• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عراقچي: په هرمز تنګي کې د بېړیو د ناامنۍ اصلي عوامل امریکا او اسراییل دي

۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۵:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۷:۳۱ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له خپل ارمنستاني سیال ارارات میرزویان سره د قفقاز او لوېدیځې اسیا پر تحولاتو خبرې کړې دي. عراقچي ویلي، چې امریکا او اسراییل په هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو د ناامنۍ اصلي عوامل دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: « ایران په کلکه له خپلو ګټو او ملي امنیت څخه دفاع کړې او کوي به یې، خو په ورته وخت کې یې هېڅکله د کړکېچ د زیاتېدو د مخنیوي لپاره د ډیپلوماسۍ له وسیلې څخه په کار اخیستلو کې ځنډ نه دی کړی.»

عراقچي ویلي، چې خپل ارمنستاني سیال یې د فارس خلیج او هرمز تنګي له وروستیو پیښو هم خبر کړی دی.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي
۱

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۲

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی

۳

پاکستانی دیني عالم طالبانو ته: له پاکستاني پوځ سره جګړه له «اسلام سره دښمني» ده

۴

راپور: د پاکستان او طالبانو ترمنځ اختلاف اوس د مستقیم تقابل بڼه خپلوي

۵

د طالبانو سفیر: د افغان سوداګرو لپاره د روسیې ویزو ته د لاسرسي پر اسانتیا کار کوو

•
•
•

نور خبرونه

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟

۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۲:۳۴ GMT+۱
•
د افغانستان انټرنشنل - پښتو څېړنډله
100%

د ایران او طالبانو اړیکې د افغانستان د معاصر سیاست له تر ټولو پېچلو او له تناقضونو ډکو اړیکو څخه دي.

دا اړیکې په داسې حال کې له ژور بدلون سره مخ شوې چې طالبان د ۱۹۹۰مې لسیزې په وروستیو کې د ایران له ستراتیژیکو او مذهبي متحدانو سره په جګړه کې وو، په مزارشریف کې ایراني ډېپلوماتان ووژل شول او تهران د طالبانو پر ضد د پوځي اقدام تر پولې ورسېد.

خو څو کاله وروسته همدغه ایران له طالبانو سره پټې اړیکې پراخې کړې، د هغوی له استازو سره یې ناستې وکړې، د افغانستان د جمهوریت پر مهال یې د طالبانو له استازو سره خبرې ومنلې او په پای کې، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د کابل کې د طالبانو له نوي نظام سره یې اړیکې تر بل هر وخت رسمي او پراخې کړې.

پوښتنه دا ده چې ایا تهران او طالبان د یوه اوږدمهاله ستراتیژیک شراکت پر لور تللي، که دواړه لوري یوازې د خپلو اړتیاوو له مخې یو له بل څخه استفاده کوي؟

د موجودو نښو له مخې، د دواړو اړیکې تر ډېره پر ګډو لنډمهالو او منځمهالو امنیتي، اقتصادي او جیوپولیټیکو اړتیاوو ولاړې دي؛ خو د دوی ترمنځ د ایډیولوژیک، مذهبي او ستراتیژیکو اختلافاتو له امله د یوه بشپړ او ژور اتحاد ادعا له احتیاط پرته نه شي کېدای.

له مزارشریف څخه تر تهران؛ د دښمنۍ لومړۍ لویه ازموینه

کله چې طالبان د ۱۹۹۰مې لسیزې په منځ کې په افغانستان کې په چټکۍ سره پراخېدل، ایران له دې نوي ځواک سره د اړیکو په اړه له احتیاط سره چلند کاوه.

طالبانو په لومړیو کلونو کې د ایران له دودیزو متحدانو، په ځانګړي ډول د شیعه سیاسي او نظامي ډلو، سره جګړه کوله. ایران د مجاهدینو د جګړو له دورې وروسته د برهان‌الدین رباني د حکومت په وړاندې د وحدت حزب ملاتړ کاوه، خو طالبان په تدریجي ډول هغه ځواک شو چې د افغانستان د ډېرو برخو کنټرول یې تر لاسه کړ.

د ۱۹۹۸ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له خوا د مزارشریف له نیول کېدو وروسته وضعیت ناڅاپه ترینګلی شو. په ښار کې د ایران د قونسلګرۍ یو شمېر کارکوونکي او یو خبریال ووژل شول.

ایران د دغې پېښې له امله سخت غوسه شو او د افغانستان پولې ته یې ځواکونه ولېږدول. د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمې جګړې احتمال تر بل هر وخت زیات شو.

طالبانو د ایراني دیپلوماتانو د وژلو مسئولیت رد کړ او ادعا یې وکړه چې دغه کار د خپل‌سرو وسله‌والو له خوا ترسره شوی دی.

100%

د طالبانو د لومړۍ دورې له چارواکو او لیکوالانو څخه ملا عبدالحی مطمئن هم په خپل کتاب «ملا محمد عمر، طالبان او افغانستان» کې د مزارشریف د پېښې په اړه د ملا محمد عمر سخت غبرګون رااخلي. د مطمئن په روایت، ملا عمر د پېښې د عاملینو د موندلو او مجازاتولو خبره کړې وه؛ هغه دا د دې نښه بولي چې د پېښې طرحه د طالبانو له مشرۍ سره تړاو نه درلود.

په همدې حال کې د ایران او طالبانو ترمنځ د جګړې احتمال تر هغه وروسته کم شو چې د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه‌يي د جګړې د نه پیلولو پرېکړه وکړه.

د مزارشریف پېښه د دواړو لوریو په تاریخ کې یوه مهمه نښه پاتې شوه؛ خو په عجیبه توګه همدغه پېښې د راتلونکو اړیکو مخه په بشپړه توګه ونه نیوله.

د دښمن دښمن؛ د اړیکو لومړنی منطق

د طالبانو په منځ کې له ایران سره د اړیکو لپاره له لومړنیو دلایلو څخه یو دا و چې ایران د امریکا مخالف هېواد و.

د طالبانو یوې برخې فکر کاوه چې که ایران له امریکا سره په تقابل کې وي او طالبان هم د امریکا مخالفت کوي، نو د دواړو ترمنځ د ګډې ګټې زمینه شته، خو د اړیکو تر شا یوازې د امریکا ضد دریځ نه و.

طالبان د افغانستان له اوږدو تنظیمي جګړو وروسته په داسې وخت کې راڅرګند شول چې د خلکو یوه لویه برخه له جګړو ستړې شوې وه. ایران هم په چټکۍ سره درک کړه چې طالبان نور یوازې یوه محلي مذهبي ډله نه ده، بلکې د پاکستان، سعودي عربستان، عرب جنګیالیو او وروسته القاعدې په څېر پراخو شبکو سره یې اړیکې جوړې کړې دي.

