د بشري حقونو په تبعید کې د نړیوالو مدافعانو فدراسیون وايي، په افغانستان کې له ۲،۶ میلیونو ډېرې نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې دي او د ښځینه ښوونکو د شمېر د کمېدو په ګډون، د زدهکړو پر وړاندې اوسني محدودیتونه د افغانستان پر ټولنیز او اقتصادي راتلونکي هم منفي اغېز کوي.
د فدراسیون په اعلامیه کې د یونیسف د شمېرو او تحلیلونو له مخې ویل شوي چې په افغانستان کې له ۲،۶ میلیونو ډېرې نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې دي. د ښځینه ښوونکو شمېر هم په وروستیو کلونو کې کم شوی او په ۲۰۲۲ کال کې له نږدې ۷۳ زرو څخه په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۶۶ زرو ته راټیټ شوی دی.
یونیسف د ۲۰۲۶ کال د اګست په تازه راپور کې ویلي چې افغانستان اوس هم د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له منځنیو او لوړو زدهکړو په عملي توګه محرومې دي. نجونې د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر راهیسې له شپږم ټولګي وروسته له رسمي زدهکړو منع شوې دي او ښځې د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر راهیسې پوهنتونونو ته له تګ څخه منع دي.
د یونیسف د معلوماتو له مخې، له ښوونځي پاتې نجونې له ماشومانو د کار، کمعمره ودونو، ناوړه ګټې اخیستنې او جنسیتي تاوتریخوالي سره د مخ کېدو له زیاتېدونکو خطرونو سره مخ دي. دغه بنسټ وايي، د نجونو له زدهکړو محرومیت یوازې د هغوی پر راتلونکي اغېز نه کوي، بلکې د افغانستان پر روغتیا، اقتصاد او د راتلونکو نسلونو پر وضعیت هم اغېز لري.
د یونیسف د یوه بل تحلیل له مخې، که اوسني محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې شاوخوا ۲۰ زره ښځینه ښوونکي او ۵۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکي له لاسه ورکړي. دغه تحلیل ښيي چې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار کولو محدودیتونه هر کال شاوخوا ۸۴ میلیونه ډالره اقتصادي زیان افغانستان ته اړوي.
محمد صادق ادعا کړې، چې ترهګري د افغانستان د ستونزو په اصلي مرکز کې ځای لري.
هغه د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۱۳مه نېټه په مسکو کې د وینا پر مهال څرګنده کړه چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د پرمختګ نشتوالي، د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر حقونو دوامداره بندیزونو او د ټولشموله حکومت نشتوالي د سیمې امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
محمد صادق ویلي، چې یوازې په وروستیو دریو کلونو کې له ۴ زره او ۷۰۰ څخه زیات پاکستانیان د هغو وسله والو بریدونو له امله وژل شوي چې سرچینه یې دده په وینا، په افغانستان کې وه.
هغه طالبان د وسله والو په ملګرتیا تورن کړي او زیاته کړې یې ده، چې ترهګرې ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان، بياېلای، ایټيایایم، داعش او القاعده د افغانستان له خاورې په ازاده توګه فعالیت کوي.
د پاکستان استازي ټینګار کړی، چې د دوی پوځي او استخباراتي عملیات دفاعي بڼه لري او د خپلو وګړو د ساتنې لپاره د مشروع دفاع د حق پر بنسټ کېږي.
د پاکستان ځانګړي استازي ویلي، چې که څه هم هېواد یې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې کړې، د سوداګرۍ او ټرانزیټ اسانتیاوې یې برابرې کړې او د نړۍوالې ټولنې سره د دغه هېواد د نښلولو هڅه یې کړې خو افغانستان اوس مهال له ناوړه بشري بحران، د خوړو له سخت کمښت، د اوبو له نشتوالي او پرلهپسې اقلیمي او طبیعي پېښو سره لاس او ګرېوان دی.
هغه پوښتلي، چې ایا د طالبانو اوسنیو تګلارو له عامو افغانانو سره مرسته کړې او د ګاونډیو هېوادونو مشروع اندېښنو ته یې ځواب ویلی دی او که نه.
صادق همدارنګه روښانه کړې چې بهرني لوبغاړي هم د افغانستان دننه د خپلو نیابتي ډلو په ملاتړ وضعیت نور هم پېچلی کوي څو دده په وینا، پاکستان او د سیمې نور هېوادونه په نښه کړي.
هغه ویلي، چې هېڅ مسوول دولت نه شي کولی د خپلو وګړو او امنیت خلاف د دا ډول ګواښونو پر وړاندې بېپروا پاتې شي او پاکستان به د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره د نړۍوالو اصولو او د اړتیا له مخې د افغانستان دننه د وسله والو د مرکزونو او پټنځایونو پر وړاندې مشروع ګامونو پورته کولو ته دوام ورکړي.
