د فضل الرحمن ګوند تر فراغت پورې په پاکستان کې د افغان محصلانو پر پاتې کېدو ټینګار کړی

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند ویلي، چې په زده کړو د بوختو افغان محصلانو اېستل د هغوی له راتلونکي سره «بې عدالتي» ده.

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند ویلي، چې په زده کړو د بوختو افغان محصلانو اېستل د هغوی له راتلونکي سره «بې عدالتي» ده.
د جمعیت علمای اسلام ګوند وياند اسلم غوري په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پاکستان په پوهنتونونو او نورو طبي بنسټونو کې د افغان محصلانو زدهکړې باید هېڅکله پرې نه کړل شي او هغوی ته دې د زدهکړو تر بشپړېدو په پاکستان کې د پاتې کېدو اجازه ورکړل شي.
د جمعیت علمای اسلام ویاند له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغان محصلانو د ویزو او نورو اړوندو اداري اړتیاوو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي او د هغوی د زدهکړو تر بشپړېدو د بېرته ستنولو پر پرېکړه بیا کتنه وکړي.
اسلم غوري ویلي، چې د پاکستان حکومت باید د خپل «اسلامي ګاونډي هېواد» د محصلانو په اړه بشري خواخوږي په پام کې ونیسي.
هغه زیاته کړې چې د افغان محصلانو په دې ډول بېرته ستنول د پاکستان له «دودیزې مېلمه پالنې» سره په ټکر کې دي.
دوه ورځې وړاندې د پاکستان حکومت په پنجاب او سند ایالتونو کې د طب افغان محصلانو ته په یوه خبرتیا کې ویلي وو چې د نوې پالیسۍ له مخې باید پوهنتون یا پوهنځی پرېږدي او بېرته افغانستان ته ستانه شي.
د پاکستان دې پرېکړې سختې نیوکې راوپارولې او ګڼو افغان او پاکستاني سیاستوالو پر دې پرېکړې نیوکې کړې دي.

ټرمپ د ولسمشرۍ د ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه، چې د امریکا بهرنۍ جګړې به پای ته رسوي، خو له ایران سره یې جګړه شپږ میاشتې اوږده شوې او د پای لار یې نه ښکاري. رویټرز لیکي چې دې جګړې د سپټمبر د یوولسمې د ۲۵مې کلیزې په درشل کې د افغانستان او عراق د اوږدو جګړو خاطرې راژوندۍ کړې.
البته د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره بشپړ ورتهوالی نهلري. امریکا په افغانستان کې د طالبانو حکومت نسکور کړ، زرګونه سرتېري یې ځای پر ځای کړل او شل کاله یې د نوي نظام د ساتلو هڅه وکړه. په ایران کې بیا امریکا تر ډېره هوايي او سمندري بریدونه کوي او د دغه هېواد د خاورې د نیولو لپاره یې ځمکني ځواکونه نهدي استولي.
خو د دواړو جګړو ترمنځ یو مهم ورتهوالی شته، امریکا جګړه پیل کړې، خو د پای ته رسولو روښانه تګلاره یې نه لیدل کېږي.
ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۸مه له اسراییل سره په ګډه «د ستر قهر عملیات» پیل کړل. تمه وه چې دا عملیات به د ایران پوځي او اټومي وړتیاوې له منځه یوسي، اقتصاد به یې کمزوری کړي او ښايي د دغه هېواد خلک به د خپلو واکمنانو پر ضد راپاڅوي.
شپږ میاشتې وروسته ایران لا هم مقاومت کوي، حکومت یې پر ځای دی او اټومي پروګرام یې په بشپړ ډول نهدی بند شوی. جګړه د دواړو خواوو په یوه اوږده او ستومانوونکي تقابل بدله شوې چې وخت ناوخت پکې سخت بریدونه کېږي.
په واشنګټن کې د نړیوال سیاست د مرکز غړي سینا طوسي ویلي چې ټرمپ د افغانستان او عراق له جګړو وروسته هغه مهم محدودیت مات کړی چې په منځني ختیځ کې یې د یوې بلې پراخې او نامعلومې جګړې د پیل مخه نیوله.
د هغه په وینا که روان وضعیت دوام وکړي، د ټرمپ ځایناستی ښايي د امریکا او ایران یو اوږدمهاله تقابل په میراث یوسي.
د افغانستان تجربه ښيي چې په جګړه کې پوځي برلاسی تل د سیاسي بري معنا نهلري. امریکا په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو حکومت په څو اونیو کې نسکور کړ، خو جګړه شل کاله اوږده شوه او طالبان د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته بېرته واک ته ورسېدل.
