• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

میا افتخار حسین: د ناامنۍ په پلمه د پښتونخوا زېرمې لوټل کېږي

۲۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۲:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۶:۴۷ GMT+۱

د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر میا افتخار حسین ویلي، په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ترهګرۍ او ناامنۍ په پلمه ډېری سیمې د خلکو پر مخ تړل شوې او هممهاله د ددغه ایالت طبیعي سرچینې او کانې زېرمې لوټل کېږي.

میا افتخار حسین په یوه بیان کې نیوکه کړې چې په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ د مخنیوي په نوم ډېری سیمې د عامو خلکو پر مخ تړل شوې دي. هغه له کومې ځانګړې سیمې د نوم یادولو پرته وویل چې عام ولس دغو سیمو ته پر تګ له ځاني خطرونو سره مخ دی، خو هممهاله له همدغو بندو سیمو د کانې زېرمو بار موټرونه په پوره ډاډ او خوندي ډول اېستل کېږي.

میا افتخار حسین ادعا کړې چې د خیبر پښتونخوا طبیعي سرچینې او معدني زېرمې د «تپل شوې ناامنۍ» په پلمه لوټل کېږي.

هغه زياته کړې د نویو صوبو د جوړېدو وروستۍ موضوع هم د خیبر پښتونخوا د سرچینو د لا ډېرې قبضې یوه دسیسه ده خو هغه ټینګار کړی چې ګوند به یې د خلکو پر سرچینو او واک هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۴

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۵

سي‌بي‌اېس په ایران کې د امریکا د اېف ۱۵ الوتکې د پرېوتو نوي جزییات خپاره کړل

•
•
•

نور خبرونه

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی

۲۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۶ GMT+۱
100%

د لاهور د کېنګ اډوارډ طبي پوهنتون محصلانو له دغه پوهنتونه د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی. د پاکستان د جماعت اسلامي د محصلانو څانګې ویلي، ګڼ شمېر محصلان په پوهنتون کې راټول شوي وو او د «افغان محصلانو جبري اېستل» یې غندلي دي.

د محصلانو ادارې ویلي، چې له اغېزمنو افغان محصلانو ملاتړ کوي او د هغوی د زده‌کړو د دوام له حق څخه د دفاع لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. کېنګ اډوارډ طبي پوهنتون له هغه لومړنیو بنسټونو څخه دی، چې د پاکستان د طبي شورا حکم یې عملي کړ او له افغان محصلانو یې غوښتي چې له پوهنتونه د وتلو اړوند اداري چارې بشپړې کړي.
د راپورونو له مخې، په دغه پوهنتون کې شاوخوا ۲۰ تر ۲۲ افغان محصلان د یادې پرېکړې له امله اغېزمن شوي چې د ځینو فراغت ته یوازې څو میاشتې پاتې دي.

دغه اعتراضونه داسې مهال کېږي، چې د پاکستان طبي شورا وايي د افغان محصلانو د وضعیت ارزونه د هغوی د تابعیت له امله نه‌ده؛ بلکې د نوم‌لیکنې، اسنادو او د کډوالۍ له وضعیت سره تړاو لري.

د پاکستان حکومت دغه پرېکړې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي. تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي و، هغه افغان محصلان چې معتبره ویزې او قانوني اسناد لري کولای شي په دغه هېواد کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

نوموړي په خپله خبري غونډه کې زیاته کړه، چې تراوسه افغانستان ته د ټولو افغان محصلانو د ستنولو په اړه پرېکړه نه‌ده شوې.

د پاکستان طبي شورا د پنجشنبې په ورځ وویل، چې په دغه هېواد کې تر ۲۰۰ ډېر افغان محصلان د طب په څانګو کې زده‌کړې کوي؛ خو اوس‌مهال یوازې ۲۲ کسان له دغه شورا سره ثبت دي.
د یادې شورا په وینا، له دغه ۲۲ محصلانو له ډلې ۱۴ یې خپلې زده‌کړې بشپړې کړې او اته نور به راتلونکی کال فارغ شي. د نورو ۱۷۶ افغان محصلانو د وضعیت د ارزونې بهیر لاهم روان دی او وروستی شمېر به د دغه بهیر تر بشپړېدو وروسته څرګند شي.

