې ښکارندويي نه‌کوي چې شرایط کافي دي بلکې دا د هغوی د هڅې او خپلواکې پرېکړې څرګندونه کوي.
څېړنه سپارښتنه کوي، چې د نجونو پر مخ دې منځني ښوونځي او پوهنتونونه سملاسي پرانیستل شي. همداراز د انلاین زده‌کوونکو د محرمیت او خوندیتوب لپاره د تدابیرو، د بهرنیو پوهنتونونو له‌خوا د معتبره انلاین زده‌کړو او د اوږدمهاله مالي ملاتړ غوښتنه شوې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشته عباسي هم په دې غونډه کې وویل، د افغان نجونو د زده‌کړو بندیز د ښځو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو یوه برخه ده. هغې ټینګار وکړ، چې د افغانستان وضعیت باید عادي ونه ګڼل شي او د ښځو د حقونو شاتګ به یوازې پر افغانستان محدود پاتې نه‌شي.
په همدې حال کې د یونېسف د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۳،۸ مېلیونه افغان نجونې چې عمرونه یې له اوو تر ۱۸ کلونو وو له ښوونځي بهر وې. له دې ډلې څه باندې ۲،۶ مېلیونه تنکۍ نجونې وې.
یونېسف همداراز وايي، په ۲۰۲۵کال کې یوې ارزونې ښودلې ۹۳ سلنه افغان ماشومان چې هلکان او نجونې دواړه په‌کې شامل دي د لومړنیو زده‌کړو تر پای ته رسېدو وروسته نه‌شي کولای یوه ساده او د خپل عمر له کچې سره برابره جمله ولولي.
د یونېسف د زده‌کړو مشاورې توموکو شیبویا ویلي، افغانستان په ورته وخت کې د بشري حقونو او د زده‌کړو له ناورین سره مخ دی.

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۱۷ وږی ۱۴۰۵ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۴۸ GMT+۱
100%

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو اداره وايي، یو افغان ژباړن او د امریکايي ځواکونو پخوانی همکار یې د «ترهګرۍ د ملاتړ» په تور نیولی او د هغه د ایستلو بهیر یې هم پیل کړی دی.

یادې ادارې ویلي چې دغه ۳۰ کلن افغان یوې ترهګرې ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو او په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا د تابعیت لپاره د غوښتنلیک پر مهال د ناسمو معلوماتو وړاندې کولو په تور تورن دی.
نوموړی په ۲۰۱۴ کال کې د امریکا د ځانګړې کډوالۍ ویزې له لارې دغه هېواد ته تللی و او د دایمي استوګنې کارت یا ګرین‌کارت لرونکی دی.
دغه افغان پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د امریکا د دایمي اوسېدونکي په توګه یې حقونه نقض شوي دي.
د «سنت لوییس عامه راډیو» د نوموړي هویت نه دی افشا کړی، ځکه هغه ویلي چې طالبان ښايي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ له امله نوموړی او د هغه کورنۍ په نښه کړي.
د نوموړي مېرمنې ویلي چې هغه د چهارشنبې په ورځ، د وږي په څلورمه، هغه مهال ونیول شو چې د سهار د لامبلو لپاره له کوره وتلی و.
هغه اسناد چې د نوموړي کورنۍ امریکايي رسنیو ته سپارلي، ښيي چې نوموړي د ۲۰۱۲ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د امریکايي او افغان ځواکونو سره د ژباړن او کلتوري سلاکار په توګه کار کړی دی.
په دغو اسنادو کې د امریکا د پوځ او سمندري ځواکونو د افسرانو او د پوځي استخباراتو د سلاکارانو سپارښت‌لیکونه هم شامل دي چې په کې د نوموړي پر وفادارۍ او د باور وړتیا ټینګار شوی دی.
د «ایف بي ای» د ۲۰۲۱ کال د څېړنو په یوه حکم کې، چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې عام شو، د امریکا حکومت ادعا کړې چې دغه افغان له «جماعت‌الدعوه‌القرآن» سره اړیکې لرلې؛ هغه ډله چې امریکا په ۲۰۱۶ کال کې د بهرنۍ ترهګرې ادارې په توګه اعلان کړې ده.
په سند کې ادعا شوې چې نوموړي د فېسبوک له لارې د دغې ډلې له غړو سره اړیکه لرله، پر یوه هارډډیسک یې کوډ شوي معلومات ساتل او امریکا ته له داخلېدو وروسته یې هم د دغې ډلې د بنسټګر له زوی سره اړیکې درلودې.
د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې همداراز په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان ته د نوموړي سفر د دغې ډلې سره د هغه د اړیکو د احتمالي نښې په توګه یاد کړی دی.
خو نوموړي ویلي چې افغانستان ته د خپلې کورنۍ د لیدلو لپاره تللی و. ایف بي ای ادعا کړې چې د دغه سفر ځینې انځورونه ښيي نوموړی په هغه مراسمو کې حاضر و چې د جماعت‌الدعوه‌القرآن مشر په کې وینا کړې وه.
نوموړي دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د هېڅ ترهګرې ډلې غړی نه دی او هېڅکله به هم د داسې یوې ډلې غړیتوب ونه کړي.
د امریکا کډوالۍ ادارې په یوه بیان کې ویلي چې د «ترهګریزو فعالیتونو د ادعاوو» او «په درغلیو سره امریکا د داخلېدو د غوښتنې» له امله د نوموړي د ایستلو بهیر پیل شوی او هغه به د دې ادارې په توقیف کې پاتې شي.
دغې ادارې ویلي چې د ګرین‌کارت لرل امتیاز دی او که یو کس د امریکا قوانین نقض کړي، حکومت د هغه د دایمي استوګنې د لغوه کولو او له هېواده د ایستلو واک لري.
دغه افغان وايي، د امریکا حکومت له کلونو راهیسې هغه د ترهګر په توګه تر څار لاندې ساتلی، خو په دې موده کې یې مشخص تورونه نه وو پرې لګولي.
نوموړی د ۲۰۲۳ کال په یوه فدرالي قضايي دوسیه کې له ۱۲ څخه د ډېرو مدعیانو له ډلې هم دی. په دې قضیه کې ادعا شوې چې د امریکا حکومت ځینې کسان له کافي دلایلو پرته د ترهګرۍ د څار په نوملړونو کې شامل کړي او د هغوی اساسي حقونه یې نقض کړي دي.
ټاکل شوې د دغه افغان د کډوالۍ د قضیې د رسیدګۍ غونډه د سپټمبر په ۱۴مه د کنساس‌سیتي د کډوالۍ په محکمه کې ترسره شي.

