• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري حقونو څار بنسټ له پاکستان نه غوښتي چې افغان محصلان دې نه باسي

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۷:۱۲ GMT+۱

د بشري حقونو څار بنسټ له پاکستان نه غوښتي، چې د افغان طبي محصلانو د اېستلو پرېکړه بېرته واخلي او هغوی ته اجازه ورکړي چې زده‌کړې بشپړې کړي. دغه سازمان د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو بندیزونو ته په اشارې ویلي، د افغان ښځینه محصلانو اېستل کولای شي دوی د زده‌کړو له فرصته محرومې کړي.

پاکستاني چارواکو د سې‌شنبې په ورځ له مخکېنۍ خبرتیا پرته د دغه هېواد طبي او غاښونو طب موسسو ته امر کړی، چې افغان محصلان وباسي او افغانستان ته د هغوی د ستنېدو زمینه برابره کړي. هم‌مهاله په پاکستان کې د طبي زده‌کړو په موسسو کې د تازه افغان محصلانو پر منلو هم بندیز لګېدلی دی.

د بشري حقونو د څار بنسټ د راپور له مخې، په لاهور کې د کېنګ اډوارډ طبي پوهنتون ۲۰ افغان محصلانو ته چې څلور یې ښځې او اووه یې د زده‌کړو د وروستي کال محصلان دي امر کړی چې په ۲۴ ساعتونو کې د وتلو بهیر بشپړولو لپاره ورشي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون اټکل کړی، چې په لاهور کې د طب او غاښونو په برخو کې شاوخوا ۱۰۰ افغان محصلان ښايي د یادې پرېکړې له امله اغېزمن شي چې له ډلې یې له ۲۰ تر ۴۰ پورې ښځې دي.

یوشمېر افغان محصلانو هم د خوندي سرپناه او حقوقي مرستې ترلاسه کولو لپاره دغه سازمان ته مراجعه کړې، ځکه دوی هم د اېستلو وېره لري. د بشري حقونو څار بنسټ وايي، افغانستان ته د افغان ښځینه محصلانو بېرته ستنول ښايي هغوی له دې فرصت څخه بې‌برخې کړي چې ډاکټرانې یا د غاښونو د برخې متخصصې شي؛ ځکه طالبانو د نجونو پر لوړو زده‌کړو بندیز لګولی دی.

د بشري حقونو څار بنسټ له پاکستان نه غوښتي، چې د افغان محصلانو د بېرته ستنېدو، د نوم لیکنې او داخلې بندیزونو پرېکړه واخلي او دوی ته اجازه ورکړي چې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.

دغه بنسټ د هر محصل د خوندیتوب وضعیت ارزونې او د اړمنو کسانو په ځانګړې توګه د ښځو لپاره د خوندي سرپناه غوښتنه هم کړې ده. په پاکستان کې د طبي څانګو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې د نورو بشري حقونو سازمانونو غبرګونونه هم راپارولي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان هم دغه پرېکړه «تبعیضي» بللې او خبرداری یې ورکړی، چې د افغان محصلانو اېستل د هغوی د زده‌کړو حق نقضوي. همداراز د پاکستان یوشمېر پخوانیو چارواکو او سیاسي څېرو په دغه هېواد کې د افغان محصلانو د اېستلو په غبرګون د پاکستان له حکومته غوښتي، چې په خپله پرېکړه بیاکتنه وکړي او په ځانګړي ډول افغان نجونو ته اجازه ورکړي چې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.

ډېر لیدل شوي

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی
۱

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۲
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۳
ځانګړی

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی

۴

ملبورن ریویو: پاکستان د پخوانیو افغان سرتېرو او جهادي قوماندانانو د سمبالولو هڅه کوي

۵
ځانګړی

سرچینې: د طالبانو د عدلیې وزیر د شمشاد ټلويزیون د ودانۍ د خالي کولو امر کړی

•
•
•

نور خبرونه

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۰:۰۲ GMT+۱
100%

ناټو کې د امریکا پخوانی سفیر نیکولاس برنز وايي، واشنګټن د سپټمبر له ۱۱مې بریدونو وروسته د خپلو ملګرو هېوادونو پراخ ملاتړ ترلاسه کړ، خو افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن حضور د دغه هېواد د ماموریت اصلي موخه ګډه‌وډه کړه. هغه وایي، موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو.

