• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډیورنډ کرښې ته څېرمه د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سخته نښته شوې

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۴:۴۲ GMT+۱تازه شوی: ۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۶:۳۴ GMT+۱

د افغانستان د پکتیا او د پاکستان د کرم ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ تېره شپه سختې نښتې شوې چې د عیني شاهدانو په وینا، پکې درنې وسلې او هاوانونه کارول شوي دي؛ خو د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه لا کره معلومات نه دي خپاره شوي.

د افغانستان د پکتیا او ننګرهار ولایتونو او د پاکستان د کرم ولسوالۍ د ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تېره شپه سختې ډزې شوې دي.

د کرم ولسوالۍ عیني شاهدانو «افغانستان انټرنیشنل» ته ویلي چې ډزې ناڅاپه پیل شوې او د دواړو خواوو ځواکونو د یو بل پر پوستو د درنو وسلو ډزې وکړې.

د دغو شاهدانو په وینا، د کرم ولسوالۍ د خرلاچي او بورکي سیمو کې د پاکستاني پوځ پر پوستو او ځینو ملکي سیمو هم ډزې شوې دي. هغوی ویلي چې د دغو نښتو له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه تر اوسه سمدستي معلومات نه شته.

د کرم ولسوالۍ یوه سیمه‌ییز خبریال ویلي چې ډزې تر نن سهار پورې روانې وې، خو څو ساعته مخکې درول شوې دي.

بلخوا، پاکستاني امنیتي سرچینو ادعا کړې چې د افغانستان په ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې د افغان طالبانو پوستو هڅه کړې چې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د پاکستان پر ملکي وګړو او پوځي پوستو ډزې وکړي.

د دغو سرچینو په وینا، پاکستاني ځواکونو د افغان طالبانو د درنو وسلو، هاوانونو او نورو وسلو د کارولو په ځواب کې پر ځینو پوستو بریدونه کړي دي.

پاکستاني امنیتي سرچینو ادعا کړې چې د دوی ځواکونو د افغان طالبانو څو پوستې، د هاوانونو ځایونه او دفاعي مورچې د توپخانې په ډزو ویشتلي او د سخت غبرګون له امله افغان طالبان له څو پوستو شاتګ ته اړ شوي دي.

تر اوسه د طالبانو او پاکستان حکومتونو په رسمي ډول د دغو نښتو په اړه څه نه دي ویلي او د دواړو لورو د ادعاوو خپلواک تایید هم نه دی شوی.

دا نښتې داسې مهال کېږي چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان په خاوره د پاکستان د دوو هوايي بریدونو له راپورونو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

ډېر لیدل شوي

امریکايي کانګرس غړې: ټرمپ له افغان متحدینو سره د امریکا ژمنه څو ځله ماته کړې ده
۱

امریکايي کانګرس غړې: ټرمپ له افغان متحدینو سره د امریکا ژمنه څو ځله ماته کړې ده

۲

سر له سبا څخه په ټوله پښتونخوا کې د افغانانو د نیولو او اېستلو نوی پړاو پیلېږي

۳
ځانګړی

د ویزو د تور بازار منځګړو له لسګونو تنو سلګونه زره ډالره اخیستي خو بېرته یې نه دي ورکړي

۴

قیوم کوچی: له مولوي هبت الله سره د لیدنې وړاندیز مې ځکه رد کړ چې یوازې هغه باید غږیدلی وای

۵

افغان کډوال: د ترکیې سرحدي پولیسو نیول شوي کسان بربنډ کړي او وهلي دي

•
•
•

نور خبرونه

شهباز شریف ملګرو ملتونو کې: ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌وال له افغانستان څخه پاکستان ګواښي

۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۵۳ GMT+۱
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۸۱مه غونډه کې وویل، چې تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان ازادي غوښتونکی پوځ د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد کار اخلي. طالبانو بیا په وار وار د اسلام‌اباد دغه ډول څرګندونې رد کړي دي.

شهباز شریف د جمعې ورځې په ناوخته (د تلې ۳مه) په ملګرو ملتونو کې د خپلې وینا په ترڅ کې ټینګار وکړ، چې دغه وسله‌والې ډلې په افغانستان کې دننه پټنځایونه لري او غوښتنه یې وکړه چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه او لاسوهنې باید سمدستي او په بشپړه توګه ودرول شي.