د پاکستان طبي شورا ټینګار کړی، چې په پاکستان کې د طب د زده‌کړو لپاره د تابعیت پر بنسټ کوم بندیز نه‌شته. د یادې شورا په وینا، بهرني محصلان په هغه پوهنتونونو کې زده‌کړې کولی شي چې د یادې شورا له‌خوا تایید شوي وي؛ خو باید قانوني اسناد ولري.

خو شورا زیاته کړې، هغه محصلان چې له یادې شورا سره ثبت نه‌دي او لازم جوازونه نه‌لري؛ د پاکستان د طبي زده‌کړو په نظام کې د قانوني او ثبت شویو بهرنیو محصلانو په توګه نه‌شي پېژندل کېدای.

دغه شورا همداراز ویلي، چې یوازې د طب سند لرل دا معنا نه‌لري، چې یو کس په پاکستان کې د استوګنې، دندې یا طبابت حق لري. د شورا په وینا، هغه فارغ‌التحصیلان چې غواړي په دغه هېواد کې کار وکړي باید د مسلکي جواز ترلاسه کولو او ثبت اړوند شرایط هم بشپړ کړي.

د یادې ادارې په وینا، له اغېزمنو محصلانو سره به په «درناوي» چلند وشي او د اداري چارو د بشپړولو او افغانستان ته د بېرته ستنېدو په برخه کې به ورسره همکاري وشي.

په همدې حال کې یوشمېر افغان محصلانو د لاهور عالي محکمې ته مراجعه کړې او د پاکستان د طبي شورا حکمونه یې ننګولي او د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.
په کېنګ اډوارډ طبي پوهنتون کې دغه اعتراض داسې مهال شوی، چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې پر افغان محصلانو فشارونه زیات کړي او د افغان کډوالو د بېرته ستنولو او اېستلو بهیر یې چټک کړی دی.

په اېبټ‌اباد کې د بن لادن له وژل کېدو ۱۵ کاله وروسته څه بدلون راغلی؟

۲۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۲:۵۹ GMT+۱
•
رفعت الله اورکزی
100%

په پاکستان کې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن پر وژل کېدو ۱۵ کاله واوښتل. د سیمې ځايي اوسېدونکي لا هم د بن لادن مړینه نه مني او دا یوه «ډرامه بولي». د بن لادن پخوانی کور اوس په تش ډګر بدل شوی دی.

هرکال د سپتمبر ۱۱مې کلیزې په رارسېدو په ټوله نړۍ کې د پاکستان او افغانستان نومونه د نړۍوالو بحثونو مهمه موضوع ګرځي.
په امریکا کې د سپتمبر ۱۱مې تر بریدونو یوازې څو اونۍ وروسته متحده ایالاتو پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو حکومت یې نسکور کړ؛ په داسې حال کې چې تر دغه بریدونو نږدې لس کاله وروسته امریکا د القاعدې تر ټولو مطلوب مشر اسامه بن لادن د پاکستان په اېبټ‌اباد ښار کې د دغه هېواد د پوځ یوې مهمې اکاډمۍ ته نږدې د یو لړ عملیاتو پرمهال وواژه.
اسامه بن لادن له کلونو راهیسې د اېبټ‌اباد په بلال ټاون کې ژوند کاوه. دا د ډېرو له تصوره بهر خبره وه، چې څنګه د نړۍ تر ټولو مطلوب کس کولی شي د اوږدې مودې لپاره یوې لویې پوځي اډې ته نږدې له خپلې کورنۍ سره ژوند وکړي.
په اېبټ‌اباد ښار کې مېشت خبریال زبیر ایوب چې له تېرو څو کلونو راهیسې د پاکستان له ځایي رسنیو سره کار کوي، ښايي لومړنی عیني شاهد او سیمه‌ییز خبریال و، چې د دغه عملیاتو پرمهال بلال ټاون ته تر ټولو وړاندې رسېدلی و.
زبیر ایوب افغانستان انټرنشنل ته د یادې پېښې په اړه ویلي، د هغه کور په اېبټ‌اباد ښار کې بلال ټاون ته نږدې دی؛ د شپې شاوخوا اته بجې وې هغه په کور کې و، چې ناڅاپه یې د چورلکې زورور غږ واورېد.
هغه وویل، کله چې له کوره ووت نو له لرې یې د اېبټ‌اباد په اسمان کې درې چورلکې ولیدې؛ هغه د چینوک چورلکې وې، چې خورا لوړ او وېروونکی غږ یې لاره. هغه وايي: «زه لاهم له پېښې ناخبر وم. ما فکر کاوه، چې ښایي کوم لوړپوړی پوځي چارواکی هلته راغلی وي او دغه الوتکې هغې خواته روانې وي».
نوموړي زیاته کړه، لږ وروسته یو چا هغه ته د بلال ټاون څخه زنګ وواهه او خبر یې ورکړ چې دلته چورلکه پرېوتې ده. هغه وایي: «د دغه خبر په اورېدو سملاسي د بلال ټاون خوا ته روان شوم. په دې موده کې ما د اور وژنې یو موټر هم ولیده، چې د پېښې ځای ته روان و».
د هغه په وینا: «کله چې زه د اسامه کور ته ورسېدم، ومې لیدل چې د هغه د کور دروازه ماته شوې وه، د وېرې فضا خوره وه. ګڼ خلک راټول وو، یوه چورلکه راپرېوتې وه چې له هغې د اور لمبې او لوګي پورته کېدل؛ په داسې حال کې چې دوه نورې چورلکې لږې لرې ولاړې وې، د پېښې ځای ته نږدې د پاکستان د پوځي اکاډمۍ (PMA) د وخت قوماندان جنرال راحیل شریف (چې وروسته د پاکستان د پوځ مشر شو) ولاړ و او له بل افسر سره یې خبرې کولې، چې دا زموږ چورلکه نه‌ده».
د خبریال په وینا، تر هغه وخته پورې هیڅوک نه پوهېدل او نه هم امنیتي چارواکو چا ته ویل چې یادې چورلکې د چا دي، د چا پر ضد عملیات شوي او څوک یې موخه و. هغه وویل، ټوله شپه په سیمه کې پاتې شو او خپلې رسنۍ ته یې د چورلکې د پرېوتو راپور ورکړ؛ خو ځایي چارواکو له څه ویلو ډډه کوله.

