طالبان وایي اوس مهال په بدخشان کې ۲۰۰ ښځې د غالیو په اوبدلو بوختې دي

په بدخشان کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د غالیو اوبدلو صنعت ۱۰ سلنه پیاوړی شوی او اوس مهال شاوخوا ۲۰۰ ښځې د غالیو اوبدلو په کارخونو کې فعالیت کوي.

په بدخشان کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د غالیو اوبدلو صنعت ۱۰ سلنه پیاوړی شوی او اوس مهال شاوخوا ۲۰۰ ښځې د غالیو اوبدلو په کارخونو کې فعالیت کوي.
د بدخشان د غالیو اوبدلو اتحادیې مشر عبدالعلیم یفتلي وايي، د یوې سروې له مخې هغو ښځو ته چې د غالیو اوبدل یې زده وو، د کار اړین توکي وېشل شوي او یو شمېر نورو ښځو ته هم د غالیو اوبدلو روزنه ورکړل شوې ده.
د نوموړي په وینا، د دغو ښځو شمېر په تدریجي ډول زیات شوی او ډېری یې اوس په خپلو کورونو کې غالۍ جوړوي.
په بدخشان کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست د تشبثاتو او مصرفکوونکو د ملاتړ مدیر ثمرالدین رحماني وايي، اوس مهال د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۲۰۰ ښځې د غالیو اوبدلو په برخه کې کار کوي او دې چارې دغه صنعت ۱۰ سلنه پیاوړی کړی دی.
نوموړی زیاتوي چې دوی غواړي د نندارتونونو له لارې د دغو غالیو لپاره بازار پیدا کړي.
د غالیو اوبدلو په کارخونو کې کارکوونکې ښځې هم وايي چې د دوی له خوا اوبدل شوې غالۍ د کیفیت له پلوه ښې دي او غواړي چې د خپلو تولیداتو لپاره مناسب بازار پیدا کړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر کار او فعالیتونو محدودیتونه لګولي او له همدې امله ډېری ښځې د غالیو اوبدلو او نورو کورنیو فعالیتونو ته مخه کړې ده.

د الجزیرې «انسایډ سټوري» پروګرام کې ګډونوالو ویلي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ روان کړکېچ یوازې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) له فعالیتونو سره تړاو نه لري، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالې بېباورۍ، اختلافاتو او امنیتي سیالیو دوام هم پکې مهم رول لري.
د بحث پر مهال د اروپايي ټولنې پخواني استازي مایکل سمپل وویل، پاکستان په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو واک ته رسېدل د خپلې ستراتېژیکې بریا په توګه لیدل او هیله یې لرله چې په کابل کې به یو همکار حکومت ولري، خو د هغه په وینا، وضعیت برعکس شو.
سمپل وویل، اسلاماباد غوښتل چې په افغانستان کې د هند نفوذ محدود شي او له افغان خاورې پاکستان ته امنیتي ګواښونه پای ته ورسېږي، خو اوس هند له طالبانو سره ښې اړیکې لري او په پاکستان کې تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو پخواني لوی مفتش او د «ښې حکومتولۍ فورم» مشر سید اختر علي شاه وویل، د پاکستان دریځ دا دی چې د تحریک طالبان پاکستان مهم مرکزونه په افغانستان کې دي.
د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار ډلې هم مخکې په افغانستان کې د ټيټيپي، القاعدې او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د حضور یادونه کړې ده.
اختر علي شاه ادعا وکړه چې دغه ډلې په افغانستان کې د پناه ځایونو، د جلب او جذب شبکو او مالي سرچینو په لرلو سره پاکستان کې بریدونه تنظیموي.
بلخوا، د کابل پوهنتون د سیاسي علومو استاد فیضالله ځلاند وویل چې پاکستان د خپلو امنیتي ستونزو پړه یوازې پر افغانستان نه شي اچولی.
هغه وویل، پاکستان له سیاسي بېثباتۍ، اقتصادي بحران، د انرژۍ له کمښت او د بلوڅ بېلتونپالنې له اوږدمهالې ستونزې سره هم مخ دی او د دغو ستونزو د حل مسوولیت خپله پر اسلاماباد راجع کېږي.
ځلاند زیاته کړه چې افغانستان د خپلې خاورې د نه کارونې مسوولیت لري، خو هر ډول ادعا باید د باور وړ میکانیزمونو له لارې وڅېړل شي.
د بحث پر مهال د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو هم یادونه وشوه. پاکستان وايي په افغانستان کې یې ۱۰ هدفونه په نښه کړي چې د بریدونو لپاره د بېپیلوټه الوتکو د زېرمو او فعالیتونو مرکزونه وو، خو د طالبانو حکومت وايي په دغو بریدونو کې لږ تر لږه څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
سمپل وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزې جرړې تر اوسنیو پېښو ډېرې پخوانۍ دي او د ډيورنډ کرښې، حاکمیت او متقابلو شکونو موضوعات پکې شامل دي.