هغه د هېوادونو د یووالي یادونه کړې او ویلي یې دي چې امریکا په خپله بهرنۍ تګلاره کې خپلو ملګرو او متحدو هېوادونو ته اړتیا لري.

برنز له سي‌اېن‌اېن ټلوېزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل، د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو تر ټولو مهم درس چې امریکا ترې واخیست، دا و چې دغه هېواد په نړۍ کې ملګرو او تړونیزو هېوادونو ته اړتیا لري.

هغه مهال چې بریدونه وشول، برنز یوازې ۱۲ ورځې مخکې په ناټو کې د امریکا د سفیر په توګه دنده پیل کړې وه.

برنز وویل، له بریدونو وروسته دی ونه توانېد چې له سپینې ماڼۍ، د بهرنیو چارو له وزارت او یا پنټاګون سره اړیکه ونیسي، خو د کاناډا، ډنمارک، ناروې او ایسلنډ سفیرانو ورسره اړیکه ونیوله او له امریکا سره یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

د برنز په وینا، دغو هېوادونو ویلي وو چې د امریکا ترڅنګ به ودرېږي او که اړتیا وي، په افغانستان کې به هم له امریکا سره ملګري شي.

د واشنګټن ملګرو هېوادونو هم د ناټو د تړون د پنځمې مادې د پلي کولو لپاره چمتووالی وښود. د دغه تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد برید د ناټو پر ټولو غړو هېوادونو برید ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړه چې تر بلې ورځې پورې د ناټو ټولو غړو هېوادونو له دې پرېکړې سره هوکړه کړې وه.

برنز دغه یووالی د امریکا لپاره، چې له یوې سترې غمیزې سره مخ شوې وه، «هڅوونکی» وباله.

په ناټو کې د امریکا پخواني سفیر وویل چې د ۱۳۸۰ کال د وږي په ۲۱مه یې د امریکا د هغه مهال له ملي امنیت سلاکارې کاندولیزا رایس سره خبرې وکړې او هغې ته یې وویل چې واشنګټن خپلو ملګرو ته اړتیا لري.

رایس په ځواب کې ورته ویلي وو: «دا ښه خبره ده چې په نړۍ کې ملګري ولرو.»

«موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به پاتې شو»

برنز وویل، کله چې په افغانستان کې د امریکا بریدونه په لومړیو کې پیل شول، د امریکا په حکومت کې هېچا فکر نه کاوه چې په دغه هېواد کې به د دوی حضور ۲۰ کاله دوام وکړي.

هغه وویل: «موږ ډېر وخت پاتې شو او په یوه ډول مو د خپل ماموریت د روښانه موخې درک له لاسه ورکړ.»

د برنز په وینا، د امریکا یو شمېر ملګرو هېوادونو هم په افغانستان کې ډېرې له خطره ډکې دندې ترسره کړې او درانه ځاني زیانونه یې ولیدل.

هغه وویل، امریکا باید خپلو ملګرو ته درناوی وکړي، له هغوی سره ګډ کار وکړي او د هغوی نظرونو ته غوږ ونیسي.

برنز زیاته کړه چې واشنګټن که څه هم ډېر ځواک لري، خو په نړۍ کې د خپلې تګلارې د پلي کولو لپاره د نورو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.

د عراق د جګړې د ملاتړ له امله پښېماني

برنز د مرکې په بله برخه کې وویل چې په ۱۳۸۲ کال کې پر عراق د امریکا د برید له ملاتړ څخه اوس پښېمانه دی.

هغه هغه مهال په ناټو کې د امریکا سفیر و او په عراق کې یې له پوځي لاسوهنې ملاتړ کاوه، خو اوس دغه پرېکړه ناسمه بولي.

برنز وویل: «زما په اند، عراق ته ننوتل ناسمه پرېکړه وه».

هغه زیاته کړه چې په «عراقي ډنډ» کې د امریکا ښکېلتیا، په دغه هېواد کې د ۱۱ کلن حضور دوام او د ګڼ شمېر خلکو وژل کېدل هم تېروتنه وه.

