• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېره ورځ ۲۸۰ افغانان د تورخم له لارې په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۳۸ GMT+۱

د پښتونخوا په لنډي کوتل کې د حمزه بابا په نوم د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د کمپ مسوولین وایي چې له دغه مرکز څخه یې تېره ورځ له ۲۸۰ ډېر افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته په جبري ډول جبري ستانه کړي دي.

د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر انعام‌الله وزیر افغانستان انټرنیشنل - پښتو ته ویلي چې افغانستان ته ستنېدونکي افغان کډوال لومړی د حمزه بابا کډوالو کمپ ته لېږدول کېږي.
د نوموړي په وینا، په دغه کمپ کې د ستنېدونکو کډوالو نوم‌لیکنه، ثبت او نورې اړینې قانوني چارې بشپړېږي او له هغې وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته استول کېږي.
انعام‌الله وزیر ویلي چې له افغان کډوالو ته په دغه مرکز کې د اړتیا وړ اسانتیاوې برابرې شوې دي
بلخوا، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پاکستان ویاند، قیصر افریدي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې ۲۷ لکه او ۱۸ زره ډېر افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

ډېر لیدل شوي

ایرانی چارواکی: لاهم له افغانستان نه ایران ته د نشه‌يي توکو سترې جوپې قاچاق کېږي
۱

ایرانی چارواکی: لاهم له افغانستان نه ایران ته د نشه‌يي توکو سترې جوپې قاچاق کېږي

۲

د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د نیولو حکمونه؛ څلور طالب چارواکي څوک او پر څه تورن دي؟

۳

افغان ایواک: د افغانانو د خوندي وضعیت قانون د رایې پر لور یو ګام وړاندې شو

۴

د بشري حقونو مدافعان: په افغانستان کې له ۲،۶ میلیونو ډېرې نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي

۵

د خاتم الانبیاء مرکز رییس: د طالبانو د عدلیې وزارت پرېکړه «عادلانه او د منلو وړ» ده

•
•
•

نور خبرونه

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۳۶ GMT+۱
100%

په پېښور کې مېشتې یوې افغان نرښځې ارزو د پېښور له عالي محکمې غوښتي، چې له جبري ستنولو یې مخنیوی وکړي او وضعیت یې باید د بشري حقونو له اړخه وڅېړل شي. هغې افغانستان ته په جبري توګه ستنېدل د «ژوند او مرګ مسئله» بللې ده.