د ایران لپاره دا مهمه وه چې د افغانستان د نوي قدرت ماهیت، اړیکې او احتمالي ګواښونه وپېژني، نو همدغه اړتیا تهران اړ کړ چې له طالبانو سره د مستقیمې دښمنۍ ترڅنګ د اړیکو لپاره هم یوه دروازه پرانیستې وساتي.

القاعده؛ د ایران لپاره ګډه او متناقضه معادله

د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال د اسامه بن لادن او القاعدې حضور د افغانستان معادله لا پېچلې کړه.

اسامه بن لادن، چې له سعودي عربستان سره د اختلافاتو وروسته افغانستان ته راغلی و، د طالبانو له مشرۍ سره نږدې شو. د طالبانو او القاعدې اړیکو وروسته نړیواله بڼه پیدا کړه.

د القاعدې د امریکا ضد دریځ له یوې خوا ایران ته د پام وړ و، خو له بلې خوا د القاعدې سلفي او جهادي ایډیالوژي د ایران له مذهبي او ستراتیژیکو لیدلورو سره ژور اختلاف درلود.

ایران په همدې دلیل هڅه کوله چې د طالبانو، القاعدې او نورو افغان او سیمه‌ییزو وسله‌والو ډلو ترمنځ اړیکې درک کړي او د افغانستان د احتمالي راتلونکو تحولاتو لپاره له بېلابېلو لورو سره خپل تماسونه وساتي.

د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د طالبانو امارت په رسمیت پېژانده. دا درې واړه د ایران لپاره مهم سیمه‌ییز لوبغاړي او په ځینو برخو کې سیالان وو.

له همدې کبله د طالبانو اړیکې له دغو هېوادونو سره د ایران د افغانستان د پالیسۍ یوه مهمه برخه وه.

اقتصاد؛ هغه دروازه چې سیاست یې پرانیست

سره له دې چې ملګرو ملتونو د طالبانو د لومړي امارت پر وړاندې بندیزونه لګولي وو، ایران له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پرې نه کړې او همداراز یې د افغانستان بازار ته خپل تېل، ګاز، خوراکي توکي او صنعتي محصولات صادرول.

افغانستان د ایران لپاره یو نږدې او د پام وړ بازار و؛ له بلې خوا د افغانستان لوېدیځې او سوېلي سیمې له ایران سره له پخوا اقتصادي او بشري اړیکې لرلې.

د هلمند، فراه، نیمروز، هرات او کندهار ګڼو اوسېدونکو له کلونو راهیسې ایران ته د کار لپاره سفرونه کول. همدې بشري اړیکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي تعامل لپاره طبیعي زمینه برابره کړې وه.

د ایران لپاره له طالبانو سره اړیکو په دې برخه کې عملي ګټه هم لرله. په هغو سیمو کې چې طالبان پوځي نفوذ درلودل، له هغوی سره تماس د سوداګرۍ او سرحدي فعالیتونو د خوندي کولو یوه وسیله وه.

بل لورته د ایران او افغانستان په اړیکو کې د هلمند سیند اوبه له مهمو مسایلو څخه دي او تهران تل اندېښمن و چې د افغانستان د بندونو او اوبو مدیریت به د ایران پر سیستان او بلوچستان اغېز وکړي.

د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال هم ایران هڅه وکړه چې د هلمند د اوبو د وضعیت په اړه له طالبانو سره خبرې وکړي.

د وحید مژده د روایت له مخې، ایران غوښتل یو تخنیکي پلاوی افغانستان ته واستوي څو د کجکي بند او د هلمند سیند وضعیت له نږدې وګوري.

وروسته د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د اوبو مسئله لا حساسه شوه، په ځانګړي ډول هغه مهال چې د افغانستان حکومت د اوبو د مهار او نویو بندونو پر جوړولو ټینګار وکړ.

د طالبانو د دوهمې واکمنۍ له راتګ وروسته ایران هڅه وکړه چې له نوي حکومت سره د اوبو په مسئله کې تفاهم ته ورسېږي.

خو د ایران لپاره د اوبو مسئله یوازې د اوبو مسئله نه ده؛ دا د سرحدي امنیت، اقتصاد، کډوالۍ او د افغانستان د سیاسي ثبات له مسئلو سره تړلې ده.

امریکا؛ د ایران او طالبانو د نږدې کېدو تر ټولو مهم عامل

د ایران او طالبانو د اړیکو په تحول کې ښايي تر ټولو مهم جیوپولیټیک عامل د امریکا حضور وي.

له ۲۰۰۱ کال وروسته امریکايي او ناټو ځواکونه افغانستان ته راغلل. ایران له یوې خوا د طالبانو د لومړي امارت د سقوط هرکلی وکړ، خو له بلې خوا یې ولیدل چې د امریکا پوځي حضور اوس د ایران ختیځ سرحد ته نږدې شوی او د ایران لپاره یو ستر امنیتي تحول و.

امریکايي ځواکونو په افغانستان کې اډې، هوايي ځواک، استخباراتي مرکزونه او پراخ پوځي حضور درلود. وروسته په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا د عراق جګړې وضعیت لا پیچلی کړ.

په داسې حالت کې ایران ځان د امریکا د پوځي حضور ترمنځ محاصره احساساوه، له لوېدیځه عراق او له ختیځه افغانستان. له همدې ځایه د ایران د سیمه‌ییز امنیت محاسبه بدله شوه.

د بن کنفرانس او د نوي افغانستان جوړېدل

د طالبانو د لومړي امارت له سقوط وروسته ایران د افغانستان د نوي سیاسي نظام په جوړېدو کې فعال رول ولوباوه.

د ۲۰۰۱ کال د بن کنفرانس د افغانستان د نوي سیاسي جوړښت لپاره د مهمو پرېکړو مرکز و.

ایران د نوي نظام له جوړېدو ملاتړ وکړ او د حامد کرزي له حکومت سره یې اړیکې پراخې کړ،. خو په عین حال کې ایران نه غوښتل چې افغانستان په بشپړه توګه د امریکا تر نفوذ لاندې پاتې شي.

له همدې کبله د ایران سیاست دوه اړخیزه بڼه درلوده، له یوه لوري له نوي افغان حکومت سره رسمي او دیپلوماتیکې اړیکې او له بلې خوا له هغو ډلو سره تماسونه چې د امریکا د حضور مخالفې وې.

د همدې سیاست په ترڅ کې د طالبانو له ځینو شبکو سره د ایران د اړیکو په اړه راپورونه زیات شول.

د ایران له نظره دا اړیکې د افغانستان د راتلونکي د اټکل لپاره یوه وسیله وه.

تهران نه غوښتل چې که طالبان بېرته واک ته ورسېږي، ایران له هغوی سره هېڅ اړیکه ونه لري.

