• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د القاعدې د حضور په تړاو رپوټونه رد کړل

۲۲ وږی ۱۴۰۵ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۶:۵۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ وږی ۱۴۰۵ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۸:۱۰ GMT+۱

د طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د الـ.ـقـاعـده ډلې د حضور په اړه د امریکايي رسنیو رپوټونو ته په غبرګون کې ویلي، چې یاده ډله په افغانستان کې نشته.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د القاعده ډلې د حضور په اړه د واشنګټن پوسټ د راپور په غبرګون په افغانستان کې د یادې ډلې حضور رد کړی دی.

نوموړي ویلي چې د القاعدې په ګډون په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله نشته.

نوموړي ویلي چې په تېر وخت کې د اړتیا له‌مخې په افغانستان کې ځینو ډلو حضور درلود، خو په سیمه او افغانستان کې تر بدلونونو وروسته هغوی اوس په افغانستان کې نشته.

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د القاعده ډلې د حضور په اړه هېڅ شواهد نشته او په دې اړه راپورونه بې بنسټه دي.

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن پوسټ تېره ورځ د لویدیزو استخباراتي سرچینو او د ملګرو ملتونو د یوې ادارې له قوله په افغانستان کې د القاعده ډلې د حضور په اړه راپور ورکړی و او زیاته کړې یې ده چې یاده ډله د طالبانو په همکارۍ په افغانستان کې اته روزنیز کمپونه لري.

ډېر لیدل شوي

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ
۱

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۲

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۳

د شل کلنې جګړې پنځه کاله وروسته؛ د قربانیو او پایلو پوښتنه لا هم بې‌ځوابه

۴

محيي‌الدین مهدي: پښتانه باید د افغانستان له نورو قومونو بښنه وغواړي

۵

راپور: د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته ښځې او بې‌وزله کورنۍ له ناورین سره مخ دي

•
•
•

نور خبرونه

یاسین ضیاء: د طالبانو خلاف جګړه به تر هغه روانه وي چې د افغانانو غوښتنو ته درناوی وشي

۲۲ وږی ۱۴۰۵ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۶:۴۷ GMT+۱
100%

د طالبانو د مخالفې ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا وايي، د طالبانو پر ضد د مخالفو جبهاتو د بریدونو په ډېرېدو سره د هېواد وضعیت د دې ډلې له کنټروله وتلی او طالبانو د روانو فشارونو د مخنیوي لپاره تبلیغاتي فعالیتونو ته مخه کړې ده.

ضیا د «شهید اونۍ» په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د یکشنبې په ورځ، د وږي په ۲۲مه، د یو شمېر سیاسي څېرو په ګډون انلاین ترسره شول، وویل چې په تېرو پنځو کلونو کې د خبرو او سیاسي هڅو له لارې د طالبانو د ننګولو هڅو پایله نه ده ورکړې، خو د طالبانو پر ضد د وسله‌والو جبهاتو فعالیتونو دغه ډله له فشار سره مخ کړې ده.

هغه وویل، چې طالبانو تر دې وړاندې د خپلو مخالفو جبهاتو موجودیت نه مانه، خو اوس په پرله‌پسې توګه وايي چې جګړه د ستونزو حل نه دی.

د ازادۍ جبهې مشر ویلي، چې طالبانو د خپلو کړنو له امله مخالفې جبهې دې ته اړې کړې دي چې وسله واخلي. نوموړي ادعا وکړه، چې د ده جبهه د واک د ترلاسه کولو لپاره نه جنګېږي، بلکې هدف یې له طالبانو څخه ولس ته د واک لېږد دی.

ضیا وویل، چې د طالبانو خلاف جګړه به تر هغه روانه وي، چې د افغانانو غوښتنو او هیلو ته درناوی وشي. هغه له مخالفو ډلو وغوښتل چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان لپاره هم روښانه طرحه ولري.