افغان نرښځې ارزو ویلي، چې په افغانستان کې د نرښځیانو لپاره د ژوند شرایط خورا ستونزمن دي او دوی له شدیدو ټولنیزو محدودیتونو، تاوتریخوالي او د امنیت له جدي اندېښنو سره مخ دي.
د هغې په وینا، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خوندي ژوند، کار او د عادي ټولنیز ژوند د دوام امکانات نه‌شته او د جبري ستنېدو پر مهال د خپل ژوند په اړه سخته وېره لري.
نوموړې زیاتوي: «افغانستان ته زما ستنېدل یوازې له یوه هېواده بل هېواد ته انتقال نه‌دی، بلکې زما لپاره د ژوند او مرګ مسئله ده. زه وېره لرم که بېرته افغانستان ته ولېږل شم خپل ژوند په خوندي ډول نشم تېرولای او د کار او د ځان ساتنې مناسب امکانات به هم ونه‌لرم».
د ارزو په وینا، په افغانستان کې نرښځیان د تاوتریخوالي، ځورونې او ان د وژنې له ګواښ سره مخ کېدای شي.
نوموړې ټینګار کوي، چې نه‌غواړي په ناقانونه توګه په پاکستان کې پاتې شي بلکې غواړي د قانون له مخې ورته د اوسېدو او خوندیتوب زمینه برابره شي، نو په همدې موخه یې محکمې ته مراجعه کړې، څو قضیه یې د انساني وضعیت، خوندیتوب او قانوني حقونو له مخې وڅېړل شي. هغې ویلي، دا موضوع یوازې د کډوالۍ یا بېرته شړلو مسئله نه ده، بلکې په مستقیم ډول له شخصي خوندیتوب، د ژوند له دوام او انساني کرامت سره تړاو لري.
د افغان نرښځې ارزو وکیل ممتاز احمد وایي، چې د افغان نرښځیانو په اړه ورته قضیې تر دې وړاندې هم د پېښور عالي محکمه ته وړاندې شوې دي.
د نوموړي په وینا، له هر کس څخه د بېرته ستنولو وړاندې باید د هغه د ژوند او مال د خوندیتوب احتمالي ګواښونه، شخصي شرایط او په افغانستان کې شته وضعیت په پام کې ونیول شي.
د ارزو وکیل له محکمې غوښتنه کړې، چې د نوموړې قضیه دې د هغې د ځانګړو شرایطو او بشري حقونو له نظره وڅېړل شي او تر هغه دې له جبري ستنولو څخه خوندي وساتل شي، څو د هغې د قضیې په اړه وروستۍ قانوني پرېکړه کېږي.
د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د پېښور عالي محکمې د افغان هنرمندانو او نرښځیانو د قضیو په تړاو حکومت ته لارښوونه کړې وه، چې د نه شړلو اصل په پام کې ونیسي.
محکمې حکم کړی وو، تر هغې چې د دغو کسانو د پناه غوښتنې او اړوندو قضیو په اړه پرېکړه نه‌وي شوې، یاد کسان دې له پاکستانه وتلو ته نه مجبورېږي، خو داسې برېښي چې د محکمې دغه حکم هغسې چې باید عملي شي، نه‌عملي کېږي او ډېری کسان د محکمې له حکمونو سره سره له پاکستان به زوره شړل کېږي.

ملګري ملتونه: د امریکا د کډوالو د جبري لېږد تګلاره د بشري حقونو سرغړونې زیاتوي

۶ تله ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۴۹ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهان وايي، د امریکا له لوري د کډوالو او پناه غوښتونکو نورو هېوادونو ته د لېږدولو تګلارې لږ تر لږه په ۳۵ هېوادونو او سیمو کې د بشري حقونو د سرغړونو، شکنجې او جبري ورکېدو ګواښ زیات کړی دی.

د دوی په وینا، امریکا تر اوسه لږ تر لږه ۲۳ زره د درېیمو هېوادونو اتباع ۲۹ هېوادونو او سیمو ته لېږلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۶مه، په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د امریکا د کډوالو د لېږدولو دغه ترتیبات د شکنجې، ناوړه چلند او جبري ورکېدو د خطرونو د زیاتېدو لامل شوي او د کډوالو د بېرته نه شړلو نړیوال اصل یې تر پښو لاندې کړی دی.

کارپوهانو ویلي: «د امریکا د حکومت د دې تګلارې زیانونه نور یوازې احتمالي نه دي. دغه ترتیبات په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د سرغړونو لړۍ رامنځته کوي او د هغو هېوادونو له خوا چې د امریکا له خاورې شړل شوي کډوال او پناه غوښتونکي مني، د بېرته نه شړلو د نړیوال اصل د نقض خطر زیاتوي.»

د کډوالو پر وړاندې د سرغړونو پراخ خطرونه

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، د کډوالو د لېږدولو دغه ترتیبات یوازې د بېرته شړلو له خطر سره نه دي محدود؛ بلکې د خپل‌سرو او له نړۍ سره د اړیکو له پرې کېدو سره د بند ساتلو، جبري ورکېدو، وکیل ته د لاسرسي د نشتوالي، د عادلانه قضايي بهیر د حق د ردولو، د کورنیو د بېلتون، تبعیض، بې‌سرپناهۍ، انساني قاچاق او د روغتیايي خدمتونو د نه لاسرسي په څېر سرغړونې هم ورسره تړلې دي.

