د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د سېشنبې په ورځ، د وږي ۲۴مه پر اېکس لیکلي چې د عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د معیار او کیفیت ادارې له لوري د داخلي معیارونو د ۶۶ مسودو بحث وشو او له دې ډلې ۳۶ معیارونه او د ازمایښت ۳۰ طریقې تایید شوې.
طالبانو ویلي چې دغه معیارونه او د ازمایښت طریقې د کرنیزو محصولاتو، خوراکي توکو، درملو، نساجۍ، کیمیا او پلاستیک، مخابراتو او الیکټریک، کان کېندنې، ودانیز موادو، چاپېریال ساتنې او یو شمېر نورو برخو اړوند دي.
په دغه غونډه کې په پکتیا، پکتیکا، خوست، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د ډبرو سکرو د تخلیې، بارګیرۍ، پروسس او بسته بندۍ مرکزونو د مالکیت معلومولو پر موضوع هم خبرې شوې او پرېکړه وشوه، چې په یادو ولایتونو کې یاد مرکزونه د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند دي او یاد وزارت به یې چارې پرمخ وړي.
اقتصادي شنونکی فرید فرهنګ د افغانستان د تېلو پر بازار د نړۍوالو بدلونونو اغېز تر یوه بریده د وارداتو د لارو او سیمهییزو ستونزو له امله ګڼي. نوموړی وایي، افغانستان مخکې له ترکمنستان نه په پراخه کچه تېل پېرل؛ خو په سیمه کې روانو ترینګلتیاوو د تېلو پر لېږد اغېز کړی دی. د هغه په وینا، له عراق نه د اربیل او سلیمانیه له لارې د تېلو د لېږد ستونزې هم پر لګښتونو اغېز کوي.
فرهنګ وایي، د افغانستان بازار ته ډېری وخت د ټیټ کیفیت تېل واردېږي او له همدې امله د هرمز تنګي وضعیت پر افغانستان مستقیم اغېز نهشي لرلی؛ خو د منځني ختیځ روانه جګړه او له ترکمنستان او عراق نه د تېلو د لېږد ستونزې د بیو د لوړېدو له لاملونو بلل کېږي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری دی، د تېلو د بیو دوامداره لوړوالی ښايي د ترانسپورټ ترڅنګ د ګڼو نورو توکو او خدمتونو پر بیو هم اغېز وکړي. بلخوا د شنونکو په وینا، د نړۍوالو بیو او سیمهییزو ترینګلتیاوو د دوام په صورت کې ښايي په افغانستان کې د تېلو بیې لا هم لوړې شي.
د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې افغان زده کړیالان اندېښه لري چې افغانستان ته په ستنېدو به یې د کلونو زدهکړې او خواري له منځه ولاړه شي.
د سند په ډاو پوهنتون یوې افغان محصلې، چې د امنیتي دلایلو له امله یې مستعار نوم «ډاکټره فاطمه» ښودل شوی، وویل چې تر اوسه له لیلیې نه دي ایستل شوي، خو ورته سپارښتنه شوې چې یا ځانونه د پاکستان له طبي او غاښونو شورا سره ثبت کړي او یا له پاکستانه ووځي.
نوموړې وایي: «زموږ زدهکړې نورې اخیر دي او په دې وخت کې داسې پرېکړه له افغان نجونو سره ناانصافي ده.»
د هغې په وینا، که افغان محصلین افغانستان ته ستانه شي، د کلونو هڅې به یې بېګټې شي.
فاطمه زیاتوي: «زموږ خواري افغانستان ته په ګرځېدو له منځه ځي. په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو بندیز دی او که زموږ زدهکړې بشپړې نه شي، نو ټوله خواري مو له منځه ځي.»
د پښتونخوا د خیبر د غاښونو طب پوهنځي یوه افغان محصله، چې د زدهکړو په وروستیو کلونو کې ده، هم د امنیتي دلایلو له امله له نوم ښودلو پرته وايي، د ثبت موضوع باید د محصلینو پر ځای د پوهنتونونو او اړوندو ادارو مسولیت وای.