نوموړي د طالبانو د تېرې دورې ځینې کړنې یادې کړې او ویې ویل چې دې ډلې پلونه ویجاړ کړي، پر روغتونونو او پوهنتونونو یې بریدونه کړي او په غلاوو او لارو وهلو کې یې لاس درلود، خو اوس د هېواد واک په لاس کې لري.

ضیا همداراز وویل، چې د افغانستان ستونزې یوازې د نجونو د ښوونځیو په بیا پرانیستلو نه حل کېږي او امنیت، اقتصاد او د ښځو امنیت هم د هېواد له مهمو ستونزو څخه دي.

هغه طالبان تورن کړل چې د چاودنو او ځانمرګو بریدونو له لارې یې جګړه کړې ده. نوموړي ادعا وکړه چې ازادۍ جبهې او د مقاومت ملي جبهې پر بازارونو او عامه ځایونو بریدونه نه دي کړي.

د ضیا په وینا، که د طالبانو مخالفو جبهاتو هم د دې ډلې په څېر د چاودنو او ځانمرګو بریدونو تګلاره کارولې وای، د افغانستان امنیتي وضعیت به اوس بل ډول و. هغه ادعا وکړه چې اوسنی امنیت د طالبانو د کړنو پایله نه ده، بلکې د مخالفانو له لوري د «انفجار او انتحار د فرهنګ» نه کارول د دې وضعیت لامل دی.

ضیا د طالبانو له مخالفو مشرانو وغوښتل چې د هغه په وینا، له «امریکايي ډالرو او جمهوریت» څخه تېر شي او داسې لارې ته مخه کړي چې عملي پایله ولري.

هغه طالبان په دې هم تورن کړل چې په قصدي ډول د افغانستان د قومونو ترمنځ اختلافونه رامنځته کوي او د رشوت اخیستلو ادعا یې هم پرې وکړه. د ضیا په وینا، طالبان د جوماتونو او مدرسو د جوړولو په ګډون په بېلابېلو نومونو له سوداګرو پیسې اخلي.

د حمزه بن لادن د ویډیو له خپرېدو وروسته پر کابل د بې‌پیلوټه الوتکو ګزمې زیاتې شوې

۲۲ وږی ۱۴۰۵ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۸ GMT+۱
100%

په کابل کې سرچینو د یکشنبې په ورځ ویلي، چې د پلازمېنې په فضا کې د نامعلومو بې‌پیلوټه الوتکو ګزمې زیاتې شوې دي. یو شمېر اوسېدونکو د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم د بې‌پیلوټه الوتکو د الوتنو راپور ورکړی دی. د طالبانو سرچینو هم د کابل په فضا کې د دغو الوتکو ګزمې تایید کړې دي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه بې‌پیلوټه الوتکې د کوم هېواد دي او په افغانستان کې یې د ګزمو هدف څه دی.

د کابل او د هېواد د ځینو نورو سیمو په فضا کې د دغو الوتکو د ګزمو راپورونه وروسته له هغه ورکړل شوي چې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن ویډیو خپره شوه.

تر دې وړاندې د القاعدې رسنیزې څانګې «السحاب» د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت د دې ډلې یوه تبلیغاتي ویډیو خپره کړې وه چې یوه برخه یې د حمزه بن لادن تصویري پیغام ته ځانګړې شوې ده.

په دې ویډیو کې هغه کس چې القاعده یې حمزه بن لادن معرفي کوي، د افغانستان دودیزې جامې او پګړۍ اغوستې او شاته یې د خټو یو دېوال ښکاري. د ویډیو د ثبت دقیق ځای تر اوسه نه دی روښانه او په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.

د ویډیو له خپرېدو وروسته د کابل او د هېواد د ځینو نورو سیمو اوسېدونکو د بې‌پیلوټه الوتکو د الوتنو او ګزمو د زیاتېدو خبر ورکړی دی. یو شمېر کسانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دغه الوتکې یې د خپلو سیمو په فضا کې لیدلې دي.