همدا لامل و چې د جمهوریت په وروستیو کلونو کې د طالبانو د سیاسي استازو سفرونه او د ایران له چارواکو سره ناستې په تدریجي ډول علني شوې.

د ایران له لوري د طالبانو د استازو منل د دې نښه وه چې تهران نور طالبان یوازې د یوه وسله‌وال مخالف په توګه نه، بلکې د افغانستان د راتلونکي یوه مهمه سیاسي برخه ګڼي.

ایران، روسیه او طالبان؛ د امریکا پر وړاندې ګډه محاسبه

ایران یوازې نه و، بلکې روسیې هم په تدریجي ډول له طالبانو سره اړیکې پراخې کړې.

دواړو هېوادونو اندېښنه لرله چې د افغانستان له لارې به د امریکا او ناټو حضور په سیمه کې اوږدمهاله شي او وروسته چین هم د افغانستان په معادله کې فعال شو. له همدې امله طالبانو له سیمه‌ییزو قدرتونو سره د اړیکو په جوړولو کې فرصت وموند.

د مسکو او تهران ناستو طالبانو ته دوه مهمې ګټې ورکړې:

لومړی، له سیمه‌ییزو قدرتونو سره یې رسمي تماسونه زیات شول.

دویم، طالبان ورو ورو له یوه صرفاً وسله‌وال حرکت څخه داسې سیاسي لوري ته واوښتل چې سیمه‌ییز قدرتونه ورسره مذاکراتو ته حاضر وو.

پاکستان او سعودي؛ د ایران او طالبانو د اړیکو بل مهم اړخ

ایران او پاکستان دواړه په افغانستان کې مهم نفوذ لري، خو د دواړو ترمنځ سیالي هم اوږد تاریخ لري.

پاکستان د طالبانو د لومړي امارت له اصلي ملاتړ کوونکو څخه و، خو ایران په افغانستان کې د طالبانو مخالف شمالي ائتلاف ته نږدې و. سره له دې، ایران له طالبانو سره اړیکې هم وساتلې.

وحید مژده په خپلو لیکنو کې د ایران او پاکستان د اقتصادي او سیاسي رقابت یادونه کوي او د اسلام‌کلا بندر پرانیستل د دې سیالۍ یوه بېلګه بولي.

د ایران لپاره د افغانستان لوېدیځ بازار اهمیت درلود، پاکستان بیا غوښتل چې د افغانستان سوداګریز بازار تر ډېره د خپل نفوذ لاندې وي.

په همدې توګه افغانستان د ایران او پاکستان ترمنځ د پراخې جیوپولیټیکې سیالۍ یوه برخه شو.

بل لورته د ایران او طالبانو اړیکې له سعودي عربستان سره د دواړو لوریو د مناسباتو له وضعیت څخه هم اغېزمنې شوې دي.

سعودي عربستان د طالبانو د لومړي امارت له درېیو رسمي پېژندونکو هېوادونو څخه و، خو د اسامه بن لادن مسئله د ریاض او طالبانو ترمنځ د اختلاف اصلي موضوع شوه.

ایران په همدې وخت کې د سعودي عربستان او طالبانو ترمنځ اختلافات له نږدې څارل.

د ایران لپاره دا مهمه وه چې طالبان له سعودي عربستان او د هغه له سلفي شبکو څخه څومره لرې یا نږدې دي.

د طالبانو په دوهم امارت کې وضعیت یو څه بدل شو. طالبانو په ختیځ افغانستان کې د داعش خراسان او ځینو سلفي ډلو پر وړاندې سخت اقدامات وکړل.

د ایران لپاره دا یو مهم مثبت ټکی و؛ ځکه تهران د داعش او سلفي جهادي ډلو په وړاندې ژوره امنیتي اندېښنه لري.

داعش؛ د تهران او طالبانو د ګډې اندېښنې یوه برخه

د طالبانو او ایران ترمنځ د اړیکو په نوي پړاو کې داعش یوه مهمه موضوع ده.

داعش خراسان د طالبانو له اصلي وسله‌والو مخالفانو څخه دی او طالبانو د دې ډلې پر وړاندې پراخ امنیتي عملیات کړي دي.

ایران هم داعش د خپل امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼي. په همدې دلیل د داعش پر وړاندې د طالبانو جګړه د تهران لپاره د اړیکو د دوام یوه عملي زمینه برابروي.

خو دا ګډه اندېښنه په دې معنا نه ده چې د دواړو لوریو امنیتي لیدلوري په بشپړه توګه یو شان دي.

100%

د طالبانو د بیا ظهور پر مهال د ایران احتمالي ملاتړ

د طالبانو د دوهمې جګړې پر مهال د ایران له خوا د طالبانو د احتمالي وسلوال ملاتړ په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي.

په ځینو مواردو کې له طالبانو سره د ایراني وسلو، مهماتو او نورو تجهیزاتو د موندل کېدو ادعاوې مطرح شوې.

ایراني چارواکو په عمومي ډول له طالبانو سره د اړیکو درلودل رد نه کړل، خو د وسلوال ملاتړ ادعاوې یې په بېلابېلو وختونو کې رد کړې یا پرې چوپ پاتې شول.

د ایران لپاره د طالبانو د جګړې ملاتړ، که هره کچه یې وه، له یوه پراخ جیوپولیټیک منطق سره تړل کېدای شو او هغه دا چې د افغانستان له لارې د امریکا د نفوذ کمول.

د ایران او طالبانو د اړیکو په بحث کې د طالبانو دوهم مشر ملا اختر محمد منصور ځانګړی ځای لري.

منصور په ۲۰۱۶ کال کې د پاکستان په بلوچستان کې د امریکا د بې‌پیلوټه برید له لارې ووژل شو، په داسې حال کې چې راپورونه ښيي نوموړی له ایران څخه پاکستان ته روان و.

د هغه د سفر څرنګوالي او په ایران کې د پاتې کېدو په اړه له هغه وخت راهیسې ګڼې پوښتنې مطرح شوې دي.

د منصور د ایران سفر یو مهم پیغام درلود او هغه دا چې د طالبانو او ایران اړیکې تر هغه ځایه رسېدلې وې چې د طالبانو لوړپوړي مشر کولی شول له ایران سره تماس ولري او له هغه هېواد څخه تېر شي. دا اړیکه د طالبانو او ایران ترمنځ د اعتماد د کچې په اړه د پام وړ نښه وه.

اقتصادي ګټې؛ د اړیکو تر ټولو قوي ستن

د ایران او طالبانو ترمنځ د اړیکو په دوام کې اقتصاد تر ټولو عملي عامل ګڼل کېدای شي.

ایران د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دی.