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۱۷ وږی ۱۴۰۵ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۸:۱۳ GMT+۱
•
زیار خان یاد
100%

په کابل کې د یو شمېر افغان رسنیو مسوولینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې د طالبانو استخباراتو پرې د خپلې ډلې رسنیز ادبیات جبري کړي‌ او د ځانګړو ۲۲اصطلاحاتو نوملړ یې ورته سپارلی دی. په دغو اصطلاحاتو کې مخالفو جبهو، سیاستوالو او مخالفو هېوادونو ته ځانګړي‌ نومونه ټاکل شوي.

په کابل کې د یو فعال ټلوېزیون د رهبرۍ غړي وویل، د طالبانو استخباراتو د رسنیو څانګې ریاست ورته ۲۲ماده‌ییز نوملړ سپارلی چې په کې طالباني رسنیز القاب او الفاظ روښانه شوي دي. په دغو تورو کې یو هم د طالبانو مخالفو وسله‌والو ډلو ته منسوب نومونه دي چې په کور دننه خپلواکۍ رسنۍ یې هم په کارولو مکلفې ګرځول شوې دي.

سرچینه وایي، د خصوصي رسنیو مشران دا توان نه لري چې د طالبانو د استخباراتو د دغه پرېکړې پر وړاندې اعتراض وکړي او اړ دي پرته له ملاحظې یې ومني.

100%

دغه کلیمات لومړی ځل کابل کې یک، طلوع او اریانا ټلوېزیونو د اګسټ به ۲۰مه وکارول. په دغه ورځ دغو رسنیو د مقاومت جبهې د یو قوماندان حسیب پنشجیري (حسیب قوای مرکز) د وژل کېدو خبر ورکړ. د درېیو واړو رسنیو په راپورونو کې مقاومت جبهې ته د «شر او فساد ډلې» نوم کارول شوی و. یو شمېر افغان خبریالان د خصوصي رسنیو له لوري د دا ډول غیر ژورنالېستیکي کلیمو کارول د خپلواکۍ اصل له‌منځه وړل دي.

100%

تر دې وړاندې د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د داعش خراسان وسله‌والې ډلې په ځانمرګي برید کې ووژل شو. په کابل کې خصوصي رسنیو لومړی ځل د طالبانو وژل کېدونکو کسانو ته د «شهید»‌ کلیمه وکاروله. هغه مهال سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي وو چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ګډون د دغه ډلې استخباراتو ریاست په سپارښتنه خصوصي رسنیو د طالبانو د وژل کېدونکو کسانو لپاره د «شهید»‌ توري کارونه جبري کړه.