د هغه په وینا، په افغانستان او پاکستان کې داسې کړۍ شته چې د ډیورنډ کرښه نه مني او دا مسله د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د کمښت یو مهم لامل دی.
سید اختر علي شاه ټینګار وکړ چې د کړکېچ د کمولو لپاره باید د قطر، سعودي عربستان، ترکیې او چین په څېر هېوادونه د منځګړیتوب رول ولوبوي او دواړه لوري د شواهدو او استخباراتي معلوماتو د شریکولو له لارې یو ګډ تفاهم ته ورسېږي.
فیضځلاند بیا وویل چې افغانستان او پاکستان خپل جغرافیه نه شي بدلولی او دواړه اړ دي ګډ ژوند وکړي.
د هغه په وینا، د ستونزې د حل لپاره باید یو داسې بنسټیز او د باور وړ میکانیزم رامنځته شي چې د دواړو لورو ادعاوې وڅېړي او د هرې پېښې له رامنځته کېدو وروسته د پوځي غبرګون پر ځای د حقیقت موندنې لاره خپله شي.
شنونکو خبرداری ورکړ چې د متقابلو بریدونو او غبرګونونو دوام به نه یوازې امنیتي وضعیت خراب کړي، بلکې اقتصادي او بشري زیانونه به هم زیات کړي.
سيبياېس نیوز راپور ورکړی چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو یوازې ۱۵ ورځې وروسته دسياېاې لومړۍ اووه کسیزه ډله، چې «جېاېډبلیوبرېکر» نومېده، د یوې روسي جوړې چورلکې په وسیله د افغانستان ننوتل او د طالبانو پر وړاندې یې د عملیاتو لپاره استخباراتي ماموریت پیل کړ.
د راپور له مخې، د «جېاېډبلیوبرېکر» په نوم دغه اووه کسیز ټیم د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر ۲۶مه د پنجشېر درې ته ورسېد. غړو یې له ځان سره میلیونونه ډالر نغدې پیسې هم وړې وې، څو له افغان متحدینو سره د القاعدې او طالبانو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ځواکونو په جلب او سمبالولو کې مرسته وکړي.
د دغه ټیم دنده د استخباراتي معلوماتو راټولول او د هغو امریکايي عملیاتو لپاره د زمینې برابرول وو چې تمه کېده ډېر ژر به د القاعدې او طالبانو پر وړاندې پیل شي. دا مهال د شمالي ټلوالې پوځي مشر احمدشاه مسعود د القاعدې د دوو غړو په برید کې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو یوازې دوه ورځې مخکې وژل شوی و.
هغه روسی جوړ «مي-۱۷» هلیکوپټر چې دغه امریکايي ټیم یې افغانستان ته راوستی و، اوس د سياېاې په مرکزي دفتر کې ساتل کېږي. دغه الوتکه له پراخ ترمیم وروسته بېرته هغه بڼې ته نږدې شوې چې په ۲۰۰۱ کال کې یې لرله.
د سياېاې پخوانی افسر ډېوېډ ټایسن، چې څو اوونۍ وروسته په افغانستان کې له دغه هلیکوپټر څخه کار واخیست، وايي الوتکه ډېره رپېده، تېل ترې بهېدل او شور یې ډېر و.
ټایسن سيبياېس نیوز ته وویل: «ډېره رپېده، تېل ترې بهېدل، ډېره شور ماشور یې درلود او زه نه پوهېدم چې د الوتنې وړ ده که نه؛ خو پیلوټانو ډاډ راکړ چې دا ښه هلیکوپټر دی.»
ولې روسی هلیکوپټر؟
سياېاې دغه هلیکوپټر په ۱۹۹۰مو کلونو کې ترلاسه کړی و. د ادارې د تاریخپوه راب بایر په وینا، د روسي جوړښت له امله یې په افغانستان کې د پټې دندې لپاره ځانګړې ګټه لرله، ځکه هم طالبانو او هم شمالي ټلوالې له ورته هلیکوپټرو کار اخیست.
بایر وايي: «شمالي ټلوالې او طالبانو دواړو له مي-۱۷ هلیکوپټرو کار اخیست. دا روسي هلیکوپټرونه دي او په دې سیمه کې د هلیکوپټرو د پیکاپ موټر په څېر دي.»
هغه زیاته کړه چې د امریکايي «بلک هاک» پر ځای د مي-۱۷ د کارولو اصلي دلیل دا و چې دغه هلیکوپټر په سیمه کې له نورو الوتکو سره ډېر توپیر نه درلود.