د ایران او طالبانو اړیکې د افغانستان د معاصر سیاست له تر ټولو پېچلو او له تناقضونو ډکو اړیکو څخه دي.
دا اړیکې په داسې حال کې له ژور بدلون سره مخ شوې چې طالبان د ۱۹۹۰مې لسیزې په وروستیو کې د ایران له ستراتیژیکو او مذهبي متحدانو سره په جګړه کې وو، په مزارشریف کې ایراني ډېپلوماتان ووژل شول او تهران د طالبانو پر ضد د پوځي اقدام تر پولې ورسېد.
خو څو کاله وروسته همدغه ایران له طالبانو سره پټې اړیکې پراخې کړې، د هغوی له استازو سره یې ناستې وکړې، د افغانستان د جمهوریت پر مهال یې د طالبانو له استازو سره خبرې ومنلې او په پای کې، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د کابل کې د طالبانو له نوي نظام سره یې اړیکې تر بل هر وخت رسمي او پراخې کړې.
پوښتنه دا ده چې ایا تهران او طالبان د یوه اوږدمهاله ستراتیژیک شراکت پر لور تللي، که دواړه لوري یوازې د خپلو اړتیاوو له مخې یو له بل څخه استفاده کوي؟
د موجودو نښو له مخې، د دواړو اړیکې تر ډېره پر ګډو لنډمهالو او منځمهالو امنیتي، اقتصادي او جیوپولیټیکو اړتیاوو ولاړې دي؛ خو د دوی ترمنځ د ایډیولوژیک، مذهبي او ستراتیژیکو اختلافاتو له امله د یوه بشپړ او ژور اتحاد ادعا له احتیاط پرته نه شي کېدای.
له مزارشریف څخه تر تهران؛ د دښمنۍ لومړۍ لویه ازموینه
د طالبانو په منځ کې له ایران سره د اړیکو لپاره له لومړنیو دلایلو څخه یو دا و چې ایران د امریکا مخالف هېواد و.
د طالبانو یوې برخې فکر کاوه چې که ایران له امریکا سره په تقابل کې وي او طالبان هم د امریکا مخالفت کوي، نو د دواړو ترمنځ د ګډې ګټې زمینه شته، خو د اړیکو تر شا یوازې د امریکا ضد دریځ نه و.
طالبان د افغانستان له اوږدو تنظیمي جګړو وروسته په داسې وخت کې راڅرګند شول چې د خلکو یوه لویه برخه له جګړو ستړې شوې وه. ایران هم په چټکۍ سره درک کړه چې طالبان نور یوازې یوه محلي مذهبي ډله نه ده، بلکې د پاکستان، سعودي عربستان، عرب جنګیالیو او وروسته القاعدې په څېر پراخو شبکو سره یې اړیکې جوړې کړې دي.
د ایران لپاره دا مهمه وه چې د افغانستان د نوي قدرت ماهیت، اړیکې او احتمالي ګواښونه وپېژني، نو همدغه اړتیا تهران اړ کړ چې له طالبانو سره د مستقیمې دښمنۍ ترڅنګ د اړیکو لپاره هم یوه دروازه پرانیستې وساتي.
القاعده؛ د ایران لپاره ګډه او متناقضه معادله
د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال د اسامه بن لادن او القاعدې حضور د افغانستان معادله لا پېچلې کړه.
اسامه بن لادن، چې له سعودي عربستان سره د اختلافاتو وروسته افغانستان ته راغلی و، د طالبانو له مشرۍ سره نږدې شو. د طالبانو او القاعدې اړیکو وروسته نړیواله بڼه پیدا کړه.
د القاعدې د امریکا ضد دریځ له یوې خوا ایران ته د پام وړ و، خو له بلې خوا د القاعدې سلفي او جهادي ایډیالوژي د ایران له مذهبي او ستراتیژیکو لیدلورو سره ژور اختلاف درلود.
ایران په همدې دلیل هڅه کوله چې د طالبانو، القاعدې او نورو افغان او سیمهییزو وسلهوالو ډلو ترمنځ اړیکې درک کړي او د افغانستان د احتمالي راتلونکو تحولاتو لپاره له بېلابېلو لورو سره خپل تماسونه وساتي.
د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د طالبانو امارت په رسمیت پېژانده. دا درې واړه د ایران لپاره مهم سیمهییز لوبغاړي او په ځینو برخو کې سیالان وو.
له همدې کبله د طالبانو اړیکې له دغو هېوادونو سره د ایران د افغانستان د پالیسۍ یوه مهمه برخه وه.