دا لومړی ځل و چې طالبان دغسې یوه کلیمه کاروي، په افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال دغو رسنیو د هغه مهال ملي پوځ او د امنیتي بنسټونو سرتېرو او منسوبینو ته چې د طالبانو په بریدونو کې به په نښه کېدل د «وژنې» کلیمه کاروله او همدا راز طالبانو ته به هم د ژورنالېستیکي اصولو له مخې کارول کېده.

100%

د طالبانو استخباراتو او همدا راز په ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو د خبریالانو لپاره د واټساپ ګروپونه جوړ کړي‌ او هلته ورسره د خپلې ډلې نوي محدودیتونه، بندیزونه او لارښوونې شریکوي. همدا راز په دغو واټساپ ګروپونو کې ان خبریالانو ته وخت ناوخت د پېښو پر مهال ځانګړي الفاظ او متنونه ورکول کې چې په خبري جملو او یا هم رسنیزو بحثونو کې یې وکاروي.

د بي‌بي‌سي پښتو څانګې یو پخوانی خبریال وایي، طالبام لا هم له رسنیو سره د یو جنګي ډلې په توګه چلند کوي او د مشروعیت په نشتوالي کې دوی خپله هم له رسنیو سره د یو مسوول حکومت توګه اړیکې نه لري. دا خبریال زیاتوي چې اوس مهال په افغانستان کې ازادې رسنۍ نشته او خصوصي رسنۍ هم په بشپړه توګه د طالبانو تر کنټرول لاندې دي‌ چې د خبرونو او خپرونو تر څنګ د رسنیو د خواله رسنۍ پاڼې هم پر کابل د واکمنې ډلې تر سانسور لاندې دي.

دغه خبریال زیاتوي چې د طالبانو حکومت په نړیواله او ملي کچه هېڅ مشروعیت نه‌لري او په کور دننه خصوصي رسنۍ ورته د «افغان حکومت او یا هم د افغانستان اسلامي امارت» کلیمې کاروي. د هغه په خبره، په خپلواک ژورنالېزم کې دغسې حالت ته باید د «طالبانو رژیم، د طالبانو نظام او یا هم د طالبانو حکومت» توري وکارول شي، ځکه د مشروعیت په نشتوالي کې په مسلکي ژورنالېزم کې دا ډول حالت ته د «افغان حکومت» خطاب نه‌شي کېدلی.

هغه وویل: «اوس فضا بدله ده،‌ د طالبانو او د خپلواکو رسنیو ترمنځ اوس فرق نشته. مثلا یوه بېلګه یې په ننګرهار کې د یو پاکستانۍ جېټ الوتکې د غورځېدو او د پېلوټ د نیول کېدو خیالي او دروغجنه کیسه وه چې خصوصي رسنۍ پرې ان د طالبانو تر رسنیو ډېرې ګرمې وې».

دغه سرچینه زیاتوي: «اوس په افغانستان کې بېخي ازادې رسنۍ شته نه، خصوصي رسنۍ د طالبانو په تبلیغاتي دستګاوو باندې بدلې شوې دي، حتی د طالبانو رسنۍ لا ګوزاره کوي او دا خصوصي رسنۍ دې ډلې ته په تبلیغاتو کې لا ان تر هغوی هم یو ګام مخکې دي».

دا افغان خبریال چې نږدې دوه لسیزې یې په افغانستان کې خبریالي کړې، وایي چې په جمهوریت کې به بیا برعکس رسنیو د یو منختب حکومت ملاتړ نه کاوه او د ازادو رسنیو په توګه یې پرې سختې نیوکې کولې.

کابل کې خصوصي رسنیو همدا راز په لومړي ځل نږدې یو نیم کال وړاندې پر کابل د پاکستان هوایي بریدونو پر مهال دغو پېښو ته د «پاکستان پوځي رژیم د بریدونو» اصطلاح وکاروله. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال په خپلو څرګندونو کې د پاکستان دا بریدونو د دغه هېواد «د پوځ د یوې خاصې کړۍ» کار وباله. دغه کلیمه هم خصوصي ازادو رسنیو په خپلو راپورونو کې په مستقیم ډول د لیکنیزو ژورنالېستیکي ادبیاتو له چوکاټه دباندې پرته له مستقیم نقل قولونو په خپلو خبرونو کې وکاروله.

مشهورې رسنیزې څيرې؛ د طالبانو د تبلیغاتي جال په دام کې

طالبانو د خپلو افکارو او اقداماتو د ترویج لپاره یو شمېر مشهورې رسنیزې څیرې هم ځان ته را کش کړي‌ او په بېلابېلو بڼو ترې خپلې ګتې اخلي. یو شمېر باخبره افغان خبریالانو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې د طالبانو استخباراتو د رسنیو څانګې او همدا راز د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني اړوند، جلال بنسټ یو شمېر رسنیزو څېرو ته د پوډکاسټونو په نوم تبلیغاتي مرکزونه جوړ کړي دي.