هغه وویل، د نړۍ په کچه د تګلارې له تر ټولو سختو مسئلو څخه یوه دا ده چې وپېژندل شي، په کوم وخت کې پوځي لاسوهنه مناسبه ده.

برنز د دې ستونزې د روښانولو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې مادلین آلبرایت خبرو ته اشاره وکړه.

د هغه په وینا، آلبرایت ویلي وو چې د هغې تر ټولو ستره پښېماني دا وه چې امریکا په ۱۳۷۳ کال کې په روانډا کې د نسل وژنې پر مهال لاسوهنه ونه کړه.

په روانډا کې د دغه نسل وژنې پر مهال په څو میاشتو کې شاوخوا یو میلیون کسان ووژل شول.

برنز وویل، د دې پرېکړې کول چې کله باید لاسوهنه وشي او کله باید له لاسوهنې ډډه وشي، له هغو تر ټولو پېچلو مسئلو څخه ده چې سیاسي مشران ورسره مخامخ کېږي.

هغه ټینګار وکړ چې د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو تجربې وښودله چې امریکا، سره له دې چې پوځي او سیاسي ځواک لري، له خپلو ملګرو او تړونیزو هېوادونو پرته نه شي کولای خپله نړیواله تګلاره په بریالیتوب پر مخ یوسي.

په مانیښ کانال کې د پناه‌غوښتونکو د مرګ په تړاو افغان تورن کسان محاکمه کېږي

۱۸ وږی ۱۴۰۵ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۷ GMT+۱
100%

په پاریس کې د ۱۴ کسانو محاکمه پیل شوې چې ډېری یې د افغانستان وګړي دي او د مانیښ کانال له لارې د پناه‌غوښتونکو د تېرېدو پر مهال د لږ تر لږه ۳۱ کسانو د مړینې په تړاو تورن دي.