د بایر په وینا، «کله چې د دښمن تر شا سیمو ته ځئ، غواړئ تر ډېره له نورو سره ګډ ښکاره شئ.»
دغه هلیکوپټر د افغانستان د لوړو غرونو د سیمو لپاره هم مناسب و. د پنجشېر درې ته د رسېدو لپاره امریکايي ټیم اړ و چې د انجمن له غاړې واوړي، چې شاوخوا ۱۴ زره او ۵۰۰ فوټه له سمندر څخه لوړه ده.
بایر وايي، مي-۱۷ له هغو لږو هلیکوپټرو څخه و چې له دغه لوړ غره تېرېدای شول.
هلیکوپټر د امریکايي الوتکو لپاره د پېژندنې ځانګړی سیستم نه درلود، نو عملې یې د لکۍ پر پاسنیو برخو «امریکا» او د امریکا بیرغ رسم کړ، څو د هوا له پاسه د امریکايي پیلوټانو لپاره د پېژندلو وړ وي. د هلیکوپټر د اړیکو نښه یې هم «۹-۱۱-۰۱» ټاکلې وه.
دغه هلیکوپټر وروسته په افغانستان کې له ۳۰۰ ډېر ماموریتونه ترسره کړل او تر ۲۰۱۲ کال پورې په خدمت کې پاتې شو.
د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته د امریکایانو ننوتل
ټایسن هغه مهال په مرکزي اسیا کې د سياېاې د استخباراتي چارو افسر و او په ازبکي، ترکمني او روسي ژبو پوهېده. هغه د سپټمبر پر ۱۱مه برېتانیا ته روان و، خو له کوزېدو وروسته یې افغانستان ته د بېرته تګ لپاره چمتووالی پیل کړ.
هغه وايي: «زه پوهېدم چې د خپلو ژبو، تجربې او په مرکزي اسیا کې د خپلې دندې له امله به په دې ماموریت کې شاملېږم.»
د اکتوبر پر ۱۷مه، یعنې افغانستان ته د جېاېډبلیوبرېکر ټیم له رسېدو څه کمې درې اوونۍ وروسته، ټایسن او د هغه د ډلې نور غړي د افغانستان شمال ته ولېږل شول. هغوی د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو شاته د تلونکو لومړنیو امریکایانو له ډلې وو.
د دوی دنده له ازبک قوماندان عبدالرشید دوستم سره د ځواکونو همغږي او د طالبانو او القاعدې پر وړاندې د عملیاتو ملاتړ و.
ټایسن دا ماموریت داسې یادوي: «دا هغه څه وو چې موږ مخکې نه وو کړي.» د هغه په وینا، دوی له سیمهییزو ځواکونو سره یوځای کار کاوه او «په عملي ډول یې جګړه پر مخ وړله.»
امریکايي افسرانو له افغان جنګیالیو سره د غرونو په لارو پر آسونو سفرونه کول، چې ځینې وخت به یې په ورځ کې تر ۱۴ ساعتونو پورې مزل کاوه.
ټایسن وايي: «اسونه چندان دوستانه نه وو. نر آسونه وو، یو له بل سره به یې جګړه کوله، موږ به یې چیچلو او لغتې به یې راکولې او هڅه به یې کوله له آس څخه مو وغورځوي.»
په قلعه جنګي کې پاڅون
د نومبر تر وروستیو پورې د افغانستان په ډېرو شمالي سیمو کې د طالبانو ځواکونه له ماتې سره مخ شول او سلګونه بهرني جنګیالي تسلیم شول. هغوی د مزارشریف ترڅنګ د ۱۹مې پېړۍ یوې لویې کلا، قلعه جنګي، ته ولېږدول شول.
د نومبر پر ۲۵مه ټایسن او د سياېاې بل افسر مایک سپان قلعه جنګي ته ننوتل. د دوی لومړنی کار دا و چې د بندیانو هویت او د هغوی د اصلي ځایونو په اړه معلومات راټول کړي.
ټایسن وايي، ډېرو بندیانو ځانونه د القاعدې غړي بلل او ویل یې چې له اسامه بن لادن سره یې بیعت کړی دی. په دغو بندیانو کې جان واکر لینډ هم شامل و، هغه امریکايي چې په ۲۰۰۰ کال کې سیمې ته تللی او وروسته له طالبانو سره یوځای شوی و.
خو څو ساعته وروسته بندیانو پاڅون وکړ.
ټایسن وايي: «چاودنې، ډزې او ډېرې چیغې وې.» هغه زیاته کړه چې په یوه پړاو کې یې هر څه داسې لیدل چې ګواکې په ورو حرکت کې روان دي.