دوی ټینګار کړی چې ماشومان، ښځې، معلولیت لرونکي کسان، د انسانانو د قاچاق قربانیان، نرښځیان، د بشري حقونو مدافعان، بې‌تابعیته کسان او نور زیان‌من وګړي له جدي خطر سره مخ دي.

کارپوهانو ویلي، دغه کډوال هغو هېوادونو او سیمو ته لېږدول کېږي چې ورسره هېڅ تړاو نه لري، دا کار د هغوی د یوازیتوب او رواني صدمې لامل کېږي او هغه زیانونه لا زیاتوي چې ښايي په خپل هېواد کې د ځورونې او تاوتریخوالي له امله ترې تښتېدلي وي.

د نړیوالو مکلفیتونو د نه لېږدولو غوښتنه

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، دولتونه نه شي کولای د دوه‌اړخیزو هوکړو، مالي ترتیباتو یا ډیپلوماټیکو ډاډونو له لارې د کډوالو او پناه غوښتونکو په اړه خپل نړیوال قانوني مکلفیتونه نورو هېوادونو ته ولېږدوي.

دوی ټینګار کړی: «دولتونه نه شي کولای له خپلو نړیوالو قانوني مکلفیتونو څخه د تړونونو له لارې ځان خلاص کړي. د بېرته نه شړلو د منع اصل هر هغه ځای کې پلي کېږي چې یو دولت پکې واک یا اغېزمن کنټرول لري، او د لېږد په ټولو پړاوونو کې اعتبار لري.»

کارپوهانو همداراز ویلي چې د ملګرو ملتونو ادارې، په ځانګړې توګه د کډوالو نړیوال سازمان (ای او ایم)، د کډوالو او پناه غوښتونکو په ملاتړ کې مهم رول لري؛ خو د دغو ادارو ونډه باید داسې ترتیباتو ته مشروعیت ورنه کړي چې خلک د بېرته شړلو، شکنجې یا نورو جدي سرغړونو له خطر سره مخ کوي.

دوی زیاته کړې چې هغه دولتونه چې په پوهه او قصدي ډول د بل دولت په داسې کړنو کې مرسته کوي چې د بشري حقونو نړیوال مکلفیتونه نقضوي، ښايي خپله هم نړیوال حقوقي مسوولیت ولري.

د هوکړو د درولو غوښتنه

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له ټولو ښکېلو هېوادونو او سیمو غوښتي چې دغه ترتیبات سمدستي ودروي، کډوالو او پناه غوښتونکو ته د عادلانه او اغېزمنې پناه غوښتنې بهیر ته د لاسرسي زمینه برابره کړي او د خپلواکې څارنې، روڼتیا او حساب ورکونې ډاډ ورکړي.

دوی ویلي: «د کډوالۍ د مدیریت په مرکز کې باید بشري حقونه وي، نه دا چې د کډوالو د مخنیوي په هڅو کې قرباني شي.»

کارپوهانو ټینګار کړی چې د دغې موضوع اساسي مسله یوازې د کډوالۍ تګلاره نه ده، بلکې د هغو خلکو ژوند، خوندیتوب، کرامت او حقونه دي چې ښايي مخکې هم له سختو زیانونو سره مخ شوي وي او په ډېرو مواردو کې له خپل هېواد څخه د مرګوني ګواښ، ځورونې او تاوتریخوالي له امله تښتېدلي وي.

د اعلامیې له مخې، د ملګرو ملتونو ځانګړې کړنلارې له امریکا، د دغو هوکړو له ټولو ۳۵ هېوادونو او سیمو، د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ او د کډوالو له نړیوال سازمان سره په اړیکه کې دي.