100%

هغه وایي، د سهار شاوخوا شپږ بجې د امريکا د وخت ولسمشر بارک اوباما په يوه ويډيويي پیغام کې اعلان وکړ چې د امريکا ځانګړو ځواکونو اسلام‌اباد ته نږدې په اېبټ‌اباد ښار کې د یو لړ عملياتو پرمهال د القاعدې مشر اسامه بن لادن وژلی دی.
د هغه په خبره، د امريکا د ولسمشر دغه اعلان له يوې حيرانتيا کم نه و، په څو شېبو کې دغه خبر د نړۍوالو او ځایي رسنيو سرټکی شو او د پاکستان نوم په دې ډول یادېده چې د نړۍ لومړی نمبر «ترهګر» هلته وژل شوی دی.
هغه وړاندې وایي، تر دغه عملياتو وروسته اېبټ‌اباد ښار د څو مياشتو لپاره د ټولې نړۍ د پاملرنې مرکز پاتې شو؛ څو ورځې وروسته ګڼو نړۍوالو رسنیو له اېبټ‌اباد ښاره راپورونه وړاندې کول.
تر عملیاتو ۱۵کاله وروسته؛ د اسامه بن لادن استوګنځی په تش ډګر بدل شوی
د اېبټ‌اباد تر عملياتو ۱۵ کاله تېر شوي؛ خو نن هم دغه سيمه د بن لادن د ودانۍ په نوم پېژندل کېږي. د پاکستان حکومت تر دغه عملياتو څو ورځې وروسته دغه پیاوړې ودانۍ ونړوله.
نن ورځ هلته ودانۍ نه‌شته، خو اوس په دغه ځای کې تش ډګر ليدل کېږي چې ماښام مهال ماشومان په‌کې کرېکټ کوي. خو د ودانۍ ځینې پاتې شوني او د هغې د پیاوړو ستنو نښې لاهم هلته پر ځمکه لیدل کېږي.
ځایی خلک وايي، چې دغه ځمکه اوس د عوایدو د ریاست ملکیت ګرځېدلې. د پاکستان حکومت لاتراوسه په دغه تش ډګر کې د ودانۍ جوړولو په اړه پرېکړه نه‌ده کړې.
یادې ځمکې ته نږدې یو ځایي اوسېدونکي وویل، څه موده وړاندې د بلال ټاون اوسېدونکي د اېبټ‌اباد کمېشنر ته ورغلي وو او له هغه یې غوښتنه کړې وه چې په دې غونډۍ کې د نجونو لپاره یو ښوونځی جوړ کړي؛ خو کمېشنر دغه وړاندیز ونه مانه.
وروسته د سیمې ځینو ځوانانو هلته د لوبو د ډګر جوړولو غوښتنه وکړه؛ خو دغه وړاندیز هم ونه منل شو او اوس ویل کېږي، چې د پاکستان حکومت هلته د دولتي کارکوونکو لپاره د کورونو جوړولو پلان لري؛ خو تراوسه یې عملي بڼه نه‌ده لیدل شوې.
د یادې سیمې اوسېدونکي وايي، له هغه وخت راهیسې چې بن لادن ووژل شو د نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه د رسنیو استازي وخت ناوخت یادې سیمې ته ورځي او له هغه ځایه ځانګړي راپورونه چمتو کوي.
په تېرو پنځلسو کلونو کې د اسامه کمپاونډ شاوخوا ګڼ نوي کورونه جوړ شوي او هلته د ځمکې بیې هم د پخوا پرتله د پام وړ لوړې شوې دي. ځایي اوسېدونکي وايي، چې په یاده سیمه کې له تېرو څو کلونو راهیسې ډېر پرمختګ شوی، سړکونه او کوڅې پخې شوې، په عصري بڼه کورونه جوړ شوي چې له امله یې اوس دا په یوې عصري سیمه بدله شوې ده.