طالبانو اړتیا نهلرله چې امریکا په مخامخ پوځي جګړه کې ماته کړي. هغوی جګړه اوږده کړه او تر هغه یې انتظار وایست چې په امریکا کې د جګړې لګښتونه لوړ او سیاسي او ولسي ملاتړ کمزوری شي.
رویټرز لیکلي چې ایران هم ښايي له دې تجربې ګټه واخلي. تهران ممکن د امریکا د پوځي ماتولو پر ځای پر وخت حساب وکړي، جګړه اوږده کړي، اقتصادي زیانونه زیات کړي او انتظار وباسي چې امریکايي ولس او سیاستوال له جګړې ستړي شي.
دا په دې معنا نهده چې ایران د طالبانو په څېر تګلاره تعقیبوي. ایران یو دولت او منظم پوځ لري او د هرمز تنګي له لارې د نړۍ د انرژۍ پر بازار د فشار راوستلو وس هم ورسره دی. خو د تهران حساب ښايي دا وي چې د جګړې اوږدېدل به د واشنګټن په پرتله د امریکا پر کورني سیاست ډېر فشار راوړي.
شنونکي وايي د ټرمپ اداره ښايي هغه تېروتنه تکراروي چې د جورج ډبلیو بوش ادارې په افغانستان او عراق کې کړې وه. هغه مهال واشنګټن د خپلو مخالفانو د مقاومت وړتیا کمه اټکل کړې وه. دا ځل هم ښکاري چې د ایران د نظام د مقاومت او د تېلو د نړیوال لېږد د ګډوډولو وړتیا سمه نهوه سنجول شوې.
د افغانستان او ایران د جګړو ترمنځ بل مهم توپیر د هغوی د پیل دلیل دی. پر افغانستان برید د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې تر بریدونو وروسته وشو. په هغو بریدونو کې نږدې درې زره کسان ووژل شول او د القاعدې مشران په افغانستان کې پټ وو.
خو د ایران جګړه د ورته پېښې په غبرګون کې نهده پیل شوې. له همدې امله منتقدان یې د ټرمپ په خوښه پیل شوې جګړه بولي او دا ادعا نه مني چې د ایران اټومي پروګرام امریکا ته سملاسي ګواښ و.
سپینه ماڼۍ بیا وايي د ایران جګړه له افغانستان او عراق سره د پرتله کولو وړ نهده. د سپینې ماڼۍ ویاندې انا کېلي ویلي چې ټرمپ د ایران د اټومي پروګرام پر وړاندې د درېدو جرئت کړی، خپلې موخې یې ترلاسه کړې او د سختو بندیزونو او سمندري محاصرې له امله د ایران اقتصاد کمزوری شوی دی.
خو په میدان کې وضعیت دومره ساده نه ښکاري. ایران نهدی تسلیم شوی، د جګړې اغېزې نورو هېوادونو ته رسېدلې او د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد ګډوډېدو په امریکا کې د پټرولو بیې لوړې کړې دي.
جګړې د ټرمپ محبوبیت هم زیانمن کړی دی. شنونکي وايي ښايي نښتې د نومبر تر منځمهاله ټاکنو هم دوام وکړي او له جګړې سره د خلکو مخالفت د کانګرس د کنټرول ساتلو لپاره د جمهوري غوښتونکو هڅې اغېزمنې کړي.
د ایران جګړې له پیله په امریکا کې پراخ ولسي ملاتړ نهدرلود. ان د ټرمپ د «امریکا لومړی» خوځښت ځینو مخکښو څېرو هم پرې نیوکې کړې دي. دا د افغانستان او عراق له جګړو سره یو بل توپیر دی، هغه دواړه جګړې په لومړیو کې له پراخ کورني ملاتړ سره پیل شوې وې.
ټرمپ په ښکاره تمه درلوده چې په ایران کې به هم چټکه بریا ترلاسه کړي، خو جګړه اوس په داسې بنبست بدله شوې چې نه امریکا خپلې ټولې موخې ترلاسه کړې دي او نه ایران شاتګ کړی دی.
د افغانستان جګړې امریکا ته وښوده چې جګړه په څو اونیو کې پیل کېدای شي، خو پای ته رسول یې کلونه وخت اخیستلای شي. که ټرمپ د ایران لپاره روښانه سیاسي حل او د وتلو لار پیدا نهکړي، ښايي همغه تېروتنه بیا تکرار شي او هغه جګړه چې د چټکې بریا په تمه پیل شوې وه، راتلونکي ولسمشر ته په میراث پاتې شي.