د ایران لپاره افغانستان:

  • د خپلو تولیداتو مهم بازار دی.
  • د انرژۍ او نفتو د صادراتو بازار دی.
  • د منځنۍ اسیا پر لور د ترانزیټي لارې احتمالي دروازه ده.
  • د چابهار بندر لپاره مهم جغرافیایي شریک دی.
  • او د ایران د ختیځ سرحد د امنیت له نظره حیاتي اهمیت لري.

داسې نه ده چې یوازې ایران د خپلو ګتو لپاره له طالبانو سره اړیکې پالي، بلکې طالبان هم له ایران سره اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري.

د نړیوالې انزوا، بندیزونو او د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله افغانستان د سیمه‌ییزو سوداګریزو اړیکو پراخولو ته اړتیا لري.

له همدې امله اقتصاد د دواړو لوریو ترمنځ د سیاسي اختلافاتو د مدیریت یوه مهمه وسیله ګرځېدلې ده.

ایران له افغانستان سره شاوخوا زر کیلومتره ګډه پوله لري او د دې پولې امنیت د تهران لپاره حیاتي اهمیت لري.

قاچاق، مخدره توکي، انساني قاچاق، وسله‌والې ډلې او ناقانونه تګ راتګ هغه مسایل دي چې ایران یې د افغانستان له خاورې سره تړلي بولي.

د ایران لپاره د طالبانو یوه ځانګړتیا دا ده چې طالبان د افغانستان په لوېدیځ او سوېل لوېدیځو سیمو کې پراخ امنیتي حضور لري.

له همدې امله تهران غواړي له هغه ځواک سره مستقیم تماس ولري چې د پولې په اوږدو کې عملي کنټرول لري.

د ایران او طالبانو ترمنځ د سولې د منځګړیتوب هڅې

د دوحې د مذاکراتو تر څنګ مسکو او تهران هم د افغانستان د سولې په بهیر کې د طالبانو او نورو افغان لورو د ناستو کوربه‌توب وکړ.

ایران هڅه وکړه ځان یوازې د طالبانو د ملاتړي په توګه ونه ښيي، بلکې د افغانستان د سیاسي لارو چارو د منځګړي په توګه هم مطرح کړي.

خو د دغو هڅو اصلي ګټه طالبانو ته ورسېده؛ ځکه هغوی له سیمه‌ییزو قدرتونو سره پراخ سیاسي تماسونه پیدا کړل.

په دې توګه د طالبانو نړیوال انزوا په تدریجي ډول کمېده او بلاخیره د طالبانو د بیا واکمنېدو بهیر د ایران او طالبانو اړیکو ته نوی فصل پرانیست.

د ۲۰۲۱ کال په جولای کې اسلام‌کلا بندر د طالبانو لاس ته ولوېد او وروسته د نیمروز د سقوط او د افغانستان د نورو سیمو د چټک سقوط بهیر پیل شو خو ایران بیا هم د افغانستان له وضعیت سره هممهاله خپل دیپلوماتیک حضور وساته.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ایران د هغو لږو هېوادونو له ډلې شو چې خپل سفارت یې په کابل کې پرانیستی وساته.

دا اقدام مهم و؛ ځکه ډېرو هېوادونو خپل دیپلوماتیک حضور محدود یا په بشپړه توګه ختم کړی و.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغان کډوالو نوې څپه ایران ته ولاړه. په دې ډله کې د جمهوریت دولتي چارواکي، پوځیان، سیاستوال، قومي مشران او عادي افغانان شامل وو.

ایران له طالبانو سره د اړیکو له پراخېدو سره سره د طالبانو د مخالفینو لپاره هم د تګ راتګ او استوګنې زمینه په بشپړه توګه ونه تړله.

دا سیاست ښيي چې تهران هڅه کوي له یوه لوري له واکمنو طالبانو سره اړیکې وساتي او له بلې خوا د افغانستان د احتمالي راتلونکو سیاسي بدلونونو لپاره له نورو لورو سره هم خپل ارتباط له لاسه ورنه کړي.

د طالبانو دوهم امارت؛ د اړیکو نوی توازن

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ایران او افغانستان سوداګري پراخه شوه. د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ، ترانزیټ، نفتو، خوراکي توکو او نورو برخو اړیکې زیاتې شوې، خو د دې نږدېوالي ترڅنګ اختلافات هم موجود دي.

100%

د هلمند اوبه لا هم د ایران له مهمو اندېښنو څخه دي او د افغان کډوالو مسئله هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د فشار یوه موضوع ده.

د سرحدي شخړو، قاچاق، د اوبو د حق او د افغان کډوالو د وضعیت په اړه وخت ناوخت اختلافات راپورته کېږي او له همدې امله د دواړو اړیکې له بشپړ ثبات څخه لرې دي.

ایران ولې طالبان نه پرېږدي؟

د ایران لپاره طالبان څو مهمې ګټې لري.

لومړی؛ امریکا: طالبان د امریکا له پوځي حضور سره د اوږدې جګړې سابقه لري.

دویم؛ سرحد: طالبان د ایران د ختیځ ګاونډ د پراخو سیمو عملي واکمن دي.

درېیم؛ داعش: طالبان له داعش خراسان سره جګړه کوي.

څلورم؛ اقتصاد: افغانستان د ایران لپاره مهم بازار او د ترانزیټ احتمالي مسیر دی.

پنځم؛ اوبه: ایران غواړي د هلمند د اوبو په مسئله کې له کابل سره مستقیم نفوذ ولري.

شپږم؛ جیوپولیټیک: ایران نه غواړي افغانستان د امریکا یا کوم بل سیال قدرت د نفوذ ځانګړې ساحه شي.

طالبان ولې ایران ته اړتیا لري؟

د طالبانو اړتیاوې هم کمې نه دي.

اقتصادي اړتیا: ایران د افغانستان یو مهم سوداګریز شریک دی.

ترانزیټ: د چابهار بندر د افغانستان لپاره بدیلې سوداګریزې لارې برابروي.

انرژي: افغانستان له ایران څخه نفت، ګاز او برېښنا اخلي.

دیپلوماتیک ملاتړ: ایران د طالبانو له هغو سیمه‌ییزو شریکانو څخه دی چې له هغوی سره یې اړیکې ساتلې دي.

سیاسي مشروعیت: د تهران په څېر د یوه سیمه‌ییز قدرت تعامل له طالبانو سره د هغوی د نړیوالې انزوا په کمولو کې مرسته کوي.

خو ولې دا لا هم ستراتیژیک اتحاد نه شي بلل کېدای؟ سره له دې چې د ایران او طالبانو ترمنځ اړیکې پراخې شوې، د دواړو ترمنځ ژور اختلافات هم شته.

ایران شیعه اسلامي جمهوریت دی، طالبان سني او د حنفي مذهب پر بنسټ د اسلامي امارت نظام لري.