په دې پېښه کې د کښتۍ د ۲۷ سپرلیو مړي موندل شوي، خو څلور نور لا هم ورک دي. ډېری قربانیان عراقي کردان وو، خو د افغانستان، اېتوپیا، ایران، سومالیا، ویتنام او د مصر وګړي هم په قربانیانو کې شامل دي.
د پېژندل شویو قربانیانو تر ټولو کم‌عمره یوه اووه کلنه نجلۍ وه. په پېښه کې ۱۵ نارینه، اووه ښځې او دوه تنکي ځوانان هم وژل شوي دي.
پر تورنو کسانو د غیرعمدي وژنې او د یوې سازمان‌ شوې جنایي ډلې په چوکاټ کې د ناقانونه کډوالۍ د اسانتیا تورونه لګېدلي دي. د فرانسې د څارنوالۍ له مخې، دوی د ۱۴۰۰ لمریز کال د لړم میاشتې پر مهال د فرانسې له ساحلونو څخه بریتانیا ته د پناه‌غوښتونکو د سفر په تنظیم کې رول درلود.
د راپورونو له مخې، ډېرو تورنو کسانو پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي. دوه هغه کسان چې د دې سفر اصلي تنظیموونکي بلل شوي، لا هم تښتېدلي دي او محاکمه یې په غیاب کې ترسره کېږي.
هغه کښتۍ چې پناه‌غوښتونکي پکې سپاره وو، د ۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په دویمه ماښام د فرانسې له ساحله حرکت وکړ، خو د مانیښ کانال په منځ کې له ستونزې سره مخ شوه.
د کښتۍ هوا ورو ورو ووتله او اوبه ورته دننه شوې. د کښتۍ د وزن د کمولو لپاره یو شمېر سپرلیو ځانونه اوبو ته واچول، خو د سختې یخنۍ له امله یې ژوند له لاسه ورکړ. له دې پېښې یوازې دوه کسان ژوندي پاتې شول.
ګارډین ورځپاڼې دغه پېښه د مانیښ کانال له لارې د وړو کښتیو په وسیله د کډوالو د تېرېدو تر ټولو خونړۍ ثبت شوې پېښه بللې ده.
د څارنوالۍ د تورونو د لایحې له مخې، تورنو کسانو د یوې «بې‌کیفیته، د سمندري سفر لپاره نامناسبې، له ټاکلي ظرفیت څخه د ډېرو کسانو د لېږد وړې او د مناسبو ژغورنې واسکټونو نه لرونکې» کښتۍ په اوبو کې د اچولو په برخه کې رول درلود.
پر تورنو کسانو همداراز تور دی چې پناه‌غوښتونکو ته یې د اوسېدو ځای برابر کړی، هغوی یې لېږدولي، کښتۍ یې ورته چمتو کړې او د دې سفر لپاره یې ورکړل شوې پیسې لېږدولې دي.
خو ډېری تورن کسان وايي چې دوی خپله هم کډوال وو او که په دې بهیر کې یې کوم رول درلود، د اصلي تنظیموونکو په امر یې ترسره کړی دی.
ټاکل شوې چې د تورنو کسانو محاکمه، چې د سې‌شنبې په ورځ پیل شوې، شاوخوا درې اوونۍ دوام وکړي. د قربانیانو د کورنیو یو شمېر غړي هم د محاکمې په لومړنیو غونډو کې د ګډون لپاره پاریس ته تللي دي.
د دغې پېښې له امله په فرانسه او بریتانیا کې د ژغورنې د ادارو د فعالیتونو په اړه جلا جلا څېړنې هم ترسره شوې دي.
په فرانسه کې د پوځ او سمندري ژغورنې ځواکونو اووه غړي د هغو کسانو سره د مرستې نه کولو په شک قضايي څېړنې سره مخ دي چې د مرګ له ګواښ سره مخ وو.
د «ګارډین» په وینا، پناه‌غوښتونکو شاوخوا ۱۲ ځله د فرانسې او بریتانیا له سمندري ژغورنې ادارو سره اړیکه نیولې وه، خو کښتۍ د مرستې له لومړۍ غوښتنې نږدې ۱۲ ساعته وروسته وموندل شوه.
د فرانسې د کب نیولو یوې کښتۍ سپرلیو، چې د بریتانیا اوبو ته نږدې وو، په اوبو کې څو مړي ولیدل او وروسته یې چارواکي خبر کړل.
په بریتانیا کې یوې رسمي څېړنې ښودلې چې د کارکوونکو اوږدمهاله کمښت د ساحلي ساتونکو وړتیا کمزورې کړې وه، څو بېړنیو اړیکو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
له بلې خوا، د څارنې یوه الوتکه هم د خرابې هوا له امله ونه توانېده چې الوتنه وکړي.
د دې څېړنې د موندنو له مخې، که د بریتانیا او فرانسې چارواکو ژر اقدام کړی وای، ښايي د کښتۍ د یو شمېر یا ټولو سپرلیو د مړینې مخه نیول شوې وای.

هرات کې د یوه ځوان وژنه؛‌د طالبانو د امنیت امر وايي هر ږیره‌ور او لونګۍ والا طالب ‌نه‌دی

۱۸ وږی ۱۴۰۵ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۲ GMT+۱
100%

۶ ورځې مخکې په هرات ښار کې یو ۳۰ کلن ځوان له شکنجې وروسته په رڼا ورځ په ډزو ووژل شو. ځايي طالبان ادعا لري، چې د پېښې په تړاو مظنونین نیول شوي، خو په تړاو یې هېڅ ډول معلومات نه‌دي ورکړي. دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیت امر بیا وايي هر «ږیره‌ور او لونګۍ والا» طالب نه‌دی.

د تېرې جمعې په ورځ (د وږي ۱۳مه) د هرات ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو ۳۰ کلن ځوان عبدالقدیر پهلوان‌زاده د یو شمېر وسله‌والو له شکنجه کېدو وروسته په تړلو لاسونو په ډزو سره ووژل شو.

هغه ویډیو چې په همدې تړاو افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، هم د یوه ځوان د شکنجې او تړل شوو لاسونو وروسته په ډزو د ویشتلو صحنه ښيي. سرچینې وایي، د پېښې پر مهال د پښتون زرغون امنیه قوماندان د خپل اوښي او ورور سره یوځای حاضر وو.

100%

د هرات لپاره طالب مسوولینو بیا د پېښې په څلورمه ورځ (دوشنبه د وږي ۱۶مه) یاده پېښه شخصي دښمني وبلله او په پېښه کې یې د ښکېلو کسانو د نیولو ادعا وکړه، خو د عبدالقدیر کورنۍ وايي، چې له هېچا سره شخصي دښمني نه‌لري.