اقتصاد؛ هغه دروازه چې سیاست یې پرانیست
سره له دې چې ملګرو ملتونو د طالبانو د لومړي امارت پر وړاندې بندیزونه لګولي وو، ایران له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پرې نه کړې او همداراز یې د افغانستان بازار ته خپل تېل، ګاز، خوراکي توکي او صنعتي محصولات صادرول.
افغانستان د ایران لپاره یو نږدې او د پام وړ بازار و؛ له بلې خوا د افغانستان لوېدیځې او سوېلي سیمې له ایران سره له پخوا اقتصادي او بشري اړیکې لرلې.
د هلمند، فراه، نیمروز، هرات او کندهار ګڼو اوسېدونکو له کلونو راهیسې ایران ته د کار لپاره سفرونه کول. همدې بشري اړیکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي تعامل لپاره طبیعي زمینه برابره کړې وه.
د ایران لپاره له طالبانو سره اړیکو په دې برخه کې عملي ګټه هم لرله. په هغو سیمو کې چې طالبان پوځي نفوذ درلودل، له هغوی سره تماس د سوداګرۍ او سرحدي فعالیتونو د خوندي کولو یوه وسیله وه.
بل لورتهد ایران او افغانستان په اړیکو کې د هلمند سیند اوبه له مهمو مسایلو څخه دي او تهران تل اندېښمن و چې د افغانستان د بندونو او اوبو مدیریت به د ایران پر سیستان او بلوچستان اغېز وکړي.
د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال هم ایران هڅه وکړه چې د هلمند د اوبو د وضعیت په اړه له طالبانو سره خبرې وکړي.
د وحید مژده د روایت له مخې، ایران غوښتل یو تخنیکي پلاوی افغانستان ته واستوي څو د کجکي بند او د هلمند سیند وضعیت له نږدې وګوري.
وروسته د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د اوبو مسئله لا حساسه شوه، په ځانګړي ډول هغه مهال چې د افغانستان حکومت د اوبو د مهار او نویو بندونو پر جوړولو ټینګار وکړ.
د طالبانو د دوهمې واکمنۍ له راتګ وروسته ایران هڅه وکړه چې له نوي حکومت سره د اوبو په مسئله کې تفاهم ته ورسېږي.
خو د ایران لپاره د اوبو مسئله یوازې د اوبو مسئله نه ده؛ دا د سرحدي امنیت، اقتصاد، کډوالۍ او د افغانستان د سیاسي ثبات له مسئلو سره تړلې ده.
امریکا؛ د ایران او طالبانو د نږدې کېدو تر ټولو مهم عامل
د ایران او طالبانو د اړیکو په تحول کې ښايي تر ټولو مهم جیوپولیټیک عامل د امریکا حضور وي.
له ۲۰۰۱ کال وروسته امریکايي او ناټو ځواکونه افغانستان ته راغلل. ایران له یوې خوا د طالبانو د لومړي امارت د سقوط هرکلی وکړ، خو له بلې خوا یې ولیدل چې د امریکا پوځي حضور اوس د ایران ختیځ سرحد ته نږدې شوی او د ایران لپاره یو ستر امنیتي تحول و.
امریکايي ځواکونو په افغانستان کې اډې، هوايي ځواک، استخباراتي مرکزونه او پراخ پوځي حضور درلود. وروسته په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا د عراق جګړې وضعیت لا پیچلی کړ.
په داسې حالت کې ایران ځان د امریکا د پوځي حضور ترمنځ محاصره احساساوه، له لوېدیځه عراق او له ختیځه افغانستان. له همدې ځایه د ایران د سیمهییز امنیت محاسبه بدله شوه.
د بن کنفرانس او د نوي افغانستان جوړېدل
د طالبانو د لومړي امارت له سقوط وروسته ایران د افغانستان د نوي سیاسي نظام په جوړېدو کې فعال رول ولوباوه.
د ۲۰۰۱ کال د بن کنفرانس د افغانستان د نوي سیاسي جوړښت لپاره د مهمو پرېکړو مرکز و.
ایران د نوي نظام له جوړېدو ملاتړ وکړ او د حامد کرزي له حکومت سره یې اړیکې پراخې کړ،. خو په عین حال کې ایران نه غوښتل چې افغانستان په بشپړه توګه د امریکا تر نفوذ لاندې پاتې شي.
له همدې کبله د ایران سیاست دوه اړخیزه بڼه درلوده، له یوه لوري له نوي افغان حکومت سره رسمي او دیپلوماتیکې اړیکې او له بلې خوا له هغو ډلو سره تماسونه چې د امریکا د حضور مخالفې وې.
