د طالبانو د کلیو او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور چې د افغانستان- چین د ترانزیټي سړک واخان د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولی وویل،«ځینې وخت زموږ ځینې وروڼه احساساتي کېږي او وايي چې ورځني بمبارۍ د څه لپاره دي؟ موږ باید دا نظام تر دې کچې جوړ کړو چې پر ځان بسیا شو او وکولای شو له هر افغان څخه داسې دفاع وکړو چې زیان رسوونکی کس په خپل هېواد کې خنثی کړو».
نوموړي وویل، چې ددوی اداره دمګړۍ په ځان بسیا نه ده.
هغه زیاته کړه، « موږ داسې کار کوو چې هم د افغانانو انتقام واخیستل شي او هم وضعیت دې ځای ته ونه رسېږي چې وینې تویې شي، جنازې روانې وي او هدف معلوم نه وي. دا په اسلام کې ناروا دي».
منصور د واخان پروژې په اړه ویلي چې د طالبانو اقتصادي پالیسي «ډېره شفافه» ده او پروژې د ازادې داوطلبۍ له لارې ورکول کېږي.
منصور تېر جمهوري نظام ته په اشارې وویل چې په هغه وخت کې به په سترو پروژو کې وزیر، معین او هم والي شریکان وو.
نوموړي وویل،چې اوس امنیت ټینګ شوی، د جګړو ټغر ټول شوی او ولسونه پر طالبانو حق لري چې پراختیايي کارونه ورته وکړي.
منصور د روسانو پر وړاندې جګړه «جهاد» وباله، خو ویې ویل چې وروسته د کورنیو ډلو او تنظیمونو ترمنځ جګړو د جهاد نوم ته زیان ورساوه. د هغه په وینا، اوس چې په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم دی، هېڅوک نه شي کولای روانو جګړو ته د جهاد نوم ورکړي.
هغه ادعا وکړه چې د طالبانو اوسنی نظام په اسلامي هېوادونو کې بېساری دی. د نوموړي په وینا، هر څوک به د دغه نظام په اړه خپل تعریف ولري، خو اصلي سیاست یې اسلامي سیاست دی.
د منصور په وینا، د طالبانو د ټولبښنې له برکته نن په بدخشان او پامیر غرونو کې د «امیرالمومنین» نوم اخیستل کېږي.
منصور دغه راز وویل، چې دا د «سیاسي اسلامي سیاست» برکت دی چې د بدخشان او پکتیکا ترمنځ یو ډول اطاعت موجود دی او هېڅ ډول ژبنی او قومي چلند نه لیدل کېږي. هغه پوښتنه وکړه چې ایا په تېر وخت کې د خوست اوسېدونکي کولای شوای بدخشان ته لاړ شي؟ او ویې ویل چې نه، ځکه دده په وینا، «سل پاټکونه» موجود وو.
هغه وویل، چې د طالبانو اقتصادي پالیسي د اسلامي شریعت له مخې جوړه شوې او ادعا یې وکړه چې افغانستان ته شراب او د خنزیر غوښه نه واردېږي بلکې دده په وینا، هره پرېکړه اسلامي او په شریعت برابره وي.
منصور د ځیرکو ټیلیفونونو د مخنیوي په تړاو د طالبانو دریځ ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې دا «ښه تصمیم» دی، ځکه د نوموړي په وینا، د همدې ټیلیفونونو له لارې ځوانان له خدای او دین څخه لرې شوي دي. هغه وویل، «د همدې ټیلفونو له امله خلګ له مطالعې لري شوي، کله څوک له ځانه عمران خان جوړوي او کله راشد خان».
منصور وویل، چې طالبان مسلمانان دي او د بې ګناه افغانانو وینه تویول او د پاکستاني وګړو وینه تویول حرام بولي، ځکه دواړه مسلمانان دي. هغه زیاته کړه چې د اسلامي هېوادونو تحقیر هم حرام دی.
نوموړي پاکستان ته په خطاب کې وویل: «ته څنګه زما د بې ګناه افغان وینه حلاله بولې؟» او زیاته یې کړه چې افغانانو هیچا ته خپل انتقام نه دی پرېښی.