له دې سره سم، په هرات کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د عبدالقدیر پهلوان‌زاده د وژنې په قضیه کې کليدي تورن طالب قومندان مولوي حامد او د پښتون زرغون امنیه قوماندان سید احمد محمدي د سې‌شنبې په سهار (د وږي ۱۷مه) د هرات له امنیه قومندانۍ څخه تښتېدلي دي.

سرچینو په یاده پېښه کې د تورنو کسانو د نیولو په تړاو د هرات لپاره د طالبانو ادعاوې رد کړې او څرګنده کړې یې ده، چې په پېښه کې ښکېل لا هم ازاد ګرځي. د معلوماتو له مخې، اوس یوازې د مولوي حامد کشر ورور د طالبانو په بند کې دی، داسې کس چې په عبدالقدیر پهلوان‌زاده د وژنې په قضیه کې هېڅ لاس نه‌لري.

سرچینې ادعا کړې، چې مولوي حامد له سید احمد محمدي سره معامله کړې وه او ویلي یې وو چې «خور به درکړم، ته عبدالقدیر پهلوان‌زاده ووژنه».

په ورته وخت کې د هرات لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د امنیت امر نجیب‌الله علي د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۸مه) په همدې تړاو په یوه پیغام کې ویلي، د عبدالقدیر پهلوان‌زاده په پېښه کې ملکي کسان ښکېل دي او ادعا لري، چې ځینې کسان هڅې کوي چې دا پېښه طالبانو پورې وتړي.

نجیب‌الله علي زیاته کړې: «هره ږیره‌ور او لونګۍ والا طالب نه‌دی. حقیقت باید په واقعیت او شواهدو کې ولټول شي، نه د افرادو په ظاهر».

له دې ټولو سره سره په هرات کې د تېرې جمعې پېښه چې له امله یې عبدالقدیر پهلوان‌زاده په رڼا ورځ په تړلو لاسونو ووژل شو، لا هم په کره توګه څرنګوالی یې معلوم نه‌دی او دا د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې یوازینۍ پېښه نه‌ده، بلکې ترې دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې دغه ډول مرموزې وژنې شوي او لامل یې هم نه‌دی روښانه شوی.

افغانستان ته د ایران صادرات لږ تر لږه ۲۵ سلنه کم شوي

۱۸ وږی ۱۴۰۵ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۳ GMT+۱
100%

د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې مشر وايي، د ایران او امریکا د جګړې له پیل راهیسې افغانستان ته د ایران صادرات لږ تر لږه ۲۵ سلنه کم شوي، په داسې حال کې چې سیال هېوادونه هڅه کوي د افغانستان په بازار کې خپله ونډه پراخه کړي.

د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې مشر محمود سیادت د چارشنبې په ورځ د ایران له «ایلنا» خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، چې افغانستان ته د پیټروکیمیاوي محصولاتو، فولادو، خوراکي توکو او نورو توکو پر صادراتو محدودیتونو دغه کچه نوره هم کمه کړې ده.

د هغه په وینا، په دغو محدودیتونو کې هغه بندیزونه هم شامل دي چې د جګړې له امله د رامنځته شویو زیانونو او د ایران د کورني بازار د اړتیاوو له کبله لګېدلي دي.

سیال هېوادونه مخکې کېږي

سیادت وویل، چې د ایران لپاره تر ټولو لویه اندېښنه دا ده چې نور هېوادونه په چټکۍ سره د افغانستان بازار ته داخلېږي او خپله ونډه زیاتوي.

سیادت وویل: «تر ټولو مهمه ستونزه دا ده چې په همدې موده کې چې افغانستان ته زموږ صادرات کم شوي، زموږ سیالانو په جدي ډول د افغانستان بازار ته مخه کړې ده».

د هغه په وینا، افغانستان ته د ازبکستان صادرات سږ کال ۴۲سلنه زیات شوي او دغه زیاتوالی په چټکۍ سره د افغانستان په بازار کې د ایران ونډه کموي.