د ایران له نظره دا اړیکې د افغانستان د راتلونکي د اټکل لپاره یوه وسیله وه.
تهران نه غوښتل چې که طالبان بېرته واک ته ورسېږي، ایران له هغوی سره هېڅ اړیکه ونه لري.
همدا لامل و چې د جمهوریت په وروستیو کلونو کې د طالبانو د سیاسي استازو سفرونه او د ایران له چارواکو سره ناستې په تدریجي ډول علني شوې.
د ایران له لوري د طالبانو د استازو منل د دې نښه وه چې تهران نور طالبان یوازې د یوه وسلهوال مخالف په توګه نه، بلکې د افغانستان د راتلونکي یوه مهمه سیاسي برخه ګڼي.
ایران، روسیه او طالبان؛ د امریکا پر وړاندې ګډه محاسبه
ایران یوازې نه و، بلکې روسیې هم په تدریجي ډول له طالبانو سره اړیکې پراخې کړې.
دواړو هېوادونو اندېښنه لرله چې د افغانستان له لارې به د امریکا او ناټو حضور په سیمه کې اوږدمهاله شي او وروسته چین هم د افغانستان په معادله کې فعال شو. له همدې امله طالبانو له سیمهییزو قدرتونو سره د اړیکو په جوړولو کې فرصت وموند.
د مسکو او تهران ناستو طالبانو ته دوه مهمې ګټې ورکړې:
لومړی، له سیمهییزو قدرتونو سره یې رسمي تماسونه زیات شول.
دویم، طالبان ورو ورو له یوه صرفاً وسلهوال حرکت څخه داسې سیاسي لوري ته واوښتل چې سیمهییز قدرتونه ورسره مذاکراتو ته حاضر وو.
پاکستان او سعودي؛ د ایران او طالبانو د اړیکو بل مهم اړخ
ایران او پاکستان دواړه په افغانستان کې مهم نفوذ لري، خو د دواړو ترمنځ سیالي هم اوږد تاریخ لري.
پاکستان د طالبانو د لومړي امارت له اصلي ملاتړ کوونکو څخه و، خو ایران په افغانستان کې د طالبانو مخالف شمالي ائتلاف ته نږدې و. سره له دې، ایران له طالبانو سره اړیکې هم وساتلې.
وحید مژده په خپلو لیکنو کې د ایران او پاکستان د اقتصادي او سیاسي رقابت یادونه کوي او د اسلامکلا بندر پرانیستل د دې سیالۍ یوه بېلګه بولي.
د ایران لپاره د افغانستان لوېدیځ بازار اهمیت درلود، پاکستان بیا غوښتل چې د افغانستان سوداګریز بازار تر ډېره د خپل نفوذ لاندې وي.
په همدې توګه افغانستان د ایران او پاکستان ترمنځ د پراخې جیوپولیټیکې سیالۍ یوه برخه شو.
بل لورتهد ایران او طالبانو اړیکې له سعودي عربستان سره د دواړو لوریو د مناسباتو له وضعیت څخه هم اغېزمنې شوې دي.
سعودي عربستان د طالبانو د لومړي امارت له درېیو رسمي پېژندونکو هېوادونو څخه و، خو د اسامه بن لادن مسئله د ریاض او طالبانو ترمنځ د اختلاف اصلي موضوع شوه.
ایران په همدې وخت کې د سعودي عربستان او طالبانو ترمنځ اختلافات له نږدې څارل.
د ایران لپاره دا مهمه وه چې طالبان له سعودي عربستان او د هغه له سلفي شبکو څخه څومره لرې یا نږدې دي.
د ایران لپاره دا یو مهم مثبت ټکی و؛ ځکه تهران د داعش او سلفي جهادي ډلو په وړاندې ژوره امنیتي اندېښنه لري.
داعش؛ د تهران او طالبانو د ګډې اندېښنې یوه برخه
د طالبانو او ایران ترمنځ د اړیکو په نوي پړاو کې داعش یوه مهمه موضوع ده.
داعش خراسان د طالبانو له اصلي وسلهوالو مخالفانو څخه دی او طالبانو د دې ډلې پر وړاندې پراخ امنیتي عملیات کړي دي.
ایران هم داعش د خپل امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼي. په همدې دلیل د داعش پر وړاندې د طالبانو جګړه د تهران لپاره د اړیکو د دوام یوه عملي زمینه برابروي.
خو دا ګډه اندېښنه په دې معنا نه ده چې د دواړو لوریو امنیتي لیدلوري په بشپړه توګه یو شان دي.
د طالبانو د بیا ظهور پر مهال د ایران احتمالي ملاتړ
د طالبانو د دوهمې جګړې پر مهال د ایران له خوا د طالبانو د احتمالي وسلوال ملاتړ په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي.