د جرمني حکومت له ګواښ سره مخ افغانانو ته یو ځل بیا د پیسو وړاندیز کړی، څو د جرمني د منلو له پروګرامونو ووځي. هغه کورنۍ چې دا وړاندیز ونه مني ښايي په څو ورځو کې په پاکستان کې د جرمني له ملاتړه بې برخې شي.
د جرمني د اې ار ډي د رپوټ له مخې، د تېر کال تر پایه د جرمني حکومت غوښتل چې له ګواښ سره مخ افغانانو لپاره د منلو بېلابېل پروګرامونه بشپړ کړي خو اته میاشتې وروسته لا هم دا کار نه دی شوی.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت اوس یو ځل بیا هغو کسانو ته د پیسو وړاندیز کوي چې د منلو له پروګرام څخه وځي. ورته وړاندیز تېر کال د نومبر په میاشت کې هم شوی و.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې یو ځل بیا د «عملي او مالي ملاتړ» وړاندیز شوی دی.
دا ملاتړ افغانستان ته د بېرته ستنېدو یا درېیم هېواد ته د تګ لپاره ورکول کېږي. د وزارت په وینا، په تېر کې ۳۲۶ کسانو دا وړاندیز منلی دی.
دا پروګرام د هغو کسانو په اړه دی، چې د بشري حقونو د نوملړ د پروګرام د لنډمهاله پروګرام او د سیمهییزو همکارانو د پروسې له لارې یې جرمني ته د انتقال او د منلو ژمنې ترلاسه کړې وې.
د کابل لوفت بروکه مرستندویه سازمان په وینا، د اګست له ۳۱مې راهیسې ۱۲ کورنیو ته د دې وړاندیز په اړه برېښنالیکونه استول شوي دي.
په دغه وړاندیز کې د دریو میاشتو لپاره د ملاتړ یوه کڅوړه شامله ده چې یو ځل ورکول کېدونکې پیسې، په افغانستان کې د دریو میاشتو لپاره استوګنځای، خواړه روغتیايي او رواني ـ ټولنیزې مرستې پکې شاملې دي.
د سازمان په وینا، د یو ځل ورکول کېدونکو پیسو اندازه د کورنۍ له شمېر سره تړاو لري. مجردو نارینهوو ته ۳۰۰۰ یورو او لویو کورنیو ته تر ۱۶ زرو یورو پورې ورکول کېږي.
د پیسو د ترلاسه کولو شرط دا دی چې شخص د منلو له پروسې څخه ووځي.
په هغه برېښنالیک کې چې داې ار ډي ټلویزیون د برلین سټوډیو ترلاسه کړی لیکل شوي چې وروسته بیا دې پروسې ته بېرته ورتلل ناشوني دي.
اړوندو کورنیو ته د ځواب ورکولو لپاره پنځه ورځې وخت ورکړل شوی دی. هغه کسان چې وړاندیز رد کړي یا په ټاکلي وخت کې ځواب ورنه کړي، په پاکستان کې به یې پخوانی ملاتړ د مهلت له پای ته رسېدو اووه ورځې وروسته بند شي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت تر اوسه دې پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی چې څومره کسانو دا وړاندیز منلی دی.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت نور نه غواړي په دقیقه توګه ووایي چې څومره کسان لا هم د خپلو غوښتنلیکونو د ارزونې په تمه دي. وزارت د دې لپاره د شمېر د «چټک بدلون» یادونه کوي.
د وزارت په وینا، اوس مهال په پاکستان کې څو سوه کسان د جرمني له ملاتړه برخمن دي چې د منلو ژمنې یې لغوه شوې دي. شاوخوا ۳۰ کسان چې د فدرالي منلو له پروګرام سره تړاو لري اوس د وتلو په پروسه کې دي.
د کابل لوفت بروکه په وینا، اوس هم د جرمني حکومت ۵۴۳ کسان تر خپل ملاتړ لاندې لري چې له ډلې یې ۳۴ کسان په کابل کې دي. له دې ډلې ۵۵ کسان د بشري حقونو په نوملړ ،۲۵۳ کسان په لنډمهاله پروګرام ، ۲۷ کسان د سیمهییزو همکارانو په پروسه کې او ۲۰۸ کسان د فدرالي منلو په پروګرام کې شامل دي.