شهباز شریف په خپلو خبرو کې وویل: «د افغانستان خاوره د ټي‌ټي‌پي او بي‌اېل‌اې له خوا کارول کېږي. دغه ډلې چې د بهرنیو هېوادونو له خوا تمویلېږي، په افغانستان کې پټنځایونه لري او هدف یې د پاکستان بې‌ثباته کول دي».

نوموړي زیاته کړه، چې طالبان باید خپلې نړیوالې ژمنې پوره کړي او داسې پرېکنده او د تایید وړ ګامونه پورته کړي، چې دا ډاډ ترلاسه شي د افغانستان خاوره به بیا هېڅکله د پاکستان یا کوم بل هېواد پر ضد نه‌کارول کېږي.

د پاکستان لومړي وزیر همدارنګه د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو پر درناوي ټینګار وکړ او پرې د طالبانو لګېدلي بندیزونه یې وغندل.

شریف د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان قربانیو ته په اشارې سره وویل، چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې کې یې ۱۰۰ زره وګړي وژل شوي او له ۱۵۰ میلیاردو ډالرو څخه ډېر اقتصادي زیان یې ګاللی دی.

هغه وویل: «نن ورځ نړۍ د پاکستان د زړورو وسله‌والو ځواکونو او ملکي وګړو د قربانیو له امله خوندي ده او د سولې غوښتونکې نړۍ باید دا حقیقت هېر نه کړي».

نوموړي د خپل حکومت د اصلي مسوولیت په توګه د پاکستان د اقتصادي بیارغونې پر اهمیت هم ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې شهباز شریف د ملګرو ملتونو د ۸۱مې عمومي غونډې په څنډه کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره هم کتلي او د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د مخ پر زیاتېدونکي ګواښ په اړه یې خپله اندېښنه ورسره شریکه کړه.

افغان طالبانو په افغانستان کې د پاکستان ضد وسله‌والو موجودیت رد کړی او نا امنۍ یې د پاکستان کورنۍ مسئله بللې ده.

هم‌مهاله پاکستان د افغانستان پر یو شمېر ولایتونو هوایي بریدونو ته هم دوام ورکړی او طالبان ورسره د ډیورند کرښې په په بېلابېلو سیمو کې د غچ اخیستونکو عملیاتو په نوم مخامخ جګړې هم کړې دي.

د دغه کړکېچ له کبله له نږدې یوه کال راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې بندې او هر ډول سوداګري هم درول شوې ده.

پاکستان د افغانستان په لسو بېلا‌بېلو سیمو کې هوايي بریدونه تایید کړل

۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۲:۲۳ GMT+۱
100%

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د افغانستان پر لسو سیمو هوايي بریدونه تایید کړل. نوموړي د یادو سیمو د موقعیت په تړاو له څه ویلو پرته زیاته کړې، چې په دې بریدونو سره د بې‌پيلوټه الوتکو د توغولو او ساتلو ځایونه په نښه شوي دي. طالبانو تر اوسه یوازې پر کندهار د برید پخلی کړی دی.

پر کندهار او پکتیا د پاکستان له هوايي بریدونو سره جوخت د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د پنجشنبې ورځې په سهار وختي (د تلې ۲مه) په خپله اېکس‌پانه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، پاکستان په افغانستان کې پر لسو هغو ځایونو دقیق هوايي او د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړي، چې له هغو ځایونو څخه پر پاکستان بې‌پیلوټه الوتکې توغول شوې وې.

د نوموړي په وینا، پر افغانستان دغه تازه هوايي او د بې‌پيلوټه الوتکو په وسیله بریدونه له افغانستان څخه پر پاکستان د اتو بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو په غبرګون او د خپل ځان «د دفاع حق» په چوکاټ کې ترسره شوي دي. هغه زیاتوي، یادې الوتکې موخې ته تر رسېدو مخکې د پاکستان د هوايي دفاعي سیسټمونو له لوري کشف او له‌منځه وړل شوې دي.

طالبانو بیا د پاکستان دا ادعا رد کړې، چې ګواکې د چهار شنبې په ورځ (د تلې لومړۍ) له افغانستان څخه ۸ بې‌پیلوټه الوتکې د دغه هېواد هوايي حریم ته ننوتي او د پاکستان هوايي دفاعي سیستمونو ویشتلي دي.