100%

د اسامه بن لادن ګاونډیان د هغه وژنه «ډرامه» بولي
د ۱۵ کلونو په تېرېدو د بلال ښار اوسېدونکي لاهم نه مني، چې ګواکې اسامه بن لادن دې په دغه سیمه کې وژل شوی وي. ډېری ځايي خلک یاده پېښه د امریکا او پاکستان ګډه «ډرامه» بولي.
د ځايي خبریال زبیر ایوب په وینا، هغه څو ځله د اسامه کمپ غونډۍ ته تللی دی؛ خو لاهم خلک د هغه مړینه نه مني. د هغه په وینا، ګڼ خلک په دې باور دي چې د پېښې پرمهال اسامه په خپل استوګنځي کې نه و.
د عملیاتو په اړه د پاکستان پر ناخبرۍ نیوکې
تر یادو عملیاتو څو ورځې وروسته په پاکستان کې د څه مودې لپاره په دې اړه بحث روان و، چې ایا د پاکستان استخباراتي ادارو د دغه عملیاتو په اړه معلومات لرل او که دوی ته په دې اړه هیڅ معلومات نه و ورکړل شوي؟
په اېبټ‌اباد کې مېشت خبریال رشید جاوېد وویل، هغه فکر کاوه دا شونې نه‌ده چې دومره لوی عملیات یوې پوځي اډې ته نږدې ترسره شي او د پاکستان امنیتي ادارې ترې ناخبره وي.
هغه وایي، داسې راپورونه هم شته چې په دربان سیمه کې امریکایي چورلکو ته تېل رسول شوي وو چې ظاهرا دا په ګوته کوي چې حکومت ښایي د پېښې په اړه لا دمخه خبر و.
له بلې خوا د پاکستان حکومت هغه وخت ټینګار کاوه، چې د دغه عملیاتو په اړه هیڅ معلومات نه‌لري؛ خو له پېښې وروسته د پاکستان پر حکومت سختې نیوکې وشوې او نیوکه کوونکو یاد عملیات د پاکستان حکومت یوه لویه امنیتي تېروتنه بللې وه.
تر پراخو نیوکو وروسته د پاکستان حکومت د دغه هېواد د سترې محکمې قاضي جاوېد اقبال په مشرۍ د اېبټ‌اباد کمېسیون په نوم د یوه څېړنیز کمېسیون له جوړولو خبر ورکړ. دغه کمېسیون د پېښې په اړه قضايي څېړنه وکړه او ۳۳۶ مخیز راپور یې چمتو کړ؛ خو د کمېسیون راپور تراوسه نه‌دی رسنیز شوی.
د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته بدلونونه
پوښتنه دا ده، چې په تېرو پنځلسو کلونو کې په پاکستان کې کوم بدلونونه راغلي دي، د اسامه بن لادن مړینې القاعدې او اړوندو پوځي سازمانونو ته یې څومره لوی زیان واړاوه؟
د دفاعي چارو شنونکی او د پېښور پوهنتون استاد حسین شهید سهروردي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د اسامه بن لادن مړینه د القاعدې شبکې او نورو اړوندو سازمانونو لپاره یوه لویه ضربه وه.
هغه وويل، چې د اسامه وژنې د القاعدې ملا ماته کړه او د داعش سازمان بنسټ يې کېښود. د حسين شهيد په وينا، په اېبټ‌اباد کې د القاعدې د مشر راڅرګندېدل د پاکستان لپاره لوی «شرم» و؛ ځکه نوموړی هغه مهال هغه د نړۍ لومړی نمبر «ترهګر» و او ټوله نړۍ د هغه په لټه کې وه.
د هغه په وینا، تر دغه عملياتو وروسته پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هم ځینې ګامونه پورته کړل، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې څانګه (CTD) جوړه شوه او په ټول هېواد کې د ترهګرو پر وړاندې عمليات ګړندي شول.
په پېښور کې مېشت خبریال محمود جان بابر وايي، د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته د القاعدې شبکې ځواک خورا کمزوری شوی چې په پاکستان کې پر وسله‌والو سازمانونو یې هم اغېز کړی دی.
هغه وایي، چې په دغه هېواد کې ګڼ پوځي سازمانونو په بېلابېلو ډولونو له القاعدې سره تړاو لاره؛ خو اوس دغه سازمانونه خورا کمزوري شوي او د عامو خلکو په منځ کې یې ملاتړ پېکه شوی دی.