په دغو پوډکاسټونو کې مثلث، ازادګاه، میثاق او یو شمېر نور شامل دي چې د افغانستان مشهورې رسنیزې څیرې یې پر مخ وړي. سرچینه وایي، طالبانو دغو پوډکاسټونه ته دفترونه نیولي، تخنیکي وسایل یې ورته پېرلي، د کامره چلوونکو، ویډیو ایډیټرانو او بېلابېلو کارکوونکو ته یې تنخواوې هم ورکول کېږي.

یوه باوري سرچینه وایي،‌ د مثلث پوډکاسټ لپاره د مایکونو او کامرو په ګډون تخنیکي وسایل په دوبۍ کې پېرل شوي چې بیا یې د لګښت لېسټونه د طالبانو استخباراتو ته سپارل شوي او هغوی یې ټول مالي مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د روان کال د اګسټ میاشتې په لومړیو ورځو کې د طالبانو او ازادۍ جبهې ترمنځ د بدخشان په زېباک ولسوالۍ کې له جګړو سر هم‌مهاله د مثلث په نوم د پوډکاسټ یو جوړونکی د طالبانو د وسله‌والو په پروټوکول سره یادې ولسوالۍ ته لاړ. د اګسټ په ۹مه یې د «پامیر ډال؛ له شایعاتو تر واقعیت» تر سرلیک لاندې د مستند په نوم یوه ویډیو خپره کړه. په ویډیو کې خبریال د طالبانو د جنګیالیو په بدرګه د زېباک د غرونو ځینو څنډو ته خېژي او ادعا کوي چې د پاکستان له چترال سره پر پوله ولاړ دی.

100%

خبریال په یوه جمله کې د طالبانو د پوځي عسکرو یوې ویډیو سره وایي: «د پامیر د غرونو په شان دنګ پر خپل سنګر ولاړ دي». بل ځای دا خبریال چې د طالبانو د عسکرو په منځ کې ولاړ دی، ‌د ژورنالېستکي اصولو څخه په سرغړونې سره وویل: «سړی خوشاله کېږي چې ځوانان ګوري د خپلې خاورې څخه په دفاع کې ولاړ دي او له خپلو خلکو څخه دفاع کوي، په صفري نقطه کې حضور لري».

هغه پرته له کوم مستقم نقل قول څخه زیاتوي چې «د اسلامي امارت ځواکونه انشاالله دلته بشپړ تسلط لري او هیڅوک نه‌شي کولای چې له چترال دېخوا ته راشي». دغه مهال د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت هم بدخشان ته تللی و او د ازادۍ جبهې جګړه یې منلې وه. هغه ادعا کړې وه چې د دغې جبهې غړو ته وسلې پاکستان ورکړې وې او بېرته یې په شا وتنبول.

تر دې وروسته د طالبانو د مرور قوماندان جمعه خان فاتح او د دغه ډلې د بدري قطعې ترمنځ د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې د نښتو پر مهال هم دغو پوډکاسټونو او رسنیو د هغه پر ضد پراخ تبلیغات وکړل. دغو رسنیو فاتح ته د «باغي» کلیمه وکاروله او د هغه پر ضد یې د بدخشان د عامو وګړو نظریات خپرول. د روان کال د اګسټ په ۲۳مه نېټه د فاتح تر نیول کېدو وروسته د مثلث یو بل خبریال او مشهوره رسنیزه څېره د طالبانو په چورلکه کې د بدخشان نسي ولسوالۍ ته یوړل شو او هلته یې د داسې کسانو نظریات رسنیز کړل چې ادعا یې کوله د کورنۍ غړي یې فاتح وژلي دي.

100%

ویډیو چې د خاموشې چیغې تر سرلیک لاندې د مستند په نوم خپره شوې په کې د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي د فاتح پر ضد غږیدلي او له طالبانو یې غوښتي چې هغه محاکمه کړي. دوی جمعه خان فاتح په جنایتونو، وسله‌والو غلاوو او خپلسریو تورن کړی دی.

په کابل کې یو شمېر فعالو خبریالانو د نومونو نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې طالبان دغو پوډکاسټونو ته سوژې ورکوي او د هغو کسانو پر ضد د مستندونو او خبرونو په نوم ویډیوي کلېپونه او خبري مواد چمتو کوي چې د دغې ډلې خلاف دي. همدا راز زیاتوي چې د طالبانو استخبارات د افغان رسنیو ټول خبرونه او سیاسي خپرونې لومړی ارزوي او بیا یې د خپرولو اجازه ورکوي.