عطاالله تارړ زیاتوي: «دا بریدونه حساب شوي، دقیق، اندازه شوي، متناسب او يوازې تر هغو مشخصو پوځي موخو پورې محدود وو چې مستقیم د پاکستان پر ضد له هڅه شویو بریدونو سره یې تړاو درلود».

نوموړي خبرداری ورکړی: «پاکستان به د افغانستان له خاورې څخه بریدونه که د ترهګرو ډلو له‌خوا وي او یا په‌خپله د افغان طالبانو د رژیم له خوا نه مني او نه به یې وزغمي. د پاکستان له حاکمیت څخه هره سرغړونه به له سمدستي او پرېکنده ځواب سره مخ شي».

هغه همداراز د افغانستان له طالبانو غوښتي، چې د پاکستان پر ضد ټول «خصمانه» فعالیتونه سمدستي بند کړي او په وینا یې د هغو «ترهګرو» ډلو پر ضد اغېزناک، تصدیق کېدونکي او دوامداره اقداماتو په ترسره کولو سره خپل نړیوال مکلفیتونه ادا کړي چې د افغانستان له خاورې څخه فعالیت کوي.

طالبانو لا تر اوسه د دغه پاکستاني چارواکي د څرګندونو په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې د کندهار د نهمې ناحیې اړوند پر بیاباني سیمې د پاکستان هوايي برید تایید کړی او په وینا یې، په دې برید کې چا ته د سر زیان نه‌دی اوښتی.

خو سرچینو بیا د پکتیا د مرکز اړوند پر یوې نظامي اډې د پاکستان له هوايي بریدونو خبر ورکړی او همداراز د خوست د مرکز په صحرا باغ او کمپ سیمو کې هم د پاکستان د بریدونو راپورونه ورکړل شوي، خو طالبانو لا تر اوسه په دې تړاو هم څه نه‌دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې ۳ ورځې مخکې (دوشنبه سهار وختي د وږي ۳۰مه) پاکستان پر کونړ او پکتیکا ولایتونو هم هوايي بریدونه کړي وو او په پایله کې یې د یوې ښځې په ګډون ۳ کسان وژل شوي او د دوو ښځو په ګډون ۴ نور ټپيان شوي وو.

محمد حنیف اتمر: افغانستان باید بیا د جګړو او نیابتي سیالیو په ډګر بدل نه شي

۳۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۵۳ GMT+۱
100%

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي چې افغانستان باید یو ځل بیا د جګړې، وینې تویېدو او د قدرتونو د نیابتي سیالیو پر ډګر بدل نه شي.

اتمر د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې بې‌ثباتي او تاوتریخوالی به هېڅکله یوازې د دغه هېواد تر پولو محدود پاتې نه شي.
هغه ویلي چې د جګړو او پوځي بریدونو دوام د افغانستان او پاکستان ترمنځ بحران لا پېچلی کوي او د اختلافاتو د سیاسي حل هڅې له ستونزو سره مخ کوي.
اتمر ټینګار کړی چې په هر ډول پوځي اقدام کې باید د افغانستان ملي حاکمیت، نړیوال قوانین او د ملکي وګړو ژوند رعایت شي.
د اتمر دا څرګندونې داسې مهال دي چې پاکستان په وروستیو ورځو کې د افغانستان په ختیځو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي. پاکستان ویلي چې په دغو بریدونو کې یې په افغانستان کې مېشت پاکستاني وسله‌وال هدف ګرځولي دي.
ښاغلي اتمر په خپله بیانیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او د خبرو د بیا پیل لپاره د ترکیې او قطر له وروستیو هڅو هرکلی کړی دی.
په وروستیو ورځو کې د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالین او د قطر د ملي امنیت شورا مرستیال حمد بن خمیس الکبیسي کابل ته تللي او له طالب چارواکو سره یې د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو او د خبرو د بیا پیل په اړه بحثونه کړي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې له پاکستان سره اړیکې له هغو موضوعاتو څخه وې چې د ترکیې له پلاوي سره په لیدنه کې پرې خبرې شوې دي.
کالین له کابل وروسته اسلام‌اباد ته هم تللی او له پاکستاني چارواکو سره یې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچ د کمولو پر لارو خبرې کړې دي.
اتمر ویلي چې ترکیه او قطر په اوسنیو شرایطو کې کولای شي د کړکېچ په کمولو او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د خبرو لپاره د زمینه برابرولو په برخه کې رول ولوبوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر ویلي چې د طالبانو اداره هم مسوولیت لري چې د ملي پخلاینې لپاره زمینه برابره کړي، د خلکو مشروع غوښتنو ته ځواب ووایي او نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي.
هغه ټینګار کړی چې د افغانستان د سیمه‌ییزو قدرتونو د سیالیو او نیابتي جګړو په ډګر د بدلېدو مخنیوی یوازې د پوځي اقداماتو له لارې نه شي کېدای، بلکې سیاسي حل او د ښکېلو لورو مستقیمو خبرو ته اړتیا لري.
اتمر ویلي چې د تاوتریخوالي او پوځي بریدونو دوام کولای شي د کړکېچ د کمولو سیمه‌ییزې هڅې کمزورې او د افغانستان او سیمې پر ثبات منفي اغېز وکړي.
هغه له سیمه‌ییزو هېوادونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان او پاکستان د بحران لپاره د یوه سیاسي او دوامدار حل د موندلو په برخه کې هڅې وکړي.
اتمر په پای کې ویلي: «هغه څه چې د عقلانیت، خبرو او تدبیر له لارې حل کېدای شي، باید د تاوتریخوالي او وینې تویولو لارو ته ونه سپارل شي».