حمزه بن لادن د اسامه بن لادن زوی او د القاعدې د بنسټګر له کورنۍ څخه یو پېژندل شوی کس دی. امریکا په ۲۰۱۹ کال کې اعلان کړی و چې حمزه بن لادن وژل شوی، خو پنټاګون د هغه د وژل کېدو د وخت او څرنګوالي په اړه جزیات نه وو ورکړي.

په تازه خپره شوې ویډیو کې هغه کس چې القاعده یې حمزه بن لادن بولي، د امریکا پر ضد څرګندونې کوي او د القاعدې د فعالیتونو د دوام خبره کوي. د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د کلیزې په درشل کې د دې ویډیو خپرېدو د القاعدې تبلیغاتي فعالیتونه یو ځل بیا د پام وړ ګرځولي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ګڼو راپورونو کې په افغانستان کې د القاعدې د غړو او روزنیزو مرکزونو د شته والي په اړه معلومات ورکړل شوي دي. د امنیت شورا د بندیزونو د څار ډلې په یوه پخواني راپور کې هم ویلي وو چې په افغانستان کې د القاعدې موقعیت او وړتیا په بنسټیز ډول نه دي بدل شوي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې له افغانستان څخه راپورته کېدونکي ترهګریز ګواښونه لا هم پر ځای دي او په افغانستان کې د افراطي ډلو د فعالیت وړتیا د ګاونډیو هېوادونو او د منځنۍ اسیا لپاره دوامدار ګواښ ګڼل کېږي.

د راپور له مخې، القاعدې د پاکستاني طالبانو «تحریک طالبان پاکستان» یا ټي‌ټي‌پي په فعالیتونو کې ایډیالوژیکه، روزنیزه او لوژستیکي مرسته هم کړې ده. د القاعدې «السحاب» رسنیزې څانګې د اپرېل په ۲۸مه د طالبانو په ملاتړ او د ټي‌ټي‌پي د عملیاتو په ملاتړ هم اعلامیه خپره کړې وه.

په افغانستان کې د بې‌پیلوټه الوتکو د ګزمو راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې امریکا په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه د خپلو ځواکونو له ایستلو وروسته ویلي وو، چې له «افقونو اخوا» عملیاتو له لارې د ترهګرو پر ضد د اقدام وړتیا ساتي.

امریکايي چارواکو تر وتلو وروسته ویلي وو چې واشنګټن کولای شي له فضا څخه په افغانستان کې ترهګریز ګواښونه وڅاري.

امریکا د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۱مه د کابل په شیرپور سیمه کې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعدې مشر ایمن‌الظواهري د هلفایر دوه توغندیو په وسیله وواژه.

خو تر اوسه داسې شواهد نه دي خپاره شوي چې وښيي د بې‌پیلوټه الوتکو د ګزمو زیاتوالی د حمزه بن لادن د ویډیو له خپرېدو سره مستقیم تړاو لري. همداراز لا معلومه نه ده چې دغه بې‌پیلوټه الوتکې د کوم هېواد دي.

په کندهار کې د طالبانو د نظامیانو او امربالمعروف د محتسبانو ترمنځ لفظي شخړې زیاتې شوې

۲۲ وږی ۱۴۰۵ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۲:۵۱ GMT+۱
•
عبدالله همیم
100%

په کندهار کې د طالبانو اړوندو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په تېرو دوو اونیو کې د کندهار د دامان او میوند ولسوالیو په ګډون د ښار په ځینو حوزو کې د طالبانو د نظامیانو او د امربالمعروف د محتسبانو ترمنځ لفظي شخړې شوې دي.

سرچینو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د طالبانو نظامیانو د امربالمعروف له محتسبانو سره په چارو کې د هغوی د مداخلې له امله لفظي شخړې کړې دي.