د دواړو مذهبي او سیاسي نظامونه یو شان نه دي.

د ایران لپاره د افغانستان د شیعه هزاره ټولنې وضعیت مهم دی، په داسې حال کې چې طالبان د خپل داخلي امنیتي او سیاسي لیدلوري له مخې له ټولو افغانانو سره د تعامل ځانګړی سیاست لري.

له بلې خوا طالبان د ایران د سیمه‌ییزو متحدانو له شبکې سره په بشپړه توګه تړاو نه لري.

طالبان له پاکستان سره تاریخي اړیکې لري، له قطر سره سیاسي اړیکې لري، له روسیې او چین سره هم تعامل کوي او د سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو لپاره هم د اړیکو دروازې خلاصې ساتي.

نو طالبان نه غواړي چې د ایران په ځانګړي محور کې شامل شي او همداشان ایران هم نه غواړي خپل ټول کارتونه یوازې پر طالبانو وتړي.

د ایران دوه اړخیز سیاست؛ له طالبانو سره اړیکه، له مخالفانو سره تماس

د تهران یوه مهمه ځانګړتیا دا ده چې هڅه کوي په افغانستان کې له یوه وخت څخه د یوه لوري پر ځای له څو لورو سره اړیکې وساتي.

له طالبانو سره یې رسمي اړیکې دي، خو د طالبانو مخالفو افغان څېرو سره هم د ایران اړیکې په بشپړه توګه نه دي پرې شوې.

په دې توګه ایران غواړي که په افغانستان کې سیاسي بدلون راشي، نو د نفوذ لپاره یې بدیلې لارې موجودې وي.

دا سیاست د دې څرګندونه کوي چې تهران د طالبانو پر اوږدمهاله سیاسي بقا بشپړ باور نه لري.

د ایران د پخواني رهبر علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د طالبانو د لوړپوړي پلاوي ترڅنګ د طالبانو د مخالفو افغان څېرو حضور هم د پام وړ و.

ایران په دې توګه داسې پیغام ورکړ چې له طالبانو سره د خپلو اړیکو باوجود، د افغانستان د ټولو سیاسي لورو لپاره خپلې دروازې نه تړي.

طالبانو هم هڅه وکړه چې له دې موضوع څخه د اړیکو د خرابېدو لپاره پراخه استفاده ونه کړي.

وروسته د مزارشریف د ۱۹۹۸ کال د پېښې په اړه د ایراني چارواکو بیا یادونې دا هم وښوده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په حافظه کې پخوانۍ زخمونه لا ژوندي دي.

د ۱۹۹۸ کال د مزارشریف پېښه د ایران او طالبانو په اړیکو کې داسې موضوع ده چې له منځه نه ده تللې.

که څه هم د دواړو لوریو اړیکې له هغې وروسته ډېرې بدلې شوې، خو ایران لا هم د خپلو وژل شویو دیپلوماتانو موضوع ته د تاریخ د یوې تړل شوې دوسیې په توګه نه ګوري.

دا موضوع ښيي چې د ایران او طالبانو اړیکې یوازې د دوستۍ پر بنسټ نه دي؛ بلکې د محاسبې، اړتیا، شک او متقابل احتیاط پر بنسټ هم ولاړې دي.

له اسراییل او امریکا سره د ایران شخړه؛ د طالبانو اهمیت

په سیمه کې د ایران له امریکا او اسرائیلو سره د شخړو پراخېدو د افغانستان جغرافیایي اهمیت بیا زیات کړی دی.

ایران غواړي د افغانستان له خاورې داسې امنیتي ګواښ رامنځته نه شي چې د تهران پر ضد وکارول شي.

طالبانو هم هڅه کړې چې ایران ته ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به د ایران پر ضد د وسله‌والو یا بهرنیو ځواکونو د عملیاتو لپاره نه کارول کېږي او همدا ژمنه د دواړو لوریو د امنیتي اړیکو مهمه برخه ده.

100%

له یارانې تر ابزاري اړیکو

د ایران او طالبانو اړیکې که له تاریخي زاویې وکتل شي، له درېیو لویو پړاوونو تېرې شوې دي:

لومړی پړاو؛ دښمني او شک

د طالبانو د لومړي امارت پر مهال د ایران او طالبانو اړیکې د مذهبي اختلاف، د شمالي ټلوالې د ملاتړ او د مزارشریف د پېښې له امله سختې ترینګلې وې.

دویم پړاو؛ پټه همکاري

د جمهوریت پر مهال ایران له کابل سره رسمي اړیکې لرلې، خو په تدریجي ډول یې له طالبانو سره پټې او وروسته علني اړیکې هم پراخې کړې.

درېیم پړاو؛ عملي تعامل

د ۲۰۲۱ کال وروسته طالبان د افغانستان واکمن شول او ایران اړ شو چې له نوي واقعیت سره مستقیم تعامل وکړي.

په دې پړاو کې اړیکې له سیاسي تماس څخه اقتصادي، امنیتي، سرحدي او دیپلوماتیک تعامل ته وغځېدې.

پایله؛ ستراتیژیک شراکت که ابزاري یارانه؟

د ایران او طالبانو ترمنځ د اړیکو له تاریخي بهیر څخه داسې ښکاري چې دواړه لوري د یو بل دایمي او بې‌قیدوشرطه متحدان نه دي. د دوی ترمنځ ګډې ګټې شته، خو ګډې ایډیولوژۍ نه لري.

دواړه د امریکا له نفوذ سره مخالفت لري، خو د امریکا پر وړاندې د دوی د مبارزې تعریفونه یو شان نه دي.

دواړه د داعش له پراختیا اندېښمن دي، خو د امنیتي ګواښونو په اړه یې ټول لیدلوري یو شان نه دي.

دواړه اقتصادي اړتیاوې لري، خو اقتصادي اړیکې د سیاسي اختلافاتو د له منځه وړلو ضمانت نه شي کېدای.

ایران غواړي په افغانستان کې داسې حکومت ولري چې د دغه هېواد امنیت، سرحد او د اوبو مسئله یې د تهران لپاره د کنټرول وړ وي، خو په عین حال کې نه غواړي ټول سیاسي کارتونه یوازې پر طالبانو وتړي.

طالبان بیا له ایران څخه اقتصادي، ترانزیټي او دیپلوماتیکې ګټې اخلي، خو نه غواړي د یوه ځانګړي سیمه‌ییز محور برخه شي.

له همدې کبله د ایران او طالبانو اړیکې تر ډېره «د اړتیا پر بنسټ ستراتیژیک تعامل» بلل کېدای شي، نه یو بشپړ ستراتیژیک اتحاد.

د دواړو ترمنځ اړیکه داسې ده چې هر لوری یې د بل لوري له کمزوریو او اړتیاوو څخه د خپلې ګټې لپاره استفاده کوي.

