د کندهار د میوند روغتون د نسایي ولادې څانګې ډاکټره عایشه(مستعار نوم) وایي چې طالبانو له نږدې دوو کلونو راهیسې په دوی د ښځو د نفیرونو ګڼډل«ټیوبل لیګیشن» عملیات چې د امیندوارۍ د منخیوي لپاره کارول کیږي بند کړي دي.
هغه وایي ډېریو هغه ښځو چې تر ۵یا ۶ډېر ماشومان یې لرل معمولا به یې د دغه عملیاتو غوښتنه کوله.
عایشه وایي چې «د امیندوارۍ د مخنیوي لپاره دا تر ډېره برېده یو بې ضرره طریقه ده چې ښځې یې ټاکي، د هغې په وینا که چیرې ښځې د ماشومانو د نه پیدا کېدو لپاره ځانګړې ګولۍ خوري یا هم، پېچکارۍ تزریق کړي د دغو طریقو جانبي عوارض زیات دي او په اوږ مهاله کې د ښځو روغتیا ته تاوان رسولی شي.»
که څه هم طالبانو په غیر رسمي ډول د ښځو د امیندوارۍ مخنیوي نه دی کړی او په دې اړه یې رسمي څرګندونه نه ده کړې خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ تېر کال په خپل یو راپور کې ویلي و چې طالبانو په ځینو ولایتونو کې روغتیايي مرکزونو او درملتونونو ته امر کړی چې د امیندوارۍ د مخنیوي اړوند توکي ونه وېشي او ویې نه پلوري.
د دغه راپور له مخې، طالبانو په ځینو مواردو کې د دغو وسایلو زېرمې ضبط کړې وې، چې له امله یې د دغو توکو بیې هم لوړې شوې وې او لاسرسی ورته کم شوی.
همداراز په دغه راپور کې دا هم راغلي و چې روغتیايي کارکوونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې د کورنۍ تنظیم په اړه معلومات یا خدمات وړاندې نه کړي.
ګاردین او زن ټایمز ورځپاڼو هم پخپل یو ګډ راپور کې ویلي و چې په څو ولایتونو کې ډاکټرانو او قابلو ورته ویلي، چې په روغتیايي مرکزونو کې د امیندوارۍ ضد درمل، وسایل او همدارنګه د امیندواره ښځو د درملنې لپاره اړین توکي لومړی کم او وروسته په بشپړ ډول قطع شوي.
طالبان پر دغو لارو چارو بندیز ته شرعي تړاو ورکوي او وایي چې له زیږون څخه مخنیوی یو غیر شرعي عمل دی. خو دیني عالمان وایي چې که دغه چاره د ضرورت له مخې یا هم د تنظیم په موخه وي هیڅ شرعي بندیز پرې نشته.
یو دیني عالم چې نه غواړي نوم یې یاد شي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي چې: «د زیږون ترمنځ د واټن یا مخنیوي لارو چارو کارول که د ماشومانو د پیدا کولو د مطلق بندولو «تحدید نسل» په موخه نه وي د «تنظیم نسل» لپاره هیڅ شرعي ممنوعیت نه لري.»
نوموړی وایي که چیرې د یوې ښځې ماشومان ناقص، معیوب یا ناروغ پېدا کیږي یا هم د ماشوم راوړل پخپله د مور روغتیا ته تاوان رسوي نو هغې ته له شرعي اړخه اجازه ده چې د ماشومانو د نه پېدا کولو لپاره ان دایمي علاج وکړي.
نوموړی وایي په دین کې مبالغه یا سختي کول ځای نه لري او هر هغه څه چې تاوان لري شرعیت ورته د کولو او نه کولو لپاره سختي نه ده وضع کړې.
ورته مهال کلتوري مسایل هم لامل شوي چې افغانستان کې ښځې د امیندوارۍ د مخنیوي لپاره خدمتونو ته لاس رسی ونه مومي.
د ننګرهار اوسیدونکې کریمه چې د ۶ماشومانو مور ده وایي چې په کم عمر کې یې واده کړی او ماشومان یې پرلسې پرته له ډېر واټن نه پیدا شوي دي چې له امله هغه پخپله بشپړه روغتیا نه لري.
هغه وایي چې د وینې کمښت او کمزوري له امله د بل ماشوم د پیدا کولو لپاره له جسمي او رواني اړخه چمتو نه ده خو په وینا یې په کورنۍ کې په دې اړه د تصمیم نیونې هیڅ حق نه لري او دا خبره یې په سیمه کې ډېره ناوړه ګڼل کیږي چې یوه ښځه د کورني تنظیم په موخه اقدام وکړي.
ډاکټره عایشه همداراز د ښځو د کمزورۍ په اړه وایي چې پرلپسې او له وقفې پرته زیږون ان کولی شي د ښځو د مړینې لامل شي یا هم د معیوب ماشوم د پیدا کېدو لامل شي. هغه وایي چې یوه مور باید د دوو زیږونونو تر منځ دومره واټن په پام کې ونیسي چې په خپله یې د بدن اړتیاوې پوره شي او د یو بل روغ ماشوم د زیږولو جوګه وي.
بلخوا افغانستان کې د بشري مرستو کمښت او پر روغتیایي سیسټم یې اغیز د میندو او ماشومانو د روغتیا په اړه اندیښنې زیاتې کړې دي.
ملګري ملتونه وايي، چې په افغانستان کې د ماشومانو د لوږې کړکېچ د لا خرابېدو په حال کې دی او ۳،۷ مېلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي. د دغه راپور له مخې، له ۳،۷ مېلیونه خوارځواکو ماشومانو څخه یو مېلیون یې د خوارځواکۍ له سختې او خطرناکې بڼې سره مخ دي.
د نړۍوالو سازمانونو د راپورونو پربنسټ، په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د فقر او لوږې کچه خورا لوړه شوې ده. د خوړو نړۍوال پروګرام تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې د ژمي په درشل کې به له ۱۷ مېلیونو څخه زیات افغانان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ وي.
دغه سازمان ویلي و، چې د لوږې څپه په اندېښمنوونکې چټکتیا سره د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خپرېږي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، اوسمهال شاوخوا ۲۳ مېلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د امېندوارۍ د مخنیوي نړیواله ورځ هر کال د سپټمبر پر ۲۶مه (د تلې۴مه) نمانځل کېږي. دغه ورځ په ۲۰۰۷ کال کې رامنځته شوې او موخه یې د امېندوارۍ د مخنیوي د بېلابېلو لارو په اړه د عامه پوهاوي لوړول، د نا غوښتل شوې امېندوارۍ کمول او د زیږون اړوند روغتیا په اړه معلومات او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو عادلانه لاسرسی دی. دغه ورځ همداراز د اولادونو د شمېر او د هغوی ترمنځ د واټن په اړه پر باخبره پرېکړو ټینګار کوي.