د جرمني د اساسي قانون محکمې د جولای په میاشت کې پرېکړه کړې وه چې د افغانانو د منلو ژمنې په ټولیز ډول نه شي لغوه کېدای. د محکمې په وینا، باید د هر کس انفرادي وضعیت په جلا توګه په پام کې ونیول شي.
د پاکستان له پنجاب ایالت وروسته په سند ایالت کې هم د طب په زدهکړو بوختو افغان محصلانو ته ویل شوي چې د پاکستان د طبي شورا (پي اېم ډي سي) د لارښوونې له مخې باید افغانستان ته ستانه شي.
په کراچۍ کې د جناح سند طبي پوهنتون افغان محصلانو ته ویلي: «محصلان مکلف دي چې د سپټمبر تر ۹مې پورې د پوهنتون اړوندې څانګې ته مراجعه وکړي، اړین اسناد وسپاري او ټولې اداري چارې بشپړې کړي».
د دغه پوهنتون یوه محصل د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې دی د طب پوهنځي د وروستي کال محصل دی او په دغه پوهنتون کې له ده سره ټول ۱۶ افغان محصلان دي چې شپږ یې نجونې دي.
هغه زیاته کړه،چې ټول دغه محصلان د «اقبال بورس» له لارې پاکستان ته د زدهکړو لپاره راغلي، ویزې او ټول قانوني اسناد لري، خو بیا هم ورته د بېرته ستنېدو ویل شوي دي.
نوموړي وویل، چې د پاکستان د طبي شورا او پوهنتون له اعلامیې وروسته یې په کراچۍ کې د طالبانو له کونسلګرۍ سره هم لیدلي دي. د هغه په وینا، د طالبانو کونسلګرۍ ورته ویلي چې په دې اړه به له طبي شورا او پوهنتون سره خبرې وکړي، خو تر اوسه یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.
په کراچۍ کې د ډاو طبي پوهنتون یوه افغان محصل هم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې دی د طب د وروستي کال محصل دی او دغه پوهنتون هم د افغان محصلانو په تړاو د جناح سند طبي پوهنتون په څېر مکتوب صادر کړی دی.
په دغه پوهنتون کې ۲۲ افغان محصلان دي چې اته یې نجونې دي.
پر سند او ډاو پوهنتونونو سربېره د ایالت په نورو پوهنتونونو او پوهنځیو کې هم شاوخوا ۲۰۰ افغان محصلان د طب په زدهکړو بوخت دي چې نږدې ۷۰ یې نجونې دي.
د افغان محصلانو په وینا، ټول محصلان ویزې لري او د بورسونو له لارې پاکستان ته راغلي دي.
یو تن مخصل وویل: «زياته اندېښنه مو دا ده چې زدهکړې مو په سمه توګه روانې وي، خو ناڅاپه راته له پوهنتون نه د وتلو وویل شي. نه پوهېږو چې څه وکړو او راتلونکی به مو څه وي؟».
د هغه په وینا، محصلان په دې سلا کوي چې د پاکستان د طبي شورا د پرېکړې پر ضد سترې محکمې ته ولاړ شي، ځکه دوی بله لاره نه لري.
دوه ورځې وړاندې د پاکستان حکومت په پنجاب ایالت کې د طبي موسساتو افغان محصلانو ته په یوه خبرتیا کې ویلي وو چې د نوې پالیسۍ له مخې باید پوهنتون یا پوهنځی پرېږدي او بېرته افغانستان ته ستانه شي.
د پاکستان دې پرېکړې سختې نیوکې راوپارولې او ګڼو افغان او پاکستاني سیاستوالو پر دې پرېکړې نیوکه کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان نن پنجشنبه (د وږي ۱۹مه)، په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل، چې حکومت د ټولو افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه نه ده کړې.
د هغه په وینا، هغه افغان محصلان چې د پاکستان ویزې لري، خپلو زده کړو ته دوام ورکولی شي، خو افغان محصلان وايي، دوی د ویزو او قانوني اسنادو له درلودو سره سره، اخراجیږي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې مېشت د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه وايي، په دغه ښار کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د یادو ایالتونو پښتانه هم نیول کېږي. په دوی کې د بي بي ګل په نوم د پاخه عمر يوه مېرمن هم نیول شوې او د کډوالو لپاره په جوړ شوي کمپ کې ده.