د جګړې پر مهال ټایسن د مایک سپان غږ واورېد او د هغه پر لور ورغی.
هغه وویل: «زما په یاد دي چې د هغه سیوری یا بدن مې پر ځمکه ولید. باور لرم چې مایک هغه مهال لا مړ شوی و. ما هغه کسان وویشتل چې پر ده وو او د مایک ټوپک مې ترې واخیست.»
سپان ۳۲ کلن و او په افغانستان کې د جګړې پر مهال لومړنی امریکايي کس و چې ووژل شو. نوم یې د سياېاې د یادګاري دېوال پر ۷۹م ستوري ثبت شوی دی.
ټایسن د سپان هماغه ټوپک د خپل ماموریت تر پایه له ځان سره وساته. دغه ټوپک اوس د سياېاې په موزیم کې ساتل کېږي او د ټایسن هغه بوټان هم ورسره نندارې ته اېښودل شوي چې په افغانستان کې یې اغوستي وو.
ټایسن وايي: «زما په اند، دغه ټوپک، د نورو شیانو ترڅنګ، زما ژوند وژغوره. فکر کوم په موزیم کې د هغه ساتل ډېر مناسب دي، ځکه موږ ته د مایک او د هغه د شخصیت یاد راژوندی کوي.»
د افغانستان د جګړې یو تاریخي یادګار
دغه هلیکوپټر په ۲۰۱۲ کال کې له خپل وروستي عملیاتي ماموریت وروسته په ۲۰۱۸ کال کې د سياېاې مرکزي دفتر ته راوړل شو. د څو کلونو لپاره د دفتر له ودانۍ بهر د افغانستان د غرنیو سیمو په څېر د ډبرو ترمنځ اېښودل شوی و.
خو د لمر او هوا له امله یې رنګ خراب شوی و. سياېاې په تېر کال کې د هلیکوپټر پرانیستې برخې وتړلې، رنګ یې نوی کړ او هڅه یې وکړه چې د ۲۰۰۱ کال بڼه ورته بېرته ورکړي.
د هلیکوپټر پر دواړو غاړو د «۶۰۷» نښه هم بېرته رسم شوې ده. دا د هغه افغان پیلوټ د اړیکو نښه وه چې د لومړي ماموریت پر مهال یې هلیکوپټر چلولی و.
د ټایسن لپاره دغه تاریخي توکي یوازې د یوه پخواني ماموریت یادګار نه دي، بلکې د هغه د وژل شوي ملګري مایک سپان یاد هم ورسره تړلی دی.
هغه وویل: «لکه مایک چې به ویل، هغه غوښتل د نیزې په څوکه کې وي. هغه همداسې و، نن هم همداسې دی او د تل لپاره به همداسې وي.»
ټایسن او د سپان کونډه شینن سپان ډیبروین اوس له یوې غیرانتفاعي ادارې سره هم کار کوي چې په ۲۰۲۲ کال کې د سپان د پوځي نښې په نوم جوړه شوې ده. دغه اداره له هغو افغانانو او د هغوی له کورنیو سره مرسته کوي چې له امریکايي ځواکونو سره یې یوځای کار کړی و.
د دغې ادارې په وینا، اوس مهال شاوخوا ۳۵ کورنۍ له خوراکي، روغتیايي، کډوالۍ او بیا مېشتېدو مرستو برخمنې دي.
ټایسن وايي، د دغو افغان همکارانو ملاتړ د امریکا له ۲۰۲۱ کال وتلو سره پای ته نه دی رسېدلی؛ ځکه د هغه په وینا، یو شمېر هغه افغانان چې له امریکایانو سره یې کار کړی و، په افغانستان کې پاتې شول او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له ګواښونو سره مخ شول.
کله چې له ټایسن څخه وپوښتل شول چې ایا د حکومتونو د نه ترسره شوو کارونو د جبران لپاره ځان مسوول ګڼي، هغه وویل: «هو، بالکل. همدا خلک کوي؛ همدا موږ کوو.»
د مقاومت جبهې په تلویحي توګه د طالبانو د وسلهوالو مخالفانو په اړه د عطا محمد نور وروستي تورونه رد کړي او له ټولو افغانانو یې د دوی د مبارزې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.عطا محمد نور د نورستان پېښې ته په اشارې سره ادعا کړې، چې اړمن او کډوال ځوانان پهکې د «نیابتي موخو» لپاره قرباني شوي.
د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې په تلویحي توګه د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې یې د ازادۍ جبهې د وسلهوالو له بریدونو وروسته کړې وې.
عطامحمد نور د شنبې ورځې ناوخته (د تلې ۴مه) په یوې اعلامیې کې، یاد شویو بریدونو ته په اشارې سره تور پورې کړ، چې په دې بریدونو کې «اړمن او کډوال» ځوانان، د «نیابتي موخو» لپاره قرباني شوي.