د پاکستان د سند ایالت چارواکو هم په طبي زده کړو د بوختو افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه کړې

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۲:۵۶ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د پاکستان له پنجاب ایالت وروسته په سند ایالت کې هم د طب په زده‌کړو بوختو افغان محصلانو ته ویل شوي چې د پاکستان د طبي شورا (پي اېم ډي سي) د لارښوونې له مخې باید افغانستان ته ستانه شي.

په کراچۍ کې د جناح سند طبي پوهنتون افغان محصلانو ته ویلي: «محصلان مکلف دي چې د سپټمبر تر ۹مې پورې د پوهنتون اړوندې څانګې ته مراجعه وکړي، اړین اسناد وسپاري او ټولې اداري چارې بشپړې کړي».

د دغه پوهنتون یوه محصل د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې دی د طب پوهنځي د وروستي کال محصل دی او په دغه پوهنتون کې له ده سره ټول ۱۶ افغان محصلان دي چې شپږ یې نجونې دي.

هغه زیاته کړه،چې ټول دغه محصلان د «اقبال بورس» له لارې پاکستان ته د زده‌کړو لپاره راغلي، ویزې او ټول قانوني اسناد لري، خو بیا هم ورته د بېرته ستنېدو ویل شوي دي.

نوموړي وویل، چې د پاکستان د طبي شورا او پوهنتون له اعلامیې وروسته یې په کراچۍ کې د طالبانو له کونسلګرۍ سره هم لیدلي دي. د هغه په وینا، د طالبانو کونسلګرۍ ورته ویلي چې په دې اړه به له طبي شورا او پوهنتون سره خبرې وکړي، خو تر اوسه یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

100%

په کراچۍ کې د ډاو طبي پوهنتون یوه افغان محصل هم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې دی د طب د وروستي کال محصل دی او دغه پوهنتون هم د افغان محصلانو په تړاو د جناح سند طبي پوهنتون په څېر مکتوب صادر کړی دی.

په دغه پوهنتون کې ۲۲ افغان محصلان دي چې اته یې نجونې دي.

پر سند او ډاو پوهنتونونو سربېره د ایالت په نورو پوهنتونونو او پوهنځیو کې هم شاوخوا ۲۰۰ افغان محصلان د طب په زده‌کړو بوخت دي چې نږدې ۷۰ یې نجونې دي.

د افغان محصلانو په وینا، ټول محصلان ویزې لري او د بورسونو له لارې پاکستان ته راغلي دي.

یو تن مخصل وویل: «زياته اندېښنه مو دا ده چې زده‌کړې مو په سمه توګه روانې وي، خو ناڅاپه راته له پوهنتون نه د وتلو وویل شي. نه پوهېږو چې څه وکړو او راتلونکی به مو څه وي؟».