په ځینو مواردو کې له طالبانو سره د ایراني وسلو، مهماتو او نورو تجهیزاتو د موندل کېدو ادعاوې مطرح شوې.
ایراني چارواکو په عمومي ډول له طالبانو سره د اړیکو درلودل رد نه کړل، خو د وسلوال ملاتړ ادعاوې یې په بېلابېلو وختونو کې رد کړې یا پرې چوپ پاتې شول.
د ایران لپاره د طالبانو د جګړې ملاتړ، که هره کچه یې وه، له یوه پراخ جیوپولیټیک منطق سره تړل کېدای شو او هغه دا چې د افغانستان له لارې د امریکا د نفوذ کمول.
د ایران او طالبانو د اړیکو په بحث کې د طالبانو دوهم مشر ملا اختر محمد منصور ځانګړی ځای لري.
منصور په ۲۰۱۶ کال کې د پاکستان په بلوچستان کې د امریکا د بېپیلوټه برید له لارې ووژل شو، په داسې حال کې چې راپورونه ښيي نوموړی له ایران څخه پاکستان ته روان و.
د هغه د سفر څرنګوالي او په ایران کې د پاتې کېدو په اړه له هغه وخت راهیسې ګڼې پوښتنې مطرح شوې دي.
د منصور د ایران سفر یو مهم پیغام درلود او هغه دا چې د طالبانو او ایران اړیکې تر هغه ځایه رسېدلې وې چې د طالبانو لوړپوړي مشر کولی شول له ایران سره تماس ولري او له هغه هېواد څخه تېر شي. دا اړیکه د طالبانو او ایران ترمنځ د اعتماد د کچې په اړه د پام وړ نښه وه.
اقتصادي ګټې؛ د اړیکو تر ټولو قوي ستن
د ایران او طالبانو ترمنځ د اړیکو په دوام کې اقتصاد تر ټولو عملي عامل ګڼل کېدای شي.
ایران د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دی.
خو د دغو هڅو اصلي ګټه طالبانو ته ورسېده؛ ځکه هغوی له سیمهییزو قدرتونو سره پراخ سیاسي تماسونه پیدا کړل.
په دې توګه د طالبانو نړیوال انزوا په تدریجي ډول کمېده او بلاخیره د طالبانو د بیا واکمنېدو بهیر د ایران او طالبانو اړیکو ته نوی فصل پرانیست.
د ۲۰۲۱ کال په جولای کې اسلامکلا بندر د طالبانو لاس ته ولوېد او وروسته د نیمروز د سقوط او د افغانستان د نورو سیمو د چټک سقوط بهیر پیل شو خو ایران بیا هم د افغانستان له وضعیت سره هممهاله خپل دیپلوماتیک حضور وساته.
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ایران د هغو لږو هېوادونو له ډلې شو چې خپل سفارت یې په کابل کې پرانیستی وساته.
دا اقدام مهم و؛ ځکه ډېرو هېوادونو خپل دیپلوماتیک حضور محدود یا په بشپړه توګه ختم کړی و.
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغان کډوالو نوې څپه ایران ته ولاړه. په دې ډله کې د جمهوریت دولتي چارواکي، پوځیان، سیاستوال، قومي مشران او عادي افغانان شامل وو.
ایران له طالبانو سره د اړیکو له پراخېدو سره سره د طالبانو د مخالفینو لپاره هم د تګ راتګ او استوګنې زمینه په بشپړه توګه ونه تړله.
دا سیاست ښيي چې تهران هڅه کوي له یوه لوري له واکمنو طالبانو سره اړیکې وساتي او له بلې خوا د افغانستان د احتمالي راتلونکو سیاسي بدلونونو لپاره له نورو لورو سره هم خپل ارتباط له لاسه ورنه کړي.
د طالبانو دوهم امارت؛ د اړیکو نوی توازن
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ایران او افغانستان سوداګري پراخه شوه. د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ، ترانزیټ، نفتو، خوراکي توکو او نورو برخو اړیکې زیاتې شوې، خو د دې نږدېوالي ترڅنګ اختلافات هم موجود دي.
د هلمند اوبه لا هم د ایران له مهمو اندېښنو څخه دي او د افغان کډوالو مسئله هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د فشار یوه موضوع ده.
د سرحدي شخړو، قاچاق، د اوبو د حق او د افغان کډوالو د وضعیت په اړه وخت ناوخت اختلافات راپورته کېږي او له همدې امله د دواړو اړیکې له بشپړ ثبات څخه لرې دي.
ایران ولې طالبان نه پرېږدي؟
د ایران لپاره طالبان څو مهمې ګټې لري.