لږ ترلږه دوو سرچینو، چې یوه یې د طالبانو د نظامیانو اړوند ده، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دغو شخړو اصلي لامل د نظامیانو په چارو کې د امربالمعروف د محتسبانو مداخله او په رسمي کاري ساعتونو کې هغوی ته د «نصیحتونو» کول دي.

د سرچینو په وینا، د امربالمعروف محتسبان د نظامیانو د رسمي دندو پر مهال حوزو او نظامي مرکزونو ته ورځي او د لمانځه، ږیرې، لباس، د کار د څرنګوالي او نورو موضوعاتو په اړه ورته لارښوونې کوي.

دې سرچینې ویلي: «موږ حیران پاتې یو چې د دوی نصیحتونو ته کښینو که خپل مسوولیت ترسره کړو».

د طالبانو نظامیان وايي، چې د خپلو رسمي دندو ترڅنګ د امربالمعروف د محتسبانو نصیحتونو او پوښتنو د دوی کاري بهیر اغېزمن کړی دی.

د طالبانو یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د نظامیانو او امربالمعروف د محتسبانو ترمنځ د اختلافونو له زیاتېدو وروسته په کندهار کې د طالبانو د والي ملا شیرین په مشرۍ لږ تر لږه دوه غونډې هم شوې دي.

د سرچینې په وینا، په دغو غونډو کې نظامیانو د امربالمعروف له ریاست څخه د دوی په چارو کې د مداخلې په اړه شکایت کړی دی.

سرچینه وايي، د دغو غونډو پر جوړېدو سربېره، لا هم په ځینو سیمو کې د نظامیانو او محتسبانو ترمنځ د دندو د حدودو پر سر شخړې کیږي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د نظامیانو، ملکي کارکوونکو او عامو خلکو پر ټولنیز چلند د څار په برخه کې پراخ واکونه لري. د طالبانو په ادارو کې محتسبان د کارکوونکو د لباس، ږیرې، د لمانځه د ادا کولو او نورو دیني او ټولنیزو مسایلو په اړه څارنه او لارښوونه کوي.

په ولایتونو کې هم د امربالمعروف محتسبانو ته د طالبانو د امنیه قوماندانۍ، ولسوالیو، پولیسو حوزو، ښاروالیو او نورو ادارو د چارو د څار واک ورکړل شوی دی.

هممهاله، محتسبان په دولتي ادارو کې د نظامیانو په ګډون کارکوونکو ته د دیني لارښوونو درسونه ورکوي.

د دغو پراخو صلاحیتونو له امله په ځینو مواردو کې د امربالمعروف د محتسبانو د صلاحیتونو او د نورو ادارو د مسوولیتونو ترمنځ د تداخل موضوع هم مطرح شوې ده.

تر دې وړاندې د کندهار یو شمېر اوسېدونکو او د ښځینه سینګارتوکو پلورونکو هم د امربالمعروف د محتسبانو له کړنو شکایتونه کړي دي. هغوی ویلي وو، چې د خلکو په شخصي ژوند، لباس، ږیرې او ورځني چلند کې د محتسبانو مداخلې له ژوند او چارو ستومانه کړي دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ټینګار کوي، چې د دغه ریاست فعالیتونه د اسلامي شریعت د پلي کولو، د «منکراتو» د مخنیوي او د ټولنیز نظم د ټینګښت په موخه دي.

د طالبانو چارواکو تر اوسه په کندهار کې د نظامیانو او امربالمعروف د محتسبانو ترمنځ د وروستیو لفظي شخړو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته بې‌کاره شوې انجنیرې د ۱۵ ښځو لپاره د مرخیړیو فارم جوړ کړی

۲۲ وږی ۱۴۰۵ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۴۶ GMT+۱
100%

نسرین متین د طالبانو له واکمنۍ وړاندې د کرنې وزارت د یوې برخې رییسه وه. د ښځو پر کار له بندیزونو وروسته یو کال په کور کښېناسته، خو وروسته یې د مرخیړیو کښت پیل کړ. اوس هغه د هغو ښځو لپاره د کار او زده‌کړې زمینه برابروي چې د کورونو یوازینۍ نفقه‌ګټونکې او له زده‌کړو پاتې دي.