نور دا څرګندونې په داسې مهال وکړې، چې د طالبانو اړوندو استخباراتي رسنیو د ځينو ویډيوګانو په خپرولو سره، په نورستان کې د یادو بریدونو د یو شمېر عاملانو د نیولو ادعا وکړه.
په دغو ویډیوګانو کې، یو شمېر بې وسلې کسان د طالبانو په اسارت کې ښکاري. په دې ویډیوګانو کې د طالبانو د یوه غړي غږ اورېدل کېږي چې وايي اسیران به «ووژل» شي.
د بلخ پخواني والي عطامحمد نور په خپلو توندو څرګندونو کې ویلي وو، چې چریکي او ګریلایي جګړې ستراتیژیک لیدلوري، پراخو تجربو، مسوولانه چلند او د هېواد په کچه همغږۍ ته اړتیا لري.
د نور په باور، د هېواد ازادي یوازې د پياوړې، خپلواکې او زړورې ارادې له لارې شونی دی او همداراز یې خبرداری ورکړی، چې د طالبانو پر ضد اوسني وسلهوال په «پردي نیابتي ځواک» بدلیدونکي دي.
د عطامحمد نور تورونه که څه هم له نوم اخیستلو پرته «ازادۍ جبهې» ته منسوبې وګڼل شوې، خو د دې جبهې ملګرې ډلې (مقاومت جبهې) د عطا محمد نور له څرګندونو شاوخوا یو ساعت وروسته د ښاغلي نور له نوم اخیستلو پرته د هغه څرګندونې رد کړې.
د مقاومت په نوم جبهې په اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو ټول وسلهوال، مدني او سیاسي مخالفان؛ په ځانګړي ډول د « ازادۍ جبهه» افغانستان ته د « ازادۍ او کرامت» د بیرته ستنولو لپاره مبارزه کوي او دوی یې ملاتړ کوي.
دغې ډلې ویلي، چې د دوی او « ازادۍ جبهې» ژمنه له خدای او خلکو سره ده او په دې لاره کې لوړې- ژورې او قربانۍ مني، خو په وینا یې، بالاخره بریالي کیږي او هېواد ته« رڼا» راولي.
د مقاومت جبهې په نوم، د طالبانو دغې وسله والې مخالفې ډلې پرته له دې چې د طالبانو لهخوا په نورستان کې د بریدګرو نیول تایید کړي، طالبان له جنګي اسیرانو او سیاسي بندیانو سره پر ناوړه چلند تورن کړي او له نړیوالو بشري سازمانونو او اغېزناکو اسلامي هېوادونو څخه یې په دې اړه د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
د « ازادۍ جبهې» لا تر اوسه د عطامحمد نور تورونو ته څه غبرګون نهدی ښودلی.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوې دي. پاکستان په افغانستان کې پر ۱۰ ځایونو هوايي او بېپیلوټه بریدونه کړي او وايي، دا بریدونه یې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د بېپیلوټه الوتکو د بریدونو په غبرګون کې کړي دي.
د افغانستان انټرنیشنل پښتو سره په خبرو کې د دفاعي چارو کارپوه او لوړپوړی خبریال فخر کاکاخېل وایي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ به کړکېچ ښايي لا نور هم زیات شي، ځکه د نوموړي په وینا، دواړه هېوادونه پر یو بل باور نه لري.
کاکاخېل وایي، هر هېواد خپلې موخې، ګټې او امنیتي محاسبې لري او د نړیوال سیاست په ډګر کې د هېوادونو دریځونه د وخت له بدلون سره بدلېږي.
د نوموړي په وینا، یوه مهال داسې تصور موجود و چې طالبان د لویدیځ د یوې پروژې برخه دي، خو وروسته هماغه لویدیځ هېوادونه له طالبانو سره په دوحه کې خبرو ته کښېناستل.
هغه وایي، پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو هم د طالبانو د جګړې پر مهال له هغوی سره اړیکې او مرستې لرلې، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغو هېوادونو موخې بدلې شوې دي.
کاکاخېل د افغان کډوالو د بېرته ستنولو موضوع هم د پاکستان او افغانستان د اړیکو له مهمو عواملو څخه بولي.
د هغه په وینا، که کډوالو ستنول یوازې د پاکستان پرېکړه وای، نو پوښتنه دا ده چې ولې ملګرو ملتونو پر پاکستان د پخوا په څېر فشار نه راوړ.