په پېښور کې د لاسي پکو پخوانی کاروبار د عصري وسایلو او تورخم بندېدو له امله پیکه شوی

۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۰:۱۰ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د خیبرپښتونخوا مرکز پېښور په لاس جوړېدونکو دودیزو او لاسي پکو تر ټولو لوی بازار بلل کېږي. یو وخت به له دې بازار څخه په لاس جوړې شوې پکې نه‌ یوازې د خیبر پښتونخوا بېلابېلو سیمو بلکې افغانستان او هند ته هم لېږل کېدل، خو د عصري وسایلو او تورخم بندېدو له امله یې کاروبار پیکه شوی دی.

شاوخوا یوه لسیزه مخکې په دې بازار کې لسګونه هټۍ او څو کوچنۍ کارخونې وې چې ماهرو کاریګرو به په‌کې په لاس پکې جوړولې. هغه مهال د دغو پکو غوښتنه هم زیاته وه او ګڼ کسان پر دې کاروبار بوخت وو.

خو د وخت په تېرېدو او د برېښنايي پکو او همداراز نورو عصري وسایلو د عامېدو له امله د لاسي پکو کاروبار ورو ورو کم شوی دی. یو شمېر کاریګرو خپل پخوانی دغه کسب پرېښی او ګڼ دوکانونه او کارخونې هم تړل شوې دي.

د پېښور د هټیوالو په وینا، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بند پاتې کېدو هم دې کاروبار ته سخت زیان رسولی دی. افغانستان ته د لاسي پکو لېږد نږدې درېدلی چې له امله یې سوداګر او کاریګر له مالي ستونزو سره مخ شوي دي.

په پېښور کې د لاسي پکو جوړونکی فضل الرحمن افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې د پکو جوړولو دا کاروبار د دوی په کورنۍ کې له څو نسلونو راهیسې روان دی. د هغه په وینا، دوی هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ لاسي پکې جوړوي او د یوې پکې په جوړولو کې په بېلابېلو پړاوونو کې له څلورو تر پنځو کسانو پورې د کار زمینه برابریږي.

فضل الرحمن وايي، پخوا په دې بازار کې ګڼ کاریګر پر دې کسب بوخت وو، خو اوس د وخت په تېرېدو یوازې څلور کاریګر پاتې دي.

هغه وايي، د پکو په جوړولو کې ښځې هم مهم رول لري. د پکې بېلابېلې برخې ښځې په خپلو کورونو کې په لاس جوړوي او بیا د دغې برخې کاریګرو ته سپارل کېږي او هغوی یې سره یو ځای کوي او بشپړه پکه ترې جوړوي. په دې توګه له دې واړه کاروباره سره د څو کورنیو روزګار هم تړلی دی.

100%

د فضل الرحمن په وینا، پخوا به له پېښوره جوړ شوي لاسي پکې د افغانستان ننګرهار، کابل او نورو سیمو ته په لویه کچه لېږل کېدل خو د تورخم دروازې د بندېدو له امله افغانستان ته د دغو پکو لېږد سخت اغېزمن شوی دی.