نسرین متین د افغانستان د کرنې انجنیره ده. د نباتاتو، سبزیجاتو او خاورې په برخه کې یې زده‌کړې کړې او شاوخوا ۱۴ کاله یې د افغانستان په بېلابېلو، ان تر ټولو لرې پرتو سیمو او کلیو کې کار کړی دی.

خو د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د هغې مسلکي ژوند په ناڅاپي ډول پای ته ورسېد.

هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « زما هیله داوه، چې په خپله خاوره کې د خپل وطن ښځو، ځان او خپلو اولادونو ته خدمت وکړم. له هېڅ سیاست سره مې کار نه درلود».

متین وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته په بشپړه توګه بې‌کاره شوه. شاوخوا یو کال یې په کور کې تېر کړ او وروسته د سخت خپګان له حالت سره مخ شوه. همغه وخت یې پرېکړه وکړه چې د خپل مسلک له پاتې امکاناتو کار واخلي.

هغې په خپل کور کې د مرخیړیو کښت پیل کړ. څلور کاله وروسته، دا کوچنی کورنی کار په داسې فعالیت بدل شوی چې اوس ورسره شاوخوا ۱۵ ښځې کار کوي.

متین وايي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې د خوراکي توکو د تولید په بېلابېلو برخو کې کار کوي، په ځانګړي ډول د کښت او تولید په برخه کې، خو دا ټول فعالیت یې له کوره ترسره کړی او له کومې رسمي ادارې یا حکومت تر چتر لاندې کار نه کوي.

هغه وايي، « که په افغانستان کې ښځو ته د کار اجازه ورکړل شوې وای، ښايي زما لپاره هم د کار زمینه برابره شوې وای. زه د کرنې انجنیره یم او د نباتاتو، سبزیجاتو او خاورې په برخه کې مې زده‌کړې کړې دي».

خو متین اوس خپل مسلک په بل ډول تعقیبوي.

هغه وايي، ځان تر هغه حکومته ډېر ګټور ګڼي چې د افغانستان نجونو او ښځو ته یې د زده‌کړې او کار حق نه دی ورکړی.

نوموړې زیاته کړه، « زه د خپل توان په کچه له ښځو سره کار کوم، له هغو نجونو سره چې زرګونه هیلې لري، خو اوس ورته یوازې یوه لاره پاتې ده او هغه واده او د اولادونو زېږول دي».

100%

د ۱۵ ښځو لپاره یو کوچنی فارم

د متین په فارم کې هغه ښځې راټولې شوې دي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د ژوند مسیر بدل شوی دی.

په دې ډله کې هغه ښځې شته چې د تېر جمهوري نظام پر مهال یې مېړونه وژل شوي او اوس بې‌سرپرسته پاتې دي. ځینو یې پخوا دندې لرلې، خو اوس بې‌کاره شوې دي. ځینې نورې هغه نجونې دي چې زده‌کړې یې نیمګړې پاتې شوې او نور ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اجازه نه لري.

د دې ډلې یوه برخه بیا هغه ښځې دي چې په کور کې سرپرست نه لري او د کور ټول لګښتونه باید خپله برابر کړي.

کرنپوهه متین وايي، دغو ښځو ته په اونۍ کې یو ځل د سټرېس، خپګان او ځان‌بسیاینې په اړه هم زده‌کړې ورکوي. نوموړې هغو نجونو ته چې زده‌کړې یې نیمګړې پاتې شوې، په اونۍ کې درې ځله تدریس هم کوي.

د هغې لپاره دا فارم د مرخېړیو د تولید ترڅنګ، د هغو ښځو لپاره د ژوند د بیا جوړولو یوه کوچنۍ هڅه ده چې د کار، زده‌کړې او اقتصادي خپلواکۍ فرصتونه یې له لاسه ورکړي دي.

