ذبیحالله مجاهد: نړۍوالې ادارې دې د روغتیا په برخه کې خپلې همکارۍ نه سیاسي کوي

د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د یادې ډلې د روغتیا او ورزش ادارو د کلنیو لاسته راوړنو غونډې پرمهال له نړۍوالو مرستندویه ادارو غوښتنه وکړه، چې د روغتیا په برخه کې دې خپلې همکارۍ نه سیاسي کوي. هغه وايي، که مرسته ونه شي دوی به د روغتیا برخه په خپلو امکاناتو او بودجې مخته یوسي.
مجاهد د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۸مه) د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» پروګرام په اتم خبري کنفرانس کې وویل، چې تېرکال یې مېلیونونه خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.
نوموړي د دغه خدماتو په اړه زیاته کړه: «۹۹.۷ مېلیونه سراپا، څه باندې ۲.۱ مېلیونه داخل بستر او سلګونه نور روغتیايي خدمتونه ترسره شوي». هغه دا هم وویل، چې په نشهیي توکو د روږدو څه باندې ۲۵زره کسانو او په سرطاني ناروغیو د اخته څه باندې ۹۹زره کسانو درملنې هم شوې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړه، له نړۍوالو مرستندویه ادارو سره د روغتیا په برخه کې همکاري لري او غوښتنه یې وکړه چې دغه ادارې دې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
مجاهد وايي، که د روغتیا په برخه کې نړۍوالې مرستې په ټپه ودرېږي؛ دوی به د خپلې کورنۍ بودجې څخه خلکو ته خدمات وړاندې کړي. مجاهد وايي، تېرکال په ټول هېواد کې د ۱۰۳ روغتیايي مرکزونو د بیارغونې چارې هم پیل شوې دي.
ذبیحالله مجاهد د ښځینه ډاکټرانو د کمښت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې له وضاحت پرته وویل: «روغتیا وزارت هڅه کوي خپل روغتیايي کارکوونکي وساتي»؛ خو د خبرو په یوه بله برخه کې یې بیا وویل، چې روغتیا وزارت ۶زره او ۲۴۰ ډاکټران ثبت کړي او ۳زره او ۴۶۶ ډاکټرانو ته یې د فعالیت جوازونه ورکړي دي.
نوموړي دا ونه ویل، چې په دغه شمېر کې ښځينه ډاکټرانې هم شاملې دي کنه. ذبیحالله مجاهد وايي، د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو د جوړېدو پلان شته چې په ځینو ولسوالیو کې یې چاري بشپړې شوې دي.