هغه وايي، پخوا له افغانستان څخه د لاسي پکو ښه غوښتنه موجوده وه، خو پر ډیورند کرښه د ستونزو له امله اوس خپل تولیدات افغانستان ته نه‌شي لېږلی او د خرڅلاو کچه یې هم په څرګند ډول راټیټه شوې ده.

په پېښور کې د لاسي پکو یو بل کاروباري شهباز افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې نږدې ۴۰ کاله کېږي چې په دې کاروبار کې دی او په وینا یې، د دودیزو او لاسي پکو جوړولو او پلورلو کاروبار شاوخوا ۲۰۰ کاله مخینه لري او تر اوسه په یو ډول نه یو ډول دوام لري.

شهباز وايي، سره له دې چې اوس عصري برېښنايي وسایل شته، خو مشران لا هم لاسي پکې خوښوي او د ګرمۍ پر مهال ترې استفاده کوي، خو د وخت په تېرېدو یې کاروبار پيکه شوی دی.

د هغه په وینا، پخوا د ده د کاروبار نږدې سل سلنه برخه پر لاسي پکو ولاړه وه، خو اوس د برېښنا د اسانتیاوو او عصري وسایلو او په ځانګړي ډول له افغانستان سره د لارو د بندېدو له امله کاروبار یې یوازې شاوخوا ۲۰ سلنه پاتې دی.

شهباز وايي، اوس هم د دغو پکو د غوښتنې یوه مهمه وجه دا ده، چې بې‌وزله کورنۍ د ګران بیه لمریزې برېښنا سیستمونه او نور بدیل وسایل نه‌شي اخیستلای، نو د ګرمۍ پر مهال له همدې ارزانه لاسي پکو استفاده کوي.

هغه زیاتوي، چې مسافر هم د سفر پر مهال لاسي پکې له ځان سره وړي او د لارې په اوږدو کې ترې استفاده کوي.

په دې توګه که څه هم د عصري وسایلو او له افغانستان سره د لارو د ستونزو له امله په پېښور کې د لاسي پکو پخوانی کاروبار سخت زیانمن شوی، خو دا دودیزې پکې لا هم د ځینو خلکو اړتیا پوره کوي او د پېښور د پخواني کلتور او لاسي صنایعو یوه نښه بلل کېږي.

د پاکستان پخوانی سفیر: افغانستان په اړه د اسلام‌اباد په تګلاره کې بنسټیز بدلون ته اړتیا ده

۱۲ وږی ۱۴۰۵ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۰:۲۷ GMT+۱
100%

د پاکستان پخوانی سفیر او د امریکا د جورج ټاون پوهنتون استاد توقیر حسین وايي، د افغانستان په اړه د اسلام‌اباد تګلارې بنسټیز بدلون ته اړتیا لري او د دې هېواد په اړه د پاکستان تر اوسه امنیت‌محوره چلند برعکس پایلې لرلې دي.

حسین دا څرګندونې هغې لیکنه کې کړې دي چې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د «ډان» ورځپاڼې خپره کړې ده. هغه افغانستان «له پوځي اړخ سره یوه سیاسي ننګونه» بللې او ویلي یې دي چې له دې هېواد سره یوازې له امنیتي لیدلوري چلند نه شي کېدای او نه هم د افغانستان ټولو ستونزو ته یوه ګډه حل‌لاره ټاکل کېدای شي.

نوموړي لیکلي، افغانستان، که هر چا پرې واکمني کړې وي، تل د پاکستان لپاره د ستونزو لامل پاتې شوی، خو د اسلام‌اباد خپله تګلاره هم د دې حالت په پېچلېدو کې ونډه لري.

د حسین په وینا، افغانستان له قومي، مذهبي او فکري وېشونو او د ښار او کلیو تر منځ له اختلافونو سره مخ دی او د سیمې او نړۍ د قدرتونو سیالۍ هم دغه اختلافونه لا پسې زیات کړي دي.

ښاغلي حسین د افغانستان په څو لسیزو جګړو کې د امریکا، شوروي اتحاد او پاکستان ونډه هم څېړلې ده. د هغه په وینا، په افغانستان کې اوږدې جګړې داسې «جګړه‌ییز اقتصاد» رامنځته کړ چې زورواکو او فاسدو کسانو او ډلو ترې ګټه اخیسته او د بې‌ثباتۍ له دوام سره یې خپلې ګټې خوندي کولې. نوموړي دا حالت د طالبانو د راټوکېدو له مهمو لاملونو څخه بللی دی.