ایران طالبانو ته اړتیا لري، ځکه نه غواړي په ختیځ کې یې یو دښمنه افغانستان رامنځته شي، د امریکا نفوذ بېرته پراخ شي او د سرحد، اوبو، داعش او کډوالۍ ستونزې لا پېچلې شي.

طالبان بیا ایران ته اړتیا لري، ځکه د نړیوالې انزوا، اقتصادي فشار او سیاسي محدودیتونو په شرایطو کې تهران د دوی لپاره د اقتصاد، سوداګرۍ، ترانزیټ او سیمه‌ییزو اړیکو یوه مهمه دروازه ده.

له همدې امله د ایران او طالبانو یارانه د مینې پر ځای د محاسبې یارانه ده؛ د باور پر ځای د اړتیا یارانه ده؛ او د دایمي اتحاد پر ځای د متقابلو ګټو معامله ده. خو د دې اړیکې راتلونکی لا هم روښانه نه دی.

که په ایران کې د نظام یا بهرني سیاست په کچه لوی بدلون رامنځته شي، د طالبانو په اړه د تهران محاسبه هم بدلېدای شي. همداراز که طالبان له امریکا، لوېدیځ یا نورو سیمه‌ییزو قدرتونو سره د اړیکو په برخه کې نوی ستراتیژیک مسیر غوره کړي، د ایران لپاره به د هغوی اهمیت هم له سره وارزول شي.

په افغانستان کې د طالبانو د مخالفو خوځښتونو راتلونکی، د داعش خراسان فعالیتونه، د ایران او پاکستان اړیکې، د هلمند د اوبو لانجه او د افغانستان د اقتصاد وضعیت هم هغه عوامل دي چې د دواړو لوریو اړیکې به پرې اغېزمنېږي.

په پای کې، د ایران او طالبانو د اړیکو اصلي پوښتنه دا نه ده چې «ایا دوی دوستان دي؟»

اصلي پوښتنه دا ده:

«تر کومه ځایه پورې د دواړو متقابلې اړتیاوې له یو بل سره همغږې پاتې کېږي؟»

تر هغه چې دا اړتیاوې ګډې وي، یارانه به دوام ولري؛ خو که د دواړو ستراتیژیکې محاسبې سره واوړي، همدا یارانه ښايي په لنډ وخت کې له سختې سیالۍ سره بدله شي.

د مسکو د تازه بریدونو غبرګون کې؛ زیلېنسکي وایي د روسیې د تېلو پر چاڼ‌ځایونو بریدونه پراخوي

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۵۷ GMT+۱
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زيلېنسکي له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې هېواد به یې د مسکو د هوايي بریدونو د نوې تګلارې په غبرګون کې د روسیې د تېلو پر چاڼ‌ځایونو بریدونه دوه برابره کړي.

ولادیمیر زیلېنسکي په دې ځانګړې مرکه کې چې د شنبې په ورځ (د تلې ۱۱مه) خپره شوې، څرګنده کړه، د اوکراین استخباراتي ادارو داسې اسناد ترلاسه کړي، چې ښيي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د را روان ژمي په درشل کې پر ملکي اهدافو، سړکونو، ښوونځیو او روغتونونو د بریدونو لپاره تابیاوې نیولې دي.

د زيلېنسکي په باور، د مسکو اصلي موخه دا ده، چې د پراخو ویجاړیو له لارې خلک له کیېف او نورو ښارونو څخه تېښتې ته اړ کړي، خو په وینا یې، اوکراین به هېڅکله د روسي ځواکونو په څېر ملکي وګړي په نښه نه‌کړي.

زيلېنسکي زیاته کړه، چې د اوکراین ځواکونو د «ویوالډي» په نوم په پیل شویو ځوابي عملیاتو کې د ختیځ ډونباس سیمې شاوخوا ۱۴۰ مربع کیلومتره خاوره بېرته نیولې او دا عملیات لاهم روان دي. نوموړي ادعا وکړه، چې پوتین وروسته له هغې پر ملکي سیمو د بریدونو تګلاره غوره کړه چې په مهمو لومړیو کرښو کې یې خاوره له لاسه ورکړه او ځواکونو ته یې درنه مرګ‌ژوبله واوښته.

د زيلېنسکي په خبره، که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېلو د بیو د لوړېدو له امله له اوکراین څخه غوښتي وو، چې د روسیې د تېلو پر تاسیساتو له بریدونو ډډه وکړي، خو کیېف اړ دی د مسکو هغو مالي سرچینو ته زیان ورسوي چې د جګړې لپاره عواید برابروي.

د اوکراین ولسمشر د امریکا له حکومت څخه وغوښتل، څو داسې فکر ونه‌کړي چې روسیه به یوازې د ډونباس په نیولو سره جګړه پای ته ورسوي او ټینګار یې وکړ، چې د عادلانه سولې له ټینګښت مخکې له مسکو سره د اړیکو عادي کول تېروتنه ده.

زیلېنسکي که څه هم د ډسمبر میاشتې په جي۲۰ غونډه کې له پوتین سره د سولې خبرو ته چمتووالی وښود، خو ویې ویل، چې د روسیې له خوا د رښتینې سولې او یا پر انرژۍ د بریدونو د بندېدو هېڅ نښې نه لیدل کېږي.

بل خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت بهرنیو وګړو ته له کیېف څخه د وتلو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې دا ګوزارونه پر روسي خاورې د اوکراین د بریدونو په غبرګون کې ترسره کېږي.

اوکرایني چارواکو خبرداری ورکړی، چې مسکو د ژمي په درشل کې سلګونه بالستیک توغندي او ګړندي جیټ شاهد ډرونونه زېرمه کړي دي. زيلېنسکي وویل، هېواد یې د نویو ډرونونو د ویشتلو لپاره پر اېف-۱۶ او میګ جنګي الوتکو تکیه کړې، خو د الوتکو د مهماتو کمښت شته او کیېف د الکترونیکي جګړې او نویو ارزانه دفاعي توغندیو د ترلاسه کولو هڅه کوي.

هغه همداراز د ۲۵۰ کیلومتره واټن ویشتونکي «اېف‌پي-۷» بالستیک توغندي لومړني کارولو ته په اشارې سره اعلان وکړ، ډاډمن دی چې تر مسکو پورې د رسېدونکي «اېف‌پي-۹» توغندي جوړول به هم په روان مني کې بشپړ شي او په وینا یې، په بروکسل کې د اروپايي ملګرو په مرسته د اوکراین د دفاعي بودجې د ۲۷ میلیارده ډالرو تشه ډکه شوې ده.