د هغه په وینا، محصلان په دې سلا کوي چې د پاکستان د طبي شورا د پرېکړې پر ضد سترې محکمې ته ولاړ شي، ځکه دوی بله لاره نه لري.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان حکومت په پنجاب ایالت کې د طبي موسساتو افغان محصلانو ته په یوه خبرتیا کې ویلي وو چې د نوې پالیسۍ له مخې باید پوهنتون یا پوهنځی پرېږدي او بېرته افغانستان ته ستانه شي.

د پاکستان دې پرېکړې سختې نیوکې راوپارولې او ګڼو افغان او پاکستاني سیاستوالو پر دې پرېکړې نیوکه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان نن پنجشنبه (د وږي ۱۹مه)، په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل، چې حکومت د ټولو افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه نه ده کړې.

د هغه په وینا، هغه افغان محصلان چې د پاکستان ویزې لري، خپلو زده کړو ته دوام ورکولی شي، خو افغان محصلان وايي، دوی د ویزو او قانوني اسنادو له درلودو سره سره، اخراجیږي.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه هم نیول کیږي

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۱:۴۳ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د پاکستان په کراچۍ ښار کې مېشت د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه وايي، په دغه ښار کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د یادو ایالتونو پښتانه هم نیول کېږي. په دوی کې د بي بي ګل په نوم د پاخه عمر يوه مېرمن هم نیول شوې او د کډوالو لپاره په جوړ شوي کمپ کې ده.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د بي بي ګل په نوم د پاخه عمر يوه مېرمن هم نیول شوې او دا مهال د نیول شویو کډوالو لپاره په جوړ شوي هغه کمپ کې ده چې له دغه ځایه بیا کډوال افغانستان ته لېږدول کېږي.

د نیول شوې مېرمنې زوی عبدالغفور افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د کوېټې د ګوالمنډۍ اوسېدونکي دي او له ډېرې مودې راهیسې په کراچۍ کې مېشت دي.

100%

د خپلې مور د نیولو په اړه یې وویل: «مور مې فقیر کالونۍ ته یوې کوژدې ته ورغلې وه، هلته د شپې رېنجرو (نیمه‌پوځي ځواک) چاپه وهلې وه، زما مور یې هم له نورو خلکو سره نیولې ده».

هغه زیاته کړه، چې مور یې د سپټمبر په لومړۍ نېټه نیول شوې، لومړی د پولیسو حوزې او بیا د کډوالو لپاره جوړ شوي کمپ ته لېږدول شوې او اوس هم هلته ده.

هغه وویل، چې دوی ټول د پاکستان پېژندپاڼې لري، خو بیا هم نیول کېږي.

هغه زیاته کړه، «زه زارۍ ورته کوم چې مور مې پرېږدي، خو ځکه مې نه مني چې زه پښتون یم، د دې هېواد اوسېدونکی یم. زه، زما پلار، مور او زما نیکه د دې هېواد دي».

عبدالغفور وویل، چې ټول اسناد لري، خو له دې سره سره نیول کېږي او اوس نه پوهېږي چې چېرته ولاړ شي.

100%

هغه زیاته کړه، چې اوس یې د خپلې مور لپاره محکمې ته عریضه کړې او وکیل یې نیولی، څو د عدالت له لارې یې مور له کمپ څخه خوشې شي.

د نیول شویو پاکستانیانو خپلوان وايي، دوی د خپلو کورنیو د غړو د خوشې کولو لپاره له یوه اوده بهیر څخه تېرېږي، په دفترونو کې ګرځي، وکیلان نیسي او تر محکمو پورې رسېږي.

د بي بي ګل وکیل محمد ظاهر افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې یاده مېرمن د شک پر بنسټ له افغان کډوالو سره یو ځای نیول شوې او ده یې ټول پاکستاني اسناد محکمې ته وړاندې کړي دي.

نوموړي وویل،چې د ده د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۷۰ داسې پاکستانیان چې اسناد لري، په کمپ کې دي او ډېر یې له دوو تر دریو اونیو پورې کېږي چې همدلته دي.

هغه زیاته کړه، په کراچۍ کې ډېری د بلوچستان پښتانه نیول کېږي ځکه دده په وینا، د دوی جامې او لهجه د کندهار خلکو ته ورته دي.

100%

افغانستان انټرنشنل پښتو ته د افغان کډوالو لپاره د جوړ شوي کمپ او اړوندو ادارو یو تن مسوول د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې ډېرو کسانو جعلي پېژندپاڼې جوړې کړې دي او هر څوک چې د شک پر بنسټ ونیول شي، د پاکستان د ملي احصایې او ثبت ادارې (نادرا) او اړوندو سیمه‌ییزو چارواکو له لارې یې اسناد تاییدېږي او بیا خوشې کېدای شي.