حسین د طالبانو د رامنځته کېدو په اړه د پاکستان د ونډې په تړاو لیکلي چې پاکستان د جګړې پر مهال یوازې د طالبانو د پناه ځای نه و، بلکې طالبانو په پاکستاني ټولنه کې هم ټولنیزې او سیاسي ریښې پیدا کړې.

د هغه په وینا، جهادي شبکې او د افراطیت مرکزونه د پاکستان له کورنیو ستونزو او ناخوښیو سره وتړل شول او د هغو وسله‌والو ډلو د ودې لپاره یې زمینه برابره کړه چې اسلام‌اباد نن ورسره جګړه کوي.

حسین لیکلي چې همدې حالت طالبانو ته دا زمینه برابره کړې چې پر پاکستان فشار راوړي. د هغه په باور، اسلام‌اباد د دې فشار د کمولو لپاره باید هغو کورنیو سیاسي او ټولنیزو ستونزو ته پام وکړي چې خلک وسله‌والو ډلو ته د ورګډېدو لپاره هڅوي.

د طالبانو په اړه د پاکستان پر تګلارې نیوکه

دغه پخواني پاکستاني دیپلومات لیکلي چې د افغانستان په اړه د پاکستان پخوانۍ تګلاره تر ډېره پر امنیتي مسایلو راڅرخېده.

هغه لیکلي: «افغانستان یوازې د یوې امنیتي ستونزې په توګه لیدل، د طالبانو د ملاتړ ناکامې تګلارې ته لاره هواره کړه او اوس به هم د هغوی پر وړاندې د ناکامې تګلارې لامل شي.»

د حسین په باور، د پاکستان او افغانستان اړیکې د دواړو هېوادونو د امنیت، اقتصاد او سیاسي ثبات لپاره ډېرې مهمې دي.

نوموړي په ورته وخت کې د کابل پر پخوانیو تګلارو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان پخوانیو حکومتونو باید د طالبانو د ستونزې د هواري لپاره له پاکستان سره همکاري کړې وای.

حسین د افغانستان پخواني ولسمشران حامد کرزي او اشرف غني تورن کړي چې هڅه یې کوله د امریکا او هند په مرسته پاکستان د طالبانو د ستونزې د هواري لپاره تر فشار لاندې راولي.

هغه همداراز لیکلي چې ښايي ډېر افغانان نن دا هیله ولري چې په تېر کې د پښتونستان مسئله نه وای راپورته شوې او افغانستان د ډیورنډ کرښه منلې وای.

دا لیدلوری د افغانستان او پاکستان تر منځ له تر ټولو پخوانیو او لانجمنو اختلافونو څخه یوه ته اشاره کوي.

پاکستان ته خبرداری؛ بیا د امریکا جګړې ته مه ننوځئ

توقیر حسین د خپلې لیکنې په بله برخه کې په افغانستان کې د امریکا د جګړې پر څرنګوالي نیوکه کړې ده.

هغه ویلي چې واشنګټن افغانستان ته له روښانه تګلارې پرته داخل شو او داسې یې انګېرله چې پوځي او ټکنالوژیک برلاسی کولای شي د افغانستان واقعیتونه د امریکا په ګټه بدل کړي.

نوموړي د امریکا وتل د «د ماتې له امله د ستړیا» پایله بللې او ویلي یې دي چې د امریکا هېڅ اندازه مالي مرسته نه شي کولای هغه زیانونه جبران کړي چې د دې هېواد د ناکامو جګړو له امله رامنځته شوي دي.

دغه پخواني پاکستاني دیپلومات وړاندیز کړی چې پاکستان باید د افغانستان په اړه هر اړخیزه تګلاره خپله کړي او په ورته وخت کې د پولې د سمبالښت، کډوالو، سوداګرۍ، پوځي اقداماتو او له چین سره د همکارۍ په برخو کې له فشار او هڅونکو لارو چارو کار واخلي.

حسین همداراز خبرداری ورکړی چې پاکستان باید یو ځل بیا د طالبانو د مخالفو ډلو ملاتړ ته مخه نه کړي؛ که دا کار د اسلام‌اباد د ګټو له مخې وي او که د واشنګټن په غوښتنه.

هغه ټینګار کړی: «پاکستان باید هېڅکله بیا د امریکا د یوې جګړې برخه نه شي».