سیادت همداراز د ایران پولې ته څېرمه د سعودي عربستان د ګازو د استخراج یوې څو میلیارد ډالري هوکړې ته اشاره وکړه.

په سعودي عربستان کې مېشت دلتا انټرنېشنل شرکت روانه اونۍ د طالبانو د کانونو او پټرولیم له وزارت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج لپاره هوکړه لاسلیک کړې ده.

طالب چارواکو د دې پروژې لومړنۍ پانګونه ۲۰۰میلیونه ډالر ښودلې، خو دلتا انرژي ویلي چې که د اکتشاف او امکان‌سنجۍ پایلې د چارو د پراختیا ملاتړ وکړي، د انرژۍ دغه پراخ پروګرام په راتلونکي کې د لسګونو میلیاردو ډالرو احتمالي پانګونې زمینه برابرولای شي.

سیادت وویل، چې د میلک او دوغارون په سرحدي دروازو کې سلګونه لارۍ افغانستان ته د تېرېدو لپاره انتظار باسي.

هغه وویل، چې ځینې لارۍ له ایران څخه د وتلو لپاره له ۱۲تر ۱۵ ورځو پورې درول کېږي، په داسې حال کې چې د افغانستان له لوري د موټرو تګ راتګ یوڅه په چټکۍ ترسره کېږي.

سیادت وویل: «هیڅ منطق نه لري چې زموږ لارۍ له افغانستان سره په پوله کې ۱۳، ۱۴ او کله ناکله ۱۵ ورځې ودرول شي».

د هغه په وینا، په سرحدونو کې اوږده ځنډونه د ترانسپورټ او بار وړلو لګښتونه لوړوي او په افغانستان کې د ایراني توکو د سیالۍ وړتیا کموي.

د ایران په بهرنۍ سوداګرۍ کې عمومي کمښت

افغانستان ته د ایران د صادراتو کمېدل په داسې حال کې دي چې د جګړې له پیل راهیسې د ایران بهرنۍ سوداګري هم په عمومي ډول کمه شوې ده.

د ایران یوه سوداګریز چارواکي ویلي چې د روان مالي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د دغه هېواد غیرنفتي صادرات او واردات شاوخوا ۳۰سلنه کم شوي دي.

په ورته وخت کې، د چین او ترکیې د ګمرکونو معلومات ښيي چې له ایران سره سوداګري پام وړ کمه شوې ده.

هند ته د ایران صادرات هم کم شوي، خو له ایران څخه د هند واردات زیات شوي چې عمده لامل یې د ایراني اومو تېلو او مایع پټرولیمي ګازو (LPG) د پېرلو زیاتوالی بلل شوی دی.

پاکستان کې د افغان محصلانو زده‌کړې له خنډ او راتلونکی یې له ناروښانه برخلیک سره مخ دی

۱۸ وږی ۱۴۰۵ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۴۷ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
100%

د پاکستان طبي شورا له هغه افغان محصلانو چې په دغه هېواد کې د طب په برخه کې پر زده‌کړو بوخت دي غوښتي، چې دغه هېواد پرېږدي او بېرته افغانستان ته ستانه شي. د یادې پرېکړې له امله پاکستان کې ګڼ افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړولو او راتلونکي په اړه له ناروښانه برخلیک سره مخ شوي دي.