کاکاخېل اندېښنه څرګندوي چې ښايي د افغانستان د جګړې د بیا تودولو لپاره زمینه برابره شي. هغه وایي، په افغانستان کې د زرګونو بېکاره ځوانانو موجودیت، اقتصادي ستونزې او د کار نشتوالی کولای شي د نوي تاوتریخوالي زمینه برابره کړي.
هغه خبرداری ورکوي چې که په افغانستان کې یو ځل بیا پراخه جګړه پیل شي، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه به یې له سختو اقتصادي او ټولنیزو زیانونو سره مخ شي.
د دفاعي چارو دغه کارپوه وایي، داسې راپورونه هم شته چې چین او ترکیه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په هڅو کې رول لري.
هغه په دې باور دی چې تر هر څه مخکې طالبان باید له هغو وسلهوالو ډلو سره چې په افغانستان کې مېشتې دي، خبرې وکړي او دا مسله روښانه کړي چې د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې وسلهوال فعالیت د دوی له نظره مشروع دی او که نه.
بل لور ته، د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ مشر عبدالله خان وایي، د پاکستان او افغانستان اړیکې تر وروستیو پېښو مخکې د ښه کېدو پر لور روانې وې، خو په کوهاټ کې د برید له پېښې وروسته دغه بهیر له ستونزو سره مخ شو.
خان وایي، د اړیکو د ښه کېدو له نښو څخه یوه دا وه چې پاکستان د طالبانو سفیر سردار شکیب ملي دفاع پوهنتون ته وربللی و او هلته یې پوځي افسرانو ته وینا کړې وه.
د هغه په وینا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري هم له کابل سره د اړیکو د ښه کولو لپاره مثبتې څرګندونې شوې وې.
نوموړي زیاته کړه چې د چین ځانګړي استازي، د قطر چارواکي او د ترکیې د استخباراتو مشر هم افغانستان او پاکستان ته سفرونه کړي وو او داسې نښې موجودې وې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو هڅې روانې دي.
د عبدالله خان په وینا، په کابل کې د پاکستان سفارت د علامه اقبال د بورسونو د پخوانیو زدهکوونکو د یوې ټولنې د جوړېدو اعلان هم کړی و او پاکستان د بشري دلایلو له مخې د ځینو افغانانو لپاره د ویزو ورکول او د ناروغانو د درملنې لپاره د هغوی راوستل پیل کړي وو.
خو هغه وایي، د کوهاټ برید د دغو هڅو لپاره لوی خنډ شو. خان ادعا کوي چې د دغه برید تر شا د حافظ ګل بهادر ډله وه او برید د ترکیې د استخباراتو د مشر له سفر یوه ورځ وروسته ترسره شو.
دغه شنونکی وایي، هغه هېوادونه چې د اسلاماباد او کابل د اړیکو د ښه کېدو غوښتونکي دي، ښايي یو ځل بیا د منځګړیتوب هڅې وکړي.
د هغه په وینا، افغانستان هم سعودي عربستان ته ویلي چې که غواړي د دواړو هېوادونو د اړیکو په ښه کېدو کې رول ولوبوي، کابل به یې هرکلی وکړي.
خان وایي، د پاکستان او افغانستان د اړیکو په خرابېدو کې د غیردولتي وسلهوالو ډلو رول مهم دی او طالبان باید دا پوښتنه له ځانه وکړي چې په افغانستان کې د دغو ډلو په ساتلو سره څه ترلاسه کوي.
هغه وایي، که افغانستان له شاوخوا څلوېښت کلنې جګړې وروسته سولې ته رسېدلی وي، افغان ولس باید اجازه ورنه کړي چې د بل هېواد پر وړاندې د وسلهوالې مبارزې لپاره د افغانستان خاوره وکارول شي.
عبدالله خان د ۲۰۲۱ کال په اړه وایي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د دولت او ولس په کچه د خوښۍ څرګندونه وشوه، ځکه د هغه په وینا، په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې وه او د ناټو ځواکونه له سیمې وتلي وو.
خو نوموړي وویل چې له ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو وروسته د پاکستان په افغانستان پورې اړوند سیاست کې «ژور بدلون» راغی او د طالبانو پر وړاندې د فشار تګلاره هم بدله شوه.
خان ټینګار کوي چې طالبان د پاکستان «پراکسي» نه وو، بلکې خپلواک تصمیمونه یې لرل. هغه د دوحې هوکړې ته اشاره کوي او وایي چې طالبانو د پاکستان له مخالفت سره سره له امریکا سره مستقیمې خبرې وکړې او په دوحه کې یې خپل دفتر جوړ کړ.
د نوموړي په وینا، پاکستان په ۲۰۲۲ کال کې له تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو هڅه وکړه، خو دغه بهیر پای ته ورسېد. خان وایي، د پاکستان او وسلهوالو ترمنځ ستونزه په پای کې باید د خبرو له لارې حل شي.