له یوې کوچنۍ خونې حاصل

د متین په وینا، د مرخیړیو د تولید لپاره ډېر امکانات ضرور نه دي.

یوه مناسبه خونه، چې غوره ده ځمکتل ولري، د فارم لپاره بسنه کوي. د کښت لپاره د غنمو بوس، سبوس، د مرخیړیو تخم، پلاستیکي کڅوړې، دستکشې، خولۍ، ماسک، پښه پوښ، عفوني ضد مواد او د بوسو د تعقیم وسایل اړین دي.

د اوبو شیندلو وسیله او د پلاستیکي کڅوړو د تړلو لپاره رشتک هم کارول کېږي.

متین وايي، د مرخیړیو لومړی حاصل شاوخوا ۲۵ ورځې وروسته ترلاسه کېدای شي.

هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « تر شپږو میاشتو پورې، ان تر یوه کال پورې حاصل ورکوي. هره ورځ یا یوه ورځ وروسته حاصل ورکوي».

د هغې په وینا، د دې محصول یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې د چمتووالي له لومړنۍ مرحلې وروسته د اوږدې مودې لپاره حاصل ورکوي او اضافي لګښتونه یې یوڅه کم وي.

متین خپل تولیدات د انلاین پلور له لارې بازار ته وړاندې کوي او له ځینو رستورانتونو سره هم قراردادونه لري.

مرخیړي د پیزا، سوپ او قورمې په څېر خوړو کې کارول کېږي. د هغې په وینا، دا محصول پروټین او ویټامینونه لري او د هغو کسانو لپاره هم مناسب دي، چې غواړي د حیواني غوښې مصرف کم کړي.

خو د مرخیړیو بازار یو ځانګړی شرط لري او هغه دا دی چې حاصل باید له راټولېدو وروسته ژر وپلورل شي.

د دې لپاره متین هڅه کوي چې د محصول یوه برخه په تازه ډول بازار ته وړاندې کړي او له بلې برخې څخه په کور کې ترشي او نور خوراکي محصولات جوړ کړي.

100%

د ارزو او صبرینا لپاره د کار وړ ځای

ارزو د شپږو لوڼو مور ده.

هغه وايي، خاوند یې د جمهوري نظام پر مهال د کابل د صدارت څلورلارې ته نږدې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

ارزو هغه مهال د پوهنې وزارت په یوه برخه کې دنده لرله، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې خپله دنده هم له لاسه ورکړه.

ناڅاپه هغه ښځه چې د خپلې کورنۍ د ژوند یوه مهمه ستنه وه، د شپږو ماشومانو د پالنې له درانه بار سره یوازې پاتې شوه.اقتصادي وضعیت یې دومره خراب شو چې، د خپلو ماشومانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره، اړه شوه خیرات ټول کړي.

اوس هغه د مېرمن متین په فارم کې کار کوي.

ارزو وايي، خوښه ده چې بیا یې د کار فرصت پیدا کړی او د خپلو لوڼو لپاره یې د زده‌کړې زمینه هم برابره شوې ده.

د هغې راتلونکی هدف خپل شخصي فارم جوړول دي: « که زمینه برابره شي، غواړم خپل فارم جوړ کړم او نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړم».

صبرینا هم ، چې په دغه فارم کې کار کوي، د دوو ماشومانو مور ده.

هغه وايي، خاوند یې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په کابل هوايي ډګر کې امریکايي الوتکې ته د پورته کېدو پر مهال له الوتکې ولوېد. د پېښې له امله د هغه دواړې پښې فلج شوې دي.هغه ژوندی پاتې شو، خو د کار توان یې له لاسه ورکړی دی.

صبرینا وايي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې په تن روغ او ځوانان هم د کار موندنې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، د هغې معلول خاوند، چې د ذهني تمرکز له ستونزو هم رنځېږي، د کار موندلو چانس نه لري.