د جګړې جغرافیه پراخېږي؛ الجزیره وایي ناامني د بلوچستان پښتون‌مېشتو سیمو ته غځېدلې ده

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۰:۵۱ GMT+۱
100%

الجزیره ټلوېزیوني شبکه وایي، د پاکستان د بلوچستان ایالت په پښتون‌مېشتو سیمو کې د وسله‌والو بریدونو کچه په څرګند ډول لوړه شوې ده. تر څو میاشتو وړاندې پورې دغه سیمې د بلوچستان په نورو برخو کې له وسلوالو ډلو سره له نښتو او بریدونو څخه تر ډېره خوندي پاتې وې.

خو اوس په دغو سیمو کې د پاکستاني طالبانو تحریک او بلوڅو وسلوالو د فعالیتونو له زیاتېدو سره په دې ایالت کې د ناامنۍ د لا نوو سیمو ته د غځېدو اندېښنې هم ډېرې شوې دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د بلوچستان په ۱۱ پښتون‌مېشتو ولسوالیو کې د ۱۴۰۴ کال له مرغومي څخه د ۱۴۰۵ کال تر غويي پورې د وسلوالو ډلو له خوا هېڅ برید نه و ثبت شوی. خو د ۱۴۰۵ کال له غبرګولي راهیسې په دغو سیمو کې لږ تر لږه ۱۳ بریدونه شوي دي.

د وږي په لسمه، د پاکستان امنیتي ځواکونو وویل چې د پشین ولسوالۍ په زیارت کراس سیمه کې یې پر یوه ګمرکي مرکز د پاکستاني طالبانو تحریک پورې اړوندو کسانو برید شنډ کړی دی. په دې نښته کې څو بریدګر او شپږ امنیتي سرتېري او د ګمرک کارکوونکي وژل شوي دي.

د وږي په دولسمه، وسلوالو کسانو د زیارت ولسوالۍ څخه د نیمه‌پوځي ځواکونو د یوه کاروان د ستنېدو پر مهال کمین ورته نیولی و. یوه پولیس افسر چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، الجزیرې ته وویل چې په دغه برید کې له ۱۲ څخه ډېر نیمه‌پوځي سرتېري وژل شوي دي.

یوه بلوڅه وسلواله ډله د دغه برید پړه پر غاړه واخیسته، خو د پاکستان پوځ په رسمي توګه د وژل شویو کسانو دغه شمېر نه دی تایید کړی.

یوه ورځ وروسته، د پاکستان امنیتي ځواکونو وویل چې د کوټې په لمنو کې د شبان په سیمه کې د شپنیو عملیاتو پر مهال یې ۲۶ وسلوال وژلي دي.

په شمالي بلوچستان کې د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو زیاتوالی

د پاکستاني طالبانو تحریک په وروستیو میاشتو کې د بلوچستان په شمالي سیمو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي. شنونکي وايي چې دغه ډله له ۱۳۹۸ کال راهیسې هڅه کوي چې په بلوچستان کې خپلې اړیکې پیاوړې کړي.

د پاکستاني طالبانو تحریک مشر نور ولي محسود تر دې مخکې د بلوڅو له وسلوالو ډلو سره د ائتلاف د امکان په اړه هم خبرې کړې وې.

د «ان-۵۰» لویه لار دغه سیمې د کوټې له لارې د خیبر پښتونخوا له جنوبي وزیرستان سره نښلوي. جنوبي وزیرستان د پاکستاني طالبانو د تحریک له مهمو فعالیتي مرکزونو څخه دی او همدا سیمه د دې ډلې د رامنځته کېدو له سیمو څخه هم ګڼل کېږي.

اوس بلوچستان د ناامنۍ له پلوه تر خیبر پښتونخوا هم مخکې شوی دی. د پاکستان د جګړو او امنیتي مطالعاتو د انسټیټیوټ د شمېرو له مخې، د روان لمریز کال په ډېرو میاشتو کې په بلوچستان کې د ناامنۍ پېښې تر خیبر پښتونخوا ډېرې وې او دغه ایالت د پاکستان تر ټولو له تاوتریخوالي ډک ایالت ګرځېدلی دی.