هغه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر تګلارې هم نیوکه کوي او وایي، که پاکستان په راتلونکي کې د طالبانو پر وړاندې د فشار یا د هغوی د سیاسي منزوي کولو پرېکړه لرله، نو په پاکستان کې هغه افغانان چې له طالبانو سره مخالف وو، د ده په باور، د اسلاماباد لپاره د احتمالي وسیلې په توګه کارېدلی شول.
عبدالله خان وایي، د افغان کډوالو له ستنولو سره سره د پاکستان امنیتي ستونزې نه دي حل شوي او د افغانستان پر وړاندې منفي احساسات هم زیات شوي دي.
نوموړي ټینګار وکړ چې پاکستان باید له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره په خپله تګلاره کې بدلون راولي او وایي، له هر هغه حکومت سره چې په کابل کې واکمن وي، باید د اسلاماباد اړیکې ښې وي.
د خان په باور، پاکستان منځنۍ اسیا ته د افغانستان له لارې د رسېدو اړتیا لري او افغانستان هم د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره د پاکستان له لارې سمندر ته د رسېدو اړتیا لري؛ له همدې امله د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه ده چې د شخړې پر ځای د اړیکو د ښه کېدو لپاره کار وشي.
د وروستیو پېښو په تړاو، پاکستان وایي د سپټمبر پر ۲۳مه له افغانستانه اته بېپیلوټه الوتکې د پاکستان هوايي حریم ته داخلې شوې او د پاکستان هوايي دفاعي سیستمونو ویشتلې دي. اسلاماباد یوه ورځ وروسته په افغانستان کې لس ځایونه په نښه کړل او دا یې د ځاندفاع اقدام وباله.
خو د طالبانو حکومت د پاکستان دا ټول ادعاوې نه مني، نه په افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون مني او نه هم په خیبر پښتونخوا د بې پیلوټه اولوتکو ورستی برید، بلکې ادعا کوي چې دغه بې پېلوته الوتکې د پاکستان دسیسه ده او پدې سره غواړي د ملکې تړون نه خپله اوږه سپکه کړي.
د سپټمبر ۲۶مه هر کال د امیندوارۍ د مخنیوي نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي، خو په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د زېږون ترمنځ د واټن د تنظیم پر بېلابېلو لارو محدودیتونو د ښځو د روغتیايي خدمتونو لاسرسی اغېزمن کړی او هغوی له ټولنیزو، کلتوري او روغتیايي ننګونو سره مخ دي.
د کندهار د میوند روغتون د نسایي ولادې څانګې ډاکټره عایشه(مستعار نوم) وایي چې طالبانو له نږدې دوو کلونو راهیسې په دوی د ښځو د نفیرونو ګڼډل«ټیوبل لیګیشن» عملیات چې د امیندوارۍ د منخیوي لپاره کارول کیږي بند کړي دي.
هغه وایي ډېریو هغه ښځو چې تر ۵یا ۶ډېر ماشومان یې لرل معمولا به یې د دغه عملیاتو غوښتنه کوله.
عایشه وایي چې «د امیندوارۍ د مخنیوي لپاره دا تر ډېره برېده یو بې ضرره طریقه ده چې ښځې یې ټاکي، د هغې په وینا که چیرې ښځې د ماشومانو د نه پیدا کېدو لپاره ځانګړې ګولۍ خوري یا هم، پېچکارۍ تزریق کړي د دغو طریقو جانبي عوارض زیات دي او په اوږ مهاله کې د ښځو روغتیا ته تاوان رسولی شي.»
که څه هم طالبانو په غیر رسمي ډول د ښځو د امیندوارۍ مخنیوي نه دی کړی او په دې اړه یې رسمي څرګندونه نه ده کړې خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ تېر کال په خپل یو راپور کې ویلي و چې طالبانو په ځینو ولایتونو کې روغتیايي مرکزونو او درملتونونو ته امر کړی چې د امیندوارۍ د مخنیوي اړوند توکي ونه وېشي او ویې نه پلوري.
د دغه راپور له مخې، طالبانو په ځینو مواردو کې د دغو وسایلو زېرمې ضبط کړې وې، چې له امله یې د دغو توکو بیې هم لوړې شوې وې او لاسرسی ورته کم شوی.
همداراز په دغه راپور کې دا هم راغلي و چې روغتیايي کارکوونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې د کورنۍ تنظیم په اړه معلومات یا خدمات وړاندې نه کړي.
ګاردین او زن ټایمز ورځپاڼو هم پخپل یو ګډ راپور کې ویلي و چې په څو ولایتونو کې ډاکټرانو او قابلو ورته ویلي، چې په روغتیايي مرکزونو کې د امیندوارۍ ضد درمل، وسایل او همدارنګه د امیندواره ښځو د درملنې لپاره اړین توکي لومړی کم او وروسته په بشپړ ډول قطع شوي.