د پېښور خزانه پنډغالی؛ د افغان کډوالو له وتلو وروسته کورونه په کنډوالو بدلېږي

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۱۳ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د پېښور په خزانه کمپ کې مېشت افغان کډوال افغانستان ته د بېرته ستنېدو لپاره تیاری کوي خو د ډېرو کورنیو لپاره ستنېدل یوازې د سامانونو ټولول نه دي هغوی هغه کورونه هم پرېږدي چې له کلونو راهیسې یې پکې ژوند کړی دی. ځینې کورنۍ خپل کورونه په خپلو لاسونو نړوي.

خزانه کمپ شاوخوا ۴۵ کاله مخکې د افغان کډوالو لپاره جوړ شوی و. د وخت په تېرېدو په کمپ کې د خېمو پر ځای دایمي کورونه جوړ شول. د سیمې د اوسېدونکو په وینا په دې کمپ کې له ۸۵۰ ډېرې کورنۍ د کلونو په اوږدو کې خپل کورونه جوړ کړي وو.
اوس د بېرته ستنېدو له پرېکړې وروسته دغه کورنۍ اړ دي چې خپل کورونه، کارونه او هغه ژوند پرېږدي چې له څو لسیزو راهیسې ورسره تړلی و.
۳۱ کلن حضرت عمر هم د هغو افغان کډوالو له ډلې دی چې ټوله ژوند یې د پېښور په خزانه کمپ کې تېر کړی دی. هغه د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وویل چې په همدې کمپ کې پیدا شوی ماشومتوب یې دلته تېر کړی او ځواني یې هم په همدې سیمه کې تېره کړې ده.
حضرت عمر وايي مور او پلار تل راته ویلي چې زموږ اصلي وطن افغانستان دی خو په پاکستان کې د تېر شوي ژوند له امله هغه هېڅکله داسې احساس نه کاوه چې په پردي ځای کې ژوند کوي.
هغه وویل: «موږ همدلته پیدا شوو، همدلته لوی شوو او زموږ ډېری خاطرې له همدې کمپ سره تړلې دي. پاکستان هم زموږ لپاره خپل و او افغانستان هم. موږ هېڅکله فکر نه کاوه چې یوه ورځ به خپل کور پرېږدو او له دې ځایه به لاړ شو.»
حضرت عمر وايي چې په خزانه کمپ کې ډېرو افغان کورنیو له څو لسیزو راهیسې مزدوري او کار کړی او له خپلو سپما شوو پیسو یې کورونه جوړ کړي دي. د دغو کورونو په جوړولو کې یوازې پیسې نه بلکې د خلکو کلونه کلونه خواري او هیلې هم لګېدلې دي.
حضرت عمر وویل: «د یوه کور په جوړولو مو له ۲۰ تر ۳۵ لکو پاکستانیو روپیو پورې لګښت کړی و. د خپلې کمېټۍ ډېره برخه مو پر دغو کورونو ولګوله خو اوس نه شو کولای کورونه له ځان سره یوسو او نه یې په مناسبه بیه خرڅولای شو. مجبوره شوو چې ځینو خلکو خپل کورونه په ډېره ټیټه بیه ورکړي.»
نوموړي وویل چې ځینې کورنۍ د خپلو کورونو لرګي، دروازې، کړکۍ او نور د کار وړ سامانونه وباسي او افغانستان ته یې له ځان سره وړي څو هلته ترې بیا استفاده وکړي.
حضرت عمر وايي، خزانه کمپ چې پخوا به پکې ګڼې افغان کورنۍ اوسېدلې اوس په چټکۍ سره خالي کېږي او یوازې څو کورنۍ پکې پاتې دي.
هغه وویل: «زموږ د سیمې ډېر خلک لا مخکې تللي دي. ډېری یې په خوښه نه بلکې د مجبورۍ اندېښنې او خپګان له امله له دې ځایه ولاړل. ځینې داسې کورنۍ هم وې چې افغانستان ته د سفر لګښت یې هم نه درلود.»