په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د بي بي ګل په نوم د پاخه عمر يوه مېرمن هم نیول شوې او دا مهال د نیول شویو کډوالو لپاره په جوړ شوي هغه کمپ کې ده چې له دغه ځایه بیا کډوال افغانستان ته لېږدول کېږي.
د نیول شوې مېرمنې زوی عبدالغفور افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د کوېټې د ګوالمنډۍ اوسېدونکي دي او له ډېرې مودې راهیسې په کراچۍ کې مېشت دي.
د خپلې مور د نیولو په اړه یې وویل: «مور مې فقیر کالونۍ ته یوې کوژدې ته ورغلې وه، هلته د شپې رېنجرو (نیمهپوځي ځواک) چاپه وهلې وه، زما مور یې هم له نورو خلکو سره نیولې ده».
هغه زیاته کړه، چې مور یې د سپټمبر په لومړۍ نېټه نیول شوې، لومړی د پولیسو حوزې او بیا د کډوالو لپاره جوړ شوي کمپ ته لېږدول شوې او اوس هم هلته ده.
هغه وویل، چې دوی ټول د پاکستان پېژندپاڼې لري، خو بیا هم نیول کېږي.
هغه زیاته کړه، «زه زارۍ ورته کوم چې مور مې پرېږدي، خو ځکه مې نه مني چې زه پښتون یم، د دې هېواد اوسېدونکی یم. زه، زما پلار، مور او زما نیکه د دې هېواد دي».
عبدالغفور وویل، چې ټول اسناد لري، خو له دې سره سره نیول کېږي او اوس نه پوهېږي چې چېرته ولاړ شي.
هغه زیاته کړه، چې اوس یې د خپلې مور لپاره محکمې ته عریضه کړې او وکیل یې نیولی، څو د عدالت له لارې یې مور له کمپ څخه خوشې شي.
د نیول شویو پاکستانیانو خپلوان وايي، دوی د خپلو کورنیو د غړو د خوشې کولو لپاره له یوه اوده بهیر څخه تېرېږي، په دفترونو کې ګرځي، وکیلان نیسي او تر محکمو پورې رسېږي.
د بي بي ګل وکیل محمد ظاهر افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې یاده مېرمن د شک پر بنسټ له افغان کډوالو سره یو ځای نیول شوې او ده یې ټول پاکستاني اسناد محکمې ته وړاندې کړي دي.
نوموړي وویل،چې د ده د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۷۰ داسې پاکستانیان چې اسناد لري، په کمپ کې دي او ډېر یې له دوو تر دریو اونیو پورې کېږي چې همدلته دي.
هغه زیاته کړه، په کراچۍ کې ډېری د بلوچستان پښتانه نیول کېږي ځکه دده په وینا، د دوی جامې او لهجه د کندهار خلکو ته ورته دي.
افغانستان انټرنشنل پښتو ته د افغان کډوالو لپاره د جوړ شوي کمپ او اړوندو ادارو یو تن مسوول د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې ډېرو کسانو جعلي پېژندپاڼې جوړې کړې دي او هر څوک چې د شک پر بنسټ ونیول شي، د پاکستان د ملي احصایې او ثبت ادارې (نادرا) او اړوندو سیمهییزو چارواکو له لارې یې اسناد تاییدېږي او بیا خوشې کېدای شي.
ناټو کې د امریکا پخوانی سفیر نیکولاس برنز وايي، واشنګټن د سپټمبر له ۱۱مې بریدونو وروسته د خپلو ملګرو هېوادونو پراخ ملاتړ ترلاسه کړ، خو افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن حضور د دغه هېواد د ماموریت اصلي موخه ګډهوډه کړه. هغه وایي، موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو.
هغه د هېوادونو د یووالي یادونه کړې او ویلي یې دي چې امریکا په خپله بهرنۍ تګلاره کې خپلو ملګرو او متحدو هېوادونو ته اړتیا لري.
برنز له سياېناېن ټلوېزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل، د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو تر ټولو مهم درس چې امریکا ترې واخیست، دا و چې دغه هېواد په نړۍ کې ملګرو او تړونیزو هېوادونو ته اړتیا لري.
هغه مهال چې بریدونه وشول، برنز یوازې ۱۲ ورځې مخکې په ناټو کې د امریکا د سفیر په توګه دنده پیل کړې وه.
برنز وویل، له بریدونو وروسته دی ونه توانېد چې له سپینې ماڼۍ، د بهرنیو چارو له وزارت او یا پنټاګون سره اړیکه ونیسي، خو د کاناډا، ډنمارک، ناروې او ایسلنډ سفیرانو ورسره اړیکه ونیوله او له امریکا سره یې خپل ملاتړ څرګند کړ.