لومړی؛ امریکا: طالبان د امریکا له پوځي حضور سره د اوږدې جګړې سابقه لري.
انرژي: افغانستان له ایران څخه نفت، ګاز او برېښنا اخلي.
دیپلوماتیک ملاتړ: ایران د طالبانو له هغو سیمهییزو شریکانو څخه دی چې له هغوی سره یې اړیکې ساتلې دي.
سیاسي مشروعیت: د تهران په څېر د یوه سیمهییز قدرت تعامل له طالبانو سره د هغوی د نړیوالې انزوا په کمولو کې مرسته کوي.
خو ولې دا لا هم ستراتیژیک اتحاد نه شي بلل کېدای؟ سره له دې چې د ایران او طالبانو ترمنځ اړیکې پراخې شوې، د دواړو ترمنځ ژور اختلافات هم شته.
ایران شیعه اسلامي جمهوریت دی، طالبان سني او د حنفي مذهب پر بنسټ د اسلامي امارت نظام لري.
د دواړو مذهبي او سیاسي نظامونه یو شان نه دي.
د ایران لپاره د افغانستان د شیعه هزاره ټولنې وضعیت مهم دی، په داسې حال کې چې طالبان د خپل داخلي امنیتي او سیاسي لیدلوري له مخې له ټولو افغانانو سره د تعامل ځانګړی سیاست لري.
له بلې خوا طالبان د ایران د سیمهییزو متحدانو له شبکې سره په بشپړه توګه تړاو نه لري.
طالبان له پاکستان سره تاریخي اړیکې لري، له قطر سره سیاسي اړیکې لري، له روسیې او چین سره هم تعامل کوي او د سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو لپاره هم د اړیکو دروازې خلاصې ساتي.
نو طالبان نه غواړي چې د ایران په ځانګړي محور کې شامل شي او همداشان ایران هم نه غواړي خپل ټول کارتونه یوازې پر طالبانو وتړي.
د ایران دوه اړخیز سیاست؛ له طالبانو سره اړیکه، له مخالفانو سره تماس
د تهران یوه مهمه ځانګړتیا دا ده چې هڅه کوي په افغانستان کې له یوه وخت څخه د یوه لوري پر ځای له څو لورو سره اړیکې وساتي.
له طالبانو سره یې رسمي اړیکې دي، خو د طالبانو مخالفو افغان څېرو سره هم د ایران اړیکې په بشپړه توګه نه دي پرې شوې.
د ۱۹۹۸ کال د مزارشریف پېښه د ایران او طالبانو په اړیکو کې داسې موضوع ده چې له منځه نه ده تللې.
که څه هم د دواړو لوریو اړیکې له هغې وروسته ډېرې بدلې شوې، خو ایران لا هم د خپلو وژل شویو دیپلوماتانو موضوع ته د تاریخ د یوې تړل شوې دوسیې په توګه نه ګوري.
دا موضوع ښيي چې د ایران او طالبانو اړیکې یوازې د دوستۍ پر بنسټ نه دي؛ بلکې د محاسبې، اړتیا، شک او متقابل احتیاط پر بنسټ هم ولاړې دي.
له اسراییل او امریکا سره د ایران شخړه؛ د طالبانو اهمیت
په سیمه کې د ایران له امریکا او اسرائیلو سره د شخړو پراخېدو د افغانستان جغرافیایي اهمیت بیا زیات کړی دی.
ایران غواړي د افغانستان له خاورې داسې امنیتي ګواښ رامنځته نه شي چې د تهران پر ضد وکارول شي.
طالبانو هم هڅه کړې چې ایران ته ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به د ایران پر ضد د وسلهوالو یا بهرنیو ځواکونو د عملیاتو لپاره نه کارول کېږي او همدا ژمنه د دواړو لوریو د امنیتي اړیکو مهمه برخه ده.
له یارانې تر ابزاري اړیکو
د ایران او طالبانو اړیکې که له تاریخي زاویې وکتل شي، له درېیو لویو پړاوونو تېرې شوې دي:
لومړی پړاو؛ دښمني او شک
د طالبانو د لومړي امارت پر مهال د ایران او طالبانو اړیکې د مذهبي اختلاف، د شمالي ټلوالې د ملاتړ او د مزارشریف د پېښې له امله سختې ترینګلې وې.
دویم پړاو؛ پټه همکاري
د جمهوریت پر مهال ایران له کابل سره رسمي اړیکې لرلې، خو په تدریجي ډول یې له طالبانو سره پټې او وروسته علني اړیکې هم پراخې کړې.