100%

کار یو شان دی خو مزدوري مو توپیر لري
د پېښور په خزانه کمپ کې مېشت حبیب الله له هغو افغان کورنیو څخه دی چې څو لسیزې مخکې د جګړو له امله له افغانستانه پاکستان ته کډه شوې دي. حبیب الله وايي دوی د ځايي مزدورانو په څېر ټوله ورځ کار کوي خو د همدې کار په بدل کې ورته کمه مزدوري ورکول کېږي.
حبیب الله وايي، که څه هم افغان او ځايي مزدوران یو ډول کار کوي، خو د دواړو د ورځنۍ مزدورۍ ترمنځ څرګند توپیر شته.
هغه وايي: «موږ هم له سهاره تر ماښامه هماغه کار کوو چې په پاکستان کې یې ځايي مزدوران کوي خو هغوی ته په یوه ورځ کې تر ۱۵۰۰ روپیو پورې ورکول کېږي او موږ ته له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ روپیو پورې مزدوري راکول کېږي.»
نوموړی وايي، کله چې د مزدورۍ د توپیر په اړه پوښتنه کوي راته ویل کېږي چې «تاسو کډوال یاست او نور مزدوران ځايي دي.»
په خزانه کمپ کې د مېشتو افغان کورنیو ډېره برخه په ورځنۍ مزدورۍ خپل ژوند تېروي. په ودانیو کې کار، مزدوري او نور واړه کارونه د دوی د عاید اصلي سرچینې دي.
حبیب الله وايي چې د کار نور فرصتونه هم ورته محدود دي. د هغه په وینا، دوی په اسانۍ سره دوکان په کرايه نه شي نیولای او بانکي خدمتونو ته لاسرسی هم ورته ستونزمن دی ځکه نو ورځنۍ مزدوري د دوی د ژوند اصلي اقتصادي وسیله ګرځېدلې ده.

100%

هغه کسان چې راغلي وو اولادونه او لمسیان یې همدلته لوی شول
د خزانه کمپ ته نږدې اوسېدونکی عبدالهادي وايي هغه سیمه له هغه وخت راهیسې پېژني چې افغان کډوال لا دې سیمې ته نه وو راغلي. هغه د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وویل چې څو لسیزې مخکې په دې سیمه کې نه د نن په څېر ډېره ابادي وه او نه هم دومره کورونه.
عبدالهادي وايي، پلار او تره یې په همدې سیمه کې دوکان درلود او له افغانستانه به راوړل شوي توکي یې پکې پلورل.
د هغه په وینا، کله چې ګڼې افغان کورنۍ په دې سیمه کې مېشتې شوې د سیمې بڼه ورو ورو بدله شوه. د خېمو پر ځای لومړی خټین او وروسته پاخه کورونه جوړ شول او په پای کې سیمه په یوه دایمي ابادۍ بدله شوه.
عبدالهادي وايي چې هغه ډېری مشران چې په لومړیو کې دې سیمې ته راغلي وو اوس مړه دي خو د هغوی ماشومان او لمسیان همدلته پیدا او لوی شوي دي.
هغه وايي چې دغو خلکو دلته د ژوند جوړولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي. چا په منډۍ کې مزدوري کوله چا ورځنۍ مزدوري کوله او لږ لږ پیسې یې سپمولې څو د ځان لپاره کور جوړ کړي.
د عبدالهادي په وینا، دغه کورونه د کورنیو د څو کلونو د خواري او سپما نښې وې خو اوس ځینې کورنۍ د وتلو پر مهال هماغه کورونه په خپلو لاسونو نړوي.
هغه وايي: «دا لیدل اسانه نه دي چې هغه خلک چې کلونه یې دلته ژوند کړی اوس د تلو پر مهال خپل کورونه په خپلو لاسونو نړوي. ځینې خلک دروازې، کړکۍ او د لرګیو نور سامانونه وباسي او له ځان سره یې وړي خو د ځینو کورونو پر ځای اوس یوازې کنډوالې پاتې دي.»