په پاکستان کې د طب افغان محصل دلاور خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د دوی د زده‌کړو بشپړېدو ته یوازې درې میاشتې پاتې دي او ټاکل شوې چې د ډسمبر تر میاشتې خپلې زده‌کړې پای ته ورسوي.
هغه وویل، که د پاکستان طبي شورا پرېکړه عملي شي د افغان محصلانو برخلیک به له ناروښانه وضعیت سره مخ شي. دلاور خان وايي، د زده‌کړو په وروستیو میاشتو کې د پاکستان پرېکړې دوی له سخت رواني فشار او ژور خپګان سره مخ کړي دي.
هغه زیاته کړه، چې له دې پرېکړې یوازې د بورسیو له لارې راغلي افغان محصلان نه‌دي اغېزمن شوي؛ بلکې هغه کسان هم ورسره مخ دي چې په شخصي لګښتونو په پاکستان کې د طب زده‌کړې کوي.
دلاور خان وايي، افغان محصلان اوس نه د طالبانو له سفارت او نه هم له پاکستاني چارواکو څخه د ستونزې د حل په اړه هیله لري.
په همدې حال کې په پاکستان کې د افغان محصلانو د ټولنې مشر محمد صدیق شریعتي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، پاکستاني چارواکو ورته ویلي هغه افغان محصلان چې د علامه اقبال بورسونو له لارې او یا هم په شخصي لګښت د پاکستان په پوهنتونونو کې د طب زده‌کړې کوي؛ باید په درېیو ورځو کې له پاکستان نه ووځي.
شریعتي دغه پرېکړه د افغان محصلانو پر وړاندې ښکاره تبعیض وباله او ویې ویل، چې د پاکستان اوسني وضعیت دغه هېواد د افغان محصلانو لپاره پر «دوزخ» بدل کړی دی.
د هغه په وینا، که دغه پرېکړه عملي شي په پاکستان کې به شاوخوا زر افغان محصلان چې نارینه او ښځینه دواړه په‌کې شامل دي له جدي ستونزو سره مخ شي او د زده‌کړو بهیر به یې ټکنی شي.
شریعتي وویل، ډېرو افغان محصلانو او د هغوی کورنیو د طب زده‌کړې لپاره مېلیونونه کلدارې لګولې دي. هغه زیاته کړه، چې یوشمېر کورنیو د خپلو اولادونو د زده‌کړو د لګښت برابرولو لپاره خپلې ځمکې هم په ګرو ورکړې دي؛ څو هغوی وکولای شي زده‌کړې بشپړې او په راتلونکي کې ډاکټران شي.
شریعتي ټینګار وکړ، چې د طب زده‌کړه د نورو زده‌کړو په څېر ساده او ارزانه نه‌ده او افغان کورنیو د خپلو اولادونو د راتلونکي لپاره درانه مالي لګښتونه پرې کړي دي.
د افغان محصلانو د ټولنې مشر له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د افغان طبي محصلانو وضعیت ته جدي پام وکړي او لږ تر لږه هغه محصلانو ته چې د زده‌کړو پای ته رسېدو ته نږدې دي، د خپلو زده‌کړو د بشپړولو اجازه ورکړي.
د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې ته پراخ غبرګونونه
د پاکستان یادې پرېکړې سخت غبرګونونه راپارولي دي دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، له پاکستان نه د افغان طبي محصلانو د اېستلو پرېکړه «غیرانساني او د خواشینۍ» وړ ده. مجاهد له اسلام‌اباد غوښتنه کړې، چې پر یادې پرېکړې له سره غور وکړي.
همداراز په پاکستان کې د افغان طبي محصلانو د اېستلو له خبرداري وروسته د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په یوه خبرپاڼه کې، په بهر کې له ستونزو سره مخ افغان محصلانو او استادانو ته د اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د لوړو زده‌کړو وزارت ټولو هغه افغان محصلانو او استادانو ته چې په بهرنیو هېوادونو کې په زده‌کړو بوخت دي او له ستونزو سره مخ دي ډاډ ورکوي، چې دغه وزارت په داخل د هېواد کې د هغوی د ستونزو د حل لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي».
په دې اړه د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، چې د پاکستان له پوهنتونونو څخه د افغان طبي محصلانو اېستل «ځورونکې» پرېکړه ده او له اسلام‌اباده یې غوښتي چې دغه پرېکړه بېرته واخلي.
د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان د طبي شورا وروستۍ پرېکړه چې له مخې یې په پاکستاني پوهنتونونو کې افغان محصلان بېرته افغانستان ته استول کېږي، تبعیضي چلند بللی دی.
د بښنې نړۍوال سازمان د خبرپاڼې له مخې، د یادې پرېکړې اغېزې به پر ښځینه محصلانو سختې وي؛ ځکه ډېری افغانې نجونې لا له وړاندې په افغانستان کې د طالبانو د بندیزونو له امله له لوړو زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.
بل لور ته د پاکستان د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ وايي، چې د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه «شرموونکې او غیرانساني» ده. داوړ زیاته کړې، چې افغان محصلان، په ځانګړي ډول ښځینه محصلانې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د زده‌کړو فرصت نه‌لري.