درېیم پړاو؛ عملي تعامل
د ۲۰۲۱ کال وروسته طالبان د افغانستان واکمن شول او ایران اړ شو چې له نوي واقعیت سره مستقیم تعامل وکړي.
په دې پړاو کې اړیکې له سیاسي تماس څخه اقتصادي، امنیتي، سرحدي او دیپلوماتیک تعامل ته وغځېدې.
پایله؛ ستراتیژیک شراکت که ابزاري یارانه؟
د ایران او طالبانو ترمنځ د اړیکو له تاریخي بهیر څخه داسې ښکاري چې دواړه لوري د یو بل دایمي او بېقیدوشرطه متحدان نه دي. د دوی ترمنځ ګډې ګټې شته، خو ګډې ایډیولوژۍ نه لري.
دواړه د امریکا له نفوذ سره مخالفت لري، خو د امریکا پر وړاندې د دوی د مبارزې تعریفونه یو شان نه دي.
دواړه د داعش له پراختیا اندېښمن دي، خو د امنیتي ګواښونو په اړه یې ټول لیدلوري یو شان نه دي.
دواړه اقتصادي اړتیاوې لري، خو اقتصادي اړیکې د سیاسي اختلافاتو د له منځه وړلو ضمانت نه شي کېدای.
ایران غواړي په افغانستان کې داسې حکومت ولري چې د دغه هېواد امنیت، سرحد او د اوبو مسئله یې د تهران لپاره د کنټرول وړ وي، خو په عین حال کې نه غواړي ټول سیاسي کارتونه یوازې پر طالبانو وتړي.
طالبان بیا له ایران څخه اقتصادي، ترانزیټي او دیپلوماتیکې ګټې اخلي، خو نه غواړي د یوه ځانګړي سیمهییز محور برخه شي.
له همدې کبله د ایران او طالبانو اړیکې تر ډېره «د اړتیا پر بنسټ ستراتیژیک تعامل»بلل کېدای شي، نه یو بشپړ ستراتیژیک اتحاد.
د دواړو ترمنځ اړیکه داسې ده چې هر لوری یې د بل لوري له کمزوریو او اړتیاوو څخه د خپلې ګټې لپاره استفاده کوي.
ایران طالبانو ته اړتیا لري، ځکه نه غواړي په ختیځ کې یې یو دښمنه افغانستان رامنځته شي، د امریکا نفوذ بېرته پراخ شي او د سرحد، اوبو، داعش او کډوالۍ ستونزې لا پېچلې شي.
طالبان بیا ایران ته اړتیا لري، ځکه د نړیوالې انزوا، اقتصادي فشار او سیاسي محدودیتونو په شرایطو کې تهران د دوی لپاره د اقتصاد، سوداګرۍ، ترانزیټ او سیمهییزو اړیکو یوه مهمه دروازه ده.
له همدې امله د ایران او طالبانو یارانه د مینې پر ځای د محاسبې یارانه ده؛ د باور پر ځای د اړتیا یارانه ده؛ او د دایمي اتحاد پر ځای د متقابلو ګټو معامله ده. خو د دې اړیکې راتلونکی لا هم روښانه نه دی.
که په ایران کې د نظام یا بهرني سیاست په کچه لوی بدلون رامنځته شي، د طالبانو په اړه د تهران محاسبه هم بدلېدای شي. همداراز که طالبان له امریکا، لوېدیځ یا نورو سیمهییزو قدرتونو سره د اړیکو په برخه کې نوی ستراتیژیک مسیر غوره کړي، د ایران لپاره به د هغوی اهمیت هم له سره وارزول شي.
په افغانستان کې د طالبانو د مخالفو خوځښتونو راتلونکی، د داعش خراسان فعالیتونه، د ایران او پاکستان اړیکې، د هلمند د اوبو لانجه او د افغانستان د اقتصاد وضعیت هم هغه عوامل دي چې د دواړو لوریو اړیکې به پرې اغېزمنېږي.
په پای کې، د ایران او طالبانو د اړیکو اصلي پوښتنه دا نه ده چې «ایا دوی دوستان دي؟»
اصلي پوښتنه دا ده:
«تر کومه ځایه پورې د دواړو متقابلې اړتیاوې له یو بل سره همغږې پاتې کېږي؟»
تر هغه چې دا اړتیاوې ګډې وي، یارانه به دوام ولري؛ خو که د دواړو ستراتیژیکې محاسبې سره واوړي، همدا یارانه ښايي په لنډ وخت کې له سختې سیالۍ سره بدله شي.
متقي زیاته کړه، چې د حاکمیت بنسټونه پیاوړي شوي او افغانستان له هغه وضعیت څخه چې د اوږدې جګړې او پراخې بې ثباتۍ له امله یې سیمې او نړۍ ته امنیتي اندېښنې پیدا کړې وې، د ثبات، اقتصادي ودې او سیمه ییز تعامل پر لور روان دی.