د کورنۍ د کفالت لپاره صبرینا اړه شوه چې د خلکو په کورونو کې لوښي ومینځي، جارو وکړي او د کورونو په پاکولو کې کار وکړي.

اوس هغه په فارم کې کار کوي.

100%

په فارم کې بله کارکوونکې سنبل د نهم ټولګي زده‌کوونکې ده.

هغه وايي، یوه ورځ ښوونځي ته ولاړه او د خپلو ټولو ټولګیوالو په لیدلو ډېره خوشحاله شوه، خو د هغوی د ژوند له بدلون سره مخامخ کېدل ورته دردناک وو.

د هغې په وینا، د ډېرو پخوانیو ټولګیوالو لپاره د زده‌کړو او مسلک پر ځای واده د ژوند اصلي هدف ګرځېدلی و.ځینې نجونې له داسې نارینه‌وو سره واده شوې وې چې بې‌کسبه، بې‌کاره او جګړه مار وو.

سنبل وايي، تر ټولو ډېره هغه وخت خپه شوه چې ویې لیدل د هغې د ټولګیوالو پخوانۍ هیلې تروړل شوې دي.

هغه وايي، ځینو دغو نجونو له ماشومتوبه د خپل پلار په کور کې له سختیو سره مبارزه کړې وه، خو اوس داسې حالت ته رسېدلې دي چې خپلې پخوانۍ هیلې یې پرېښې دي.

سنبل خپله بیا د کار ترڅنګ زده‌کړه کوي. هغه وايي، «اوس شکر دی چې کار کوم او درس وایم. لږ تر لږه راتلونکې ته هیله لرم چې نن نه، سبا به دا توره شپه پای ته ورسېږي او زموږ د هیلو باد به بیا ولګېږي».

د نسرین متین لپاره دا فارم د خپل مسلکي ژوند بشپړ بدیل نه دی.

هغه لا هم غواړي یوه ورځ بېرته د خپلې مسلکي پوهې په برخه کې کار وکړي، خو تر هغې ورځې یې د خپل کور له یوې محدودې فضا څخه د ښځو لپاره د کار، عاید او زده‌کړې یوه کوچنۍ شبکه جوړه کړې ده.

متین وايي، کله چې ویني له محدودو امکاناتو سره یې د لږ تر لږه ۱۵ کورنیو لپاره د کار زمینه برابره کړې، د زړه له کومې د راحت او خوښۍ احساس کوي.هغه هیله لري چې یوه ورځ به داسې سبا راشي چې په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د کار او زده‌کړې زمینه بېرته برابره شي.

په افغانستان کې د سرطان پېښې زیاتې شوې؛ ناسالم ژوند یې مهم لامل بلل کېږي

۲۲ وږی ۱۴۰۵ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۰۷ GMT+۱
100%

په افغانستان کې، شاوخوا ۱،۵ میلیونه کسان پر سرطاني ناروغۍ اخته دي او هر کال نږدې ۵۰ زره نوې پېښې ثبتېږي. متخصصان ناسالم خواړه، د سګرټو او نسوارو استعمال، د هوا ککړتیا، د فزیکي فعالیت کموالی او ځینې انتاني ناروغۍ د سرطان له مهمو لاملونو څخه بولي.

د سرطان د مبارزې یو بنسټ، د طالبانو د روغتیا وزارت د معلوماتو او نړیوالو راپورونو پر بنسټ، ویلي چې په افغانستان کې د سرطان ناروغانو شمېر د پام وړ لوړ شوی دی. په ورته وخت کې، په هېواد کې د دې ناروغۍ د تشخیص او درملنې امکانات محدود دي او ګڼ ناروغان د تخصصي درملنې لپاره له هېواده بهر تګ ته اړ کېږي.

د اندوکراین او هورمونونو متخصص ډاکټر محمد یما شهاب وايي، سرطان یوه واحده ناروغي نه ده، بلکې د ناروغیو یوه ډله ده.