نوموړې وویل: «د پاکستان حکومت افغان محصلینو ته بهانه جوړه کړې. دوی وایي چې د پاکستان له طبي شورا سره باید موږ راجسټر شو. دا کار اصلاً زموږ نه دی، دا د پوهنتون او د یاد وزارت دی.»
هغې وویل، که محصلین د ثبت لپاره شورا ته مراجعه هم وکړي، د ویزې ستونزه ورسره مخ ده.
نوموړې وایي: «فرض کړه موږ د پاکستان طبي شورا ته د ثبت لپاره لاړو؛ اول خو پاکستان افغانانو ته ویزه نه ورکوي. که موږ ورته ووایو چې غواړو راجسټر شو، نو دوی به معتبره ویزه غواړي، له کومه یې کړو؟»
نوموړې وايي، د لاهور د محکمې حکم د خیبر پښتونخوا د محصلینو وضعیت نه دی روښانه کړی او دوی لا هم د نامعلوم برخلیک په حالت کې دي.
یاده زدکړیاله وایي: «موږ تر اوسه په ځوړند حالت کې یو او هره شېبه زموږ د ویستلو پرېکړه کېدای شي. د افغان محصلینو غم باید وخوړل شي.»
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په پنجاب کې شاوخوا ۵۰ افغان نجونې، په سند کې شاوخوا ۴۰ او په خیبر پښتونخوا کې هم یو شمېر افغان نجونې په طبي او نورو زدهکړو بوختې دي.
په طبي برخه کې ۱۴ افغان محصلینو خپلې زدهکړې بشپړې کړي، اته نور تمه ده راتلونکی کال فارغ شي، او د نورو ۱۷۶ محصلینو د ثبت او اسنادو د ارزونې بهیر روان بلل شوی دی.
محصلین بیا وايي، د ثبت ستونزه د پوهنتونونو او اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ موضوع ده او دوی باید د خپلو زدهکړو په وروستیو کلونو کې د داسې اداري ستونزې له امله له زدهکړو بېبرخې نه شي.
د پاکستاني چارواکو او رسنیو د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۷ زره افغان محصلین په پاکستان کې په پوهنتونونو او مسلکي کالجونو کې زدهکړې کوي، خو د ښځینه محصلینو د دقیق شمېر په اړه تازه رسمي احصایه نه ده خپره شوې.
نوموړي وویل، تر اوسه داسې پرېکړه نه ده شوې چې ټول افغان محصلین دې بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي.
سجاد حیدر خان وویل: «هغه افغان محصلین چې قانوني ویزې لري، کولای شي په پاکستان کې پاتې شي.»
د بهرنیو چارو وزارت دا دریځ دپاکستان طبي او غاښونو شوراد ثبت له موضوع سره په داسې حال کې مطرح کېږي چې یو شمېر افغان طبي محصلین وايي، دوی د زدهکړو په منځ یا د فراغت په درشل کې له داسې ستونزې سره مخ شوي چې د دوی د راتلونکي په اړه یې جدي اندېښنې پیدا کړې دي.
په دې توګه د افغان طبي محصلینو د قضیې اصلي اختلاف د درېیو موضوعاتو پر محور راڅرخي: دپاکستان طبي او غاښونو شوراد ثبت او اسنادو غوښتنې، د محصلینو د زدهکړو د دوام حق او د پاکستان د حکومت د قانوني ویزو لرونکو افغان محصلینو په اړه رسمي دریځ.
که څه هم لاهور او سند عالي محکمو تر اوسه د اړوندو محصلینو لپاره موقتي حقوقي خوندیتوب برابر کړی، خو د محصلینو په وینا د دوی اساسي ستونزه لا نه ده حل شوې او د قضیې وروستۍ پرېکړې ته سترګې په لار دي.