د یمن د جګړې د پراخېدو په درشل کې سعودي عربستان ته د پاکستان سرتېري استول شوي

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۰۹ GMT+۱
100%

رویټرز راپور ورکړی چې پاکستان د سعودي عربستان د خاورې د دفاع او د توغندیو او ډرونونو د مخنیوي لپاره دغه هېواد ته له ۳۰ زرو تر ۴۰ زرو پورې سرتېري استولي، په داسې حال کې چې ریاض د ایران پلوه حوثیانو پر وړاندې په یمن کې د نوي پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.


د راپور له مخې، پاکستاني سرتېري د سعودي عربستان د ځمکنیو پولو د ساتنې او د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو د مخنیوي لپاره ځای پر ځای شوي دي.

یو پاکستاني چارواکي رویټرز ته ویلي چې اسلام‌اباد تر اوسه یمن ته د جګړه‌ییزو عملیاتو لپاره د ځواکونو د استولو پرېکړه نه ده کړې، خو پاکستاني پوځي سلاکاران د سعودي ځواکونو ترڅنګ د یمن د حکومتي ځواکونو ملاتړ کوي.

راپور وایي، پاکستان تېره میاشت اډن ښار ته څلور پوځي باروړونکې الوتکې استولي چې هوايي دفاعي سیسټمونه، سپکې توپخانې، بې‌پیلوټه الوتکې او د بې‌پیلوټه الوتکو ضد تجهیزات یې لېږدول.

رویټرز د سیمه‌ییزو او لوېدیځو چارواکو له قوله ویلي چې سعودي عربستان په راتلونکو اوونیو کې د حوثیانو پر ضد د پراخو عملیاتو د پیل ارزونه کوي.

د راپور له مخې، ټاکل شوې دغه عملیات د یمن د حکومت پلوه ځواکونو له خوا پر مخ یوړل شي، خو د سعودي هوايي بریدونه به یې ملاتړ وکړي.

سرچینې وايي، د عملیاتو یو مهم هدف د باب‌المندب تنګي بېرته کنټرولول دي؛ هغه ستراتیژیکه لار چې حوثیانو په وروستیو میاشتو کې پر هغې خپل نفوذ پراخ کړی دی.

راپور زیاتوي چې سعودي عربستان دوه احتمالي سناریوګانې تر غور لاندې لري: یوه د باب‌المندب شاوخوا محدود عملیات او بله د یمن په څو ولایتونو، لکه مارب، تعز، الجوف او البیضاء کې هممهاله پراخ بریدونه.

د چارواکو په وینا، د عملیاتو د پراخوالي له مخې ښايي تر ۱۰۰ زرو ډېر یمني ځواکونه راجلب شي.

رویټرز راپور ورکړی چې امریکا له وړاندې د استخباراتي معلوماتو او پوځي سلاکارانو له لارې له سعودي عربستان سره همکاري کوي، خو د مستقیمو جګړه‌ییزو عملیاتو برخه نه ده.

راپور همداراز وایي چې د سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د تېرې میاشتې د دفاعي تړون له لاسلیک وروسته، ترکیې او پاکستان دواړو ریاض ته پوځي تجهیزات برابر کړي دي.

د سرچینو په وینا، هغه ترکي بې‌پیلوټه الوتکې چې سعودي عربستان مخکې اخیستې وې، اوس د یمن پر فضا هم کارول کېږي.

رویټرز لیکي چې د حوثیانو د توغندیزو او بې‌پیلوټه بریدونو د خطر له امله ریاض له خپلو متحدانو د دفاعي سیسټمونو د لا ډېر ملاتړ غوښتنه هم کړې ده.

د راپور له مخې، فرانسې هم اعلان کړی چې د سعودي عربستان د ینبع بندري ښار د ساتنې لپاره به دفاعي تجهیزات او پوځي پرسونل واستوي.

خو پوځي او سیمه‌ییز شنونکي خبرداری ورکوي چې د حوثیانو پر ضد هر ډول ځمکني عملیات به له ننګونو ډک وي، ځکه د یمن د حکومت اړوند بېلابېلې وسله‌والې ډلې لا هم په بشپړه توګه منظمې او متحدې نه دي.

د روغتیا نړیوال سازمان: په نړۍ کې هره دقیقه څلور ښځې د سینې په سرطان اخته کېږي

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۲۲ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ټوله نړۍ کې هره دقیقه څلور ښځې د سینې په سرطان اخته کېږي او د ناروغۍ ژر تشخیص د بریالي درملنې چانس زیاتوي. د معلوماتو له مخې، د سینې سرطان په افغانستان کې هم د ښځو ترمنځ له مهمو روغتیايي ستونزو څخه دی.

دغه سازمان وایي، د سینې سرطان د نښو په وخت پېژندل او ژر تشخیص د بریالي درملنې چانس زیاتوي. د سازمان د تازه معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۲،۴ میلیونه ښځې په نړۍ کې په دې ناروغۍ اخته شوې او نږدې ۶۹۴ زره یې مړې شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د اېکس له لارې ویلي، د سینې سرطان بېلابېلې نښې لري، په ځانګړي ډول هغه مهال چې ناروغي پرمختللې شوې وي، او د ناروغۍ ژر تشخیص د بریالي درملنې چانس زیاتوي.

د سازمان د معلوماتو له مخې، د سینې سرطان په ۲۰۲۴ کال کې په ۱۸۶ هېوادونو کې د ښځو تر ټولو عام سرطان و. دغه ناروغي د بلوغ له عمر وروسته په هر عمر کې رامنځته کېدای شي، خو د عمر له زیاتېدو سره یې کچه لوړېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د سینې سرطان عامې نښې د سینې غوټه یا کلکوالی، د سینې د اندازې یا بڼې بدلون، د پوستکي یا نوک بدلون او له سینې څخه غیرعادي یا وینه لرونکی مایع دي. سازمان ټینګار کوي چې د دغو بدلونونو په لیدلو باید روغتیايي مشوره واخیستل شي.

د سرطان د څېړنې نړیوالې ادارې د ۲۰۲۴ کال د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د سینې سرطان تر ټولو عام سرطان یاد شوی. اټکل کېږي چې په دغه کال کې شاوخوا ۴،۳۴۲ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او نږدې ۱،۸۶۸ کسان یې له امله مړه شوي دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ښځو ترمنځ هم د سینې سرطان د نوو پېښو کچه د پام وړ ده؛ په ۲۰۲۴ کال کې د ښځو لپاره د دې ناروغۍ د پېښو د عمر له مخې معیاري شوې کچه په هر ۱۰۰ زره ښځو کې ۳۴،۶ وه.

روغتیا نړیوال سازمان وايي، د سینې سرطان ډېری پېښې د ځانګړو خطر عواملو له شتون پرته هم رامنځته کېږي. شاوخوا ۸۰ سلنه پېښې په هغو ښځو کې لیدل کېږي چې له جنسیت او عمر پرته د ناروغۍ کوم ځانګړی خطر عامل نه لري.