طالبان پر دغو لارو چارو بندیز ته شرعي تړاو ورکوي او وایي چې له زیږون څخه مخنیوی یو غیر شرعي عمل دی. خو دیني عالمان وایي چې که دغه چاره د ضرورت له مخې یا هم د تنظیم په موخه وي هیڅ شرعي بندیز پرې نشته.
یو دیني عالم چې نه غواړي نوم یې یاد شي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي چې: «د زیږون ترمنځ د واټن یا مخنیوي لارو چارو کارول که د ماشومانو د پیدا کولو د مطلق بندولو «تحدید نسل» په موخه نه وي د «تنظیم نسل» لپاره هیڅ شرعي ممنوعیت نه لري.»
نوموړی وایي که چیرې د یوې ښځې ماشومان ناقص، معیوب یا ناروغ پېدا کیږي یا هم د ماشوم راوړل پخپله د مور روغتیا ته تاوان رسوي نو هغې ته له شرعي اړخه اجازه ده چې د ماشومانو د نه پېدا کولو لپاره ان دایمي علاج وکړي.
نوموړی وایي په دین کې مبالغه یا سختي کول ځای نه لري او هر هغه څه چې تاوان لري شرعیت ورته د کولو او نه کولو لپاره سختي نه ده وضع کړې.
ورته مهال کلتوري مسایل هم لامل شوي چې افغانستان کې ښځې د امیندوارۍ د مخنیوي لپاره خدمتونو ته لاس رسی ونه مومي.
د ننګرهار اوسیدونکې کریمه چې د ۶ماشومانو مور ده وایي چې په کم عمر کې یې واده کړی او ماشومان یې پرلسې پرته له ډېر واټن نه پیدا شوي دي چې له امله هغه پخپله بشپړه روغتیا نه لري.
هغه وایي چې د وینې کمښت او کمزوري له امله د بل ماشوم د پیدا کولو لپاره له جسمي او رواني اړخه چمتو نه ده خو په وینا یې په کورنۍ کې په دې اړه د تصمیم نیونې هیڅ حق نه لري او دا خبره یې په سیمه کې ډېره ناوړه ګڼل کیږي چې یوه ښځه د کورني تنظیم په موخه اقدام وکړي.
ډاکټره عایشه همداراز د ښځو د کمزورۍ په اړه وایي چې پرلپسې او له وقفې پرته زیږون ان کولی شي د ښځو د مړینې لامل شي یا هم د معیوب ماشوم د پیدا کېدو لامل شي. هغه وایي چې یوه مور باید د دوو زیږونونو تر منځ دومره واټن په پام کې ونیسي چې په خپله یې د بدن اړتیاوې پوره شي او د یو بل روغ ماشوم د زیږولو جوګه وي.
بلخوا افغانستان کې د بشري مرستو کمښت او پر روغتیایي سیسټم یې اغیز د میندو او ماشومانو د روغتیا په اړه اندیښنې زیاتې کړې دي.
ملګري ملتونه وايي، چې په افغانستان کې د ماشومانو د لوږې کړکېچ د لا خرابېدو په حال کې دی او ۳،۷ مېلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي. د دغه راپور له مخې، له ۳،۷ مېلیونه خوارځواکو ماشومانو څخه یو مېلیون یې د خوارځواکۍ له سختې او خطرناکې بڼې سره مخ دي.
د نړۍوالو سازمانونو د راپورونو پربنسټ، په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د فقر او لوږې کچه خورا لوړه شوې ده. د خوړو نړۍوال پروګرام تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې د ژمي په درشل کې به له ۱۷ مېلیونو څخه زیات افغانان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ وي.
دغه سازمان ویلي و، چې د لوږې څپه په اندېښمنوونکې چټکتیا سره د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خپرېږي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، اوسمهال شاوخوا ۲۳ مېلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د امېندوارۍ د مخنیوي نړیواله ورځ هر کال د سپټمبر پر ۲۶مه (د تلې۴مه) نمانځل کېږي. دغه ورځ په ۲۰۰۷ کال کې رامنځته شوې او موخه یې د امېندوارۍ د مخنیوي د بېلابېلو لارو په اړه د عامه پوهاوي لوړول، د نا غوښتل شوې امېندوارۍ کمول او د زیږون اړوند روغتیا په اړه معلومات او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو عادلانه لاسرسی دی. دغه ورځ همداراز د اولادونو د شمېر او د هغوی ترمنځ د واټن په اړه پر باخبره پرېکړو ټینګار کوي.