«نوموړی زیاتوي: «د خپلې تجربې له مخې، په ښځو کې د سینې او رحم سرطان ډېر لیدل کېږي، په نارینه‌وو کې د معدې، ځیګر، مرۍ او کولمو سرطانونه ډېر دي او په ماشومانو کې د وینې سرطان هم زیات لیدل کېږي.»

شهاب د سرطان د زیاتېدو په اړه وايي: «ارثي عوامل، ناسالم خواړه، د ژوند ناسالمه طریقه، د هوا ککړتیا، د ځینو انتاني ناروغیو دوام، د فزیکي فعالیت کموالی، د سګرټو او نسوارو استعمال او نشه‌يي توکي د سرطان له مهمو عواملو څخه دي.»

د هغه په وینا، د سګرټو او نسوارو استعمال په ځانګړي ډول د سږو، خولې او مرۍ د سرطان له مهمو لاملونو څخه دی. نوموړي همداراز ویلي چې ځینې ویروسونه د سرطان په رامنځته کېدو کې رول لري او د «اېچ‌پي‌وي» ویروس د رحم له سرطان سره تړاو لري.

په افغانستان کې د «اېچ‌پي‌وي» واکسین ته د خلکو محدود لاسرسی هم یوه ستونزه بلل کېږي. د روغتیايي متخصصانو په وینا، د واکسین لوړه بیه او د عامه پوهاوي کموالی د دې لامل شوی چې ډېری خلک له دې وقایوي خدمت څخه برخمن نه شي.

د معدې د «اېچ پایلوري» په څېر انتاني ناروغۍ هم د سرطان له خطر سره تړاو لري. متخصصان وايي، دغه ډول ناروغۍ په افغانستان کې په کافي اندازه نه تشخیصېږي او د درملنې په برخه کې یې هم ستونزې شته.

د خوړو ډول هم د سرطان له خطر سره تړاو لري. د یوې نړیوالې څېړنې له مخې، چې د ۴۵۰ زرو څخه د زیاتو کسانو معلومات پکې ارزول شوي، د غوښې، په ځانګړي ډول د پروسس شوې سره غوښې، زیات استعمال د معدې او مرۍ د سرطان له لوړ خطر سره تړاو لري.

100%

د درملنې کم امکانات او د ناروغانو ستونزې

په افغانستان کې د سرطان د درملنې په برخه کې د پرمختللو وسایلو او درملو کمښت، د متخصصو ډاکټرانو نشتوالی، د تخصصي روغتیايي خدمتونو محدود لاسرسی او د خلکو کمزوری اقتصادي وضعیت د ناروغانو ستونزې لا زیاتې کړې دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترګ راتګ لارو تړل کېدو هم هغه افغان سرطان ناروغان اغېزمن کړي چې د درملنې لپاره پاکستان ته تلل. د «ډان» روغتیايي خبریال اشفاق یوسفزي وايي، تر دې مخکې به هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ افغان ناروغان پاکستان ته د درملنې لپاره تلل چې نږدې ۳۵ سلنه یې د سرطان ناروغان وو.

یوسفزي وايي: «ډېری افغان سرطان ناروغان د درملنې لپاره شوکت خانم او رحمان روغتونونو ته تلل او ډېری یې په شوکت خانم کې درملنه کېدل؛ خو د لارو تړل کېدو د دغو ناروغانو د درملنې بهیر سخت اغېزمن کړی دی.»

روغتیايي متخصصان ټینګار کوي چې سرطان په ټولو مواردو کې د مرګ معنا نه لري او د ناروغۍ ژر تشخیص او پر وخت درملنه د ناروغانو د ژوندي پاتې کېدو چانس زیاتوي. دوی سپارښتنه کوي چې د سالمې تغذیې، فزیکي فعالیت، د تنباکو د استعمال د کمولو او د سرطان د نښو د ژر پېژندلو له لارې د دې ناروغۍ د خطر کچه راکمه شي.