خیبر پښتونخوا کې د پيټياېي د لاریون له اعلان سره هممهاله ۱۴۴مه ماده نافذه شوې

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په ډېرو ولسوالیو کې، چې واک یې د پاکستان تحریک انصاف په لاس کې دی، سیمهییزو چارواکو د پيټياېي د اسلاماباد پر لور د احتجاجي لاریون له اعلان سره هممهاله د ۱۴۴مې مادې له مخې د خلکو پر راټولېدو او د موټرو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی.
د رسمي سرچینو په وینا، په ډېره اسماعیل خان، ټانک، هنګو او شمالي او جنوبي وزیرستان کې مرستیال کمشنرانو د اکتوبر له ۳مې تر ۶مې پورې ۱۴۴مه ماده نافذه کړې ده. د دغو محدودیتونو له مخې په یوه ځای کې د خلکو راټولېدل او د موټرو تګ راتګ منع شوي دي.
د هنګو د مرستیال کمشنر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اکتوبر له ۳مې تر ۶مې پورې به د ولسوالۍ له حدودو څخه د وتلو بندیز هم وي او هنګو ښار به په دې څلورو ورځو کې له نورو ښارونو سره د تګ راتګ له پلوه محدود وي.
په شمالي او جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان او ټانک کې سیمهییزو ادارو ویلي چې دغه محدودیتونه په سیمه کې د مخ پر زیاتېدونکو امنیتي اندېښنو له امله لګول شوي دي.
دا بندیزونه په داسې وخت کې لګېږي چې د پاکستان تحریک انصاف د اسلاماباد پر لور د لاریون اعلان کړی دی. د ګوند مشران وايي، سره له دغو محدودیتونو به خپل احتجاجي پلان ته دوام ورکړي.
د پيټياېي مشران وايي، د ګوند د پلویانو کاروانونه لا دمخه لکي مروت ته رسېدلي او ټاکل شوې چې د اکتوبر په ۶مه له بېلابېلو ولسوالیو څخه د پېښور پر لور حرکت وکړي او له هغه ځایه به د اسلاماباد پر لور خپل لاریون ته دوام ورکړي.
د پيټياېي د لاریون اعلان وروسته له هغه شوی چې په اسلاماباد کې د دغه ګوند او فدرالي حکومت ترمنځ دوه ورځنۍ خبرې اترې بې پایلې پای ته ورسېدې. د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر هم اعلان کړی چې د یکشنبې په ورځ به له لکي مروت څخه د احتجاجي لاریون بهیر پیل کړي.