د برنز په وینا، دغو هېوادونو ویلي وو چې د امریکا ترڅنګ به ودرېږي او که اړتیا وي، په افغانستان کې به هم له امریکا سره ملګري شي.
د واشنګټن ملګرو هېوادونو هم د ناټو د تړون د پنځمې مادې د پلي کولو لپاره چمتووالی وښود. د دغه تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد برید د ناټو پر ټولو غړو هېوادونو برید ګڼل کېږي.
هغه زیاته کړه چې تر بلې ورځې پورې د ناټو ټولو غړو هېوادونو له دې پرېکړې سره هوکړه کړې وه.
برنز دغه یووالی د امریکا لپاره، چې له یوې سترې غمیزې سره مخ شوې وه، «هڅوونکی» وباله.
په ناټو کې د امریکا پخواني سفیر وویل چې د ۱۳۸۰ کال د وږي په ۲۱مه یې د امریکا د هغه مهال له ملي امنیت سلاکارې کاندولیزا رایس سره خبرې وکړې او هغې ته یې وویل چې واشنګټن خپلو ملګرو ته اړتیا لري.
رایس په ځواب کې ورته ویلي وو: «دا ښه خبره ده چې په نړۍ کې ملګري ولرو.»
«موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به پاتې شو»
برنز وویل، کله چې په افغانستان کې د امریکا بریدونه په لومړیو کې پیل شول، د امریکا په حکومت کې هېچا فکر نه کاوه چې په دغه هېواد کې به د دوی حضور ۲۰ کاله دوام وکړي.
هغه وویل: «موږ ډېر وخت پاتې شو او په یوه ډول مو د خپل ماموریت د روښانه موخې درک له لاسه ورکړ.»
د برنز په وینا، د امریکا یو شمېر ملګرو هېوادونو هم په افغانستان کې ډېرې له خطره ډکې دندې ترسره کړې او درانه ځاني زیانونه یې ولیدل.
هغه وویل، امریکا باید خپلو ملګرو ته درناوی وکړي، له هغوی سره ګډ کار وکړي او د هغوی نظرونو ته غوږ ونیسي.
برنز زیاته کړه چې واشنګټن که څه هم ډېر ځواک لري، خو په نړۍ کې د خپلې تګلارې د پلي کولو لپاره د نورو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.
د عراق د جګړې د ملاتړ له امله پښېماني
برنز د مرکې په بله برخه کې وویل چې په ۱۳۸۲ کال کې پر عراق د امریکا د برید له ملاتړ څخه اوس پښېمانه دی.
هغه هغه مهال په ناټو کې د امریکا سفیر و او په عراق کې یې له پوځي لاسوهنې ملاتړ کاوه، خو اوس دغه پرېکړه ناسمه بولي.
برنز وویل: «زما په اند، عراق ته ننوتل ناسمه پرېکړه وه».
هغه زیاته کړه چې په «عراقي ډنډ» کې د امریکا ښکېلتیا، په دغه هېواد کې د ۱۱ کلن حضور دوام او د ګڼ شمېر خلکو وژل کېدل هم تېروتنه وه.
هغه وویل، د نړۍ په کچه د تګلارې له تر ټولو سختو مسئلو څخه یوه دا ده چې وپېژندل شي، په کوم وخت کې پوځي لاسوهنه مناسبه ده.
برنز د دې ستونزې د روښانولو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې مادلین آلبرایت خبرو ته اشاره وکړه.
د هغه په وینا، آلبرایت ویلي وو چې د هغې تر ټولو ستره پښېماني دا وه چې امریکا په ۱۳۷۳ کال کې په روانډا کې د نسل وژنې پر مهال لاسوهنه ونه کړه.
په روانډا کې د دغه نسل وژنې پر مهال په څو میاشتو کې شاوخوا یو میلیون کسان ووژل شول.
برنز وویل، د دې پرېکړې کول چې کله باید لاسوهنه وشي او کله باید له لاسوهنې ډډه وشي، له هغو تر ټولو پېچلو مسئلو څخه ده چې سیاسي مشران ورسره مخامخ کېږي.
هغه ټینګار وکړ چې د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو تجربې وښودله چې امریکا، سره له دې چې پوځي او سیاسي ځواک لري، له خپلو ملګرو او تړونیزو هېوادونو پرته نه شي کولای خپله نړیواله تګلاره په بریالیتوب پر مخ یوسي.