په درېیو کلونو کې؛ له پاکستان نه ۲.۷ مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي

۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۹ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یو ګډ راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۳کال د سپټمبر له ۱۵مې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر تر ۱۹مې پورې ۲ مېلیونه، ۷۲۵زره او ۳۲۲ افغان کډوال له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د راپور له مخې، له دې ډلې ۲۷۴زره او ۹۸۲ کسان په جبري توګه اېستل شوي او یوازې په ۲۰۲۶کال کې ۷۹۳زره او ۳۸۵ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، یاد افغانان د تورخم، غلام‌خان، چمن، بادیني او بهرامچې له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر له ۱۳مې تر ۱۹مې پورې ۶زره او ۱۷۴ افغانان ستانه شوي، چې له دې ډلې ۱۱۹۷ کسان جبري اېستل شوي دي.
د بېرته ستنېدونکو د اسنادو وضعیت

د راپور له مخې، د ۲۰۲۳کال د سپټمبر له ۱۵مې د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر ۱۹مې پورې د ټولو بېرته ستنېدونکو په ډله کې بې‌اسناده افغانان، د افغان تابعیت (اې‌سي‌سي) کارټ لرونکي او د (پي او ار) کارټ لرونکي شامل دي.

د ۲۰۲۵کال د اپرېل له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر تر ۱۹مې پورې له بېرته ستنېدونکو څخه ۱ مېلیون، ۵۳۹زره او ۶۶۰ کسان بې‌اسناده، ۱۷۲زره او ۵۷۴ کسان د (اې‌سي‌سي) کارټ لرونکي او ۷۳۸زره او ۱۰۶ کسان د (پي او ار) کارت لرونکي وو.

د راپور د نیولو او توقیف برخې له مخې، د ۲۰۲۶کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې تر سپټمبر ۱۹مې پورې د افغانانو د نیولو او توقیف ۸۲زره او ۴۵ پېښې ثبت شوې دي. تر ټولو ډېرې نیونې په بلوچستان کې شوې، چې شمېر یې ۴۶زره او ۷۷ ته رسېږي او تر ټولو کمې په ګلګت بلتستان کې دي چې شمېر یې دوو کسانو ته رسېږي. په خیبر پښتونخوا کې ۱۶زره او ۸۳، سند کې ۸زره او ۴۹۴، پنجاب کې ۶زره او ۷۸۹ او اسلام‌اباد کې ۴زره او ۹۵۲ پېښې ثبت شوې دي.

د ملګرو ملتونو د دغه دوو ادارو په وینا، د سپټمبر له ۱۳مې تر ۱۹مې پورې د افغانانو د نیولو او زنداني کېدو شمېر د تېرې اوونۍ پرتله ۹۲ سلنه زیات شوی او له ثبت شویو نیونو څخه تر ۹۹ سلنې ډېر کسان بې‌اسناده افغانان او د (اې‌سي‌سي) کارت لرونکي وو.

د راپور له مخې، ۹۵ سلنه مرکه شویو کسانو د ۲۰۲۵کال د اپرېل له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر ۱۹مې پورې د نیول کېدو وېره د بې‌اسناده افغانانو او (اې‌سي‌سي) کارټ لرونکو د پاکستان د پرېښودو تر ټولو مهم لامل یاد کړی دی. د (پي او ار) کارټ لرونکو په منځ کې بیا ۶۸ سلنه کسانو د پاکستان پرېښودو لامل ځورونې، نیونې او یا د جبري اېستلو وېره یاده کړې ده.