هم‌مهاله سرچینې دا هم وایي چې په کابل کې د یو شمېر خصوصي رسنیو مسوولانو او مشرانو ته د طالبانو د استخباراتو له لوري معاشونه ورکول کېږي‌ او د دوی له خواله رسنیو پاڼو څخه هم د خپلې ډلې د تبلیغاتو لپاره ګټه اخلي.

د طالبانو رسنیزو فشارونو ته غبرګونونه

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د اړیکو کمېټې مشر ظاهر څراغ افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې دوی هم د طالبانو له لوري دغو جبري کلماتو اندېښمن کړي او دغه چارې د خبریالانو او رسنیو خپلواکي په بشپړه توګه له‌منځه وړې ده.

هغه وویل چې په افغانستان کې اوس مهال پر خصوصي رسنیو تپل شوی وضعیت او پر خبري محتوا د ځینو خاصو کلماتو اجباري تحمیلول د بیان ازادۍ او مسلکي ژورنالېزم پر اصولو مستقیم ګوزار دی.

نوموړي وویل: «موږ سره ګڼو خبریالانو اړیکې کړې دي، د طالبانو دغو فشارونو رواني ستونزو سره مخ کړې دي او اوس دې تحمیلي کلماتو یې مسلکي ژوند هم ګواښ سره مخ کړی دی». ظاهر څراغ زیاتوي چې خبریالان اړ شوي چې د طالبانو مشر ته د «امیر المومنین او د دغه ډلې د کورنیو چارو وزیر ته د «خلیفه» کلیمه کاروي.

هغه زیاته کړه: «زه یوه بېلګه درسره شریکوم، یو خبریال کابل کې ذبیح الله مجاهد سره مرکه کې د هغه مور ته د مړینې مساله یاده کړې وه. پر سبا یې د طالبانو استخباراتو دغه خبریال ته زنګ کړی و چې ولې یې د دغه طالب چارواکي مور ته د مرحومې کلیمه نه ده کارولې؟ او ولې یې ورته تسلیت نه دی ویلی».

له دې ور اخوا یو شمېر نړیوالو بنسټونو هم په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر رسنیو او خبریالانو لګول شوي محدودیتونه او بندیزونه غندلي دي. هغه خبریالان چې د طالبانو له ټاکل شویو کرښو اوښتي،‌ نیولي او بیا یې ان تر یو کال هم د ډېرې مودې لپاره زنداني کړي دي. د راپورونو له مخې،‌ همدا مهال هم درې افغان خبریالان د طالبانو له لوري په بګرام زندان کې ساتل کېږي.

پر ټولنه د طالباني رسنیزو ادبیاتو اغیزې

په ننګرهار کې یو فرهنګي فعال د نوم نه ښودو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې د طالباني ادبیاتو او رسنیزو کلیمو په ټولنه کې پر خلکو هم اغېز کړی دی. هغه زیاتوي چې د خصوصي رسنیو تشبیه اوس د طالبانو غیر رسمي رسنیو سره کېدلای شي. دی زیاتوي چې د رسنیو په روغتیایي، ادبي او تفریحي خپرونو کې د طالبانو ظاهري بڼې په څېر خلک راڅرګندېږي او دې چارې د عامو خلکو په سلیقې هم اغیزې کړې دي.

د دغه فرهنګي فعال په وینا،‌ په افغانستان کې د لوست کچه خورا کمه ده او دغسې تحولاتو کې د خلکو فکري مسیر ژر د سیاسي بدلونونو له کبله بدلیدلی شي. هغه وویل: «هر ځای کې چې دوه لسیزې وروسته یا ژر سیاسي بدلون راځي،‌ نو د دوی روایت د ژوند په اړه،‌ د دنیا په اړه،‌ د خپلو کورنیو په اړه بدلېږي او متاسفانه دا حالت افغانستان کې سخت محسوس کېږي. ان خلکو په طالباني بڼه ځانونه جوړ کړي دي او دا رسنۍ یوه نرمه قوه ده چې خلکو ته زهرجن افکار پیچکاري کوي».

د طالبانو د دغه سانسور په ترڅ کې سلګونه خبریالان چې له افغانستان څخه وتلي اوس په جلا وطنۍ کې خپل فعالیتونه کوي‌ او ازادې رسنۍ یې رامنځته کړې دي. دوی د افغانستان وضعیت نه دی پرېښی چې د خلکو او نړۍ له سترګو پټ پاتې شي او هره ورځ له بېلابېلو ولایتونو څخه د طالبانو د سرغړونو، بندیزونو او د عامه خلکو د ژوند روایتونه خپروي.