د سرطان په میاشت کې په بلوچستان کې ۲۵ بریدونه ثبت شوي چې ۱۰۲ کسان یې وژلي دي.

دغه بنسټ په شمالي بلوچستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د فعالیتونو زیاتوالی د امنیتي وضعیت د خرابېدو له مهمو لاملونو څخه بللی دی.

د پاکستان پوځ هم په بلوچستان کې خپل عملیات زیات کړي دي. دغه پوځ د وږي په دیارلسمه وویل چې د مستونګ، سیبي، کوټې او کلات په ولسوالیو کې یې د ترسره شویو عملیاتو پر مهال د پاکستاني طالبانو د تحریک او بلوڅو وسلوالو ډلو ۴۸ غړي وژلي دي.

په پښتون‌مېشتو سیمو کې د بریدونو زیاتېدو دا احتمال هم راپورته کړی چې ښايي د پاکستاني طالبانو تحریک او د بلوچستان د آزادۍ پوځ ترمنځ همغږي موجوده وي.

سیاسي شنونکي رفیع‌الله کاکړ الجزیرې ته ویلي چې د بلوچستان د آزادۍ پوځ له خپلو دودیزو سیمو څخه بهر د فعالیتونو پراخول ښيي چې د دغهې ډلې د فعالیت ساحه پراخېږي او له دې سره دا پوښتنې هم راپورته کېږي چې ایا د دواړو ډلو ترمنځ «همغږي یا لنډمهاله ګډه همکاري» شته که نه.

خو ځینې شنونکي د دواړو ډلو ترمنځ د مستقیمې همکارۍ په اړه شک لري.

په کوټه کې امنیتي شنونکي رحیم نصار ویلي چې د دواړو ډلو ترمنځ ژورې ایډیالوژیکې اختلافونه شته او ښايي هره ډله په بېلابېلو سیمو کې له شته فرصتونو څخه په خپلواکه توګه ګټه واخلي.

د ناامنۍ پایلې یوازې د امنیتي ځواکونو تر مرګ‌ژوبلې محدودې نه دي پاتې شوې، بلکې د بلوچستان مهمې سوداګریزې او ترانسپورټي لارې یې هم ګډې وډې کړې دي.

د بلوچستان د باروړونکو موټرو د خاوندانو د ټولنې مسؤولانو ویلي چې «ان-۴۰» او «ان-۲۵» لویې لارې، چې تفتان له کوټې او کوټه له کراچۍ سره نښلوي، په تېرو څلورو میاشتو کې نږدې په بشپړه توګه د تګ راتګ لپاره له کاره لوېدلې دي.

د هغوی په وینا، له ۱۰۰ څخه ډېر باروړونکي موټر سوځول شوي او دوه موټرچلوونکي وژل شوي دي.

د کوټې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر هم ویلي چې د دې خونې شاوخوا ۹۰ سلنه سوداګریز فعالیتونه درېدلي دي.

د بلوچستان د پښتون‌مېشتو سیمو ارزښت

د بلوچستان پښتون‌مېشتې سیمې له افغانستان سره ګډه پوله لري او له همدې سیمو څخه د بلوچستان، خیبر پښتونخوا، ایران او کراچۍ ترمنځ مهمې تګ راتګ لارې هم تېرېږي.

په دغو سیمو کې د ناامنۍ پراخېدل کولای شي پر پوله د خلکو پر تګ راتګ او د سیمې پر سوداګرۍ اغېز وکړي.

پاکستان په وروستیو میاشتو کې پر افغان طالبانو فشار زیات کړی او څو ځله یې ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي په افغانستان کې پټنځایونه لري.

افغان طالبان دا ادعا ردوي.

په همدې وخت کې د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله د پاکستاني طالبانو له تحریک سره تړلې نښتې هم زیاتې شوې دي.

د پاکستان پوځ د وږي په دولسمه وویل چې د دغه تحریک ۱۵ غړي یې هغه مهال وژلي چې غوښتل یې له افغانستان څخه شمالي وزیرستان ته واوړي.

د بلوچستان د پښتون‌مېشتو سیمو په نوو وسلوالو ډلو د فعالیت پر یوه مرکز بدلېدل ښيي چې د ناامنۍ لمن له خیبر پښتونخوا څخه د بلوچستان نورو برخو ته هم د پراخېدو په حال کې ده.

دغه وضعیت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو او سوداګریزو لارو امنیتي ارزښت هم لا زیات کړی دی.