هغه وویل، چې امنیت اوس یوازې په پوځي مفهوم نه تعریفېږي، بلکې په معاصره نړۍ کې امنیت له اقتصاد، سوداګرۍ، انرژۍ، اوبو، خوړو، معلوماتو، ټولنیز ثبات او سیمه ییز اتصال سره مستقیمه اړیکه لري.
د نوموړي په وینا، طالبان باور لري چې د سیمې راتلونکی باید د امنیتي سیالیو او فشارونو پر ځای پر ګډ امنیت، اقتصادي ادغام، سیمه ییزې نښلونې، خبرو او هوکړې ولاړ وي.
متقي زیاته کړه، چې طالبانو داعش او نورې هغه ډلې، چې د افغانستان او سیمې امنیت ته جدي ګواښ بلل کیږي، ځپلې دي او د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه یې هم د خپلې امنیتي پالیسۍ مهمه برخه ګرځولې ده.
هغه دغه راز وویل، چې داعش، تخریبي شبکې، د نشه یي توکو قاچاق او سازمان یافته جرمونه د یوه هېواد تر پولو محدود نه دي او له دغو ګواښونو سره مبارزه سیمه یزو همکاریو ته اړتیا لري.
نوموړي ټینګار وکړ چې افغانستان چمتو دی د پولو د امنیت، د قاچاق پر وړاندې ګډې مبارزې او د نشه یي توکو د مخنیوي په برخه کې د سیمې له هېوادونو سره همکاري وکړي.
د متقي په وینا، افغانستان د ستونزو د حل لپاره پر خبرو او ډیپلوماسۍ باور لري، خو زیاته یې کړه، چې د پاکستان پوځي رژیم د سیاسي تفاهم پر ځای له افغانستان سره په اړیکو کې یوازی له نظامي ژبې کار اخلي. نوموړي ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ستونزې باید د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.
هغه وویل، چې پاکستان د تېر جمهوري نظام له سرتېرو او داعش سره په مرسته په افغانستان کې د ناامنۍ د رامنځته کولو هڅې کوي او ډیورنډ کرښې ته نږدې یې زرګونه سرتېري راټول کړي دي، څو په افغانستان کې رامنځته شوی امنیت وننګوي.
نوموړي ټینګار وکړ چې طالبان خپل کورنی او بهرنی سیاست په خپلواکه توګه تنظیموي او هېڅکله به د فشار په پایله کې له خپل اساسي تګلوري تېر نه شي. هغه د هر ډول تېري پر وړاندې دفاع د افغانستان مسلم حق وباله.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې افغانستان له سختو اقتصادي شرایطو تېر شوی او اوس د اقتصادي ثبات او بیارغونې څرګندې نښې لیدل کېږي.
هغه وویل، چې ددوی حکومت پر تولید، صنعت، کرنې، صادراتو او د خصوصي سکټور پر پانګونې تمرکز کوي، څو اقتصاد په راتلونکي کې د مرستو پر ځای تر ډېره د تولید، سوداګرۍ او پانګونې پر بنسټ ولاړ وي.
متقي د سیمې له هېوادونو د پانګونې او اقتصادي مشارکت په برخه کې د لا زیات تعامل غوښتنه وکړه او ویې ویل چې افغانستان یوازې د خپل اقتصاد دننه د ثبات په لټه کې نه دی، بلکې غواړي خپل اقتصاد د سیمې له اقتصاد سره ونښلوي.
هغه د ټاپي، ټاپ، کاسا-۱۰۰۰، ټرانس افغان رېل پټلۍ او نورو سیمه ییزو پروژو یادونه وکړه او ویې ویل چې افغانستان باید د سیمه ییزو رقابتونو میدان نه، بلکې د سیمه ییزو همکاریو د اتصال نقطه وي.
متقي په خپله وینا کې افغانستان د مرکزي او جنوبي اسیا او نورو سیمو ترمنځ د اقتصادي همکاریو او اتصال په مهم مرکز بدلولو ته هم اشاره وکړه او د انرژۍ، کانونو، کرنې، صنعت، ترانزیټ، لوژستیک او زیربناوو په برخو کې یې د سیمې له هېوادونو د پانګونې غوښتنه وکړه.
هغه زیاته کړه چې د طالبانو بهرنی سیاست پر «خلاصو دروازو، متوازن تعامل، متقابل درناوي او ګډو ګټو» ولاړ دی او د یوه هېواد اړیکې له بل هېواد سره د دښمنۍ یا مخالفت په معنا نه تعریفوي.