طالبان هم جلا وطنه خپلواکې رسنۍ او خبریالان د خپل روایت لپاره لویه ننګوونه بولي او رسنیز فعالان په دې باور دي چې د دغه ډلې افکار یې تر سوال لاندې هم راوستې دي. که څه هم په افغانستان کې دننه خصوصي رسنۍ امنیتي پېښې، د طالبانو ځورونې، د ښځو د زده کړو ملاتړ،‌ د بیان ازادۍ او د طالبانو ضد سیاسي نظریات نه ‌شي خپرولی،‌ خو جلا وطنه رسنۍ بیا هره ورځ پرې راپورونه لري.

کارپوهان وايي، جلا وطنه خبریالانو او رسنیو د افغانستان د اوسني وضعیت د انعکاس لپاره د پام وړ پاملرنه کړې، خو دا برخه لا هم غښتلې کېدو ته اړتیا لري. طالبانو په څو څو خله او بېلابېلو بڼو د جلا وطنه خپلواکو افغان رسنیو او خبریالانو د غږ خاموشه کولو هڅې کړي، خو تر ډېره نه‌دي بریالي شوي.

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی

۱۷ وږی ۱۴۰۵ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۵:۱۴ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د پاکستان د پنجاب ایالت د روغتیايي علومو پوهنتون په دغه ایالت کې ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځيو ته د یوه مکتوب له لارې لارښوونه کړې چې افغان محصلان دې «د نافذه پالیسۍ او لارښوونو له مخې بېرته افغانستان ته ستانه کړي».

په لاهور ښار کې کینګ اېډورډ طبي پوهنتون، د اقبال طب پوهنځي او فاطمه جناح طب پوهنځني او همداراز په ملتان کې نشتر طبي پوهنتون په طب پوهنځيو کې پر زده‌کړو بوختو افغان محصلانو ته په رسمي ډول ویلي چې دوی نور په دغو ادارو کې خپلې زده‌کړې نه شي کولی.

100%

په لاهور کې د کینګ اېډورډ طبي پوهنتون له خوا د دوشنبې په ورځ خپره شوې اعلامیه کې افغان محصلینو ته ویل شوي، چې د پاکستان د طبي شورا (پي اېم ډي سي)د لارښوونې له مخې دې محصلین اړوندې «اداري چارې» په ۲۴ ساعتونو کې بشپړې کړي.

د کینګ اېډورډ طبي پوهنتون د لیلیې دفتر نن، سې شنبه، په یوه بله اعلامیه کې چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ترلاسه کړې، ویلي چې افغان اتباع محصلین، هلکان او نجونې، دې په ۲۴ ساعتونو کې له لیلیو ووځي.

د کينګ اېډورډ طبي پوهنتون د دوشنبې په ورځ په دغه پوهنتون کې د طب په زده‌کړه بوختو ۲۲افغان محصلینو، هلکانو او نجونو، ته هم ورته اعلامیه ورکړې ده. په دغو محصلانو کې ځینې هغه په وروستیو سمسترونو کې دي.

100%

د یادو ۲۲ افغان محصلینو له ډلې یوه محصل مختار احمد، چې د طب(اېم بي بي اېس)د درېیم کال زده‌کوونکی دی، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې دوی نه پوهېږي اوس به څه کوي.

هغه وویل، «د دوشنبې په ورځ د پوهنتون رجسټرار غوښتي وو او دغه اعلامیه یې راسره شریکه کړې او لارښوونه یې راته کړې چې په پوهنتون کې خپلې اداري چارې بشپړې کړو ».

نوموړي زیاته کړه، چې « راته ویې ویل چې نورې زده‌کړې دلته په پاکستان کې نه شئ کولی، افغانستان ته لاړ شئ او نورې زده‌کړې هم هلته وکړئ».

مختار احمد وویل: «نن مو د کینګ اېډورډ له رجسټرار سره ولیدل. هغه راته وویل چې موږ ته د لوړپوړو چارواکو حکم دی، ځکه باید دا عملي کړو او موږ په دې برخه کې له تاسو سره مرسته نه شو کولی».

مختار او د هغه نور افغان ملګري د پاکستان د اقبال په نوم د لوړو زده کړو کمیسیون په دولتي بورسونو هلته تللي او ویزې هم لري.

100%

هغه وویل، « موږ دلته قانوني اوسیږو. نه پوهېږو چې اوس کومه دروازه وټکوو».