د ملګرو ملتونو د اړوندو دغه دوو ادارو په وینا، پاکستان په ۲۰۲۵کال کې د افغانانو د بېرته ستنولو په تړاو څو پرېکړې وکړې. په جنورۍ کې یې له افغانانو وغوښتل، چې له اسلام‌اباد او راولپنډۍ ووځي، په اپرېل کې د ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنولو د پلان دویم پړاو عملي شو چې (اې‌سي‌سي) کارټ لرونکي او بې‌اسناده افغانان یې هم په نښه کړل او په جولای کې د (پي او ار) کارټ لرونکو د بېرته ستنولو پرېکړه وشوه.

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۳۸ GMT+۱
100%

یوشمېر افغان طبي محصلانو د پاکستان له حکومته غوښتي، د هغه افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه دې بېرته واخلي چې لا دمخه په طبي پوهنځیو کې شامل شوي او اجازه ورکړي چې دوی خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۳مه) په یوه راپور کې ویلي، شاوخوا زر افغان محصلان چې نږدې ۳۵۰ یې نجونې دي؛ دامهال په پاکستان کې د طب او غاښونو په برخو کې پر زده‌کړو بوخت دي.

د خیبر میډیکل کالج د وروستي کال محصل او د افغان طبي محصلانو د ټولنې ویاند عنایت‌الله مومند ویلي، افغانستان ته د افغان محصلانو د ستنېدو په اړه د پاکستان د طبي شورا پرېکړې د محصلانو اندېښنې زیاتې کړې دي.

نوموړي ویلي، شاوخوا ۲۰۰ نور افغان محصلان چې د تخصصي پروګرامونو د پیل په تمه دي له یادې پرېکړې اغېزمن شوي دي. مومند ټینګار کړی، چې پاکستان دې د تازه شاملېدو مخه ونیسي؛ خو هغه محصلان چې لا دمخه په طبي پوهنتونونو کې شامل شوي، د زده‌کړو بشپړولو اجازه ورکړل شي.

د نوموړي په وینا، د ښځینه محصلانو وضعیت تر ټولو ډېر د اندېښنې وړ دی. هغه وايي، ښځینه محصلانې به د بېرته ستنېدو په صورت کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو د لګېدلو بندیزونو له امله له زده‌کړو بې‌برخې شي.

هغه ویلي، ټول افغان محصلان له قانوني ویزو سره پاکستان ته تللي او یوشمېر هغه کسانو چې ویزې یې پای ته رسېدلې؛ د ویزو د غځولو لپاره غوښتنلیکونه هم سپارلي دي.

مومند زیاته کړې، چې افغان محصلان د وړتیا پربنسټ په پاکستان کې منل شوي؛ ځینې د پاکستان په بورسیو، ځینې د افغانانو لپاره ځانګړو شوو څوکیو او یوشمېر نور د افغانانو لپاره د پاکستان د تخنیکي مرستو د پروګرام له لارې په ښوونیزو مرکزونو کې ثبت شوي دي.

بلخوا د کېنګ اډوارډ میډیکل پوهنتون یوې محصلې نجما بي‌بي ویلي، که څه هم د لاهور عالي محکمې د پاکستان طبي شورا د جولای ۳۱مې او سپټمبر لومړۍ نېټې پرېکړې په لنډمهالي ډول ځنډولې دي؛ خو دغه پرېکړې د محصلانو ستونزه په بشپړه توګه نه‌ده حل کړې.

یوې بلې افغانې محصلې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو د طالبانو بندیز ته په کتو افغانستان ته ستنېدل به د ښځینه طبي محصلانو راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کړي.

هغې ویلي، دوه کاله وړاندې د پاکستان د علامه اقبال بورسیې له لارې پاکستان ته تللې وه؛ څو طبي زده‌کړې بشپړې او په راتلونکي کې په افغانستان کې ښځو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

وړاندې د سپټمبر په لومړۍ نېټه د پاکستان طبي شورا د افغان محصلانو د بېرته ستنېدو پرېکړه کړې وه. یادې پرېکړې په پراخه کچه غبرګونونه راوپارول.