د سازمان په وینا، د سینې سرطان د مړینې د کمولو لپاره ژر تشخیص، پر وخت درملنه او د باکیفیته روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی مهم دي. په هغو هېوادونو کې چې د تشخیص او درملنې خدمتونه محدود وي، د ناروغۍ ناوخته تشخیص د ژوندي پاتې کېدو چانس کموي.

روغتیا نړیوال سازمان د اکتوبر میاشت د سینې سرطان د پوهاوي نړیوالې میاشتې په توګه د عامه پوهاوي، ژر تشخیص او د درملنې خدمتونو ته د لاسرسي د پراخېدو لپاره مهم فرصت بولي. د ۲۰۲۶ کال د دې کمپاین شعار «هره کیسه ځانګړې ده، هر سفر ارزښت لري» دی.

د فلای‌دوبۍ د برید شکمن پیلوټ مخکې د پیلوټۍ له روزنې لرې شوی و

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۴ GMT+۱
100%

سي‌اېن‌اېن د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د فلای‌دوبۍ پر الوتکه د بل پیلوټ د برید په تور شکمن عماني پیلوټ حمام الحمامي تېر کال د عمان له ملي هوايي شرکت څخه د «افراطي نظریاتو» د اندېښنو له امله له پیلوټۍ روزنې لرې شوی و.

د سي‌اېن‌اېن د راپور له مخې، حمام الحمامي وروسته په عمان هوايي شرکت کې بلې دندې ته ګومارل شوی او بیا یې د مراکش له شاهي هوايي شرکت سره هم کار کړی دی. دوو سرچینو، چې له موضوع سره بلدتیا لري، ویلي چې هغه په ۲۰۲۵ کال کې د افراطي نظریاتو په اړه د اندېښنو له امله د الوتنې له روزنې لرې شوی و.

د راپور له مخې، الحمامي د عمان تبعه دی، په متحده عربي اماراتو کې د عماني پلار او سوریایي مور په کور کې زېږېدلی او څو کاله یې په متحده عربي اماراتو کې تېر کړي دي. هغه شاوخوا اته میاشتې له فلای‌دوبۍ سره کار کړی و.

سي‌اېن‌اېن وايي، د الحمامي په نوم د «لینکډین» یوه پاڼه ښيي چې هغه اووه کاله له عمان هوايي شرکت سره کار کړی او د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې ترې وتلی و. نوموړي د ۲۰۲۵ کال په جون کې د مراکش له شاهي هوايي شرکت سره کار پیل کړی، خو د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې یې هغه دنده هم پرېښې وه. دغه پاڼه وروسته حذف شوې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې د القاعدې د پخوانیو مشرانو انځورونه

د سي‌اېن‌اېن د څېړنې له مخې، د الحمامي له حذف شوې ټولنیزې رسنۍ سره تړلو پوسټونو کې د افراطي ډلو له مخکښو څېرو څخه د ځینو کسانو انځورونه هم خپاره شوي وو.

راپور وايي، د نوموړي په «لینکډین» پاڼه کې یوازې دوه پوسټونه خپاره شوي وو چې دواړه د چهارشنبې له پېښې شاوخوا نهه ساعته وروسته خپاره شوي دي. په یوه ویډیو کې د بوینګ ۷۳۷ مکس الوتکې د پیلوټۍ خونې صحنې ښودل شوې وې او د اسراییلو د «ال عال» او «ارکیا» هوايي شرکتونو الوتکې هم پکې لیدل کېدې.

د ویډیو په پای کې د القاعدې پخواني مشر ایمن الظواهري او د ۲۰۰۹ کال د ځانمرګي برید عامل همام خلیل ابوملال البلوي انځورونه هم لیدل شوي وو. د سي‌اېن‌اېن په وینا، البلوي په هغه برید کې نهه کسان، چې اووه یې د امریکا د استخباراتو ادارې کارکوونکي او قراردادیان وو، وژلي وو.

په دویم پوسټ کې د مصنوعي ځیرکتیا له لارې جوړ شوی انځور خپور شوی و چې د مکې، مدینې او بیت‌المقدس درې سپېڅلي ځایونه یې د یوې روښانه لارې له لارې سره تړلي ښودل. په شالید کې په یوه شعر کې د سپکاوي د نه منلو، له مرګ څخه د نه وېرېدو او د عزت د دفاع خبرې شوې وې.

راپور وايي، همدا دوه ویډیوګانې د الحمامي په نوم له یوه انسټاګرام حساب څخه هم خپرې شوې وې، خو دغه حساب هم وروسته حذف شوی دی.

د ښځو او ګډو کاري چاپېریالونو په اړه پخواني پوسټونه

د سي‌اېن‌اېن د شننې له مخې، د الحمامي له حذف شوي ټویټر حساب څخه نږدې ۳۰۰۰ پوسټونه، چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ خپاره شوي وو، د مصنوعي ځیرکتیا پر یوه وسیله وڅېړل شول.

په دغو پخوانیو پوسټونو کې هغه د خپلې مور له خوا د ورته شرایطو منونکې مېرمنې د موندلو ستونزې بیان کړې وې. هغه غوښتنه کړې وه چې راتلونکې مېرمن یې نقاب واغوندي او له واده وروسته کار ونه کړي.

نوموړي په یوه بل پوسټ کې په ګډو کاري چاپېریالونو کې د ښځو او نارینه‌وو د کار کولو پر وړاندې هم اعتراض کړی و.

د ترهګرۍ له پېښې سره د تړاو څېړنه

د پېښې په اړه د اسراییلو څو ادارې، د شین‌بت او موساد په ګډون، د پوځ او د ترانسپورټ وزارت سره یوځای څېړنه کوي چې څنګه یو عماني پیلوټ د تل‌ابیب پر لور روانې الوتنې د عملې برخه وګرځېد.

د راپور له مخې، د متحده عربي اماراتو لویې څارنوالۍ هم د دې پېښې په تړاو څېړنه پیل کړې چې معلومه کړي ایا برید له «ترهګریز فعالیت» سره تړاو درلود او که مخکې له مخکې پلان یا لارښوونه ورته شوې وه.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هم ویلي چې شکمن کس ښايي د «اسلامپالو افراطي نظریاتو د تلقین» تر اغېز لاندې راغلی وي.

فلای‌دوبۍ ویلي چې تر هغه چې د پېښې څېړنه روانه وي، په دې اړه تبصره نه شي کولی. سي‌اېن‌اېن د عمان هوايي شرکت، د مراکش شاهي هوايي شرکت او د دوبۍ حکومت د رسنیو له دفتر څخه هم د نظر غوښتنه کړې ده.