یو ب تن محصل، چې په یاد پوهنتون کې زده کړې کوي، وویل چې دوی اوس هڅه کوي د پاکستان د پوهنې وزارت له چارواکو سره وویني، څو خپله ستونزه هواره کړي، ځکه د محصلینو زده‌کړې نیمګړې پاتې کیږي.

افغان محصلینو په اسلام‌اباد کې د طالبانو له سفارت سره هم لیدلي، خو هغوی هم په دې اړه کوم مثبت ځواب نه دی ورکړی.

د یادو محصلانو د معلوماتو له مخې، دا مهال د پنجاب په بېلابيلو پوهنځيو اوپوهنتونونو کې شاوخوا ۲۰۰ افغان محصلان د طب په زده‌کړو بوخت دي.

په لاهور کې د اقبال طب پوهنځي د پنځم او وروستي کال کې یو تن محصل له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې پوهنځي نن دوی ته هم ویلي چې د تصفيې ټولې چارې دې بشپړې کړي.

100%

هغه وویل: «موږ د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن یو، ځکه له یوې خوا د افغانستان حالاتو ته ګورو او له بلې خوا زموږ د راتلونکي هېڅ ضمانت نشته. معلومه نه ده چې په افغانستان کې به کوم پوهنتون موږ ومني که نه، حکومت به زموږ غم وخوري او که نه. زموږ برخلیک نامعلوم دی، نه مو پاکستان مني او نه په افغانستان کې زموږ د برخلیک په اړه څه معلوم دي».

د ملتان ښار نشتر طبي پوهنتون خپلو افغان محصلانو ته ویلي چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PM&DC) د لارښوونې له مخې دې پوهنتون او لیلیې پرېږدي او له پاکستان نه د وتلو لپاره لازم ترتیبات ونیسي.

د پوهنتون د رییس د دفتر د سپټمبر ۷مې خبرتیا کې ویل شوي چې په پاکستان کې په طبي او غاښونو پروګرامونو کې شامل افغان اتباع باید د باصلاحیته چارواکو د اوسنۍ پالیسۍ له مخې افغانستان ته ستانه شي.پوهنتون خپلو افغان محصلانو ته ویلي چې د محصلانو چارو څانګې یا د راجسټرار له دفتر سره اړیکه ونیسي، خپل اداري پړاوونه بشپړ کړي او د اړتیا په صورت کې د وتلو لپاره لازم اسناد ترلاسه کړي.

په خبرتیا کې ټینګار شوی چې افغان محصلانو ته به اجازه ورنه کړل شي چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي. همداراز، د نوي شمولیت، پوهنتون ته د انتقال، تبدیلۍ او نورو اکاډمیکو یا اداري اسانتیاوو غوښتنه هم نه شي کولی.

د پوهنتون په وینا، دغه پرېکړه د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د لارښوونو پر بنسټ شوې او پر ټولو اړوندو افغان محصلانو پلې کیږي.

خو افغان محصلين غوښتنه کوي چې پاکستان او طالبان بايد د دوی ستونزې ته وګوري او ښوونیزه او تحصیلي برخه د سیاستونو ښکار نه شي.

ملبورن ریویو: پاکستان د پخوانیو افغان سرتېرو او جهادي قوماندانانو د سمبالولو هڅه کوي

۱۷ وږی ۱۴۰۵ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۳:۲۱ GMT+۱
100%

ملبورن اسیا ریویو په یوه تازه څیړنه کې وايي، له سیمې وروستي راپورونه ښيي چې پاکستان د نیابتي جګړې د نوي پړاو لپاره د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو له ځینو غړو او جهادي قوماندانانو کار اخلي. د مقالې لیکوالان وايي، دغه کسان پر طالبانو د فشار لپاره بیا وسله وال او تنظیمیږي.

د افغانستان د پخواني حکومت د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي او د امنیتي چارو شنونکي ثناءالله تسل په ګډه مقاله کې دا د پاکستان د تېرو «ناکامو سیاستونو» تکرار بللی دی.

خو د دغو کسانو د هویت، شمېر، د فعالیت د سیمو او د بیا سمبالولو د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

مقاله وايي، په سیمه کې پر یو بل د هېوادونو تورونه امنیتي وضعیت لا پېچلی کوي.

طالب چارواکو پاکستان د داعش خراسان په ملاتړ تورن کړی، خو اسلام‌اباد بیا طالبان د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو په ملاتړ تورنوي. پاکستان پر هند هم تور لګولی چې افغان طالبان او ټي‌ټي‌پي حمایه کوي.

د مقالې لیکوالان وایي، د افغانستان، پاکستان او هند شخړې له یو بل سره تړلې دي او د یوه هېواد ناامني پر نورو هم اغېز کوي. دا اړیکه په ځانګړي ډول پر ډیورنډ کرښه ښکاره ده چې د وسله‌والو فعالیتونه، کمزورې حکومتولي او د هېوادونو متضادې ګټې پکې سره یوځای شوې دي.

په مقاله کې ویل شوي چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو ستنېدو په سیمه کې د افراطي ډلو تبلیغاتي روایت پیاوړی کړی. د طالبانو بري ټي‌ټي‌پي، داعش خراسان او القاعدې ته دا پیغام ورکړی چې وسله‌والې ډلې کولای شي د نړیوال پوځي فشار پر وړاندې دوام وکړي او بېرته دولتي واک ترلاسه کړي.

لیکوالان د میداني معلوماتو پر بنسټ ادعا کوي چې وسله‌والې شبکې له ۲۰۲۱ کال وروسته لا منسجمې شوې دي. د دوی په وینا، ټي‌ټي‌پي له پاتې شویو پوځي تجهیزاتو او د خپلمنځي اختلافونو له کمېدو ګټه اخیستې ده.

د مقالې د لیکوالو په وینا، ټي‌ټي‌پي له افغان طالبانو سره فکري نږدېوالی لري، خو یو جلا سازمان دی چې خپل مشرتابه او د پاکستان د دولت پر ضد ځانګړې اجنډا لري.

په لیکنه کې له ټي‌ټي‌پي سره د پاکستان د خبرو ناکام بهیر ته هم اشاره شوې ده. د پاکستان پخواني پوځي مشرتابه د قومي جرګو او د افغان طالبانو په منځګړیتوب له دې ډلې سره د خبرو هڅه وکړه، خو بهیر له پیله له ستونزو سره مخ شو.

لیکوالان وايي، پاکستان له ټي‌ټي‌پي سره د یوه دودیز قومي پاڅون په توګه چلند وکړ، خو دا ډله تر هغه وخته پر یوه لا متمرکز او له فکري پلوه منسجم وسله‌وال سازمان بدله شوې وه. له همدې امله د قومي جرګو دودیز منځګړیتوب د دې ډلې د مهارولو لپاره کافي نه و.

مقاله وايي، چې د پاکستان چلند وروسته له خبرو څخه فشار ته واوښت. اسلام‌اباد له طالبانو غوښتل چې ټي‌ټي‌پي مهار کړي، غړي یې پاکستان ته وسپاري یا د یوې دیني فتوا له لارې د پاکستان پر ضد د دې ډلې جګړه ناروا اعلان کړي خو د لیکوالانو په وینا، د طالبانو او نورو وسله‌والو ترمنځ پخوانیو اړیکو، د ګډو جګړو تاریخ او د طالبانو په لیکو کې د داخلي اختلاف وېرې د اسلام‌اباد د غوښتنو منل ستونزمن کړي دي.

دوی زیاتوي چې له وسله‌والو ډلو سره خبرې د سیاسي او جوړښتي ستونزو له حل پرته بریالۍ کېدای نه شي او یوازې پر لنډمهالو امنیتي معاملو بدلېږي.

په مقاله کې راغلي چې داعش خراسان هم د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د فعالیت ساحه بېرته پراخه کړه. د مقالې له مخې، واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته له زندانونو د داعش خراسان د زرګونو وسله والو خوشې کېدو، چې لوړپوړي مشران یې هم پکې وو، دغې ډلې ته د بیا منظمېدو زمینه برابره کړه.

لیکوالان وايي، داعش خراسان وروسته خپل تکتیکونه بدل کړل او ویې ښوده چې لوی بریدونه ترسره کولای او له پولو هاخوا کسان جذبولای شي.

په مقاله کې په افغانستان کې د ټولګډونه سیاسي نظام نشتوالی، د ښځو او لږکیو ځپل او نړیواله انزوا د کورنۍ بې‌ثباتۍ د دوام له مهمو عواملو بلل شوي دي.

لیکوالانو خبرداری ورکړی چې د هند او پاکستان سیالي، د وسله‌والو ډلو فعالیت او د سیمه‌ییزو قدرتونو متضادې ګټې افغانستان یو ځل بیا د نیابتي سیالیو پر ډګر بدلولای شي.

دوی له افغانستان، پاکستان او هند څخه غوښتي چې داسې د تایید وړ ژمنې وکړي چې وسله‌والې ډلې د یوه هېواد خاوره د بل پر ضد ونه کاروي. لیکوالانو له هند او پاکستان څخه په ځانګړي ډول غوښتي چې افغانستان د خپلو نیابتي سیالیو په ډګر بدل نه کړي او د کشمیر شخړه د افغانستان له کړکېچونو سره ونه تړي.